(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژوبل احساس

زموږ د کلي په لوۍ بازار کې د لاری دواړو غاړو ته د ريړۍ (ګاډيو) قطارونه ولاړ دي.څوکسبزي خرڅوي ، څوک ميوه دانه او څوک منياري وغيره - دوۍ دومره ګڼه ګوڼه جوړه کړې وي چې په لاره تګ راتګ اسان نه وي په دې بازار کې يوه زړه غوندې ريړۍ د څه مودې نه اوړي راوړي - دا ريړۍ دومره زړه ده چې يوه پايه يې يوه خوا ته کږه وږه روانه وي او بله پايه يې بلې خوا ته ، او چې سړی ورته ګوري نو وايي : دغه ده راغورزي.چې اوګورې نو په دې ريړۍ کې يو موټی مړاوي باتينګڼ ، يوه لپه ټماټر ، يو جولۍ بينډۍ او يو قوده ګند هنه پراته وي او په زړو خړو جامو کې يو د لوړ قد سړی چې په سر يې زړه خيرنه د کپړې ټوپۍ (خولۍ) او په پښو شليدلې ګنډلې څپلۍ وي ، روان وي لاسونه يې د ريړۍ په پيډل وي چې ديکه ورکوي. په پښو ورو ورو داسې روان وي چې د کمزورۍ نه ټول خوځي او په سترګو هر خوا اوتر اوتر ګوري . سړی نه پوهيږي چې ددې نابلده ماحول نه بوګنيږي ، که اخوا ديخوا ځکه ګوري چې څوک به راشي او دده نه به څه سودا واخلي . چې کله زه مازيګر ماښام په دې بازار ځم راځم نو اکثر ټول د سبزۍ دوکانونه بند وي .خو دی کله يو ځايې کله بل ځايې د خپلې ريړۍ شاته ولاړ وي . کله چار چاپيره ګوري ، کله خپلې سبزۍ ته ګوري او کله په فکرونو کې ډوب وي ، او ګوتې شميري . ما چې دا ريړۍ او دا سړی په اول ځل او بيا وار په وار يو څو ځلې اوليدلو نو ورته مې فکر شو، چې دا څنګه ريړۍ وال ، څنګه يې سودا او څنګه يې حال دی؟ پوهـ خو شوم چې د بازار د نورو ريړي والو په شان افغان مهاجر دی.خو متوجه ورته ځکه شوم چې نه يې د نورو ريړي والو په شان کړه وړه وو ، نه ډکه ريړۍ ، نه سمه سودا ، نه سم رفتار ، او توجه مې هره ورځ په دې زياتيده چې څه وخت به زه ده ته ښکاره شوم نو چې زه به ده ته نزدې کيدم نو ده به په مخ د شليدلي څادر پيڅکه واچوله ، يا به يې مخ په بل لوري واړولو ، يا به يې ريړۍ پريښوه ، يو طرف ته به شو ، چې زه يې اونه وينم .نو په دې زه لا زيات ده ته حيران او متوجه شوم. يوه ورځ دی د يو بوډا غريب فقير خريدار سره په خبرو ؤ چې د وروستو نه پرې زه راغلم او چې راتيريدم نو دده څهره مې په نظر شوه او په توره لويه ګيره کې د نيمې نه زيات پټ مخ او ځليدونکې سترګې مې اوليدې . سترګو يې زما په زړه او ذهن د يادونو چپه راوسته ،خو ما دا سړی پوره ونه پيژندو، ځکه چې زه يې اوليدم نو نو زر يې مخ بل خوا واړولو، ولې چې ما د يادونو په شيبه کې په ذهن او زړه زور واچولو نو دا سړی راته هغه ليکوال او شاعر ښکاره شو ، چې د افغانستان د ادب او کلتور يو ښاغلی زلمی وو . چې په حافظه مې زور واچولو نو د افغانستان د لوۍ او مشهور اخبار (هيواد) د افغانستان د انقلابي حکومت د ورځپاڼې (حقيقت انقلاب ثور) د ادارې نامتو غړی وو، او چې د کابل مشاعرو کې به خپل کلام اورولو ته پاڅيدو نو د انقلاب ملي جذباتو ، هنر ، فن او ښکلا ګلونه به يې شيندل. خو بيا مې زړه ته اوويل چې نه! دا هغه نه دی. دا حالت ، دا غريبي ، دا بده ورځ ، دا در په در ، دا ريړۍ ، دا ، دا، دا، دا هغه ندی - هغه دلته څه کوي؟ هغه پيښور کې حيات اباد کې ، کالونۍ کې ، چيرته د ملګرو يا نورو مهاجرو سره به وي ،د اکوړي په دې بازار کې په دې حالت کې څه کوي؟ او که هغه وي نو بيا دا زما نه ځان ولې پټوي؟. يوه ورځ چې زه دده د ريړۍ سره تيريدم او ده رانه مخ واړولو نو زه ورته اودريدم او تر هغه روان نه شوم چې دی مې سم پيژندلی نه وو. هو ! دا هم هغه ليکوال او شاعر وو چې ما ګڼلو او له دې نه پس يې ما سره تګ راتګ شورو کړو .او که دۀ ډير احتياط کولو چې ماته خپلې مجبورۍ ، تکليف او کړاوونه اونه ښايي او هر ځل چې راشي نو ما سره بس ادبي خبرې کوي او بل دا تپوس کوي چې افغانستان کې به کله امن راشي؟ ولي ماته ورو ورو دده د خولې تر يو حده خبرې معلومې شولې. دې په کابل کې اوسيدواو چې کابل د کافرو روسيانو د وتلو او د هغو د ملګرو کمونستانو نه پس د مسلمان جنګيالو د لاسه په وينو اولمبيدلو او په اور سوزيدو نو ده ليدل کتل او اوريدل، چې د مسلمان افغان د لاسه د مسلمان افغان ژوند ، ناموس ، سر ، مال ، کور ، دوکان ، ماشومان ، بوډاګان ، بازار ، جومات ، لاره کوڅه او ور، در هر څه تالا ترغه کيدل او تباه کيدل ولې ده ويئل چې د مرګ د ويرې کور کلی نه پريږدم . يوه ورځ دده په کور راکټ راغلو ، دده وريره يې مړه کړه . بله ورځ راکټ راغلو ، دده ورور يې مړ کړو. دده خاندان او ګير چاپيره خلک يو خوا بل خوا لاړل . خو دی د کوره بل خوا تللو ته تيار نه وو.جاده ميوند باندې يې وار بې واوه حملې شورو شوې، چې پکې دده وړوکی دوکانګی وو ، هغه هم تالا ترغه شو. کابل کې دده د مجلس او تسلۍ څوک پاتې نه شولاو که څوک وو نو هغه دده نه لری لری سيمو کې اوسيدل او د ګولو او راکټو باران کې هغوۍ ته ورتلل يا د هغوۍ نه خبريدل ممکن نه وو . ټوله ورځ او شپه د راکټو ، توپواو ګوليو ډز ډوز دی يا د خلکو ژړا فرياد دی او يا د مسلمانانو غازيانو د لاسه لوټ مار او بدناموسۍ - په دی لړ کې به هر ماښام د يوی سميی او بلی سيمی د يو کور او بل کور دردناکې او وحشتناکې خبرې خوريدې - په دې واقعاتو کې يوه واقعه د کارته سه (دريمې کارتې) ده . په يو کور کې يوه ښځه خاوند د يوې پيغلې لور او يو لس کلن زوي سره اوسيدل .چې کارته سه کې په کورونو لوټمار او ناموس حملې پيل شوې ، نو يوه شپه د هغې علاقې د محافظه ټولي (مجاهد) په دغه کور ورغلل ، ښځه خاوند يې اوويشتل ، د کور ټول قيمتي سامان ، زيورات او نغدې يې د ځان سره يوړلې او پيغله يې د ځان سره بوتلله او هلک چې خدايې ساتلو نو چيرته پټ بچ پاتې شو . سحر پيغله د ژوبڼ د سين په غاړه په بد حال او بد احوال کې داسې مړه پرته وه ، لکه چې د شپې ليونو سپو هډګوډ خوړلی وي يا يې شلولی وژلی وي . ددی واقعې حال دې شاعر ته دده يو انډيوال چې په دغو ورځو کې يی ښاروالۍ سره کار کولو ، وويلو او ده ته يی اوويل چې بس نور کابل کې پاتی کيدل بدناموسي ده. ځکه اوس د هيچا مال ، حال ، او عزت ناموس محفوظ نه دی. ولې چې دغه کور د مجاهدينو د تنظيم همکار هم وو. چې د داسې خلکو ژوند او ناموس محفوظ پاتې کيدلې نه شي نو نور خلک څه توقع کولی شي؟ . د شاعر کور خو د غريبۍ کور وو ، خو ماندينه (ښځه) او ماشومانی لوڼه يې لرلې نو د هوډ په ساتنه ،د ناموس ويره غلبه شوه او دی سحر وختي پل محمود خان نه د يو بکس ، يوې بسترې سره موټر کې سور شو او شپه يې تورخم ته را اورسوله ، سحر پيښور ته راغلو. ولې پيښور ورته توره تيارۀ ووځکه چې دلته يې څوک نه پيژندل .د يو مهاجر اشنا درک ورته معلوم وو هغه ته يې ځان ورسولو ، خو هغه خپله په ډير تنګسيا کې وخت تيرولو. نو دی په هغه ديره نه شو او د اکوړي په نوم او ډاډ راروان شو.دلته هم نه اسره ، نه وسيله ، نه در، نه دمه - يو څو واری زموږ حجرې ته راغلو خو دلته به زه نه ووم . نو پټه خلۀ به واپس شو ، اخر چې تنګ شو نو د يو مهاجر نه يې په قرض ريړۍ واخسته او دبل مهاجر نه يې سبزي راوړله او مازيګر به يې خرڅوله او دغه شان د کرايې ورکوټی غوندې کور او په نيمه ګيډه ډوډۍ خوړلو جوګه شو . په دغه دوران کې يې زما او د هر واقف سړي نه مخ په دې پټولو چې په داسې حال کې يې ځان معرفي کول مناسب نه ګڼل . نن سبا هم په هغه ريړۍ ګرځولو ورته ځان بد نه ښکاري ،ځکه چې يو خو ورسره بلد شو او بل که د بال بچ سره د يو وخت ډوډۍ خوړلو او د تورو د يشيدلو پاڼو ، بې شودو او بې خوږو چايې څښلو او يو تنګ ترش کور کې د اوسيدلو جوګه شويدی نو ټيکاو شويدی . که بستره د ازغو ده ، خو دا تسلي يې شته چې په ځايې خو پرته ده. که د افغانستان غم خوري ،ولی د ناموس ويره يې نشته . د سفر د سقر هسې کړاؤنو ډير زورولی دی او د وطن زبون حالت يې هر وخت ډير زهيروي ولی د وطن د مينې او خدمت جذبه يې تند و تيز ساتي .ځان د افغانستان د هرې ګړۍ د واقعاتو نه خبر ساتي او د شعر او هنر ميدان کې تر اول زيات پوخ او ګړندی دی . د ريړۍ د سبزۍ په تش د نامې امدن او د بال و بچ د ګيډې نه هره ورځ څه پټ ساتي او چې پيښور کې دده د ملګرو د مشاعرې د جمعې ورځ راشي نو په هغې ځان د يارانو ، سيالانو او انډيوالانو مجلس ته رسوي او چې واپس راشي نو داسې تازه او مست وي لکه چې د کابل د دفترونو د چوکيو د هوا نه يې په غريبۍ او مسافرۍ کې زياته د غيرت او قربانۍ وږمه په مغزو لګيدلې وي .هو! سره زر چې اور ته واچوې نو هغه پاسه شي او پښتون چې سختيو سره مخ شي نو جوهر يې څرګند شي. دا شاعر چې کابل کې وو ،نو دده غوندې زلمي په ډيرو نومونو ياديدل چې په کابل کې امتحانونه راغلل او راغلي دي، نو اوس دوۍ يو نوم ته خوشاليږي او هغه نوم دی : افغان - ميرويس - احمد شاه - چې هلته وو نو ډير بحثونه او تکرارونه به يې کول ، اوس يوه خبره او يو مجلس کوي - امن ، وحدت ، خپله خاوره خپله اختيار. خداې دې اوکړي چې داسې وي. زه خو ددې شاعر د خبرو ، اشعارو او ارمانونو نه همدا محسوسووم او دا د پرون د افتخاراتو ، د نن د مشکلاتو او د سبا د تقاضو زمزمه ده .
د کابل په اسمان سرې لمبې خورې دي رانه سوزي که ميوې دي که غنچې دي د تــاريــخ هــاتــف په چــغه چــغه وايي دې تيارو کې د سبـا مسـتې نـغـمې دي ستـا د زلـفو کـړکـيـچــن تـور تـم تـه ګورم پکې رنګ د ښــکلا د ميمونې دی
- بېرته شاته