(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

استاد ګل پاچا الفت زموږ دهیواد...

استاد ګل پاچا الفت زموږ دهیواد ملي، ولسي، لوی شاعر،پیاوړلې لیکوال او څیړونکې
لیک: انجنیر عبدالقادرمسعود
ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ادب په ډګر کې هغه لوی شاعر، ادب پوه، دیني عالم، پیاوړې لیکوال، سیاست پوه، ټولنیز پوه، څیړونکې، تاریخ لیکونکې، او تکړه ژورنالیست و، چې د ده په آثارو کې هنري ښکلا، ادبي اوفرهنګي،اجتماعي، سیاسي علمي ،  اخلاقي او ملي تفکراو پیغامونه نغښتي دي، چې داوسنیو او راتلونکو نسلونو لپاره د یو لوی ادبي درس اومکتب حیثیت لري . زموږ هیواد وال باید د خپل ژوند په مختلفو اړخونو کې ترینه خوند او پند واخلي .
استادګل پاچا الفت د میر سیدپاچا زوی او د سید فقیر پاچا لمسی دی چې په (۱۲۸۸)هجري شمسي کال کې دلغمان ولایت د قرغیو په ولسوالې کې د عزیز خان په کڅ کلي کې زیږیدلې دی .
        <p align="center">
           
</p>
استاد الفت صاحب د لوی او ځانګړي استعداد او ذکاوت خاوند شخصیت و. ده خپل علمي تحصیلات په خصوصي توګه په غیری رسمي مدرسو کې پای ته رسولي دي، او د مروجو او متداوله علومو لکه : فقهي اصول، صرف، نحو، معاني، بدیع، بیان، عروض، منطق، حکمت، ریاضي، علم کلام، تفسیر، حدیث، فلسفه او داسې نور علوم یې د لغمان او ننګرهار د ممتازو او نامتو استادانو څخه زده کړي او لوستلي دي او خپل بنسټیز مالومات یې په دې هکله تکمیل کړي وو.
استاد الفت صاحب د پورتنیو علومو او شخصي مطالعاتو وروسته په دغو رسمي او دولتي دوایرو کې خپلې دندې تر سره کړي دي :
- په (۱۳۱۴) هجري شمسي کال کې د انیس ملي ورځپاڼې په دفتر کې د کاتب په حیث رسمي ماموریت .
- په (۱۳۱۵)هجري شمسي  کال کې د ادبي انجمن (چې بیا پښتو ټولنه شوه)د تالیف او ترجمې په څانګه کې غړی شو.
- په (۱۳۱۶)هجري شمسي  کال کې کله چې پښتو ټولنه جوړه شوه د زیري جریدې دچلوونکي په توګه مقرر شو.
- په (۱۳۱۸)هجري شمسي  کال کې د پښتو ټولنې دصحافت د مدیریت د مرستیال په توګه مقررشو.
- په (۱۳۱۹)هجري شمسي  کال کې د پښتو ټولنې د لغاتواو قواعدو دڅانګې د مدیر په حیث و ټاکل شو.
- په (۱۳۲۰)هجري شمسي  کال کې د اصلاح ورځپاڼې مشاور، د پښتو ټولنې عمومي مبصر او دکابل مجلې د چلوونکي په توګه وټاکل شو.
- په (۱۳۲۵)هجري شمسي کال کې د ننګرهار د اتحاد مشرقي د جریدې مدیر مقرر شو.
- په (۱۳۲۷)هجري شمسي کال کې د ننګرهار په ولایت کې د قبایلو د عمومي مدیر په توګه وټاکل شو.
- په (۱۳۲۸)هجري شمسي کال کې د جلال آباد دخلکو له خوا د شورا د اوومې دورې لپاره د وکیل په توګه وټاکل شو،  چې بیا په ملي شورا کې دوهم مرستیال مقررشو.
- په (۱۳۳۰)هجري شمسي کال کې د ولس ملي جریده یې تاسیس کړه او تر (۱۳۳۲) هجري شمسي کال تر پایه د دغې جریدې د امتیاز خاوند و.
- په (۱۳۳۱)هجري شمسي کال کې د لغمان ولایت د قرغیو په ولسوالې کې د خلکو له خوا د ملي شورا د اتمې دورې لپاره د وکیل په توګه وټاکل شو.
- په (۱۳۳۴)هجري شمسي کال کې د جلال آباد دخلکو له خوا د لویې جرګې د وکیل په توګه مقررشو.
- په (۱۳۳۵)هجري شمسي کال کې په لومړی رتبه دپښتو ټولنې مشر وټاکل شو او د پوهنې وزارت د عالي شورا غړې مقرر شو.
- په (۱۳۳۸)هجري شمسي کال کې دافغان شوروي د دوستې د ټولنې ریس وټاکل شو.
- په (۱۳۴۳)هجري شمسي کال کې دکابینی غړې شو او دقبایلو د مستقل ریاست چارې وروسپارل شوې .
- په (۱۳۴۴)هجري شمسي کال کې د ولسي جرګې د دوولسمې دورې لپاره د جلال آباد له خلکو له خوا د وکیل په توګه وټاکل شو.
- په (۱۳۴۸)هجري شمسي کال کې د ولسي جرګې په دیارلسمه دوره کې منتخب استازې و.
استاد الفت صاحب د حقوقو او ادبیاتو په پوهنځیو کې د پښتو ژبې د استادپه توګه هم دنده ترسره کړې ده .
استادالفت صاحب دیو مخکښ، نوښتګر، نومیالي ادبي، فرهنګي، ملي او مبارز شخصیت په توګه په خپلو آثارو کې فلسفي ، علمي او منطقي استدلال، سپیڅلې هیلې او آرمانونه دزړه غږ او ملي احساسات دخپل هیواد ، خلکو ، ټولنې او ټولنیزو روابطو او مناسباتو په هکله په داسې لویو او خیالي افکارو ترسیم او بیان کړي دي، چې زموږ هر هیوادوال د خپلو زړونواو آرمانونومقاصد او اهداف په کښې موندلای شي . دالفت صاحب دآثارو ځلا او ښکلا لکه د نورو درنو لیکوالانواو شاعرانوآثار د پښتو ادب په ډګر کې دتل لپاره روښانه او نه ورکیدونکي دي .
د الفت صاحب منظوم ، منثور او څیړنیز آثار دادي :
دپسرلي نغمه، عالي افکار، دآزادې پیغام، ښه لمسون، دزړه وینا، غوره اشعار، دالفت خبرې، لغوي څیړنه، عالي افکار، پښتو کلي، منطق، غوره نثرونه، لیکوالي املا او انشا، اجتماعي نظریات، پښتو سندرې، ادبي بحثونه، ملي قهرمان، بله ډیوه
څه لیکل یا لیک پوهه، د ټولنې په جوړښت کې داسلام نقش، د الفت نثري کلیات، نوی څرک یا نوې رڼا، څه ګورم او څه اورم، بیلابیلې لیکنې او مقالې، منظوم عالي افکار (ژباړه)، دټولنې علم (ژباړه)، دموفقیت لار(ژباړه)، لوړ خیالونه او ژور فکرونه (ژباړه)، احمدشاه بابا افغان (ژباړه) او داسې نور آثار..........
په رښتیا سره چې الفت صاحب د ځانګړي هنري، ادبي او علمي استعدادخاوند شخصیت و. ده دخپلې پوهې، دقلم دفضیلت او د کلام د عفت په وسیله خپلې ټولنې اوخپلو وطنوالو ته ډیر درانه او دستاینې وړ خدمتونه کړي دي،  او د پښو ژبه یې  دخپلو آثارو په وسیله پاللې او بډایه کړې ده،د ده آثار د پښتو ادب په تاریخ کې لوړ مقام لري،  او دپښتو ادب یې رنګین ساتلې دی .
دده دا هلې ځلې اوکارنامې دپښتوادب په تاریخ کې نه ورکیدونکي او نه هیریدونکي دي . همدا وجه  ده چې د ده نوم به د ده دآثارو په رڼا کې  تل ژوندی وي .
الفت صاحب دخپل کار او خدمت په اوږده دوره کې هغه خدمتونه نوښتونه چې دخلکو او د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره کړي دي دهغې وخت د مقاماتو له خوا لمانځل شوی هم دی . هغه سوغاتونه چې ده تر لاسه کړي دي دا دي :
د خوشحال خان خټک ادبي جایزه، د ابوعلي سینا علمي جایزه، د صدارت له خوا دویمه درجه تقدیرنامه، د ستوري دریمه درجه نښان، د پوهنې دویمه درجه نښان، دوکالت د دورو نښانونه، دلویې جرګې نښانونه او داسې نور.............
استاد الفت صاحب یو متدین، پاک او سپیڅلې انسان، ریښتینې مسلمان، عالم، ادیب،  نامتو شاعر اولیکوال و. دی د تقوا اوپرهیزګاری دروندشخصیت و، او د لویې حوصلې خاوندو. هر وخت غلې او خاموش ښکاریده، متواضع، حلیم، برده باره او بی کبره انسان و. ده د خدای پاک سره ، دوطن سره او د هیوادوالوسره د انسان او انساني کرامت سره سپیڅلې مینه او محبت درلود.
دالفت صاحب د منظوم او منثور آثارو پیغام او مضمون ډیر سلیس ، روان او په زړه پورې دی . ده دخپل آثارو مضامین او پیغامونه په داسې استدلال او منطق ترسیم کړي دي چې په لوستلو یې د خلکو په زړونو کې منګولې شخوي او ځان ته یې راکاږي .
الفت صاحب د خپل علمي الفاظو په وسیله خپلې ادبي ټوټې داسې بیان کړې دي چې له هره حیثه زړه وړونکي اواغیزناکه دي . همدا وجه ده چې د الفت صاحب نوښتګر شخصیت د ده داستادي نښه تثبیتوي .
د ده په منظومو او منثورو آثارو کې دا خیالونه، تصویرونه، پیغامونه اولوړ فکرونه نغښتي دي :
د ځوانانو راویښول اود دوی عیبونه ورښودل، د بشري ټولنې اصلاحي اړخونه، د هیوادسمسورتیااو پراختیا، دملي احساس روزل اوغوړیدل، عالي او خیالي افکار، اخلاقي او تربیوي معیارونه، انسان او انساني کرامت ته احترام، د آزادې، دیموکراسې او خپلواکې پیغامونه، عدالت، انصاف او پاک نفسي، ملي او علمي تفکر، اتحاد،اتفاق، ملي هویت اویوالې، ملي انساني اواجتماعي دردونه، د ترقې، پیشرفت او لیاقت بنسټیز معیارونه، دواقعي او عملي تصوف او عرفان په هکله علمي او تحقیقي نظریات، د اسلام دحقیقي او سپیڅلي ارزښتونو نظریات او عملي ګامونه، دغریبانو، مظلومانو، مسکینانو، خوارانواویتیمانوسره خواخوږي او همدردي، د ظلم استبداداو بی عدالتې پر خلاف او د ظالم سره کلکه قلمي مبارزه او مجادله، دپښتون او پښتونولي سره ژوره مینه، دوستي، عشق، محبت، مینه او اخلاص،جذابیت اوښایست،  وفا اوصمیمیت، رښتیا او صداقت، د طبیعت د مناظرو ښکلا او داسې نور عالي او انساني خصایل او ارزښتونه ................
د بیلګې په توګه د الفت صاحب دا بیتونه ګورو چې وایي :
 
باغ و بڼ یې  بې بلبله  بې عندلیبه
رنځوران یې بې دوا بې طبیبه
څه په لوږه، څه په تبه، څه په تیغ مري
ورک شه ورک شه د پښتون خوار نصیبه
که یې ښه پوره په حال باندې خبر شې
خدایږو ته به هم پرې وژاړې رقیبه
ناپوهي، خواره خواري ده او پښتون دی
کور یې وران، کار یې ګډوډاو بې ترتیبه
لاس یې یو ځای، سر یې بل ځای، پښه یې بل ځای
پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکیبه
نه ډوډی لري، نه پوهه نه تعلیم څه
بې له تورې  نور له هر څه بې نصیبه
چې رښتین، خادم یې وینم بینوا دی
پښتو ژبه ده په ژبو کې غریبه
که غمخور، همدرد، خواخوږی او دردمند یې
ژاړه ژاړه دپښتون په حال حبیبه
توره  مه ستایه هنر ورلره ستایه
چې نور هم نشي مجروح پښتون ادیبه
او یا وایي :
باداري پریږدی خادمان شی د وطن او د قام
په خوار غریب شی پس له دې لږ مهربان غوندې
هلته چې یو انسان دبل لکه غلام اوسیږي
په هغه ځای د خدای لعنت اوري باران غوندې
باداري نشته په اسلام کې نه په کفر کې اوس
تاسې یې نوره ټینکه مه ساتی ایمان غوندې
او یا وایي :
راځی چې یو شان دملګریو په شان کینو سره
غرور اوکبرپریښودل که نه وي ګران غوندې
د ملګرتیا ژوندکې خوندونه او خیرونه دي ډیر
تاسې یو څو ورځې خو وکړی امتحان غوندې
نورو سره ځان برابر ګڼل مشکل مه ګڼه
مشکل کارونه به خدای تاته کړي آسان غوندې
راشه دعدل مساوات لږ کوټي خوند وګوره
که پښیمان شوې دربه کړمه څه تاوان غوندې
او یا وایي :
 سرو صورت یوازی مه ګوره معنا وګوره
په سر کې فکر، زړه کې پټه مدعا وګوره
وینا یې واوره بیا یې وګوره عمل ورسره
میل و رغبت غایه، هدف او تمنا وګوره
او یا وایي :
حق او باطل نه معلومیږي حق بیان که نه وي
ظالم ته هیڅ نشې ویلی ټینګ ایمان که نه وي
پینځو روپو باندې یې ولې هره ورځ خرڅوې
دین و ایمان دې مسلمانه ډیر ارزان که نه وي
آه و فریاد د چا له لاسه دغه خلک کوي؟
چیرې بې رحمه، خدای ناترسه ظالمان که نه وي
دا میدانونه  ولې سره دي په سرو وینو باندې
په هر هیواد کې شرمښان یا قصابان که نه وي
ولې له ظلم ناروا سره جهاد نه کوي
دا په نفلو باندې ولاړ ریاکاران که نه وي
ستوری د دین به درته وایمه ملا صاحبه!
دا ریا کاره بې عمله ملایان که نه وي
خوار وغریب او بینوا که په راحت و پکې
جنت یې بولم خیر دی حورې او غلمان که نه وي
چې مظلومان کړي فریادونه د ظالم له لاسه
ورته دوزخ وایه هیڅ اور لړم ماران که نه وي
د ناداري دا ناداني دا بدبختي له څه ده!
زموږکارونه زموږ فکر او خوی وران که نه وي
او یا وایي :
چې د نا پوهو نا خبرو توره شپه کړي رڼا
بلو ډیووغوندې د پوهې کتابونه لرم
څوک چې له خدایه نه ویریږي او ظلمونه کوي
زه په تش لاس ورسره خدایږو چې جنګونه لرم
راشی چې اور د ظالمانوپه کورولګوو
پاک الله وایي چې ظالم ته دوزخونه لرم
او یا وایي :
که تا کیښوده د چا په سر ګلونه
هیر به نه کړي هیڅوک ستا دا احسانونه
ستا نیالګي که وکړي سیوری په خوارانو
په عاجز او په غریب او یتیمانو
آخرت کې به همدغه ستا په کار شي
ستا هغه جهان به هم ګل و ګلزار شي
او یا وایي :
یم شمع د تورتم په سر اورونه قبلوم
په زړه لکه لاله سوي داغونه قبلوم
ته وساته په زړه کې محبت د نازنینو
ما پریږده چې دخوار غریب نازونه قبلوم
چې ستړی او ستومان وي په خدمت کې د وطن
په سر او په لیمو یې قدمونه قبلوم
او یا وایي :
چې له وطن سره اخلاص ، صدق وفا نلري
ورسره جوړ نه یمه درس د وفا مه راکوه
چې ویده ویښ نکړي په ویښ باندې اثر ونکړي
هغه بې خونده بې  تاثیره وینا مه راکوه
هغه کار وکړه چې یې ګټه ټول عالم وویني
نور په خبرو او وعدو تسلی مه راکوه
پس له دې ظلم ناروا د هیچا نه منم زه
دزور او ظلم فتوا مه راکوه
دابراهیم خلیل الله قرباني ستایه راته
د خوف او ویرې سبق ماته ملا مه راکوه
چې نا اشنا وي له غمونو او دردونو سره
هغه بې غمه او بې درده اشنا مه راکوه
چې لکه شمع توره شپه د چا رڼا نه کاندي
ماته بې سوزه بې ګدازه ژړا مه راکوه
او یا وایي :
د ملي ژوند اساس خپلواکي ده
د ملي غرور ژوند، سر لوړي ده
چې هر څومره ملت متحد وي
خپلواکي یې هغومره قوي ده
په ثقافت قوم ژوندی دی
کولتوري سرمایه یې هستي ده
په آزاد او خپلواکه وطن کې
روا کله په بل باداري ده
او یا وایي :
په رښتیا هغه ملت وي بختور
چې لري ملي نظام ملي رهبر
وي اصلي حاکمیت دخلکو لاس کې
حکومت وي د ملي قدرت مظهر
جامعه پخپله وي په ځان حاکمه
دعامه افکارو وي قوي اثر
نه تبعیض نه امتیاز وي نه تېری
په حقوقو کې وي خلک برابر
او یا وایي :
د دې لوړو غرو وږمه یم                                         راویښ کړی مې پښتون دی
د میړانې سرنامه یم                                                 آزادي زما مضمون دی                            
دعبرت او ننګ نغمه یم                                            هر آهنګ مې ډیر موزون دی
دخیبر غرونه رغونه ما په سرو وینو لړلي
غلیمان دپښتنو مې پښتنو باندې وژلي
او یا وایي :
قام جوړول دقام پالنه ستا سنت ګڼمه
دا تقاضا د طبیعت اود فطرت ګڼمه
ستا له طرفه اغیزه دقومیت ګڼمه
مینه دقام دانسانانوخاصیت ګڼمه
ځکه فرعون سره موسی جګړې جنګونه کړي
دقام دپاره ډیرو خلکو ډیر کارونه کړي
او یا وایي :
لباسي به درته وایمه جانانه                        که دې پریښوده دپلار نیکه خویونه             
پښتنې به درته وایي بې ایمانه                  که پښتو شوه درنه پاتې ای پښتونه
واخله درس د سربازۍ ته له پتنګه                لوی صفت د پښتونوالي قرباني ده    
ډیر اوچت دی په مانا کې له اسمانه
دوطن دشهیدانو بیرغونه
او یا وایي :
شهرت د عقل له نامه د افلاطونه، نه ځي
د آزادۍ مینه هیڅکله له پښتونه، نه ځي
که هر څه لاړ شي له دې دهر او جهانه ځنې
د بل له جغ لاندې ژوندي ویښ ملتونه، نه ځي
د آزادۍ معراج ته نه رسیږي هغه کسان
چې دغیرت او ننګ په لار کې یې سرونه، نه ځي
او یا وایي :
فضیلت د انسان علم وعمل دی
که په سر یې پټکی او که ململ دی
په چپن او بالاپوش و نه غولیږې
ما د لنګ څښتن لیدلی مکمل دی
او یا وایي :
د افکارو تجلی یې نه ورکیږي
دچا زړه کې چې چراغ دعلم بل دی
په تورتم کې دې هغه سړی وي وړاندې
چې یې لاس کې د عرفان ښایسته مشعل وي
او یا وایي :
یو کړم مست بل محتسب کړم بل هوښیار کړم
یو بډای کړم بل عالم کړم بل خوار کړم
ورته ګورم چې دوی څه کا یو له بله
ځکه یو دچا مزدور بل یې بادار کړم
او یا وایي :
کله زړونه کړم له تورو کاڼو سخت زه
عاطفه کړمه پیدا پکې بل وخت زه
راسره تیاره، رڼا، یخني، ګرمي شته
څوک راټیټ کړم ځینې کینوم په تخت زه
او یا وایي :
زه یم هلته چې نه غم نه مصیبت وي
نه سودا وي نه تشویش نه عداوت وي
مخالف په منځ کې نه وي واړه خپل وي
دیارانو خوږ مجلس ګرم صحبت وي
کدورت او ملال نه وي په خاطر کې
دملګرو اشنایانوجمعیت وي
د وینا په سود وزیان څه غوغانه وي
نه له چا سره حسد او رقابت وي
او یا وایي :
زه په برخه د هغوی یم چې جهان کې
مست په مینه د جمال یا حقیقت وي
غافل نه وي له ښایست او ښکلیتوبه
خدای ورکړی دبلبلو طبیعت وي
په نظر دمحبت ګوري جهان ته
ورسره له خوشبینۍ ډک بصیرت وي
بدبخت نه وي له ازله پیدا شوی
خوی یې ښه، نظریې ښه، ښه یې فطرت وي
او یا وایي :
زه پیدا یم له شعور او له احساسه
ما د زړه له کوره هیڅ کله مه باسه
مدام ژاړه په دردمنو رنځورانو
په بد حال او بده ورځ دغریبانو
په دنیا کې کونډې رنډې غریبان شته
په سل رازه زخمي زړونه په جهان شته
څوک چې سترګې لري کله وي بیغمه
اخلي برخه د یوه بل له ماتمه
غافل مه اوسه د نورو له احواله
چې نور ژاړي ته هم مه اوسه خوشحاله
زړونه سوځي سترګې ژاړي مصیبت کې
څرګندیږي محبت د غم شرکت کې
خپل خواخوږي په غمو کې معلومیږي
دوستان یو دبل په بده ورځ کړیږي
او یا وایي :
په دنیا کې که عزت که اعتبار دی
د انسان د معایبو پرده دار دی
که څوک خپل عیب پټوي په دې پټېږي
ورکول یې د صحیح تربیت کار دی
او یا وایي :
رښتیانی دوست نه لري هغه سړی
چې په خوله باندې وي خپل په زړه پردی
محبت دلاس او ژبې اثر نه کا
که په مینه نه وي تود د زړه نغری
او یا وایي :
په دوستۍ کې که څوک چل او سیاست کړي
له دوستانو سره بل شانې صحبت کړي
رښتیانی دوست نه لري او نه یې مومي
که هر څو په خوله اظهار د محبت کړي
او یا وایي :
زړه پټ مه ساته هیڅکله له ملګریو
مه غل کیږه په دوستۍ کې دخبرو
دبل زړه ته مومي هغه سړی لاره
چې راووت د نفاق ټګۍ له زغرو
او یا وایي :
یو پټ غلی احساس دی چې آرام مې نه پریږدي
په اور مې کړوي لکه چې خام مې نه پریږدي
جر‌ءت مې زیاتوي دومره په ځان یمه پوه شوی
غافل له خپله حقه او غلام مې نه پریږدي
او یا وایي :
دا چې لوبې په سرو سپینوهر سبا کړې
راته وایه چې دا هومره مغرور چا کړې
د دنیا په مینه مست یې بې شرابو
د هستۍ جنون له هر څه بې پروا کړې
دهغه په حال چې وریځ داسمان ژاړي
ته پرې هر ساعت خندا لکه بریښنا کړې
له همدې خاورو پیدا خاکي انسان یې
نه پوهیږم دنیا ولې په هوا کړې
او یا وایي :
چې د غمجنو په حال سوځي هغه زړه غواړمه
داسې پتنګ سره یو ځای خپل سوځیده غواړمه
لږ غوندې درد او دلسوزي دهمدردۍ دپاره
که په کوم زړه کې ځای لري ترې ځاریده غواړمه
د سوز ژړا چې کله وینمه د شمعې په مخ
د رنځورانو سر ته هسې ژړیده غواړمه
او یا وایي :
که پخپلو هوسونو زورور یې
که په کور کې دې هیڅ نه وي توانګر یې
چې په غاړه دې د تمې زنځیر پروت وي
خورا ټیټ یې که ولاړ په جګ منبز یې
او یا وایي :
عزت نشته زورورو په حضور کې
لویې نشته تکبر او په غرور کې
قبلیدل دچا په درکې لوی  ذلت دی
که نقصان نه وي په سترګو او شعور کې
له مانا او له کمال سره اشنا شه
موندل کېږي لوی عزت د علم نور کې
او یا وایي :
چې په سمه لار څوک نه ځي بینا نه دی
چې عمل په علم نه کړي ملا نه دی
که یې فکر ستا له فکره مخالف وي
شپه او ورځ که در سره وي اشنا نه دی
لمر که راشي په تندي باندې له پاسه
ته چې ویښ له خوبه نه یې سبا نه دی
وړاندې وروسته دهر چا ډیوې مړې کیږي
تر سبا پورې څراغ بل د چا نه دی
چې په فکر، عقل، لوی نه وي ماشوم دی
چې په خوی باندې کمکی وي بابا نه دی
او یا وایي :
اراده او د کار عزم چې لري څوک
د هغه هر وخت کې شوی احترام دی
د عمل د خاوندانو په حضور کې
د وینا خاوند ولاړ لاس په سلام دی
نه په تشه وینا کار د چا سم شوی
نه موړ شوی کله تږی په تش جام دی
او یا وایي :
چې د ریا په طاعتونو خلق نه غولوي
په بزرګۍ او مساېلو پېسې نه ټولوي
صحیح اسلام هر چاته ښیي حق باطل بېلوي
دا رنګه پیرشیخ و ملا د قوم پېښوا غواړو موږ
او یا وایي :
که بې رنګه بې ریا زهد و تقوی وي
له ټګۍ برګۍ چل  ول  نه مبرا وي
څوک یې کله بازارونو ته  راباسي
سود سودا لره خو زهد د ریا وي
او یا وایي :
که طاعت او عبادت هر څومره کم وي
خدای دې نه کا چې شریک پکې صنم وي
په ریا چې دمخلوق د پاره کیږي
که شرک نه وي له ګناه سره به سم وي
او یا وایي :
چې رشوت نه خوري ظلم نه کړي او پوهیږي په کار
خوشې په خوشې نه کنځل او نه وهل کړي نه قار
په خوار غریب لري زړه سوی نه په ظالم او بد کار
هغه قاضي هغه حاکم هغه میرزا غواړو موږ
او یا وایي :
چې خدمت کاندي په رښتیاملک و ملت دپاره
په حق چلېږي د انصاف او عدالت دپاره
په سمه لاره وي روان د حقیقت دپاره
دا راز ښه سړیتوب بې له ریا غواړو موږ
 
او یا وایي :
چې دماغونو کې رڼا  زړو کې سرور پیدا کړي
قوم و ملت کې د لوړتیا ذوق و شعور پیدا کړي
فکروعمل او اخلاق ښه کړي ښه دستور پیداکړي
له مکتبونوعلم و پوهه د رښتیا غواړو موږ
او یا وایي :
د وطن په محبت باندې قسم خورم
چې د ځان له غمه زیات دوطن غم خورم
دوطن د شرف سپریم نه وېرېږم
که د تورو ګوزارونه  دم په دم  خورم
دا خوږې، غوړې ګولې دې وي دنورو
د وطن دفاع کې زه ګولۍ د بم خورم
کفن نه غواړم د ژوند جامو کې درومم
دجنت باغ کې مېوې رقم رقم خورم
او یا وایي :
ژاړي په غمونو کې خواخوږي له هر چا سره
سل پتنګان سوځي دیوې شمعې ژړا سره
ډک زړګی له اوښکو ګرځي وریځې په اسمان کې بیا
څه ژړا ملګرې ده  دژوند یوې بریښنا سره
ټول باغ ژړیدلی ځکه اوښکې دي دګل په مخ
ډیر لکه لاله داغلي زړونه شته صحرا سره
نه ښایي انسان ته چې دبل په غم غمجن نشي
لویه بدبختي ده که څوک نه ژاړي له چا سره
داسې بې غمي دې خدای په هیڅ کور کې پیدا نکړي
یو کور کې چې ویر وي او بل خاندي له لیلا سره
او یا وایي :
بصیرت او علم نشته په کتاب کې
که څه نه وي د مغزو په پیچ و تاب کې
علم او پوهه بل شی نه دی بینایي ده
خوشې ناست یې پټې سترګې په محراب کې
او یا وایي :
په ضعیفه اراده عقل حاکم وي
که قوي وه اراده  نو بیا خادم وي
د بشر خدمت ته عقل پیدا شوی
په دې شرط چې روغ وجوړ صحیح سالم وي
او یا وایي :
دانسان جوهر د ژبې ګویایي ده
همدغه یې زیبایي او دارایي ده
بې له ژبې هیڅوک هیڅ نشي موندلای
دانایي دلربایي که بډایي ده
او یا وایي :
نه یې زړه کې صداقت، مینه وفا شته
نه یې سترګو کې څه شرم او حیا شته
سیاست لري څو مخه څو اړخونه
وخت په وخت یې خوله کې سل ژبې ګویا شته
او یا وایي :
پرستش د یوه تن بت پرستي ده
دمسلک پیروي لویه آزادي ده
په کوم ځای کې چې یو فکر کړي کارونه
هلته خوشې مهمل لفظ دیموکراسي ده
او یا وایي :
په جهان کې چې مردوده باداري شوه
روحاني رنګ یې راووته پیري شوه
دپیرۍ او مریدۍ بازار چې سوړ شو
سیاسي رنګ یې پیدا کړ لیډري شوه
او یا وایي :
په رڼا کې د لمر څومره لوی حکمت دی
ژوند دپاره ډیر ضرور دا حرارت دی
مګر ګوره د اسمان سپینې سپوژمۍ کې
خاوند ایښی د جمال شعري کیفیت دی
او یا وایي :
ښځه حق لري دژوند او کار کولو
لکه نر د لیاقت څرګندولو
په دې شرط چې اهلیت وښیي کار کې
نه چې ځان ښیي په ځان سینګارولو
او یا وایي :
په سر کې فکر د وطن په زړه کې مینه دیار
د زور او ظلم لوی دشمن دازادۍ طرفدار
په حق ویلو ماتوي بت او طلسم د ډار
شاعر دپاره مناسب دی همدغسې شعار
او یا وایي :
ستا دلبر غوندې دلبر په جهان نشته
ستا دعشق په باغ و بڼ کې خزان نشته
غمجن مه اوسه راځه رقیبان نشته
دلیلی په دروازه کې دربان نشته
پاڅه بیا یو ځل سیراب دعشق په جام شه
په ساغر دماه و مهر می آشام شه
او یا وایي :
بیا وطن ښکاري تازه نوی بهار دی
بیا په غاړه د هر چا دګلو هار دی
باغ کې ځوړند دي  دګلو امېلونه
ته خو ګوره! ورته څنګه ښه ګلزار دی
هر طرف ځانګي ښایسته غونچې د ګلو
د مستۍ دوره راغلې په بلبلو
ښې نغمې له هرې خوا غوږ ته رسیږي
په رښتیا چې بهار وړ دی دستایلو
نن هر چا ته خپله سیمه ښه ګلزار دی
دا تاثیر خدای نصیب کړی دبهار دی
مرغۍ باغ کې دي خوشحاله زرکې غرو کې
هر طرف ته چې نن ګورې لاله زار دی
او یا وایي :
خوله پرانېزي دګلشن غوټۍ سبا ته
د زړه غوټې بېرته کېږي خپل اشنا ته
ما دخپل فکر محرم په جهان نه موند
نا اشنا فکرو سره راغلم دنیا ته
او یا وایي :
له اسمانه څاڅکي راغله د باران
پرې راشنه شوه سپین او سره او زیړ ګلان
یو څو ورځې پس یې باد ویوړلې پاڼې
خپل آغاز انجام هیڅ نه شو ور عیان
او یا وایي :
د جنت حورو زړه وړی د زاهد دی
په همدې فکر ولاړ خدای ته عابد دی
دښایسته حورو په لاس جامونه ویني
ځکه تېر له خپله سره مجاهد دی
او یا وایي :
ښکلی توب  دی  چې هر چا زړه پرې بایللی
چا په یو شان چا په بل شان دی لیدلی
بلبلان ورپسې ځي د باغ په لوري
پتنګانو اور ته ځان ورغورځولی
او یا وایي :
پتنګ په شمع بلبل مینه په سرو ګلو
عاشقان فخر په دیدار د نازولو کوي
تاپه ملالو اثري سترګو زړه وړی زما
دلبران واړه د زړه ښکار په تش کتلو کوي
د هر چا خوښه چې په مال که په کمال پسې ځي
زه یې عبث بولم چې مینه بې د ښکلیو کوي
هغه پاک زړه چې د خوبانو خاص حرم باله شي
څوک به یې ولې ځای د هر خیال دساتلو کوي
د ښکلیو خیال که له شاعر سره ملګری نه وي
ډېر غولیدلی که هوس دشعر ویلو کوي
او یا وایي :
چا چې ایښی دا شین خال ستا په جبین دی
زما زړه هم دهغه له لاسه شین دی
ستا امېل کې یې سل زړونه دي پېیلي
چا جوړ کړی ستا د غاړې لونګین دی
جوړه شوې یې د لمر له پلوشو نه
ستا دعشق پر حرارت مې دا یقین دی
سور سالو دې سره لمبه ده نه پوهیږم
که زما دزړه په سرو وینو رنګین دی
دجمال پرښتې  ته چې جوړولې
ورلېږلی چا سلام چا آفرین دی
معجزه ته د قدرت او دخلقت یې
په رښتیا چې خدای احسن الخالقین دی
خدای دې ساته په امان له بدو سترګو
دا دعا د پرښتو زموږ آمین دی
او یا وایي :
چې تور اوربل په سپین مخ  ووینم غزل جوړوم
بل کار مې نشته شهلا سترګو ته کجل جوړوم
بکره معنی ښکلې کومه د هنر په سینګار
دفوق لیلی ته د ښکلاو تاج محل جوړوم
تورې تیارې چې ورکې کړم د حقیقت له مخې
له عشقه اور  اخلم له ځانه روڼ مشعل جوړوم
چې افسانه شمه  په عشق کې زمانو ته یادګار
لکه مجنون ځان نه د عشق ضرب المثل جوړوم
 
په رښتیا سره که د الفت صاحب اشعارو ته په دقت سره پاملرنه وشي، د ده شعرونه ډیر خواږه، خوندور، ښکلي او جذاب دي . دده زیاتره شعرونه انتقادي، اجتماعي اوملي بڼه لري، او لوی حکمت اولذت په کښې نغښتی دی .
الفت صاحب واقعا دلوړې پوهې او علمیت خاوند شخصیت دی . د ده په شعرونو کې د قلم زور او قوت، د کلام فصاحت او بلاغت له ورایه معلومیږي .د ده شعرونه او نثرونه ساده او روان دي، همدا وجه ده چې د ده شعري کلیات څو ځله چاپ شوې دی او دټولو ادب دوستانو او دشعر د مینه والو په کاله کې لکه د نورو شاعرانو او لیکوالانو دیوانونه موجود دی . اروا ښاد عبدالحی حبیبي چې زموږ د هیوادشاعر ،  نامتو لیکوال، څیړنیز پوه، تاریخ پوه او تکړه ژورنالیست دی دالفت صاحب دنظم او نثر په هکله داسې وایي :
(دالفت  نثرهم شعر دی او نظم یې هم شعر دی . دی وایي کله کله د هغه نثر تر نظم خوږ وي . خلک وایي چې نظم پیودل دي او یو ناظم مرغلري پیودي، مګر زه وینم چې الفت په نثر کې بلا کوي او کله کله الفاط هسې سره پیودي چې ترهر رنګه نظم ښه ښکاري .)
د الفت صاحب شعر اوشاعري،او د ده اجتماعي، سیاسي، انتقادي، ادبي، دیني او ملي مضامین او مطالب دپښتو ادب په ډګر کې دقدر او ستاینې وړ دي . الفت صاحب نه یوازی په پښتو ژبې لیکنې کړې دي، بلکې په نورو ژبو کې هم لیکنې لري . ده په دري- فارسي ژبه هم اشعاراو نثرونه لیکلي دي، خو له بده مرغه دا لیکنې اوس محال په لاس کې نشته .دیادونې وړ ګڼم، د ویښ زلمیانودملي غورځنګ په جوړښت کې زموږ د هیواد یو شمیر منورو ځوانانو، پوهانو،  سیاسي، اجتماعي، ادبي اوملي شخصیتونو فعاله برخه درلوده، یو له دغو اشخاصو څخه استاد ګل پاچا الفت هم و.
الفت صاحب د دغې غورځنګ فعال غړی و، اود (ولس د جریدی)چې د دغې غورځنګ نشراتي ارګان و د امتیاز خاونداود دغې تحریک ویاند هم و.
زموږ یو شمیر لویو شاعرانو، ادیبانواو لیکوالانودالفت صاحب پر شاعرۍ او لیکوالۍ خپلې څیړنې کړې دي،او خپل نظریات او په زړه پورې تحقیقات یې لیکلي دي، چې د دوی دا لیکنې د قدر او ستاینې وړ دي .
لنډه دا چې دالفت صاحب د شخصیت په هکله که هر څومره ولیکل شي بیا هم کم دي .  کله چې ما دالفت صاحب شعري کلیات ولوست نو زه هم دې ته وهڅیدم چې د ده د شخصیت په هکله یو څو کرښې ولیکم .
ارواښاد ګل پاچاالفت صاحب په (۱۳۵۶)کال د لیندی د میاشتی په (۲۸) نیټه  د زړه دحملې په اثر دعزیز خان په کڅ کلي کې، چې د ژوند په آخرو وختونو کې هلته اوسیدو وفات شو، او د دوی په پلرنې هدیره کې خاوروته وسپارل شو.
اروا دې ښاده وي او د لوی خدای څخه ده ته د فردوس جنت غواړم .
 ددغې مقالې په لیکنه کې د بیلابیلو انټرنیټي منابعوواو دالفت صاحب په شعري کلیات استناد شوې دی، خو بیا هم که چیرې زما په لیکنه کې ځینې نیمګړتیاوې موجود وي . د ټولوګرانو ادیبانو او لوستونکوڅخه مخکې له مخکې بښنه غواړم .
په ډیره ادبي مینه : انجنیر عبدالقادرمسعود
- بېرته شاته