(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داستادروهي په ياد

د استاد روهي د پنځلسم تلين په مناسبت
د٢٠٠٦ز کال دمې دمياشتې اولسمه نيټه وه،دافغانستان دنامتوعلمي،ادبي اوفرهنګي شخصيت استادمحمدصديق روهي جنازه،دهغه دمړينې څخه پوره لس کاله وروسته،په ګران هيوادافغانستان کې دده مورنۍ خاورې ته ليږدول کيده اوپدې مناسبت يو لړ مراسم نيول شوي وو٠دمراسموبڼه زماد توقع په خلاف،دغم اوماتم دلس کاله پخوامراسموته ورته وو٠داچې مونږ داستادروهي په مرګ پوره لس کاله ژړلي وو،اودخپلې مورنۍ خاورې څخه ليرې په پردۍ خاوره ددې نوميالي انسان دجنازې په ښخولومودافسوس اوښکې توېې کړې وې،ماته ګران هيوادته دده دجنازې ليږدول دخوښۍ خبره وه٠
دمراسمولړۍ روانه وه،ويناوالودده دمړينې له کبله خپل دخفګان مراتب څرګندول خو زه دخيال په ټال کې ځنګيدم، هغې ځمکې ته ورغلم کومې ته چې داستاد روهي جنازه ور روانه وه٠اوهغې ته مې دهغې دلمنې نه دډير ګران ورک شوی بچي دبيرته راتګ زيری ورکړو٠
قلم ته مې لاس کړو همغه زيری مې په ډېرو لنډو الفاظو کې راونغښت اوپه ليکلي بڼه مې دغونډې مشرته ورکړ، هغې هم په لوړ اواز دتالار حاضرينو ته واورولو ٠
نن چې داستا د روهي دپنځلسم تلين سره برا بره ده يوځل بيا دوطن دد ې نامتو بچي ديا د په وياړ دهمغه  کوچنی شعر په تکرار سره، دده يادونه کوم ٠
داستاد محمدصديق روهي اروا دې ښاده اوياد دې  تلپاتې وي ٠
زيری
د خوست ځمکې بختورې!
واوره زيری، ناخــــــــــبرې!
له تاورک ځوی درځي بېرته
لــــــــه خوښئ وايه سندرې
ستادغېږې په ارمان دی
پرې  راتاودې کړه وزرې
ښه په مينه غېږه ورکــړه
چې روهي درځي د لرې
الحاج الهام الدين قيام
 
17.05.2011
- بېرته شاته