(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزي لنډه پېژندګلوي

 
 
مبارزشاعراوډاکټرشهیدعبدالصمداڅکزي لنډه پېژندګلوي
لیکنه:رمضان ارماني پښتونخواکویټه
ستاپه غم ژاړي داجهان شهیده
دپښتنوخان صمدخان شهیده
داخبره دلمرغوندي روښانه ده چي دپښتونخواوطن دآزادۍ دغورځنګ بنسټ په سهیلي پښتونخواکښي سترشهیدخان عبدالصمدخان اڅکزي اېښي دی.دخان شهیدپه لاره دتلواودقامي شهیدنوم ترلاسه کولوهڅه دپشتونخواوطن اوګوندهروګړی کوي.خووډیرولږوپښتنوته دغه ویاړورپه برخه شي اودپښتونخواوطن دآزادۍ په لاره کښي خپل ځان قربان کړی.اودشهادت مقام ته ورسېږي.په دغوپښتنوکښي یوننګیالی ځوان ډاکټرعبدالصمدووچي یوخواته شاعروو.بلي خواته ډاکټراومبارزوو.شهیدډاکټردخان شهیددکاروان یوتکړملګری اوعسکروو.دې عسکرکه ټوپک په لاس کښي نه وواخستی خودقلم دلاري یې دټوپک کارترسره کوای.ډاکټرعبدالصمددوطن اودپښتوخاینانوپسې یې قلم په ګوتوکښي ټینګ نیولی وو.اوپه هرډګریې دپښتونخوااوافغانستان دښمن په ضدیې شعارروکول.اومبارزه یې پیل کړې وه.دپښتونخوااوآزادافغانستان دښمنانونه غوښتل چي ډاکټرصمداڅکزی دخپله مخه لیري کړي.اوبې دڅه خنډه دپښتونخوااوآزادافغانستان په ضدخپل عملیات ترسره کړی اودهېوادددښمنانومرسته وکړي.داښکاره خبره ده چي دهېواددښمنان هیڅکله هم وطن دوسته،وطنپاله اوانسان دوسته خلګ نه خوښوي اودغه رازدوطن دښمنان هم دډاکټرصمدپه ضدوواوداناپاکه اراده یې درلودله چي ښاغلی ډاکټرپه شهادت ورسوي.هم دغه ووچي دهېواددښمنان په دې کښي بریالي شواوډاکټرعبدالصمداڅکزی یې په شهادت ورسوای.ډاکټردکال ددوه زره شپږم دجولاي په میاشته کښي په شهادت ورسوای.
ډاکټرعبدالصمداڅکزی دسیاسي مبارزاوډاکټرترڅنګ دپښتوژبي یوانقلابي اوتکړه شاعروو.شهیددپښتوژبي اوپښتونخوا،افغانستان سره ډیره مینه کوله.ډاکټرپه عیسوي کال نولس سوه شپږشپېتي کښي دپښتونخواوطن په چمن سیمه کښي دحاجي بارکزي په کورکښي سترګي پرانیستلې.ډاکټرلومړی زده کړی دچمن ښارپه لوي مکتب کښي ترسره کړې.اودچمن دپوهنځي څخه یې ددولسم سیم سندترلاسه کړی.اودډاکټری سندیې دپښتونخواکویټه څخه دبولان مېډیکل ښوهنځي څخه ترلاسه کړی.ډاکټردعصري علم ترڅنګ ددیني سبق هم لوستلی وو.دډاکټرسندترلاسه کولووروسته شهیدداغوره وګڼله چي په خپل پلارني ټاټوبي کښي دپښتنوچوپړوهلوته ځان وسپاری اوترشهادت پوري یې په چمن کښي دناروغانودرملنه کوله.دشهیدډاکټردورورزوي ښاغلي نصیب الله اڅکزي دډاکټرشهیدشعري مجموعه چي (رڼادتړمووینو)په نامه ده وماته راډالۍ کړه.زه غواړم چي دډاکټرعبدالصمدپه انقلابي اشعاروپښتانه خبرکړم.اوپښتانه لیکوالان دشهیددشعرونوکره کتنه وکړي.ډاکټریوپوه اوتکړه مبارزوو.دسیاست پېل یې دپښتونخواملي عوامي کونددلوستونکوسازومان پښتونخواسټوډنټس آرګنایزیشن څخه وکړی.اودشهادت ترمهاله شهیدپه پښتونخواملي عوامي ګوندکښي دیوتکړه مبارزرول ولوبوای.دډاکټرداشعاروڅخه داڅرګندیږي چي شهیدپه حقیقت کښي دپښتواوپښتونخواسره مینه لري لکه نوموړی په دې شعرکښي وايي:؛ـ
ټولوپېژلی ودنیاته معلوم شوی یم
غیرمي تښتولی ودنیاته معلوم شوی یم
وپوښته فرنګ څخه پرخوږوطن مي څه وشو
سرمي پربایللی ودنیاته معلوم شوی یم
زه دپښتونخواپښتومي ژبه اوپښتون یمه
پښتون یم زېږولی ودنیاته معلوم شوی یم
سربه کړم فداپه خپل وطن زه اڅکزی صمد
پلاریمه ساتلی ودنیاته معلوم شوی یم
داوهرچاته ښه معلومه ده چي په پښتون افغان ملت کښي اوردچادلاسه بل دی اوپه ګران اوآزادافغانستان کښي څوک لاس وهنه کوي.اوپه پښتونخواوطن کښي پښتانه چاپه څلوروبرخووېښلي ساتلي دي.داکوم قوتونه دي غواړي چي پښتانه نورهم خپل غلامان کړی.پښتانه متل کوي چي هرڅوک دښپې وېرېږي څوک حال واي اوڅوک یې نه واي.هم دغه رازهرڅوک په دې خبردي چي دپښتنواوافغانانودبربادی ذمه واره څوک دي خوډیرخلګ پټه خوله دي.لاکن ډاکټرعبدالصمداڅکزی دچاپروانه کوي اوپه ډاګه داواي:ـ
زه پښتون زلمی یم په آزادی باندي جنګونه کړم
ورک به له وطنه دپنجابیانوتورمخونه کړم
زماکارشمشیرزني ده ونړۍ ورمعلوم یم
جوړبه په نړۍ کښي بې مثاله مثالونه کړم
زه یمه پښتون،پښتون له مرګ څخه وېریږي نه
رابه شي یووخت زه به روښانه تاریخونه کړم
راشي سره یوشوچي پوره دزړه ارمان موشي
واورۍ پښتنوصمدله تاسواپیلونه کړم
ډاکټرعبدالصمددخان شهیددغورځنګ سره ډیره مینه درلودله خپل ټول ژوندیې دپښتنووچوپړته ورسپارلی ووهم داهغه خبره وه چي وډاکټرته دخپلي محبوبې دمخ خالونه هم دپښتونخواملي عوامي کوندبېراغ ښکاره کېدای.په دې حقله څه داسي وايي:ـ
سره زرغون خالونه دي پرمخ باندي
خوندلکه بیرغ دپښتونخواکوي
ټوله مینه مینه دغیرت په څېر
ننګ دمیوندۍ اودکبراکوي
مینه دصمداوپښتونخواسره
ګرانه اوسپېڅلې په رښتیاکوي
په تېروختوکښي دامریکادګټي دپاره اوپه افغانستان کښي دګاونډیانودلاس وهنی دپاره زمېنه جوړولودپاره دپښتنوپه ملتپاله ګوندوپسې دپرېدیوتلۍ څټوبه نارواخبري کولې اودملتپال ګوندوپه ملګروبه یې خپل دخیټي نه قتوې لګولې په دې ترڅ کښي ډاکټرعبدالصمدخپل فکرلری اوپه دې لړکښي ډاکټربیاداسي واي:ـ
څوک راته کافرڅوک راته نورڅه وايي
دغه خبري خوله دوي سره نه ښايي
زماګناه څه ده،خبرمي په کناه کړه
په ژړازخمي زړګی مي  دارته وايي
څه سزادخان شهیداواولس یاروه
هربچی دپښتونخواداورته وايي
زه صمدبه دي ترغاړه هلته نیسم
پرمېزان چي حق ته مخ باطل ته شایي
دډاکټرعبدالصمداڅکزی دغه شعري مجموعه رڼادتړمووینوکښي ډیرښه په زړه پوري انقلابي شعرونه شته دغه شعري مجموعه په درې برخوخوره ده لومړۍ برخه دغزل ده چي یوڅوشعرونه یې ستاسوترنظرتېرشودویمه برخه یې دنظم ده چي ډیره په زړه پوري انقلابي اومجاذي نظمونه پکښي راټول کړل شوي دي.دریمه برخه یې قطعات اوټپې دي.پکاردی چي دشعراوادب سره مینه لرونکی انسانان وډاکټرودغه زیارته پام لرنه وکړي.دډاکټردپېژندګلوي دغه لیک به دډاکټرپه یوانقلابي شعروپاي ته رسوم خوترهغه دمخه داویل غواړم پکاردي چي پښتانه دپښتونخواوطن دخپلواکۍ اوآزادۍ دپاره یومټي شي اودستروپښتنوننګیالانوهغه ارمان ورپوره کړي دکوم ارمان دپاره چي پښتنوډیرمعلوم اونامعلومه شهیدان ورکړي دي.
په وطن کښي بې اختیاریم ولي خدایه؟
که حق غواړم ګنهګاریم ولي خدایه؟
زماوطن له پنجابي دپنجاب راغلی
زه په کورکښي بې اختیاریم ولي خدایه؟
که خپل حق غواړم مرمۍ پرماچلېږي
په ظلمونوګرفتاریم ولي خدایه؟
دغه چېغه دصمداوهرپښتون ده
زه بې حقه یې وقاریم ولي خدایه؟
Biography
Pashtoon great leader Late Khan Shaheed Khan Abdul Samad KHan Achakzai
By: Ramzan Armani
- بېرته شاته