(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د روهي صیب سره نه هیردونکي خا طره

 د ګران دوست زبردست لیکوال پیاوړي علمي اوادبي شخصیت ارواښاد
کاندید اکا دمیسن محمد صدیق روهي سره نه هیردونکي خا طره
 روهی صاحب د پښتو ادب  یوځلانده څیره او د علم او فرهنګ د ودې او پراختیا سترنومیالې دي، چه د پښتو ژبي د اوو ستورو په لیکه کي راځي.نوموړۍ نه یواځي د تعلیم او تر بیه  ستره پانګه وه ، بلکه د ادب، فرهنګ ،علمیت، سیاست،او ټولنیزو اړیکو د ودی او پراختیا هغه  ویا ړلي صمیمي اومهربانه انسان وو، چه دخبرو اترو او بانډار  شیبه یی دهرهیوادوال او فرهنګپال په زړه کي د خا طرو په شان د ادبي ملغروځای نیولي دي چه قدر او ویا ړنه یی کیږي
استاد روهي بر سیره پر دي چه دخپل چا پیریال یعني دعلم اوپوهي د غورزنګ زانګوه وه ولي د یوه ملي ، اجتماعي ، سیاسي او ټو لنیز شخصیت په تو ګه هم د پرګنو په منځ کي بی ساری زړه سوانده او مهر بانه سړې وو. د خپل هیواد او خلکو سره یی به حده مینه درلوده. بانډاریی خوږاوخبری یی پرهر هیواد وال ډیري ښه لګیدي.
 د خپلو خوږو خا طرو څخه یوه  خاطره را په یاد شوه هغه داچه:
کوم وخت چه ما د علو مواکاډمي د کتا بتون مسؤلیت په غاړه درلودي او روهي صاحب کله نا کله د کتابتون نه ځیني کتا بونه د څیړینواو لو ستلولپاره کو رته وړل، نو په دي وخت کي یوه ستونځه را منځ ته شوه ،هغه دا چه زما همکاري هغه کتاب چه روهي صاحب یی د ځان سره کورته د وړلو غو ښتنه کوله د نه ځواب ورکړي و. او دا کتاب د کتابتون نه بهر د لوستلو اجازه  نه درلوده.
په دی وخت کی روهي صاحب زما دفتر ته راغي او دا کیسه را ته وکړه. چه کتاب زما ډیر پکاردې. ما خپل همکاري ته هدایت ور کړي چه نوموړۍ کتاب و روهي صاحب زما په مسؤلیت ورکړي، چه بیا وروسته دا کار وشو. او روهی صاحب د مننی په ویلو سره واپس زما دفتر ته را غلي او ما هم دچا یو د څښلو په بانه د رو هي صاحب  سره دیوه ګړي  لپاره یوکوچنې بانډار وکړي او لږ څه می سره وخندل.
که چیري یو چا او کوم شخص د روهي صاحب سره د نیږدې لیدلی وي. نو هرومرو به دده پراخ ورین تندي د خنداډکه خوله او خو شال مزاجه طبیعت ور په یادشي.هغه په خپل قلم داسی لیک لیکني  کښلي چه تا به ویل چاپي او ما شیني دي.
روهي صاحب دلوړ فکرڅښتن او د پاکو اوسپیڅلو احساسا تو خاوند و. د انسانی بشریت،ښو اخلاقو او ملی وحدت د یووالی ځلانده سمبول ګڼل کیدي. د نفاق، جنګ، بی غوري او تعصب نه  یی سخته کرکه او نفرت درلودي.
نن چه روهي صاحب زمونږ  په منځ کي نشته ولی دده ځلاندي کارنا مي، او شهکارونه  د علم او فرهنګ کړیو ته د تلپاتي یاد ګارو او خاطرو بله ډیوه ده چه بلیږي او رو ښنایی به یی د لمر د وړنګي په شان ددی ستر واقیعي انسان دنامه سره تل تر تله  مل اوملګرۍ وې.
 زه د روهي صاحب ددي لوړ او پیاوړي شخصیت مقام ته در ناوی کوم او د هغه یادونه د خپل را تلونکي ژوند ازمون ته یوه په زړه پوري تجربه بولم.
ژوندې او ځلانده دی وي دده د ادب او فرهنګ بله ډیوه
 
 ولی محمد نورزی
 
 
- بېرته شاته