(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يا به يو كيږو كنې وركيږو

يا به يو كيږو كنې وركيږو باچا خان                          

 

۲۰م پيړى په لوئى پښتون افغان خاوري دومره ننګياليان او مبارزو ژيژول چي په تاريخ كښې به د دوي نوم ژوندى پاته وي خو د دوي مخ ته نړۍ وال سامراج او د هغه لاس پوځو د دوي مخ ته داسي خنډونه ورته مخ ته كړو چي دوي ونه كړل شول چي خپل ږغ تر خپل ولس پوري ورسوي ولي چى سامراج او د دوى لاس پوځو چي كومه لويه لوبه چي زموږ په سپيځله خاوره جوړ كړى وو هغه مخ په وړاندي يوشي چي د دهغه ناوالي لوئى لوبى لاندي تراوسه پوري پښتون افغان ولس سوځل كيږى چي دهغه ناورين په لكاو پښتون افغان مشران وګړى ووژل ژوبل ې كړو او د ژوند ټولي د ژوند چاري ې وراني او د كاره ې واستلى او په لكاو پښتانه اوافغانان ې بې كوره كړل چي تراوسه په نورو ملكو كښې ځورول كيږى.

     زموږ د ۲۰م پيړي د هغه مبارزه خو يا ووژل شول يا ې د خپلو لاس پوڅو په مرسته خپل ولس ې په دوي راپورته كړل او هغه ودي ته اړكړل چي خپل وطن او خاوره پريږدي چي دازلي دښمن هغه د سيسه چي افغانان پښتانه خپله لاس په ګريوان شې نو ځكه جلا وطني ې غوره وبوله نورې په زوره د كار څخه د زور د لاري وګرځول او داسي ځائى جاسوسان ې ورته رانيول چي د دوى لاره وتړى چي بيا ې نور مبارزو بندي خانو ته واستول چي مخ نوي ې وكړي چي نه يواځي دومره اوږدي سزاګانى وركړي بلكي په بندي خاني كښې دومره زور زياتي ورسره وكړى چې بشر په شرميږى او د هغه چادوه مخه سياست ښكاره كوي چي ونړۍ والو ته د بشر د حقوقو د خوندي كيدو داوه كوي خوپه عمل كښې تر هر چا زياته د بشرد حقوقو څخه سرغړونه كوي چي د ليكوال جان كي كولي كتاب غير مقدس جنګونه كښې ډېر ښه څرګند شوي دي چي ژباړه  په پښتنو ښاغلى شجهان وكړل كړي ده د پښتنو د مبارزو سره كه هغه د انګريزانو دور وو يا د هغه وروسته دوره د دوي سره غير بشري چلن وشو چې په تيره پيړى كښې د دهغه مبارزو شمير چي په بندي خانو كښې داوږدو كلو پوري تېره پيړى كښې د دهغه مبارزو شمير چي په بندى خانو كښې د اوږدوكلو پورې پراته وو چي ډېر په بندي خانو كښې مړه شول او جنازي ې د جيلو څخه واستل شوي د ۲۰م پيړي كښې چې كوم لوئى نوم تر نړۍ والو پوري رسيدلي دي هغه خان عبدالغفارخان باچا خان دي چي خپل ټول ژوندي د پښتون افغان دغم خور په حيث تير كړي هم به دي  ورځ چي موږ ې نن لمانځو دوى نړۍ څخه سترګي پټي كړى چې د باچا خان په غوښتنه دوى په جلال آباد په ښار كښې چيري چي غازى امان الله غازى پټ دي هم دوى هم د زراو وګړو پښتنو او افغانانو و مخ ته وخاورو ته وسپارل شو چي د افغانستان نرځوي او ولسمشر شهيد ډاكټر نجيب الله هم د لوړ پوړو چارواكو سره د باچا خان په جنازه كښې ګډون وكړى خو د چاودني  وكړى او د راغلو ويرجنو په وير كښې نور زياتوب وكړى خو د خواښتني خبره بيا همداده چې د موږ سره شوي د نورو زياتيانود څنګه د هغه شوي جنايت موږ اير كړي كه څه هم ډاكټر نجيب شهد د افغانستان ولسمشر وو.

      د باچا خان دا لارښودنه وه چي پښتانه دي لاس سره وركړي او خپله لار دي پخپله وټاكي او د نورو په لارو دي نه ځي بلكي خپل پښتني لارو چارو كښې دي پرمختيا وكړي او د نړۍ سره دي د خپلي پيژندګلوي سره وږه په وږه تګ وكړي ولي چي پښتون افغان خپله پښتو او پښتون ولي لري چي د ژوند ټولي چاري پكښې نغښتي دي ځكه چي په افغانستان كښې د نور بدلون ووشو باچا خان دهغه ملاترونه كړي او د اې وويل چي دا د روس او امريكا تر مينځ لانجه ده چي پښتون افغان په خاوره به دوي ګوند ې سره كوى چې پښتانه او د پښتنو خاوري به پكښې ورانيږى هم هغه وشول باچا خان چي څه ويلي وو تر نن پوري هغه وراني روان دي څومره وراني وشو هغه ټوله ويني خو موږ د باچا خان په خوله ونه كړو ځكه چې د لوئى ورانى لاندى راغلو.. باچاخان د انګريزانو د شړلو په مبارزه كښې دخپلو ملګرو سره ډېر لويه مبارزه وكړه چې په ګډ هند كښې څوك سارى نه لرى دوى غوښتو چې يووار د ګډ هند څخه واستل شى بيا به په ګډه يوه پريكړه كوو خو دوى ته دا څرګنده وه چې انګريزنه يواځي موږ غلام كړى يو بلكي افغانستان ې هم د مشكل سره مخامخ كړى خو انګريز دومره ناپوه نه وو دوى نور خپل ځائى ناستى كښينول چي باچا خان او دده ملګرو سره ې د انګريزانو څخه هم زياته بدوكړو كښې كنې چې كله پاكستان جوړشو دوى د قائداعظم سره وكتل او دپاكستان په لومړى پارليمان كښې و قائداعظم ته باور وركړى چې په نوى ملك كښې به د پرمختيا په چارو كښې بشپړه همكارى كوى خو د باچاخان او قائداعظم په مينځ كښې د انګريزانو ځائى ناستو او لاس پو څو شيطانيت وكړى او قائداعظم تيراستي او ددي څخه د باچاخان او دده د ملګرو بلكې د ټول پښتانه بريادي پيل شوه چې د انګريزانو لويه لويه يواځي د پښتون افغان دوراني دپاره جوړ شوي وه او د هغه جغرافيائى بدلون ې هم ددې دپاره كړى وو چې ددي لارى و شوروي جګرى ته د مورچى كار وكړي كنې باچاخان د پاكستان مخالف نه ووچي د هغه څرګنده ثبوت د باچاخان د نوې پاكستان د جوړولو دپاره په ۱۹۷۳ء كښې د افغانستان څخه راتلل او د وخت د لومړى وزير ذوالفقارعلى بهټو ته د ملګرتيا لاس ورغزول وو چې د بده مرغه بهټو د باچا خان وړانديځ ردكړى هم هغه خبره شوه چې زه دي پوزه پري كوم ته چارګل غواړي دا ځكه چي تراوسه موږ ته دانه د څرګنده چي څنګه نړۍ والو و پښتنو افغانانو ته دام اچولى دى چي ورځ تيريږى د هغه سپيڅلي قام په دام كښې راګير كيږى او په هر لور چي د هغه قام تګ كوي د خطر سره بتي وركول كيږى خو بيا هم دوى ځان نه په پوه كوي چې څرګند ثبوت ې د افغانستان د ولسي جرګي ټولټاكني او نوري پرمختيادي چي په دا څو ورځو كښې رامخ ته شوي يه را روان وخت كښې به څه كيږي كله كله خو د سړى زړه لږبيږى او هغه څوك چي اوس هم په جګړه بوخت دي نه يواځي د دوي دپاره بلكي د ولسمشر كرزئى دپاره هم ښه زيري نه دي كه څه هم د دوى په بيل بيل ليكوكښې سره ولاړدي د يوې نيمى پيړى څخه چي موږ د لوئى لوبى په لومه كښې چې راګير يو تراوسه زموږ سترګى نه دى رڼي شوى..؟

     باچاخان يواځني ستر مشر ووچي دوى په خپل پښتون افغان ولس ږغ وكړى چي لاسونه سره وركړي او د را روان سيلاب اوبه په خپلو فصلو نه واړوي داسي نه چى د هغه د اوبو سيل هر څه يوشې موږ د باچا خان په لارښودنه عمل ونه كړي چي پايلي موږ وينو د حامد كرزئى څخه نيولي د يوه طالب پوري يوه هم د تاريخ څخه زده كړه ونه كړه كنى د ډاكټر نجيب تاريخ به نه غبرګيدي چي هميش به داخبره كوله چي ماته خپل ورور درولي دي طالب ته په كار وو چي دانجنئير صيب تاريخ ته كتلى وي چي وچوكيو ته ورسيدي خو ناسته ې ونه كړه ولي چي دي پښتون وو كه څه هم دده نظر پام اسلامائيزيشن وو وغيره وغيره.      باچا خان دخبره ډېره كوله يا به يو كيږو كنې وركيږو راسي د باچاخان په دهغه لارښودنه عمل وكړو او هغه ټول خنډونه چي د يو كيدو مخ ته درول شوي دي هغه د مينځ څخه ورك كړو او هر ځائى چي يو په دي خبره سره يو شو چي د پښتون افغان په ضد چي كومه نړۍ واله د سيسه جوړه ده هغه به شنډه وو چي زموږ هر ګاونډي او كليوال و د هغه د سيسه ته وده وركوي خو په مخ ې بل مخ ايښي دي موږ ځكه چي وهل خورو چي موږ پښتانه يو پښتانه ځكه وهل خوري چي دوي سوچه مسلمانان دي د پښتانه افغان په ورانولو دوي په يووار دوى ګټي ولاس ته راوړل غواړى.

 

- بېرته شاته