(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دستوری دبڼ نوی ګل

لیک : علي حمید شینوارﺉ زه پخپله نه شاعریم اونه لیکوال یم، خوپه دواړوفنوکی دژورې کتنی لوستوال یم،هره ورځ دپښتوډیرې ویبپاڼې لټوم، رنګارنګ مقالې اوزرینې وړانګې (شعرونه) مې ترسترګولاندې تیریږي،خو کله چې دپښتون دې روزنې یاپښتودې ساتنې لیکنې، د ښـاغــــلي علي خان ساپي په لیکنوکې ګورم، دارواښاد ډاکټر کبیرستوري ادبې ګلشن راته رایادشي کوم چې دزمانې ګردونوئې ګلان مړاوې کړې دي، کوم چې دهرپښتون په وینوکې به یې له پښتواوپښتونولۍ سره مینه راپیداکوله،دی کی شک نشته چې ښاعلی ساپی صیب هم زموږ دزمانې تکړه او دپښتون په پت باندې غیور لیکوال دی،زه فکرکوم چې نوموړی به دارواښاد ستوري دبڼ وفادارملیاروي،چې یوځل بیابه یې پټه خوله ګلان راوسپړي. دعلی خان ساپې وفادارې له ارواښاد ډاکټرکبیرستوري سره ددې دورور وفاداري ده،داځکه چې ورور یې ارواښاد جنرال میروخان ساپې دارواښاد ډاکټرکبیر ستوری خورا وفادارملګری وه،چې ماته پخپله هم داپته شته چې دوی په یوه لاره دیوه کاروان کاروانچیان وو،دپښتو اوپښتنوغم ودرد به یې تل په سرو کې یو وو. په دې هکله علی خان ساپې داسې وایي:

که انځور(دمیروخان ساپې) ته زیرشو دپــښــتووپـښـتـنوپــه حـال غـمجـن دی کـه (دسـتوري) تبسم انځـورکې ګـورو خوزړګی یې په پښتوپُسې خوږمن دی

په بل ځای کي په یوه خواږه ډایلوک کی وایې: ډاکټر صیب داچې زه په افر یقا کي یم،او دپښتونخوا جوړول مې تل ترتله په خیال کي راګرځې، نوهیله ده چې هره پریکړه ،پرمختګ په دې هکله باندې کیږي،اوکوم پلان په ګوند کې نوی کیږي ماپرې خبرکړی ،ترڅو چې دژونداړیکي مې له تاسو سره ټینګ وي

ستوري تــه مي ویلې فکروخیال په پښتونخـواکي یم مــاتــه لــه خــتیــځ نــه راځــلیږه زه افــریقا کي یم

داچې موږ دې درې څنګه درې ونکي په دریو کونجوکی، یاني د یوه مثلث په دریوزاویو(جرمني،پولنډ ولیبیا)کی یو، نوڅوک به ویجاړوپښتنوته دآزاد ژوند دې جوړښت لارې ورښیي،ترڅو چې خپل ځانونه را بیدارکړي اوله نړی سره سیالی وکړي.

څوک به پـښتانه له درانه خوب څخه راویښ کاندي تــه پــه جـــرمني کي ورورپولنډ زه پـه لیبیا کي یم؟

وایې چې ستوري راته ډاډ راکړ، چې زړه ډاډه لره، اوس پښتانه هم څه ناڅه راویښ شوي دي،او خپلوغمونوو دردونوته متوجه شوی دي، مګردی وایي چې ډیر دخوشحالۍ ځای دی که چیرې داسې وي، خو زه په دې خبره کې شکمن یم،ځکه پښتانه تل دخپل قام اوژبې په چوپړکي بي غوره وي.

هــغــه راتــه وُوَیَل چي نن پـښـتون ويـښ شـوي ده مــاورتــه ویــل چي زه شـکمن پــه دې ویـنا کي یم

وایې چې ستوري دپښتنود تاریخ وجغرافی په هکله ډیرې خبرې راته وکړي،او دپښتونخوا دې جوړولوثابت وبنسټي دلیلونه یې راته په ګوته کړل، سره له دې چې زه د دې دواړوکتابونوپه لوستنه کې پوره کتنه لرم، او تل مې په خواکې وې.

ویــل بــه یي تـاریـخ جغـرافــییه دپــشتــون وُګـوره ویــل بــه مــي دا دُواړه کــتابـونـه تـل په خواکی یم

وایي چې ستوري دپښتونخوا نقشه- نخچه – راته په انځورکې وښودله او راته ویي ویل چې دابه هرومروجوړیږي، که بیرته وي که وړاندې وی، که مونږه ژوندې یو او که مړه یو.

ویـل بـه یـي نــخچـي دپښتونخـواته چي زه ګــورمه جــوړه بــه یووخت شي زه بـه مړ په دې دنیاکی یم

وایې چې ما دستورې په خبروباندې قناعت درلود،نوځکه مې ورته وویل چې لوی څښتن تالا دې زموږه موخه پوره کاندي، که څه هم زه په دې لاره کي دې دروغو او درښتیاو،دحقیقت ومجاز ترمنځ تروُروحیران ولاړ یم.

مــاورتــه ویــل خــداي دِ زمـوږهـد ف پوره کاندي څـوپـوري تروُربـه زه پـه درُوغـووپـه رښـتیاکی یم

ترډیرو سټړتیاو او وستومانیو ورسته غواړي چې لاس ترلاس دپښتونخواپه ښکلو غروکي سره روان شې ، ترڅو چې پاکه هوا ساکش وتنفس کړي، او په ازادئ سره خبرې وکړي،ځکه نور له بې ازادی څخه دیر په تنګ شوی دي.

غـواړوچي دخـپـلوغـرونـوپـاکـه هـوا بُوی کړوموږ څـوپـوري بـه لاس پـه خـولـه نیولي بـنده سا کی یم

دلته دخپل زړه ارمانونه ودخپل قام بې علمي وناپوهي راسپړي وایي چې نړی ورځ په ورځ پرمخ تګ کوي، دنیکبختي روښانه لاري پیداکوی،مګر موږه دخپلو بدبختیو دحل لاري نشو پیداکولي تل ترتله دبشري لین شا ته ولاړیو،په تورو تیروکې ژوندکوو.

ګـوره نـه نـني نـړي کي هـره ورځ بـدلـون ښکاري ولــي نـن ولاړ زه پـټ دټــولــي نــړي شـــا کـی یم

وا يې: چې ستوري به ویل که چیرې پښتو اوپښتونولي دهرپښتون پتمنې شې،نو شک نشته چې موږ به دټولې دنیاپه وړاندې عزتمن اوقدرمن واوسیږو.

ویـل بـه یـي کـه هـرپښتون پتمن پـه پـښتونوالې شی جـوړه بـه پـښـتوزه قــدرمـن بــه هــره خــوا کي یم

ترڅو پورې چې پښتو وپښتانه په دې ویجاړ حالت کې وي‎ او نور قامونه یې له بې علمۍ وناپوهۍ څخه ګټه اخلي،یوپه بل یي سره وژني، ژبه،شخصیت وناموس یي دې بل ترپُښو لاندي کیږي، نو هیڅ امکان نلري چې یوپښتون عالم،مشر، پوه، شاعراولیکوال به په ارامه پاتي شي

مــاورتــه ویــل څــنګـه بــه مــوږه پــه ارامــه شـو شــپـه ورځ دپـښـتودِجــوړیــدلــو پــه ســـوداکـی یم؟

وایي چې ستوری دبیرې اوسایکولوژي ډاکټروو، نو زموږ معنویات به یي راپورته کول، ویل به یي که هرپښتون خپل علم یاتکړه قلم دخپل قام وژبي په چوپړ کي په کارواچاوه، نو بیا به دټولو لیکوالانو ارمانونه پوره شي.

ویــل بــه یـي تـکړه قـلم که هـرپښتون راپـورته کړ تــه اوزه لــه ټـــولــولـــیکــوالانــو بــه رضا کی یم

وایی چې شک نشته کله چې میروخان اوستوری ژوندي وو، دهغوی رڼافکري اوادبي بنسټونو اولارښوونو زما په ژوند کې خورا رول لوبولی، چې په هروخت کي به مي په ډیره خوشحالي استفاده ورڅخه کوله.

څوپـوري ژوندي چـی(میروخان اوستوري)دواړه وُه زه بـه یي لـه کـړو وړوسره هـروخت په خنداکي یم

مګر افسوس چې تقدیر ته تدبیر نشته،او له حق څخه سرغړونه نشي کیدای، دوی دواړه په حق ورسیدل،او زه به یي په پردیسۍ کې په ژړا سره ستاینې کوم.

وګـوره تـقـدیـرچي دوی روان شول زه یي پريښودم زه علي خان پردیس به تل په دوی پوسي ژړاکی یم

که چیرې هرڅوک دساپې تر(په پښتومین ته دوعا)سریزې لاندې شعروګوري،نو ورته څرګنده به شي چې دساپې دزړه له تل څخه د مینې ووفاداری دژوراحساس هنداره ده،اوترټولونوروشعرونوڅخه غوره شعردی،کوم چې دارواښاد ستورې په هکله باندې تراوسه پورې ویل شوې دي، فکر کوم چې که دې جائزي اخستلوته کاندید شې شاید چې په انسانی احساس، عاطفه، اخلاص ووفاکی به لمړنۍ جائزه واخلي. ښاغلی ساپی وایې:

راخــتلــو تـــه د ډ یـــر پـــه انتــظاروُه ښـه راغلاست لره دهــرپښتـون تـیاروُه تـل بـه ویـښ وی دپښتون راویـښیدوتـه خو پښتون پـه ناپوهی کی تـارپـه تاروُه د پښـتواوپښـتـنوغــم کی بــه ډ وب وی دسیګرت لـوګی به ستـاګوتوکـی مـاروُه پــه جــرګـوومحفـلوکی بـه حـضـوروی ځکـه ستـادریدل هرځـای کـی په کاروُه داحساس راپــارول بــه وُه سـتاغــږکـی هرپښتون به په هرځای کی تانـه زاروُه غورزنګونه به هرځای کی را پیداشول چـی اوازبه دراخـپـورپـه کلـی وښـاروُه ستاراتګ ته به هـرځای کی سلامـی وُه کـه واړه وه کـه زاړه کـه خـواروزاروُه پــه خپل غـږدپښتوژبـه راژونــدی کـړه چی خـبـری او لیکـلی بـه پـری عـاروُه ددوزخ دژبـی نـوم به یـی پـری کیښود ګـزارونه لـه هرخواپـری وراپـه وراوُه چی پښتون بـه شوبادشـاه پښتــوبــه لاړه چــی لـګیـابــه تــل پــه ژبـه ددربـاروُه ددربـارژبــه پـښتـوبــه پــه پـښتــون وه لــه ډهـلـی تــراصـفهانــه چـی بـاداروُه تـاخُــویُـونـه دپښتـون دی بــیـان کــړی پـــه رښتیـاچـی پـښتانـه ډیــروفــاداروُه دوی دژبـی خــد متــونــه هـلتــه کــړی چی یوه خـواکی بـه تـوره بل خواداروُه مـګرولی خـپل خـُویـونه ورنـه هـیردی بیرتـه پاتی لکـه ژونـدکی چـی دغـاروُه پښتانـه کـه پـه پښتوبـاندی راټـول شـول واربه ئی راشی لکـه څنګه چـی یی واروُه سـتـا ارواتـه پــه پښتودوعــا درلـــیـږم پـــه پـښـتـودی ډیـــرمیـن زړه نـاقــراروُه نن هـغه پـوهان ښکاریږی پښتونخواکی چی(صافی)به ورته تل سترګی په لاروُه

لیکوال/ علي حمید شینوارﺉ [email protected] نوربیا - بېرته شاته