(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغا نستان او ایران اړیکي...

د افغا نستان او ایران اړیکي کومی خواه ته روانی دي
د تاریخ په اوږدو کي افغا نستان او ایران په خپلو منځوکي د ګاونډيتوب بیلا بیلی اړیکي در لودي ، او دا اړیکي کله کله ښی او کله کله هم دیو بل په تاوان وي. ولی دواړو ګاونډیانو ددی اړیکو په پړاوونوکي خپله سترا تیژی او هدف په دیپلو ما تیکه ما حول کی له ورایه په ډاګه کړی دي . که یوی خواه ددی اړیکو نه سر غړوني کړی وي ،نو بیاله بلی خواه ورته ډیر ژر ددیپلو ماتیکو کړیو له خواه احتجا جیه لیکونه ور سپارلی دي. په نړیواله او دیپلوماتيکه ژبه داحتجاج پروسه داسی ده چه ددواړو هیوادونو سفیران د بهرنیو اړیکو وزارت ته رسمآ را غو ښتل کیږي او د ناسم او سر غړوني علت او سبب ورته په ډاګه کیږي چه د رسمي پروتوکول له لاری دغه عمل د بهرنیو چارو وزارت د ارشیف په څانګه کي د یوی ټاکلی نمری په واسطه ثبت او راجستر کیږي. که چیری کوم ګاونډی هیواد نور بیاهم دغه تکراری عمل تر سره کړي نو په دی هکله بیا هم هغه لمړنۍ پړاوونه پلی کوی ، او دثبت لمبر د هر احتجاج لیک په زیاتولو سره دمضمون او محتوا له رویه په نوي لمبر سره رسمی بڼه پیدا کوي . چه دتاریخ په اوږدوکی دغه رسمی سند تل د ارشیف په اداره کی خوندی ساتل کیږي. او دضرورت په وخت کی د رسمي سند د شواهدو او سوابقو بنیاد ته لاره پرانیزي دایران اسلامی جمهوریت ددریو لسیزو په دوران کي د افغا نستان دقانونی دولت دحکومتونو سره په وار وار د ګاونډیتوب د ښو اړیکو پر بنسټ سر غړونه کړی ده او دافغانستان په کورنیو چاروکی يي د مداخلی او لاس وهني نه لاس نه دی اخستي. افغا نی حکومتونو ددوي دا لاس وهنی کله په رسمي توګه غندلی دي او کله هم لکه نن په شان ورته چو پ او پټه خوله پا تي شوی دي ددی ټولو پو رتنیو عواملوسره سره بیاهم ځینو پخوانیو حکومتونو خپل دریځو نه په رغنده او بر بنډه توګه په ډاګه کړی دي ، ولی ځینو یي بیا ددي ټولو سر غړونۍسر بیره د نوکر او بادار په رول کي ځان و رنغښتې دي.. چه بیلګه یي مونږ نن په خپلو سترګو وینو او په غوږونو یی اورو. مګر د حل لاره یی نشو موندلاي چه ولی زمونږ دا ګاونډۍ هیوادونه دخپل ټغر نه پښي را باسي او ددی اړیکو خنډ ګرځي.د ټولوګاونډیانو د ډلۍ نه یواځی ایران او پاکستان زمونږ سره خپلې دوستانه او غیر دوستانه اړیکي د شرایطو او ډول ډول سببونو پر بنیاد خپلو کر غیړنو سیاستونو او بی احساسه کړنلارو په واسطه د ښو اړیکو او راشه درشه منا سبات کنګل کړی دي.او په دی لاره کی یی ډول ډول ستونځي را منځته کړی هم دي. دافغا نستان پر خاوره باندي د روسا نو یرغل دي دواړو ګاونډ یانو ته ددښمني ،غرض ، مداخلی او لاس وهني ضمینه نوره هم برابره شوه.په میلیونونو مرور او نا راضي افغانان د رو سانو د ملاتړ موجوده حکومت څخه د تښتي په منظور دخپل پلا رنۍ انګړ نه د ایران او پا کستان پر طرف د مجبوریت په اساس د هجرت او مهاجرت بستري وتړلي او ددوی خواه ته ور کوچ شول. چه تر نن پوري په زرونو مها جر او پردیس افغانان په هیواد کی دخرابی اوکړ کیچنی وضعي په خا طر خپل هیواد ته د راتګ زړه نه ښه کوی او بیر ته خپل پلارني غولی ته اراده او عزم نلري. او ددی هیوادو دزغم او درد او ناوړه خطر ناک نا سوز ته غاړه ایږدي چه دصبر او حوصیلی کا سه يي نو ره پر چپه کیدو ده.......... ایراني چارواکو په خپله خاوره کی دافغا نستان څه د پا سه د ۲۰۰ نه زیات د تیلو ډک ټانکرونه د څو مودی راهسي بیله کومه علته د نړیوالو د سو داګری د ټولو نورمونو پرته پخپل سر حد کی درولی دي. . او افغا نستان ته دتلو اجازه نه ورکوي او دلیل یی دادي چه دغه تیل د امریکا او ایتلافی قواووته رسول کیږي ،چه په اصل کی هم ایران او هم ټوله نړي په دی ښه پو هیږي چه دغه تیل د افغانستان د ملی تجارانو او شخصی پانګوالو پوری اړه لري نه په بل چا پوري . دایران دولت دغه ناوړی او د زغم نه ډک عمل افغا نی چارواکی پر احسا ساتو را ووستل او دافغانستان له خواه یو لوړ پوری هیئت چه مشری یي د ولسمشر لمړی مرستیال د جهاد د وخت ستر قوماندان او دافغانستان دجنرالانو له رتبی نه پورته مارشال محمد قسیم فهیم د تجارت او نورو مخورو وزیرانو په ګډون وټا کل شو. او دایران دولت ته په رسمي سفر ولاړل، چه دا معضله هلته حل او فصل کړی . ولی دغه لوړ رتبه هیئت د ایران د لوړو چارواکو سره ددی ستونځۍ د حل لاره په ګډه سره وموندله او دهو ځواب یي ورکړی. ایراني ډلۍ دولسمشر مرستیال ته د سلا جوړولو فابریکه ور وښووله او یومیل سلا یی د تحفی او ښه ګاونډی توب په منظور ښاغلی فهیم ته ور کړه چه دمنني په وړاندیکولوسره د مارشال صاحب لخواه ومنل شوه. افغانی ډله په خوشاله زړه او کامیابه هیواد ته راستا نه شول اود تیلو مشکل په خبرو اترو سره حل او فصل شو. ....... ولی د کاسی لاندی نیم کاسه را ووته دوی ورځی وروسته د تیلو ټانکرونه لا هم ځای پر ځای ولاړ وه .د مارشال صاحب او ورسره هیئت هلی ځلي د خارو سره مخامخ شوي، او ایرانی چارواکو پر خپلو وعدو باندي عمل ونکړي . د سو دا ګری چارو وزیر احدی څو ځله د دایراني مر بوطو چارواکو سره تیلفونی تماس ونیوي ولی دده پر خبرو هیچا غوږ ونه نیوی اوسر یی پری نه خلا صوي ، مګر د تیلو د ټانکرونو کاروان تر اوسه پوري پر خپل ځاي پا تي دي . دافغانستان داسلامی جمهوریت دوزیرانو دشورا غونډۍ هم یواځي او یواځی د افسوس په ښکاره کولو سره تکیه وکړه او دا مسئله همداسی بی غوره او لا ینحله پریښووله. ولی ستونځه لا پر ټپه ولاړه ده. په پښتو ګی يو متل دي چه وايی: یار تر کوڅه تیر کړه او رنګ يی هیر کړه ایران دخپل ناوړۍ سیاست څخه وار په وار ګټی پورته کوی. ایرانی حکومت تل دژمی په موسم کي یوه ستونځه را پیدا کړي او د هغی ستونځي قلف او کلی هم دواړه ددوی سره وی. . دافغانی مهاجرو شړل د هغوی وهل او ټکول او د خلکو په عام حضور کې د بیګناه افغانانوپه دار ځړول د ټولو نړیوالو قوانینو د سر غړونۍ د ټکر سره بیا هم ایرانی حکومت ددی دوه مخي سیا ست څخه لاس پرسر نشو. او خپلو نا وړو لاس وهنو ته ادامه ورکوي .دافغانستان د ا ولس مشر دارګ ماڼی ، د بهرنیو چارو وزارت او دسوداګری چارو وزارت تر اوسه پوری یو کوچني احتجاجیه لیک هم د ایران چارواکوته په رسمي ډول نه دی سپارلی، او یواځی په یوه اړخیزه توګه یی دتیلفون د اړیکو په واسطه تکیه کړی ده، چه هغو اړیکو لا هم تر اوسه پوری د حل لاره نه ده موندلي. ځینو خوږ منو اوپرهیواد مینو وطنوالو دخپل زړه درد د یوي کوچني مظاهری په بڼه د ایرانی چارواکو پرضد ښکاره کړی.او دایران سفارت مخ ته ودریدل او خپلی غوښتني یی دایرانی چارواکو غوږونو ته ورسولي .کور دی ددوي ودان وي چه زمونږ په دغه ستر او ګدوډ حکومت کی هیڅوک پیدا نشو تر څو دخپلو خلکو غم وخوري او ددی هیواد دخلکود مشروع حق څخه دفاع وکړي . ...................................................... که چیری مونږ د ایران اسلامی دولت په مقابل کی خپلي معقولي لاری په کار وا نه چوو او په دی هکله د رسمی بند وبست له لارو خپل معقول چاروچلند غوره نکړو ،نو ایران به هيڅکله زمونږ پا کو غو ښتونو ته غاړه کښی نږدی او نه به په دی لاره کی د پا وړ ګا مونه واخلي . .... اړینه بولم چه د ایران ددولت په مقا بل کی لاندی وړاندیزونه عملی کړل شي: . ... اول : لمړی باید د افغا نستان د اسلامی جمهوریت سفیر په رسمي ډول د ایران نه کابل ته د احتجاج په وجه را وغوښتل شي. او دایران سفیر هم د بهرنیو چارو وزارت ته احضارشي، او ددی ستونځي په باره کی ورته رسمی احتجاج لیک په رسمي ډول وسپارل شي . دوهم : دایران د ټولو کمکونو او وړیا مرستو نه دی صرف نظر وشي. په دی هکله بایدو مر بوطو ادارو ته ځانګړۍ هدایت او سپا رښتنه وشي تر څو د ایران ددی ناوړی عمل په مقا بل کی خپل ټاکلی مرام عمل کړی .. دریم : دهلمند دسیند داوبو قرارداد دي ژر تر ژره لغو اعلان شي. او دنوی پارلمان د پیل سره سم دی په دی هکله د نوی تړون شرایط او نوی لید لوری کتنوته دي ځانګړي نظرونه او نوی طرحی پکار واچول شي. څلرم : په سر حدی چا روکی دی لازم دفاعی پرسونل پکار واچول شي .تر څو دهری نا کامه حملي او تعرض نه کلکه دفاع او مقا ومت وشي . ددی ټولو شرایطو سره سره بیا هم د افغانستان دولت خپل کلک دریځ د ایر ان په مقابل کی د نړیوال مدنی او تجارتي قانون پر بنسټ داسی غوره کړي، چه دافغانستان دولت او ټولو خلکو ګټی پکښی نغښتي وي. او هر څه د بین امللی کنوانسیون. په چو کا ټ کي داسي حل او فصل شي چه ددواړو طرفود حقوقو نه ملا تړ وشي. پای ولی محمد نورزی - بېرته شاته