(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

میرزا غالب اوطنز

پوهنمل محمود نظری
۳
 
میرزا ډیره ظریفه طبع لرله هغه دوستانو سره په ظرافت خبری کولې او دې ظریفوالي هغه ډیر محبوب کړی و.
 وايي سید سردار د میرزا کره ورغی، د تلو په مهال میرزا شمعدانی  له هغه سره تر وره پورې یوړه چې هغه خپل بوټونه په پښو کړي.
 سید سردار وویل:  قبلې او کعبې ډیر زحمت دي  ویسته،  زه خپل بوټونه په پښه کولی شم
میرزا په خندا ورته وویل: وروره ! ما ستاد بوټو د ښوولو لپاره شمعدانی نه ده راوړې مګر په دی پار مې راوړه  چې زما بوټونه په پښو نه کړې.
***
په روژه کې میرزا غالب په دهلی کې د قاسم جان په  میلمستون کې ناست او خمار یې کوی
 له «میرته» څخه د هغه شاګرد «مفتی شیفته »دهلي ته  دهغه لیدو ته راغی  میرزا يي ولید چې
د روژې په مبارکه میاشت کې  خمار کوي
مفتی شیفته ورته  وویل : میرزا صاحب ما اوریدلي دي چې په روژه کې شیطان بندي کیږي
غالب ځواب  ورکړ :مفتي صاحب تا سهي اوریدلي دي هلته چې شیطان بندی  شوی دی هغه  دغه خونه ده.
***
کله چې میرزا د انګریزانو له بنده خلاص شو نو دتور میا صاحب کور ته ورغی هغه  د بهادر شاه ظفر د مرشید زوی اود شیخ فخرالدین چشتی  زوی و
 یو سړی میرزا ته   دمبارکی لپاره  راغی او له میرزا څخه يې وپوښتل :
 له کومي بندي خانې څخه خلاص شوی؟
  میرزا ځواب ورکړ :
 لومړی د سپینو به قید کې وم اوس د تور و په قید کي یم
***
کله چې انګریزانو میرزا  بندي خانې  ته بوت، «کرنیل براون» د هغه د وضعی په لیدو ځینې وپوښتل:
ښه نو مسلمان يې؟
میرزا ورته وویل: نیم مسلمان
کرنل وپوښتل : مطلب دی څه دی ؟!
میرزا ویل: جناب شراب څښم خو د خینزیر غوښه نه خورم
***
د رام پور نواب کلب علی خان د انګریز دګورنر لیدو ته «بریلی» ته تی ،میرزا اسد الله غالب له هغه سره و. نواب د تګ په وخت میرزا ته وویل:
میرزا صاحب  د خدای په امان په خدای دي سپارم!
میرزا یې په ځواب کې سمدلاسه وویل:
حضرت د خدای زه تاته وسپارلم او سر چپه ته  ما په هغه سپارې
***
میرزا  په خمار کي ډیرې پیسې یووړي په هغه يې پر یو خره  یو بیرل شراب کورته راوړل ښځې یې په حیراني او شکایت  له هغه وپوښتل:
 په کور کې د خوړولو لپاره شی نشته  تا شراب راوړل؟
 میرزا په خوشالي ځواب ورکړ : خدای د روزی د رسولو  ضمانت کړی  دی مګر د شرابو يې   نه دی کړی!
هغه په دی لاندی غزل کې  د روزګار څخه سر ټکوی اوهجو وایي
 
  هي څه ووایم که وضع د روزګار  وي داسي
د شاعرانو دیوانونه به  ټو له وسوځي
کاشکی پوه شی  چې د قلم د مانا دقتل لپاره
دقلم او لیکلو جلوه  به  لکه دار  اورسۍ شی
ړوند به د دعوی هینداره په لاس کې ونیسی
ګوډ لاس به د شعر زلفو ته سینګار ورکوي
 کارغان به  په هوای کې غږلی   وايي
لکه بلبلان  همنوا به د چمن شي

هغه دځان په مدح کې وايي:
 

دبیریم، شاعریم، رندیم، ندیم یم او  اسلوب لرم
په فریاد  رحم کوم نو چیغې نه را وځي
 
۴
هغه په خپل شعرونو کې  دطنز  او ټوکوپه هکله وایي:

 باده که حرامه ده بذله خلاف د شرع نه ده
 چې ښه می نه اورې   بد مه وایه زموږ په بدو
 
هغه د خواجه په هجو  کي وايي:
 
خواجه به میراث جنت فردوس غواړی
وای که د نسب د رویه آدم ته نه ورسید
د ځان  د رندي  په هکله په طنز  وايي
 
ما نور څوک ختا ایستلی نشی
 زه  یې ختاباسم  چې  ما ختا ایستلی شی
بیګناه یم پير مغانه  زما مه خوابدی کیږه
ما په مستی تړلی دی احرام
هغه  د خپل ژوند شکایت  په هجو داسې بیانوي :
 
زړه خوشالی ورکه کړی د ډوډۍ په غم کې دی
  د بزګر  کرونده کیږي چې  بڼ ویجاړشی
زما مشکل پسند همت  کله  فارغیږی
له مشکلاتو لویږم هغه کار چې اسان دی
یا
زما له چغو مه ځوریږه  چې کار شوی اخیر
مړه شمع یم او له ککرۍ می دود خیږپ
یا
 په پور شراب خورم زر په قمار بایللي
هغه چي تر ټولو ناسزا دی موږ په سزا نه دی کړی
ناله په شونډو نه کوو داغ مو په زړه کی پټ کړی
بخیل شتمن  یو زر یی په خزانه کې پټ کړی
یا
شعر مي له نازکي نه لیکل کیږي
دوړه نه پورته کیږی  د تورېدلي آس زما
موږ نه وو په دی مرتبه راضی غالبه
د شعر خپله غوښتنه وه چی فن شی زما
د هغه یو اردو شعر
مه پریږده د شاتو مچۍ چې بڼ ته ولاړه شي
چې ناحقه به  د  پروانه د وژنی لامل شی
د شاتو مچۍ له   موم څخه  شمع جوړیږی چې هغه د پروانه ځان سوځولو لامل ګرځی
 
اخځونه
Rawzana.com/Urduweb.org/Itdarasgah.com/Urdo adab and shayeri .com/wepedia.mobi/fa/Fa.wikipedia.org/ Arghavaan.blogfa.com/Kabulnath.de.
 

 

- بېرته شاته