(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګنجی پادوان

ګرانوهیوادوالو او دکیسواوداستانونومینانو!
 د ښاغلي عنایت الله پویان څلورمه کیسه چې ډیره خوندوره اوپه زړه پورې ده تاسو ته وړاندې کوم. هیله مندیم چې دتاسو ادبي تنده پرې ماته شي. په ډیر درنښت: انجنیر عبدالقادرمسعود

ګنجی پادوان

    په اصل کې خو شاد محمد نومیده خو د کلي هلکانو به هغه د شادو په نامه سپک یاداوه- د شادو سر پک ؤ او د هغه د پک سر په ټپونو د مچانو وار نه کیده- شادو به د ملا د الله اکبر د غږ د پورته کیدو سره جوخت، سهار وختي د کلي غواګانې او پادې له کلي څخه بهر د وچ خوړ په ګاټو کې را غونډولې او د لمر څرک د لګیدو سره به یې جوخت د څړ لپاره د پراخو ورشوګانو په لور ځغلولې، د کلي ناړام هلکان به د هغه پسې څرۍ ډلې، ډلې روان ؤو- چا به د هغه د پادوانۍ لکړه تښتوله او چا به د هغه د پک سر پکوله تښتوله او چا به د هغه په پک سر د څپیړو ګذارونه کول او چا به هغه ته د پکانو سندره(پکه پکه پکه- د سر چاړه دې ورکه) ویله خو شادو به له هلکانو ډاریده او چاته به یې غږ نه کاوه هغه به د هوا د تاودیدو سره جوخت د کلي پاده  د سپیره  ډاګ په  ګیډې ور ننویسته او د ډاګ په نیمايي کې به ناړام هلکان د کلي په لور را ستانه شول او د شادمحمد د غوږونو او ماغزو  په  ژورو  کې به د هلکانو د ټوکو، ټکالو او خندا ګانو کړسهار غږونه او انګازې چوپې شولې- د بیدیا بد رنګو کربوړو، چرمښکیو، صحرا يي مږو او موږکانو به د هغه تر مخې  دا  خوا او هغه خوا منډې را منډې وهلې- شادو به د بیدیا بد رنګ کربوړي په کاڼو  ویشتل  او  خپل سات به يې پرې تیراوه او کله ناکله به یې د شینکي آسمان د چتر لاندې د هوایي مرغانو- باښو، بازانو، ګربتو او ټپوسانو د هسکو آلوتنو تماشې کولې- هغه به د یوې هسکې غونډۍ د پاسه ؤ خوت او د پادوانۍ په لکړې به یې څنګل ولګوله او غواګانې به یې له نظر تیرې کړې ( یوه، دوه، درې، د المراکا ښکروره، د سلیم دوکاندار چپۍ، د بی بی نورې ترور ښکر ماتې،د کندهاری کاکو  ژیړه غوا، د ملا حق نظر آخوند  برګه غوا، د سلیمې خور توره غوا، دخالق داد بنجاره  سپینه- د سوبه دار اکا نورستانۍ غوا  شکر  پوره دي او ورکې نه دي) هغه  به ورو، ورو له هسکې غونډۍ څخه هوارې ځمکې ته را کوز شو او بیا به د یوه وچ پوټي د سیوري لاندې کیناست او د چاودو  پښو له چاودو پوندو څخه به يې اغزي لرې کړل او بیا به شواړ، شواړ د پادو پسې ؤ خوځید- د بیدیا په چوپې او خاموښې دنیا ګۍ کې به د هغه په نامید زړه کې رنګ خبرې تیریدلې- هغه به کرۍ ورځ له ځان سره لګیا ؤ او له ځان سره به یې خبرې کولې(زما سر پک دی د کلي ګلالۍ  پیغلې انجونې له ماسره مینه نه کوي، خیر دې وي، زه به دخپلې پادوانۍ د مزد پیسې له کلیوالو ر ا ټولې کړم او مور به مې ما د کابل جان ډانګټرخانو ته بوزي او د کابل جان زړه سواند ډانګټران به زما د ګنجي سر په ټپونو د درملونو پتۍ ګانې ولګوي او زما په سر به خیالي ګرې څڼې را شنې شي، زه به د خپلې ترور د لور له دورخانۍ سره واده ؤکړم- زما د واده په بختورو شپو او ورځو کې به د کلي ډمان نغارې ؤ کړنګوي او د کلي ځوانان به اټنونه ؤکړي او انجونې به دریاګانې ؤ وهي) هغه به د دوبي کرغیړنه تاوده اوږده ورځ د غوا ګانو پسې په خوږو خیالونو او خوږو چرتونو کې تیره کړه- مازدیګر کله چې به د آسمان مخ د ناوکیو د لاسونو په څیر تک سور واوښت شادو به په غواګانو د (هوی، هوی) غږونه اوچت کړل او غوا ګانې به شلمې، شلمې د کلي په لور ؤ خوځیدې او د شودورو لنګو غواګانو له رمباړو سره جوخت کله چې به د پادې سر د کلي کوڅو ته نږدې ورسیده  ناړام هلکان به یو زل بیا د شاد محمد د ځورولو لپاره یو د بل پسې را ؤ ټوکیدل او د پکانو سندري به بیا پیل شوې(پک ویل ادکې، د بر کلي ملکې ، د پلار مې دومره  قد  دی، لکه  جوار  په  پالیزه  کې)( پک ویل دادا، بلا دې په کلا،مچان په کې دیره دي زما سر يې کړ تالا) هغه به د سترګو په رپ کې د کلي غواګانې د هغوی په میرمنو وسپارلې- تیر ماښام کله چې به د کلي په تاو را تاو کوڅو کې د ماښام د ترږمو خړه پرده را پریوته شادو به ستړی ستومانه خپلې جونګړې ته را ستون شو او د هغه د سپینو کمڅو مور(قندۍ) ابۍ به پورته شوله او د شاد محمد لپاره به یې د خوندورو ماستو کټو را واخیستله- شادو به د جوارو له ټیکلې سره ماستې ؤخوړې او بیا به يې د کوچنۍ څپرې لاندې، د شلیدلي پوزي د پاسه ډډه ولګوله او ویده به شو- هغه به کرۍ شپه خوبونه لیدل- کله به يې په خوب کې لیدل چې ګنې مور یې هغه د کابل جان ډاکټرانو ته ورولي او د کابل جان ډاکټران د هغه په پک سر د درملنې پټۍ ګانې لګوي او کله به يې خوب لیده چې ګنې دهغه په پک سر خیالي ګرې څڼې را شنې کیږي او هغه د خپلې ترور د لور له  ( دورخو) سره واده کوي او کله به يې په خوب کې لیدل چې ګنې ښکلې(دورخو) د هغه په غیږ کې پرته وي او د هغه په ګلالیو تورو څڼو لاس را کاږي- د سپیدو د چاودیدو سره جوخت کله چې به هغه سترګې ؤغوړولې هیڅ به نه ؤ- د هغه کنجی سر به د پخوا په څیر پک ؤ او د هغه د واده خبرې به چا نه کولې او د کابل جان ډاکټر خانې به د اور په لمبو کې سوځیدې او په مظلومو ډاګترانو به ځان مرګي بریدونه کیدل او د خوار شادمحمد لپاره به چا داروګان نه ورکول-  شادو به د هرې بلې ورځې په څیر د کلي غواګانې د څړ لپاره د پراخو ورشوګانو په لور ځغلولې او د کلي ناړام هلکان به د هغه پسې ډلې، ډلې څرۍ روان ؤ او دادو ته به يې د پکانو سندره(پکه پکه پکه د سر چاړه دې ورکه) ویله والسلام

 عنایت اله پویان

- بېرته شاته