(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو او پښتون

لیک: عبدالجباركاكړ په انټرنيټ پاڼه باندى دا يوه الماني (جرمنى) ځوان لوستونكى يو خبروو چې دي ځوان تراوسه په درځنو ژبى زده كړى دى او ټولى ژبى زده كړى دى چې په هغه كښې يوه پښتو هم ده خو ويل كيږى ددي جرمن ځوان د پښتو سره ځانګړه مينه لرى او وائي چې پښتو څومرځيژه ده هومره نرمه ده او خوند وره ددې د څنګه دى داخبره كوى چې د نورو ژبى دى خو پښتو د پښتنو دود دستور د ژوند د ټولى چارو تګ لاره (دستور او آئين) ده د هغه ليك د انټرنيټ څخه په ځلاند كښې تېره اونې چاپ شوى دى چې نور هم د پښتو او د پښتنو په اړه ډېر څه پكښې ليكل شوى دى يواځي دومره ويل غواړم چې ددى د مخه زموږ د مورنى ژبى ژبى په اړه چې موږ پښتنو افغانانو د تاريخ په اوږدو كښې څه ليكلى دى هغه مبالغه نه ده يا دا چې موږ د خپلې ژبې د اغيزو د كبله داسې ليكني كولى خو رښتيا خبره داده چې پښتو ځان ته ارزښت لرى دا بيله خبره ده چې موږ ودي وياړلي ژبى ته په ګډه ارزښت نه دي وركړي يا موږ ټولو پښتنو افغانانو په دولتي كچه دومره واك نه دي ترلاسه كړى چې موږ د نړۍ د نورو حكومتي ژبى وارو پخپله ژبه كار (RESEARCH)وكړو او داخبره رښتيا ده پښتانه افغانان چې په برخو برخو كښې ويشل شوى دى هومره د دوى ژبه داسې ويشل شوى ده د نورو ژبو تر اغيزو لاندى ده چې د هغه ژبى دولتى ژبى دى خو پښتو د هر لرلو سره سره په بشپړه دولتي ژبى ځائى نه دى نيولي هم په دى ترڅ كښې يوه بله خبره د غور وړده چې يو شمير چې ځان ته پښتانه وائى خو د خپلې ژبى سره يو ډول اړيكى نه لرى نه د پښتون افغان ګټه په نظر كښې ساتي ولى دى او ددوى كورنى په خپله په ګټه سپوروي خو دوى بايد خپلې ګټې وكړى استاځيتوب ونه كړى داسې خبرى زياتره كيڼى كه فلانكي لانجه اواره نه شې په سيمه كښې سوله نه شې راتلې خو دوى داخبره ولې ايروي چې د كله پښتون افغان برخي برخي شوى دى روغه ورځ ې نه دليدلي بلكې اوس خو ې نسل كشى روانه ده او ددې څخه نړۍ سترګى نه شې پټولي..؟ په تيرو ليكونو كښې موږ ليكلې وو چې دنړۍ ځينى ملكونه په دى هڅو كښې دى چې د خپلو ژبو څخه د پريديو ژبو تورې د خپلو ژبو څخه وباسي چين خو و خپلو ورځپاڼو د چاپ ځايونو ويب پاڼو راډيو ټيلى وپژن ته لارښودنه كړى ده چې چينى ژبه چې كله ويل كيږى يا ليكل كيږى د نورو ژبو تورې دى نه ګاروى په زياته بيا دانګريزي ژبى تورې كه څه هم په چين كښې د انګريزي ژبى يا نورو ژبو په ويلو او زده كولو باندى يو ډول بنديځ نشته نورې ژبى هم ويل كيږى هم لوستل كيږ ىخو چينايان وائى چې د دوى و ژبى چينى ته دى پينه او پيوند لګولو اجازه به چاته ورنه كړل شى د دوى ژبى ته دومره د نورو ژبو توري راننوتي دى په زياته بيا د انګريزي ژبى چې ډېر كلى وال او زاړه چينيان نه په پوه كيږى چې ددې څخه د دوى په دود او دستور باندى هم اغيزى كوى دوى دا وائى چې زموږ خپل خلګه په خپل ملك كښې بيګانه او اجيني كيږى يا شوى دى موږ هم چې په ښارو كښې ژوند كوو او د نورېو ژبو اتورې مي بې شميره خپل كړى دى د كلي وګړى زموږ په ډېرو خبرو نه پوهيږى په پښتو كښې چې موږ د بلې شميرني (ګتني) چې بشپړه خپلې كړى دى په كلي كښې نه په پوهيږى او بيا چې د هري سيمي پښتانه چې په پښتو كښې دنوروژبو زياته تورې ګاروي د هغه لانجه به هم دومره ژوره كيږى. د ډېر پخواڅخه داخبره را روانه وه چې په پښتو كښې د نورو ژبو توري په لويه كچه د ننه شوى دى په زياته بيا د سويلي پښتونخوا ليكوالانو زموږ د شمالى پښتونخوا ته ګوته نيوله خدائى بخښلې جعفرخان اڅكزئى يو وړوكي كتاب هم په دى اړه ليكلي وو چي نوم ې كيدى شى چې سوچه پښتو يا ګلابى پشتو وو دوى هم د هغه خبرى ته نزدې څلويښت كاله د مخه ګوته نيولي وه و شمالى پښتونخوا ته ځكه چې ګوته نيولي وه چي دهغه سيمى كتابونه مجلي او اخبارونه وكوئټى ته راتلو خو د افغانستان سره دومره نرديوالي ځكه نه ووچي دوى د كرښي و هغه خواته دي خو كله چې د ټيكنالوجي انقلاب راغلي دي په زياته بيا دانټرنيټ د راتلو څخه خو اوس موږ ټول پښتانه افغانان سره نزدې شوي يو چي بل هيڅوك و موږ ته نزدې نه دي انټرنيټ زموږ نغري دي چي موږ باندى راټول يو كله چي يوه د پښتنو كورني ماښام په نغري راټول شې نو ټول د خپلو چارو خبرى كوي او دهري خبرى لار او ګوادر ورته جوړوي اوس نو وخت راغلي دي. چي خپلې خبرى سره ګډي كړو او هر ځائى چي يو لانجه را پورته شې په هغه باندى خپل ږغ را اوچت كړو خو زما په اټكل د انټرنيټ څخه موږ دومره ګټه تراوسه نه د ترلاسه كړي كه لږ او ډېر موڼږ انټرنيټ ګار كړي دي خو هغه ستونځي او لانجي نه دي په ګوته كړي چي دا وخت لر او بر ورسره مخامخ دي د تيرو ديش كلو څخه د هغه خاوره په يوه او بل نامه د وينو په رنګ لړلي ده څومره پښتانه افغانان په د هغه ناورين كښې تراوسه وژل كيږي وداني ورانيږي او دابهير اوس هم روان دي خو موږ پټه خوله ناست يو د نړۍ په يوه كونج كښې به د بل ملت سره دومره زور زياتي نه وي شوي نه كيږي خو موږ تراوسه خپله خبره تر نړۍ والو نه د رسولي په هره ژبه ليكوالان لرو خو دوي داخبره و نړۍ والو ته نه د ايښي چي ولي د موږ سره د هغه ناوړه عمل كيږي ليكوال او رڼ انده هم د هغه دنده وي چي خپلى ناخوالي و نړۍ والو ته وړاندي كړي په هغه باندى عمل كول د دوي دنده نه ده نړۍ وال چي داخبره سنجوى چي د هغه ملت د سره څخه جنګيالى دي ولي چي د ځينو لخوا دا هڅه وشوه چي هو دهغه څوك ټوله وران كاردي خو د دهغه تورونو سپناوي هغه وخت كيدي شي چي موږ په نن پرمخ تللي نړۍ كښې خپل رول ولوبوو او نړۍ وال ته خپله خبره وړاندي كړو. په دي كښې شك نشته چې په پښتو كښې د نورو ژبو ډېر توري راننوتلي دي كه هغه كابل دي كه پيښور دي او تر څه حده پوري كوټه دا ځكه چې موږ په ټولو داسي بريښنائي رسنې او ميډيا نه لرو چې سوچه پښتو پكښې وړاندي كړو خو ددي سره سره موږ خپله هم داخبره په پام كښې نه ږدو چي دا د بلې ژبي توري زه ولي خپلي ژبى ته راوړم چى زما ژبه ې خپله لري داخبره نه تنګ نظري ده نه د بلي ژبي څخه كركه ده او دا سمه خبره هم نه ده چي خامخواه دي د بلې ژبى توري واخستل شې كه چيري دا سمه خبره وي نو به چين دا حكم نه كولي چي و چينائى ژبى ته دى د نوروژبو توري نه راوړل كيږى او كوم توري چى تراوسه چينائي ژبى ته د نورو ژبو توري راغلي دي هغه دي هم واستل شي ولي چي دوى وائي چي ددي څخه زموږ دود او كلتور ته زيان رسوى دا ويره نه يواځي چين بلكي ايران هم سنجولي ده او هغه هم په دي هڅو كښې دي چى فارسى ژبه سوچه كړي دا ځكه كه داسي اجاتزه وركول شى او مخ نوي ې ونه شې هم هغه به كيږى لكه چين چي ليدلي ده. تراوسه چي موږ كوم ناورينونو تير كړي او اوس ې هم تيروو د هغه لوئي علت همدادي چي موږ و ټوله ايږو چارو ته ډېر لږ پام كړي دي بلكې هر يوه چي څه كړي دي هغه ې په يواځي سر باندي كړي پخوا دومره يواځني (انفرادي) كارونه نه كيدل لكه اوس چي ليدل كيږى دا ځكه چې يو خو موږ من ماني رامخ ته كړى ده بلې خواته مخالف لوري دومره كار په موږ كښې كړي دي چي موږ ې بيل ساتلي يو چي د هغه پايلي دا شوي چى نن پښتون په هر ځائى كښې په سرسروهل كيږى وژل كيږى كله كله خو سړى دا ګمان وكړى چي نړۍ والو د پښتون د نسل كشي پريكړه كړي ده نن په هر ځائى كښې د هغه پښتون څخه كركه كيږي چى دي ځان ته پښتون افغان وائي او دده د سر د لوړتيا دپاره كار كوي داخبره زه د ځان څخه نه كوم بلكي په دي هر څوك خبردي په لوئي پښتون كور كښې چي څه كيږي هغه موږ وينو او اوروي په كراچۍ كښې چې د پښتانه سره څه كيږي هغه د چا څخه وډر او پټ نه دي په ګډه بلوچستان ايالت او صوبه كښې چې څه روان دي هغه به هم د چا څخه پټ نه وي په قبائيلي سيمو كښې چى څه وشو او څه كيږي په هغه سترګي نه شې پټيدلي په خيبرپښتونخوا كښې چى كوم ناورين روان دي په هغه هم ټوله نړۍ خبر ده يواځي د سرحد ايالت د نوم په بدلولو چى كومي با بولالي او سپوري چي واوريدل شوى او وليكل شوى هغه خو د پرون خبره ده دا او داسې نوري ډېري ناخوالي دي چي هغه په ګوته كول غواړى... (نوربيا) - بېرته شاته