(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون افغان عام وژنه...

د پښتون افغان عام وژنه سركښته اچول كه پورته..؟                                   
زه چا پورى وهلم چى ووراني ته مخامخ شوم په دي باندى دغور كولو وخت نه دي خو د افغانستان په ورانى كښې چې دواړو ګاونډي اسلامى ملكو د نورو د ګټو دپاره كوم رول لوبولي هغه نه ايرونكي دى كه هغه د پخوانى شاه ايران محمد رضا شاه پهلوي وخت وي يا كه د هغه وروسته يا د بل ګاونډي دايوب خان جنرال دوروي يا د هغه وروسته دوي كله هم افغانستان د خپل ګاونډي اود يوه ودي لرونكي هيواد رامخ ته كيدو ته ايله نه د كړى او دا هڅي دواړو وكړه چي د دوي لاس پوڅي پاته شې چي هميش و دوى ته اړوي كه شاه وو يا دا بل چي خپله ځان پاچا ګاڼي دوي د نورو لاس پوڅي وو نو ځكه دوى  هر يوه  نورو د ګټو په خاطر كولي او افغانستان د دوى د دهغه دواړو د تګ لاري څخه دومره مجبور شو چي و نورو ملكو ته سترګي واړوي په زياته بيا وخپل لوئى ګاونډي شوروي اتحاد ته چي د هغه څخه هر اړخيزه مرسته وغواړى خو هغه هم مرستي  د خدائى په نامه د افغانستان سره نه كولي بلكي خپله ايجنډااوخپلي ګټې ې څارلې چي پايله ې د شهيدداودخان شهادت او دده حكومت ړنګيدل وو چي د هغه لوئى ګاونډي د هغه څرګندونه په دسمبر ۱۹۷۹ء كښې هغه وخت وكړه چي د بل انقلاب په نامه ې ببرك كارمل په خپل ټينك باندى سپور د خپل سره لښكر په مينځ كښې كابل ته دننه كړي څونى توپير د يو ملك او هيواد په سړيو كښې ښكاره كيږى. نيم كال د مخه هم د افغانستان د هغه ولسمشر سردار محمدداودخان په مسكو شوروي اتحاد كښې د دهغه ملك د وخت پاچا برزنيف ته څه خبره كوي چي چا د هغه بل افغان په خپل ټانك سپور د افغانستان مشر جوړ كړي چي اوس دا دتاريخ يوه برخه ده چي دلته ځائي نه لري خو افغانستان هم كولي شوي چي ددهغه دوو ګاونډو ملكو وارو و امريكا او نورو ملكو ته ځان نزدې خوكړى  هغه د افغان د وخت پاچا او دده و ولس ته د منلو وړنه وه ځكه چې دواړو نړۍ والو لوئى قوتو سره په برابري خبري كوله هغه څه ې نه كول چي خواراو غريب به د خدائى د خوا جوړي خو سپې د چا لخوا ې نن چې افغانستان د جګړى ډګر جوړ شوي دي ددې علت به موږ د تاريخ په پاڼو كښې لټوو خو بلې خواته دا دواړه ګاونډي دسيټو او سينټو غړۍ وو.
                        په اسلامى نړۍ كښې د ناپيله ملكو په ليكو كښې دوه اسلامى ملكونه لكه افغانستان او عراق وو چي پياوړي پوځونه ې لرل چي چاته اجازه نه وركوله چي د دوي په ملكو كښې لاس وهنه وكړى د افغانستان پوځ هغه وخت بې خونده شو كله چې د شوروي اتحاد د سرو لښكرو سره د خپلو حكمرانانو په لارښودنه ورسره ملګري شو او بيا داسې وخت راغي چي د هغه پياوړي پوځ د مينځ څخه واستل شو او په ګاونډيانو كښې په دى خوشحالى وشوي اوافغانستان د نورو و لاس وهنو ته پاته شو چي د نن پوري څه روان دي هغه موږ وينو د عراق د پوځ سره څه وشو هغه هم د پرون ورځي خبره ده د عراق د پوځ د مينځ څخه د وتلو وروسته چي څه وشو  هغه هم د چا څخه پټ نه دي او دي ملك ته د نورو په ځانګړى ډول دګاونډي ملكو لاسونه ورته ايله شول چي پايله ې دا شوه چې و دهغه ملكو ته باندني ځواكونه ورننوتو بيا چي دا دواړو ملكو كښې كوم وراني وژني وشوي او كيږى هغه هم وټولي نړۍ ته څرګنددي داسي نه چي دا پخپله وشو بلكي دا د يوه پروګرام او تګ لاري سره سم تر سره شول خو ډولونه ې ډول ډول وو چي بيلې بيلې پلمي ې ورته جوړي كړي چي و نړۍ ته يو جوازو لري څوك د دهغه لوئى لوبى لارښودان اوډائركټران دي او څوك ې لوبغاړي دي او څنګه مخونه او څهري لري خو دهغه لارښودانو حالات داسي جوړ كړي دي چي ډېر لږ كسان په پوهيږي چي كوم مخه كومه بڼه خپله كړه.
                        كه د تېر ولس پنځلس ورځو ناخوالي چي په لر بر افغان او پښتون سيمه كښې وشوي نولږو ډېر پنځه سوه هر ورځ  وګړى ووژل شول او نورو ژوبل شول نورمالي زيانونه څومره وشول هغه خو د سره څخه نه شميرل كيږى دا مرګونه نړۍ پوځي ځواكونو هم وكړو او طالبانو هم وكړو ولي چي د افغان ولسمشر حامد كرزئي په خپله وينا كښې دطالبانو دوياند  نومونه واخستو(زبيع الله مجاهد يو بل) چى دوى د هري وران كاري پړه په غاړه اخلي بيله ددي توپيره چي څومره افغانان او پښتانه ووژل شول په تيرو دهغه ورځو په پيښو كښې د جلال آباد د كابل بينك چاودنه د كندهار او بولدك چاودنى د كنړ د ولايت دوي خو نړۍ پيښې د كندوس چاودنى د پيښور او د پيښور شاوخوا چاودنى ځان وژونكي بريدونه د ائتلافى ځواكونو بمباري او د بى پائيلټ الوتكو ميزائيلي بريدونه دا ډېر د وژلو او ژوبلو د پيښو لاړ دي چي سره راټول شې نو ځانى زيانونه به نور هم زيات شې او چي اټكل وشې نو داسې ورځ نه وي چي تر سل زياته افغان پښتون نه وژل كيږى.
                        دلته موږ داخبره نه كوو چې څوك چا ووژي بس هم خبره په ډاډ كوو چې د هر څه د پښتون افغان د نسل كشى عام وژني يو جوړ شوي پلان دي چې تر هغه وخته پوري به روان وي چي په پښتون افغان ې دل نه وي ګډ كړي ولي چي دمالي ګټو دپاره دوى هيڅ بشري وياړ منلو ته تيار نه دي چي نه يواځي دتېرو كلو پيښو داوښووله بلكي اوس اوس په عرب ملكو كښې شوي پاڅون او بيا په زياته بيا د ليبيا سره د دوى كړه وړه په ډاګه شول كښكي په افغانستان كښې د نوي پيړى د پيل كيدو څخه داسي حالات نه وي جوړ شوي چي د هغه باندني ځواكونه و افغانستان ته نه وي ننوتلي يا هغه وخت چي په عراق باندني ځواكونه ننوتل اسلامى نړۍ ې مخالفت كړي وي صدام حسين دي ليرى شوي وي خو د باندنيانو په زورنه بلكي د اسلامى نړۍ په لارښودنه دا كار شوي وي خو پښتانه وائى چى ځوي هغه وخت ترڼه چي خرليوانونه وي خوړلي اوس خو اوبه هم تر ورځ تيري شوي دي.
                        موږ په وارو وارو داخبره كړي ده چي د پښتانه افغان په ضد دهغه د سيسه او لويه لوبه يوه نيمه دوې پيړى د مخه جوړشوي ده په لومړيو كلو كښې د انګريزانو پښتانه په بيلو بيلو برخو وويشل بيا ې د دوي په ضد داسې د سيسي جوړي كړى چي ځائى په ځائى ې وچ ودرول دومره وارې ورنه كړى چې خپل قومى اقتصاد ورغوي د غازي امان الله خان وارو حكمران ې په ملاد دي كبله دخپل هيواد څخه وشړي چي هغه غوښتو چي افغانستان اقتصادي پرمختيا وكړي ددي وروسته چي نړۍ والي چاري امريكا ترلاسه كړي په ګاونډ كښې داسې خپل لاس پوڅي وكارول چي لاره په وتړي او ساءې ور ودروي چي د هغه وروسته امريكا او انډيوالانو افغانستان وټاكي چي اشتراكيت ته هم په دهغه ملك كښې ماته وركول كيدي شې ولې چي چاپيريال دهري خوا جوړ وو د روس يا د شوروي اتحاد دراتلو سره سم د پښتون افغان د مينځ څخه د وړولو عمل پيل شوى چي اوس ې د نسل د مينځ څخه د وړولو دهغه نړۍ وال عمل روان دي چي څوك په دي ځان نه پوه كوي هغه تيروتنه كوي اوس چي امريكا او ائتلاف چي دا خبره كوي چي تر ۲۰۱۴ء پوري به د افغانستان څخه ستانه كيږى دوي كه ووځي يا پاته كيږى د افغانانو په وينو خپل لاسونه دپخوا وارو ككړوي ځكه چي په افغانستان كښې د ګاونډيانو په ګډون نور ملكونه هم ګټي لري و خپلو ګټو ته د رسيدو دپاره د دوي په مينځ كښې د افغانانو او پښتنو مرګ ژوبله كول توپيرنه لري او دا هر څه زموږ ومخ ته شوي دي ولي چي د نړۍ والو چي كوم فكر كړي دي دوي دا سنجوي چي هم دهغه وژنه به نورديش كاله دوام ولري چي څرګنده خبره ده چي هغه به هم دهغه پښتون افغان خاوره وي چي څرګنده خبره ده چي څوك به وژل كيږى.
                        وخت ددې نه دي چې هر څه خبرواترو ته پاته شې بلكي په عملي ډول څه وشې چې دهغه جوړيدلي ملت د هغه  اوږده ناورين څخه وځغورل شى خو څنګه..؟
                        ۱..لومړى بايد داومنل شې چې دا نړۍ واله د سيسه د پښتون افغان نسل كشى وكړده.۲..هغه څوك چي د نورو تر اغيزو لاندي نه دي او يواځي د خپل ولس او خاورې د ځغورلو غم ورسره دي هغه سره را ټول شې او نړۍ والو ته دا په كلكه څرګنده كړي چي نور نو خپله نسل كشې نه غواړى. ۳..كه نړۍ وال بيا هم د پښتون افغان ونسل كشې ته دوام وركوي نو دي ملي پاڅون اعلان شى. ۴..يو جرګه ګي دي جوړه شي او په ګډه دي و ملګروملتو ته خپل ږغ نه ورسوي كه د دوي ږغ اوريدل كيږي هم دهغه جرګه ګي دي د ملي پاڅون اعلان وكړى. ۵..هر يو چې و دهغه لوئى مبارزي ته ځان تياروي هم د هغه شعار دي خپل كړي چي وطن يا كفن ولى كه وطن وو موږ به يو هر څه به وي خو كه موږ نه وو او په دهغه لتاړ كښې راګيروو نو دا باور هم نه شې كيدي چي كفن زموږ په برخه وي كه نه..؟ ځكه چې نړۍ زموږ د وطن او ولس دورانولو په كار پيل كړي دي خو زموږ مشرانو د خپلي خاوري او د ولس دځغورلو دپاره ې په ډېره لويه كچه سرونه وركړي دي هم د هغه خبره ده چي موږ ې په نخښه كړى يو..
كۀ په وينه اباديږي
چې داكور ځان ته ودان كړو
د دې لوئې مقصد دپاره
مونږ يو چغه، يو صلا كړې
لويه خدايه لويه خدايه
دا تيرې په مونږ رڼا كړې
                                                                                             اجمل خټك        
 
محمد نعيم كاكړ
- بېرته شاته