(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لیکوال او تاند شاعر طایر ځلاند سره مرکه

ځلاند صیب ستړي مه شې

Tair Zaland
تاسې ته هم ستړي مه شي وايم

Fazal Andaleb
کور دې ودان د پښتنو د دیرې د ټولو ملګرو له اړخه مو سلامونه واخلۍ

Tair Zaland
زه هم خپلو ټولو ورورنو ملګرو مسافرو ته سلام وايم

Fazal Andaleb
ځلاند صیب په وړومپي سر کښې که د ملګرو سره خپله پيژندګلو پخپله وکړۍ نو ښه به وي

Tair Zaland
نوم مې طایرځلاند دننګرهار يم او زدکړې مې دشرعیاتو په برخه کې کړي دي او کار اوس په رسنيو کې کوم

Fazal Andaleb
تاسو کوم ادبي چاپ اثار هم لرۍ؟

Tair Zaland
ورځپانو او مجلو کې خو مې ډيرې لېکنې چاپ دي او کتاب مې يو دی شعري ټولګه (خو شبو نه وېنې درنګونو څاڅي) په نوم سره

FazalAndaleb
ستاسو غزل زما او د نورو پښتنو لوستونکو دیر خوښیږي--تاسو په لنډو تکو کښې د ښه او په فني اصولو پوره غزل تعریف ملګرو ته وکړۍ

Tair Zaland
يو دغزل پوخوانی تعريف دی چې له کافيې رديف وزن او بحر چورلي اوبل يې ننی تعريف دی زما په خیال دنن دغزل تعريف داوسني حالاتو په تناظر کې داسې کېدی شي په هنري انداز کې دنويو ترکیبونو او تصويرونو په مټ دغزل دټاکل شويو اصولو په رڼا کې دخپل وخت انځور ګري داوسني غزل ځانګړتيا هم ده او تعريف هم

Fazal Andaleb
لکه د حالاتو اثر تاسو په غزل هم منۍ؟؟

TairZaland
ادب بې له دې اثره ژوندی نه شي پاتې کېدلی خو خبره بس دومره ده کله حالات په ادب اثر انداز شي او کله ادب په حالاتو نو غزل هم همدا ډول درواخله

Fazal Andaleb
لکه یو شاعر وییلي-چې دا داسې صنف دی-چې ګلونه پرې هم بارکړې نو ملا يې ماتیږي--تاسو په دې حقله څه وايۍ؟

TairZaland
ما لومړی خبره دهنر وکړه او هنر له وسپنې ورېښم جوړوي ، قلندر مومند وايې . زما دسرو سترګو په نم خوښه ده ... دغزل ناوې مې په غم خوښه ده .. بس دا ټوله خبره شاعر پورې تړلې ده چې هغه څه ډول اظهار کوي او يوې موضوع ته څنګه هنري رنګ ورکولی شي
2
hours ago · Unlike · 1 person
Fazal Andaleb
ځنې ادبي مفتیان د لیکوال هر رنګه د حالاتو اظهار ته په غزل کښې شعار واي--یانې غزل دوي تش د زلفو سڼو سترګو د پاره مخصوص ګڼي-تاسو ورته په کوم نظر ګورۍ/دغه مفتیانو ته/

Tair Zaland
زه داسې مفتیانو ته يواځې داسې وايم چې ادب يوه سماجي مسله ده او په سماجیاتو کې يواځې زلفې او سترګې نه دي دنني وخت دا تقاضا ده چې هر څه بايد په داسې انداز کې بیا ن شي چې دغزل دغوښتنو سرحدات مات نه کړي که مقصدي ادب ته څوک شعار وایې نو زلفې او سترګې او دې ته نور ورته جسمي اعضا هم دجنسي تشنګۍ يو علامت دی چې په خپله دشعار په معنی دی نو ښه داده چې مونږ که څه هم ویل غواړو غزل کې بس دبیان انداز دې ورته نوی او هنري کړو

Fazal Andaleb
کور دې ودان وروره-په شعر او شعار کښې څه فرق وي--یانې کوم شعر ته شعر وییلی شو او کوم ته شعار؟؟

TairZaland
کله چې یو شعر دشعر له حده ووځي او نعره بازي شي نو بیا شعر شعر پاتې نه شي هغه که دوطن په اړه وي او که دصنم په اړه لکه ما مخکې وویل چې دا په شاعر پورې اړه لري چې هغه شعر دشعر په حد کې پرېدي که شعار ترې جوړوي

Fazal Andaleb
زما نظر دی چې روایت مات شي نو نوی روایت جوړ شي-ړوند تقلید د تخلیق لاره نیسي--تاسو په دې حقله څه نطر لرۍ

Tair Zaland
کله چې يو قدر دروایت مقام ته رسي هغه بیا نه ماتیږي بلکې هغې کې پرمختګ راځي

Fazal Andaleb
د لکیر فقیر منزل ته رسیدی شي؟
Fazal Andaleb
داسوال به لږ په بل انداز وکړم--لکه د غره څوکې ته هر سړی په مالومه لار رسیدی شي خو که سړی ورته په خپله او نوې لاره لاړ شي نو بذه خبره ده؟
Tair Zaland
لاره لاره وي که نوي وي او که زړه خو بس مطلب دادی چې مسافر سفر څنګه کوي یانې دشاعر خپل انداز مهم دی مونږ کلاسک يوه لار ګڼو خو په هغې تلونکي شاعران تر ډېره بريده هر يو خپله خپله ځانګړتيا لري

Tair Zaland
او په دې لاره کې نوښت کول دا قابلې داد خبره ده او هم هغه شاعر ارزښت هم پېدا کولی شی چې انداز يې نوی وي

Fazal Andaleb
یانې دا نوې لاره سوچه تخلیق شو-او په زړه لاره تګ تقلیدي تخلیق شو--دا راسره منۍ؟

TairZaland
کاظم خان شېدا دحمېد بابا په لاره تګ کوه خو هغه کله هم مقلد شاعر نه دی ځکه چې دې دحميد بابا انداز ته نوښت ورکړ او که دا اضافه په کې ونه کړي او يواځې دنورو په خبرو شخوند وهل شورو کړي نو بلکل تقلید دی او ړوند تقليد دی او دداسې شاعرانو او لیکوالو څه ارزښت هم نه وي

Fazal Andaleb
زه ستاسو د قلمه هر وتلی ټکی لټوم-نو څه پوښتنې درنه ځکه کوم-خفه کیږې به نه-په تقلید او تخلیق کښې راته د ملګرو د پاره توپير وښایه

Tair Zaland
زه به کوښښ وکړم

Tair Zaland
چې سم ځواب درکړی شم

Tair Zaland
کله چې څوک دبل چا په قدم قدم کېږدي

Tair Zaland
هغه تقليد شو

Tair Zaland
او چې په پېروۍ کې هم څه ناڅه نوښت راوړي نو هغه نيم تقليد شو چې په ادب کې له لومړي نه ښه دی

Tair Zaland
او تخليق دخپل فکر له مخې يو نوي شي ته وجود ورکول يا زړې موضوع ته نوی رنګ ورکول هم تخليق دی

Fazal Andaleb
کور دې ودان وروره--دواړه ژورې ته کوز شوي وو-اوس بره راخیژو--ستاسو نظمونه هم ډیر ښکلي او زړه راښکونکي دي--تاسو د اذاد نظم په حقله څه نظر لرۍ؟ما پخپله نه دي لوستلي خو یو هوښیار ملګري راته وييل چې حمزه بابا به ورته شعر نه وایو

Tair Zaland
حمزه بابا بیا ولې په خپله دکمیاګر په نوم ازاد نظم لیکلی دی چې شعر نه دی کله به هم حمزه بابا داسې نه کول اصل کې دهغه له ایوب صابر او قلندر مرحوم سره اختلافات و چې له امله يې هغه بر ناحقه دازاد نظم په مخالفت کې ودرېدلو چې ددوي مخالفت ازاد نظم ته ډير پرمختګ وکړ او چې څومره يې حمزه بابا مخالفت کوه هم هغومره يې لیکونکي زیاتېدل اوس راشه وګوره چې په ازاد نظم کې مونږ دنړيوال شهرت لرونکي نظمونه لرو دحمزه بابا غزلې تر اوسه پورې يواځې په پښتو کې مشهورې دي

Tair Zaland
زما په خیال ازاد نظم ډير کوي صنف دی او ښه تخلیق په کې کیدلی شي

FazalAndaleb
ډیر ښکلی نظر مو ورکړ--لږ د تنقید موضوع ته راځو-نن سبا چې څوک چرته د شعرونو کتاب ولیکي نو بیا د نورو لیکوالو په شعرونو کښې نکتې رااوباسي-د شاعر د پاره او د شعر د پاره خو پیمانې شته-د نقاد د پاره کوم څه اصول شته کنه؟زمونږ نه دا تنقید په قافیو او ردیفونو کښې ډوب نه شو؟؟د فني تنقید نه انکار نشي کیدی-خو دې د فکري تنقید لاره نه ده نیولې؟

Tair Zaland
بلکل ډيره ښه پوښتنه او تاسې په دې خپل سوال کې هم تر ډيره بريده حل کړې ده تنقيد اصول لري خو له بده مرغه پښتني تنقيد کړه وړه اوسه پورې نه دي تعين شوي له همدې کبله زمونږ نقادان په څېړنه کې ورکيږي که نقد هم کوي نو دمعربي تنقيد چشمې يې سترګو ته پرتې وي دارسطو افلاطون اېليټ ورډز ورت او دداسې نورور لیکوالو نظرونه را اخلي او دخپل ادب له پاره دخپل تنقيد پېدا کولو زیار نه وباسي

Fazal Andaleb
ځلاند وروره دادب سرحدونه وي څه؟

Tair Zaland
په خپله اېلټ وایې چې هر ادب په خپله ټولنه او خپل کلتور کې زيږيږي نو باید تنقيد هم ورته خپل پېدا شي

Tair Zaland
تنقيد تر ډیره بريده په ټولنیزو سرحدونو کې سا اخلي
about an hour ago · Unlike · 1 person
Tair Zaland
او چې ترڅو ادب نړيوال نه وي نو تنقيد به ورته څنګه له نړيوالو اصولو له مخې کوو

FazalAndaleb
لکه مونږ تراوسه د اکیډیمیک تنقید نه یو جوګه شوي؟لکه اسانو ټکو کښې به اوایو-چې تاسو په شعر کښې کوم خیال راوړی وي-که د الفاظو په ځاي په خیال تنقید وشي-نو کومه ګرانه خبره ده؟دا مونږ چې کوم فني تنقید وینو-داخو زما په خیال د شاعر نه د وخت تیریدو سره پخپله خامیانې اوځي

Tair Zaland
فني تنقيد په خپل ځای اهم دی او فکري تنقيد په خپل ځای مونږ دواړو ته ضرورت لرو او دواړو ته باید خپل اساسات ولرو

Tair Zaland
او لرو يې هم خو بس مونږ عملي کړي نه دي مونږ خپل ادب دخپلې سيمي فکر ته دمعرب له زاويې ګورور

Fazal Andaleb
تاسو د صاحب شاه صابر تنقیدي مقالې لوستي دي؟؟او انسان که مشرق دی که د مغرب په یوه دنیا کښې ژوند کوو-نو محسوسات او کیفیات که لږ توپیر لري نو وي به-خو انساني خواهشات انساني غوښتنې او نور ګڼ اوصاف خو مشترک لرو--لکه د شیکسپیر لیکنې په تا هم ښه لږي او په مغربي هم

Tair Zaland
مونږ کله هم په ټولیزه توګه دا نه شو منلی چې زمونږ احساسات او افکار دې يو ډول وي احساس او فکر په ټولنیزو روایاتو کې ژوند کوي او له همدې سرچينې سا اخلي ډير هغه څه چې مونږ يې بد ګڼو هغوي ښه ګڼي او ډير هغه څه چې مونږ يې ښه ګڼو هغوي بد ګڼي که زما په مامخ زما دمېرمنې صفت څوک کوي نو مونږ يې نه شو برداشت کولی هغوي پرې خوشاليږي هغوي دحسن ځانګړي معیارات لري او مونږ ځانګړي دا په دې معنی دي چې مونږ سره ډير توپير لرو دعلم النفسيات له مخې هر دويم انسان له يو بله په ډيرو شيانو کې سره توپیر او امتیازي درجې لري نو بیا مونږ څنګه کولی شو ټول په يوې ګټه ګورۍ کې واچوو او په يوې تلې يې وتلو

Fazal Andaleb
دا خو به پسې مغرب ته نه ځو-په لاهور کښې هم خلک د ځان سره ښځه د ملګري خواته راولي-او ګپ په درسره لګوي-نو دا مغرب خو نه دی کنه مشرق دی---اوسنو حالاتو کښې دنیا یو کلی دی-ددې نه انکار ممکن نه دی-نو ادب به څه رنګ له دې نه ساتو؟

Tair Zaland
هغه لاهور دی دیر او ننګرهار نه دی خبره دتهذیب ده هغه که په لاهور کې وي که په معرب کې

Tair Zaland
پښتنو قوم خپل تهذیبي اقدار لري

Fazal Andaleb
تاسو د مشرق ټکی ولیکلو نو ځکه ما هم درته د مشرق حواله درکړه--ښه ځلاند صیب--هایکو ته په کوم نظر ګورۍ؟؟

Tair Zaland
بس يو صنف دی لکه غزل لکه نظم لکه ټپه

Fazal Andaleb
د جاپان نه راغلی صنف دی خو پښتنو په خپل رنګ کښې رنګ کړ--تاسو وړومبی د هایکو شاعر څوک ګڼۍ؟

Tair Zaland
په دې اړه متضادې خبرې دي قاسم بنوي ربنواز مایل او رومان ساغر يې لومړي شاعران دي

Tair Zaland
بیا روسته اسماعيل ګوهر او نورو شاعرانو روته مخه وکړله

Tair Zaland
خو لومړۍ ټولګه دهايکو داسماعیل ګوهر ده چې په شپږ نوي کې چاپ شوې ده

Fazal Andaleb
د قطعې تعریف که نوو ملګرو ته وکړۍ

TairZaland
په دې اړه چې زه څومره معلومات لرم نو په عربو کې به چې له کوم شاعره شعر نیمګړی پاتې شو نو هغوي به ورته قطعه ویله که غزل دوه بېته ولېکې او هغه درنه پاتې شي بس دا قطعه د
Fazal Andaleb
او رباعي

Tair Zaland
روباغي بیا څه ځانګړي اصول لري او زما په خیال کوم مخصوص بحر لري چې نوم يې راته ياد نه دی خو که دخوشال او کاظم خان شېدا او دنورو کلاسک شاعرانو ديوانونه وګورۍ نو هلته هغه ټولې رباغي په يو ځانګړي بحر کې لیکل شوي دي

Tair Zaland
مونږ ورته پښتو کې بلکې په کلیواله ژبه مقام هم وایو

Tair Zaland
چې زیات وخت به دغزل په پېل کې ویل کېدله او یابه یې منځ منځ کې ویله

Fazal Andaleb
ښه ډیر وخت مو ناخلم--خو په ځلمو شاعرانو کښې مو د جلال نه علاوه څوک ډیر خوښيږي--هاها

Tair Zaland
ههههههههههههه جلال دې پکې هسې قاچاکي تېر کړ خو جاوید احساس اتل افغان شنواری فاروق عادل واحد يوسفزی جلال او داسې يو څو نور نومونه هم شته دی

Fazal Andaleb
تاسو صحافت هم کوۍ نو که یوه قومي پوښتنه وکړم نو ایجازت دی؟

Tair Zaland
هههههههههه تر اوسه لکه چې بې قومه لږیا وو ههههههه شوخي معاف ارشاد

Fazal Andaleb
لکه ایجازت دی؟

Tair Zaland
اجازت دی

FazalAndaleb
په افغانستان کښې چې اوسنی کوم مقاومت روان دی-دا پښتون مقاومت دی؟او که تاسو وايۍ چې نه دی نو بیا هغه پښتانه څه شول؟چې بیروني مداخلت به يې نه زغمو؟که وايۍ چې دا پښتون مقاومت دی-نو دا وسني د کرزي حکومت د غربیانو ګوډاګی حکومت نه دی؟

Tair Zaland
په لوۍ افغانستان کې داسې مسله روانه ده چې پښتون دپښتون خلاف ولاړ دی دغربیانو په خلاف څوک هم نشته دا وخت هغه دسايل شعر دی

Tair Zaland
ما په ما وژني کافر هنر دی

Tair Zaland
دلته هم زه مرم هلته هم زه مرم

Tair Zaland
غربیان پښتانه دخپلو مفاداتو دپاره جنګوي

TairZaland
کوزه هم او بره هم اوس یې ډرامه دخیره کلایمکس لورې ته روانه ده ډير ژر به طالبان دحکومت برخه شي داسامه یو دمي نیول دطالبانو يو دمي قوي کېدل ټوله يو ډرامايې صحنه ده

Fazal Andaleb
د اسامه مرګ د غربیانو د وتلو بهانه نه ده؟؟او تاسو پوخ یقین کوۍ چې دا ډرامه نه ده؟د خنې خلکو په نظر خو هغه په 2001کښې مړ شوی وو

Fazal Andaleb
او د اوبامه د الیکشن د باره هر څه وشو

Tair Zaland
ضروري نه ده چې هغه دې مړ وي خو اسامه دهم دوي دلاس کرل شوی نیالګی و

Tair Zaland
او هغوي داسامه وژل بهانه نه بلکې يوه لاسته راونه ګڼي

Tair Zaland
او خلکو ته ښکاره کوي

Tair Zaland
چې ددوي جنګ رنګ راوړه خو چې ددايمي اډو خبره خلاصه شي ملاعمر به هم ونیول شي او ظواهري هم

Fazal Andaleb
یانې ستاسو په نظر امریکه او ملګري يې دا ځل له پښتنو له خاورې نه ځي؟

TairZaland
اوس وخت کې يې تګ پښتنو ته سراسري زیان دی ځکه چې دسيمي ښاماران به يې خولې ته واچوي دپښتنو ګټه په همدې کې ده چې دوي ورسره يو وخت پورې دلته وي

Fazal Andaleb
ښه ځلاند صیب--ستاسو به هم ډیر وخت نور ناخلم--خو که پښتنو او ادبي ملګرو ته څه د خپل زړه بیغام لرۍ نو دا وخت يې مناسب ګڼم

Tair Zaland
بس دخدای دپاره پښتنو ځانونه وپېژنې ..... تاسو له پاره خو به ځانته پېغمبر نه راځي

Tair Zaland
قلم او خپل تهذیب سره مينه ساتۍ
Fazal Andaleb
کور دې ودان طایرځلاند صیب--مونږ به یوځل بیاهم تاسو ملګرو ته مخامخ کوو--بس یوه اخیري خبره راته وکړه--چې د/وریت پښتون/د
ملګرو د مرکو لړۍ ته په څه نظر ګورۍ

Tair Zalandډیر په زړه پورې بس مونږ خو کشران خلک يو دا زمونږ مشران رامخکې کړۍ چې څه ترې زده کړو او بل دا چې کله مرکه وي نو کوښښ دې ټول ملګري کوي چې سوالونو کې برخه اخلي دمرکې خوند به نور هم زیات وي

FazalAndalebځلاند صیب بیا خبره ورانیږي کنه--مونږ په دیره کښې پڼځه لس سوه کسان یو-نو وړومبۍ مرکه مو د /جلال امرخیل/دویمه/خان زمان کاکړ/دریمه/انعام الله ګوهر/څلورمه ستاسو سره شوه--نو که هرسړی سوال کوي نو بیا موضوع بدلیږي----بهرحال ستاسو خبره د سوچ وړ ده

Tair Zalandډيره مننه ستاسې له درناوي چې ما ته مو راکړه ستا سې له ټولو ملګرو زه پوره وړی خوشاله ژوند ولرۍ که کومه خبره مې ناسمه کړي وي نو بخښنه غواړم تاسې ته دښه ژوند غوښتونکی يم

Fazal Andalebد ټولو ملګرو له اړخه ستاسو یوه نړۍ مننه--کور مو ودان---د بیا راتګ په هیله

Tair Zalandسم دستي دخدای په امان
 
- بېرته شاته