(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کشمیرکې د هنداوپاکستان ...

  کشمیرکې د هنداوپاکستان خونړۍ جګړې افغانستان کې اغیزې

لیکوال  :  سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

ورپسی برخه

 ۷  . د کشمیر هیواد د کنټرول کرښه او دافغانستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې  اریکې                 

  دغه دواړه کرښې د انګریزي  استعمار د پوست کولونیال سیاست میراث دی . دغه کرښې د انګریزي استعمار  لخوا په ویښه ، اختیاري او د ظلم نه ډک په خپل سر  یو اړخیزه توګه په بیل بیل نومونو کرښې ایستل شوي دي . دغه دواړه کرښې د نړۍ تر ټولو کړکیچنې خونړي او ګواښ لرونکي پوست کلونیال سیمې دي  . د ډیورنډ کرښې او د کنټرول کرښې ترمنځه دوه سوه کیلومتر واټن نشته . دکشمیر هیوا د پوله  د ډیورنډ کرښې سر لګیدلي ،له همدې سره کشمیر  د افغانستان  په واخان سیمه کې یوګاونډې هیواد دی . د کشمیر لانجې  او د افغانستان  ستونزې   پر یوبل   مستقیمي اغیزي لري . د کشمیر دلانجې  حل او دکشمیريانو دیوالې  کلی د ډیورنډ کرښې په لمنځه تللو  او د پښتنو په  بیا یوالې کې نغښي  ده .

پاکستان د کشمیر په جګړوکې  په  ډیر چل او ډوکه سره د پښتنو له ژور مذهبې ،جذباتو او احساساتوڅخه

د اسلام  دواطلب لښکرو  په نامه  ناوړه ګټه واخیسته . پاکستان  د اسلام په نامه د ازاد قبایلو لښکرې په منظم ډول په کشمیر کې د خپلو تورو سیاسي موخو  او بقا لپاره و جنګولې  .   

کله چې انګریزې پوځونه د هند څخه ووتل ، دوی  د اوږد مهاله سیاسي پالیسي پر بنسټ په سیمه کې  ډیر هیوادونه په  اوږد مهاله سیاسي کړکیچونه  کې پریښودل .انګریزانو خپل دوست هیواد پاکستان یې د خپلو دوو ګاونډیوهیوادو  افغانستان او هند سره په اوږد مهاله کړکیچ کې اخته کړو . افغانستان له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې  په سره  اوږد مهاله کړکیچ لري .افغانستان  دغه کرښه هیڅ مهال په رسمیت پیژندلې  نه ده او د پښتنو دواحد ولس ترمنځ  د نړیوالو قوانینو او نورمونو  خلاف  ناروا ویش نه مني . دغې مسلې د افغانستان او پا کستان ترمنځ  د کړکیچ یو مهم ټکې ګرځیدلې  دی، دډیورنډ کرښې  کړکیچ افغانستان  او پاکستان  یې د جګړو پولو ته سره نږدي  کړي دي . د افغانستان د دیرش کلنې جګړي  اصلې ریښې  او د پاکستان د لاسوهنو لاملونه  په دغه  اوږده جګړه کې  په همد دې  کړکیچ کې نغښتي دي . د افغانستان  دملي حکومتونو له خوا د کرښې د بلې خوا  دپښتونو  او بلوڅو دحقوقو او د ولسي  بیا یوالې  غوښتنه کړي ده او کوي یې .

هند د افغانستان سره یو څه اقتصادي مرسته  کوي ، دامرسته په هېځ وجه دومره ستر نه ده چې پاکستانې چارواکې یې څرګندوي ،چې د بلوچستان او قبایلوسیمه  نارامه او بې ثباته  کړي او یا دامرستي  د ډیورنډ  کرښې  دلمنځه تللو لامل شي  .    ‍‍‍                                                          

۸  . افغانستان کې هند او پاکستان  کشمیر ي جګړې ته دوام  ورکوي                                                           

له کله چې په افغانستان کې د امریکا اوناټو جګړه پیل شوي ده ، د کشمیر کړکیچ د نړیوالو له پامه غورځیدلې دی . د کشمیر د کنټرول کرښه لکه دډیورنډ کرښې شاخوا سیمي د نړۍ تر ټولو له ګواښمنو سیمو څخه  دي . د نړۍ په هېځ ځاې کې  دومره اټومي وسلې له  ماتیدونکې دولتي سیستمونو سره او  داسلامي بنسټپاله  ترهګړي  ګواښونو سره  په نږدې واټن کې سره  را ښکیل  شوي نه دي   لکه په هند،پاکستان  او کشمیر کې .                                                                                                                                                                                                                                                                     په کابل کې د هند پر سفارت   بمي بریدونه،د هندي انجینیران وژل  کیدل، د هندي پروژو مخه نیول ،د هند او افغانستان ترمنځ  په سوداګر یزو  توکو باندې بندیزونه لګول .  پاکستان  له همدې لارې  هڅه کوي  په افغانستان کې   د ډول ډول فشارونو له لارې هندوستان   ته د کشمیر جګړي بدل   ورکړي . هند او پاکستان د کشمیر جګړو لپاره په افغانستان کې د افغانانو  وینې تویې کړي  دي .                                                                                               په افغانستان  کې د ناټو او امریکې  پوځونو شتون د جیو ستراتیجکې لیدلوري  له پلوه د پاکستان  پوځ لپاره ډیر د پام وړدي .  کیداي شي افغانستان   د ناټو پوځیانو له وتلو سره  بیا په کورنې جګړه کې ډوب شي . د پاکستان پوځ اندیښنه لري، چې  د ناټو په شتون کې به هند خپل دویزه اړیکې له افغانستان سره بیا ټینګې کړي او پاکستان  به د دواړو هیوادو په سیاسي محاصره کې وي . د شطرنج   په دغه لویه لوبه کې هند یواځې  تراوسه د پاکستان  کشت غواړي ، نه د پاکستان  ماتیدل  . ځکه له یوې خوا د کشمیر خپلواکې او یوالې  به د ډیورنډ پر کرښه ستره اغیزه وکړي ، له بلې خوا  هند او پاکستان  پوهیږي  ،چې د ډیورنډ کرښې دلمنځه تللو اغیزه به  د کشمیر پر کنټرول کرښه باندې  خامخا  پریوځې . هندوستان  د خپلې خپلواکې څخه ترنننه  د پاکستان سره  داوږد مهاله دښمني او له افغانستان سره د اوږد مهاله  د دوستي  سره د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانان  د بیا یوالې  او د ډیورنډ کرښې د لمنځه تللو په اړه کوم خاص رسمي دریځ نه دی څرګند کړي . هند کولي چې د پاکستان  سرعت  هغې ژورې کندې ته چې  دی ورروان دی نوره ګړندي کړي . پاکستان هم کولې شي  د کشمیر په لانجه کې  هند له ځانه سره هغې ژوري کندې ته  چې دی وروان دی له ځانه سره یوځاې  ګړندي کړي .                       که کشمیر پاکستانې شي، د هند د دولت ایدیالوجې ترخاوري لاندې کیږي  او که کشمیر هندي شي بیاد پاکستان د دولت ایدیالوجې تر خاوري لاندې کیږي . د کشمیر د کړکیچ یواځیني حل لار د کشمیر خپلواکې ده  . د کشمیر دکړکیچ سره  همداوس په سیمه کې نوي بیلتون غوښنوونکې غورځنګونه رامنځ ته شوي دي .              هند  او پاکستان د کشمیر له خپلواکې څخه ډیره اندېښنه لري . په هند کې  سیکان  دخلستان دولت جوړوي،اسامیان  یو خپلواک اسام جوړوي اوبنګالیان  یو لودیدیځ   بنګال  جوړوي .  په پاکستان کې  بلوڅان د  یو خپلواکې  بلوچستان  لپاره مبارزه  کوي او پښتانه د افغانستان سره د پښتونخوا یو ځاې کیدل غواړي .

۹ .  پایله   :                                                                                                                                                                                  پاکستان د رامنځته کیدو سره سم  دغه هیواد د خپلو  دوو ګاونډيو هیوادنو  هندوستان او افغانستان  سره  د خاوري په سر کړکیچنې جګړیزي  اړیکې  تراوسه لري . پاکستان د هندوستان سره د کشمیر د ویش په سر  او  د افغانستان   سره د ډیورنډ کرښې  په اړه   نا حل شوي دځمکې په سر کړکیچونه لري .                                                           پاکستان له هند سره د کشمیر له لانجې څخه  پرته کومه بله مهمه ستونزه نه لري . نړیوال باید د کشمیر کړکیچ  ته له سره بیا جدي پام وراړوي .  په مرکزي اسیا کې دایمي سوله د ډیورنډ کرښې او د کشمیر دکنټرول کرښې سره  تړو لري . نن د هند او پاکستان اړیکی تر بل هر وخت سمې  شوي دي . دبیلګې په ډول د پاکستان او هندي کشمیر ترمنځ د سوداګریو او بسونو لار،چې پخوایې چا تصورهم نشو کولاي، په دې ورستیو کې دغه لاره پرانیستل شوي ده .                                                                                                                                                                                                          په دې کې هیڅ شک نشته، چې پاکستان  دخپل مشر ورور هندوستان  څخه د خونړیوجګړوله  امله  ډیره سخته ویره لري . افغانستان له هندوستان سره تل نورماله  د ګاونډیتوب اړیکې درلودلې دي . پاکستان  په افغانستان کې د هند دغو اړیکو ته د لاسوهنې  او دخپل ځان لپاره د ګواښ په سترګه ګوري . پاکستان په افغانستان کې د هندوستان  شتون ته د خپلې سیاسي پوځې ستراتیجې   لپاره ګواښ بولې .که چیري  هند له افغانستان سره همدغه  نورماله اړیکې  یواځې د دې لپاره کوي، چې پاکستان په خپله سیاسي محاصره کې ونیسي .نو هند  په افغانستان کې یوه ستره اشتباه کوي . د هند موخه به  له افغانستان سره لکه د پاکستان  په څیر یواځې د جګړو اور ته لمن وهل وي او بس  .هند اوپاکستان  باید وپوهیږي  چې پښتانه نوره د دوی دجګړو د اور لرګې نه دي . ظاهرآ  د اسي بریښي چې  دغه دوه نه پخلاکیدونکې تاریخي دښمنان  او سیالان  هند او پاکستان  په افغانستان  کې د خپلو  نورو نویو سیاسي اغیزو لاسته  راوړلو لپاره  سره ښکیل شوي دی . دوی هڅه کوي په افغانستان   کې د یوبل ګټو ته زیان ورسوي  . هندوستان به هیڅ وخت  ونشي  کړي ، افغانستان د خپلو   ګټو لپاره د  پاکستان  په وړاندې استعمال کړي . بلکې افغانستان به  هڅه وکړي هندوستان  لکه  دنړۍ نور دوست هیوادونه د خپلو  روا ملي ګټو لپاره د پاکستان سره د ډیورنډ کرښې د حل په لاره کې په خپل څنګ کې ودروي . نن د نړۍ  هر هیواد پال  وګړي  ته خپل وطن  کشمیر دی .                                                                                                                              نن  په اسلامي نړۍ کې  دافغان  له هندوکشه تر مراکشه  ملي پا څونونه  داستعمار، استبداد،ترهګري او زورواکۍ  په وړاندې  پیل شوي دي . نن  دنړۍ د هر آ زادي غوښتوونکې انسان د نده ده،چې د هند او پاکستان څخه  د کشمیر یانو خپلواکې غوښتنه وکړي اودافغانانو  پښتنو اوبلوڅو د یوالې له  حقوقو څخه  ملاتړ وکړي  .

پای

اخیځلیک      :

 

)1(.Vgl Gangul, Sumit (2001) Conflictunending India- Pakistan tensions since 1947, Aufl.New York Seite 10

Vgl. Wortlaut der Pakistan –Resolution/Lahore der All India Muslim League vom 04.03.1940 

 

 

)2(.Swami, Praveen 2007 Asian Security Studies: India, Pakistan and the secret Jihad the covert

war in Kashmir 1947 -2004 1.Aufl.New York / London Seite 15

3. Man , Michael 2007: Die Teilung Britisch-India 1947 Blutige Weg in die Unabhängigkeit

 

  )4(.Vereinte Nationen  : Resolution 39 ,v.17.01.1948 v. 2001 , 1948, 47 v. 21.04.1948

The India-Pakistan Question

 

)5(.Rothemund, Dietmar (2002 ) Kriesenherd Kaschmir Der Konflickt der Atommächte India und Pakistan

Ganguly, Sumit ( 2001 ) : Conflictunending India-Pakistan tension since 1947 , Oxford Universität Press Yew York Seite 16 .

6.Lichtenthäler, Volker (2001): Der Kaschmirkonflikt. konflikte.Kaschmir Stand: [21.02.2002]

)7( . Eu, Geoffrey / Halliday, Tony (Hg.)(1990): Apa Guides - Pakistan. - München: RV Reise- und  Verkehrsverlag. S.67 / 68

Kulke, Hermann / Rothermund, Dietmar (1982): Geschichte Indiens. - Stuttgart: Kohlhammer. S. 367 : ,,Bangladesh"

)8(  . Vgl. Wagner, Christian: Jenseits von Kaschmir, SWP -Aktuell 2004/A 46, Oktober 2004,

)9(.  Vgl. Rieck, 2006, S. 360.

 

- بېرته شاته