(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عابد صیب سره د پښتنو په دیره کې مرکه

د لیکوال او تاند شاعر ښاغلي بازمحمد عابد صیب سره د پښتنو په دیره کښې مرکه
عابد صیب د پښتنو دیرې ته ستړی مشې
Baaz   Mohammad Abid
مننه عندلیب صیب تاسو او په دیره کې ناست ټول یاران دې ستړی نه شي.
Alhaj Fazal Hakim  Andaleb
 عابد صیب-په پښتو ادبي خلکو کښې ستاسو نوم د تعارف محتاج نه دی خو د ملګرو د پاره خپله پيژندګلو پخپله وکړۍ
BaazAbid
 سمه ده جانانه، بازمحمد عابد یم. د نن نه ۴۴کاله پخوا د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخیلو کې کې پیدا شوی یم تر یولسم تولګي پورې مې د کلي ښوونځي کې زده کړې کړي او په ۱۹کلنۍ کې مې خپل پلرنی کلی پریښی او په پيښور کې استوګن شوی یم.
Fazal Andaleb
 مننه عابد صیب تاسو کوم چاپ ادبي اثار هم لرۍ؟
BaazAbid
هو شته دی. د نکریزو پاڼه د شعرونو لومړۍ ټولګه ده چې په ۱۹۹۷کال کې هغه وخت ناهید کتاب خپرولو موسسې څبره کړې وه دویمه یې پّ ۲۰۰۰م کال د هیلې دوه میاشتینۍ ادارې خپره کړې. په ۲۰۰۴کې مې نامريي ځواک د لنډو کیسو یا افسانو ټولګه چاپ شوې. په ۲۰۰۶کال کې دانش خپرندویه ټولنې دوه زاړه کتابونه له نوې شاعرۍ سره یو ځاي کړل او د جانانه کله خو راپيښه وکړه په نوم یې په چاب کړه . یو کتاب مې د خیتزو سیمو د ژورنالستانو ټولنې چاپ کړی چې هغه د افغان ادبي بهیر ځینې چاڼ کړي ریپورټونه دي او یو کتاب مې تدوین کړی چې هغه زما د
Baaz Abid
 ګران ملګري کاروان صیب هغه لیکنې دي چې د یارانو په کتابونو یې کړي او زما خوښې شوې وې هغه راته د میدان وردګو والي حلیم فدايي د مڼې ګل د مشاعرې په مناسبت چاپ کړی و
Baaz Abid
 نورې خورې ورې لیکنې، خاطرې، لنډې کیسې، یو کتاب نیم شاعري یون لیکونه او ځان پيښې راسره په انترنیټ کې خواره واره پراته دي لاس لیکلی یې نه لرم
Fazal Andaleb
 کورموودان عابد صیب--ستاسو ادبي هلې ځلې د ستاینې وړ دي---تاسو چې کله پيښور ته راغلۍ نو دلته د کومو کومو لوړ پوړو ادبي هستیانو په صحبت رنګ شوۍ---؟ستاسو عکسونه مې د قلندر مومند او نورو سترو لیکوالو سره لیدلي-له دې دا مقصد شو چې تاسو د هغوي په تنقیدي غونډو کښې ناستې هم کړي دي--نور داسې کوم لیکوال دي چې نومونه شریکول يې تاسو د ملګرو سره مناسب ګڼۍ؟
Baaz Abid
 عندلیب صیب، خبره به ډیره اوږده شي خو زه به کوښش وکړم چې په لنډو کې یې درته ووایم. ما پيښور کې د لوړو زده کړو هیله تر سره نه کړی شوه او د هغه وخت په جهادي ادبیاتو مې د لوړو زده کړو تنده ماتوله. په افغاني مجلو کې به مې د سپدې مجله لوستله چې پسرلی صیب چلوله، رفیح صیب، شهید حکیم ټنیوال کاروان غضنفر او نثار صیب دوی به مې لوستل خو پيژندل مې نه بیا داسې وخت راغی چې په کراره کراره مې شعر لیکل پيل کړل
Baaz Abid
 دا شعرونه به مې وحدت ورځپانې ته په ډاګ لیږل خو نه چاپ کیدل بیا یوه ورځ خپله ورغلم د پریشان داودزي دفتر ته سیخ ننوتم او بې مقدمې مې وویل چې تاسو ولې زما شعرونه نه چاپ کوې؟ هغه دې خیر یوسې اوس یې هم زه د مینې پورړوی یم هغه راته د مرحوم قلندر صیب د ساهو لیکونکو مرکې پته راکړه بس ویل یې په همدې خیبر بازار اردو ساین لایبریری کې هر زیارت کیږی
Baaz Abid
 نو کله چې هلته ورغلم د هغه وخت سره مې سیف الرحمن سلیم، سلیم راز، اکرام الله ګران، عاصی هشتنغری، فرید صخرایی، اباسین یوسفزی، حنیف خلیل، زبیر حسرت، روښان یوسفزې، حنیف قیس، مشتاف مجروح، ځلان مومند چې هغه وخت کشر و خو ډیرې خبرې یې زده وې. ډاکټر اسرار او غازی سیال او د اوسني دور چې څومره نوموړي شاعران او لیکوال په لر او بر کې ګورې ټولو سره مې ډیر نیږدیکت تیر شوی او په ټولو تر اوسه ګران یم
Baaz Abid
 د قلندر صیب د مرکې له برکته او حنیف خلیل له برکته مې مصطفی سالک وموند او د نثاز صیب له برکته مې کاروان وموند، دا د کال ۱۹۹۲خبره ده چې موږ سره پیدا کړل. بیا به ګډ مرکې ته سره تلو او فې البدیهه مشاعرې به مو کولې او بلاخره د مشرانو په مشوره او لارښوونه مو په شریکه د افغان ادبي بهیر بنیاد پّ پيښور کې کیښود دا د ۱۹۹۴کال خبره ده
Fazal Andaleb
 مننه عابد صیب--تاسو ښه شعر کوم یو ته وايۍ؟نن سبا غزل ډیر په جوبن کښې دی-او د پښتو ژبې نوراصنافو ته لیکوال ډیر پام نه کوي--ددې څه وجه ده؟
2
hours ago · Like · 4 people
Baaz Abid
دا ړومبۍ پوښتنه دې وروسته ځوابوم خو دا چې غزل ولې شاعران ډیر لیکي زما په خیال دا موزون والی یې شاعرانو ته خوند ورکوي یا دا چې موسیقیت په کې ښه رانغښتل کیږي د ازادو او مقفه نظمونو په پرتله یې جوږښت یوه اندازه اشان دی، په چار پاره او ازادو نظمونو کې تسلسل په پام کې نیول هم په شعر لیکلو کې یو ټیکنیک ته اړیتا په کې پيښږی او غزل بیا د دې قید او بند څخه مبرا ګڼل کیږي بل دا چې تاثیر یې په ټولنه نیغ په نیغه پریوځي
Baaz Abid
 د ړومبۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې ښه شعر ځانګړنې لري او هغه ټولې ځانګړنۍ په یوه بیت کې نه راڼولیږي خو د هغو ځانګړنو څخه چې ډیره کمه برخه هم په یو بیت کې راوړل شي نو په ښو شعرونو کې شمارل کیږي
Fazal Andaleb
 ستاسو مراد فکري ځانګړنې دي که فني-که دواړه؟؟
Baaz Abid
دواړه، زه بې فکره فن نیمګړی ګڼم او بې له فن نه فکر هم
FazalAndaleb
 کور دې ودان عابد صیب---که فني خبرې--یانې وزن بحر قافیه ردیف وغیره سم وي نو د ښه غزل د پاره نور کوم څیزونه ضروري دي؟؟
BaazAbid
 فن که د هنر په مانا واخلو بیا د شعر تر جوړښت وړاندې هم په شعر کې یوه ځانګړنه ده چې هغه کلیمات په مناسبو ځایونو کې کیښودل دي چې دا کار پّه پښتو شعرونو کې ډیر کم لیدل کیږي خو په اوسنو ښو شعرونو کې بیلابیلې ځانګړنې شته چې شعرښکلی کړي، که په فني اړخ پرې راتاو شو او د کلیماتو مناسبې کارونې ته تم شو نو وبه ویني چې شعرونو ته تلپاتې خوږلني وربڅښی لکه درویش دراني چې یې کاروي او یا هم کاروان صیب چې ورته تم کیږي
Baaz Abid
 نور په شعرونو کې تصویر هم د اوسني شعرونو یوه عمده اړخ جوړوي مطلب دا چې په لفظونو کې تصویر ورکړل شي
FazalAndaleb
 سمه ده غابد صیب--نن سبا چې کوم فني تنقید د فیس بوک او نورو رسنیو له خوا خپوریږي---که په دغه پيمانه--نور نه یادوم خو د غني خان کلیات وګورو-یا يې دې نقادانو ته کیدو نو پوره یقین مې دی-چې د کلیات د پاڅه هغه تصویر به يې پاتې کړي او نور به سودم ته شین وي----نو د فکري تنقید نه شتون د اوسني پښتو ادب د جمود لوي لامل نه جوړیږي؟او مونږ له د سوچه تنقید د پاره څه کارونه کول پکار دي؟؟
Baaz Abid
 عندلیب صیب ډیر وړاندې لاړې، موږ سره په اوسمهال کې د غني خان کلیات خو په ځای پریږده چې په ډیرو مبتدي غزلونو د تنقید کولو جوګه نه دي. بلکې که له فیسبوک نه راووځو او د معاصر لویو لویو ادیبانو ته تم شو هغې تنقیدي روحیه او تدارک به په چا کې پیدا نه کړې لکه نیمه پیړۍ د مخه چې موجود وو او په لر کې او هم په بر کې تنقید بیخی د جمود ښکار دی. بې بنده باره کتابونه چاپ شوي او لا چاپیږی، خو داسې څوک راپیدا نه شول چې معیار ورته وټاکي، په کار ده چې د بې بنده وباره چاپ مخه داسې یو کمیټه ونیسي چې مقتدره وي هم په لر کې او هم په بر کې او هر هغه څه چې څوک خپروي باید داسې یوه کمیټه موجوده وي چې هغوی د تنقید په وصولو پوه وي او د خپرولو او نه خپرولو فرمانونه پرې صادر کړي بیا به نو زموږ شعرونه شعرونه وي او نثرونه به مو نثرونه وی
Fazal Andaleb
 مننه عابد صیب--ځان پوهول او ملګرو ته ستاسو د علم رڼا رسول خپل فرض ګڼم نو که یوه نیمه پوښتنه د خپلې لنډۍ بوچۍ مطالعې په رڼاکښې وکړم نو بذه به نه وي---بل سوال دا لرم چې نظریاتي شاعري نن سبا غزل ته هم ننوتله---نو په دې حقله تاسو څه نظر لرۍ؟
Baaz Abid
 ما مخکې هم د غزل په ستاینه کې یو څه خبرې وکړې او دا حسنه یې هم په برخه شوې ده چې اوس په کې خلک نظریاتي شاعری هم کوي بلکې له اوسه یې نه کوي له کلاسیک ادب نه هم ورسره مله ده. د خوشحال بابا په پښتنو تنقیدي شاعري د هغه وخت د نظریاتو استازیتوب کوي او دا د غزل د نازکې خو مزبوتي جولې ځانګړنه ده چې په لږو خبرو کې لویې لویې کیسې رانغاړي
Fazal Andaleb
 مننه عابد صیب---تاسو اذاد نظم ته په کوم نظر ګورۍ؟
BaazAbid
 ازاد نظم که د ټولو اصولو سره به سمه بڼه ولیکل شي، او خیال دومره غښتلی او پراخه وي چې په مقفه نظمونو او غزلونو کې نه راټولیږي او بیا ورته د نظم پنجره ماتول وي تو بیا خو دې ولیکل شي زه یې طرف دار یم له همدغسې نظمونو څخه چې په ټوله مانا په کې ښکلا راټوله ده د کاروان صیب د چنار خبرې کوي نظم په مثال کې درکولی شم. په هغه کې لفظي ښکلا، راټوله ده. تصویرونه په کې پریمانه دي، د خیال تسلسل یې د یوې هنری لنډې کیسې په شکل پر مخ ځي فکر او خیال یې په دومره ښکلي امتزاج سره تړلي چې د ټول هیواد کیسه د یوه چنار په خوله کوي، نو زما د کاروان په ټوله شاعرۍ کې اول دا نظم خوښ دی او بیا غزلې او نظمونه
Fazal Andaleb
 ستاسو پام یوې بلې موضوع ته راړوم--ځنې خلک په شعر کښې تصوف ته یا تصوف ته د دنیا نه تیښته واي---او ځنې خلک يې ستاي-او واي چې تصوف د امن نوم دی-او د انسان او خداي ترمینځه د مینې نوم دی--تاسو په دې هکله څه نظر لرۍ؟
Baaz Abid
که خه هم زه په زلمیتوب کې پوره پنځه کاله د صوفیانو په حلقه کې پاتې شوی یم. هغه داسې یوه لاره ده چې په انسان فکر کوي چې د الله تعالی له ذات سره یې نیغ په نیغه اړیکه وی. او ځان د خپل تسکین په خاطر تر بل هر چا خدای ته نیږدې ګني. نو بیا چې کله ما په ځینې صوفیانه شعرونو کې هغه څرکونه ولیدل نو دا شاعران راته حق په جانب ښکاره شول. نو زه هم یو له هغو څخه یم چې د خدای سره په مینې پوخ باور لرم نو که دا د تصوف برخه وي تو ما هم صوفی وګڼۍ هاهاهاهاهاها توکه دې هم په کې وي
Fazal Andaleb
 نو تاسو بیا ددغه ځایه د وحدت الوجود فلسفه خوښه کړه که د وحدت الشهود؟
Baaz Abid
 تر هغې حده خو په مې ونه رسیدم البته د دې دواړو فلسفو اداب مې زده کړی وو. اوس دې خدای راباندې وړحمیږي.
Fazal Andaleb
 ښه غابد صیب---تاسو د پښتو نور اصناف لکه سندره چاربیته-نیمکۍاو نور هم لیکۍ که یواځې غزل نظم او قطعه لیکۍ؟
Baaz Abid
 نه جانانه نورو ولسي اضنافو کې مې لاس نه رسي، غزلې، نظمونه، قطعې، ازاد نظمونه لیکلی شم
FazalAndaleb
 کور دې ودان عابد صیب---دا خبره هم د کولو ګڼم چې پښتانه شاعران اکثر قامپ رست وي--یانې د قام مینه ورپکښې له هرچا نه ډیره وي--نو تاسو هم کومه قام پرسته شاعري-د نظم یا نورو اصنافو په شکل کښې کړې ده؟
Baaz Abid
 عندلیب صیب، ډییره ښه پوښتنه دې وکړه. دا راسره ومنه چې زه د یوه افغان په حیث یو قوم پرست انسان یم، کله نا کله مې شعوري کوشش کړی چې قوم پرستي شاعری وکړم خو هغه به هم رانه په مینه رنګ شوه. نو داسې کوم خاص نطم مې په قوم پرستۍ نه دی لیکلی خو په غزلونو او نظمونو کې یې رانه یو څه څرک د قوم پرستۍ هم ځای شوی دی خو زه نه پوهیږم هغه شعرونه چې ما به په کې د قوم پرستۍ نظریه راوړله تغزلی به نه راتله داسې شعاري بڼه یې خپلوله خو ډیر په خپلو شعرونو کې مینې ته تم شوی یم
Fazal Andaleb
 عابد صیب وخت مو ډیر ناخلم-خو ځنې خلک په ترنم کښې شعر واي--خو چې کله يې شعر د لیکلو حالت ته راشي نو بیا پکښې بلها فني خامیانې وي-تاسو ترنم ته په کوم نظر ګورۍ؟
Baaz Abid
 ترنم خو د موسیقۍ ځاي ډکوي نو د پښتون په روایانو کې موسیقي راګډه ده په رګ رګ کې یې خوره ده، نو چې څوک د ترنم خواږه په خپل غږ کې ولري هغه دا مانا لري چې د موسیقۍ د برخې خوند اوریدونکو ته ور انتقالوي نو زه دا منم چې ډیر کمزوءزی شعرونه د ترنم د سیوري لاندې داسې تیریږی لکه اوسنۍ پښتو سندرې چې له شاعرۍ په کې د موسیقۍ اغیز ډیر پیاوړي دی
Baaz Abid
 تر هغې درسره خبرې کولای شم چې څومره پوښتنې له تا سره وي کخبروه بجلی لاړه نو بیا به ګیله نه کوي او پوښتنې دې بله ورځ هم درځوابوم البته د خبلې پوهې سره سمې زه دا نه وایم چې زه به معقول غږیدلی یم کیدای شي نوي په سلو کې زما له سره مخالفت وکړي چې زه دا د هغو حق ګڼم
Fazal Andaleb
 یانې ځنې شاعران ترنم یا طرز مخکښې جوړ کړي او شعر بیا ورسته ورله ولیکي---نو دغلته يې د شعر خوند وران شي--او ښه شاعران شعر اول ولیکي او بیا طرز ورله وروسته ورکړي نو دغه خوند کوي او فني تقاضې هم پوره کوي---ستاسو څه خیال دی؟
5
Baaz Abid
 بلکل زه درسره موافق یم . که موږ او ستاسې نامتو شاعر رحمت شاه سایل ته تم شو هغه هم ترنم کوي خو له ترنم سره ښه شعر هم لیکی نو هغې سره چې زما خبرې د راډیو د مرکو له پاره شوي هغه راته دا ویلي دي چې زما په تخیل اول د ترنم یوه زمزمه راشي له ځانه سره داسې یوه څه وایم چې زه هم پرې ته پوهیږم خو کله چې شعر مکمل شي نو طرز ورته وروسته جوړوم او هغه دا هم ویلی ذی چې ډیرې غزلې یې په ځوانۍ کې په خپل اواز ریکارډ کړې وې چې بیا به د کیسټو په دوکانونو کې خرڅیدې چې وروسته بیا ډیرو تکړه تکړه سندرغاړو د همغه په طرز کې له موسیقۍ سره ویلی دی
Fazal Andaleb
 او عابد صیب خپل یو نوی غزل ورسره هم ملګرو ته وړاندې کړۍ
BaazAbid
 وبخښه که پوښتنې دې ختمې وي نو بیا به درته غزل وایم خو پّ دې شرط چې په مرکې خپل نظر همدلته د دې یارانو په وړاندې ورکړې چې زما خبرې په دې ارزیدې چې پوره درنیم ساعته مو دا یاران له ځان سره وساتل؟
Fazal Andaleb
عابد صیب زما سره دلته په خپله کمره کښې نزدې نزدې دیرش ملګري ناست دي او ستاسو د خوږو خبرو نه خوند اخلو--دا خو زما د باره د ملغلرو نه کمې نه دي---تاسو به وړومبی غزل ورکړۍاو بیا به ټولو پښتنو ته خپل پیغام ورکړۍ--یوه نړۍ مننه
Baaz Abid
-دا ژوند خو تيرول غواړي څه چار ورته ګورم
ـ نور پام باندې قدم ږدمه او لار ورته ګورم
درويشه ما هم توره د بابا په چت کې کيښوه ـ
ما ستن لاس کې نيولې ده او تار ورته ګورم
ـ دا زړه به مې ټوټه ټوټه له ښکلو نه راټول کړم
له عقل سره پيوسته څه کار ورته ګورم
ستا ياد مخې ته راغی او اقرار د وعدې غواړي - 
لږ سوج کوم خپه نه شې انکار ورته ګورم- 
د کلي ټول رنګونه به له ځانه سره يوسم= 
په لپو يې شيندمه چيرته ښار ورته ګورم
Fazal Andaleb
 د کلي تول رنګونه به له ځانه سره یوسم-----واواواواواعابد صیب کور مو ودان--د پيښور په بجلۍ هم باور نشته نو خپل پيغام ملګرو ته ورکړۍ--او بیا درته مخه ښه وایم
Baaz Abid
 په اردو ژبه کې یوه معقوله ده چې وايي:
چهوټي مو بړي بات
نو زه به په دې وړې خولې نه څه پیغام ورکړی شم. خو دومره ضرور په ځان فرض ګڼم چې ټولو پښتنو ورونو ته مالومه ده چې پښتانه د یوه عالمي سازش لاندې ځپل کیږي، نسل کشی یې روانه ده، هر څوک چې څه توانايی لري هغه دې په کار واچوي او خپل مظلوم ولس دۍ د دې حالاتو نه راوباسي، او دا مسوولیت تر هر چا زموږ او ستاسې په غاړه دی ځکه چې نن موږ او تاسو د هغو پښتنو پر تله چې په غرونو کې اوسیږي یو څو قدمه را مخته شوي یو او د انټر نیټي اړیکو څخه د نورو نړیوالو په څیر برخمن یو نو چې په دې وخت کې هم موږ د خپل ولس د بیدارولو چیغه پورته نه کړو نو دا به مو له خپل قوم او ولس سره جفا کړي وي
Fazal Andaleb
 له خوږو افکارو مو لوګی شم--عابد صیب یوه نړۍ مننه چې تاسو زمونږ ملګرو ته خپل قیمتي وخت ورکړو--او زمونږ د ملګرو د پاره به تاسو یو ځل بیا هم دې دیرې ته راولم------کور دې ودان---یوځل بیا مننه------او شپه مو پخیر د پښتون اولس د بیدارۍ او پرمختګ په هیله
Baaz Abid
 په الله مو سپارم له تاسو هم ډیره مننه چې زه مو برداشت کړم او له هغو تولو یارانو نه هم مننه چې ما او تایې کرښه په کرښه تعقیب کړی یو. یوه نړۍ مننه
 
- بېرته شاته