(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لیونتوب

لیک: الحاج فضل حکیم عندلیب
ددې ټکي یا سړي کوټلی تعریف مې تر اوسه ونه موندلو-که بازار کښې ګرځیدونکي کنځلې کوونکي یا تړې ویشتونکي ته يې وایمنو غني خان به خفه شي-او که غني خان ته يې وایم نو دا ټکی د سوچ وړ دی-بیا چې فکر وکړم نو یوه نکته مې مخې ته شيچې نور لیوني ځان ته پخپله لیوني نه واي او له دې نه خبر هم نه وي چې مونږ لیوني یو او دا نور خلک روغ دي-خو غني خان ځان ته پخپله لیونی واي-د سوچ کړۍ مې بل ځاي ته ورسي او د خپل کلي یو لیونی شاکر مې نیغ مخې ته ودریږي -د ونو د یو ګورټل نه د کوکوکوکو غږ راتللو ما مې خپل ملګري سیفور ته اوییل چې په دې تور ماښام او د څلې په یخه شپه کښې دغلته انسانڅه کوي؟ زما شک وو او د سیفور پوخ یقین وو چې دا غږ د انسان دی-نو زه او سیفور په ویره ویره د ونو ټل ته  چې څو پخوانياو لویدلي قبرونه هم ورپکښې وو ورنزدې شو-چې ټل ته وردننه شو نو ویرې واخستلو ځکه چې دغه غږ د قبرونو د خوا نه پورته کیدهزما په مزغو کښې هغه د منکیر نکیرسوال جواب او د تبلیغي ماما د قیصې هغه غټ غټ ګورزونه تاو راتاو شول-سیفور ښه ډاډه وو خو
چې ما ورته د قبر د عذاب خبره وریاده کړه چې دا خو راته دغه قیصه ښکاري-هسې نه څه زیان راته ورسي مخکښې نه ورځو نو دسیفور نه زړه اووتو رنګ يې تک زیړ شو او خپله اراده مو بدله کړه او بیرته راستانه شو-او سیفور ته مې وییل چې مونږ هم لیوني یوچې په غږونو پسې ګرځو-او منډه مو کړه-په منډه منډه کښې د سیفور په زړه څه چل وشو او راوغورځیده-ماورته ډیرې چغې اوهلېخو خوند يې ونه کړ سیفور مې اوږو ته پورته کولو چې ونو اړخ ته مې وکتل نو څوک راروان وه-د زړه درزا مې نوره هم تیزهشوه-سیفور مې په هغه ځاي پریښودو او منډه مې کړه-په منډه منډه مې ځان د سیفور کور ته ورسولو -او په ور مې راباندې کړلخو د دننه راته د سیفور مور غږ وکړ چې ور خو بیرته پروت دی څوک يې چې دا تمبې دې راته ماتې کړې-زه چې کور ته ورغلمنو ټول راته اکه پکه شول خو څوک مې خبرې ته پريښي نه وو او د سیفور مور ته مې ټوله خبره په زر زر کړېوه-د سیفور د مور په چغو او زوږ خپلوان او د چم ټول خلک راغونډ شول او د ونو ټل ته مو مخه کړه-چې د سیفور خواته ورنزدې شوناست وو زړه مې لږ په ځاي شو چې بلا وه خو برکت يې نه وو-د سیفور د خلې نه خبره نه ختله-دکلي هلکان د قبرونو اړخ ته ورغللولې چې هم هغسې د بنیادم غږ ترې پورته کیده-او څه هلکانو د قبرونو د خوا نه چغې کړې راشۍ راشۍ وګورۍ او ټولو خلکو ورمنډې کړېاو زه هم ورورسیدم-او څه ګورم چې په یوه سوري او لویدلي پخواني قبر کښې شاکر لیونی ناست دی په مخامخ شونډه کښې يې نسوالګولي وو او د کلي په خلکو پورې يې په بړق بړق خاندل-هلکانو د لاسونو نه ونیولو او کلي ته يې راوسته-دغه روغه شپه مې د اورغاړې ته اویستله او په ځان پورې مې سم وخاندل-سبا چې د سیفور خواته لاړم نو ټول خپلوان ترې چاپیره ناست وو بړستن پرې خوره وهاو د کلي ډاکټر هم راغلی وو-په دغه حال کښې پرې لس ورځې تیرې شوې او بیا يې د سیمې روغتون ته ورسولو-د څو میاشتو علاجنه وروسته هغه د ګرځیدو جوګه شو خو په لیونو کښې ځکه شمار شه چې حافظه يې ختمه شوې وه او بې له ژړا او خندا بهيې هیڅ نه ويیل-په ګریوانه يې لاړې بهیږي-هر څوک ترې کرکه کوي-او چې په کوڅه یا بازار کښې يې د کلي د ماشومانوپه مینځ کښې اوینم نو ژړا راشي-او ځان راته وحشي ښکاره شي چې ګوره دا ستا هغه خوږ ملګری دی چې ستا ذ یو وهمله کبله پوخ لیونی شوی دی-خو له دې ویرې نه په ژور سوچ کښې نه ځم چې هسې نه زما نه سیفور په جوړ شي-اوس چې دسیفورلیونتوب ته ګورم نو دده د لیونتوب انداز ناشنا دی-د شاکر لیونتوب خو راته باغي او بې پروا لیونتوب ښکاري-خو خبره د غنيد لیونتوب کوو-زما په خیال ځانته يې لیونی په دې خبره ويیلو چې د زړه به سترګو يې ددې دنیا دا روغ خلک له نزدې نه لیدليوو-د عملي سیاسته ځکه لرې وو چې سم يې لیدلی وو-کاروباریان وکیلان داکټران او د زوند د هرې طبقې خلک يې لیدلي وومال او دولت يې خبل ډیر وو او ددې نړۍ د زمکې او جسماني ډولونو ننداره يې له هرچا ډیره کړې وه-ددې زمانې د روایتي فنکار
تماشه يې د ډیرو ډیره کړې وه-څو مذهبونه او د څو ژبو ادب يې لوستلی وو-او چې ددې ټولو خبرو باوجود يې ځانله دلیوني نوم خوښ کړی وو نو فکر پرې پکار دی-لکه چې هرڅوک واي چې یره فلانی سړی له خدایه نه ویریږي-نو غني واي چې یارهویریږو ترې څه د پاره ویریږي خو سړی د ضرري څیز نه-چې زیان رسوي لکه لکه مار لړم سپی او او نور څیزونه او خداي پاک
خو په خپل بنده له موره هم ډیر خفه کیږي-او غني به خپل رب ته جانان وییلو-لکه خلک چې د قبر د بوي او نومه ویریږيخو شاکر پکښې نسوار لګولي وو او پروا يې هم نه وه-او په مونږ پورې يې خاندل-غني د روایتي او ګوټې ملا ملګری ځکه نه ووچې د وهمونو تخمونه کري-له ژونده منکر وي-او دا خوږه نغمه ورته سانده ښکاري-د استاد د خلې وتلې خبره لکه د ټيپ ریکارډد یو نسل نه بل ته منتقل کوي او د عملي او علمي تحقیق ګڼ کتابونه ورته بکواس ښکاري-د کتاب نه خبره شخص ته ورسي-او شخصیا فرد خو خپل انساني مفاد هم لري نو دغلته تیندک وخوري-او دغه تیندک غني خان په ځانګړي فني بڼه د شعر په ژبه په ګڼو پړدو
کښې نغښتی بیان کړی دی-او له دې کبله چې هغه رب ته جانان وييلی-ځانته پخپله لیونی واي-خو د ملا په خبره کښې ورته څهنه څه خلک هم لیونی واي-د لوږې تندې ذکر يې په کلام کښې د نشت برابر دی-دی دا ځکه چې هغه د انسان د مقامه خبر وواو جانان ته يې نه د ځان د پاره او نه د بل د پاره د دنیا سوال کوو-او یواځې د مینې په نوم يې د مینې سوال کووخو هغه هم په کوزو سترګو نه-او دا د خودۍ پنډوکی يې له لوستنې وروسته بیا لوستونکي ته له دنیا له هره ګوته ځلیږيخبرې ډیرې او سريې یو-خو غني بوهیده چې ګڼ ناپوهان مې لولي نو لیونی په راته واي-او چې کوم رسیدلي او پوهه خلک مې لولينو هغوي ته به دا نور خلک لیوني ښکاري نو د احتیاط د پاره يې هم ځانته لیونی وییلی دی-او ددې خبرې ثبوت يې هم ورکړی-چېځان له قامه بیل نه ګڼي-نو د لیونو سره چې دې کلی شي-نو د لیوني د د نامې نه انکار کول هم بیا لیونتوب وي
****
عندلیب
 
ژوند
 
د خوبونو په شنه فصل د دړدونو غبار-د یار د ښکلې خندا تر څنګ په سرو نرو شونډو د پاړ پتري-د زړه راښکونکو او زړه چيچونکو مړاو سترګو نه د ګلابونو رخسارونو د پاڅه لکه د پرخې څڅیدونکې ملغلرې اوښکې-د ښکلي ګل ترڅنګ تیره ازغي-دسپوږمۍ په مخ داغونه-د دریاب د غاړو تنده--او---د زانګو د پړو چغ چغ-
د ډولۍ د بازوګانو چق چق- د جنازې د کټ جړق جړق-د بیلچې خرپ خرپ او د مټې خاورې دوړه--اواواواو اوږد سفر -مات وزر-
تږی نهر-اورورونکی نمر-سوی نظر-زخمي ځیګر-سراب سراب منظر-او خرڅ شوی سحر--او او او او-د یو زغم د بل ډب-خړې اوبه او ړوند کب-د جونګړې تیره د ماڼۍ شور شغرب
-مهذب مهذب او نیمګړی ادب----او اواواو اونهر لیونی -نیمه شپه -پردی چم-لکه کوچی-لکه چنګړی-لکه تږی بنجاري--هاهاهاهاهاهاها ځانله
د هغه څه غم کوي چې غم يې نه دی پکار----------------د ملا تقریر-د فلسفي تدبیر-د ملک ضمیر-بې علمه پیر-د 
حالاتو زنځیر-او د خوار تقدیر----چا راته وييل دې ته ژوند واي--هاهاهاهاهاهاهاهاها
 

خر


چې څوک چرته د کم عقلۍ مثال ورکوي نو خر یادوي-چې څوک د بیوقوفۍ کار وکړي نو خلک ورته خر واي

-چې د نزدې نه مې خر ته وکتل نو خفه شوم پرې-اوږد مخ هواره پوزه-نیغ او ړقیدونکي غوږونه

-په غټ وجود کښې وړوکی سراوهغه هم له عقله تش-د خپل ساتونکي بې کچه منونکی او په خوراک میین---په سوچ کښې ځم ځم ځم چې د خپل کلي اینځر ګل مې مخې ته نیغ ودریږي-د موصوف څو اوصاف حمیده د خر نه کم نه دي-د ملک بابا د ځوي چې کله هم جلوس یا جلسه وي نو اینځر ګل پکښې له هرچا وړاندې وړاندې وي-توغ يې په لاسونو کښې نیولی وي او خپله مرۍ په چغو وشلوي-په پردي واده او خیرات کښې زرزر مجمې چلوي-او په نازرۍ کښې يې ثاني نشته-د مړي د کور وړومبی او اخیري میلمه موصوف وي-او د قبرونو کنستلو کښې مشهور دی-په سیاسي مباحثو کښې يې د چا پلار نه شي پړ کولی-د جارج بوش د مور او پلار نومونه-د طالبانو په حقله کره معلومات-د اسامه د اوسیدو ځاي-د چین او روس د ایتمي بمونو شمیرد اینځر ګل نه پټ نه دي-خو که څه ترې پټ دي نو هغه د اینځرګل خپل ذات دی-څلور ځامن يې دي دوه په پردي هوټل کښې لوخي وینځي-یو په ګاړي کښې کلینډر دی-او یو د کلي مشهور جوارګر او پوخ چرسي دی-په خپلو بچو کښې يې په یو هم سبق نه دی ويیلی-او که چرته يې په کوڅه ورپيښ شوې نو د اینځرګل کور به د شورشغرب او شرونو له کبله له ورایه وپيژنې-نو بیا راته خر رایاد شي-لکه د اینځرګل بلا اوصاف لري-د سحره تر ماښامه درانده پیټي چلوي او چې د کار ځاي ورته یو ځل په نخښه شي-نو بیا ورپسې شاته د چق چق حاجت نه وي خو پیټی پرې ږده او ځاي ته به يې رسوي او یبا به ځان رارسوي-چې چرته شین فصل یا خره اویني نو لکه د اینځرګل خپله مرۍ په هڼ وشلوي-خو په ّهڼ کښې يې پټ موسیقیت هوښیاران خره لټولی شي-په ځانګړې توګه چې د غره په لمن کښې يې غږ په غرونو کښې تمبیږي راتمبیږي نو ماته د پاپ موسیقۍ د ګډیدونکي سندرغاړي غږ مخې ته شي-چې خوږلت پکښې بیخي نه وي او د ځان سره ټول اوریدونکي هم په حرکت مجبوروي-او ټول میلس ټالۍ وهي-خر چې په جلال کښې راشي نو نو کله کله د خبل ساتونکي نه بغاوت وکړي-او ماته د خپل وطن فوځي حکمران رایاد کړي-لکه خر چې لتې او دنګوچي پیل کړي نو شنه فصلونه او پردي ماشومان هرڅه چقوي-دغسې فوځي واکمن د وطن ټولې ادارې وچقوي او د انصاف په چوکۍ بې غوږونو خر کښينوي او هغه ورله دغه ټول غوبل روا کړي-ددې حالاتو په لیدلو څه سیاسي خره هم د خپلو غوجلو نه هڼ پیل کړي-او د خر امامتي اومني-او بیا يې ورشوڼونه په کلونو کلونو په شنه خید کښې پټ وي-ځم ځم ځم بیرته مې عقل د خر په وجود کښې ورک شي-او وایم چې که خر ته هر څوک کمعقل او خر واي-خو زړه مې دا خبره نه مني-ځکه چې د خر له دې خوبۍ نه انکار د خرو کار دی چې د خپلو اوصافو د اثر لاندې يې نیمه نړۍ راوستې ده د هڼ انداز يې د لتو وهلو د انذاز نه زړه راښکونکی دیاو د خپل پالونکي سره د وفادارۍ انداز يې د بل هر څاروي نه نور زړه راښکونکی دی

- بېرته شاته