(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان راتلونکی اولس مشری لپاره

  لیکوال: ولی محمد نورزی                      
د افغا نستان د راتلونکې اولس مشرې لپاره پر کور ناست نا کامو پیژندل شووزړو سیاستوالو بیا خپل ځانونه را څر ګند کړل   
 د« بدلون اوامید» د مشر عبد الله عبدالله او  د ملی امنیت پخواني شړل شوی مشر امر الله صالح په روانه اوونۍ کي په کابل کي د یوي غونډی په ترڅ کي د کرزی پر حکومت نیوکي وکړي، او د طا لبانو سره یی د سولي او خبرو پر وسه بی ځا یه وبلله.داکتر عبدالله عبدالله چه دهمدغه کرزی په حکومت کي تر ټولو لوړ چارواکي یعنی د بهرنیو چارو وزیر او امر الله صالح تر پرون پوري د افغا نستان د ملی امنیت لوی رئیس او چارواکی  پا ته شوی دي، اود شمالي ټلوالي د نظار شورا زبر دست غړي هم دي،اوس په دي نظر دي چه د مخا لفونو سره باید د خبرو اترو او سولي  لاری په ټپه ودریږي او مخامخ جګړۍ ته باید ځان چمتو کړو. دوی  هڅه کوي چه  د کرزی د اولس مشري د ټاکل کیدو دوره مخ په خلا صیدو ده ، او د را تلونکي ریاست جمهوری چوکی به لاسته راوړو.               .                                                    
 ښاغلی عبد الله عبدالله چه کوم وخت د بهرنیو چارو وزارت په لاس کی درلودي، د خپلی شمالی ټلوالي د ډلی نه يی ډیر کسان د افغا نستان د سیاسي نما یند ګیو په چوکاټ کی پرته له دي نه، چه مسلکي او دیپلو ماسی عالی زده کړي ولري ځای پر ځای کړل . او ځینو خو یی لا تر اوسه پوري د سفیر او قو نسل چوکۍ  له ځانه سره سا تلی ده. د شمالي ټلواله ډله دا اوس نن هم د کرزی په او سني دولت کي پوره واک او اختیار لري. د جمهوری ریاست لمړي مرستیال ښاغلی فهیم، دکورنیو چارو وزیر ښاغلی بسم الله د ملی  امنیت په لوی ریاست کی زیاتره لوړ رتبه  چا رواکي، د ملی اردو ډیر لوړ رتبه جنرالان ،دو لایتونوډیر والیان چه دهغی جملی نه د مزاری شریف تر ټولو قدرت مند والي عطا  نور د یا دولو وړ دي. د شمالی ټلوالي ډلی ددولت په دری ګونو قواوکی یعني« اجرائیه،مقنینه، قضا ئیه»کی کلیدي چوکي ټولي تر خپل کنترول لاندي را وستي دي او خپل خلک يی ځای پر ځای کړي دي .                                    
             د ښاغلی امر الله صا لح په مآ موریت کي ډیری نا خوالي او کمزوري له ورایه ښکا ریدي لکه: د بغلان ولایت د تیری اولسی جرګي  د ځينو غړووژنه ،د لوګر د والی وژنه،د کابل په زړه کي د کانواو  صنایعو  او مالیي  وزارتونو  باندي په رڼا ورځ حمله، د فروشګاه یا د قاری امان نوايی پر غټي پلورنځۍ با ندی حمله، د بهار ستان سینما ته نژدي د نوو پولیسو پر بس باندی حمله او همدارنګه د سولي او تفاهم پرلويی جرګی د ډزو حمله چه دده او اتمر د شړل کیدو سبب هم شوه. اوپه ترتیب سره د کابل او ولایاتو پر سطح په سلګونو حملی د همدغه ښاغلی د ما موریت په دوره کي تر سره شوي دي ، ولی تراوسه پوری دیوی قضیه مجرمین اوعاملین د عدالت منګولو ته نه دي سپارل شوي                                                                                                                                    
   که د کرزی حکومت فاسد دي او په درغلیو کی را شکیل دي نو داکتر عبد الله او صالح هم  له اوله نه بیا تر اخیره پوري د همدغه دولت غړی ګڼل کیدل. او اوس هم که په ظاهری بڼه دوی په دولت کی نشته ولی ددوي د ډلی ملګري ټوله ددولت او حکومت مهیمي چاری او واګی په لاس کي لري او بر حاله وزیران ، جنرالان رئیسان او وکیلان دي.
 د امر الله صالح او عبدالله عبدالله  لیدنه او کتنه دځينو لو یدیځو ادارو او څیړنیزو مر کزو سره دا جوتوي چه دوي يو ځل بیا غواړي د سیاست په لمړۍ لیکه کی ځان ور ګډ کړي، او دغه کمزوری فاسد حکومت نور هم ضعیفه کړې.دوي چه پیژندل شوي اماتور سیاستوال دي،په مکاري او سپین ستر ګي سره د خپل کورد بام واوره د ګاونډۍ د کورپربام ورغورځوي او بیا ځان ناخبره اچوي.د افغا نستان خلک اوس تر بل هر وخت ډیر ښه پو هیږي، او هیچاته به دا اجازه ورنه کړي چه ددوي پرسرنوشت لوبي وکړي.د زوراو ظلم، چل او فریب کاری لاری تر ډیره وخته پوري پرانیستی نه وي،او دخلکو په ویښتیا سره د هریوه چارواکي درغلي ،د کارنه وړتیا  فساد او رشوت پټ نه ساتل کیږي.
 داکتر عبدالله عبدالله اوامر الله صالح د هیواد نه بهر هم خپل چکر پیل کړي دي. کله په فرانسه کي کله په امریکا او کاناډاکي او کله هم په لندن او جرمني ځان را ښکاره کړي. دوي په دغه سفرونوکي په ښکاره د ټولنیزو سیاسی سازمانو سره اړیګی نیسي او په پټه د نوموړو هیوادونو د جاسوسی او محا فظه کارو ډلو ټپلو سره لیده کاته کوي او د افغا نستان د جګړي انځور ورته په بله بڼه او زاویه تشریح کوي. دوی دواړه په ښکاره ډول سره ځانونه یو او بل ته
ډیر نژدی او ګران دوستان ګڼی، ولی تجربی ثا بته کړي ده چه د قدرت د ویشلو په وخت کی ددی ټلوالی ډلی تل په خپل منځ کي سره جوړ نه راځي. د بیلګي په توګه د احمد شاه مسعود د وړونو ، قسیم فهیم ، عبد الله عبد الله، یونس قانوني او دجمعیت اسلامی د رهبر ربانی تر منځ اختلافونه وار په وار لیدل شوی دي. چه بیا ورو سته بیر ته سره جوړ شي او د چو کي او قدرت ویش سره یو او بل ته تبا دله کړي.دوي په افغا نستان کي د یوي کوچني علاقی او سیدونکي دي. په لمړي سرکي د پښتون قوم سره ، بیا د هزاره ګانو سره ورو سته د ازبکو د قوم سره او په اخیر کي د تاجاکانو سره هم چه ددوي دعلاقی نه وي خپلی ریشتني اړیکي نه ساتي او د تعصب په ستر ګه ور ته کوري.         
ددوی ستونځه داده چه دوي ځان د خپل ګران و تلی قو ماندان احمد شاه مسعود وا رثان بولي آو د هغه له بر کته يی ددولت ټولی واګي په خپله قبضه کی نیولی دي.د کابل د ښا یسته ښار ویجاړیدل د مجاهیدینود جګړو په واسطه د همدی ډلي بر خه په جګړه کي تر ټولو له ورایه معلو میدله، کله د هزارګانو سره کله د از بکانو سره او کله هم د پښتنو مجاهیدنوسره د جګړی دویني تویولو لړي په کلکه روانه وه او د کابل خلک یی ډیری بدي خا طري د ځا نه سره لری.
 د داکترعبد ا لله عبد الله د« تغیر او امید» کړۍ او خو ځښت یواځی تش په نا مه د خلکو خطا ایستل دي. ددی کړي دنده داده چه باید کله کله ددولت په کارونو نیوکي وکړي تر څو خپل دریځ او موقف راڅرګند کړي.چه ګواکي د کرزی دولت په دغه لاره کي سم اوغوره ګامونه نه دی اخیستي ولی د حل لاره یی هم نه په ګوته کوي چه باید څه وکړي
 د افغانستان خلک دمګړۍ د جګړي نه ډیر ستړي شوی دي.د هر افغان په خوله او زړه کي د سولی او آرامي فضا تر ټولو غوره او په زړه پوري پیغام  بلل کیږي. او دجنګ او جګړی نه نفرت او کرکه لري. د افغا نستان دیرش کلني جګړي تر یوه میلیون زیات بی ګناه انسانان تر خاورو لاندی کړل او تر پنځو میلیونو نور زیات بیا د جګړي دویر او ناورین له کبله  د خپل ګران هیواد نه بهر مهاجر شول ، چه تر اوسه پوري د خپل ګران وطن  د بیر ته ستنیدو په تمه شپی او ورځی تیروی.او دخپلو خلکو او خاوری سره نه شلیدونکي مینه او محبت لري ۰                          
                                                                   ۰۹/۰۵/۲۰۱۱                         
  پای                                                    
- بېرته شاته