(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په زړه پوری طنزونه

 
لیګ: پوهنمل محمود نظری
په  افغانانو بیا چا باورکړی دی!
 
ددوبی د هوایي ډګر پولیسو  یو تور ټغری،ستوری لوېیدلی،بخت اوښتلی  لیسانسه  افغان په اتو نفرو ټینګ نیولی و ځکه  هغه غوښتل لویدیځ ته مهاجرسي،  چې ګوندې هلته په کوم هوتل یا رستورانت کښې که خدای کول د لوښو  دپریولو د ماشین دنده  اجرا کړې ،مګر اوس ګوری موری ګیر سوی و، نو باید شپږ کاله په زندان کښې تیر کړي .
 سر مي د هغه په لیدواتومات  وښورېدی له ځان سره مي ورو وویل:  افغاني  تور لیکي لیسانسه ډیرسوي دي  د هغو له  تجربو  څخه باید  ټوله  نړۍ ګټه واخلي .
رښتیا هم له  نالوستی  سړي څخه  لیسانسه ښه په ساین او کوساین اوتانجان کوتانجان  لوښي  پرېمنځلی سي.
  شکر اوس افغانان په دې پوهیدلي دي،  چې هلته  لوست په یوه  توره اوسکه نه ارزي، نو ځکه  په لوستو ځوانانو مځکه سر ه  تبی  سوې ده هر یو غواړې یو  وار په  بهر ځان وویني  او د دوږخ اور په ځان حرام کړی، بیا که خدای کوله  په وطن کښې  به   هر ډول کار  ورته پیدا سي اووه به کولی سی هره غوټه  په خپل لاس خلاصه کړې.
داچې زما د د الوتکی وخت نژدې و نو دټکټ د کنترولولو ی میز ته په کتار کښې ودریدم ، په دې چرت کښې وم چې اوس به  بیا کنترولونکی  چې وینې زه دانګلستان ستی زد  یم  بیا هم  زما د کالو په لیدلو هغه پخوانی تکراري سوال راڅخه  وپوښتی ، لندن ته څه کوې ؟
   په دې وخت کښې یو لاس زما  پر اوږه کښېښول سو، سوچ راولوېيد چې چا خو د اسامه  شک نه دی راباندې کړی ، ناببره ملاریا  ونیولم، خوله مې وچه سوه ، ټوله پيران می یاد کړه  او  ورو مي ورته وکتله،  یو لوکس انګریز راته خاندې   چې ښه ورته ځیرسوم هغه په لندن کښې زما د ګاوند انګریز زوی و
 ظالم نه کټوی  راباندې ډکي کړې
  د تندی خولې مې په لاس  پا کی  کړی  له هغه څخه  مي په حیراني وپوښتل:
 ته چیری د خیره؟
 هغه راته په خوشالی  وویل: زه په افغانستان کې کار کوم .
ما په خندا  ترې وپوښتل:
 تا خو ان ښوونځي هم خلاصه  نه کړه، هلته ډاکټران او انجینران بې کاره دی  .
هغه په  مغرورانه خندا راته وویل:
  زه بهرنی  یم بهرنی،ته پوهیږې ستاسو مشرانو  مهم  بستونه  او ان د ټولو  مهمو خلکو امنیت لا بهرنیانو ته ورکړی دی،ستاسو سپینه کاسه  امران  په خپلو خلکو اعتبار نه لري ټوله خپل  ځانونه  لا په  بهرنیانو ساتي
ما په حیرانی تري وپوښتل : ښه زه خبر نه وم!
 هغه راته وویل:
 ما اوریدلي دي چې ریاست جمهوری  مو لا یو  بهرني ته ورکوي  ځکه په افغانانو  باور  نسته   نوځکه ما رخصتی ناتمامه پریښووله  بیرته کابل ته رهی یم.
ما لاس  ورته جرتک ونیوی او ورته مي په  ډک ستوني  وویل :
ګوډ لک

دچرسیانو بنډار

چرسیان یو کړۍ  خب و چوپ ناست  وه، یو چرسی خپل د اړخ چرسی ته ویل: دادو  واخه !یو دود کش که  چې دردونه دی ټک وپتره کي!

دادوچې په دوو پښو ناست  و ،سګړیټ  یې په په دواړو لاسو کې ټینګ ونیوی اودسینې په زور يې کښ کی  او په ټوخه  ټوخه کې یې اودس مات سو
 ټولو په یوه سلا نارې کړې  : نوش د زره په سر نوش یاره دادو!
 ټولو یارانو    ددود په  ډکه فضا کې سرونه کښته اچولي وه، له یوې دورې وروسته یوه خوله خلاصه کړه او په کرار اوږده ږغ يې ویل:
خبر یاست ارمیکا  وايي اسامه  مومړکی!
  مامدو دسګریټ  دود  له خولېپو کیاو ویل يي:زه يې ژوندی  وینم!
  او سګریټ  یې ولي جان ته ورتیر کړ هغه سګریت نیغ  ونیوی  او ویلیې:
  وايي ارمیکا اولکې پسې وغوښتې اود  ډالرو باران یې جوړ کی    خو پيدا يې نه کی!
جاپان چې سر لاندې اچولی و وویل:
 هو نو  څوک خپله   لنګه غوا پلوري ،دکور ګټه د لاهور ګټه ده!
  سور پزې سر پورته کړ او ویل يي:
چې لنګه غوا ناروغه سوه  بیا یوه  په امریکا وپلورله
ارمییکا د سترګو په رپ کې    لکه ټپوس هغه ناروغ په منګولو کې له اسلام اباد څخه امریکا ته وځغلوی
 ایله کریم په چوک چوک ویل :   کم اصلو د هغه په نامه  څومره په وزیرستان کې چغټان کړه!
 بشیر ویل :ارمیکا د دنیا  له شرمه  په پاکستان سترګې برګی کړی هغه ته يي ویل:
  هم فقر کوې هم دی خر لغتی وهی، اوس نو  ولا که جایزه درکم!
 صمد ویل ارمیکا بیا د دنیا په سترګو کې خاورې وشندلي ویل يې   دهغه مړی ته اوباما لمنځ ورکړاو داسلامی دود له مخی یې ماهیانو ته ایله کی!
  خالو د سګریټ اخیر دود  کښ کی او په ټوخي ټوخي کې يې  ویل :
دارمیکا طب مخکې دی ګوندې  دهغه د ګردو    درملنه هلته   وشي  او په ټوخه ټوخه یې   د غرمې توپ وویښت
د دود په فضا کې د نوش نوش ناری  لوړې شوې
 
پوخ سیاستمدار
محمود نظری
 د وچ کلي موږکان د توري  پیشو له ناببره  بریدونو څخه  ډیر په عذاب  سوه، هر شپه به هغه بې شرمه په توره دربیله کې خپ او چوپ په اړنګو بړنګو  موږکانو بریدونه کوله اوخپله وچه کولمه به يې غوړه وله او پړسوله.
 سهار به یې خوار موږکان د ویر پر ټغر کښینول.
 دموږکانو چیغو بغو ، مظاهرو ، نیوکو او ناندرو، نارو او شعارو هیڅ ګټه نه کوله
مشران یې هم  دبین الملل د دود او دستور په اساس پټه خوله وه.
  د موږکانو پوخ سیاستمدار وچکی له خوارو موږکانو سره د غمشریکی  په پار پر یوه لویه  ډبره ودرید او   په غور اوتړ یې نارې کړه:  توري پیشو نور مو مه وژنه  کنه !!!
 د موږکانو وچکی مشر  د موږکانو لویه جرګه راوبلله چې ددې غمیزی لپاره  یوه لاره پیدا کړي  هغوی  له ډیرو سوچونو اواندونو  وروسته دا وه پیتیله چې دا تور پیشو باید  له دې ځایه ورک سي یا ګوسړی ورکول سي یا  لږ تر لږه وډارویږی  او دا يې پنیات  سی  چې بیا د شپې بریدونه  ونه کړي  یا  داسي یو شی  وسي چې د هغه له راتګ څخه مخکې  موږکان خبر سي لکه  :ټوخی ورولویږي یا د ګیډې ناروغي ورپيدا سي ...
 تاریخپوه  موږکان  دې پایلې ته ورسیده چې وژل یا ویرول خو يي امکان نه لري یو شی چې امکان لري دا دی چې  یوه زنګوله جوړه  او د هغه په غاړه کې  واچول سي، چې د هغه له  راتلو څخه موږکان خبر سي  .
نود موږکانو  د وزیرانو شورا د غونډې  د پريکړې په اساس  زنګوله  د نن ورځي په دیزاین او موډ برابره د سرو زرو څخه جوړه  سوه   
نو وچوکی مشر  د پلان  له مخي ګران پیشو ته  رسمي  بلنه ورکړه ،  هغه بد وربوځي په وتلې خیټه او لنډو پښود ګارد تشریفات ومنل او ارګ ته يي تشریف یو وړ
 د خبرو اترو  په وخت کې وچکی مشر  هغه ته اشاره وکړه چې غوږ  ور ته نژدې کړي  چې  پیشو سر کښته کړ: مشر موږک  د سرو زرومدال دهغه  څټ مخکې په غاړه کې ورواچوی  او هغه ته يې ویل : ښه راغلې !
 ټوله لیونغري ناست موږکان د وچکی  مشر له جراته   ډوب سول او له خوشالی يې په   کتهار  خندله  او د بري چکچکي یې کولې
په دې ډول شجاع الدولهمشر موږک   د دې مهم تاریخي کار  په سرته رسولو   لکه چرګه له خوشالی  په پټاخ  سو
دخوارو موږکانو خولېپه تلویزیون کې  ددې  جرات په  لیدووازېپاته سوې
کنايي :
اړنګ بړنګ ( بی وسه)،توردربیله ( تیاره )،پنیات( عبرت)،کتهار ( دزرکو ریز)
ډوب ( حیران کیدل)،پټاخ( د هګیو وروسته دچرګې   نارې )،وچکی  ( ډنګر)
ګوسړی ورکول ( پس ګردنی ورکول)،وازه خوله(حیران)غور اوتړ( لاپي)
- بېرته شاته