(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رښتینی پهلوان

لیک: ډاکټر محمد فريد بزګر

اندرشير په پيښور کې د سروزرو د خرڅلاو بازار دی، چې يوه تنګه کوڅه ده او دواړو خواو ته يې د سرو زرو د خرڅولو دکانونه دي، په دې تنګ بازار کې خلک په مشکل د يو بل له څنګ څخه تيريږي، د دې بازار ختيځ سر تاريخی چوک يادګار ته وځي او لويديځ سر يې د جرنيلي يا ليډي ريډينګ روغتون ته راوځي. د اوړي په يوه ګرمه ورځ د يادګار چوک له طرفه د دغه بازار لويديخ اړخ ته روان وم. لکه د معمول په بازار کې ښه ګڼه ګوڼه وه. د بازار له نيمايي به راتير شوی ووم چې يو موټر سايکل چې دوه کسه په سپاره وو مې له اړخه تير شو، د بازار د اذدحام په تناسب د موټرسايکل سرعت ډير ښکاره کيده. زما له څنګه د تيريدو سره سم مې يو غږ واوريد چې ويل يې: لږ په مزه ځه! غږ لږ لوړ وو، چې دغلته ټولو موجودو خلکو واوريد. چې له دې سره موټرسايکل هم پر ځای ودريد. ما هم بيرته شاته وکتل. ګورم چې د يو ځوان هلک له لاسه د خرما يو څو دانې پر ځمکه پريوتي، او نوره پلاستيکي کڅوړه يې لا په لاس کې ده، پوه شوم چې غږ د همدغه هلک وو. په دې وخت کې د موټر سايکل سپرو څخه يو يې مخ راستون کړ اوپه لوړ غږ يې ځواب ورکړ: که په مزه لاړ نه شم نو څه به وکړې؟

 

 -څوک به دې خوله ماته کړې.

-ښه لکه چې دا جرنيلي هسپتال تا له ماتو خلو ډک کړی دی!

په دې وخت کې له مختلفو اړخونو غږونه پورته شو، ځئ د دې خبرو پسې مه ګرځئ! غږونه نور هم لوړيدل، زه به د بازار لويديخ اړخ ته لا پوره نه ووم رسېدلای چې د درې څلورو ډزو غږ بازار ولړزاوه. ټول په منډو شو. سبا مې له پېښور څخه خپريدونکې وحدت ورځپاڼې په لومړي مخ کې دا مطلب تر سترګو شو:

«د يوې لفظي مشاجرې څخه راولاړې شوې جګړي له کبله په اندرشير بازار کې پرون دوه بې ګناه لاروي ووژل شو، چې په وژل شوو کې يوه ښځه هم شامله ده، درې کسان ټپيان نږدې جرنيالي هسپتال ته هم وړل شوي دي.»

 دا حديث شريف مې سترګو ته نيغ ودريد «پهلوان هغه نه دی چې ډير غښتلی وي، پهلوان او غښتلی هغه کس دی چې د قهر په وخت ځان کنترول کړي»، کاشکې ټولو پښتنو په دې حديث شريف عمل کولای او د قهر پر ځای يې د منطق لاره غوره کولای!

کابل- جنوري ۲۰۱۱

- بېرته شاته