(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کی د

تاریخ پوهانو او څیړونکو د پښتون قام موجودیت د مسیح څخه 1400 کاله پخوا اود نوی پلټنی له مخی د مسیح نه دری زره کاله وړاندی او د پټی خزانی په حواله پنځه زره کاله مخکی ښودلی دی،او د پښتولیک چې پخوا میخی و پوهاند ډوکتور ګل جانان ظریف دوه نیمم زره کاله د مخه راپه ګوته کړیدی. (ظریف ګل جانان میخمری ډیبونه 2500 کاله پخوا کال 1996 پیښور ) که وروستی تاریخی دور ته لږ وګورونو پښتنومشرانو میروس نیکه ،احمد شاه بابا اوخوشحال خان بابا د یرغلکروپر ضد ښه په زړه ورتوب مبارزه کړی او میدان ئی د جنګ په زور ګټلی دی. ددوی څخه و روسته په پښتنو مبارزینو کی باچا خان (فخرافغان) د عدم تشدد لاره غوره کړی وه، محمد افضل خان ( خان لالا ) وائی " باچا خان لومړنی پښتون دی چې هغه د توری په زور نه ، د سردار په حیث نه بلکی د یو پښتون په حیث مبارزه شروع کړه" (پښتون رساله جرمنی 8 ګڼه کال 1990 جنورۍ میاشت). باچا خان بابا دا کوشش کاوه چې د پښتنو د خپل منځی بی اتفاقیو او شخړو او بدو رواجونو مخه ونیسی او په دوی کی په مورنۍ ژبه ﴿ پښتو﴾ زده کړه عامه کړی او پښتانه د علم خاوندان شی. نو په 1921 میلادی کال ئی په اتمانزو کی یوازاد سکول ( ښوونځی) جوړ کړ. په کال 1928ع د مۍ په میاشت کی ئی د پښتو ژبی او ادب د ودی او پر مختیا د پاره پښتون رساله جاری کړه چې کله اوه ورځنۍ کله لس ورځنۍ کله میاشتنۍ او کله به دری میاشتنۍ خپریدله چې پښتنو ادیبانو،پوهانو او شاعرانو ته ئی د نظر د څرګندولو زمینه برابره کړه. د مبارزی پدی لړ کی فخرافغان باچا خان بابا په 1929 ع کال کی د خدای خدمتګارانو د غورځنګ یا تحریک بنسټ هم کیښود. په 1930ع کی باچا خان بندی شونو پښتون رساله هم بنده شوه چې بیا د 1931ع کال د مۍ په میاشت کی پښتون رساله ښاغلی عبدالخالق خلیق ته حواله شوه چې رساله په ډسمبر کی چاپ شوه نو بیا بنده شوه په کال 1938 ع کی پښتون رساله يو ځل بیا جاری شوه او په 1941ع کی بنده شوه په 1945 کی بیا خپره شوه او د پاکستان د جوړیدو سره سمه بیا بنده شوه چې دی لړۍ همداسی دوام وموند (پښتون رساله ،پیښور 8ګڼه کال1992 د باچا خان خصوص نمبر). پدی ترڅ کی د ' پښتون رسالی' دبانی فخرافغان باچا خان بابا په غوښتنه او د PSDP د مشر ډاکتر کبیر ستوری په لارښونه د پښتون سوشل دیموکراټیک پار ټۍ (PSDP) په جر منی کی د ٰ پښتون ر سالی ٰ خپرولو ته ملا وتړله. په 1981 ع کال کی ئی یوه ګڼه په المانی ژبی هم چاپ او خپره کړه. په 1982 ع کال د مارچ په میاشت کی ئی لمړنۍ ګڼه چاپ او تیته شوه. چې اخباری بڼه ئی لرله. د ضیاالحق د رژیم له خوا د" پښتون رساله" چې په جرمنی کی د پښتون سوشل ډیموکراتیک پارټې (PSDP) له خوا چاپیده د قابل اعتراض موادو په بهانه ضیط کړه. (روزنامه مشرق پشاور اوروزنامه شهباز پشاور) خو پښتون سوشل ډیموکراتیک پار ټۍ (PSDP) د پښتون اخبار خپرولو ته دوام ورکاوه او په 1984ع د اګست میاشت کی ئی دویمه ګڼه، 1985 ع کال په فرورۍ کی دریمه ګڼه، په 1986ع کال جنورۍ کی څلورمه ګڼه په 1986ع کال اکست میاشت کی پنځمه او په 1987ع کال نوامبر میاشت کی 6 مه ګڼه او همداشان د 1995 ع کال په جنورۍ کی ئی تر یولسمی ګڼی پوری هم خپره شوه. د پښتون سوشل دیموکراتیک ګوند (PSDP) د خپلی ګوندی مجلی ' پښتونخوا Pashtoonkhwa ' تر څنګ د باچا خان بابا د پښتون رسالی بیرغ هم اوچت وساته او د باچا خان بابا د عدم تشدد د نظر ئی په عامولو کی پوره ونډه لرله، د پښتنو د حقوفو دفاع او ملا تړ ئی کاوه. لکه څنګه چې د پښتنو د ازادۍ سوکالۍ او ابادۍ په خاطر باچا خان بابا 37 کاله بند ( جیل ) تیرکړ او ستونزی ئی وګاللی همدا شان پښتون رسالی هم ډیری تودی سړی او بندیزونه وګالل او د وخت دتاړاکونو او نادو دو سره سره ئی ځان تر دی دمه د پښتنو د خاوری وتلی او پیاوړی ادیب او شاعر رحمت شاه ' سا ېل' صاحب ته راورساوه. نو امید دی چې پښتون رساله به د ساېل صیب د زمه واری لاندی پښتون قام ته د ځان پیژندنی روحیه ورکړی او د پښتنی کلتور او ادب د لا پر مختیا د پاره به پښتانه لیکوالان، شاعران او پوهان خپل اواز قوم ته ورسوی د باچا خان نظر ئی ته به د عمل جامی واغوندی او ددی ټوټې ټوټې قوم د یووالی غوټۍ به یو ځل بیا ګل شی. جرمنی:۲۰ می ۲۰۰۶ - بېرته شاته