(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټلویزیونونه دافغان ماشومانو ژبني حقوق...

ټلویزیونونه دافغان ماشومانو ژبني حقوق،کولتور او روغتیا ګواښوي لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ سریزه : میندې او پلرونو له یوې خوا د خپلو ماشومانو د زده کړې د ډول په ټاکلو کې د لومړیتوب رښته لري ، له بلې خوا میندې او پلرونه، ښوونکې او روزنونکې باید دا ومني چې یواځې دوی نه دي چې دماشومانو دزد ه کړو، ښوونې او روزنې برخلیک ټاکې ،بلکې د ماشومانو د ژوند نړۍ د ټولنې او مالوماتي ډلیزو رسنیو له خوا هم ټاکل کیږي . دنن ورځ ماشوم په کورنۍ چاپریال کې د ټولو تخنیکي ډلیزو رسنیو له ډولونو سره بلد دی .لکه ټلویزیون،ویدیو،رادیو،سي ډي، ډي وي ډي ،ګرځنډه ټیلیفون ، کمپیوټر ،کمپیوټر ي لوبې او انټرنیټ . د ډلیزو رسنیو اغیزه په زوړ ،ځوان ،لوستي، نالوستي او د یو هیواد د کولتوري ژوند په ټولو برخو او ټولو وګړو باندې یوشان ده .پخوابه ډلیزې رسنۍ یواځې د خپل هیواد له کولتور سره تړو درلود،دنن ورځ ډلیزو رسنیو ټولنه پولې نه پیژني . د نن ورځې د خبرو اترو ډلیزې رسنۍ په ډیره چټکه ټوګه د اندونو،فکرونو، انځورنو، تجربواود پوهنې په لیږدولو کې ستره برخه اخلي . ورسره د خبرواترو په ټولنه کې ستری ستونځې زیږوي او په ميليونه ماشومان یې له ډول ډول ټولنیزو او روغتیایي ستونزو سره مخامخ کړي دي . ډلیزې رسني په تنکیو ځوانانو باندې ویجاړوونکې اغیزې لري . ډیري داسي تیورې شته چې د ډلیزو رسنیو اغیزه په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې د ارواپوهنيزو پلټونو او برسیرونو څخه نوره وړاندې ځي . د سپوږمکۍاوکیبلې شبکو له لارې ټلویزیونونه او د انټرنیټ نوې ټکنالوجۍ پر مختګ ، فلمونه ، بريښنایې بوختوونکي لوبې او خپرونې له یوې خوا ډیرو خلکو ته په زړه پوري او نوې ښکاري له بلې خوا ډیر خلک یې بیا له ژورې اندیښنو او کړکیچونو سره مخامخ کړي دي . ماشومان کولای شي په ډیره اسانه توګه خپل کور کې د ټلویزیون اوانټرنیټ د یوې بټني په ټینګولو سره په کرده نړۍ کې له تاوتریخوالې څخه ډک فلمونه او بوختوونکې په زړه پورې خپرونې وګوري . د نن ورځ ډلیزو رسنیوتخنیکي پرمختګونو میندې او پلرونه یې له سترو نویو دندو او مسوولیتونو سره مخامخ کړي دي . ټلویزیون نن د کورنۍ ژوندیوه مهمه برخه ګرځیدلې ،ټلویزیون د خبرواترو نمونې وړاندې کوي او د مالوماتو په تبادله کې ستره ونده لري . ژبه په ټلویزیون کې نه یواځې مهمه ده ،بلکې د ټلویزیون بنسټ جوړوي . ډلیزې رسنیو د ماشومانو په ژبه باندې ستره اغیزه لري . زموږ د تنکیوځوانانو په ژبه کې زموږ د کولتور او دودونو یو انځور پروت دی . له همدې امله د ټلویز یون ژبه باید زموږ په افغانې ټولنه کې په ځیر سره وڅیړل شي . پوښتنه دا ده چې څنګه ډلیز ې رسنۍ یا میدیا په ولسواکه ټولنه کې د ملګروملتو د ماشومانو د رښتو یا حقوقو کنوانسیون پر بڼسټ د ماشومانو د خپلواکې وینا سره چلند کوي . په بله ویناڅنګه ډلیزې رسنۍ د ماشومانو سره اود دوی له روغتیا ،مورنۍ ژبې او ژبنې رښتو سره چلند کوي . ډلیزې رسنۍ یا میدیا په هېڅ ډول اجازه نه لري چې له ماشومانو سره توپیریزه چلند وکړي او یا د دوی د مورنۍ ژبې حقوق ، کولتوري میراثي ارزښتونه له پامه وغورځوي . دماشومانو دحقوقو کنوانسیون د ماشوم د وینا په بشپړې خپلواکې باندې ټینګارکوي او برسیره پردې د ډله ییزورسنیو څخه غواړي چې د ماشومانو لپاره تر ټولو ښې ټلویزیونې خپرونې ،فلمونه او ښوونیزه او روزنیزه ډارمې د ماشومانو په مورنۍ ژبه چمتو کړي . کولتور یا کلچر د یو ولس د ژوندانه بیلا بیل اړخونه او د مادې او معنوي شتمنېو کچه جوتوي . ایرانې کولتو او افغانې کولتور په ځینو برخو کې ورتوالې لري . خو په بنسټ کې دا دوه بیل لرغونې کولتورونه دي . کولتوري دوددنه د یو ولس د لرغونې تمدن نښې نښانې دي ، کولتور د یوې ټولنې ټول مادي او معنوي شتمني او ډوډیزه اړخونه رانغاړي . دبشریت او د تمدونو تاریخ پرته له کولتوري راکړې ورکړې څخه نه دی لیکل شوې . د دوو تمدنو ترمنځه کولتوري راکړې ورکړې د یو بل کولتور بډایه کول دي . د ایران اخوندي رژیم د افغانانو افغانیت ،لرغونې تمدن او کولتور ته هېچ درنښت نه لري . د دوی موخه نه یواځې د افغانانو تاریخ او کولتور لمنځه وړل او له ریښو څخه جړړې ایستل دي،بلکې خپل ایرانې کولتور په افغانستان کې خپرول اوپه موږ باندې تپل غواړي . ۱ . د ایران کولتوري یرغل که کولتوري راکړې ورکړې کولتوري راکړه ورکړه د کولتور نو او تمدونو د ودې او پابښت لامل ګرځیدلې دي . د دوو کولتورنو ترمنځ کولتوري راکړه ورکړه یو بل ته په کولتوري درنښت او په خوښه تر سره کیږي . د د وو کولتورنو ترمنځ راکړې ورکړې موخې د یو بل کولتور لوړول ،بډایه کول او بشپړول وي . د دوو کولتورنو ترمنځ راکړه ورکړه هغه مهال شونې وي چې د دوی تر منځه هېڅ ډول سیاسي او ټولنیزه نا انډولي شتون ونه لري . د کولتوري راکړې ورکړې موخه د یو بل لمنځه وړل نه وي ، بلکې یو بل ته د کولتور ښې برخې خپرول او لیږدول وي . د یو ولس کولتوري کچه هغه مهال جوتیږي کله چې د هغه ولس خلک په خپلو لرغونې دودونو او ملي ارزښتونو باندې ښه پوه وي او په اړه یې مالوما ت و لري . کولتوري یرغل په بل کولتور باندې یو اړخیزه تپل کیږي او موخه یې د بل ملي کولتور کمزوري کول او لمنځه وړل وي . یرغلګر کولتور په ډیر سپین سترګتوب سره هڅه کوي د مقا بل کولتور ځاي ناستي شي . د کولتوري یرغل موخه تل د بل کولتور لمنځه وړل او جړې ایستل وي . کولتوري یرغل د پوځې یرغل په پرتله په خلکو کې ژرنه احساس کیږي او خلکو ته هم لکه پوځې یرغل ژر نه څرګندیږي، کولتوري یرغل د ډیر اوږد مهال لپاره پلانیږي . ریشې دیرې ژورې ،اغیزې یې ډیرې پراخې او ګواښمنې وي، سربیره پردې کولتوري یرغل په ډیره ارامه او غلي ټوګه تر سره کیږي او قربابیان یې ماشومان او تنکې ځوانان وي . په کولتوري یرغل کې غلیم له هر ډول اقتصادي ،سیاسي او استخبارتي فشارونو څخه کار اخلې . لکه ایران همداس د د افغانانو په وړاندې د تیلو له وسلې څخه کار اخلې . پوځې یرغل د دښمن له خوا په ښکاره ډول په یو هیواد کې پیل کیږي . دکولتوري یرغل ګواښمنه وسله بیا د کور په دننه کې زموږ فکر، ملي ژبه ، ملي احساس ،ملي هویت او ملي کولتور په نښه کوي او ورو ورو یې لمنځه وړي . دایران کولتوري یرغل دافغانستان په سیاست ، اقتصاد او دمذهبې لږکیو څخه سربیره په پوهنیزو څانګو کې لکه پوهنتونواوښوونځیو کې ایراني میتودونه او ایراني ادبیات پلې شوې دي ،په عامه کتابتونو کې په زرګونه ایراني کتابونه زموږ د ملي یوالې او کولتوري تخریب لپاره چمتو او رالیږل شوې دي، د افغانستان په بازارونو کې د ایراني توکو سربیره ایراني ډوله کالي او ایراني لهجي د ځیني خلک له خوا ستعمالیږي ، د عاشورا په ورځ شیعګان د کابل په سړوکونو کې ځانونه لکه په ایران کې وهي چې داکار د افغانستان په زر کلن اسلامي تاریخ کې چانه ولیدلي ، په ځینو سیمو کې د خمیني او خامنه یې انځورونه لګیدلي دي . سړی حیران شي چې دا ایران دی که افغانستان ! . په ایران کې د کولتوري راکړې ورکړې په لړي کې ایرانیان دافغاني کولتور ، د هزاره ګانو او تاجکانو یو دود او کولتوري توکې نه مني ، د پښتو او دری ژبو ترمینالوجۍ ته هیڅ چانس او اهمیت نه ورکوي چې په ایران کې وکارول شي او ورسره د ایران قونسل په هرات کې امر کوي چې پښتوژبه مه لیکی . ایران په افغانستان کې یو ډیر ظالمانه،دښمنآنه او خطرناکه کولتوري یرغل پیل کړي او موخه یې زموږ اسلامي ټولنه ،ملي کولتور ، ملي تاریخ او ملي یوالې لمنځه وړل دي او بس . ۲ . افغان ماشومان ایرانې ټلویزیونو تر خپل کولتورې یرغل لاندې راوستي افغانستان د ایران، تاجکستان ، هندوستان او تریوې کچې دلویدیځ د کولتوري یرغل تر برید لاندې راغلې دی . دیادو شویو هیوادو دسلو څخه ډیر ټلویزیوني چینلونه دسپوږمکۍ له لارې په افغانستان کې لیدل کیږي . له همدې لارې زموږ ملي کولتور او ملي اسلامي ارزښتونو، ملي ژبه تر کولتوري برید لاندې راغلي دي . د ایران متعصبه رژیم د خپل مذهبې جنون ، کولتوري لیونتوب ، د پان پارسیزم او پان ایرانیزم هژمونیستي خوب او خیال ، دایران سیمه ییزه کولتوري نیواک ، بې شرمه لاسوهنې افغانستان او سیمه یې نارامه کړي او له سترو کړکیچونو او چلنچونوسره مخامخ کړي ده . د ایران بې شرمه سیمه ییزه کولتوري امپریالیستي لاسوهنې دافغانستان په مذهبې ،سیاسي، اقتصادي ، ټولنیزو او ژبنیو برخو کې هر افغان ته له زعمه وتلې دي . په افغانستان کې د ټولو افغانانو له خوا په یو غږ د ایران دلاسوهنونو په وړاندې باید شدید غبرګون وښودل شي . په افغانستان کې باید ټولې ایراني پلوه ډلې،بې کولتوره ،بې نامه اونښانه اجیران،جاسوسان،ډلیزې رسنې او ایرانې پولوه مذهبي ډلې په کلکه سره وځپل شي. افغان ټلویزیوني شبکې هم د ایراني او هندي بې مانا او ګمراه کونکې ډرامو اوسریالونو په خپرولو پیل کړي دی . په هر کور کې چې ټلویزیون شته دغه خپرونې په ډیره مینه سره لیدل کیږي . د دې لامل دا دی چې افغانستان د اوږدو جګړو، اقتصادي ستونځو له امله د تختیکې ډلیزو رسنیو او فلم جوړولو صنعت یوه ستره تشه درلوده . اوس دافغانستان ځینې خصوصي ټلویزیونه د ایراني ټلویزیونو او خپرونو څخه یو په یو کاپې کوي . د دغو ټلویزیونو په ځینوخپرونو کې د افغان ولس نومیالیو ته دافغان ملي او لرعونې کلتور ته ، ملي ارزښتونو ته او د هیواد ملي هیلو ته سپکې سپورې پیل کړي دي . دایران اخوندي رژیم پالیسي د پان ایرانیزم تر سیوری لاندې په افغانستان او تاجکستان کې رسمآ خپل کولتوري یرغل پیل کړي . ایران رسمآ افغانستان یې د دريو پارسي ژبو هیواد و په کتار کې نیولي دی . دوی هڅه کوي له همدې لارې څخه افغانستان یو پارسي ژبې هیواد په څیر افغانانو او نړیوالو ته وروپیژني ؟ نن زموږ پښتني او افغاني ملي کلتور تر بل هر وخت زيات د بهرنيو کلتوري يرغلونو سره مخامخ دي، ځيني په کور دننه داسې کړي شته چې د بهرنيانو او په ځانګړي ډول له ګاونډيانو سره پدې يرغل کې څنګ په څنګ ولاړ ې دي او هڅه کوي چې زموږ ملي ترمينالوجۍ په پرديو اصطلاحاتو بدله کړي . د ملي ترمینالوجۍ د له منځه وړلو سره دوی غواړي زموږ پر فکر،وګړرښتو یا بشري حقوقو،اندونو،ملي کلتوري ارزښتونه باندي هم یرغل وکړي . دا کومه تصادفي خبره نه ده چې ځیني افغان ټلویزیوني ویاندان په ایران کې په اېراني لهجه په ایراني ترمینالوجۍ روزل شوې دي ، دوی بیا په ډیره اسانه په افغاني ټلویزیونوکې په کارګمارل کیږي .دغه ویاندان د افغانستان ملي تر مینالوجۍ ته قصدآ پام نه کوي . خلکو ته داسي ښیې چې دوی خو په ایران کې ژوند کړي . ځکه د دوی لهجه ایرانې او بل ډول ده . ولي په افغانستان کې ځوان ټکړه د دری د لرغوني ژبې افغان ویاندان نشته ؟ د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت نه یواځې زموږ ملي میراثي کولتور،ملي ازرښتونه او ملي ویاړنې ته پام نه کوي اونه یې خوندي کوي، بلکې دا یران دغو فاشیستي یرغلیزه پالیسي ته لاره خلاصه کړي ده . ایرانې متعصبه رژیم په همدې منظور د افغانستان د اطلاعاتو اوکولتور په وزارت کې خپلو اجیرانو او تالۍڅټو ته ډبل معاشونه ورکوي . دوی د دری په لرعونې اواصیله ژبه کې د ایراني فارسي لغتونه او لهجې ورګډول دي . یو شمیر پارسي ژبې دا ساسي قانون خلاف د ایران په لمسون دافغانستان د ملي ټرمینالوجۍ له پلي کولو څخه سرغړونه کوي او ورسره ایراني ترمینالوجۍ ته لاره خلاصوي . زموږ نیکمرغې په دې بدمرغې کې اوس دا ده چې ریښتیني کولتوري افغانان د دا ډول ناوړه سلوک او د دغې ویروس پر وړاندي ډیر ښه واکسین شوې دي . د ایران کلتوري یرغل له ډیره مودې څخه پیل شوې دی . افغانان به خامخا د دغې بې کولتوره او سپین سترګې کولتوري یرغل په وړاندې ګډ دریځ خپلوي . ملي ترمینالوجۍ اصطلاحاتو چې د افغان ولس د ملي هويت يوه برخه جوړ وي، افغانان به هیڅ کله پرینږدي چې دایران جاسوسان ، اجیران او تالې څټې زموږ په ملي ارز ښتونو ملنډې ووهي . موږ دافغانستان په دنننه کې د ساري په ډول دطلوع ټلویزیون ،اریانا ټلویزیون ،او په بهر کې د اریانا افغانستان ، پیام افغان او د افغانستان غږ او داسي نورې ټلویزیونې خپرونو ،سندرې،سوداګریزه خبرتیاوې یا اعلاناتو،پوهنیزه شنننو اوخبرې اترو کې په ډیر ه چټکه توګه د ایراني کیدنې نښې نښانې ګورو . زموږ ډلیزې رسنۍ د ایرانې کیدنې په لور په افغانانو کې ډیرې اندیښنې رامنځ ته کړي دي . له یوې خوا دا ټلویزیونونه په لومړۍ سر کې د لرغونې دری ژبه ښکلا لمنځه وري ، له بلې خوا په افغانستان کې دری ژبه د نورو قومونو او ژبو ویونکوپه منځ کې دایراني ټاپي په غوړلو سره سپکه او بې ارزښته کوي . دا ټلویزیونونه زموږ مورنې ژبه پښتو،ملي ژبه پښتو او د دهیواد لومړنۍ رسمي ژبه پښتو ته له انساني او حقوقي پلوه د مجبویته له پلوه لږ پام کوي او په پوهه او نا پوهه ټوګه زموږ پښتو ژبه حاشیه ته کوي . دا ټلویزیونونه زموږ دمعصومو، پاکو، ویرجنو،بې حقوقو او خوږو ماشومانو ژبنیو رښتو ته درنښت نه کوي . زموږ ماشومان څلورویشت ساعته د ټلویزیون په کړکې کې د پرديو یرغلګروکولتوري خپرونې ګوري . ایا د افغانستان د ټلویزیونو مسوولین له ځانه دا پوښتنه کولي شي چې افغانان کولې شي د ایران په دنننه کې یواځې نیم ساعت په پښتو اویا درې ژبو خپرونې پيل کړي اويا سوداګریزه خبرتیاوي په دری ژبه خپرې کړي ؟ ولې دا نوره ګاوندې هیوادونه د دوی په ټلویزیونو کې ساعتونه په کرایه نه اخلې چې یواځې ایرانیان اخلي ؟ د افغانانو ټلویزیونونه په مستقیم ډول د ایران تر کولتوري یر غل لاندې خپرونې کوي . ځکه دا ټلویزیونونه یواځې یوې ژبې ته کار کوي او په افغانستان کې د افغانانو ملي ژبې منل شویوحقوقو ته درنښت نه کوي . تلویزیون او راډیو دکورنیو په منځ کې تل خپل ځانګړی ځای او اهمیت لري باید له پامه ونه غورځوي شي . . دلته مطلب په ټلویزیون کې د بهرنیو هیوادو د فلمونو او سریالونو د خپرولو سره اصلأ مخالفت نه دی . دبیلګې په ډول په افغانستان کې ډیر ټلویزیونه هره ورځ څوڅو ساعته په یوه بهرني لهجه اویوې بهرني ژبه خپرونې کوي او په بدل کې افغاني فلمونه او پروګرامونو ته هېڅ پام نه کیږي .د هیواد ماشومانو د ملي او رسمي ژبې حالت به په راتلوونکې کې په څه ډول شي ؟ . آیا دا شوني ده چې دری او پښتو ژبې په همدي شدت سره په ایرانې ټلویزیونو کې خپروني وکړي ؟ . ایرانیان به د دری او پښتو ژبي یوي کلمي ته د ایران په رادیو، ټلویزیونو او ښوونیزه سیستم کې اجازه ورنه کړي . . سره له دې چې افغانستان دخپل جیو ستراتجیک موقعیت له امله د تمدنو په څلور لارې کې واقع دی ، افغانستان خپل ځانګړي ملي لرغوني کولتور او ملي هویت لري .دافغانیت ستر لرغوني کولتور د زغم کولتور مخکښه او بډایه کولتور دی . په افغانستان کې ورونه توکمونه افغان هندو، افغان سیګ ، افغان ازبک، افغان ترکمن ، افغان هزاره،افغان تاجک، افغان بلوڅ ګډ سولیز ژوند لري ،دغوولسونو زموږ ستر ملي کولتور دافغانیت تمدن ته په خوښه د کولتوري راکړي ورکړي پرنسیب له لارې نوره ښکلا او رنګونه ورکړي دي . دایران متعصبه رژیم داسي یو لرغونې بډایه اسلامي کولتور په خپل ګاونډ کې زغملي نه شي او په دیر سپین سترګتوب سره خپل مذهبې او کولتوري یرغل د یو شمیر نا افغانه اجیرانو اوجاسوسانو له لارې تر سره کوي . ۳. ماشومان او دټلویزیون انځوریزه ځانګړي ژبه ټلويزيون د ټولنيزو اړيكو غږیزه او انځوریزه وسيله ده . ټلویزیون د افغان ولس د ملي یووالې ارزښتونه او زموږ د هیواد ملي ټرمینالوجۍ په ډیره ښه توګه ولس ته وړاندې کولي شي . په خواشینې سره زموږ د هیواد خصوصي او ملي ټلویزیونونه په هیڅ ډول دملي یووالې معیارونو او دهیواد د دوو ژبوحقوق پښتو او دری ته او دافغانانو ترمنځ دیوسولیز ګډ ژوند شرایطو را وستل په پام کې نه ساتي . ماشومان د هیواد وګړي دي . ماشومان په ا ساسي قانون کې له ټولو لیکل شویو بڼسټیزه رښتو څخه برخمن دي . افغان ماشومانو ته باید په میدیا کې په ځانګړي ډول ټلویزیونوکې د دوی په مورنې معیاري کره ژبه ، مناسبه، غوره، دلیدلو وړ په زړو پوري ښوونیزه، روزنیزه خپرونې وړاندې شي . په ټلویزیون کې د ماشومانو رښتې ، غوښتنې،لیوالتیاووي جدې وګڼل شي . ماشومان دې شونتیاوو ته ډیره اړ تیا لري چې ځان د نړۍ له پېښو اوخبر ونو څخه د یو کوشني انسان په کچه خبر کړي . تر څو چې دوی ځان ته یو خپلواک اند له نړې څخه جوړ کړي . دوی باید وپوهیږي چې مالومات د ولسواکو پریکړو بڼسټ جوړوي . پښتانه ماشومان د نړۍ د نور ژبو ماشومانو ته په کتو سره د نن ورځې له ټلویزیوني خپرونو څخه بې برخې دي . دوی ته په خپله مورنې ژبه مناسبه ټلویزیوني خپرونې چې د مسلکي پرودیسرانو او ډایرکټرانو له خوا چمتو شوې وي نشته . په پښتوژبه ډارمې،تمثیلې ټوټې او نندارې چې ماشومان ترېنه څه زده کړي ډیره اړتیا لري . پښتانه ماشومان مسلکې روزل شويو ویاندان او خبریالانو ته اړتیا لري . تر څوچې د دغې روزل شويو خبریالانوله خوا د ماشومانو لوړي ګټې ،خوښتنې او بشري حقوق یا وګړ رښتې په ښه توګه په لومړیتوب کې راوستل شي . په ټلویزیون کې له ژبې څخه کارواخیستل کیږي،د ټلویزیون ژبه د ماشوم ژبې ته وده نه شي ورکولې .بلکې د ماشوم د ژبې ودې مخه نیسي . له یوې خوا د ټلویزیون رنګه غږیږه انځور یزه ننداره دماشومان حیرانتیا را پاروي له بلې خوا همدا رنګه ښوریدونکې انځورونه، د ټنګ ټګورغږ د ماشومانوخپلواکې او د پلټنو اړتیاوي زموږ په مډرنه ټولنه کې اوبه کوي . ځیني خلک د ټلویزیون څخه دانساني اړتیاوو د بدیل په ډول کار اخلي ،لکه یواځیتوب او بیروزګارو خلکو ته د بوختیا یوه ښه وسیله پیژندل شوي ده . ټلویزیون له ځانه سره ډیر کړکیچونه او ستونزي زموږ کور ته راوړي . موږ باید لومړۍ د ټلویزیون کارول زده کړو . په تیر بیا ماشوما ن باید د ټلویزیون د لیدلو وخت او استعمال زده کړي . ماشومان له ټلویزیون څخه د لویانو په پرتله بل ډول اخیسته کوي . د وړکټون ماشوم د فیلم فریکونیس او کیسه د ښه او بد،د ځواکمن او ډارن رول په اسانه بڼه سره ویشي . د لومړنیو ټولکیو زده کونکې بیا د رښتینې او خیالي کیسو توپیر کولي شي . یو لس یا دولس کلن ماشومانو بیا ټلویزیون د لویانو په څیر ګوري . دوی د خپل منطقي فکري ودې سره کولي شي د فیلم په اړیکو باندې ښه وپوهیږي . پوښتنه دا ده چې نن څومره زموږ د رسنیو ټولنه د افغان ماشومانو ژبنیو رښتوته درنښت لري . ماشوم نن په ډلیزو رسنویو کې رالویږي . میدیا نن د ژوند په ټولو برخو کې را ننواتي ده . په افغانې میدیا کې د ماشومانو لپاره دخپرونو او خبرونو څرک نه لګیږي . ځیني رسنۍ د ماشومانو په اړه خبري کوي ، اما له ماشومانو سره د ماشوم د ژبې په کچه خبري نه کوي . ماشومان نه یواځې د نن بلکې د سبا ورځې اوریدونکې،لیدونکې او ویونکې دي . دا به دیره ښه وي چې دوی خپلو رسنیو ته د تل لپاره را وګټو. ډیر تلویزیون لیدل د ماشومانو ودې ته ضرر رسوي . ټلویزیون د بوختیا یو ناسم ډول دی . دې پایلې ته د واشنګتن یو پوهنتون رسیدلي دی، داسروي یوي مسلکي مجلي په نامه د اکټ پیدیاتیرس خپره کړي ده . Dimitri Christakis vom Seattle Children Research Institute der University of Washington د ټلویزیون د لیدلو سم چلند کلی د مور او پلار سره ده . په دغه سروي کې هره پنځمه مور وایې چې موږ ټلویزیون هغه مهال بلوو کله چې سړی ځانته دلږ څه وخت اړتیا احساس کړي . په همدې سروي کې ویل کیږي چې هېڅ داسي سروي نشته چې دا یې ثابته کړي وي چې ټلویزیون په ماشومانو باندې مثبته اغیزه لري . ډیر ټلویزیون کتل په پردې ناسمه ژبه د ماشومانو د ژبې وده په ټپه دروي . ټلویزیون دوړکټون ماشومانو او تنکیو ځوانانو ژبه باندې څواړخیزه اغیزه لري . دبیلګې په ډول دوی کیسي بیا سمي نشي تکرارولي، ماشومان د لغاتو لږ زیرمه لري او یا ناسمه ګرامري پوهه لري . په بله وینا ډیر تلویزیون لیدل په نا مورنۍ ژبه په یو اوږدمهال پړو کې دژبې ودې ته ستر ضرورونه رسوي . ستونزه هله رامنځته کیږي کله چې ماشوم ډیر او یواځې ټلویزیون ګوري او دخپروني په اړه خبرې اترې نه کوي . کله چې ماشوم ډیر وخت د نورو فعالیتونو په پرتله لکه د ښوونځې د کورنۍ چارې،لوبې او ملګرو سره دلیدلواو لوبو کولو په ځاې د ټلویزیون په لیدلو تیروي . ۴. یوماشوم باید په یوه ورځ کې څومره ټلویزیون وګوري . میندو او پلرونو ته مهمه ده وپوهیږي چې ماشومان یې د عمر په پړاونو کې څومره د ټلویزیون تر ناوړه اغیزو لاندې دي ، دوی باید وپوهیږي چې څومره ویره د ټلویزیون له لیدلو څخه ولري او باید وپوهیږي چې د دوی ماشومان په ټلویزیون کې څه شی ګوري . د المان فدرالي جمهوریت د روغتیایې پوهاوني د عامو چارو اداره خلکو ته د ماشومانو ټلویزیون لیدلو په اړه د مهالوېش داسي وړاندیز او مشوره ور کوي . » د صفر څخه تر دوو کالنۍ پوري د ورځې ۲۰ دقیقي » د دریو څخه تر پنځه کالنۍ پوري د ورځې ۳۰ دقیقي » د شپږو څخه تر نهو کالنۍ پوري د ورځې ۶۰ دقیقي » د لسو څخه تر دیارلسو کالنۍ پوري د ورځې ۹۰ دقیقٍي ماشومان تر دري کالني پوري په هیڅ ډول نه شي کولي چې ښوریدونکې انځورونه په مکمل ډول واخلي . د لس کالنۍ څخه پورته ماشومان کړي شي په تلویزیون کې ریښتیني او نا ریښتیني پیښې سره توپیر کړي . له ټلویزیون څخه ماشومان خونداخلي ،په لومړي پیل کې کوم ضرر نه رسوي . د ماشومانو څخه هر څه منع کول له موږ سره مرسته هم نه کوي . ان په اکاډمیکو زده کړو سمبال میندې او پلرونه نشي کولې پرته له ټلویزیون څخه خپلو ماشومانو ته د نړۍ نوي شیان وروښیې . ټلویزیون دماشومانو د پوهې او ارزښتونو باندې ستره اغیزه لري . کله چې ماشومان ډیر ټلویزیون ته کیني ، دوی ته د ویلو او لوبو ډیر لږ وخت پاتي کیږي . ماشومان باید هېچ مهال ټلویزیون لیدو ته یواځي پرینښودل شي . ماشومان باید په درې میتر و اټن کې ټلویزیون وګوري . د ماشومانو پوښتنې د پروګرام او پیښو په اړه د ټلویزیون کړکې مخې ته باید سمدستي ځواب وویل شي . دخپروني د محتویاتو په اړه باید خبري وشي . د هر برخې په اړه نیوکې او ستاینه وشي . ماشومانو ته وخت ورکړي چې د خپروني په اړه له تاسو سره خبري وکړي او تاسو پوهیږي چې ماشوم مو څومره او څنګه له خپروني اخیستنه کړي ده . د ټلویزیون د کتلو پر مهال ماشومان هیڅ ډول عملي فکري فعالیت لکه منډې وهل، لیک ، لوست او داسي نور فعالیتونه نه تر سره کوي . د ماشومان د ویدا کیدو څخه اټکل یو ساعت مخکې باید ټلویزیون مړ کړل شي . تر څو د ماشوم فکر او ذهن خوب ته چمتوشي . ماشومان نن د ډلیزونړیوالو رسنیو تر ناوړه سیوري او فشار لاندې دي . موږ ډیر لږ شونتیاووي لرو چې ماشومان له دغو ناوړواغیزو څخه وژغورو . مور او پلار ته په چارده چې خپل ماشومان له دغي ځواکمن ځواک له ناوړو اغیزو څخه خپله وساتي . میندو او پلرونو ته په چار ده چې کورنۍ او ټولنې ته روحآ اوجسمآ روغ رمټ ماشوم وړاندې کړي . ۵. د ماشومانو لپاره کارتونیک فلمونه ماشومان کار تونیک فلمونه زښت ډیر خوښوي . ماشومان د لومړنیو زده کړو تر پایه د کارتونیک له فلمو څخه خوند اخلي . ښه کارټونیک فلمونه د ماشومانو لپاره بوختوونکې دي،د دوی فنتزي پراخوي، دماشومانو نوښتونه پکې روزل کیږي .د ماشومانو لپاره ټلویزیون لیدل اویاکمپوټري لوبې کول ډیر په زړه پوری دي . ژبه په تخنیکې رسنیو کې د مالوماتو د ثبتولو،خپرولو او تیارولو کې خورا مهمه ونده لري . په ټولنیزو راکړ ورکړو کې بنسټیز رول لوبوي . یوه ښه پرمختللي ژبه د زده کړي په بهیر کې کلیدي رول لري . د لته په یوې جګه معیاري پښتو ژبي باندې لاسبري لرل یو مرکزي مانا لري . په پښتو ژبه باندې لږ لاسبري او د ژبني پوهنې کمښت د دې لامل ګرځي چې د ماشوم دعقل هوښیاري په پرتله ژبني وده یې پڅه یا تکنې کیږي . له همدې امله د ماشوم ژبې ته بایدپه کوردننه ،وړکتون او تلویزیونې کارتونیک فلمونوکې پاملرنه شي . کارتونیک فلمونو د فلم جوړولو کمپنیو له خوا په ډیر زیار او لګښت سره لیدلو ته چمتو کیږي . په افغاني ټلویزیونونه کې کارتونیک فلمونه یواځې د یو ژباړن یا ویوونکې له خوا په یوه ډیره ناسمه، ګونګه او یوه سیمه ییزه پښتو ژبې ګړ دود یالهجې باندې ژباړل کیږي . ماشوم هیچ د کارتونیک فلم په کیسه نه پوهیږي او ستړي کیږي . همدا یو لومړنۍ لامل دی چې ماشوم په پردي ژبه باندې کارتونیک فلمونه ګوري . هیله ده چې دافغاني ټلویزیونو مسوولین د ماشومانو کارتونیک فلمونو ژبې ته یوه معیاري ،کره ،خوږه ، پسته ژبه خوښه کړي . تر څو د درست پښتون ماشومانوته له همدې لارې هم یوه کړه معیاري ،پیاوړې ،جګه پښتو ژبه په خپرونو او فلمونو کې وښودل شي . دا به د افغان ماشومانو لپاره دا فغاني کولتوري ودې او راویښولو یوه لار وي او افغان ماشومان به د ایرانې کولتورﺉ یرغل څخه وساتل شي .ژبه د کولتور او تاریخ تولید او زیږنده ده، چې د یوې ټولنې د ودې هنداره په کې لیدل کیږي . ایرانیان او ایرانې پلوه ډلې افغانې ټلویزیونو ته په ایرانې لهجه کاتونیک فلمونه ډالې کوي ،ترڅو په افغان ماشومانو کې ایرانې لهجه او ایراني ترمینالوجې وکري . د داسې فلمونه خپرول ددغو خلکو د ژبني کولتور بې وزلې ښیې . ۶. ټلویزیون او د ماشوم روغتیا افغان ماشومان له ډیرو کالو راهیسه له ډول ډول ټولیزو تاوتریخوالي او اقتصادي کړکیچونو سره مخامخ دي . زموږ ماشومان د ټولنیز تاوتریخوالې له امله د یو تیاره راتلونکې په لور روان دي . زموږ د ماشومانو لپاره روزنیزه مالوماتي او د بوختیا خپرونې کمیت او کیفیت په ډیره خواشینوونکې کچه ټیټ دي . لویان او کوچنیان په ګډه سره د لویانو فلمونه او خپرونې ګوري . په فلمونو کې ډیر ې د اسي انځوریزه ګواښمنې صحنې ښودل کیږي چې د ماشومانو په روزنه، اروایې روغتیا او خوب باندې ډیره ناوړه اغیزې کوي . ماشومان بیا همدا د تاوتریخوالې صحنې کاپې کوي ، دخپل په ورځنې ژوند کې ورڅخه کاراخلې او ورسره عادي کیږي . معتادیت یا روږديوالې ناروغي ډیر اړخونه لري . دلیزې رسنې هم روږدیوالې لري . د روږدي انسان وجود ناروغه وي . اوس تخنیکې ډلیزې رسنۍ د روږدیوالي ناروغیو په لومړۍ قطار کې راځي . کمپیوټر او کمپیوټري لوبې، انټرنیټ ،ګرځنده ټیلیفون او ټلویزیون روږدې لري دي . له همدي روږدېوالې څخه ځان خلاصول داسي دی لکه سړی د سیګرټو، نصوارو او الکوهل روږدیوالي څخه ځان خلاصوي . ۷ . پایله ماشومان لکه د ټولنې نور وګړې له بنسټېزو رښتونو خاوندان دي . ماشومان زښت ډیر کولتوري ودې او ټولنیز هویتي ملي ارزښتونو ته اړ تیا لري . دماشومانو کولتور ،ټولنیز دودونه او ملي هویت نه یواځې دتاوتریخوالې څخه ډک فلمونه او بې مانا ډارمې ګواښي ،بلکې په ټولنه کې واکمنه کولتوري بې وزلي یې ګواښي . له همدې سره ماشومان د پردې کولتور لوري ته لیوالتیا ښیې او له خپل کولتوري میراث سره په واټن کې پاتي کیږي . کله چې ټولنه او حکومت خپل ولسي کولتوري منل شویو ارزښتونو ته په ویښه ټوګه پام ونه کړي او یا د لویانو له خوا ماشومانو ته د سم او مناسب کولتوري چاپریال زمینه برابر نشي ، بیا ماشومانو ته د دښمن کولتوري یرغل لاره خلاصه کیږي . که حکومت او ټولنه د ماشومانو له کولتوري حقوقو څخه ملاتړ و کړي او ماشومانو ته خپل کولتوري هویت او ملي ارزښتونه ورزده کړي .په ماشومانو به هیچکله دغلیم ټلویزیونې فلمونه ناوړه اغیزه ونه کړي . ماشومان به د دښمن په پروپاګڼد اودناسمو اغیزو باندې ښه پوهه شي اود پردیوله کولتوري یرغل سره به مخامخ نه شي . په پښتو کې متل دی . که غل نه غړي مل دې وغړي . موږ افغانان مجبور یود ایران کولتوري یرغل په وړاندې دحل یوه لار ومومو ،تر څو چې د خپل لرغونې پښتنې کولتور کمزورولو او د تخریب مخه ونیسو . دټولو څخه دمخه په افغانستان کې ایرانې پلوه ډله ییزې رسنۍ او د ایرانې رژیم خپرونې په ډیر د قت او غور سره وڅارل او وپتیل شي چې په څه ډول د دوی د خپرونو په وړاندې غبرګون وښودل شي . په نننې نړیوال کلي کې د نړۍ هېڅ کولتور نشي کولاې چې په خپل ځان یو فولادي ديوال را تاوو کړي او له هیڅ کوم کولتور او تمدن سره اړیکې ونه ساتي . د نړۍ هر کولتور کولتوري راکړې ورکړې ته اړتیا لري . موږ باید د کولتوري یرغل او راکړې ورکړې توپیر وپیژنو . کله چې په یوه ټولنه کې کولتوري بې وزلې واکمنه شي اوولس خپل ځواک له لاسه ورکړي خلک له خپل کولتور او هویتې ملي ارزښتونو سره په واټن کې شي . هغه ولس ورکیږي او د بې کولتور په سمندر کې بیا ډوبیږي . په افغانستان کې داسي ښکاري چې ایرانې رژیم د خپلو پټو او ښکاره د بې کولتوره اجیرانو او جاسوسانو په لاس زموږ دهېوادملي یووالي،ملي ژبه،ملي کولتور،ملي ازښتونه اوملي ګټوپه وړاندې په خپل ټول اقتصادي ځواک سره د غې کولتوري یرغل ته رادانګړي دي او ایرانې رژیم د خمیني او شیعه ایزم لپاره خپله ورستۍ مبارزه وکوي . اوس ځنې افغاني ټلویزیونه د ایران متعصبه پردي کولتور په چوپړ کې فعال شوي دي . تر څو زموږ راتلونکي نسل ماشومانو ته د پردېپالنې زده کړې ورکړي . دا ټلویزیونه بیا له ماشومانو څخه په ډیره اسانۍ سره په ټولنې کې اسلامي، اخلاقي او د هغوي معنوي او کولتوري ارزښتونه ، ژبنې حقوق او ذهني فعالیتونه اخلي . هیله د چې میندې او پلرونه باید د ماشومانو د ټلویزیون لیدولو په اړه خپل مسوولیت و پیژنې، او د خپلو ماشومانو راتلوونکی شخصیت ته ارزښت ورکړي . دوی باید هغه ټلویزیونونه او خپرونې له ماشومانو سره یو یوځاې بایکاټ کړي چې زموږ ملي یووالې ، ملي ویاړونو ته ګواښمن پریوځې او بې مانا، ګمراه کوونکي ، په ټولنه کې دتاوتریخوالی یوه نورماله بڼه ورښیي . مور او پلار باید د ټلویزیونو کړکیچونه او ستونزي ریښې ښې و پیژنې ، ترڅو چې د حل لپاره یې سمي لارې چارې ولتوي . د ټلویزیونو د برخلیک او غبرګون په اړه باید په افغاني ټولنه کې د ملي او هیواد پالو کړیو له خوا یو ګډ دریځ خپل کړل شي . هیله ده چې زموږ ملي ټلویزیونه د افغانستان د خورا حساس او پيچلې کولتوري جوړښت ته په نړیوالو منل شویو اصولو او معیارنو کې پام وکړي . خپل بې مسوولتي ته د پای ټکې کیږدي .نه دا چې دوی یواځې خپل سوداګریزه موخو او پیسې راسته راوړلو ته پام وکړي . پای - بېرته شاته