(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نازيه اقبال دپښتوژبې غزلبوله سندرغاړې

لیک: همت الله امين زی

دکوزې پښتونخوادصوات دسيمې څخه دپښتوژبې وتلې اوپيژندل شوې سندرغاړې له نامه سره دپښتو،درې اواردوژبې موسيقۍ ټول اورېدونکي آشنادي. نازيه دشپږوکالووهچېله خپل پلارڅخه يې دموسيقۍ لومړۍ خبرې واورېدېاو دايې وهڅوله چې سندرونړۍ ته مخه کړي.

نازيه چې اصلا دصوات دسيمې ده په لومړيوکې يې يوازې په ښوونځي کې ترانې ويلې او وروسته دسندرونړۍ ته راغله نازيه وايي که څوک غواړي يوسندري غاړي ياسندرغاړې شي نوهغه به اول دکلاسيکې موسيقۍڅخه پيل کوي ولېبهرخوخلکدانه اوري خوآوازپه دېجوړېږي.

نازيه وايي شعر دزړه درد دی دابه چې په کومواحساساتوبيان شوي وي دادوخت اوحالاتوغوښتنه ده خوزمالپاره دادرد ډېرځله له حقايقوسرمل پاتې شوی دی . نازيه زياتوي که څه هم ماشعرنه دی ليکلی خويونيم ګوډمات مې چې ليکلی دی هغه، هغه پېښې دي چې زه په خپل ژوندکې ډېره ورسره ګيره پاتې شوې يمچې يوبيت کې يې داسې راغلي دي .

زمادخپلونه زړه توردی

ماته يې هرځای کېاغزي کرلي دينه

دالفت صاحب، لايق لایق  صاحب، عثمان خيالي، سراج الدين مخلص اودبابرزي صاحبشعرونه خوښوي اوډېری دهمدې يادوشاعرانوشعرونوته دسندروبڼه ورکوي.

نازيه وايي ډېره مينه لرم چې راتلونکي کال کې له خيره سره بيت الله شريف ته لاړه شم او دحج له زيارتونونه ليدنه وکړم. او دالله (ج) په لوي دربار کې لومړی دځان او بيادټولومسلمانانولپاره دمغفرت لاسونه پورته کړم.

دنازيې اسلامي اصول اوغوښتنې خوښېږي اودموسيقۍ دهنرپه برخه کې نوروته هم داوصيت کوي چې خپل کلتوراوعنعناتوته دې بشپړدرناوی ولري، نازيه وايي تراسلام جاراوتردين قربان  شم. له وړکتوبه مېددين سره شوق اوعلاقه وه يوازېدانه چېزه سندرېوايم،ولېددين سره مېهم ډيرشوق دی،نازيه وايي زه اوه کلنه وم چېقرانکريم مېختم کړاوزه هم په پنځلسوورځوکېپه کورکېيوځل قرانکريم ختموماوخپلواولادونوتهيوځلي سهاراويوځلي ماسپښين دقرانکريم درسونهوايم اوهمدرانګه زيات حديثونه مېهم ياددي اودحديثوسره مېزيات شوق دیاوډېرکتابونه يېهم لرم،نعتونه مېدرېکسيټه ويلي دي اوپرهغومېيوه روپۍ هم نده اخيستېولېچېپه هغه کېدالله اومحمد(ص) نومونه راغلي دي،نوځکه مېدنعتونوسره ډيره مينه ده اوغواړم په راتلونکي کېهم ډيرنعتونه ووايم.

نازيه په افغانستان کې دفرهاد درياسندرې خوښوي اووايي چې سندرې ماته ځانګړی خوند راکوي. اوپه صوات سيمه کې پهښځوکې کشوررپااوګلناربيګماوپه نارينه ووکېدماسټرعلي حيدراو اماس خان آوازونه خوښوي.

نازيې اقبال شخصي ژوندته په پام سره ويلي شو چې واده لري او له يوه افغان سره چې جاويد نومېږي او دهمېشه بهار ننګر هار ولايت دی واده کړی درې ماشومان لري چې دوه يې لورګانې اويويې زوی دی. نازيې په دې وروستيوکې يې له جاويد سره ګډې سندرې هم ويلي دي. نازيه وايي چې جاويد وړاندې تردې سندرې نه ويلې خوله دې سره ترواده وروسته يې سندروته هڅولی او اوس يې دسندرونړۍ ته مخه کړې دی. نازيه وايي چې ترواده وروسته يې پلان درلود چې نورې به يوازې له خپل دژوند له ملګري سره ګډې سندرې وايي خوپه کومه سندره چې له رحيم شاه سره يې ويلې (توراوربل راخورکړه ... ) باندې خفه ده اوکومې سندرې يې چې فلمونوته ويلي دي له هغوسندروهم نارضايتي لري او وايي چې نورې به يې نه وايي.

(په محبت کېمېجانان رانه کوکۍغواړي) داهغه سندره ده چې نازيې يوه فلم ته ويلې ده او دنازيې په ويناپکې داخلاقونه بهرټکي راغلي دي.

دنازيې اصلي ژبه پښتوده خوپه پښتوبرسېره يې په دري، افريدي، اردواوانګليسي ژبوهم سندرې ويلي دي.

نازيه وايي چې ددې اصلاآرامې سندرې خوښېږي خودخلکودخوښۍ په موخه مستې سندرې يې هم ويلي دي. نازيه وايي چې په افغانانوډېره ګرانه ده اوڅوسفره يې چې دافغانستان ځينوولايتونوته کړي دي دافغانانوله تاوده هرکلي سره مخامخ شوې دی.

 نازيه وايي زه په افغانانوفخرکوم اوداچېماديوافغاني سره واده کړیدیدازمايوه هيله اوآرمان وه، اوماداخبره په ډېرکوچنيوالي کې خپلې کورنۍ ته کړې وه چې زه به واده نه کوم او که واده کوم نوحتما به يې له افغان سره کوم. له همدې امله کله چې مې زړه دټلويزيون دليدوتکل وکړي نوژرشمشاداوياهم داسې بل چينل پيداکړم چې پښتوپه کې واوسي او پښتوپروګرامونه ولري .

Dip.Eng.Hematullah Aminzay

RTA News Manager

Email: [email protected]
Email: [email protected]
Web log: www.aminzay.blogfa.com
Website: www.aminzay.com
- بېرته شاته