(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د 4اهم کسانو سره ليدل کتل

لیک: فیروز خان افریدی

سحر راته ميجر ريټائيرډ طارق محمود صيب ټيليفون وکړو چې نن به تۀ کور ئې ..؟

ما ورته اوئيل چې او . کور به يم ځکه چې د کور نه وتلو ته مې څوک نه پريږدي !!

چې څنګه زه د کوره چرته لاړ شم نو هم په هغه ساعت ما پسې دهماکه وشي . او بيا زما په ټيليفون کښې يا خو
بيلنس ختم وي ،چې زه د خپل سر سلامتئ خبر (اطلاع) ورکړم ،او يا زما د موبائيل سيټ بيټري ختمه شوې وي چې بل څوک مې په ټيليفون ومومي چې ګني زه په خيريت سره يم.
اوس راباندې د کور واله اعتبار هم نه کوي چې دا څو کرته مې ورسره داسې دروغ نما غوندې نيمګړې خبره کړې وي چې زه بس د دې ميلمه سره لږ اوځم او بيا چې څه وخت پس راپسې دوئي ټيليفون وکړي ، چې چرته ئې؟؟
نو دروغ مې خلې له نه راځي او چې بيا کله ورته اوائيم چې حيات اباد ، ځنګلي يا سردرياب کښې د فلانکي سره يم نو بيا راته اوائي چې خير دے کور له خو به راځې کنه ، که چرته د دهماکې نه بچ ژوندې راستون شوې نو بيا به زما نه څنګه ژوندې پاتې کيږے؟
زه به درسره ګورم.که ته ما نه ژوندې پاتې شوې نو زه به هم ......

د دې ټولو انديښنو او وسوسو باوجود ما ميجر صيب ته اوئيل چې که ته راغلے ،نو بهانه به ورته جوړه کړم او تا سره به چرته لاړ شم، چې دا بند زړۀ مې لګه هوا وخوري ګوره که چرته يو ځل بيا راژوندې شو.

هغه اوئيل چې سمه(ټهيک ) ده زه څه شيبه وروستو درځم ، بيا به په شريکه حاجي اجون خان جدون ته لاړ شو څوک چې اوس اوس د امريکې نه راغلې دے چې ستړې مه شي ورته وکړو.
د مشرانو سره ناستي پاستې زما هسې هم ډير خوښيږي،
ما وئيل چې خدائي د هر وخت راوله او انشالله چې ډير خوند به وکړي چې خپل 88 کلن مشر حاجي اجون خان جدون صيب ته ورشو. او ورسره د ماضي ،حال مستقبل خبرې وکړو.

کله چې ميجر صيب کور ته راغلو نو د راتلو سره ئې اعلان وکړو چې هلکه زما روژه ده څه تکلفات و نه کړے.
ما وئيل ښه دا ستا ټائيم نه پاس کيدو نو ځکه ته ماله راغلې ؟ ځکه چې بې وخته روژې د نيولې ده ؟
هغه وئيل نه مړه وړې وړې ورځې دي ما وئيل راشه چې دا کور ودانې ئې نيولې شي نو زه ترېنه کم خو نه يم.
خير ميجر صيب سره ستړي مه شې او د کور مالت د مړي ژوندې پوښتنو نه وروستو ما هغه ته اوئيل چې خوراک څخاک نه کوې نو بيا دلته څه

کوو راځه چې په وخت اوځو چې په دې لنډو ورځو کښې ډير کسان اوينو چې د ملاقاتونو دا تنده خو ماته شي کنه.
ميجر صيب ته مو خپل کتابونه ورکړل او هغه ته مې په خپل کتاب کښې د هغه په هقله ليکلي شوي اقتباسات هم واورول.
هغه ډير خوشحاله شو، او ما ته ئې اوئيل چې ماله څو کتابونه نور هم راکړه چې حاجي اجون خان جدون ،او کرنل دراني وغيره ته ئې هم ورکړم.
ما ورله څو زياتي کتابونه هم راواخيستل، او په يو کتاب نيم مې ورله ليک هم وکړل ځکه چې ميجر صيب وئيل چې په دې کتاب راته ليکل وکړه چې بيا خلک نه وائي چې دا کتاب ما چا نه پټ کړې دے.
ما وره په کتاب خپلې پيرزوئينې وړاندې کړې او خپل دسخط او تاريخ مې په ثبت کړو.
ميجر صيب د عطالله کاکاخيل اشنا ريټائيرډ پرنسپل صيب څوک چې د ميجر صيب اسلامئين(اولډ ستوډنټ اسلاميه کالج پشاور) ملګرې دے او ډاکټر عبدلعزيز صيب سره سره د پښور پوښنتون تير وائيس چانسلر پروفيسر هارون رشيد صيب سره د ملاقات کولو په حقله هم اوئيل چې هغوئي سره به هم اوينو.
ميجر صيب سوزوکي ډبه زمونږ په کور کښې چې د ګيټ نه د ويستلو کوم 10 شل ځل ريهرسل وکړو او ډيره په مشکله ئې لکه د مست اس نيم قابو غوندې مخکښې وروستو کوله نو زه په زړه کښې ويردم ما وئيل الله د خير وکړي که د دهماکو نه بچ شوم نو د دې ډبې د ايکسيډنت مرګ مې يقينې دے.
خير په ځان مې ايت الکرسي چپ کړه او ميجر صيب سره په دغه ډبه کښې کيناستم .
ميجر صيب ډبه د مست خر په شان په ټوپونو ترينجکو روانه کړه.
زما د سر نه پکول خوالئ (ټوپئ) دوه درې ځله وغورځيده خو چې د خپو نه به مې راوچتوله نو ډير په مشکل او زخمت سره به مې دوه درې ځله هڅه وکړه او بيا به مې چرته راچته کړه.
ميجر صيب ته زما دا لوړ پلن وجود او بيا د پاسه په اوږو زما دا راغونډ پټو څادر په خپل ډريئيونګ کښې خلل غوندې وبريخيدو، ما ته ئې حکم وکړو چې دا څادر دې وروستو سيټ ته وغورځوه.ما د اوږو نه څادور کوز کړو او وروستو سيټ ته مې ارتاو کړو.
په وروستو سيټ ميجر صيب د ګوړې څو کڅوړې او د مينچو يو درجن نغاړي هم ايخولي وو.چې په نتيجه ئې ونه رسيدم چې د دې څه مطلب وو.
ميجر صيب وئيل يره د دې نهر نه ستاسو تر دې ځايه پورې څومره فاصله ده.
ما ورته اوئيل چې دغه اته نهه سوه ګزه به وي.
هغه وئيل د نهر د پاسه د کور ولې نه اخيستو؟
،ما وئيل ميجر صيب دې کښې څو نکتې وے.
اوله نکته دا چې دا نهر د غلاظت نه ډک بهيږي او دلته بيماريانې ډيرې ګرځي راګرځي.
هغه اوئيل ولے بيماريانې څه ځناوران دي
چې ګرځي راګرځې.؟
ما ورته اوئيل چې ميجر صيب !!!
ما دا خبره د محاورې په شکل کښې وکړه نور ته چې هر څنګه مطلب ترې اخلے.
دوئيمه دا چې دلته خراب بوئي دے
دريمه خبره دا چې هغه بله ورځ هم ددې نهر د پل لاندې لس اته بمونه چا ايخې وو.
ميجر صيب ما ته داسې وکتل لکه زما په دماغي صحت ئې شک راغلې وي.
هغه اوئيل سړيه د بمونه کيسه خو اوس راغلې ده تا خو دا کور مخکښې جوړ کړې دے .
ما ورته اوئيل چې ميجر صيب بس څه درته اوائيم .
زړه کښې مې اوئيل چې د نهر په غاړه کوم کورونه خرصيږي هغه څومره ګران دي د الله بنده.
ما چره په عربو کښې کميشنونه خو نه دې خوړلې خو مزدوري مې کړې دي او پيسې مې حلالې ګټلې دي په حلالو پيسو هم دومره ځائي سړې جوړولې شي.زما په دې سپينو کپړو ،تور واسکټ او دغه پټو نما غوندې څادر خو مه تيرووځه کنه چۀ دې کښې هم واسکټ دامجد علي خان زما ځوئي د مفتي د واسکټ کپړې ،چې شپږ کاله مخکښې چا دوست ورله د دوبئ نه راوړلې وه او هر کال به ئې وئيل چې لالا زما د کپړې نه واسکټ ولې نه ګنډې؟
خولئ(پاکول) زما ورور رضا خان د چترال نه راوړې وه او هغه له هم چا ګفټ کړې وه، او دغه پټو راله مير عالم ورور راوړې وو چې زړه ئې راباندې سوزيدلې وو ،
هغه چې کله ماته اوئيل چې حجرې ته ولې نه راځې نو ما ورته د ساړه بهانه وکړه نو په سبا ئې راله دا څادر راوړو هغه هم ورته خپلې ښځې او زما کورودانې دوه ځل سفارش او ورپسې د يادهانئ ټيليفونونه هم کړي وو.
او په خپو کښې دا چپلې راله زمونږ کاکاجي څوک چې کسبا موچي نه دے خو د صوابئ نه په څه جهګړه راتښتيدلې دے او مونږ سره باړه کښې ديره دے هغه موچي توب زده کړې دے
نو چې زه کله د بهر نه راشم نو غريب راله يوه جوړه چپل ګفټ کښې راکوي.هاهاها
د کپړو،جامو نه علاوه خلک شائيد زما په جوسه هم تير ووځي.
هغوئي دا فکر کوي چې دا دومره لوئي وجود هسې خو نه جوړيږي خو پلاوؤنه ،کورمې او د غوښو کړهيان ئې راښکلې دي نو ځکه ئې په خيټه څلور انچه قالينې وازده غوړيدله ده.يو ځل په قطر کښې چې ډاکټر ما ته اوئيل چې دا وزن کم کړه نو ما ورته په ځواب کښې اوئيل چې ډاکټر صيب زه خو ډيره کمه ډوډئ خورم نو دا وزن څنګه کميږي؟
هغه زما د خيټې طرفته ته ګوته اوږده کړه او په طنز ئې اوئيل چې دا به ما خوړلي وي او دا وازدې هم زما په خيټه پراتې دي.
د نهر په غاړه ميجر صيب دا سوزکي ډبه داسې چلوله لکه چرته مست خر چې د لارې يوې غاړې ته او کله بلې غاړې ته کوږ کوږ ځي. او کله کله ټوپ ،ترينجک هم اواهي.
چې د يونيورسټې ټاون په مينځ کښې د پاک ايونيو په سړک تيريدو ،نو د ډاکټر ذکيه منهاس د کلنک نه لږ کوز ئې اول ايراني کونسيلټ ته اشاره وکړه چې دلته ئې کار کولو او هغه بل ورځ چا اويشتو په شپږو ژبو ئې عبور لرلو او دې ظاليمانو مړ کړو.
ما ورته اوئيل چې او خبر ئې ما هم لوستې وو او چرته صدر ګلبرګ کښې ئې وژلې وو.
بيا لږ وړاندې ئې يو کور ته اشاره وکړه وئيل دا د هغه شاعر کور دے.
ما وئيل ميجر صيب د شاعر کور څنګه په يونيورسټي ټاون کښې کيدلې شي.؟
هغه اوئيل چې هغه صرف شاعر خو نه وو ډير ښکلې سړې وو.
ما وئيل په ښکلې توب هم نن سبا کار نه کيږي .هغه اوئيل مړه هغه څه وو چې فوځ کښې ميجر هم وو.
ما وئيل داسې وايه کنه لالا ..تاسو خو دا تول ملک خپل دے ،
کيدې شې په اسلام اباد بليو،کراچئ طارق روډ،او لاهور ليبرټي کښې ئې هم کورونه وي.
هغه وفرمائيل نه مړه هغه ډير زوړ ميجر وو اوس مړ دے.
ما وئيل دا بنګله خو د شپږو کنالو واله ده..
هغه اوئيل دا بنګله ئې پلار جوړه کړې وه.
ما وئيل تاسو له ئې نوم نه راځي؟
هغه اوئيل چې يره ډير ښائيسته سړې وو.
زما ذهن ته فورا په فوځ کښې د پښتنو شاعرانو نومونه راغلل ما وئيل ميجر صب ته يونس خليل خو نه يادوې.
هغه اوئيل او کنه او دغه وخت کښې ئې د اقرا يونيورسټي ټاؤن چوک سره خپل ډبه د دوو مزدو په مينځ کښې داسې ور دننه کړه چې زړه او کولمې ئې راته خلې ته راوستلې او بيا ئې د يوې مزدې مخښې ته داسې بريک اوهه چې سر مې د شيشې سره دوه درې ځل ولګيدو ، او بيا رانه پاکول پريوتو ..ميجر صيب اوئيل چې لږ ټيټ کينه کنه چې سر دې نه لګي.
ما وئيل ميجر صيب ستا سيټ خو نور نه ټيټيږي،او زما سټرکچر داسې جوړ دے زه نور څنګه ټيټ شم؟
زړه کښې مې اوئيل دا ځل مې خدائې په خير بوځه نو بيا زما توبه ده چې د ميجر صيب سره په دې ګاډي کښې د مست خرۀ د سوارلئ دا ځانمرګي ته نزدې مزه واخلم.
په دې ځانمرګي سفر کښې مونږ يو او بل دوړو ته د ډرئيورې سنهري اصول هم ښوول او کله کله به مو قهقهه هم لوګوله.
اخير د بورډ نه چې ورتير شو نو ميجر صېب خپله ډبه دې بل لاس ته په يو ګوټ پير کښې يوټرن راواړوله او په يو پيټرول سټيشن ئې ورخوشې کړه.
ما وئيل په قلاره يار څوک به ترې لاندې کړې..
ميجر صب پمپ ته ودريدو او دوو سوو ګيس ارډر ئې وکړو .
د پمپ کاروندوئي ميجر صيب نه چابي واخيسته خو ورته ئې اوئيل خان جي پريشر کم دے.
ما ميجر صيب ته اوئيل چې پريشر د څه کم دے؟
هغه اوئيل چې ته نه پوهيږې د هغه هلک نه ئې چابي بيرته لاس ته کړه او د سټيشن په خوا کښې په بغل کښې په سړک ورنيغ شو..چې لږ مخکښې لاړو نو بيا ئې د حاجي اجون خان جدون ترې پاويز کور دروازې ته ودرولې وو.
لږه شيبه پس يو هلک راووتو او مونږ ته دروازه خلاصه کړه.
مونږ ډبه د ننه بوتل او چې مخآمخ ګورم نو حاجي اجون خان جدون لکه د ببر شير ولاړ دے او په وروځو ئې لاس نيولې مونږ ته ګوري چې دا څوک داسې نيغ راننوتو.
زه په منډا د ګاډي کوز شوم او حاجي اجون خان جدون ته ورته غاړه ووتم او سم دست مې ورته اوئيل چې ماشالله لاخو ځوان ئې صحت د روغ دے.
ميجر صيب اوئيل چې پام کوه اجون خان ته بابا ونه وائې.
دې له اوس هم ځوان دے ماشالله
اجون خان لکه د ببر شير په شان وسمي کړي بريتونه،خراشلې ګيره او کماندارې ورځو په مخ ئې جاه و جلال ولاړ وو.
زه ئې فورا وپيژندم .ما ورته اوئيل اجون خآن صيب ماشالله اوس هم د دېرو بې خوندو ځوانانو نه ښه ئې هغه يوه مسته قهقهه اوهله او وئيل چې يو ار رائيټ.
د ډوډئ کلک ست ئې وکړو خو مونږ ورته اوئيل چې بس قهوه به څښو او نور څه ته مو زړه نه کيږي.
اجوان خان صيب په خپل کور ته ننوتو او لاس کښې يوه ټړې نيولې راووت چې پکښې د قهوې سره بسکټ هم وو.
مونږ چائې وڅښلې او د پښتنو په روانو حالاتو مو ګپ روان کړو.
بيا په ميلمستيا خبره روانه شوه ما ورته اوئيل چې ملک صيب دا راته اوايه چې پښتانه په ميلمستا کښې دومره کلک وي چې کله کله سړې سم تنګ شي چې دا ولې دومره زور راسره کوي ايا دا پيرزوئينه ده او که د دې شا ته څه فلسفه ده؟
بل پوښتنه مې دا ترې وکړه چې دا پښتانه په ورکړه کښې دومره بخيل ولے دي؟
ما ورته بيا خپل تجربه بيان کړه او ورته مې اوئيل چې کله کله مونږ له د خلک راشي چې د چا چنده پکار وي مدرسو له،هسپتال يا سکول او خاص کر دا کينسر مريضانو له نو پدې کار کښې مونږ ونيو چې پنجابيان دومره تپوسونه پښتنې نه کوي او په لکهونه روپئ چنده ورکوي خو پښتون به سل روپئ راوباسي هغه هم چې ښه ئې پيژنې چېاجون خان چې ډير ګرځيدلې او د لويو لويو شخصياتو سره ناسته پاسته کړې ده،په يو وخت کښې 1962 کښې د مغربي پاکستان د اسمبلې غړې هم پاتې شوې وو غالبا هغه وخت به ئې ورته ورته ممبر اف ليجيسليټيو اسمبلي وئيلو
اجون خان د دې نه وړاندې د يوې ائيل کمپنئ
فورمين وو بيا ئې خپله ټرانسپورټ کمپنئ هم جوړه کړه.
او داغه شان يو د کامياب انسان ژوند ئې روان دے
نن سبا په 88 کښې دے او ماشالله ږيرې له وسمه اوس هم ورکوي.
اجون خان زما د سوالونو ځواب ونکړې شو
ميجر صيب اوئيل چې پخوا پښتانه د نن ورځې نه هم زيات غريبانان وو
چې کله به ئې څه ښه شې پوخ کړو نو په يو بل به ئې هم پيرزوئينه کوله او هم دغه د اسلام نظريه هم ده.
د بخيلئ وجه ئې جوړدا ده چې دوئي کله هم اسوده حال شوي نه دي.
نن وخت تنګ دسته شوي دي او چې کوم يو نيم پکښې اوس اسوده حاله دے د هغه په خوئي بوئي کښې هم هغۀ غريبي جينيټيکلي راروانه ده.
مونږ په دې خبره سم ونه رسيدو خو بس څۀ شيبه پس راروان شو
چې سپين جماعت له راورسيدو نو ميجر صيب ماته اوئيل چې ځه چې د ډاکټر هارون رشيد صيب کور ته لاړشو هګه د امريکې نه راغلې دے او ما هم لا ليدلې نه دے.
ما ورته اوئيل چې دا خو به ډيره سمه خبره وي خو زما ورتګ به هغلته ښه وي؟ځکه چې خو ئې سم نه پيژني .
هغه اوئيل چې ولې ستا څه اخکر شوي دي چې هغه به درنه ويريږي.؟
ما وئيل چې دا خبره نه ده
اصل کښې ډاکټر صيب ډير لوئي سړے دے او ما غوندې نووارد باندې به بد ومني؟
نه ياره
سم دم پښتون دے .او بيا د يونيورسټئ په کيمپس ورخوشې شو.
لږۀ شيبه پس مونږ د هغۀ د بنګلې مخې ته ولاړ وو.
ډاکټر صيب د پوهنتون د وائيس چانسلرئ نه ريټائرډ کيدو وروستو امريکې ته تللې وو او بيا اوس اوس راغلې وو ،
ډاکټر صيب سره ملاقات د هغه په ډرئينګ روم کښې وشو هغه سره څوک نور ميلمانه هم وو
دوئي اوئيل چې بهر به کښينو مونږ څو کرسئ راواخيستې او بهر راووتو.
دوئي چائي او کيک هم راوړو د ډاکټر صيب ځوئي زمونږ ډير په پښتانه مينه خدمت کولو لږه شيبه پس د ډاکټر صيب څوک ګاونډي پروفيسر دراني هم راغلو
داسې لوړ نرې غوندې وو .
ميجر صيب زما تعارف ورسره وکړو ،او بيا ما د پېښور مجلې څو کاپئ ځان سره وړې وې هغه نه مې يو کاپي هم ورکړه.
دوئي بيا سره په پراپرټئ خبرې شروع کړے.
ميجر صيب ورته د بحريه ټاون د سنګل سټوري بنګلې قيمت او ځائي ځائيګي په حکله معلومات ورکول.
ما ورته اوئيل چې 5 مرلې خو وړوکې کور وي نو چې سړې لږ داسې ځائي جوړ کي چې څه ارت بيرت خو وي.
دراني صيب ماته کوز پاس وکتل او د غه لکه زما په حکله کوم سوچ وو هغه ئې خلې ته د سوال په شکل کښې راڅرګند شو.
ما نه ئې پوښتنه وکړه چې تا ميټرک کړے دے؟
يره زه د دې سوال ځواب له بيخې تيار نه ووم او نه مې دا خيال وو چې ګني زه دومره بې خونده او د جاهلو په څير خبرې کوم چې يو پروفيسر ته انډر ميټرکوليټ ښکارم..
دغه وخت دا پروفيسر ما له د پوليس يو ډنډا مار غوندې وبريښيدو.
ما وئيل په ميټرک پسې مې هم ګمان شته چې يو څه خو وئيلې دي.
هغه بيا دا ونه وئيل چې د دې سوال مطلب څه وو خو خير زما په حکله ډاکټر صيب او ميجر صيب دراني صيب ته څه اوئيل او دراني ئې رانه قلار کړو.
د ډاکټر صيب بچې مونږ له يو ځل بيا چائي راوړے چې ډير خوند ئې وکړو.
څه شيبه پس مونږ د ډاکټر صيب نه اجازت راواخيست
او يو ځل بيا د ميجر صيب په سوزکي ډبه کښې کېناستو.
ميجر صيب چې سپين جماعت ته راورسيدو نو ما نه ئې نا ساپه تپوس وکړو.
ته د ورځې چرته ورزش مرزش هم کوې که ډر سوباړې په کور کښې يو کونج کښې پروت وے؟
ما ميجر صيب ته اوئيل چې د ورزش د پاره وخت او موقع نه ميلاويږي او بله دا چې واک ته مې زړه نه کيږي.
وئيل زه موقع درکوم دلته اوس د ګاډي نه کوز شه او نيغ کور ته ځه.د نن نه ورزش سټارټ شو!!!
ما وئيل دا خو به ډير لرې نه وي زمونږ دا کور؟
وئيل ئې چې سړيه زه چې کله فوځ کښې ووم نو شل کيلو ميټړه پريډ او پاټيک به مو کولو.
زه د ميجر صيب د پاټيک په دې مسئيله پوه نه شوم او د سوزکي ډبې نه مې راودانګل
ميجر صيب مخ د کهړکئ نه رابهر کړو وئيل ئې خفه خو نه ئې؟
ما وئيل سي يو نکسټ ټائيم ميجر صب او د يونيورسټي ټاون په دې نيغ سړک د کور طرف ته روان شوم

- بېرته شاته