(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیاسی حاکمیت او د ملت تر مخ پرتې ستونځې

کابل- افغانستان د۱۳۸۹ کال د مرغومی د میاشتې ۲۰ مه او د ۲۰۱۱ ز کال د جنوری د میاشتې ۱۰ مه نېټه
لیک: نورمحمد غفوری
په اوسنیوتاریخی شیبو کې افغان غیرتی ملت او په تیره بیازموږ دګران هیواد افغانستان وطنپال، ملی او  ولسواک ځواکونه په سختو او برخلیک ټاکونکو شرایطو کې دی. په ټول هیوادکې بی امنی ورځ تر بلې  زور اخلی. په داسې حال کې چې یوه کوچنۍ ډله دملت د عامه، د وګړو د شخصی شتمنیو او د نړیوالو مرستو په برملا او رسوا لوټ لګیاده او د هيواد د اقتصاد انحصار یې په لاس کې نیولی، د ولس ژوند هره ورځ تر تیرې ورځې زیات له سختیو او کړاوونو سره مخامخ کیږی. د سونګ د موادو، خوراکی توکو او د ژوند دنورو  ضروری کالیو او خدمتونو بیه هره روځ لوړیږی.  په ټولنه کې يو ډیر عادی  او معمولی او ان حتمی کار هم له رشوت او فساد سره تړلی دی. اوسنی تش په نامه دولت چې ځان يې د خارجي نظامی ځواکونو او نړیوالې فاسدې کړۍ تر وزرو لاندي پټ کړی دی، پخپل منځ کې له ستونځو سره مخامخ دی او له خپلوخارجی مرستندویانو سره هم ګډه ژبه نشی موندلای. د ولس په منځ کې دا اوسنی دولت ځان ته مشروعیت نشی ګټلای. دادی نږدی یوکال کیږی چې حکومت خپله کابينه نشی بشپړولای. د فساد په ضد هره جوړه شوی اداره د فساد  د کموالی سبب نه، بلکې دهغه د لازیاتوالی باعث ګرځي.  دجمهوری ریاست د انتخاباتو د جنجال  انګازه لا د خلکو له غوږو نه وه لری شوی، چې د ولسی جرګې دټاکنود درغلیو ډولونه ووهل شول.   د بیلا بیلو، ژبنیو، قومی، مذهبی او نوروټولنیزو ډلو ترمنځ تضادونه په پړسیدلو عقدو اوړی. دولتی او حکومتی ارګانونه ددې پرځای چې د وطن په جوړولو او د ملت په خدمت بوخت وی، د خپلو جیبونو او بانکی حسابونو په ډکولو او پخپل منځ کې د ملت د شتمنیو پر ویش په سیالیو اوناندریو اخته دی. دا دولت ددې توان نه لری چې پخپله پوهه  او ابتکار هغه پرمختیایی بودجه چې په واک کې يې لری، په ټولګټو پروژو کې په کارواچوی، خو بیا هم د نورو نړیوالو مرستو د جلبلولو مکرره ادعا هم کوی.
اوسنی ګمارل شوی واکمنان نه خپل ولس ته د خپلو سیاستونو او فعالیتونو په اړه قناعت ورکولی شی، نه له وسله والو مخالفینو سره د بریالۍ جګړې او یا ګټورې روغې جوړې وس لری،  نه له ګاونډیانو سره د سم چلند جوګه دی  او نه هم خپل نړیواله مرستندویه دولتونه له ځانه راضی ساتلای شی.  د اوسنی دولت او حکومت سازشونه او مصلحتونه تر ډیرې اندازې د فرصت طلبو، غوړه ماله، او د مایع خاصیت لرونکو افرادو له پاره د کار ،شتمنۍ او عاید ښه شرایط برابروی، خو ملی ګټو ته  دژمنو، هیوادپاله، پاکو، کارپوه او تحصیل لرونکو افرادو لپاره يې ستر خنډونه رامنځته کړی دی.
واکمن ټيم د هیواد د بیا جوړولو له پاره  نه یوازې دا چې پخپله کوم پلان نه شی جوړولای، د خارجی متخصصینو په مرسته جوړ شوی پلانونه او پروژي هم نه شی عملی کولای، نو ځکه يې د خپل واک د ساتلو لپاره د وخت د وژلو (دفع الوقت)سیاست په مخ کې نیولی دی. له هر چا او له هر لوری سره یې اوسنۍناندرۍ او جنجالونه د ملی ګټو د ساتلو لپاره نه دی غوره کړی، بلکې د خپلو عیبونو د پټولو،  د خپلې نامشروع واکمنۍ د اوږدولو او د عوامو د غولولو لپاره دی. داواکمنان د نظام د وسله والو دښمنانو سره د ملی عامو مصالحو پر بنسټ د روغې جوړې اراده او کوم رښتیني پلان نه لری. دوی لا تراوسه خپل وسله وال دښمنان سم نه دی پیژندلی. د هغو دپخلاینې لپاره لازم پرسوناژ او د مقابل لوری له پاره د منلو او په ملی کچه د قبول وړ تدابیری تګلاره نه لری. دپرله پسې جرګو، شوراګانو او غونډو جوړولو پایله یوازي د واکمنې ډلې د غړو تر منځ د نړیوالو مرستو د ویش او د ولس د غولولو له پاره پرله پسې بهانی دی.   د هیواد په اوسنی برلاسی سیاسی، اقتصادی او ټولنیز نظام کې د موجودو، خو له دولتی سیاستونو سره د مخالفو سیاسی کړیو او په تیره بیا د ولسواکو جوړښتونو او حلقو سره د زغم او دولسواکۍ د اصولو مخالف چلند کیږی. د ملی ګټو د ساتلو دسیاست پرځای د غچ اخیستلو او تیرو حسابونو د تصفیه کولو روحیه مسلطه ده. د نادولتی ټولنیزو، صنفی او نورو ټولنو او حرکتونو مخه نیول کیږی. د نظر، عقیدې او عمل آزادۍ هره ورځ تر پښو لاندې کیږی. د مطبوعاتو او رسنیو په آزادۍ په بیلا بیلو ډولونو قیدونه وضع کیږی. د مدنی ټولنې د ودې او پخوالی لپاره د شرایطو د برابرولو امکانات له منځه وړل کیږی. افغانی ټولنه روځ تر بلې زیاته د مذهبی رادیکالیسم  او کلتوری بې زغمۍ پر لور ښوئیږی. د اسلام د پاک دین د مختلفو مذهبو ترمنځ عُـقدې او ستونځې زیاتیږی. د نورو نړیوالو ادیانو له پیروانو سره د دښمنۍ او د هغوی د فزیکی امحاء روحيه روځ پر روځ پیاوړی کیږی. په هر قوم او ټولنیز چاپیریال کې له خپل کلتور پرته د نورو  کلتورونو پر وړاندې کینه زیاتیږی.  په ګاونډیو هیوادو او نړۍ کې د بیلابیلو او متفاوتو کلتورونو او د ژوند د طریقو سره کرکې او دښمنۍ ته لمن وهلی کیږي. دا ټول زموږ ملت او وطن په راتلونکو وختونو کې د نویو او لویو ستونځو او چلنجونو سره مخامخ کوی او د افغان ملت او د سیمې او نړۍ له پاره د نا امنیو، تاوتریخوالی، اخ و ډب  او د زور زیاتی د کارولو شرایط رامنځته کوی. د اوسنی دولت باندینی سیاستونه هم کومه ټاکلې تګلاره او د ملی ګټو د خوندی کولو له پاره منظم پلان او میتود نه لری. دا دولت له یوې خوا خپل ولس په ځان پسې نه شی راکاږلی. له بلې خوا تل له  ګاونډیو هیوادونو سره په ناندریو او ستونځو کې دی، یعنی چې له هغوی سره د افغانستان د ستونځو په حلولو او د ښو مناسباتو په رامنځته کولوکې ناکام دی. د افغانستان اوسنی سیاسی حاکمیت له هغو نړیوالو ځواکونو سره، چې تر نظامی وزر لاندې يې له ولسه ځان پټ کړی ، هم تل په جنجال او ستړی کیدونکی کشاله کې دی. د بهرنیوپوځونو د شتون او یا وتلو په اړه د داسې معقول او زړور وړاندیز وس نه لری،  چې خپل ولس ته قناعت ورکړی او د بهرنیو په وړاندې د ديپلوماتيکو او نورو مناسبو لارو د عملی کیدو اقدام وکړی.  داسې یو سیاسی حاکمیت چې په ولس کې مشروعیت ونلری، ملی ظرفیتونو او استعدادونو ته د غوړیدو زمینه برابره نشی کړای، د موجود نظام په داخل کي اپوزیسیون او مخالفین  تر فشار لاندې ونیسی، د بیلا بیلو قومونو او نورو ټولنیزو ډلو ترمنځ د دوستۍ پرځای دښمنۍ ته لمن ووهی، د مدنی ټولنې د ودې  لپاره شرایط چمتو نشی کړای، د وګړود مدنی او ولسواکه حقوقو او آزادیو لپاره مناسب چاپیریال رامنځته نکړی، پخپله جوړ کړی او منل شوی قوانین عملی نه کړی، د نظام د وسله والو مخالفینو سره د جوړجاړی وس او د سولې د عملی کولو پلان ونه شی لرلای، د هیواد د بیارغونې او جوړونې استعداد ورپکې نه وی، ولس ته خدمت  ونه کړی، له ګاونډیو هيوادونو سره د ستونځو د حل ځواک ونلری او له نړیوالې ټولنې سره هم د خپل ولس د برم او منزلت برابر چلند ونه شی کولای، داسې یو دولت ددې پرځای چې د ملت ستونځې حل کړی، پخپله د ملت په وړاندې په لویه ستونځه بدلیږی. که د هیواد موجودې ستونځی او د ولس په مخ کې پراته چلنجونه په پام کې ونیول شی، د اوسنی کمزوری، له ولسه پردی، په فساد ککړ، بې ارادې او بې واکه حاکمیت له پاره د یوه مستعد، هوډمن ، ملي ګټو ته ژمن وطنپال مسلکی الترناتیف جوړول د افغان ملت په وړاندې تر ټولو مهمه او نه ځنډيدونکې دنده ده. صرف همداسی یو سیاسی ځواک چې د ملت د ډیرکیو استازیتوب وکولای شی، په اداری او فنی چارو کې روزل شوی او مستعد ملی کادرونه او ظرفیتونه بي له تعصبه په کار واچولای شی، ملی ګټې وپیژنی او دفاع ته یې د ملاتړلو اراده او ځواک ولرلای شی، ټولو افغانانو ته، په هر ځای او لوری کې چې قرار لری، ځان مسئول احساس کړی  او بالآخره له بهرنیو ځواکونو سره هم د افغانانو دخپلواکۍ او شرافت د ساتلو سره دسم چلندوس اوجرئت ولرلای شی، کولای شی چې د ملت نورې ستونځې او د وطن په مخ کې پراته پرابلمونه حل کړی.  دا اوسنی بیواکه، او بې تدبیره سیاسی حاکمیت چې تل پخپل منځ او بیا له ټولو نورو سره په بې ځایه ناندریو کې وی، نه پخپله پوهیږی چې څه وکړی او نه هم نوروته د کار موقع ورکولای شی، نشی کولای چې د وطن ستونځې حل کړی. اختیاريې له ولسه څخه اخیستی، د ملت د ابتکار مخه یې نیولې او هم د هيڅ کار جوګه نه دی. دوی تل ګیلې، نالښت اوبدې ورځې کوي، پخپلو کې ناندرۍ وهی او دملت چانسونه سوځوی او وخت ورباندې تیروی. که دوی واک نه لری او یا د ملت دخدمت وس په ځان کې نه وینی، نو د افغانستان د خلکو په وړاندې د مسئولیت د احساس په خاطر بایداستعفا ورکړی او ځای پخپله خوښه نورو ته پریږدی. افغانستان لا تر اوسه په قحط الرجال  نه دی اخته. په دیرش میلیونه افغانانو کې ډیر داسې کسان شته چې په ښه او مناسبه توګه د خپل ملت استازیتوب  او دفاع وکولای شی او زموږ ملت که خپلې مخې ته پریښودل شی، هم دا استعداد لری چې خپلو پرابلمونو ته د حل مناسبه لاره ومومی. د هیواد او ملت په وړاندې د پرتو ستونځو حل د یوه غښتلی سیاسی حاکمیت او درښتینې سیاسی ارادی پرته ناشونی دی او همدا تشه د افغانانو په وړاندې پروت تر ټولو مهم پرابلم دی. - بېرته شاته