(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مونشن دی لاریون رپوټ

دجرمني په مونشن ښار کې  دیولوی او بریالي لاریون مفصل او مصویر رپوټ

بسمل

ګرانولوستونکو!
 
دروانې  فبروري  میاشتې  د دوهمې نېټې  له  خبرتیا سره  سم   د فبروري  په  څلورمه او پنځمه نېټه دجرمني  په مونشن  ښارکې دناټونړیوال امنیتي کنفرانس  په  ضد  دنوي ۹۰مختلیفو سیاسي، کولتوري اونورو ټولنیزو خوځښتونو په نوښت  یو لوی لاریون  ترسره شو.
ددې بریالي لاریون  په  دا سبا مو تاسوته یو لنډه کی  رپوټ له دوو تصویرونو سرهیوځای دافغان درنو ویبپاڼو او رسنیو له  لارې وړاندې کړی  وخو موږ  د ځینو عمده  علتونوله  کبله  تاسو ته  د لاریون   په  سبا مفصل  رپوټ  درنه کړای شومثلأ:
ــ دتصویرونو او ویډیوي فلم دحجم دروندوالي زموږ کار وځنډاوه .
ــ دمونشن  په  بایرش هوف  هوټل کې  د امریکا د دایمي اډو په  اړوند له  کرزي  سره  د ناټواستازو د  پټو مشورو ګنګوسې هم ددې سبب  شوې  څومالومه  شي چې  په  دې اړوند  د لاریونوالو اندېښنې سمې دي اوکه نه .
ــ  دیادواډو په اړوند دافغانانواودسیمې هېوادونو غبرګونونو ته مو هم انتظار وکړ .
ــ په عربي نړۍ کې دلاریونونوسلسلې  او  په  تېره بیا ددیکتاتور حسن مبارک د تېښتې انتظارمو ځکه وکړ چې زموږ دلاریون یو شمېرمصري ملګري مصر ته ولاړل موږ دهغو دسترګو لیدلي حال ته معطل وو .
دلمړۍ  ستونځې  په  برخه کې خو زموږ  ملګرو ترخپله  وسه وکړای  شول  چې دتصویرونو حجم کم او خپرېدو ته برابرکړي  د ویډیويي برخو د حجم کمول  له  تخنیکي اړخه  زموږ ملـــګرو ته  ستونځمن  و خو له   هغه  سره سره  د لاریون یوه ویډیویي برخه  دبېلګې  په  ډول  دافغان  درنواو هېوادپالو ویبپاڼوچلوونکوپه مټ  تاسو ته  وړاندې کووهیله ده چې دتخنیکي امکان  په  صورت کې یې تاسو ته  خپره کړي .
د دوهم مورد په اړوند دومره وېلای  شم  چې دلاریون  والو اندېښنې په  ځای وې ددایمي اډوخبره حامد کرزي  لا دولسمشري   ټاکنو په  درشل کې له  امریکایانوسره منلې وه  ځکه خو یې غبرګ عبدالله  په غبرګو پښو کښېناوه خو دا چې اوس حامدکرزی دې خبرې ته نوی  رنګ ورکوي داکومه نوې خبره نه ده ځکه چې هغه داسې  رنګمالۍ  هر وخت کړې دي .
دامریکا ددایمي اډو په اړوند دافغانانو اوسیمې دهېوادونوغبرګونونه  هم  جوت  شول که  دسیمې هېوادونو له موقف څخه  راتېر او دخپلو افغانانو نظریاتو ته  ځیر شو نو دا دی بیا د شمال جنایتکارې  ټلوالې خپله  ریاکاري ،وطنفروشي، جنایتکاري اوجعلکاري وښوده .
دکرزي پخواني مرستیال په میلیونونو ډالروتورن  ضیأمسعودله اډوڅخه ملاتړ وکړ خوتورن اسمعیل  بیامنفي غبرګون وښوددابیاداسې کیسه شوه لکه نظاریان چې هم یې دولت ترولکه لاندې دی اوهم ځان اپزیسیون بولي .
دوروستي  مورد په برخه کې به دومره ووایم چې دعربي نړۍ څپۍ به دډېرو ونو پاڼې ورژوي په زورکلي نه کیږي  هغه ورځ لرې نه  ده چې کړېدلی او بې عزته  شوی افغان  ولس  دهېوادپه ګوټ ګوټ کې یو ځل بیادبابا تاریخ  را ژوندی او پردي  دهغو له  ګوډاګیانو سره یو ځای  په ځغاستو کړي .
دا هم  دیادولو وړدی  چې  په اوسنیو شرایطو کې نه  دکابل  اداره  د دایمي اډو دمنلو صلاحیت  لري  او نه تش په نامه  دکرزي مسخریي لویه  جرګه،  ددایمي  اډو په اړوند به  هغه وخت پرېکړه کیږي چې دافغانانوله خوښې سره سم یو عادل او قاطع حکومت رامینځ  ته  شي.
دابحث نورنه اوږدوم راځم  ستاسوخدمت  ته  په لاندې  ډول سره مفصل اومصویر رپوټ  وړاندې کومخومخکې له  دې  چې زما دسترګولیدلی حال  ولیکم  لمړی  دهغې  وروستنۍ اعلامې  پښتوژباړه ستاسو درنو لوستونکو حضورته  وړاندې کوم  چې  ښاغلي کلاوس  شریر لیکلې اودلاریون  الماني مسؤلینو موږ ته  رالېږلی ده  هیله  ده چې تاسو ته په زړه پورې وي :
دناټوامنيتيکنفرانسپهضددعملاتحاديېوروستنۍاعلاميه
څوورځې مخکې  په مونشن ښار کې دنړیوال امنیتي کنفرانس  په ضد خورا په زړه پورې  لاریون تر سره شو پدې لاریون کې له  ۵۰۰۰پنځو زرونارینه  او ښځینه کسانو څخه  زیاتوونډه لرله  خو  پولیس  دمعمول په ډول دداسې حرکتونو کمیت کم ښيي .
دګڼ شمېر سازمانونو د لاریون  دپرانستنې  په وینا کې ښاغلي والتر لیستل، دعمل یوالي لاریون  ویاند وویل :
«موږ خپل امنیت  دناټو دسیاسیونو، دجګړو ستراتیژیستانواو دوسلو سوداګرو په  لاس  ځکه  نه ورکوو چې د دوی  لاسونه  په  وینو سره  دي  د دوی  په لاس  تنظیم  شوو جګړو په  یوګوســلاویا، افغــانستان او عراق  کې  په سلګونو زره کسان قرباني  کړل .
له افغانستان  څخه  دالماني او ناټو سرتېرو ایستل  دلاریونوالو مرکزي  غوښتنه  څرګندوله .
په دې لوی  اعتراضي لاریون کې  افغانانو، حبشیانو، سومالیایانو او مصریانو ښه  فعال ګډون  درلود .
ویناوالو خپل کلک  ملاتړ  د نړۍ  له  هغو میلیونونو وګړو  څخه  وښود  چې  دانساني کرامت  د خوندي کېدو او مستبدو  رژیمونو په  نړېدو کې  ونډه لري .
والتر لیستل، د عمل یوالي لاریون  ویاند، له افغانستان  څخه  د نوو الماني سرتېرو درایستلو مسئله له  چل او فرېب  څخه ډکه وبلله  وېل د(المان ددفاع وزیر) ګوتنبرګ  اودناټو پوځي  چارواکي له افغانستان څخه دپوځونو را اېستل په حالاتو پورې  تړلي بولي  خو دا یوازې  یوه  پلمه  ده  نه کوم بل څه .
موږ وایو:
« الماني  او نور بهرني  ټول  پوځونه  دې له افغانستان  څخه  ووزي  او بې له  ځنډه دې ووزي !»
والتر لیستلوویل :
«زموږ لاریون نه یوازې دجنګي ستراتیژستانوپه وړاندې  دی بلکې  په نړۍ کې دهغودیموکراتوخوځښتونوسره دیوالې لپاره هم دی، چې  په  مصر، تونس، یمن  او نورو عربو ملکونو کې  فعالیت کوي .
داسیمیز اعتراضچیان  هلته  نه  یوازېپه  سیمه کې  نمونيي  دي  بلکې  دنړۍ په کچه  داستثمار  په  وړاندې هم مقاومت کوي .»
هغه  دالمان  دولت اوناټو نور غړي  هېوادونه  دجنایتکارانود رژیمونو ملاتړي وبلل  او زیاته یې کړه چې  دوی د مصر او نورو عربو هېوادونو له  لاریونوالو څخه  هسې دسر په  ښورولو ملاتړ کوي .
دلاریون  په  ورستنیو  ویناوالو کې "توبیاز فلیوگــر"چې  په  تیوبینـــګن کې د جنګ  طلبي  رسنیو مسؤلیت  په غاړه لري"ســویم  دگلدلین"  د المان   په  پارلمان  کې  دکیڼ اړخواستازي "اویگن  دریورمن"،د  رواني   چارو تکړه عالم   او د دیني علومو یو کارپوه خپلې  ویناوې  واورولې .
توبیاز فلیوگر ازدالمان  دولت  په بې  رحمانه  منافقت  نیوکې وکړې وېل ولې دعربي اعتراضچیانو په اړوند  صداقت نه لري .
هغه  وویل لسګونه کلونه کیږي چې په عربي هېوادونوکې دقدرت  په ګدۍ ناست کسان دلویدیځوهېوادونو په ځانګړي  ډول  دالمان دولت لخوا تقویه، په وسلوملبس او په  پولیسي ساحه کې حمایه کیږي  تر څوولسیز خوځښتونه وځپي  هغه  زیاته کړه چې لا اوس هم دالمان په پارلمان کې وېل کیږي  چې الماني سرتیري دافغان ولس دخوشبختي لپاره تللي دي .
نه نه! داسې نه ده. کوم کار چې الماني  سرتیري  په افغانستان کې  په  مخ  وړي  دایوازې  دجګړیز او اشغالګر سیاست  چاري  دي  چې  دوی  یې  په  مخ  وړي .
ناټو په  افغانستان کې  په  جنایت مرتکبه  ده زه  وایم ناټو د جنایتکارانوسازمان  دی له دې کبله له افغانستان څخه دالماني پوځیانودبېړني خروج  غوښتنه کوم .
موږ نه  غواړ چې المانی اردو داقتصادي ګټو لپاره وکارول  شي . موږ  دا دجګړو اردو نه  غواړو.  موږ  غواړو المانی  پوځ ګام په ګام بې وسلي شي داهم نه غواړو چې دالماني  اردو تبلغات  ښونځیوته ورسیږي ښوونځي دې  داردو له  نفوذ او تاثر څخه پاک وي !
سویم دگدلین  هم دالمان  دولت  تر نیوکو لاندې ونیو او د عربي مستبدو  حکمرانانو جرمي  شریک  یې وباله  داسي یې وویل :
«نه یوازې له مختلیفوګوندونومسیحي دموکراتانو اوآزادودیموکراتانوڅخه تشکیل شوی  دالمان  ائتلافي  حکومت  عربي دیکتاتوران  حمایه کوي  بلکې له دې څخه دمخه  دسرو او شنو ګوندونو ائتلافي حکومت هم داسې کار کاوه.»
مبارکیان،بن علیان،دمراکش پاچاهان اودسعودي عربستان  شهزادګان  ټول  ددوی نژدې دوستان  وواودي .
اوس هغه وخت رارسېدلی چې  دالمان  په  پارلمان کې  دجګړې  په ملاتړ،دنړې دسیاسي سرکوبي اودالمان د اکثریت وګړو په  خلاف  لاسونه  پورته  نه کړو ځکه  چې دا لوی اکثریت  دافغانستان جګړه  ردوي .
دا لوی  وګړنیز اکثریت  په  حبشه او سومالیا کې  کم عمره  سرتیري  نه  غواړي . دالوی اکثریت  نه غواړي چې دنړۍ  خلګ  د دوی  په نوم  وځپل شي او یا دنړۍ خلګ  د پانګوالي قرباني شي . زموږ  د وګړودا لوی اکثریت  دنړۍ استثمارپه  اصطلاح  ددریمې نړۍ استثمار  ردوي دا لوی اکثریت  نه غواړي  چې په نړۍ کې یو ملیارد وګړي  لوږې  تېري  کړي  په  داسې حال کې چې موږ  ټولې نړۍ ته وسلې ور لېږو .
موږ د دې لوی اکثریت  تر څنګ  ولاړ یو  له  همدې کبله  وایوچې :
« جګړه شیندونکي ،جګړه غوښتونکي اودکتاتوران  نه  غواړو!»
ښاغلي"اویګن دریورمن  "پخپله وینا کې  وویل :
«موږ دلته  په  مونشن ښارکې  راټول  شوي  یو څو اعلان کړو چې دبرلین په  پارلمان اودبایرش هوف هوټل په مینځ کې نن هغه استازي ناست دي چې له ولسونو څخه استازیتوب  نه کوي .
په افغانستان کې له لس کلنوبې رحمانه وژنو څخه  را وروسته  اوس  د هغه  څه ویلو وخت  رارسېدلی دی چې ویې وایو اوباید ووېل شي :
« له افغانستان څخه ووزئ  او  دسولې سیاست مخ ته کړئ!»
«ټول خلګ  پوهیږي  چې  داروپا او امریکا امنیت له افغانستان  څخه  نه  تهدیدیږي .  دوسوه کاله  وشوو چې افغانستان  په کوم بل  چاجګړه نه  ده تحمیل کړې  خو په  دې  دووپېړیوکې  پنځه  لوې  جګړې  چې  د اروپايي قدرتونو لخوا په افغانستان  تحمیل شوې  دا یوازې  افغانانو په  خپل پوستکي اوروح  لمس کړې .
هغه ٬امنیت ٬  چې  په بهرنۍ  نړۍ کې  تل سیاستوالو  ګواښلی  په  کور دننه  اوبهر د عادي المانانو له حراست  څخه بې برخې دی .
په اقتصادي او مالي  برخه  کې د ٬امنیت ٬  حراست کوو خووژل  او وژل کېدل په دغه لار کې  دهیڅچا لپاره نه غواړو دا دافغانستان  جګړه  چې  په  دروغو پیل شوه  همداسې  په  دروغو لا دوام مومي .
دالمان  په  پارلمان کې  پرله  پسې چیغې  وهلې کیږي  چې موږ   په  افغانستان کې  پلونه،  څاګان،  کورونه او ښوونځي جوړوو .
که داسې  وای  اوس به  افغانستان  د سولې جنت  ګرزېدلای  وای   په  پاکستان کې  دسیلاب  ځپلو لپاره حتی دوه ملیارده ډالر میسر نه  شول خو تر څنګ  یې  په افغانستان کې  ۳۰۰درۍ سوه ملیارده  ډالر امریکایانو په  جګړه ولګول .
په  داسې نا متناسبوسیاستونوچلولوسره  خوڅوک  دانسانانوپه  مینځ کې نه یوازې  محبوب کېدلای  نه  شي بلکې منفور کیږي .
موږ خو هلته په افغانستان کې  څه  شی نه دي ورک کړی چې دموندلو په لټه کې  یې واوسو.
 آیا دادافغانستان جګړه  د تېلونللیکو، د چین اوهند مینځ  ته  د پښودځای موندلواو جیوستراتیژیکو موخو لپاره نه ده؟
آیا د لوړو توقعاتودپوره کولو  لپاره  پرله  پسې باید انسان  وژنه وشي ؟
آیا موږ غواړو په  هغه  فرش  ګامونه  اوچت کړوچې دانسانانو په وینو لوند وي ؟
دا جګړه یو جنایت  دی او بریالیتوب  هم نه لري .
ناټو د دنیا په  هغه سر کې مداخله کوي  چې باید ویې نه کړي .
آیا  دا مداخلې  بې له تېلو ،ډبرو، اوسپینو، یورانیمو څخه دکوم بل  نېک کار لپاره کیږي؟
موږ خو دټولې نړۍ مالکان نه یو موږ بایددنړۍ  له نورو وګړو څخه وپوښتو چې موږ منئ ؟
دالمان  ملیتارستي سیاست  چې  د دفاع وزیر ښاغلی ګوتنبرګ  ورڅخه  استازیتوب کوي  یوازې   په  دروغو ولاړ دی ، یوازې ظاهرأ انساني  رنګ ورکوي  .
آیا دپانګولي او پوځي ګټو لپاره په دې لټه کې دی چې نړۍ دیوې ګلوبالې جګړې  په  ډګر بدله کړي، زلمیانو ته فرېب ورکړي، . . . . تل د٬اتلولي٬نغمې  وغږوي . . . .  موږ باید زلمیانو ته ووایوچې :
«په داسې چاروسره خپل هېواد ته خدمت  نه شي کولای، یوازې تاسي اخلي چې انسانان ووژنئ  تاسې له داسې  چارو څخه سرکشي وکړئ!»
دښاغلي : Claus Schreerدلیکنې ژباړه په پښتو ژبه
 
 
ګرانو خویندو او وروڼو!
په  پورتنۍ اعلامیه او رپوټ کې به  تاسویوازې  دویناوالو نظریات  او غوښتنې لوستې وي  خو ما بیا هر څه  په سترګو لیدل او په  غوږو مې اورېدل  پورتني  ویناوال   په  داسې  پر له  پسې چکچکو بدرګه  کېدل  چې  د مارین پلاتڅ  د شاوخوا ودانیو له بامونوڅخه به کوترې  په  الوتلو شوې  د ټولو وینا والو دې کورونه  ودان  وي  زموږ د کړېدلي ولس او هېواد دردونه یې بیانول زه  دښاغلي اویګن دریورمن  ویناخورا متاثرکړی  وم  هغه  هره  خبره له فاکت اودلیل سره یوځای اوروله  د۹۰نوي  سازمانونومسؤلینواولاریونوالوداټول  ویناوال  په ډېر ښه  ډول سره
استقبال کړل .
دالاریون  دپورتنیو خوځښتونودیومنظم پلان له مخې  دمونشن ښار په  زړه مارین پلاتڅ  او مونشن ښار په لویو او وړو واټونو کې  تر سره شو .
ددې لاریون  مخکښان   اوفعال  ګډونوال  له المانانو، اتریشانو او سویسانوڅخهوروسته  افغانان،حبشیان ، سومالیایان  او مصریان وو.
دګډونوالو شمېر څوک  له ۵۰۰۰ پنځو تر ۱۰۰۰۰لسو زرو څوک  له۹۰۰۰نهوزرو تر ۱۵۰۰۰پنځلسو زرو پورې بولي  خوزما په شخصي نظر اوحساب  دګډونوالوشمېرله ۸۰۰۰اتو زروتر ۱۳۰۰۰دیارلسوزروپورې برېښېده.
لاریون  ته  دټاکل شوو واټونوښۍ  اوکېڼې خوا، دسیلانیانو، هټۍ والو،  پېرودونکو،اوهمداراز  دواټونو په سردجګپوړو ودانیودهغو اوسېدونکوشمېرچې  له کړکیو څخه یې  دلاریون ننداره کوله  له ۳۰۰۰۰دېرشوزرو څخه زیات  ښکارېده که ګډونوال اودلاریوننندارچیان  ټول  شمېرل شوي وای ګمان کوم چې د۵۰۰۰۰پنځوسو زرو په شاوخوا کې به وو .
له  پلان سره سم  دلاریون  په لمړۍ  ورځ  دمازدیګر له  شپږو بجو څخه  دشپې  تر ۹  نهو بجو  پورې  د جګړې  ضد کولتور د پیاوړتا لپاره په مارین پلاتڅ کې تبلغات وشول .
دلاریون  په  دوهمه او مهمه ورځ   ټول ګډونوال  د غرمې  په  یوه بجه  مارین  پلاتڅ  ته  راورسېدل  د ګډونوالو هر ګروپ  له  ځانه  تبلغاتي  وسائیل لرل دلوډسپیکرونو په مرسته یې خپل  شعارونه  خلګو ته  وراورول د دوی مهم شعارونه داسې وو:
ــ الماني او دناټوسرتیري دې ژرتر ژره  له افغانستان  څخه  را ووزي .
ــ ناټو افغانستان ته جګړه وروړې ده .
ــ دهرمملکت تر ځمکې لاندې شتمنۍ دهغو ولسونو دي چې هغه خاوره یې خپله ده .
ــ ناټو دې له خپلې ولکې لاندې هېوادونو څخه  ژر تر ژره ووزي .
ــ موږ دنړۍ ټولو انسانانو ته په یوه سترګه ګورو.
ــ راځئ چې دنړۍ  په  مخ  دانسانانو ترمینځ  کرکه  ورکه کړو.
ــ دناټولګښتونو زموږ ولسونه  خوار او بې وسه کړي دي .
ــ موږ او زموږ ماشومان ارام  ژوند، درمل او ډوډۍ  ته اړیو.
ــ په افغانستان کې دشمال جنایتکاره ټلواله  دکرزي  په  چپنه کې خپل ځان ساتي .
عــــــــــــزیــــــــــــزانـــــــــــــو!
پورتنیو شعارونو ته ورته  شعارونه نورهم ووزه نه  غواړم  ستاسو وخت  ونیسم  خو ما ته دا ډېره په  زړه  پورې وه چې د شمال  ټلوالې  په  سرسرکې  یې لمړی  درباني، سیاف او ورپسې  د محقق ، فهیم، دوستم، غبرګ  عبدالله، خلیلي ،قانوني اودا نورو لېوانو نومان یاد او دلوډسپیکرونو په  وسیله یې هغوی جنګي جنایتکاران  وبلل .
تاسوباور وکړئ چې  په  دې اړوندموږ افغانانو ورسره هیڅ بحث نه وکړی خو دوی دافغانستان  له  حالاتو داسې پوره مالومات  درلود چې موږ  ورته  حیران  شوو .
دالاریون  دغرمې  په یوه  بجه  له مارین   پلاتڅ  څخه  پیل  ترڅوچې له ټاکل شوو واټونوڅخه  بېرته  مارین  پلاتڅ  ته راګرزېده دماسپښین  درۍ بجې  شوې  .
هلته  په  مارین  پلاتڅ کې دمټینګ  دریځ  ستیج  لاله  پخواڅخه  تیارشوی  ولکه  مخکې مې چې تاسو ته  عرض وکړ د ډېروسازمانونو مسؤلینوخپلې  ویناوې  ګډونوالوته  په خپل  وار ور واورولې که  زه  دهر یودخولې  خبرې  تاسو ته  ولیکم  فکر نه کوم  چې  په  څو ساعتونو کې  به  دارپوټ  تاسو ولوستلای  شئ  زه  هڅه  کوم  تاسو ته  د هغو مخکښو کسانو د خولې  یوه یوه  خبره ولیکم چې  په  اوږدو اودرنوچکچکوبدرګه  شول  له هغې جملې څخه  یوښاغلی  اویګن دریورمن وچې دخپل روان  اوپیاوړي  منطق  له مخې  یې دلاریون ګډونوال  خورا تر اثر لاندې  راوستي وو.
ښاغلي کلاوس شریر دهغه  دوینا هغه یوه برخه  پوره نه  ده توضیح کړې  ښاغلي  اویګن  دریورمن  داسې وویل :
په دادوو پېړیو کې  پنځه  ځلې اروپایانوافغانستان  ته جګړه وروړه درۍ ځلې انګرېزانو،یو ځل روسانواو پنځم ځل امریکا دخپلې اوږدې  ستراتیژي  له  مخې  اروپايي  هېوادونه  دې جګړې ته ورکش کړل .
ښاغلي دریورمن  زموږ  په کړېدلي ولس  او ګران  افغانستان  اوږدې  خبرې وکړې  زموږ ننګیالی افغان ولس یې ډېرزیات وستایه .
دعربي نړۍ په روانو حالاتو یې هم خبرې وکړي الماني سیاستوال یې په  دې اړوند پړه  وبلل دمصر په ارتباط یې هم خبرې وکړې  له  هغه  څخه  وروسته  په  سومالیا ،اتوپیه، یمن  او ځینو نورو سیمو  وغږېد په  مجموع کې یې دلویدځ او په ځانګړي  ډول  دناټو مداخلې  په کلکه وغندلې .
ښاغلی دریورمن یو پیاوړی ارواڅیړونکی او ددې ترڅنګ  تیولوږ  مانامذهبي زده کړې یې هم کړې  دي .
 
دناټو دظالمانه بمباریو او په کورونودچاپودا ډول تصویرونه  په مختلیفو ترانسپورټي وسائیلو نصب شوي و
 
دلاریون  ویاند ښاغلي  والتر لیستلبه هم ویناوال رابلل او هم به یې پخپلو لنډو خبرو کې درانه درانه ګوزارونه کول لکه څنګه چې په تصویر کې ښکاري همداسې قاطع او ځیرک سړی دی
لنډه یې  دا چې  دلاریون  په  جریان کې موږ  له  داسې کسانو سره مخامخ  شوو چې  په ژوند کې یې نه  موږ لیدلي وو او نه  مو دوی لیدلي وو.
لکه مخکې  مې چې ولیکل د دوی  شعارونه ډول  ډول او ډېر وو خو موږ دا لاندې مختصر شعارونه په مخ وړل :
ــ موږ سوله غواړو.
ــ نړیوالو! دملي پاڅون پړه به ستاسو په غاړه وي .
ــ موږ  بهرمېشتي افغانان دافغانستان  ثبات  دیو بې پرې نړیوال  کنفرانس  په دایرېدو کې وینو داسې  کنفرانس چې دیوې لنډمهالې ادارې  په رامینځ  ته کولو سره  دسولې او امن  څرک ولګوي  ترڅو په آزاده فضأ کې مشروع او روښانو ټاکنو ته لار هواره  او افغانستان  دثبات او سوکالي پلو ته بوزي .
ــ موږ له بهرنیو هېوادونوسره دمتقابل پرنسیف له مخې دوستانه اړیکي غواړو.
ــ موږ په افغانستان  کې قام وژنه  نوره نه  شو زغملای .
ــ دطالب  په  نوم   د قومي  مشرانو وژنې، د ښوونځیو نړول  او په  شمال کې  د اربکیو په  پلمه  د جنایتکارانو بیا سمبالول  موږ اندېښمن کړي یو.
یادونـــــــــــــــــــــــــــه:
د آزاد افغانستان  پرتال له  ادارې څخه مننه چې دښاغلي  کلاوس شریر لیکنه یې په دري ژبه  ژباړلې وه همداراز د آزاد افغانستان  پرتال له ادارې  څخه  دامننه هم کوو چې دافغانستان دروانو ستونځو په اړوند یې خپله  مهمه اعلامیه  په  الماني  او انګلیسي  ژبو موږ  ته  را واســتوله  د دوی  تر څنګ  له  هغو ګن  شمېر کولتوري   ټولنو له مسؤلینو څخه  هم  مننه کوو چې  د لاریون   په اړوند یې  د ملاتړ  پیغامونه  موږ ته  را استولي وو.
زموږ  دکولتوري ټولنې له باشهامتوزلموڅخه  هم  مننه کوم چې هم یې په مېړانه دلاریون په طرځ کې شعارونه په  مخ وړل ، هم یې  رالېږل شوې اعلامې په لاریونوالو وېشلې اوهم یې له ټولو لاریونوالو سره ښه چلن وکړ په اخېر کې له لاریونوالو څخه دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري  ټولنې په استازیتوب  دزړه له  تله  مننه کوم  چې زموږ دولس او هېواد لپاره یې  ډېرې  نارې اوسورې  وکړې  همداراز دالمان له  دولت  څخه  هم  ډېره ډېره مننه کوم  چې د خپلو پیاوړوپولیسو په  مرسته یې موږ  لاریونوالو ته  ښه  شرایط برابر کړي وو رښتیا هم  چې دالمان دولت یو غښتلی، د دیموکراسي، هر بهرني او کورني  وګړي  دامن  ساتونکی دی .
په اخېر کې وایم چې :
خپلواک اوسرلوړی دې وي زموږ ګران افغانستان

 

- بېرته شاته