(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلي کاوون دمرکی ۲مه برخه

پوښتنه :
تاسو د ادبي نقد په هکله څه نظر لرۍ او زموږ په هېواد کې دادبي نقد وضعیت څه رنګه ارزوۍ ؟
ځواب :
لکه څنګه چې تاسو پوهېږۍ ادبي نقدیا کره کتنه  د ادبي او هنري آثارو دکره کېدو  صیقل کېدو او نګه کېدو په چاره کې ستر رول لري . په یوه ټولنه کې د ادبي کره کتنې نشتوالی یا لږوالی ادب او هنر له رکود اوسکوت  سره مخامخ کوي او ورو ورو ابتذال د ابتکار اوخرمرۍ د مرغلرو ځای نیسي .خو دلته باید ددې خبرې یادونه هم وکړم چې ناروغه او دشخصي منفي یا مثبتو علایقو پر بنسټ ولاړه کره کتنه هم د هنر او ادب سالمې ودې او غوړېدو ته ستر زیانونه اړوي .کره کتونکی د یو اثر د کره کولو او نقد تر څنګ دنده لري چې د اثر ړندې غوټې پرانیزي ، د اثر د هستوونکي روحي او اروایي نړۍ ته لاره خلاصه کړي  او بیا اثر تحلیل او تفسیر کړي . د اثر پر تروږمۍ کونجونو رڼا واچوي او پټې او پېچلې خواوې یې لوستونکو ته روښانه کړي ، د هغه ادبي او هنري ارزښت وټاکي ، دهغه ضعف او قوت ، ښکلا او بد رنګي راوسپړي او په اصطلاح سره زر له شګو څخه جلا کړي . ادبي کره کتنه یو اثر له مختلفو خواوو څخه څېړي او ارزونه یې کوي . د اثر ریښې او سرچينې لټوي او د اثر د هستوونکي له ذهن ، روح او شخصیت سره داثر اړیکي راسپړي  او د اثر هغه پټې او پېچلې  خواوې چې  کله آن د اثر خاوند ته هم روښانه نه وي ، لوڅوي اوتشریح کوي یې. دادبي کره کتنې  یوه بله مهمه ځانګړنه داده چې  د یوه ادبي او هنري اثر  او دهغه د لوستونکو ، لیدونکو، او اورېدونکو تر منځ پول جوړوي . کره کتنه مرسته کوي چې لوستونکي ، لیدونکي او اورېدونکي د اثر ټولو پټو او پېچلو زاویو ته پام واړوي ، په ټوله مانا پرې پوه شي ، داثر له سطحې نه د هغه ژورو ته لار پرانیزي او خوند ترې واخلي .                                                  همدا راز کره کتنه پخپله د اثر له هستونکي سره هم مرسته کوي  چې د خپل کار په منفي او مثبتو خواوو پوه شي او د خپل ځواک او ضعف ټکي وپېژني .کره کتنه باید بې پرې او د عربو په اصطلاح له «حب او بغض » څخه تشه وي ، که نه له شتون څخه یې نه شتون ښه دي . 
زموږ په هېواد کې متاسفانه دادبي کره کتنې  بهير ډېر ورو او پڅ دی او یو لامل یې زما په آند د کره کتنې او نقد د ودې او سالمې پراختیا لپاره د لازمو شرایطو نشتوالی دی . تر ټولو د مخه باید ووایم چې له بده مرغه موږ تر اوسه د کره کتنې کلتور نلرو . زموږ په هېواد کې دې که چاته وویل چې د سترګو لپاسه دې وروځې دې، هم درنه خوابدی کیږي . موږ عادت کړی چې حق او ناحقه مو صفت وشي او کره کتنې ته د توصیفنامې په سترګه ګورو .
زموږ ځنې کره کتونکي هم د یو اثر د لیکونکي په هکله مخکې له مخکې خپل قضاوتونه لري او په دغو قضاوتونو کې ډېری وخت د اثر د خاوند سیاسي او ټولنیز شخصیت ته پام اړول کيږي نه د هغه اثر ادبي او هنري ارزښت ته . خو دا پدې مانا نده چې زموږ په هېواد کې د کره کتنې په برخه کې هېڅ کار ندی شوی . زموږ یو
شمېر لیکوالو د کره کتنې په برخه کې له شته ستونزو سره سره  ارزښتمن او لارښودونکي کارونه سرته رسولي دي او د کره کتنې له علمي معیارونو سره سم یې د یو شمېر لیکوالو او شاعرانو شعري او نثري آثار څېړلي او ارزولي دي .
د ساري په ډول کولای شو د ارواښاد محمد صدیق روهي ، ښاغلو لطیف بهاند ، زرین انځور ، اکبر کرګر،بریالي باجوړي ... او ځنې نورو نومونه یاد کړو .
پوښتنه :
تاسو په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې دننه او بهر زموږ د شاعرانو او لیکوالو فعالیتونه څه ډول ارزوۍ ؟
ځواب :
زه د ۲۰۱۰کال د می د میاشتې په لومړیو کې ، په کابل کې د آلمان د فرهنګي مرکز ګویته انستیتیوت په بلنه کابل ته تللی وم او هلته مې « د افغانستان د اوسنیو ادبیاتو شپږم جشن » کې ګډون وکړ . که څه هم هېواد کې زما د اوسېدو ورځې لنډې وې ، خو د جشن په ورځو کې مې د یو شمېر پخوانیو فرهنګي یارانو په بیا لیدو سترګې روښانه شوې او په ډېرو خوږو او ترخو موسره خبرې وکړې . ددې تر څنګ د هېواد له یو زیات شمېر ځوانو فرهنګي څېرو سره آشنا شوم چې زه یې د افغانستان د ادبیاتو راتلونکي ته خورا ډېر امیدواره کړم .  د خوشالۍ خبره داده چې اوس په هېواد کې دننه د شعر او نثرلیکلو په ډګر کې داسې ځوان استعدادونه رامنځ ته شوي چې سړی په جګ غږ ویلای شي چې په راتلونکي کې به بې له شکه زموږ د ادبیاتو بڼ لا شین ، لا ښېرازه او لا سمسور شي . ما هلته داسې شعرونه واورېدل چې سړی کولای شي په ډېره ډاډمنتیا ورته شعر ووایي او د نثر په برخه کې هم له یو شمېر داسې لیکنو او آثارو سره مخامخ شوم چې د وروستۍ لسیزې په بهیر کې کښل شوي او کېدای شي دسیمې په کچه حساب پرې وشي .غواړم دلته یو بل ټکي ته اشاره وکړم او هغه دا چې پخوا موږ په افغانستان کې د لیکوالو ټولنه درلوده چې د هېواد زیات شمېر لیکوالان او شاعران پکې راټول شوي وو . دغه ټولنه له تبعیض او امتیاز پرته د افغانستان د ټولو لیکوالو او شاعرانو یو معتبر مرکز و چې د کلونو په اوږدو کې یې د هېوادادبي اوکلتوري.
  هڅو ته لوری ورکاوه او له ځوانو استعدادونو سره یې د هغو د غوړېدو او سمسورتیا په چاره کې مرسته کوله . د هېواد په بېلابېلو ژبو یې کتابونه خپرول  ، په ملي او نړیوالو مناسبتونو یې سیمینارونه جوړول ، نقد غونډې یې دایرولې او د هېواد دکلاسیکو او اوسنیو فرهنګي څېرو لمانځنه یې کوله ...، خو له بده مرغه اوس د ړانده تعصب له امله ددغې ادبې معتبرې ټولنې دروازې تړل شوي او پر فعالیتونو یې بندیز لګېدلی دی .که څه هم اوس په هېواد کې دننه زموږ د یو شمېر وتلو فرهنګي شخصیتونو په مټ ځنې کلتوري ټولنې فعالیت کوي او نه پرېږدي چې په هېواد کې د ادب ډیوه مړه شي  د هغوۍ ګټورې هلې ځلې او نه ستړې کېدونکې هاند و هڅې ډېرې ارزښتناکې او د قدر وړ دي خو بیا هم د یو سرتاسري او هېوادشمول ادبي انجمن د نشتوالي تشه نشي ډکولای .
ستاسو د پوښتنې د دوهمې برخې په هکله باید ووایم چې په بهر کې هم زموږ لیکوالان او شاعران له یولړ ستونزو سره مخامخ دي چې تر زیاته حده د هغوۍ پر ادبي او تخلیقي کارونو منفي اغیزه ښندي . مثلن له یار او دیاره لیرې په مهاجرت او جلا وطنۍ کې ژوند کول د شاعر او لیکوال لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده ،لومړی خو کلونه دوام کوي چې سړی وکولای شي له پردۍ ژبې ، پردي کلتور او پردي چاپېریال سره آشنا شي او ورته د زغملو وړ شي ، دوهم په غربت کې چېرته ده هغه د شاعر د الهام  منبع چې شاعرته ووایي چې ولیکه . څرګنده خبره ده چې شاعر او لیکوال په بنسټیز ډول د خپل هېواد له پېښواودخپل ولس له ښو او بدو ، خوښیو او غمونو، ماتواو بریو څخه اغېزمن کیږي او په حقیقت کې همدغه خوښۍ او غمونه دي چې د قلم خاوند لیکلو ته رابولي . خو له دې ټولو ستونزو او کمښتونو سره سره زموږ جلا وطنه شاعر او لیکوال قلم پر ځمکه نه ږدي ، حوادثوته نه تسلیمیږي  او لیکي ، شعر لیکي ، قصه لیکي رومان لیکي ،څېړنې کوي ،له بهرنیو ژبو څخه آثار ژباړي او د ادبي بېلابېلو ژانرونو د ودې په چاره کې ونډه اخلي او خپل رسالت تر سره کوي . همدا اوس موږ د یو زیات شمېر ارزښتناکوادبي آثارو لوستونکي یو چې زموږ لیکوالو او شاعرانو په جلاوطنۍ کې کښلي دي . هغه څه چې موږ ، زموږ د ژبې او ادب لاسمسورتیا او لا غوړېداته هیله من کوي ، له خپلې ژبې او ادب سره زموږ د لیکوالو او شاعرانو هغه مینه او علاقه ده چې هم د هېواد مېشته او هم په بهر کې د اوسیدونکو قلموالو په زړونو کې شته .
له تاسو نه ډیره مننه چې زما پوښتنو ته مو پوره اوکره ځوابونه راکړل، دتاسودبرمیال اوسرهسکې ژوندپه هیله .
له تاسو څخه هم د زړه له کومې مننه کوم .
په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادرمسعود
د ښاغلي کاوون  صیب دشعري ټولګو څخه مو څو شعرونه غوره کړي دي، چې تاسودرنو ادب دوستانو ته یې په مینه ډالۍ کوم :
زرغونې هيلې
زما وطنه يه زما د شنو يادونو باغه
زما د ستړو ارمانونو د دمېمنزله
زما جنت ، زما دوزخ، زما ثواب او ګناه
زما سپرلى، زما خزان، زما د مینې ګله
* ****************** *
و مې ليدل چې په غمجن زړګي دېاور ولګېد
ومي ليدل چېله سينېنه دېلمبې پورته شوې
ومې ليدل چې د سكروټو په توفان لاهو شوې
ومېليدل چېله لمنې دې ايرې پورته شوې
* ****************** *
ومېليدل چې د آسمان لمنه ډكه شوله
ستا د سرو ګلو په رنګينو رژېدلو پاڼو
ومې لېدل چې د افق شونډېګلګونې شولې
ستا د غوټيو په نيمزالو نښتېځلو پاڼو.
* *******************
ومې ليدل چې خوشحاليو درنه كډه وكړه
ومېليدل چېدركې وچ شول د خندا ګلونه
ومېليدل چېد خزان بادونو ورژول
هم د شينكيو سر درو هم د بيد ياګلونه.
* *******************
ومېليدل چېپه باغونو دې لمبې پورې شوې
ومېليدل په چمنونو دې اورونه ګډ شول
ومې ليدل چېپه بلبلو دې ماتم ولګيد
ومېليدل چېپه ګلبوټو دې لوونه ګډ شول
* *******************
ومېليدل چې توره شپه درباندې بره شوله
ومېليدل چې ورېځو هير كه سپين سبا درځنې
ومېليدل چېسپوږمۍ پريوته او ستوري توي شول
ومي ليدل چې مروره شوه رڼا درځني .
* ****************** *
خو يه وطنه يه زما د شنو يادونو باغه
تل به سېلۍ ، تل به د ژمي تاړاكونه ، نه وي
ورېځې به وركې شي، د لمر لوڼې به ونڅېږي
تل به دا توره تروږمۍ،دا ماښامونه، نه وي
******************* *
شپه لا كه هر څومره اوږده هم شي تلپاتې نه ده
وريځې كه هر څومره تيارې وي جاودانې نه وي
د ساړه ژمي يخ وهلې او سړې سېلۍ به
تل د باغونو په رګونو كې روانې نه وي.
******************* *
د پسرلي ناوېبه وسپړي د زلفو ولونه
په شنه لمنه به دې وټومبي غمي د ګلو
په سرو غاټولو به رنګينې شي شګنې تالې
په چمنونو كې به جوړه شي سيالي د ګلو
* ****************** *
باران به پاڅوي له خوبه د ډاګونو بوټي
وږمه به بيا سوو، سپېرو لښتو ته سا وركړي
شبنم به پرېمينځي په مينه د غوټيو سترګې
لمر به د ګلو اننګيو ته ځلا وركړي.
******************* *
په خړو دښتو به روان شي د رنګونو بهير
په سپېرو بوټو به رابره شي دګل سندره
په سرو غوټيو به جړاوېشيد ونو غاړې
په باغ او راغ به راخپره شي د بلبل سندره.
* ****************** *
په تورو ورېځو كې به تم شي د سكروټو باران
د شپې په څڼو كې به وچ شيد لمبو ګلونه
د تروږمۍ سينه به څيرېشيد لمر په توره
د شفق باغ كې به سمسور شيد سپېدو ګلونه.
******************* *
بيا به ګلان په وربل كېږدي كليوالې نجونې
بيا به باغونو ته ستنې شي مسافرې مرغۍ
بيا به په غرونو كې غرڅې دمشكو ساهوكري
بيا به په ځالو راخورې شې مهاجرې مرغۍ.
* *******************
بيا به د ګلو په سين ولامبي شډلې دښتې
بيا به خړوب شيپه شنېليو دا سپېره ډاګونه
بيا به د باغ په زړه كې وټوكي زرغونې هيلې
بيا به د تيږو ذهن ونازوى سره يادونه
   آلمان   دسمبرسال١٩٩۶
د باد په كجاوه كې
ملا د باد په كجاوه كې راغی،
ملا د وريځو د اوښانو له كاروانه سره،
په ښار راننوته
كې يې،"خورجينه"او په
يو څو ناچلې،
له تاريخه غورزېدلې
راوړي."كرنسۍ"
  ملا ، كوڅه په كوڅه ګرځي له ښاريانو نه خندا را نيسي.  
******************* *
ملا ټوپك غاړې ته واچاوه، جګړې ته ولاړ،
رنګوي،كوي،جامې"غزا "ملا
ملا  په سپينو، نا زنينو ګوتو،
د خپل لنډي ټوپك ماشه راكاږي،
راوړى.په كاله باندې يرغل"كفر "  ملاد
********************
ملا په سپينه بادي اوښه باندې زين كېښوده،
ملاته ګوره:
،"شهيد"شو،هم  "غازي "  هم
هم سلامت،
بېرته تر كوره راغى.
ملا بزګر شو، په پټيو كې سكروټې كري
ملا د سرو لمبو سترۍ ټولوي.
او د لوګيو درمنده ته له خندا شين دى.
* *******************
ووت."محرابه " ملا ياغي شو، له
ملا د خداى خونهپه تيږو ولي،
ملا په سر د كاغذي ګلونو تاج راوړى،
  ملا د تخت په طلايې مورګو لاسونه ايښي.
* ****************** *
ملا بې سته، بې پوښتنې د جنت په دروازه ننوت،
ملا ساقي شو،
ملا ويشي د كو ثرو،
پيالې،
ملا د حورو، له غوښنو ګلابې شونډو مچكې اخلي.
شمله بنګ و تړل."سپېڅلې "ملا په سپينه او
* ****************** *
.ملا باران شو
ملا، باد شو،
ملا،وورېده،
ملا د وريځو له ړندو سترګو نه و څڅېده.
او ملا سپين شو،
ملا سور شو،
ملا تور وخته،
ملا د تورې شپې څادر شو، په ښاروغوړيده،
او ملا سيورى شو،
خونه پوهيږم،
چې د څښتن، كه د شيطان سېورى
د جانان سيورى، كه د ځان سيورى.
  ١٣٧١) كابل/٣/١۵ (
غلې نغمې
په بڼو ستوري زنګوم داشنا كلي ته ځم
سترګې په لاره غوړوم، دآشنا كلي ته ځم
كلى خاموشه، ګودر شړ، كوڅې له دوده ډكې
رقيبه، كډې باروم، دآشنا كلي ته ځم
په شپو لړلي سرګردانه مسافر وختونه
ورو، ورو له سره تيروم ، دآشنا كلي ته ځم
ريښې ريښې ګريوان مې لاړو درقيب ګوتوكې
دننګ ځولۍ پيوندوم، دآشنا كلي ته ځم
بلبل له غږه بيګانه، ګل له بلبله پردى
غلې نغمې مې ژړوم دآشنا كلي ته ځم
فبروري/ ١٩٩۴آلمان
درنه ځمه
درنه  ځمه،  مجبوري ده،  درنه  ځمه
په قسمت کې مې خواري ده درنه ځمه
ګوره ماته په غصه نه شې وطنه
راته پېښه نا چاري ده درنه ځمه
کابل هوایي ډګر د غبرګولي شلمه(۱۳۷۱)
خدای پامان
درنه لاړم خدای پامان، زخمي کابله
زما روحه، زما ځان، زخمي کابله
درنه لاړم خوله زړه مې وینې څاڅي
تانه جار، تانه قربان، زخمي کابله
کابل هوایي ډګر د غبرګولي شلمه(۱۳۷۱)
داغزو په سر
خپل رانه پردي شول، د پردو په سر
ګل راته اغزي شول، د اغزو په سر
نن څومره راټیټ شولو اسمان په ما
ستوري مې ځلېږي، دبڼو په سر
ژبې یې دسترګو راته وویل،
ژوند دی تېروه یې دلمبو په سر
تېر شولو بلبله د ګلونو وخت
اوس دې زندګي شوه د اغزو په سر
ګوره اشنا پسرلنی ښایست
خاندي یې ګلان، د اننګو په سر
خیر دی که یې سترګې درواغجنې شوې
پالمه یې مینه، دلیمو په سر
المان سپتمبر (۱۹۹۲)
ساقي دګلو وخت دى
 ساقي دګلووخت دى، يوه مسته پياله راكه
له عقله مې پردى كه،  په جنون مې مبتلا كه
كه  رڼاتيارې رڼا ډيوې دميوو بلې كه،
ماتم له سره واړوه، وختونه په خندا كه
دزهد شپه سبا كه درواغجن زاهد رسوا كه
كه  تورې نښې دتقوا دجام په لمبو پاكې،
څپې درڼا پورې كه ، په تورو ماښامونو
دشپې زلفى جړاو كه ، دسكروټو په لالونو.
********************
په شنو دښتو راوختې لښكرې دسرو ګلو
ككې دوريځو سرې شوې دالماسو په لونلو
  راخېژي له چمنه ، آوازونه، دبلبلو
غاټولو په سر ايښي رنګينه پيالې دملو
غونچې دګلو راوړې مستو پيغلو په وربلو
وږمې زلفې  خيشتې كړلې په عطرو دسنځلو
څپې شوې درنګونوپهتمامې دنيا پلنې
په سرو غميو ډكې شوې دشنه آسمان لمنې.
********************
ساقي دګلو وخت دى ، ګلالي شول غاړې غرونه
درنګ په سين كې لامبي، يخ وهلي ګلكڅونه
دغره په دړه كاږي لمر ، دزرو انځورونه
په شنه سهار كې پرانيستل، غوټيو ګرېوانونه
په خړو دښتو اوري ، دياقوتو بارانونه
سپرلي په غاړه راوړل دسنبلو امېلونه
په غره او په راغه كې ، دوږمې زلفې خورې دي
له ځمكې خوټيدلې بيا درنګ اوبوى چينې دي
********************
ساقي دګلووخت دى ، بيا دوران شو دمستيو
په مړو بوټو كې وچليده سا د پسرليو
پيغام دژوند راوړى غزلبولو توتكيو
ددښتې ناوې كيښودل خالونه د كيږديو
قالينې غوړيدلي ، په ډاګونو، په غونډيو
صهبا په تږيو وېشي خوږې شونډې د شهيو
دمشكو عطر وشيندل په غرونو كې هوسيو
اوږۍ دغوټۍ پورې شوې د څانګو په غړيو.
********************
ساقي دګلو وخت دى راچې پورته كړو جامونه
په چيغو كړو روښانه ، دا خاموشه ماښامونه
دتورې تروږمۍ په زړه كې بل كړو سره اورونه
د درد په ستنه وګنډو،د زړونو پرهرونه
دشپې زلفو كې وټومبو، دسپين سهار ګلونه
د باغ له سترګو ووينځو ، د يخ ژمي خوبونه
راووځو له ځانه او ور ګډ شوو په جهان كې
ځان ووينو له سره بيا په سترګو د جانان كي.
********************
ساقي د ګلو وخت دى ، بهارونه لا ژوندي دي
دتاك مړاوو رګونو كې،  اورونه لا ژوندي دي
دمينې درد آبادكې، فريادونه لا ژوندي دي
دسترګو په چينو كې، دريابونه لا ژوندي دي
لا ماتې ارادې نه دي ،هوډونه لا ژوندي دي
لا سوي پتنګان نه دي ، اورونه لا ژوندي دي
دا باغ به بيا خړوب شي د بلبلو په سندرو
دا ونې به سينګار شي، درڼا په مرغلرو
ورى (١٣٧٠)كابل
ديقين په لټه
   كې مې  لوستلي "سيپارو"ستا دسترګو
،"  آيا تونه "دتلپاتې خوږې مينې
  كړل " قضا"څه پرواده كه لمونځونه مې
ستړې نه شوې " ذكر"يا مې شوندې ستا په
سپيڅلى درته ساتم " مسجد" دخپل زړه
بلوم پكې داوښكو څراغونه.
* *******************
 ونيوه بتانو،  دې" كعبه" چى دمخ
له تندي نه مې زاړه خاپونه لاړل
زه خو هسې دسجدو سوداګر نه يم
نه جنت غواړم نه سره دوزخ ته ژاړم
ماته نه كړم " طهورو"  به په "روژه"خو
" زكاتونه"كه نصيب مې شول دشونډو
, دكوثرو دپيالو په تمه نه يم
بس يوازې يو ديدن درځني غواړم
خپله وركه لټوم ستا په پيدا كې
چينې ته بيايم." يقين"د    تږې "شك"   د
معبده مې په خپل زړه كې جوړه كړې
پكې ستايمهدمينې شنه يادونه.
*********************
د ټولعمر عبادت به ترينه ځاركړم
كه يوه شپه مې منلى په ګناه كړې
له رنګينو جنتونو نه به تير شم
كه يوه پياله سكروټې راته راكړې
ددنيا او دعقبا پروا مې نشته
ما دعشق په پښو كې توى كړل ثوابونه.
 دسمبر(١٩٩٨) آلمان
کالیزه
په هغه توره  اوتبجنه شپه کې ،
چې تازموږ له کلي کډه وکړه
ما دې دتلو لاره  ، په اوښکو با ندې ووینځله .
او ستا  دپله خاورې مې  ،
په خپلو سترګو باندې ومو ښلې .
        * ** *****************      
په هغه توره او تبجنه شپه کې ،
چې تا زموږ له کلي کډه وکړه ،
یوه ترخه او رژوونکې سیلۍ
پوله په پوله او کوڅه په کوڅه وګرځیده ،
اودخندا ګلان یې ورژول .
له هغې شپې نه بیا تراوسه پورې ،
زموږ دکلي دبامونو په سر ،
څوک کشمالي نه کر ي ،
او دویالې په غاړه ،
ویلني نه ټو کیږی ،
او دګودر  دشنې جلګې له پاسه ،
له سرو منګیو نه یوازې  څو کودي پاتې دي .
     * *******************   
له هغې تورې او تبجنې شپې نه ،
چې پکې تا له کلي کډه وکړه
دادی کلونه تیر شول
اودزمان دکتاب  ډیرې پاڼې واوښتلې ،
نه بیا دکلي  دبامونو په سر ،
چا کشمالي وکرل
نه دویالو په غاړه ،
ویلیني وټوکیدل
او نه ګودر بیا په منګیو ، پټ شو .
     * *******************   
په هغه توره او تبجنه شپه کې ،
چې ته له کلي لاړې
خندا له کلي لاړه .
ګلان له کلي لاړل
او اوس دکلي په آسمان کې ستوری نه ځلیږي ،
سپوږمۍ  دوریځو تور ټیکری اغوستی
آسمان له ځمکې مرور ، ځمکه له ستورو ځنې ،
وږمه له باغه بیګانه ،
ګل ،
                                            له بلبله ،
                                                                             پردی .
هره شیبه  اوهره ورځ  ده دماتم کالیزه  ،
دغم کالیزه  ،
دستم ،
                                     کالیزه .
کابل،  (۱۵   / ۴ /  ۱۳۶۶)
د ماښامونو په دار
وس راباندې وكوه،ګيله مې په خوله  نه راځي
دود مې كه اسمانه خو شكوه مې په خوله نه راځي
مينې مې د ژبې په سر نوم د يار كرلى دى
څه وكړم زاهده چې توبه مې په خوله نه راځي
سر به لكه شمه د لمبو په بيه وركړمه
پت به د عشق وساتم، پلمه مې په خوله نه راځي
هسېيې د سپينې خولې په تمه تومتي شومه
مست يې په كتويمه، بوسه مې په خوله نه راځي
ما يې د تسبو په لړ كې كفر د ابليس وليد
 موړ يېلهسجدونه شوم،کعبه مې په خوله نه راځي
زه دسجدو نه یم، زه دسر دټیټیدو نه یم
وخته! د تسليم توره قصه مې په خوله نه راځي
هر تورى زخمي دى، هر غزل د وينو رنګ لري
هيرېمې سندرى شوې، ټپه مې په خوله نه راځي
شيخه درواغجنه د جنت د پرښتو غله
تا چې دلته وكول، هغه مې په خوله نه راځي
ته خو به مې غږ د ماښامونو په دار پورته كړې
زه به چيغه چيغه شم، روژه مې په خوله نه راځي.
١٣٧١د١٨غبرګولي كابل،
ماڼۍ که جونګړه؟
نوره دې نه یادوم  ،
نور دې دکور له مخې نه تیریږم
نور � - بېرته شاته