(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تواب ترابى دَ مينې ترجمان

تواب ترابى صيب دَ يو حساس شاعرسره سره يو خواخوږے،خوږمن اومينه ناک انسان هم دےـ دَ ده دَ شاعرۍ منشور، نظريه اوفلسفه مينه ده ، پاکه او سوچه مينه ـ دَ غرض ، مطلب او لالچ نۀ پاکه مينه ـ دَ دې جذبې دَ قوت پۀ زور ترابى صيب نۀ دَ شعرونو  بلکه دَ ډېرو ښو ښو شعرونو تخليق کيږي ـ دَ ده لمن دَ مينې ، محبت ،خلوص او شفقت دَ ګلونو نۀ ډکه ده ـ ولې دا دَ هر څۀ ډکه لمن دَ يو کس دَ پاره نۀ بلکه دَ ټول انسانيت دَ پاره ده او هم دےجذبې هغه له دَ انسانيت سره دَ محبت شعور ورکړےدےـ
ترابى صيب دَ دربار چکدرې دير دَ پښتنې خاورې هغه پټ لعل د
ےچې پۀ ډېر کم عمر کښې ئې دَ ادب پۀ دےګلورينه خاوره خپله برخه بلها ګلونه کرلي دي ـ بلها ليکل ئې کړي دي او دَ شاعرۍ پۀ هرصنف کښې ئې طبع ازمائ کړي ده ـ دَ ترابى دا کمال هم دےچې دَ غزل نۀ علاوه نظم، افسانې،ډرامې ، تر دےچې ناول ئې هم ليکلےدےـ دوه کتابونه ئې ُ ُ پۀ سپوږمۍ ګلونه،،شعرې مجموعه او سفرنامه ُ ُ نالېدلې لار،،پۀ نوم چاپ دي ـ او دا ُ ُ دَ زوږ انځور ،، پۀ نوم بل کتاب ئې ستاسو پۀ لاس کښې دےـ کۀ يو پله ترابى صيب يو جدت پسنداو روښان فکره شاعر دےنو بل خوا پرې دَ الله پاک خصوصي مهرباني ده چې دَ ډېر خوږ آواز څښتن هم دےځکه خو چې خپل خوږ کلام پۀ    ترنم سره وائ نو دَ هر چا پۀ خُله دَ واه واه او بيا اوؤايه چغې وې اوکلام ئې نېغ دَ انسان زړۀ ته کوزيږي ـ
دا رنګي ترابى صيب چې کومه سفرنامه
نالېدلي لار ٬٬ليکلي ده ـ نو څوک چې ئې هم لولي نو دا محسوسوي ګنې دا وخت زۀ پۀ خپله پۀ دغه وطن ، ښاراو يا کوڅو کښې ګرځم ـ
دَ دُنيا دَ ګوټ ګوټ حالات ئې بيان کړي دي ـ
تواب ترابى لويه ستړي کړي ده ، او زړۀ راښکونکي سفرنامه ئې ليکلي ده ـ دا دَ ده دَ پښتو سره دَ بې کچې مينې ثبوت د
ےـ
دغه شان چې دَ ترابى صيب بل چاپ کتاب ” پۀ سپوږمۍ ګلونه “ کله هم څوک ګوري نودَ کتو نۀ مخکښې ئې دَ کتاب نوم زړۀ ته کوزيږي ، يقينا ً پخوا به خلقو فکر کوؤ او نن  هاغه سوچ او تصور عملي طور پۀ نظر راځي ـ سائنس دومره ترقي کړي ده ، خلق سپوږمۍ ته اوختل ، پۀ سپوږمۍ دَ آبادۍ کوششونه روان دي دَ ترابى صيب دا خيال او سوچ  بلکل رشتيا کېدو واله د
ے،وائ چې
     دَ يوشتمې صدۍ بام کۀ مونږ پۀ پام کړو پۀ ګام
    لرې خو نۀ ده چې زرغون شي پۀ سپوږمۍ ګلونه

يو خوا کۀ ترابى صيب پۀ سپوږمۍ دَ ګلو کر خپل آرمان ګڼې نو بل خوا ورته دا کار دومره اسان هم نۀ ښکاري او دَ بېوفا او بې ننګه جانان سره داسې تشبه ورکوي ـ
        ستا پۀ زړۀ کښې دَ ځان قدر څنګ پيدا کړم
       پۀ سپوږمۍ دَ ګلو کر څۀ اسان نۀ دے

دا يو حقيقت دےچې دَ چا پۀ زړۀ کښې کور کول اسان کار نۀ دےـ دا پۀ نن سبا دور کښې داسې دي لکه چې پۀ سپوږمۍ ژوند کول دَ هر چا دَ وس کار نۀ دےـ
دَ ترابى دَ کتاب
دَ زوږ انځور ٬٬شاعري دَ نن دور نوي شاعري ده ـ دَ مينې ، محبت او رومان نه ډکه ده خو دَ دې سره سره  څنګ چې ئې دَ نوم نۀ پته لګي ، دَ لمبه لمبه حالاتو انځور ګري ده ـ دَ ژوند دَ هر ستړي ډګر عکاسې پۀ کښې ده ، دَ مطلب او مقصدنۀ ډکه شاعري ده ـ
ترابى صيب دَ ژوند ،مينې او ادب پۀ مېدان کښې خپل هر تاوان ګټه ګڼې ، پۀ خپل کلام کښې نوي نوي رويات قائموي ، نوي نوي تجربې کوي ، دَ نوؤ نوؤ قافيودَ استعمال کوشش کوي ، دَ ده پۀ ژوند او ليک کښې دومره بې خودي او سرشاري پۀ نظر راځي چې دَ عشق او پښتو دَ ټولو نۀ لوي حقيقت ښکاره کيږي ـ
شاعر حساس وي او پۀ پۀ هره ذهني او قلبي حادثه باندې سمدستي خپل رد عمل ښکاره کوي ـ هم دا فن دَ ترابى صيب پۀ فن کښې ټول پۀ ټوله اښکل
ےشوےدےـ
د
ےدَ مينې  سره سره دَ قامي مسائلونه هم خبر دےاو دَ عدم تشدد او دَ محبت داعي دےـ
شعرونه ئې قامي احساس ، اجتماعي شعور ، معاشرتي ترقي او پۀ معاشرتي رويو جوړولو کښې مثبت کردار ادا کوي ـ
يو طرفته نصيب دَ تورو اوبو نه پوري غاړه ډېر لري استول
ےدےخو بيا ئې هم دَ هيواد او دَ جانان مينه دَ زړۀ نۀ اوځي او وائ چې
       قدر ئې زما زړۀ کښې کميږي نۀ
     اوسم کۀ بهر دَ پاکستان خېر د
ے
بل  ئې دَ وطن کاڼي ، بوټي ، چينې ،کوڅې ، سين سمندر ، غر او ګودر هر وخت پۀ زړۀ راوريږي او وائ
 سمندر،غر،  مازيګر کۀ  د
ے  سحر  زمونږ  دَ کلي
تسکين روح له ورکوي هر يو منظر زمونږ دَ کلي

دَ سُکون پسې چې نورو هيوادونو تۀ نور نۀ ځو
دا حالات  بۀ  الله  کله کړي  بهتر  زمونږ  دَ کلي

ترابى صيب يو پله دَ کابل لمبې نۀ شي لېدل
ےاو وائ    
      جنګ نۀ څۀ جوړيږ ي نه
     اوکړئ   پۀ   کابل   نظر

بل خوا دَ پښتنو بې اتفاقي ورله زړۀ ډېر خفه کوي او ورته آواز کوي
دا نۀ ده چې خبر دَ اتفاق دَ فائدې نۀ دي
خو دا ئې اتفاق دےنۀ يو کيږي پښتانۀ
تر څو چې دَ نفرت ټک
ےدَ ذهن نۀ لر نۀ کړي
پۀ هر مقام به دغه شان زيرېږي پښتانۀ

دغه شان چې دَ پښتنې خاوري شاعر وي نو جانان بۀ هم پښتون ګڼي او فرمائ
    ځنې پښتنو پۀ شان مې خوي دَ يار
   تل چې پۀ وړه خبره جنګ کوي

څومره پۀ جرات او نزاکت سره ئې دا خبره څرګنده کړي ده ، چې پښتانۀ کۀ هر څو ډېري خوبئ لري خو دا هم يو ترېخ حقيقت او لوي کمےدےچې پۀ وړه وړه خبره يو بل سره شرونه او جګړې کوي  ، اکثر دَ ډېران دَ ګټې پسې پټےبائلې ـ
دا رنګي دَ مينې پۀ باره کښې بل ځائ
ےګويا دے
   راتلونکےنسل بۀ دُعا خو اوکړي
   ځئ چې دَ مينې اوکړو کر دَ عمر

غرض دا چې تواب ترابى صيب يو همه جهت شخصيت دےدَ ده دَ شخصيت پۀ هره پهلو ، هر اړخ ، هر عکس ، هر رنګ او هر ساز کښې صداقت او يو والےقائم دے، هم دائ دَ لوي فن لوي کمال دےــ
         پۀ ډېر درناوي
                                  رازق صياد
       2009/5/7

- بېرته شاته