(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

 د افغا نستان د روان کړکیچن حالت په دننه کي د امریکا د فوځي اډو جوړول د افغا نانو د نظر د  څیرڼي او بحث لاندي مو ضوع اوس ډیره ګر مهاو تودهده.زیا ترودوستانو خپل نظر د خپلیځانګړۍزاویهاو  شخصي  سوچ اودرک له لاری څر ګند کړي دي. ولي د ټولو دوستانو نظر ته په درنښت کتلو سره غواړم خپل نظر هم څرګند کړم.

 د افغا نستان ملي اردو او ملي فوځ تر اوسه پوريد هیواد په کچه پهجنګي بمباردونکی الوتکو،جنګي کشفی او محاربوي الوتکواو هلیکوپترونو، درونوجنګي زغره والوټانکونو، دهوايی مدافعي قواوو،دتو پچيزغره والوقواوو،  د توپچي لنډ منزله او اوږد منزله  ریا کتیفي قوياو د رادار فعال سیستمدستګاوی  او همدارنګهپهډول ډول جنګيمحاربويما شینونو سرهمجهز او سمبال نه دي. سر بیره پر دي د افغا نستان په ملی فوځ کي جنګي مسلکی روزل شوی  پرسونل ، مسلکی جنګي محا ربوي افسران او د جنګي وسایلو د تخنیک ماهر کسانو کمبود هم له ورایه ښکاري. په افغا نستان کی د امریکی او ناټو د لسو کلنو په شتون کی بیا هم دغه نیمګړ تیاوي پوره نشوي. د افغا نستانپه سیاسي  ډګرکيسیاسيګو ندونه په رسمی توګه تر سلونهزیا ت شول، د ملی فوځ لوړ پوړی چارواکي( جنرالاناو مارشال)د مجا هیدنو  او جنګ سالارانوکی  له ډلي څخه دي، او د ملي فوځ لوړ پوړي چارواکي هم بیله دي چه مسلکی وړ تیا ولري د همدغو سیاسی ګوندونو له ډلو څخه دي.  دفني، تخنیکي او مسلکي افسرانو لپاره یواځي په لنډو کور سونه سره اکتفااو قنا عت وشو، فوځی مسلکی روزنه په ډیر ځنډ سره په ټپه ولاړه ده، او د راتلونکي زبر دست مجهز ملي فوځ هیڅ نښي او نښاني  په ستر ګو نه لیدل کیږي او جنګي مورال اوروحیه هم ډیره کمزوره شوی ده.                                                 

 د ایساف، ناټو ، امرکایی  قواوو او مليفوځ تر منځ ریښتني همکاری او مساعدت  وجود نه لري . محاربوی دسپلین او لوړه جنګي روحیه نشته.  نو څنګه کیدای شي چه مونږ د خپلی خاوري دځمکني تمامیت او دغلیمانو په مقابل کي په تش لاس و جنګیږواو د خود غرضو ګا ونډیانو د حملو په دفاع کيبیاپه کلکه ودریږو.د امریکی دولت له اوله سره نه، نه غوښتل چه زمونږ مليفوځ په پښو ودروي او نه هم اوس غواړي چه دا کارسرته ورسیږي.زمونږ پخوانۍسل  کلنهاردو اود ملي فوځ محا ربوي، ترانسپورتي ،تخنیکي ، مخا بروي اوجنګی پرسونل د ټولوجنګي  وسایلو سره قصدًاپه بشپړه توګه له منځه ولاړي،او تر ننهپوري  مونږ خپلواکپیاوړي ملي ځواکمن او سر لوړ ملی فوځ نلرو اوبل ته د انتظاروختونه تیرووتر څو پخپل لاس خپل ملي فوځ  او اردو له سره جوړه کړو او پر پښو یی ودروو.دا ځکه چه دیوه آزاد او مستقل هیواد لپاره یوه مجهزفوځ او ځواک منه اردو د عا مو ضروریاتو څخه ګڼل کیږي.                                                    

که امریکا وغواړي چه خپلي فوځی اډئپه افغا نستان کی ولري نو دا بیا د امریکا او افغا نستان په اړیکو پوری اړه لري. امریکا  دافغا نستانخاوری  ته په خپله اراده بیله کومی اجازيراغلي ده او د فوځی اډو تصمیم به هم پر ته له دي نه چه قانونی مر حلی پلی کړي  د عمل ډګر ته بهورور سیږي. بلی مونږ افغانان قانونی حق لرو چه ددی اډو په هکله خپل نظر څرګند کړو، داچه دا نظر به تر کومه  حده ځانکړي ځای ونیسي او که نه؟؟؟دا بیا  بله مو ضوع ده. ولي په پرنسیپ کی دداسيکمزوريلغړ هیواد لپاره لکه افغا نستان  د فو ځېاډو شتون په لنډه محالوختکی ضروري ګڼل کیږی،په دی شرط چه د افغا نستان په داخليچارو کی فو ځي لاس وهنه ونشي، لکه په نورو هیوادو کيچه د فوځی اډو ځای، سر حد او چارپیریال په ځانګړي توګه په ګو ته شوی دي.ولی په افغا نستان کی په اوسنېمحال کی د ځایی خلکو ژوند یواځی ددغو امریکا یی فو ځیانو له لاسه په خطر کيلویدلی دي،او هر ه روځ زمونږ بی ګناه هیواد وال خپل خوږ ژوند ددويد نا سنجسو او بی ځایو بمباردونوله کبلهله لاسه ور کوي. او دا لړۍ لا تر اوسه پوری نه ده ختمه. امریکا او نور اروپایی هیوادونه باید خپل دریځ  ډیر ژر روشن کړي.افغانی حکومت هم دنده لري چه د نړیوال قانون پر بنسټ د فو ځي اډو ټولی لاري چاري په غور سره و څيړي او د سمون لړۍ یی د خبرو او مشورو له لاری حل کړی. تر څو په دی لاره کي د راتلونکي ستونځي د را منځ ته کیدو مخه په ټینګه ونیول شي.

 ولی محمدنورزی

- بېرته شاته