(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون خوب

(زما د ژوند په زړه پورو خاطرو څخه) لیک: ډاکټر محمد فريد بزګر زما يو زوی چې په کوچنيوالي کې به يې د شپې د خوب په ځای کې ميتيازې کولې هم خپله په تکليف وو او هم ورسره مونږ په تکليف وو. لازمو درملو او نورو ټوټکو څه تاثير و نه کړ. زوی مې هم لږ غټ شوی وو، خو په تکليف کې يې څه بدلون رانغی. يوه ورځ مې خبره له يوې جرمنۍ سايکالوژيستې (ارواپوهې) سره شريکه کړه. هغې را ته وويل په جرمني کې د دې تکليف لپاره يو ډول نيکرې جوړې شوي دي، او په کې يوه آله ايښودل شوې ده، دغه آله کله چې لږه لمده شي نو په زنګ وهلو پيل کوي او کوچنی له خوبه راپاڅيږي، نو په دې ډول هغه نور د خوب ځای نه لمدوي. هغې ژمنه وکړه چې دا نيکر به د ځانه سره له جرمني راوړي. بلاخره يې يوه ورځ څو نيکرې ما ته راکړې. په هغې کې يوه آله خپله په نيکر کې وه او له هغې يو لاين تير شوی وو چې د ماشوم په کميس کې غوږ ته نږدې نصب کيده، چې کله آله په زنګ وهلو پيل وکړي، ماشوم يې ژر واورې، له خوبه راويښ او ميتيازې تشناب ته ورسوي. د شپې مو نيکر زوی ته ورواغوست، ټول خوشحاله وو چې نور له تکليفه بيغمه شو، زوی مې هم خوشحاله وو چې نور به له تکليفه بيغمه او د همزولو له خندا به خلاص شي. شپه ښه پخه شوې وه، ټول په پاخه خوب بيده وو، چې يو نا اشنا غږ ټول له خوبه راپاڅولو، لومړی وارخطا شوو خو ژر مو د زوی نيکر ته فکر شو. په منډه د هغه کوټې ته ورغلو. زنګ همداسې دوام درلود، زوی مې هم همغسې په ژور خوب بيده وو او خپل ځای يې هم ټول لوند کړی وو. هرڅومره مو چې وښوراوه چې راويښ شي هيڅ تاثير يې و نه کړ، د کورنۍ ټول غړي خو راويښ شوي وو، اوس ډار وو چې ګاونډيان راويښ نه شي، نو نيکر مو له زوی څخه وويسته که اواز يې غلی شي، خو نيکر هماغسې په چغو وو او زوی مو هماغسې بيده. اخر مو په نيکر څو بړستنې او کمپلې واچولې چې اواز يې لږ کم شي، که لږ څه خوب وکړای شو، خو تر ډيره وخته د نيکر ډوب آواز د بړستنو لاندې هم اوريدل کيده. کله چې د پښتنو اوسنې حالت ته ګورم نو د زوی دا قصه مې را په ياد شي، چې نړۍ او نور ملتونه په څه حال کې دي خو پښتانه لا هماغسې د فيل په غوږ کې په درانه خوب بيده دي، نړيوال خو پريږده زموږ د هيواد لږکيو هم له دوی څخه په هر څه کې وړې ده. د پښتنو دومره ناخوالو، وژلو، بمباريو هم دوی له دې درانه خوبه راويښ نه کړای شو او ... - بېرته شاته