(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

همزاد ته غږ

دَ نمر تاؤ سره لمبه شوې رڼا ده اؤ کۀ دَ سپوږمۍ په وړانګو مسته شوې هوا ــــــــ مونږه کۀ ډېر لاس پښې ؤوهو، خو دَ دغې دَ دائرې څخه بهر وتلی نۀ شو ـ نو ايا ضرورى ده چې مونږه دا نمر اؤ يا سپوږمۍ خپل مرکز ؤګڼو؟ نه! چرې هم نه! راځه چې دواړه دَ ذرې کېدو په عقيده ځانونه بل محور ته ؤ نۀ سپارو! راځه چې دواړه مرکز شو اؤ نمر اؤ سپوږمۍ ته غږ ؤکړو چې زمونږ نه يؤ اړخ ته پرېوځى اؤ بل اړخ ته را خيژى ـ نمر له غږ ورکړه اؤ سپوږمۍ ته ؤوايه چې نورې سيارې اؤ ستوري دې هم زمونږه په قدمونو قدم کيږدى ـــــــــ ځکه چې زۀ اؤ تۀ دَ دې کائنات مرکز يُو اؤ دَ نمر، سپوږمۍ، ستورو اؤ نورو سيارو دَ تګ لارې زما اؤ ستا دَ وجود نه چاپېرې دى ـ راځه چې زۀ اؤ تۀ په نمر خاتۀ زېږېدلى اتلان يُو ـ راځه چې دواړه دَ نمر پرېواتۀ په لورى روان شو ـ راځه چې دواړه دَ سپېځلې خاؤرې په سينه دَ نجات په لورى پلونه پورته کړو ـ راځه چې دَ ناپوهۍ په تور ښار دَ خپل فکر اؤ پوهې دَ رڼا دَ لښکر سره يرغل ؤکړو ـ دَ دغه ښار دغه تيارې کۀ هر څو ژورې، بوګنوونکې اؤ وېروونکې دى، خو يوه سپرغۍ ئې هم بنيادونه ړنګولى شى ـ راځه چې دَ نفرت اؤ کرکې په دغه لوړو دنګو غرونو باندې پښې کيږدو ـ تر څو چې مونږه په دوى پښې نۀ وى ايښې، دا به هم دغسې لوړ اؤ وياړى وى اؤ چې کله مو پرې پښې کېښودې ـــــــــ بيا به زمونږ دَ پښو لاندې وى ـ راځه چې دَ مفاهمتونو په نامه ځان غُولوونکو اؤ غلامۍ ته خپل قسمت ويونکو ته دَ همت، غېرت اؤ بغاوت ايتونو ؤلولو ـ راځه چې دَ دوى وينه غلامه نۀ ده، خو دَ بې وسۍ احساس لکه دَ کنګل منجمده کړې ده ـ راځه چې دَ بغاوت په سندرو سره دَ دوى وينې په غورځنګ کړو ـ راځه چې دوى ته ؤوايُو، چې بې وسى اؤ دووسى دَ يؤ کيفيت دوه نومونه دى اؤ راځه چې دوى ته ور ياد کړو چې دَ دنيا په مخ يوه مور هم غلام بچی نۀ زېږوى ـ راځه چې دوى ته ؤوايو چې په غلام دَ جنت اوبۀ، دَ جنت خواړۀ، دَ جنت خاؤره اؤ دَ جنت دَ حورو تصور حرام وى ـ راځه چې دَ وهمونو ياجوج ماجوج ته دېوال لوړ کړو اؤ دَ باور دَ دېوال په شا ئې ښخ کړو ــــــــ هغه باور چې کۀ دېوال ئې دَ رېښمو تار نه هم رغ کړی شى، بيا هم دَ فرعون دَ اهرام نه قوى وى ـ هنْ! زما لاس ؤنيسه! راځه چې دواړه دَ هيلې اؤ اميد وريځو ته ور ؤخيژو ـ ګورې نۀ! زمکه دَ نا اميدۍ په کر شنډه شوې ده ـ دَ وسوسو وئېنو زمکه دننه ډډه کړې ده ـ راځه چې دَ اميد وريځې پرې نچوړ کړو اؤ دَ اميد تخم پکښې ؤنولو ـ سوکړه شوې زمکه دَ وريځو دَ خدای نه ګيله کوى اؤ سپرلو ته ښېرې کوى ـ راځه چې يؤ بل نه مرور اؤ وېزاره اولس ته دَ ورورولۍ اؤ قام ولۍ ښودنه ؤکړوـ راځه چې دوى پوهه کړو، چې زمونږه الله يؤ دی ــــــــ زمونږه پېغمبر請 يؤ دی ـــــــــ قران يؤ دی ـــــــ مونږه دَ يؤ ادم بابا نه يوې حوا ابۍ زېږولى يُو ـ راځه چې دوى ته ؤوايو چې کۀ په لوئي پښتونستان کښې مونږه اؤ تاسو يؤ بل نه داسې مرور اؤ وېزاره اوسيږو، نو دَ الله دَ زمکې په نورو برخو په ستونزو اؤ سختيو کښې بوخت خپلو وروڼو لره څۀ رنګې لاس ورکړی شو؟ راځه چې دوى ته ؤوايو چې دَ اسلام ورورولى دَ خپل کور نه پېل کړو اؤ په ټوله نړۍ کښې ئې دَ مذهب، سياست، ثقافت، رنګ اؤ نسل نه پرته دَ ادم بابا دَ هر بچى دَ ښېګړې په کار راولو ـ راځه چې دَ امن اؤ مينې په اغوستن کښې ځان پټ کړی دَ امن اؤ مينې دښمن لوڅ لغړ کړو ـ راځه چې دَ کرکې، خودغرضۍ اؤ شرخوښۍ دَ بُت په پښو کښې پرته هغه برهمنه ډله خلقو ته په ګوته کړو، چې دَ مذهب، سياست اؤ ثقافت په نومونو تجارت کوى ـ راځه چې ټول سيندونه يؤ ځای ته را غونډ کړو ــــــــ هغوى ته دَ الله دا لوظ ور ياد کړو، چې خپلې چاپېرې خاؤرې پخپلو اوبو سره خړوب ساتى اؤ چينو ته ؤوايو چې دَ زمکې دَ خېټې نه ځان له بهر وتلو لارې ؤلټوى چې دَ الله دَ مخلوق په کار راشى ـ ځکه چې دَ زمکې دننه اؤ بهر چې څومره خزانې دى، هغه الله دَ خپل مخلوق دَ ښېګړې دَ پاره تخليق کړې دى ـ راځه چې دواړه هم دغسې ځو! راځه چې دَ وختونو اؤ موسمونو قېد کښې ځانونه ګېر نۀ کړو! راځه چې زما اؤ ستا مزل دَ ابد په لورى دی! راځه چې زما اؤ ستا منزل هلته هم نۀ دی، چرته چې اسمان دَ زمکې په سينه سر ايښی دی ـ Hayat Roghaani - بېرته شاته