(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تونس غورځنګ د عربی هیوادو خلک...

ولی محمد نورزی

د تونس غورځنګ د عربی هیوادو خلک د اوږده خوبه را ویښ کړل         ...

په تونس کې اوسنۍ مظاهرې او اړودوړهغه وخت پیل شوی،  کوم وخت چه  د تیر کالددسمبر په ۱۷مه نیټه د تونس د(سید بوزید )په ښار کې، پولیسو د یوه  محصلځوان د میوو ډکه  ګاډۍچپه کړه او بیا یې په موټر کی واچوله .  نوموړی ځوان د یوی غریبی کورنۍ څخه وو ، چه  ده ددغه کار په   واسطه  د خپلی کورنۍ  د یوی ګو لۍ ډوډۍ  د پیدا کولو هڅه کوله. د پولیسو ددې ناوړه چلند په غبرګون کې، نوموړي ځوان  خپل ځانته اور وچاوه او ټولبدن ییوسوځید، نوموړي تر رو غتونه پوری ورسیدي ولی داکترانو  دده ژوند و نشو ژغورلاي.د تونسخلکو ددې واقعېژونديخبر د مبایل دمسیجونو او فیس بوکاو انتر نتپه واسطهپه ټول تونس کینشر اوخپورکړی.او هرطرف ته دد ی ځوان په حما یت ځوانانواولسی مظاهرې پیلکړی. په لومړی سرکې، د هغه هیواد جمهور رئیس زین العابدین بن علی مظاهره چیان  ټوله تروریستان وبلل او د فوځ مشر راشد  ته یی هدایت وکړیچې په مظا هره چیانوګولۍ وچلوي......

وليجنرال  ددې کارنه انکار وکړ او ټول عسکر او ټانکونهبیر ته خپل کا غوش ته را ستا نه شول. ولی  بن علی سمدستی ددغه جنرال پر ځای یوبل جنرال وټاکی،خو بیاهم فوځ د خپل اولس له وژلو نه ډډه وکړه. او مظا هرچیانو خپل خو ځښت ته نور هم زور ورکړي، ډیر ژر په ټول هیواد کی ددوی په ملا تړ درنۍ مظا هری پیل شوي. بن علی د تلویزیون له لاری هڅه وکړه چه د مظاهره چیانو غوښتنو ته غاړه کښیږدی. ولی وخت نا وخته وو او د بن علی پر خبرو هیچا نور باور ونه کړي، نو هغه وو چه نوموړی د هیواد څخه پر نا معلومه لوری د تښتیدو هڅۍ ته مجبورشو. وروسته څر ګنده شوه چه د سعودی عر بستان خاوری ته یی فنا وړی ده، او د سعودی دولت په اجازه د جده د ښار په هوا یی ډګر کی را کښته شو. دبن علی میرمن لیلا طرابلیس ددی اړودوړ نه مخکی د عربی اماراتو ددوبی پر خواه روانه شوله، او د تونس د مرکزی بانک څخه  یی ۵۰۰ ټنه طلا چه مجموعی ارزش یی ۴۰ او ۵۰ میلیونونو ډالرو  ته رسیږی د ځان سره نقل کړل. او دخپلی شخصی طیاری له لاری دوبی ته ورسیده. چه ددی خبر په او ریدو سره د تونس د خلکو خشم او قهر نور  هم را وپا ریدی او تر ننه پوری دا لړۍ روانه ده.

داسی  آوازی شتهچی زین العابدین بن علی په اروپاکی پخپلو شخصی بانکی حسابونوکی(۳۳۰۰)دری زره او دری سوه میلونه یورو لری. د فرانسی حکومت وعده کړیده،چی ددی میاشتی تر پای پوری به د هغه بانکی حسابونه وڅیړی او پیسی به یی کنګل کړی.او ارو پایی اتحا دیه بیا په راتلونکی  اونۍ کی غواړی  د بن علی پر ټولو پیسو او نور قیمتی اسعارو باندی بندیزونه ولګوی . د سویتیزرلند بانک وختی لا دده پیسی کنګل کړی دی. دغه کو چنی د شمالی افریقا عربی هیواد چه نفوس یی تر لسو میلیونو پوری رسیږی،  او ددولت د عایداتو لو یه  برخه یی د توریزم او سیا حت له لاری تکمیلیږی، ولی دخلکو د ژوند عادی سطحه یی ډیره ټیټه ده او د بیکارانو ستونځه یی پر خپل ځای پا ته او پر ټپه ولاړه ده . مګر ددولت لخواه دخلکو هو سایني په منظور هيڅ کوم ګام نه دی پو رته شوی چه دخلکو ښیګنی  پکی نغښتی وی............................................................

دتونس د نا آرامی وروسته په نورو عربی هیوادونو لکه په الجزایر، یمن،  مصر او ا ر د ن کی هم ورته مظاهری پیل شوی. ولی ددی مظا هرو لړۍ لا تر اوسه پوری روانی ده.د جنوری د میا شتی په ۲۵ نیټه په مصر کی چه د افریقایی  او شرقی عربی هیوادونو په منځ کی یو ستر هیواد دی. د حسین مبارک رژیم پر ضد چه دیرش کاله په قدرت کی پا ته شوی دي، زور واخیست اوننی مظاهره چه تر ټوله ستره مظا هره ګڼل کیږی، د خلکو خو ځښت او غوغا دومره غټه وه چه او سنی رژیم مجبوره شو چه په دریو غټو ښاروکی اضطراری حا لت اعلان کړی.مظا هره چیان د حسین مبارک رژیم نور نه مني او هوډ یی کړیدی چه تر اخیره به مقا ومت وکړي. داچه نو ربه څه پیښیږی مونږ به یی ووینو ، ولی د خلکو بیکاری ، لوږه  او تنګ دستی هغه عوا مل دی، چه د خلکو د نا راضی سبب ګڼل کیږی. اوددولت لخوايي تر او سه پوری ځانګړۍ  اود قنا عت وړ ځواب نه دی تر لاسه کړی.  د مصر د څلور ورځنی غورځنګ له کبله تر اوسه پوری ۵۳ شورشیانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دي. د شپی نا وخته د مصر جمهور ریس  د مظا هر چیانو د آرامی په منظور کا بینه ونړوله او اعلان یی وکړ چه نن به نوی کا بینه اعلان شی. حسین مبارک نن بیا خپل ډیر نژدی ملګري عمر سلیمان چه د اطلا عاتو وزیر وو د جمهوری ریاست د مرستیال په توګه د لمړي ځل لپاره پر دغه چوکی و ګماری. په داسی حال کی چه دجمهوری ریاست د مرستیال دنده او چوکي تر دغه وخته پوری نه وه. د اطلا عاتو پخوانی  وزیر د جمهور ریس په وړاندی لوړه وکړه  چه د مظاهرو مخ نیوی به کوی ،او د مصر د خلکو د راتلو نکی  ښه ژوند په باره کی به د پام  وړ تصمیمو نه ونیول  شی داچه د حسین مبارک دا کار به د خشم جنو او قهر جنو مظاره چیانو قنا عت حا صل کړی او که نه، بیا به ولیدل شی. په عین حال کی د ملکی هوایی چلند پخوانی وزیر شفیق د صدراعظم په توګه و ګمارل شو تر څو دنوو وزیرانو لست جوړ کړی او خپل کار ته  ادامه ور کړي. د حسین مبارک دوه زامن او میر من بیا نن د لندن ښار ته را ورسیدل چه ددی کشمکش څخه په آمان وی. او د وضعی او حالت تر ښه کیدو پوری هلته پا ته شي...........

 ۸۲ کلن حسین مبارک د خپل رژیم د پائیدوپه خاطر دهر چال او چلند څخه کار اخلی .ولی د خلکو ارزو ګانی او قناعت هم آسا نه کار نه دی.ځکه خلک اوس دردیلی دی او په هر څه پو هیدلی دی چه د خلکو د غولولواوتیر ایستلوچانس هم کمزوری ښکاري

 د حسین مبارک ۴۱ کلن زوی کمال چه د مقتدر ګوند مشری او رهبری په غاړه لری. او په اقتصادی چارو ګی دده ستر مشاور هم دی د خپل پلار په نسبت په شرقی عربی هیوادو کی چندان محبوبیت نلري. امکان شته په نژدی را تلونکۍ کی حسین مبا رک د خپل زوی ټاکنه د جمهوری ریاست چو کی ته  کاندید نه کړي. او ددی نه صرف نظر وکړۍ. ځکه اوس خو ددی کار عملی کول نا شونی ښکاري او بل داچه د کمال ټاکل هم د ولس لخوا ه د تا یید وړ نه دی او نه به دا کار عملی جنبه ولري.                         .

 په عربی هیوادوکی د تونس ملی غورځنک د نورو عربی هیوادو رهبران او چارواکی دی ته متو جه کړه ،چه دخپلو بی وزلو خلکو غم وخوری، او دهغوی د ژوندانه اړ تیاووته حد اقل جدی پا ملرنه وکړی. په دی هکله سوریه د تونس د غورځنګ نه وروسته سمدستی ۳۰۰ میلیونه ډا لره د بی وزلو او غریبو کورنیو لپاره اختصاص کړی، چه دهری کورني لپاره به په  هره میاشت کی د ۱۵ تر ۳۵ ډا لرو وړ یا مرسته پر خلکو باندی د ویشلو له لاری عملی شی. او د اردن پا چا بیا خپل حکومت ته هدایت ورکړی چه ژرتر ژره پر غریبو او بی وزلو خلکو داقتصادی کمک او بسپنی لړی جاری وساتی. د الجزایر لیبیا یمن او نورو عر بی هیوادو هم د خپلو خلکو د ښه ژوند د اړ تياوو د پوره کولو هوډ کړی دی . دا چه په راتلونکی څو ور ځوکی به څه وشی مونږ به یی ویینو. ولی اصلی خبره خو داده چه په نوموړو هیوادونو کی د دیکتا توری نظا مونه نور نشی کولای پر خلکو باندی په زور حکومت وکړي. او ددی لاری خپل شوم پلانونه د خلکو په نا مه پلی او عملی کړي، خلک د کار ضما نت غواړي

 د مصر عربی جمهوریت لنډه پیژنده....

 د مصر عربی جمهور یت  د عربی شرقی نړۍ  د هیوادونو څخه تر ټولو ستر هیواد دی. په دی هیواد کی د سویز کانال چه اوږدوالی یی ۱۷۳ کیلو متره ته رسیږی ،د منځنی آسیا لنډه لار د هند د بحر سره یو ځای کوی. د مصر عربی جمهوریت اصلی مساحت یو میلیون کیلو متره مربع دي، د مصر پایتخت د قاهری ښار دي چه د عربی هیوادو د تاریخی او مدرنو ښارو څخه ګڼل کیږی. دمصر عربی جمهوریت په ۲۶ اداری واحدونواو ولایتونو باندی ویشل شوی دی. دمصر د نفوسو شمیر ۸۰ میلیونه ته رسیږي چه د هغی جملی نه پنځه میلیونه په بهرنیو هیوادونو کی په کار  او بار بو خت دي. په سلو کی ۹۸٪  فیصده خلک د مصر اصلی عربی او سیدونکی دي. او پا ته  ییی بربری او وریی ډلی دی. د مصر خلک په سلوکی ٪ ۹۰ فیصده سنی مسمانان دي او پاته یی عیسویان او نوری عقیدوی ډلی دی چه په سلو کی څه کم  لس۱۰  ٪فیصده تشکیلوي ..................                                    

 مصر د لمړی ځل لپاره په ۱۹۲۲ عیسوی  کال دفبروری په ۲۲ نیټه  خپله آزادی او خپلواکی د مصر دهغه وخت امپرا تور احمد فواد لخواه د انګریزانو څخه تر لاسه کړه او سمدستی مصر یو مستقل او آزاد هیواد وګڼل شو. مصرپه  ۱۹۵۳ میلادی کال کی د فبروری په میاشت کی د جمهوری نظام  ته و ر واووښت او دجمهوری نظام د جوړښت په نوم و نومول شو، چه جمهور ریس او صدرا عظم یی په هغه وخت کی دقدرت واکمن جنرال نجیب و ټا کل شوو.    

په ۱۹۵۸ میلادی کال کی د مصر جمهوریت او سور یه دواړه سره دیو واحد هیواد  په بڼه راضی شول او د عربی متحد جمهور یت په نا مه  و بلل شول. وروسته  بیا ۱۹۶۱ میلادی کال کی د سوریه په خاوره کی د یوی نظامی کودتا له کبله سوریه بیرته د مصر د اتحاد څخه جلاشوه او مصر لس کاله نور هم هغه پخوانی نوم یعنی د مصر متحد عربی جمهوریت ساتلی وو..         

 د مصر جمهوری دولت جوړښت یو جمهوری نظام دي، چه د اسا سی قا نون له مخی ريس جمهور د خلکو لخواه تر شپږو کا لو پوری مستقیمآ انتخا بیږی . دمصر د پخوانی جمهور ریس انو رالسادات تر مر ګ وروسته په ۱۹۸۱ میلادی کال کی حسین مبارک په انتخابی توګه دمصر د جمهور ریس په توګه وټاکل شو.او په ۲۰۰۵ میلادی کال کی حسین مبارک په مقرره توګه پنځه ځله نورددی چوکی لپاره ټا کل شوی دي. چه او سنی دوره یی  ددی کال په سپټمبر کی پوره کیږی.                         ...

 دمصر عربی جمهوریت مقننی ارګان پارلمان دی چه ۵۱۸ غړۍ لري، چه د هغوی جملی څخه ۱۰ غړي یواځی د جمهور ریس لخوا ټاکل کیږی او پا ته یی د خلکو لخوا ټا کل کیږی. پارلمان د حکومت غړی نه ټاکی ولی د حکو مت د پلانونو د پلی کولو د اجرا کولو پا لنه  او څیړنه کوي. چه دلته د حکومت د جوړولو او ړنګولو حق يواځی د ر ئیس جمهور سره دي...........

 د مصر عربی جمهوریت د منځنی ختیځ او افریقا یی هیواد ونو په منځ کی تر ټولو پر مخ تللی اقتصاد لري. مصر د نړۍ د پر مختللو هیوادونو په لیکه کی  ۳۰ مقام او ځای لری. داقتصادی پر مخ تګ وده یی په۲۰۰۹او-۲۰۱۰) کلنو کی٪ ۵،۳ فیصده او په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ )کلنو کی٪ ۶،۵ فیصده ته جګه شوی ده. د مخا لف ګوند په قول د اقتصاد وده او انکشاف دخلکوپه ورځنی ژوندون کی هیڅ کوم تغیر او نوښت نه دی را وستي او خلک د ستونځو په منځ کی را شکیل دي.......

د مصر عربی جمهوریت خاص تولیدی عا یدات ۴۴٪ فیصده تشکیلوی ، د هغه جملی څخه ۱۳،۵٪ فیصده د کرهڼی او ما لداری ۱۴،۲٪ اوـ۱۶،۳٪  فیصده د صنعتی انکشاف له لاری  لاس ته راځي.  اوپه سلوکی ۵۶٪ فیصده عایدات يواځی د مالیی او ټکس څخه لاسته راځي چه دهغی جملی نه ۱۱،۳٪ فیصده  خاص عا ید یواځی د توریزم او سیا حت له لاری د هیواد خزانی ته شامیلیږی. سیا حت او توریزم په مصر کی په ۲۰۰۹ او۲۰۱۰ میلادی کال کی ډیره وده کړی ده په ۲۰۰۹ کال کی ۱۰،۵ میلیارده او په ۲۰۱۰ کال کی ۱۱،۵ میلیارده ډالره خا لصه ګټه ددی لاری لخواه دولت ته رسیدلی ده.  ..........                               

په ۲۰۱۰ کال کی ۱۲،۵ میلیونه بهرنی توریستان او سیلانیان د مصر څخه لیدنه کړۍ ده.د مصر خاص عواید  د مصر د تولیداتو او عایدات  پانګه ددولت اړ تیاوی یواځی په سلو کی ۴۰٪ فیصده پوره کوي .ددی هیواد خاص تولیدات پنبه، ورجی، جواری او تر کاری  تشکیلوی. د صنعتی تولیداتو څخه یی د تیلو او ګازو کانونه، نساجی فا بریګی د اوسپنی او موټر جوړولوفابریکی دی.  دمصر په عربی جمهوریت کی د موټرونو او غټو بسونو لوی کار خانی پکار اچول شوی دي ،چه ددولت د اړتیاوی ډیری نیمګړ تیاوی پوره کوي. او ددي هیواد د عاید مهم عنصر بلل کیږي  ......................................

                            پای                                                                    

 ولی محمد نورزی

- بېرته شاته