(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ولسی جرګی د ریاست مقام ته د وکیلانو د پهلوانی...

د ولسی جرګی د ریاست مقام ته د وکیلانو د پهلوانی او زور آزمایی مسا بقه بیاهم نا کا مه  شوه.            

د ولسی جرګی  ریاست ته کاندید وکیلان په څلو رم ځل بیا هم ونه توانیدل چه خپل مشر وټاکي. دمګړي ۱۵ نوماندو کاندیدانو خپل ځانونه دی مقام ته کا ندید کړی دي. ولی یوه هم د اعتماد وړ را یه یعنی ۵۰+۱  پوره نه کړه. د افغا نستان  د تیرو کلنو د پارلمانی تاریخ پر بنسټ تر اوسه پوری داسی  ورته بیلګه نه ده لیدل شوی.او هم دا رنګه د نړۍ د ټولو هیوادوپه پارلمانی انتخا باتو کی به داسی نه وی شوی ،چه د پارلمان مشر د پنځم ځل لپاره د انتخا باتو په درشل کی  پخپلو منځو کی د ی نه وی ټاکل شوی.نن  چه د خلکو او ددولت تش په نا مه  دغه وکیلانو خپلی رایی د پارلمان د مشر تابه لپاره و کارولی نو ددنیا ټولو خلکو خصو صآ افغا نانو په هیواد کی دننه او بهر د تلویزیون پرپرده د دوی د شرم نه ‌ ډ کی نانداری او تما شی ولید لي. دوی په ښکاره ډول سره ثا بته کړه چه د اولس اصلی استازی نه دي او يواځی په پیسو او واسطو یی دی مقام ته ځان را رسولي   دي. تر ټولو خنداوره او تعجب آوره خو لا دا ده چه وروسته له دی نه چه د ملت استازی د ولسی جرګی د مشر تا به د ټا کلو په پریکړو  کی نا کا مه را غلل. نو بیا د خپلو دا یمی حقوقو او د پارلمانی  چوکي د سا تلو په ننګه یی داسی شرم نا که پریکړه وکړه چه د ټولو خلکو د نفرت او خجا لت وړ وګر ځید له. دوی د خپلی پری کړی پر بنا داسی فیصلی ته ورسیدل : چه د اولس مشر د فرمان په اساس او د ستری محکمی د پری کړی په منظور د انتخاباتو د کمیسیون ددر غلیو او فساد په هکله پلټنه او تحقیق غیر قا نونی دي. او ځانګړی محکمه د منلو وړ نه ده. او باید ژر تر ژره دا پلټنی بندی شي .  او محکمه لغوه شي     

 دافغانستان ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې د ټاکنو په تړاودجوړې شوې ځانګړې محکمې د ړنګېدو پرېکړه وکړه او له ولسمشر حامد کرزينهیې وغوښتل چې د استازو ددیپریکړې ملاتړدیوکړياو محکمه دی با طله اعلان کړي

ولسي جرګې په دې اړه د دریو مادو لرونکې یوه مصوبه هم تصویب کړه چې د جرګې د موقت مشر محمد سرور عثماني لخوا ولوستل شوه.محمد سرور د جر ګی استازو ته وویل چه د ستری محکمی په چو کاټ کی دځانګړی  :

محکمې جوړیدل د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون خلاف دي.او د ټاکنو د پایلو په تړاو یې هرډول پریکړه ناقانونهو بللهاوهغه ییرد  کړه. د ټاکنو د بهیر جرمي موارد له قانوني لارو چارو څخه د تعقیب وړ دي. او دریم دا چې د اساسي قانون د ۶۴مادې پر بنسټ له ولسمشر نه غوښتل کیږي چې دغو سیاسي ناندریو ته د پای ټکی کښیږدی.او د دغې محکمې د ړنګولو په تړاو د استازو د پریکړې ملاتړ وکړي. مخالفه رایه نه شته د رایو په اتفاق مصوبه تصویب شوه.و کیلان ټوله په یوه خوله ددی پری کړي د تصویب په هکله بیله کومی مخا لفی رایی سره  اتفاق او یو نظر  شول

 وکیلان په دی هم نه پوهیږی، چه د جرګی د موقت رئیس په وجودکی د نوی رئیس اود دارا لانشآ دغړو د ټاکلو نه پرته ولسی جرګه د هیڅ قانونی پریکړي او فیصلی حق نه لري. دا ځکه لمړی باید د جرګی رئیس وټاکل شي وروسته د جرګی منشیان چه له هغه نه وروسته بیا د ولسی جر ګی غړی خپلي پری کړی د قانون پر بنسټ کولی  شي.

و کیلانو دا ډول فیصله بیا بیله شکه په اتفاق اراه سره بیله کومی مخا لفی رایی تصویب کړه. د ګران هیواد دغه اماتور وکیلان د خپلو شخصی ګټو د سا تلو ننګه کوی. ولی د خلکو او هیواد د ګټو د ژغورلو څخه ځان لیری ساتی.  د استازو مو قتی رئیس چه یو وخت یی په خپله هم د څا رنوالی او عدلیه ار ګا نونو کی دنده درلوده او د قانون د سپړنی په هکله تر هر چا ښه خبردي . بیا هم دستری محکمی په چو کاټ کی د ځانګړی محکمی   د موجودیت څخه انکار کوي او دهغی محکمی  لغوه کول په داسی حال کی طر حه کوی چه هغه محکمه  د ستری محکمی د مشوری اود رئیس جمهور د فرمان په اساس رسمآ خپل کارته ادامه ور کو ی.اوپه نژدي څو ورځو کي به خپله فیصلي اعلان کړي

 د ولسی جرګی د انتخا باتو لړۍ له اوله سره لا هغه وخت دشک او تر دید سره مخا مخ شوه ،کوم وخت چه  د افغا نستان  د ډیرو ولا یتونوپه مر کزونو  ، ولسوالیو او علا قه داریو کی د نا امنی او نورو دلیلو پر بنسټ د طا لبانو، زور واکانو او توپک سالارانو د ویری او ترس له کبله خلک د انتخا با تو مر کزونو ته د خپلی قانونی رایی د ور کولو څخه محروم شول .ځایی چارواکواو بهرنی میشتو قوتونو هم د زړه د اخلاصه  په دی پر وسه او چت ګا مونه پورته نه کړل. او دا پر  وسه د ِغټی ستونځۍ په توګه همدغسی نیمګړۍ پا ته شوه، چه ګوا ښونو او غبر ګونونه یی د هیواد مقننی ار ګان په خطر کی واچوي ولی د حل لاره یی تر اوسه ورکه او لا درکه ده..

 دانتخا باتو مستقل کمیسیون او د شکا یاتو ځانګړی کمیسیون ددوو میاشتو په جر یان کی د ټول افغا نستان د ولا یتونو د استازو  د ټا کلو دسر نوشت  په هکله  داسی پری کړی وکړي.چه د انتخا باتو لړۍ یی  نو ره هم د ګواښ  سره مخا مخ کړه.ددوی پری کړو د شک او تر دید فضا په ټول هیواد کی خپره کړه.  او د انتخا با تو د بریالیو او نا کامو استازو د کړکیچ او لانجی لاره یی په بی غوریو او ناندریو بدله کړه، چه تر ننه پوری  د فساد ، رشوت اودرغلي بیلګی یی د لویی څارنوالی له خواه تر څیړنی او تحقیق لاندی ونیول شوی. او د ستری محمکمی مقام ته وسپارل شوی. لویه څارنوالی د (۴۰۰ ) نه  زیاتی دوسیی ددرغلی او فسا د په منظور چه بر یالی وکیلان پکښی را ښکیل دی. ستری محکمی ته رسمآ واستولی او محکمه تر اوسه پوری پر دغو دوسیوو باندی د هیواد د ټولو ولایتو په سطحه خپل  ځانکړۍاستازی  استولی دی، او شپه او روځ لګیا دي تر څو د بر یالیو او معترضو کاندیدانو ددعوی پر اساس ځانګړي او عادلانه پری کړي وکړي.او  د محکمي  نتا ئج په ښکاره ډول سره بر ملا کړي.  .    ....                              

 دځانګړی محکمی د رئیس ښاغلی  صد یق الله حقیقی د وینا له مخی تر اوسه پوری ۸۳بریالی وکیلان د پو ښتنو اوتحقیق لپاره محکمی ته را غو ښتل شوی دي.همدارنګه نوموړی زیا توی چه ددرغلی او فساد عوامل په مو جوده دوسیو کی ډیر لیدل کیږی.مونږ به د اسنادو پر بنسټ ډیر ژر خپله پری کړی اعلان کړو او د هیچا طرفداری به ونکړو، ولی ددوسيو څیړل او ددرغلی عوامل به خا مخا زمونږ د پری کړو ښکاره جو ګه او نمونه وي.    . .....                

 داسی څر ګندیږی چه د انتخاباتو په درشل کی د رشوت د راکړی ورکړی ضمینه له ورایه ښکاري. او په دی هکله لویه څارنوالی ادعا لري، چه مستند کسیټونه او ددرغلی دپیسو د ورکولو په وخت کی دږغ دثبت معتبر اسناد او شواهد د لو یی څارنوالی لا سته ورغلی دي،او دا ټوله بیا  په رسمی ډول محکمی ته سپارل شوی دي. دا چه محکمه به ددی ټولو اسنادو پر بنا څرنګه فیصله کوي. مونږبه یی په ډیر نژدی وخت کی ووینو او پری خبر به شو.

 داسی امکان  هم شته چه دزور واکانو د تحدید او مداخلي په وجه دلویی څارنوالی او محکمی پری کړي ټولي د عمل پړاوته ور ونه دانګي او تیر پرتیر هیر پرهیر د ټولو جوانیبو او طرفینو د قبول وړ وګرځی. دا به په داسی حال کی امکان لری او توافق ته رسیږی، چه دولت و معترضو کاندیدانوته د مشرانو په جرګه کی د انتصابی استازود  معرفی کولوګرانتی ور کړي، او یا د وزارت او لویو ریاستونو په مقام کي ددوی سره د ژمني موافقه وکړي. دا ځکه چه د معترضو کاندیدانو په ډ له کی هم زیا تره  بیا همغه زاړه وکیلان شا مل دي چه په تیره دوره کی یی د خلکو د استازو په توګه د هیواد او دخپلی سیمی د خلکو لپاره هیڅ هم نه دی کړي. ولی نن دوی بیا د خلکو د استازی تر نا مه لاندی  د هغو د ملاتړ ننګه کوي. او ځان د خلکو وا قیعی وکیل ګڼی. چه په اصل کی داسی نه ده. د جمهوری ریاست او ولسی جرګی د انتخاباتو سلسليٍ د افغان اولس و ټولو وګړو ته داسی تجربه او درس پریښوی ، چه مونږ یی ټوله هک پک حیران کړی یوو. دجمهوری ریاست په ټاکنو کی بهر نیانو  پوره لاس وهنه وکړه. او د ولسی جرګی په انتخا باتو کی بیا د ټا کنی آزاد کمیسیون او د شکا یا تو مستقل ځانګړی کمیسیون خپله دنده د انتخا باتو دمربوطه قانون د ښه  پلی کولو او غور کولو وجه په ښه توګه سره سر ته ونه رسوله، چه پایله یی نن د رسوایی، درغلي او بد نامی پر لیکه ولاړه ده، ولی د انتخاباتو د پرستیژ او حیثیت لړۍ یی دشک او تردید لاندی را وستل، چه دا به زمونږ د ټولنی او خلکو په روان ژوند کی په لوړه بیه تما مه شي. نو ځکه په ډاګه ویلي شو چه مو جو ده وکیلان په زیا ته پیمانه د خلکو اصلی استازی نه دي.او نه هم دوی دملت داستازیتوب دا ګران پیټي تر منزله رسولی شي..............

په اوسني پارلمان کی د ملت موجود استازي په لاندی ډولو ټپلو سره ویشل شوی دی:                             .

 لمړي ډله:      دا ډله د جهاد د پخوانیو مجا هدینو، تو پک سالارانو، زور واکانو، بیروکرا تانو او دسیاسي مختلفو ګوندونو او ډلو تر منځ  ته را غلي دي،چه هر یو یی د خپلو شخصی ګټو او  ګوندی ګروپونو ملا تړ ته غا ړه ایږدي. ددی ډلی استازی هم په دولتی چارواکو کی او هم په سیاسی ګوندونو کی ملاتړۍ او خواخوږی  همکاران لري.

دوهمه ډله:    دا ډله د موجوده حکومت د رئیس جمهور نه نیولی بیا د وزیرانو ، رئیسانو والیانو،او ولسوالانو په ښکاره ملاتړ او کمک منځ ته راغلی ده. چه استازی یی ددولت په مو جوده  دستګاوو کی د زور او زر توان مندی او امکانات لري. او دخپلو کړیو په لار ښوونه عمل کوی، او دهغوي د مشورو سره سم  خپلی شخصی ګټی هم په نظر کی نیسي. دوی د لمړۍ ډلی سره هم د معا ملی او جوړ جاړی پر بنسټ ځا نګړی موا فقی ته رسیدلای شی .ددوی هدف  او کړن لاره  یوه ده،ولی کله کله بیا د شخصی ګټو پر بنا د ا تحاد د چو کاټ نه وزي او دمخالفت لاره نیسي....

دریمه ډله :   دا ډله د افغا نستان د سودا ګرو پانګه والو، متنفیذونو، ځایی خا نانو او پیسه دارانو څخه منځ ته راغلی ده. ددوی هدف یواځی  پارلمانی چوکی ته راتلل فقط د خپلو شخصی پانګو او سر مایی د غزولو نوره پراختیا او وده ده. چه دوی په خپله د خلکو  ا صلی استازی نه دي. او نه هم د هغوي  دکړاواو تړاو غم ور سره دي . بلکه یواځی یی خپلی ګټی پکښی نغښتي دي .او دضرورت په وخت کی د معا ملی و هر ډول جوړ جاړی ته تیار دي. په دی ډله کی دکم عمر ځوانان چه دهیواد په سطحه ، ډیر کم معلو مات لري د پارلمان د استازیتوب ویاړ ور په برخه شوی دي.

څلورمه ډله:  دا ډوله چه شمیر یی خورا لږ دي د اولس د استازی په تو ګه په مستقیمه تو ګه په تصا دفی ډول سره د پارلمان چوکی ته یی لاره پیدا کړی ده. دوی د پارلمان په تشکیل کی ډیر کو چني اقلیت دي. چه د پارلمان په پری کړو کی به  برلاسه او پراخه اغیزه ونلری. ولی په ځینو مواردو کی  بیا ددوی رایه د فیصلی توازن بد لولای شي .                                                             

                                                                         پای   

 

 

 

- بېرته شاته