(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د منځنی ختيځ او افریقا دعربی هیوادونو غور ځول شوي...

لیک : ولی محمد نورزی 

د منځنی ختيځ او شمالي افریقا دعربی هیوادونو غور ځول شوي او پرځای ناست اولس مشران په اوږده نرۍ  رنځ اخته شول

 

 د ڼړیوالود خبر ی اژانسو د ما لو ما تو له مخي د تو نیس پخوانی پر ځولی شوي اولس مشر بن علي د سعو دی عربستان د جده په ښار کي ډیر سخت  نا روغه دي.نوموړی  د مګړۍ ددی ښار په شفا خانه کی  تر جدی در ملني لاندی دي. د ځینو معتبرو سر چینو له مخی نوموړۍ د مرګ او ژوند د واټن تر منځ شپی او ورځي سبا کوي. اود کوما و حالت ته ور لویدلي دي. بن علی د جنوری په میا شت کی د خلکو د لوی پا څون او ستر خو ځښت له کبله چه ۱۴۷ کسانو ددی رژیم د پر ځولو لپاره خپل ځانو نه قربانی کړه او تر ۵۱۰زیاتو  کسانو نور بیا ټپیان شول. بن علی  مجبورشو چه هیواد پریږدي او دخپلی کورنۍ سره و سعودی عربستان ته وتښتیدي. بن علی ددولت د ملی سرما یی څخه ۲۰میلیونه ډ الره هم له ځان سره وړي دي .او نوری ډیری پیسی یی د نړی په بانکونو کی  پرتی دي.                 

 همدارنګه د مصر ۸۲کلن اولس مشر حسنی مبارک چه د میلیونونو مصر یانو د اتلس ور ځنې انقلاب اوغورځنګ له امله دقدرت نه ولویدي .هم سخت مریض دي.او دکوما په حالت کی دي.نا تا یید شوی خبرونه او رسنی وایی چه حسنی مبارک د خپلی کورنۍ سره په یوه العر بیه الو تکه کي د مصرد شرم ا لشیخ د ښار څخه دعربی ا ماراتو د شارجی ښار ته رسیدلي دي.او هلته تر سختي در ملني لاندی دي. د ځایی ډ اکترانو له خولي خبر ورکول شوی دي چه حسني مبارک دری ورځی کیږی چه دخبرو او ډوډی خوړلو توان نه لري، او روغتیا یی حا لت یی ډیر خراب دي.

ولی د مصر د شرق الوسط  ورځپاڼه بیا لیکي چه ۸۲کلن  حسنی مبارک په شرم الشیخ دي. سره له دی چه نومړی سخت ناروغه دي، نه غواړی د مصر څخه ولاړشي، او دخپلو نژدی دوستانو څخه یی هیله کړی ده چه دده د درملنی لپاره و بهرنیو هیوادونو ته دده د سفر ټول پلا نونه مسترد کړي. ددی  اوني  په سر کی د  قا هری  ځینو ورځپاڼو خبر ور کړوو، چه مبارک د بی هوښي او کوما په حالت کی دي. او رو غتیا یی و ضع یی ډیره خرابه ده          ..                                                                   .

 د مصر انقلابی پا څون د عربی نړي تر ټولو ستر او غټ هیواد ددیرش کلني دیکتاتوری او ظلم ټغرور ټول کړي. او نن د مصرد آزادی د تحریر په ډګرکی څه کم یوه میلیون مصر یانو  سره را ټول شوی وو، او د جمعی لمونځ یی هلته ادا کړي. د سعودی عر بستان د کعبی شریفی نه وروسته د تحریر ډګر دوهم ستر اسلامی محل دی، چه  د مصر مسلمانان په لوړه پیمانه خپل د جمعی لمونځ په ګډه سره اجرآ کړی. چه د آزادی د ډګرنه دعبادت مرکزهم جوړ شو.

 د مصر لو یی څارنوالی و بهر نیو هیوادو ته د پخوا نیو  وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو پر سفر بندیزونه اعلان کړه. داسی انګازی شته چه د مصر پخوانی  د کو رنیو چارو وزیر حبیبی العادل، دتوریزم وزیر زوحیرا غرانی او د  کورونواو ساختمانی جوړولو چارو وزیر احمد المغربي یی ددرغلی په تور بندیدان کړي دي.                            

  د مصر د خلکو په پاڅون او غورځنګ  کی  مصر یانود  ۳۶۵  وګړو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړي او ۵۵۰۰تنه نور بیا ټپیان شول. په مصر کی اوس روز مره ژوند نور مال او عا دی حا لت ته را ګر ځيدلي دي.او خلک په خپلو ور ځنیو چاروکی بو خت دي.  ولی د مصر د خلکو د ښه ژوند د سمون چارو ته   لا ډیر وخت پا ته دي...

 د مصر او تونس د پا څون نه وروسته د  لیبیا  په عربی جمهوریت کی هم نا آرامی را منځ ته شوی. لیبیا  د شمالی افریقا د عر بی هیوادو څخه کو چني هیواد دي ،چه نفوس یی شپږ میلیونه ته رسیږي. او دنفتو غټی ذ خیری لری. په ۱۹۶۹میلادی کال کی د ډګروال محمر القذافی  په مشری د لیبیا قانونی پا چا ادریس له واکه وغور ځول  شو، او خپله قذافی د واک ټولی چاری په لاس کی واخیستي. په ۱۹۷۷کال کی د ډګروال قذافی  په مشری ددولت ټولی حکومتی ، مقننی او اجراَیوی  چاري د ده د شخصی تیوری تر اغیز لاندی راغلي. قذافی  د لیبیا اولس مشری ، صدراعظم او د پارلمان  ټولی چاری په خپله اوږه و اخیستي . د غه بو ډا اولس مشر د خپلو خلکو د  هو سا ینی لپاره په تیرو ۴۰کلنو کی  هیڅ کوم ځانګړۍ پلان   پکار نه دی اچولي.  د همدی سبب له رویه په روانه اونۍ کی د لیبیا مخا لفی ډ لی خپل لار یو نونه د لیبیا په مر کز او نورو غټو ښارو کی پکار واچول، ددی لاریون په اخ و ډب کی  تر پرون پوري شلو کسانو خپل خو ږ ژوند له لاسه ور کړي دي. قذافی چه په ورستیو ورځوکی په دماغی او روهی ناروغي هم اخته دي.، دخپلو خلکو د نا ارامیواو غو غا له لاسه سخت په تنګ  شوی دي..فذافی پخوا لا دخپلی سا تنی لپاره  د ښځو یو ملی ګارد جوړ کړی دي، چه دده د امنیت چاری پر مخ بیایی ،همدارنګه تیر کال فذافی د ایتالیا صدراعظم بیر لوس کوني په مرسته او مو افقه د ایتا لیا د موډ او فیشن مشهوری ښا یسته پیغلي چه شمیر یی ۷۰تنو ته رسیدي، په خپل شخصی مصرف لیبیا ته را د عوت کړي ،اود بازګشت په وخت کي  هری یوی پیغلی  د قذافی له خواه یوه ځانګړی د غټی بیه تحفه تر لاسه کړه، چه دا په خپله د یو مسلمان هیواد پر مشر باندی د شرم او ننګ سخت نا وړی ګوزار و ګڼل شو ،کوم چه د لیبیا زیا تره خلک په خپله  دغریبی  او ناتواني په در شل کی شپه او ورځی تیروي او د بیکاریو او وزګاریو څخه سر ټکوی. د رویتر آژانس له مخي قذافی نن حا ضر شو چه د خپل قدرت یوه بر خه د خلکو سره شریکه کړي. ولی مظاهره چیان دده خبره نه مني او خپلو مظاهرو ته  ادامه ورکوي. د لیبیا دولتي مقا ماتونن  ۱۱۰  تنه پخوانی بند یان له بنده خوښی کړه  تر څو د مظاهره چیانو د شورش د لړۍ مخنیوی وکړي. ولی شورشیانو نن د طرابلس ، بنګاز، البیداه ښارونوکی سختي مظا هری وکړي. د تاس آژانس  د خبر په حواله د البیدا دښا ر پوره کنترول د شورشیانو  لا سته ور غلي دي. داچه نور به څه کیږي راتلونکی اونی به یی بیلګه وي. تر اوسه پوری د لیبیانو د قر بان یانو  شمیر ۲۴تنو ته رسید لي دي ، چه په سلګونه یی ټپیان هم دي ..........................

  بلی خواه د بحرین په کو چني هیواد کی د شیه مسلمانانو شور شونه او نا آرامی خپل اوج ته رسیدلي دي. د سپور تي مو ټرانو د نړیوالو سیا لیو د فورمول( ا )په نا مه د سیا لیو ډګر  چه د مارچ د میا شتی په 11، 12 او 13  لا پخوا د بحرین هیواد ټا کل شوی وو، امکان لری تغیر وکړي. او ددی میاشتي په ۲۳  نیټه به وروستنی پری کړه وشی چه دا سیالی به  په بحرین کی سر ته ورسیږی او که نه. په بحرین کی پو لیسو پر مظا هر چیانو او ښکی بهیدونکي ګاز کارولي دي ،او ټا نکونه د ښار کو څو ته را وتلی دي. تر او سه پوری په بحرین کی د شورشیانو له ډلی نه ۴نفره  له منځه تللی دي، اوپه سلګونو ټپیان په  روغتون کي تر در ملنی لاندی دي. ولی شو رشیان پر خپل هوډ ټینګ ولاړدي.

 داسی خبرونه هم شته چه د سعودی عر بستان پا چا ملک عبد ا لله هم سخت ناروغه دي. ملک عبدالله چه د تونیس د تښتید لی جمهور رئیس بن علی  د میلمه پا لني او فنا هند ه ګۍ افتخار ور په غاړه وو. اوس په خپله د مریضي په نرۍ رنځ اخته دي.داسی زاړه بو ډاګانو مشرانو د خپل ملت اوخلکوغم هیڅ کله نه دي خوړلي او په خپل عیش کی ډوب وو

 له بله طرفه د یمن په دمو کراتیک جمهور یت کی د رئیس جمهور علی عبد ا لله صالح د طرفدا دارانو

 او مخا لفانو تر منځ سختي نښتی شوی دي. د رئیس جمهور طرفدارانو د چاقو، بو تلانو او نورو وسایلو په واسطه د مظاهره چیانو ډله پر شا و تمبوله. ولی مظا هره چیانو و خپل لاریون او غبر ګون ته  تغیر ور نه کړي. دمظاهر چیانو د لاریون هدف د علی عبد ا لله صالح ګو ښه کیدل  او په هیواد کی د آزادو انتخا با تو د را وستلو لړۍ ده ،  رئیس جمهور صالح ۳۲کاله کیږی چه په قدرت کی پا ته شوی دي.اوو روستی دوره یی په ۲۰۱۳م کال کی سر ته رسیږي. که څه هم نو موړی په دی قانع دي، چه بل ځل به ځان د اولس مشری مقام ته کاندید نه کړي. د بلی خوا ه مظا هر چیان دده د سمدستي استعفا غو ښتونکي دي. او په هیواد کی د آزادو انتخا با تو اعلانو ل او پلی کول غو اړی.

 ددی اونۍ په سرکی د ایران اسلامی جمهوریت ځوانانو د مخالف ګوند رهبرانو مسووی او کړوبي په تحریک د مصر او تونس د خلکو په طرفداری په تهران او نورو غټو ښارو کي  سختی مظا هری  وکړي ، ولی د ایران  د اخندی حکومت پاسدارانو مظا هره چیان ډیر سخت وځپل او دوه نفره پکښی شهیدان شول. د ا یران پارلمان په  خپل غو نډ  اکثریت سره پری کړه وګړه چه مخا لف رهبران مسووی او کړوبی دی دواړه اعدام شي. او ددوی نور ملګری دي د زندان پنجرو ته و سپارل شي. د ایران اسلامی  اخند زاد ه ګان په سخته ویره کی لوید لی دي چه خدا نا خو استه دغه بل شوی اور ددوی اخندی رستګراي نظام ور رنګ نکړي.او دوی به د خلکو د محا کمی  قضا وت ته ور ودانګي.

 په الجزایر ، اردن ، لبنان ،سوریه او سودان کی هم د مظاهر چیانو خو ځښتونه په ډیره بیړه سره پر مخ ځي. او په راتلونکي هفتو او میاشتو  کی به ووینو چه دا لګیدلي اور تر کومه ځا یه پوری رسیږي.تر څو د حق او با طل  دینی او شرعی لاره په خپله د خلکو لخوا ه د عمل پړاو ته ورسیږي او د ظالم د ظلم، جبر او ستم لړۍ د تل لپاره ختم شي.

- بېرته شاته