(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارالحرب: طنز

د نوروز  دخوشالي په وياړ یو دولتي سرغنهکارمن    څو نوروسرغنو ته  یو شانداره بنډارجوړ کړ،ټوله خماري ناست وه،چې   یو شین سترګی مونډۍ ږیرې چې په سپین  وړین کوسي ( چپنه)  کې يې ځان  نغښی و  په خبرو خبرو کې هغو ته  وویل:  دا وطن د ارلحرب دی  ، دلته هر څه روا دي،اخیرت نژدې دی ، وخت کم دی، هر څه چې مو لاسته درځي مه یې مانجه کوئ.  پام چې د جنت له لیسته پاته نسئ.
یو پاریدلي وچکولک جام  په لاس کې لکه ملاریانیولی ناروغ  ودرید او  یې
 وویل  :
 هغه رښتیا وايي، هغه خبر دی  ،سپی چې لا څه ونه ویني نه غاپي؟!
  ټولوبنډارینو سرغنو سپین بزرګ ته چې اشنا مالومیده  د خریدار په سترګو  وکتله او د هغه  داخبرې يې په  خپلو یونیممنیو ککریو په ښورولو تایید کړې.
یو چغټانپزې وویل : بزرګ صیب ما دوه زره  زرهدار ټانکونه اوسل جنګي الوتکې د زړو وسپنو په بیه وپلورلې.
بزرګ موټ ورته جرتک ونیوی  او ویل يي : تبریک  او شاباش درته  ووایم!
 د احساساتي وچکولک د زړه  ددیګ له جوشه  سرپوښ وغورځوی او نارهیې کړه
:ناره اې تکبیر!
ټولو جامونه پورته کړه  اوپه یو سلا  یې نارې کړې : الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر
یو وچ سپین ږیرې چې ږغ يې هم لکه خپله نری و،بزرګ ته وویل:
  ما د څلورسوه میلیونو الوتکه په څلور میلونه وپلورله او پیسي مې یو دود کړې
برزګ هغه ته  موټ جرتک  ونیوی اوورته یې وویل :
په سپینه ږیره  دی برکت سه!
احساساتي وچکولک بیا  د زره له سوزه نارې کړه  :
 ناره  اې تکبیر!
ټولوپه یو سلا نارې کړه : الله اکبر الله اکبر، الله اکبر
 بزرګ چې ډیر نشه وو یوازې یې د هر وار نارو  سره  خپل جام پورته کوی
  داچې د غیرت موضوع پيل سوې وه او بې غیرتي خو بیا زموږ د خلکو خاصه نه نسته، نو هر یوه  غوښتله له سیاله  پاته نسي  او تلوار یې کوي خپل نیک کړه  ژربیان کړي ،چې خدای نه کړه  د جنت له  لیسته پاته نسي.
 یو لکه کندو ، پلن سړيځان ته ګوته ونیوله او ويي ویل : دې نر،  یو سړک د درو کمپنیو سره په قرار داد کې ډمبرمالې  کړی دی او همداسی سل کاغذی ښوونځي مې جوړې کړي  او دتسلمی وروسته مي   اور وراچولی دی
 سپین بزرګ هغه ته هم موټ جرتګ ونیوی  او وې ویل :
 الحمدالله ثم الحمدالله  .
احساساتي وچکولک بیا  د زره له سوزه نارې کړه :  ناره  اې تکبیر!
ټولو نارې کړه : الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر.
  یو اوتو سوی چې توره دریشی يې اغوستې وه بزرګ ته وویل : زه نقد کار کوم  هر وار د ډالرو ډک  دیپلومات له  دارالحربه په سپينو سترګو باسم
برزګ درې واري موټ جرتک ورته مخ او شا ته کړی  او ویل يي:
   زهی مرحبا ستا په سپينو سترګو !!
یو وویل: واه واه دا خو بیخي  «کش» جنتي دی.
احساساتي وچکولک بیا  د زره له سوزه نارې کړه :  ناره اې تکبیر!
ټولو ناره ې کړه الله : اکبر، الله اکبر، الله اکبر.
یو لوشتک سر راپورته کړ  ویل يي : ما د موزیم طلایی شیان بهر ته یوړه او د احمدشا بابا توره مېوه  نواز شریف ته ډالۍ کړه !
بزرګ ورته جرتک موټ اووه واري مخی  اوشا ته کړی  او ورته يې ویل  :
   واه واه د مور شیدیدا دې هم  دخرما او هم ثواب  کار کړی دی
بیا احساساتي وچکولک د زره له سوزه نارې کړه :  ناره  اې تکبیر!
ټولو نار ې کړه : الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر.
 بیا یو ترتړک نارې کړه :  ما دحکومت - د پیسو- دجاپانسره-   پن – پن پنځوس زره-ډالره    مر – مر مرسته  - و- و-وکړه  !
  بزرګ له ځایه ورته پورته سو او په حیرانییېسر ښوره
 او په دواړه لاسو جرتکونه ورکوله  او ویلیې :هیڅ چا پوښتنه ونه کړه؟!
 بیشکه د نر زو!
احساساتي وچکولک بیا  د زره له سوزه نارې کړه :  ناره  اې تکبیر!
ټولو نارې کړه : الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر
همداسې  بنډار ادامه لرله
وره ته ولاړ  څوکیدا ر چې اول   د بزرګ  خبرو ته   ډیر په غوسه  وو مګر اخیر د هغه د خبرو تر تاثیر لاندې راغی ،  او له دې لپاره  چې د جنت له لیسته پاته  نسي فرصت غنمت وګاڼه یوه پلنډه یې په شا کړه او ولاړ
کله چې جنتیان بهر راووتل چې خپلو کوروته ولاړ سی بوټونه يي نه وه
 ټولو یو بل ته په  شک سره کتله
بزرګ وویل:
 افرین  سل افرینپه دېڅوکیدار
احساساتي وچکولک ناره کړه:ناره ا ی تکبیر
 ټولو په غوسه وچکولک ته  وکتله
څوکیدار د کوڅې خلکو د پلنډې سره نیولی و  اوپه  وینو لړلی یې هغو ته راوست  اوهر یوه  په خپلو بوټو په سر سر وهه
  بزرګ ورو په ولاړو خلکو تر شا نارې کړه : تاسو هم د ولسه ځان ساتی که يې ونیولاست  پای مو لکه دا دارلحربی غوندې دی
  ملاریا نیوی وچ کولک بیا ناری کړه :
هغه رښتیا وايي، هغه خبر دی  ،سپی چې لا یو شی ونه ویني نه غاپي !
  یو سر غنه  له وچکولکه په حیراني وپوښتل :
مګر هغه  څوک دی؟
 وچکولک ورته وویل : هغه ستاسو وجدان دی !
 یو بل ترې وپوښتل:  نوته څوک يي ؟
وچکولک ورته وویل :زه شیطان صاحب یم!
د ټولو خوله خلاصه پاته سوه .
Phanmal Mhmood Nazari
- بېرته شاته