(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ د کرالې د کلي د ۱۲۰۰ شهيدانو ددوه ديرشم تلين په ياد

د لوی خدای ج په نامه
ليک : ن . اسد ابادﺉ    ۱۹/۴/۲۰۱۱
٣٢کاله وړاندې د ١٣٥٨ لمريز هجري کال د وري (حمل) د مياشتې په ٣١ مه نېټه، چې د١٩٧٨ز کال د اپريل د مياشتې د ٢٠ مې نېټې سره سمون خوري د کونړ د مرکز په اسعدابادپورې اړونده د کرالې کلی، چې د شهيدانو د کلي په نوم يادېږي، د سهار د نمانځه نه پسپه داسې حال کې چې کوچنيان لا په خواږه خوب ويده ول، کلې د هغه مهال د تش په نامهدموکراتيک خو، په اصل کې د ظالم، مستبد، ديکتاتور او د افغان ولس د اسلامي او مليارزښتونو ضد رژيم د ٤٤٤ کوماندو او ٦٩ غونډ افسرانو او سر تيرو له خوا چې د کوماندوقوتونه د صادق عالميار او د ٦٩ غونډ قوتونه د قوماندان عبدالحق رهبري کول کلابندشو.
 دوۍ لومړی د کلي په بهر پرتو کلاګانو او کورونو د ټانکونو او نورو سپکو او درنووسلو ډزې وکړې او بيا يې په کورونو يرغل وروړ. د کورونو نارينه اوسېدونکي، بوډاګان،ناروغان، ځوانان او تنکي ځوانان يې د خپلو ښځو او کوچنيانو په وړاندې په ډيره بېرحمۍ او وحشت سره په شهادت ورسول، وروسته يې د کلي نور نارينه اوسېدونکي چې شمير يېد زرو (١٠٠٠) څخه زيات وو د ختيځ زون د مسؤل صاحب جان صحرايي چې وروسته يې دداړونکي او وحشي ځناور نوم وګاټه د ننګرهار د والي او د ختيځ زون د فوځي قوماندانبهرام الدين د کتنې، خبرو اترو او سوله ايز لاريون ترسره کولو په پلمه په دووځايونو کې سره راټول کړل او بې له کوم جرم د اثبات او پوښتنې څخه يې په ډله ايزهتوګه په ډيره ظالمانه او نا انساني بڼه په شهادت ورسول او په داسې حال کې يې دبلدوزرو په وسيله چې ګڼ شمير يې لا ژوندي ول تر خاورو لاندې کړل. د يادو شهيدانوڅلی په ياد کلي کې موجود دی او د تل لپاره به د وخت د ظالم او مستبد رژيم د ظلمونواو جنايتونو يادونه ساتي.
 ددې دردونکې پيښې څخه وروسته د کونړ او باجوړ د ماموندو او سالارزيو ددرې سوهڅخه زيات سپين روبي، عالمان او پوهان د جرګې په شکل د هغه وخت دولتي او ګوندي مشرنور محمد تره کي سره د هغه وخت د خلکو په کور (ارګ) کې ليدنه کتنه تر سره کړه. دجرګې ګډونوالو په يو ه غږ سره ددغه غمناکې پېښې د عاملينو د محاکمه کولو غوښتنهوکړه. ددولت او ګوند مشر د جرګې سره د پېښې د عاملينو د محاکمې او په سزا رسولووعده وکړه او د اکسا مشر اسدالله سروري ته د پېښې د تحقيق او څېړلو لارښوونه وشوه. خو، په ډيره خواشينۍ سره بايد يادونه وشي چې مياشتې تيرې شوې لکن نه پېښه وڅېړل شوهاو نه يې عاملين په سزا ورسول شول. بلکې يوه ورځ د کونړ د جرګې يو ګډونوال ته چې پهدغه پيښه کې يې ګڼ شمېر نژدې خپلوان له لاسه ورکړي ول د يو وزير او د ګوند دتشکيلاتو د مسؤل له خوا د يو بل کونړي سره يوځای چې د پوليتخنيک استاد و خپل دفترته وغوښتل ، وزير د جرګې ګډونوال ته وويل:
ته ما ددې لپاره دلته راغوښتلي يې چېد ملګري امين پيغام تاته دروسوم. امين ما ته وويل چې فلاني ته ووايه! چې تر څو چېامين ژوندی وي د کرالې د پېښې عاملين څوک محاکمه کولای نه شي. هسې بې ځايه هلې ځلېمه کوه خپل سره به په کې وخورې. بيا د لاسپوڅي ببرک کارمل په واکمنۍ کې په خپله دببرک کارمل څخه هم څو څو ځله د نوموړو جنايتکارانو د محاکمې غوښتنه وشوه. په پايلهکې ببرک کارمل يو عارض ته په ځواب کې وويل: اشخاصيکه مرتکب اين جنايت ګرديده اند،چون آنها به استخبارات برادر بزرګ يا کا جې بې اتحاد شوروي ارتباط دارند، مانميتوانيم که اشخاص متذکره را محاکمه نماييم، در مورد معذرت ما را بپذيريد.
همداشان په افغانستان باندې د غربي تش په نامه د انساني حقوقو د ساتنو ډنډورهچيانو په افغانستان باندې د فوځي يرغل چې خپل لاسپوڅي د شمالي ټلوالی د جنايتکارانوسره يوځای د واک په ګدۍ کښېنول نو، د کرالې د کلي د هيرو شوو شهيدانو پاتې کسانو دکورنيو سره دا هيله راپيدا شوه چې کيدای شي اوس زمونږ د شهيدانو پوښتنه وشي او ځينېعاملين لکه سپين جان لالهند، نور رحمن او ځينې نور کسان چې د افغانستان په دننه کېدي ژر تر ژر محاکمه او د خپلو کړنو په سزا ورسوي او دپيښې اصلي عاملين لکه صادقعالميار او قوماندان عبدالحق چې يو يې په هالنډ او بل يې په يو سکاندناويايې هېوادکې استوګنه لري د نړيوالو يوليسو (انترپول) په مرسته افغانستان ته راواستول شي چېدلته به د خپلو ناوړه عملونو په سزا ورسيږي، ځکه ددوۍ د څرګند جنايت په هکله لهپخوا څخه اسنادو او شواهدو شتون درلود او هم د افغانستان د بشري حقونو د ساتنېکميسيون او نورو مدني ټولنو او سازمانونو پوره اسناد راجمع کړي دي، لکن تر اوسهپورې څه عملي اقدام نه دی شوی. د شهيدانو پاتې کسانو بيا بيا په ډله ايزه توګه هرکال ددې شهيدانو د تلين د نمانځلو په غونډه کې په يوه اواز په دولت او نړيوالهټولنه غږ کوي تر څو ددې لوی جنايت عاملين د محاکمې ميز ته راکش کړي، ولې تر اوسهپرې ټولو غوږونه کاڼه کړي.
زه يوه بله خبر ه د يادولو وړ بولم او هغه دا چې هغو کسانو چې د دولتي او ګونديچارواکو په لارښوونه په غير مستقيمه توګه ددې جنايت په تر سره کولو کې برخه اخيستېاو په پيښه کې د شهادت په منظور ترې پوښتنې شوي دي. نوموړو بې ايمانو د حقايقو دڅرګندولو څخه ډه ډه کړې. زه دغه کسانو ته وايم چې الله پاک فرمايي: لعنت دې وي پهدرواغژنو.
په پای کې د افغان دولت، د افغانستان په دننه او د افغانستان څخه بهرميشتو افغانانو ته غږ کوم تر څو د کرالې د شهيدانو د عاملينو د محاکمه کولو په هکلهپه ګډه هلې ځلې وکړي تر څو جنايتکاران د خپلو ناوړه عملونو په سزا ورسول شي چې نوروته پند او دوۍ ته عبرت شي
- بېرته شاته