(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پردېسو په اړه...

د پردېسو په اړه د صليبي واکمنو له شرمه ډکه پاليسي
لیک:
وايي چې د سپیو په خپل منځ کې جنګ وي، خو مسافر ته يې يوه وي! نو په صليبي ملکونو کې هم د اسلامي او وروسته پاتې هېوادونو په اړه يوه ځانګړې پاليسي موجوده ده، چې په يو ډول نه په يو ډول دغه ټولنې خپلمنځيو جګړو ته وهڅوي، خلک يې مهاجرتونو ته اړ کړي، بې وزلي وګړي يې د لوږې له ګواښ سره مخامخ کړي او بيا د بخور و نمير له پاليسي سره سم هغوی ته د مرستې لاس وراوږد کړي او يا هم له پاسه د چورلکو په مرسته لکه چرګانو ته چې دانه وراچوي، نو انسانانو ته هم له پاسه د خوراکي توکيو بوغڅې وراچوي، چې بې وزلي خلک د خوارکي توکيو پر سر هم د يو او بل وينې تويې کړي.
 نن سبا موږ وينو، چې په عربي نړۍ کې لکه تونېس، ليبيا، يمن، سودان، مصر، سوريه، قطر او داسې نوررو ملکونو کې خلک ارج مرج او ټولنيز انارشي ته هڅول کېږي، چې ورور د ورور وينو ته کېني، خو په زړه پورې ليا دا ده، چې د عربو له ناخوالو مخکې دغو صليبي ملکونو پخپله په عربي ملکونو کې غير ډيموکراتيک يا د دوی په وينا ديکتاتور واکمنيو سره مرسته کوله او له يو او بل اسلامي  او ګاونډي هېواد سره يې لکه ديدو سپيان اچولي ول، چې ښه بېلګه يې په کووېټ د عراق يرغل، په سودان کې د عربو او حبشيانو جګړې، په عراق کې د کورد، شيعه او سوني شخړې دي.
 پرته له سياسي کړکېچونو اسلامي ملکونه په مذهبي فرقو وېشل کېږي او په يو او بل يې ګواښوي، لکه  سلفي سعودي عربستان چې په شيعه ايران يې ډاروي او نور اسلامي ملکونه د تروريزم او نورو نومونو تر نامه لاندې ټکوي. د خلکو له خبرې سره سم، چې وايي: شرې بې انداز که خير ما باشد!  نو لويديزوالو هم په اسلامي ملکونو کې هغه شر اچولی چې ټول يو او بل وژني، د يو او بل په کورنيو يرغلونه کوي، خو صليبي ملکونه يې د تېلو او نورو طبيعي زېرمو غارت ته ناست دي.
پرته له دې د خپلمنځيو شخړو له کبله په اسلامي او افريقايي ملکونو کې د پرمختګ علامې هېڅ نشته او يا هم د نشت په شمار دي، خو امريکايان، روسان او نور لوېديز ځبرځواکونه خپله وسله په مسلمان خرڅوي، چې خپل ورور په وځپې، ورټي او ويې وژني، نو د حسين بارک اوباما واکمني هم پر سعودي واکمنو د دغه پاليسي په ترڅ کې تر ۶۰ ميلياردو ډالرو وسله وپلورله، چې مسلمان ګاونډي او خپل خلک پرې وځپي، خو امريکا خپل نظامي ماشين پر دغو ملياردونو چلوي او د مسلمانانو تېل په نيمه بيه خپلو زېرمځايونو ته يوسي. لوېديزوالو په ليبيا او عراق کې د تېلو بټۍ ورته وسوځولې، چې نور نو د اقتصاد له دغه طبيعي زېرمو نه هم دغه خلک ګټه پورته نشي کړلی او د تل لپاره لويدېز ملکونو ته اړ وي.
اقتصادي چاپه، سياسي بې سيرتي خو پرېږده، نن سبا پرته له شرمه د عربو پر ملکونو بمبترۍ کوي، چې ګڼشمېر له دغه بمباريو سره خپل ورو، مور، خور، پلار، د کورنۍ غړي او هېوادوال له لاسه ورکړل، چې نن سبا يې په ډېرو وروسته پاتې ملکونو او اسلامي ملکونو کې ټولنه په څو برخو وېشلې، چې هر يو د بل په سيمه هم توغندي واروي او هم يې په کور کلي کې چاودنې تر سره کوي، خو پايله يوه ده، چې د صليبيانو په نظامي ماشين ګڼو خپل ورونه او خويندې سره وژني او خپل هېوادوال له هېواده وتلو او مهاجرتونو ته اړ باسي، نو خدای د افغانستان او نورو اسلامي ملکونو ته انصاف ورکړي او د نېکو هدايت دې ورته وکړي.
د صليبيانو له بمباريو او ديموکراتيک وحشته سره سم د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه په ميليونونو خلک مهاجر شوي دي، چې نن سبا په نړۍ کې لږ تر لږه ۳۰ ميليونه خلک د هجرت له ګواښونو او ستونځو سره مخامخ دي. افغانستان هم په وروستيو ۳۵ کلونو کې د صليبي شيطانتونو ډګر وګرځېد، چې لومړی روسيې، بيا مجاهدو او طالبانو او نن سبا يې له ۶۰ ډېر صليبي ملکونه  افغان ولس په وينو کې لمبوي. نن ورځ يې پر خلکو ظلم کېږي، کورونه يې ورانېږي او د افغانستان خاوره يې د خپلو نظامي تجربو ډګر ګرځولی، چې پايله يې د معيوبو ماشوما نو زېږېدل، د ځوانانو، لويانو معيوبېدل يا وژل کېدل او د ښځينوو کونډېدل او يا هم د ميندو بورېدل دي.
د افغانستان بدمرغي مخامخ د روسانو له يرغل سره او د لاسپوڅو افغاني کمونيستانو له ظلمونو سره تړاو لري. کله چې په افغانستان سره ټکه راولوېدله او افغانستان په کمونيستي مېچنه کې ورواچول شو، نو ما به له خپلو ځينو ښوونکو اورېدل چې د یحيا کورنۍ مو سټه کړه، شاهي او د يحیا د پښت واکمني مو ختمه کړه، نو ټينګار به يې کاوه، چې په افغانستان کې يې ډېر ظلمونه کړي ول، جبار ول او د خلکو دوښمنان ول.
د يحيا د کورنۍ له نامه سره زه اشنا نه وم، نو تر څو اونيو زه نه پوهېدم، چې دا د يحيی کورنۍ لیا څوک ده، خو وروسته له ډېرو پوښتنو مې په دې سر خلاص شو، چې د دغه استادانو موخه د شهيد سردار محمد داود خان او اعليحضرت ظاهر شاه د کورنۍ غړي ول، خو په زړه پورې بيا يوه بله کیسه وه، دغه ښوونکو به موږ ته ويل چې کله ظاهر شاه پاچا شو، نو د مرحوم ظاهر شاه تره (سردار هاشم خان) به د روزنې په برخه کې ځينې خپلې تجربې ورته بيانولې، چې له هغو کیسو څخه يوه د چرګانو د ساتلو ننداره وه.
کيسه داسې وه، چې سردار محمد هاشم خان دوې ډلې چرګان په بېلو صندکونو کې اچولي ول، لومړۍ ډلې ته يې پوره دانه ورکړې وه او په دويم صندک کې يې هغه چرګان اچولي ول، چې وږي ساتل شوي ول. سردار هاشم خان د خپل وراره د روزنې او ښوونې لپاره لومړی د مړو (تېکو) چرګانو صندک پرانيسته او چرګان يې ترې خوشې کړل، نو په آزاده هوا کې هر چرګ په ازانو شو او په چرګو په ختو شو او يا هم ازادې هوا چرګان داسې مست کړل، چې په منډو او الوتو شول، خو سردار هاشم خان خپل وراره، محمد ظاهر شاه ته مخ ورواړاوه او ورته يې وويل، چې دا چرګان ونيسه او يا يې کنټرول کړه، خو چرګان داسې مست ول، چې نه نيول کېدل او نه هم کرارېدل، نو سردار هاشم خان ورته وويل، چې دانه ورته واچوه، خو چرګان داسې ماړه ول، چې د ظاهر شاه په دانه يې خيال هم نه راتله او په خپلو چړچو او کوټ کوټاس کې لاهو ول، کله به په يوه چرګه وختل او کله به یله ورته ټوغه شوه، د خلکو خبره خپل شوق يې ماتولا، نو د شاهانو په پاچاهي کې يې ری هم نه واهه!
نو وروسته له دغه پېښې سردار محمد هاشم خان بل صندک ته اشاره وکړه، نو د لوږو چرګانو صندک يې خپل وراره ته پرانيسته، خو کله چې چرګان خوشې شول، نو بدمرغ وهلي چرګان داسې بې سيکه ول، چې له ځايه نه شوی ښورېدلی، نو سردار هاشم خان ظاهر شاه ته مخ ورواړاوه، چې دا چرګان راونیسه، نو اعليحضرت ورغبرګه کړه، چې هغوی خو هسې هم د خوځېدو نه دي، وږي او ستومانه دي، نو نيولو ته يې هڅه نه ده پکار، خو کله چې چرګان لږ په حال شول او په خوځېدو راغلل، نو سردار هاشم خان ورته وويل، چې دانه ورته واچوه، نو دغه مهال ټولو چرګانو په اعليحضرت ظاهر شاه پسې منډه کړه او ترې چاپېر شول، چې لږ څه دانه ورنه وخوري، نو دغه چرګان داسې د دانې په موښکه وهلو شول، چې ته به وايې، ګنې له ډېرې مودې يې څه نه دي خوړلي او په ظاهر شاه پسې داسې ځغلېدل، ته به وايې چې لکه په سکنۍ مور پسې چې منډې وهي.
کله چې دا ننداره هم پای ته ورسېدله، نو سردار هاشم خان خپل وراره ته وويل، چې د افغانستان وګړي د چرګانو خاصيت لري، که ماړه يې وساتې، نو خمتمه کېږي او په خپلو چړچو بوختېږي، خو که وږي يې وساتې، نو تل به تاته اړ وي، د خلکو خبره، چې چرګوړی تخته کړې ریخ وهی او که خوشې يې کړې بيا لکه خسک چرګ ازانونه کوي!
مګر عربي ديکتاتورانو بيا د خپلو خلکو د کنټرولولو لپاره د خپلو زامنو او چارواکو د روزنې او ښوونې لپاره بله تجربه تېروله، چې تر افغاني لږ څه اسانه او اغېزناکه ده. وايي چې عربي شاهان چرګان په صندک کې واچوي، بيا دغه صندق له چرګانو سره په شدت سره وښوروي، يانې مغزي جوتکه ورکړي او يا يې څو وارې تاوراتاو کړي، نو بيا چرګان خوشې کړي، خو چرګان په صندق کې داسې ګنګس او ګول شوي وي، چې لکه د بنګو نېشيان نه درېدلی شي او نه هم په لاره تللی شي، نو عرب واکمن بيا خپلو زامنو ته وايي، چې د خپل ملک خلک هم لکه چرګانو په ټولنيز شوک اخته کړی، چې لکه دغه چرګانو غوندې ګنګس او ګول وي، ځکه يې نو کنټرولول بيا اسانه وي!
د صليبي هېوادونو پاليسي هم د مهاجرينو په اړه همدا ډول يو سياست دی. د جګړو په ترڅ کې له بېلابېلو ملکونو څخه هغه خلک هجرت کوي، چې پیسې يې لري او يا يې جسمي توان لري، نو د مهاجرينو اساسي برخه له ځوانانو، تحصيل کړيو او بډايو خلکو جوړه شوې ده، چې د وروسته پاتې هېوادنو  جسمي، مغزي او اقتصادي مهاجرت يې بللی شو، چې وروسته پاتې ملکونو د دغو مهاجرتونو په پايله کې له اقتصادي پرابلمونو او د ناپوهي له ګواښ سره مخامخ کېږي، چې افغانستان يې ښه بېلګه ده، چې د وروستيو څو لسيزو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ ميليونه افغانان مهاجر شوي دي، چې لوستي خلک يې زياتره لويديزې نړۍ ته تښتېدلي دي او بډای يې په عربي اماراتو کې بنګلې جوړوي او د عربو په سيندونو کې لامبو وهي، خو خوار او غريب بيا په خپلو وينو کې لمبول کېږي.
يو شمېر افغانان د پاکستان، ايران او روسېې د مهاجرتونو په کمپونو کې وراسته شول. په لوېديزه نړۍ کې هم د مهاجرينو سرنوشت له ګڼشمېر پرابلمونو سره مخامخ شو. بايد ياده شي، چې اکثريت مهاجرين لومړي څو کاله په کمپونو کې تېروي، چې با سواده، بې سواده، جاني، قاتل او غل ټول په يو کمپ څه چې په يوه کوټه کې ژوند کوي او د بخورونمير ژوند تر سره کوي، چې د کورنيو شخړو او بېلتونونو سره مله دوره ده او يو شمېر خلک په رواني او جسمي ناروغيو هم اخته کېږي.
د يادولو وړه ده، چې د کمپ په دوره کې دلوست او زدکړې امکانات ډېر محدود دي، هېڅوک د کار کولو اجازه نلري او کېدای شي تر څو کلونو پورې هرومرو هره ورځ پوليس ته حاضري ورکړي، چې د سلهاوو انسانانو په کتار کې به درېدلی وې او بيا به پوليس ستا اسناد ګوري او ټاپه کوي به يې. د کمپ په دوره کې د دې حق نلرې، چې له سيمې نه لېرې لاړ شې، خو که غواړې بل ښار ته لاړ شې، نو بايد د پوليس اجازه واخلې. لنډه داچې په ټولنه کې د يو ټولنيز بندي حيثيت لرې، چې موږ ورته په افغانستان کې خانه نشين وايو، نو وخوره، وچکه او وکړه به ستا غوره فعاليتونه وي.
په بهرنيو ملکونو کې يو شمېر مهاجرين د خپل استعداد او تحصيلي کچې په اړوند سره خپل ژوند له ټولو ناخوالو سره بيا هم جوړوي، مګر ټول ژوند به د مهاجر له نامه سره مل ژوند وي او د مهاجر په موجوديت کې به د دغه مهاجر پر هېوادوالو، کلتوري ارزښتونو او هېواد ملنډې وهل کېږي، چې دا ډول دريځ په يو شمېر مهاجرينو کې د زړه او يا د ماغزو د سکتې سبب هم ګرځي او په کورنيو کې يې تاوتريخوالی رامنځ ته کوي. کاشکې دا ستونځې د لومړي نسل سره پای ته ورسېږي، مګر برعکس د مهاجرينو اولاده هم په تورسري، تورکوني او يا تورپوستي يادېږي، چې په امريکا کې د اوياومو کلونو په بهير کې د «نه سپی او نه هم حبشه يی!» وراشه په هره کوڅه کې اورېدل کېدله، مګر د هالند په سيندونو (قاموسونو) کې د اوتوختون (Autochton) يانې خپل او الوختون (Allochton) يانې پردی وراشې ليکل شوي، چې په رسمي ډول په ادارو کې هم کارول کېږي، چې د دويم او درييم نسل مهاجر ته هم د پردي اصطلاح ليا کارول کېږي.
د مهاجرينو د اولاده ژوند هم اسانه نه دی. دا زه منم، چې يو شمېر افغانان، عراقيان، سوملياوال، سودانوال، چېچېنيان، کوسوايان، ترکان، مراکشيان او يا نور د لوړو زدکړو خاوندان دي او دوی هڅه کړې چې خپلو اولادو ته د دې امکانات جوړ کړې، چې به بهرنيو ملکونو کې سمې زده کړې وکړي او د لوړو زده کړو څښتنان شي، خو د مهاجرينو اکثريت له ګڼشمېر ټولنيزو ستونځو سره مخامخ کېږي، د ټولنيز تعصب له ګواښه سر ټکوي او د مسلکي او لوړو زده کړو په برخه کې ورته خنډونه جوړېږي، ځکه چې بيا په ټولنه کې لوړ موقف تر لاسه نکړي. يوه موده د هالند د کارګر ګوند واکمن شو، نو د دغه ګوند له ګونديانو يو مراکشی او يوه تورکۍ د وزيرانو لست ته برابر شول، خو د ټولنيز غبرګون په بهير کې دغه واکمن ګوند دې ته اړ شو او يا يې و نه غوښتل، نو د کابينې (دولت په چوکاټ) کې يې هېڅ بهرنی غړی د د وزارت څوکۍ ته کانديد نه کړ، چې د هالند ټولنې له پرديو سره کرکې ته ښودنه کوي.  
ما په بېلابېلو مملکتونو کې کار کړی او ځينو ملکونو ته سفرونه هم کوم، نو يو شي ته زما پام شوی، چې په روغتونونو کې د دهليزونو د پاکولو، مريضانو ته د ډوډۍ د وېشلو کار او په پخلنځيو کې د لوښيو د مينځلو او د تشنابونو د پاکولو کار د مسلمانو مېرمنو کار دی، ځکه، چې ټولو يو پوړنی د حجاب په بڼه په سر کړی وي او نومونه يې يا مسلمه ده او يا هم عليمه!. مهاجر نارينه بيا په ځمکو کې د روميانو، سبزيجاتو او داسې نورو شاقه کارونو جوګه دي، چې په ډېر کار لږ تنخوا تر لاسه کوي، خو همدا ډول د چرګانو په نيولو، د کوڅو په پاکولو او په ډېرو نورو شاقه کارونو هم بهرني وګړي بوخت وي. د روسېې، پوليند، اوکرايين، سلواک او نورو شرقي ملکونو ښځينه د هالند او جرمني رنډيخانې ډکې کړې دي.
د مهاجرينو د ستونځو په برخه کې غواړم، ځينې هغه پېښې دلته يادې کړم، چې ما پخپله له خلکو او دوستانو اورېدلې او ليدلې دي. زما د يو دوست دوه ورېرونه، چې يتيمان دي، نو د ښوونځي د ښوونکو له کبله له ډېرو ستونځو سره مخامخ ول. خوريي يې تېکواندو کوله او خپل سبق به يې پر مخ بېوه، نو له هالنديانو سره يې ملګرتيا، کوڅه ډبي يا ديدو ګري ته يې وخت نه درلود، خو استادانو به تل د دغه ماشوم ماما ته نغوته کوله، چې ستا خوريی اجتماعي نه دی او له نورو ماشومانو سره ملګري نه کوي، خو ډېر سبق وايي، بايد سبق لږ ووايي او له خپل ماشومتوبه خوند واخلي.
د همدغه دوست خورزه هم له همدا ډول پرابلمونو سره مخامخ وه، چې استادانو به يې ويل، چې په کوڅو کې له خپلو همځولو سره نه ګرځي او تل په درسونو اخته ده او نومرې یې ډېرې لوړې دي، نو داسې ښکاري، چې په دې نجلۍ تاسو مسلمانان ډېر فشار راوړی، چې ډېر سبق ووايي، ځکه نو دا د يوازيتوب ژوند غوره ګڼي او ډېر سبق وايي!  خو دا يوه پېښه نه ده، په دې ډول ډېرې پېښې په مهاجرينو کې رامنځ ته کېږي.
په زړه پورې دا ده، چې د ښوونځي په پای کې د يو او بل زده کوونکي په اړه د استادانو لخوا سپارښت کېږي، چې څوک کومې تحصيلي موسسې ته وروپېژندل شي، نو په دې حالت کې هڅه کېږي، چې زده کوونکي يوې حرفوي موسسې ته وروپېژندل شي، ځکه چې دغه خلک بايد ژر فارغ شي او ډېر ژر په کار پيل وکړي او د ټولنې شاقه کارونه بايد پر مخ بوزي، نو زما د دوست له خورزې او خوريي سره هم دا چلند کېده، ځکه چې ښوونکي ورته د حرفوي ښوونځي د لوستلو سپارښت کړی و.
د يادونې وړ ګڼم، چې هغه مهاجرين، چې لوړې زده کړې نلري، نو ټولنيز موقف يې ډېر ضعيف وي او دغه شرايط يې په اولاده هم منفي اغېز کوي، هغه مهاجر ته چې د حرفوي ښوونځي سپارښت ورکړل شي، نو دغه مهاجرين يا افغانان بيا نشي کولی، چې په پوهنتون کې داخله تر لاسه کړي، خو له نېکه مرغه چې زما د ملګري د دواړو خوريي او خورزې نومرې ډېرې لوړې وې او د ماما له مداخلې سره سم يې دوی دواړه جمنازيوم ته وروپېژندل شول، چې په راتلونکي کې به دواړه پوهنتون ته لاړ شي، خو د دوی د ښوونکې خبرې ډېرې په زړه پورې وې، هغې ويل، چې که ټول مهاجرين ډاکتران، حقوقپوهان او انجينيران شي، نو دا کوڅې به څوک پاکوي او دهليزونه به څوک مينځي، نو دغو ملکونو ته د مهاجرينو پرېښودل يو له اهدافو څخه له هغوی نه د کاري قوې په توګه کار اخيستل دي، ښه ويل شوي، چې هر چا ته خپل وطن کشمير دی!     
هېڅوک نه پوهېږي، چې په اروپا او په تېره بيا په هالند کې څومره خلک د پردېسي له حقوقي برخو بې برخې دي او څومره انسانان د هالند د تعصبي واکمني د سياست قرباني شوي دي، د بې ځايه سياسي لوبو له کبله له بدمرغيو سره مخامخ شوي دي او له ټولنيزو مخاطرو سره لاس او ګرېوان دي. دا هم نا څرګنده ده، چې له دغو بې سرنوشته خلکو نه څومره د هالند ملک پرېږدي چې په هالند کې پاتې شي او يا نورو ملکونو ته تښتي او يا په بېلابېلو ملکونو کې په کوڅو کې آواره دي او يا هم د انساني قاچاقبرو قرباني يا هم د رنډيو په چاپېريال کې لاهو دي.
په هالندي رسنيو کې کله نا کله د مهاجرينو د بدمرغيو يوه بېلګه راڅرګنده شي، چې د پردېسو په اړه د دغه مملکت نامناسبه سياست ته نغوته کوي. په دې وروستيو څو مياشتو کې د يوې ۱۴ کلنې افغانې په اړه د څو مياشتو په بهير کې ځينو هالندي رسنيو څو کرښې تورې کړې دي. داسې يادون کېږي، چې دغه افغانه له ۴ کلنۍ په هالند کې ژوند کوي او د لسو کلونو په بهير کې دا او د دې ټوله کورنۍ له بې سرنوشتي او ټولنیزو بدمرغيو سره لاس او ګرېوان ده، خو د هالند نوې واکمني، چې د بهرنيو سره يې په دغه مملکت کې يوه ځانکړې کرکه پیل کړې، نو دغه افغانې نجلۍ او د هغې کورني دې ته اړ باسي، چې له هالنده ووځي، بل ملک ته لاړ شي او يا هم بيرته افغانستان ته ستانه شي.
په هالند کې د ايمېګراسيون يا پردېسو وزير خېرد لېرس (Geerd Leers)، چې د (CDA) يا ديموکرات عيسويانو د ګوند مخکښ او بل واکمن ګوند، چې د خېرد ويلدرس (Geerd Wilders) د (PVV) ګوند يا د آزادي ګوند يادېږي، چې له بهرنيو سره خاصه کرکه لري. دغو ګوندونو  يو ځای په ګډه په مهاجرينو او يا سم وويل شي په پرديو پسې يې رااخيستې ده او د هالند ټولې ټولنيزې، اقتصادي او سياسي ستونځې بهرنيو وګړو ته منصوبوي، چې په پردېسو خلکو کې يې د هالندي ټولنې په اړه زغم کم کړی او د پرديو يانې مهاجرينو او هالنديانو په منځ کې واټن ورځ تر ورځې ډېرېږي او له يو او بل سره يې کرکه پياوړې کېږي.
د مهاجرينو تراژيدې پېښې په اروپا او په تېره بيا په هالند کې ډېرې دي او د حل لارې يې هم ستونځمنې، خو که انسان په خپل هېواد کې سوکاله ژوند ولري او د خپلو هڅو او زيار په بنسټ خپله ډودۍ وموندي، ژوند يې د سيالي، تربګني، د ولور او واده په پور کې لاهو نشي، نو دا د زرهاوو کيلومترو واټن د مرګ، زليلېدو او بې عزته کېدو ګواښونو سره به نه مخامخ کېدلی او له خپل دين، کلتور، خپلوانو او هېوادوالو به نه پردي کېدلی.
رابشو دې ته، چې په اروپايي هېوادنو او په تېره بيا په هالند کې مهاجر کېدل او بيا لکه پردېس دلته پاتې کېدل په څه ډول دي او کومې اغېزې په مهاجرينو او د هغوی په کورنيو لري او د هالند د دولت پاليسي په دې برخه کې په څه ډول ده. د مهاجرينو د کورنيو د يو ځای کېدلو او بيلولو دريځ په څه ډول دي.
په هالند کې وروسته له ۲۰۰۰ ميلادي کاله د مهاجرينو راتګ ډېر کم شوی دی، چې په وروستيو کلونو کې د کال په بهير کې تر ۱۵۰۰۰ تنو په هالند کې د مهاجر په توګه د پاتې کېدو غوښتنه کوي، چې د مهاجرينو په اړه د ځانګړي قانون سره سم، چې د کارګر ګوند د مشر يا (Cohen) قانون ورته ويل کېږي، نو هالند ته د مهاجرينو د راتګ مخه یې ډب کړې، چې د پردېسو راتګ يې له ۴۵۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ راښکته کړی، يانې نن سبا د تېر په پرتله د مهاجرينو درېيمه برخه دغه مملکت راځي. بايد ياده شي، چې له دغو مهاجرينو څخه يوازې نيمايي، يانې ۵۰ ٪ خلک په دې توانېږي، چې د مېشتېدو اسناد تر لاسه کړي او پاتې برخه په غير قانوني ژوند کې لاهو کېږې، چې د لوېدېزې ټولنې د ناخوالو قرباني کېږي.
له ۱۹۹۵ کاله تر ننه پورې، يانې د ۱۵ کلونو په بهير کې يوازې ۲۰۰۰۰۰ انسانان په دې توانېدلي دي، چې هالندي اقامه تر لاسه کړي، چې د هالند د نفوس یوه سلمه (۱،۱ ٪) جوړوي. له هغوی څخه ۵۰ ٪ وروسته له دې چې هالندي اسناد تر لاسه کړي، نو د اروپا او نړۍ نورو ملکونو ته هجرت کوي، چې زياتره يې سکانديناوياي ملکونو، انګلستان، کاناډا او امريکا ته کډه کوي. بايد ياده شي، چې په دغو ۲۰۰۰۰۰ مهاجرينو کې د ټولېزې عفوې، چې څو کاله مخکې اعلانه شوه او لږ تر لږه ۳۰۰۰۰ مهاجرين ومنل شول، ورګډ دي. دا هغه مهاجرين ول، چې په هالند کې يې له ۱۰ کلونو ډېر وخت په کمپونو کې له بې سرنوشتي  سره او لکه بنديانو غوندې تېر کړی وو او ګڼشمېر ليا په دغه ژوند اوس هم اخته دي.
د مهاجرو په اړه د هالند واکمني يو ځانګړی سياست لري، هم يوپ کوهن (J. Cohen) او هم ريتا فردونک (R. Verdonk) تل ټېنګتې کولې، چې مهاجرين به په ډېره کمه موده کې د پاتې کېدو او يا له هالنده د وتو خبر د ۲ يا ۳ مياشتو په بهير کې اوري، خو بيا هم دغه قانون پلی نه شو، خو په زرهاوو خلک تر کلونو په کمپونو کې پاتې کېږي او د هغوی په ژوند ملنډې وهل کېږي، چې بيا وروسته له دغو ۱۰ کلونو په کمپونو کې د ورپېښو عصبي او رواني ناروغيو له کبله د خپل ژوند چارې سمې نشي پر مخ بېولی او په کورنيو ستونځو کې لاهو شي، چې د چا مېرمن ترې لاړه شي، د بل چا مېړه ترې وتښتي او د بل يا اولاد ترې پردي شي او يا يې لورانې د جنسي هوسونو قرباني شي.
د يوپ کوهن (J. Cohen) له مقررې يا توګې سره سم، هغه مهاجرين، چې له خپل هېواده د تېښتې سم علت نلري، نو د ۴۸ ګړيو په اوږدو کې له هالنده د وتلو امر تر لاسه کوي او يا هم د يوې اونۍ په بهير کې له هالنده بايد ووځي او يا وشړل شي، مګر د دغو مملکتونو د غير انساني پاليسي سره سم زياتره پردېس خلک د اوږده پروسيجر بهير ته ورټېلوهل کېږي، چې کلونه په تېرېږي او داسې څرګندونې کېږي، چې د لوېديز ديموکراتو د ملک سياسی او امنيتي حالت د دغه پروسيجر په خنډونو او اوږدوالي خپل اغېز لري، ځکه چې د خپلې ټولنې لپاره په دغه سېکشن د کار امکانات جوړوي، دا چې دغه مهجرين په ټوليزه توګه په يوه کمپ، چې د جېل حيثيت لري لکه سياسي بندي تېروي.
په اروپايي مملکتونو کې د مهاجرت پروسيجر ځينې زړه بوږنونکې برخې هم لري، چې ستاسو پام ورته رااړول کېږي. د مهاجرينو له راتګ سره سم په لومړيو شېبو کې د هغوی د ګوتو نښې اخيستل کېږي، د ۲۰۰۱ د سپتامبر د ۱۱ نېټې له پېښې وروسته د جسماني څېړنې پروسه هم مشکله شوې. د مهاجرينو د سترکو برېښنايي عکس اخيستل، کېږی، له باډي سکنه تېرېږي او په غره کې ګوته ورکول کېږي، چې په غره کې يې څه نه وي پټ کړي، نو د هغوی روغتيايي حالت هم په ډېر سپکاوي څېړل کېږي. د ګوتو د نښو او سترګو د برېښنايي انځور په مرسته د نورو اروپايي ملکونو له پوليسو نه مالومات تر لاسه کوي، چې دغو خلکو هلته د مېشتېدو تقاضا نه وي کړې، نو که چېرې د دغو خلکو د ګوتو نښې يا د سترګو برېښنايي عکس په بل مملکت کې وموندل شي، نو د دې ګواښ شته، چې دغه خلک بېرته هغه بهرني ملک ته واستول شي او يا له دغه مملکته وشړل شي، چې د اروپا په ځنګلو او يا هم په کوڅو کې آواره شي.
د مهاجرت د پروسيجر په ځنډولو کې په نورو ملکونو کې د يو مهاجر د ګوتو د نښو د موندلو تر څنګ، د مهاجرينو ‌‌ذهني يا روغتيايي حالت، د مهاجرينو په خپلو ملکونو کې بې امني خپل اغېز لري، خو بيا هم ګڼشمېر خلک چې په ملکونو کې يې جګړه روانه وي او يا هم د ژوند او مرګ له مخاطرې سره مخامخ وي، نو د مېشتېدو اقامه پر وخت نه تر لاسه کوي او په يوه او يا بله پلمه داسې شرايط ورته جوړېږي، چې بايد له دغه مملکته ووځي، خو دغه خلک له مجبوريته دلته په غير رسمي توګه ژوند ته دوام ورکوي، خو خپل مملکت ته هم نشي تللی او استول کېدلی هم نشي، ځکه چې د خپل هېواد پاسپورت يا نور اسناد نلري، نو دغه خلک د هالند له قانون سره سم کولی شي بيا د مېشتېدو د اقامې غوښتنه وکړي. د اروپايي اتحاديې له قوانينو سره سم يو انسان کولی شي، چې څومره واره غواړي همغومره واره د پردېس په توګه د مېشتېدو غوښتنه وکړي، ځکه چې دغه د هر انسان حق دی، خو په هالند، جرمني او نورو اروپايي مملکتونو کې د پردېسو په اړه دريځ بل دی. ګڼشمېر پردېس خلک د پوليس په زور، ولچک کړي يا لاس تړلي خپلو نا امنو ملکونو ته بېول کېږي، چې بيا د ټولنيزو ناخوالو او جګړو قرباني کېږي، مګر پوښتنه يې نه د بشر د حقوقو موسسې کوي او هم د ملګرو ملتونو مرجعې.
که موږ افغانستان ته پام وکړو، نو دغه مملکت د وروستيو څو لسيزو په اوږدو کې ورځ تر ورځې بې امنه کېږي، چې د وروستويو څو اونيو پېښې، چې د افغانستان په لسهاوو ولايتونو کې د مخالفينو لخوا په ملکې ودانيو کې په سلهاوو بې ګناه ملکي خلک ووژل شول، چې د افغانستان د خلکو لپاره يې د مرګوني ژوند ګواښ رامنځ ته کړی، د شمال د غلو د څو تنو په وژل کېدو سره، بيا هڅه کېږي، چې دغه مرګونې پېښې د خپلو سياسي ګټو لپاره وکاروي او د افغانستان خلک يو وار بيا په قومي جنګونو  او کړکېچونو کې لاهو کړي، هماغه خبره چې «تر بوسو لاندې بيا اوبه تېرې کړي».
په هالند کې يو ځای د (Treapel) په نامه يادېږي، چې د بيرته لېږل کېدونکو مهاجرينو لپاره د بنديخانې بڼه لري. د هالند له قوانينو سره سم دغه خلک بايد د ۴ مياشتو په بهير کې له هالنده وشړل شي، نو دغه وروستۍ موده په دغه بنديخانه کې تېروي. د آمستردام په سخيپول (Schiphol) کې هم همدا ډول يوه بنديخانه شته، چې دوی ورته د سخيپول د بيرته ستنېدو د مرکز نوم کاروي، خو له بده مرغه بايد ياده شي، چې دغه بنديخانې هېڅ ډول تخنيکي او ساختماني مصؤنيت نه لري، چې څو کاله مخکې د سخيپول د بيرته ستنېدو په مرکز يا د مهاجرينو لپاره بنديخانه کې اور بل شو او د ۱۳ تنو مهاجرو د مړينې سبب وګرځېد، خو هېڅ هېواد د خپلو وګړو د مړينې پوښتنه ونکړه او هغه لږ تر لږ سل نور چې ژوندي پاتې شوي ول، له هغوی څخه يو شمېر سوځېدلی ول او يو شمېر په رواني ناروغيو اخته شول. د دغو خلکو په منځ کې يو ۲۳ کلن ايرانی هم ؤ، چې مخکې له دغه پېښې يې د لوړو زدکړو تکل درلود، چې لوړې زده کړې د کمپيوټر-ساينس په برخه کې تر سره کړي، خو له بده مرغه وروسته له دغه پېښې په رواني ناروغي اخته شوی او د ژوند له ناخوالو سره لاس او ګرېوان دی، چې آينده يې هسې په رواني ناروغيو کې لاهو شوه او ژوند يې تباه شو!
د بيرته ستنېدو په بل مرکز کې خلک د وهم شپې تېروي، چې نن که سبا به يې له کمپه وباسي، چېرې به ځي او يا چېرته به يې لېږي! داسې هم شوي، چې د يو ملک خلک يې بېخي بل مملکت ته دېپورت کړي وي او هلته له نويو ستونځو سره مخامخ شوي دي، خو د هالند دولت سر نه پرې خوږوي او يو شمېر له دغه بېرته استول شويو خلکو ژوند هم له ګواښ سره مخامخ شوی دی، چې څه موده مخکې په کابل کې د يو ۶۰ کلن عظيمي نومي افغان، چې د هالند د ماستريخت ښار کې ۵ کاله اوسېدلی ؤ، نو په زور افغانستان ته استول شوی ؤ او هلته د نا مالومو خلکو لخوا په شهادت رسېدلی دی. د هالند د ایمېګراسيون نننی وزير (G. Leers) هغه مهال د ماستريخت والي ؤ، چې دغه افغان د دغه اوسني وزير په امر په زور له هالنده ايستلی شوی ؤ، چې د دغه سياستوال له تېروتنې سره سم په افغانستان کې دغه بې دفاع افغان ووژل شو، خو پوښتنه يې هېچا هم و نکړه او هالندي رسنيو هم د دغه پېښې په اړه روژه نيولې ده.
د تېراپل له مرکزه ډېر مهاجرين نه غواړي، چې وروسته له څو کلونو بې سرنوشته ژوند څخه بيرته خپلو نا امنو ملکونو ته ستانه شي، خو د هالند پوليس د شپې لخوا راځي او دغه خلک لاس تړلي له کمپه وباسي او نا امنو ملکونو ته يې استوي. بايد ياده کړم، چې هغه مهاجرين، چې لوړې زده کړې لري له هغوی سره هم همدا ډول چلند کېږي، خو د ځينو بخت بيدار شي او په دغه ټولنه کې د پاتې کېدو، کار او لوست زمينه تر لاسه کړي، خو دا له ۱۰ ٪ څخه کم بختور خلک دي، مګر تر مرګه به دپردي په نامه يادېږي.
داسې ويل کېږي، چې په هالند کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ افغاني ډاکتران ژوند کوي، چې بېلابېلو بهرنيو ملکونو کې يې روغتيايي زده کړې تر سره کړې دي او ګڼشمېر يې د افغانستان د پوهنتونونو فارغين دي، خو له دغو افغانانو څخه د ګوتو په شمار په دې توانېدلي دي، چې دلته بيرته خپل مسلک پر مخ بوزي، نو د افغانستان ډاکتران، انجينيران، حقوقپوهان او داسې نور هم په دغه مملکت کې د دويم سورت وګړي دي، چې په کابل کې ورته سګشويان او قابشوی وايي، خو په غربي ټولنه کې کوڅې په پاکوي او يا نور شاقه کارونه تر سره کوي، چې د دوی د زده کړې مخالف او سپک کار دی او يا هم د هغوی د پوهې له کچې سره برابر کار نه دی، نو دغه پردېس يا هم په روحي ناروغيو اخته شوي او يا د کورنيو په شخړو کې لاهو دي، چې حتی بېلتونونو ته يې خبره رسېدلې ده.
د کار، ژوند، او زده کړې ستونځه خو د سيکې يو مخ دی، مګر د سېکې بل مخ ليا خطرناکه دی، دلته د دې هڅه هم روانه ده، چې د مهاجرينو د کورنيو د له منځه وړلو پاليسي هم دولتي اړخ لري، چې د حاکمو ګوندونو ځانګړې پاليسي ده. د هالند يوه ورځپاڼه (Perspectief, 3 Februari 2011 ) ليکې، چې د هالند د ايميګراسيون وزير (G. Leers) په دې هڅه کې دی، چې په مهاجرينو چاپېريال نور هم تنګ کړي او ژوند ورته تريخ کړي. د دغه پاليسي يوه برخه د مېړه او مېرمتې بېلول دي او بله يې له پلار او موره د هغوی د اولادونو د بېلولو پاليسي ده، چې د کورنيو د ړنګولو هڅه په شعوري توګه تر سره کېږي. د دغه وزير د دغه غير انساني او وحشيانه دريځ او پاليسي په اړه ځينو اروپايي ملکونو غبرګون هم ښودلی دی، مګر د مهاجرينو ضد پاليسي لیا هم په درز روانه ده، کورونه ورانوي او اولادونه ترې بېلوي.
يو شمېر نړيوالې تش په نامه مرستندويې ټولنې له مهاجرينو سره د ټکټ په اخيستلو او د بيرته ستنېدو د اسنادو په جوړولو کې همکاري کوي، چې دغه خلک بیرته واستول شي، خو دغه بدمرغې مرستندويې ټولنې په دې نه پوهېږي، چې دغه پردېسيان به د هغوی په نا امنه هېوادونو کې د کومو ناخولو سره مخامخ کېږي او يا به د مرګ شپېلۍ ته تړل کېږي. بايد ياده شي، چې په هالند کې د افغانستان سفارت (قونسلګري) هم د هالند له دولت دا دي لس کاله کېږي، چې لاس يو کړی او د افغانانو په لېږلو کې له هالندي دولت سره مرسته کوي او هر افغان چې ايستل کېږي، نو هالندي پوليسو په نغوته د افغانستان سفارت پاسپورتونه ورکوي، چې د افغانانو د ايستلو پروسيجر هالنديانو ته اسانه کړي.
ډېره په زړه پورې خبره دا ده، چې يو افغان له روسيې هالند ته راغلی او له يوې روسۍ نجلۍ سره يې واده شوی دی، نو هالندي پوليسو دې ته اړ ايستل چې بيرته خپلو ملکونو ته ستانه شي، خو د دې لپاره بايد يو روسېې ته او بل افغانستان ته تللی وای، مګر د اولادو په اړه يې پرېکړه نشوای تر سره کېدله، چې کوم مملکت ته لاړ شي، ځکه چې يو اولاد يې په روسيه کې پيدا شوی ؤ او بل يې د مهاجرت په کمپونو يانې په هالند کې زېږېدلی  ؤ، خو د اروپا او نورو بشري قوانيو پر بنسټ د يوې کورنۍ د ورانولو حق هېڅ موسسه يا دولت نلری، مګر بيا هم هالندي دولت د دوی لپاره هم يوه لاره سنجولې وه.
د هالند دولت سپارښت دا ؤ، چې دواړه يانې ښځه او مېړه بايد يا د افغانستان او يا هم د روسېې اسناد واخلي او دواړه يو ځای يا افغانستان ته او يا هم روسېې ته له اولادو سره يو ځای وشړل شي، خو د دې لپاره لومړی دغه افغان مهاجر د روسېې له سفارته يې غوښتي ول، چې روسيې ته د بيرته تګ اسناد ورکړي، خو د روسېې سفارت ورته يو مکتوب وليکه، چې د روسيې مېرمنې د هويت د مالومولو لپاره به د روسيې د بهرنيو چارو له وزارته به مالومات تر لاسه کړي، خو د مېرمنې مېړه د بل مملکت دی او روسېې د تګ لپاره د خپل مملکت پاسپورت او د روسيې ويزې ته اړتيا لري، نو نشي کولی، چې پرته له دغو اسنادونو روسيې ته واستول شي.
همدا تقاضا د افغانستان له سفارته هم وشوه، خو د افغانستان سفارت دغه افغان ته د پاسپورت اخيستلو او بيرته افغانستان ته د تګ ګواښ وکړ، خو کله چې د خپلې مېرمنې د ستونځې پوښتنه يې وکړه نو ورته وويل شوه، چې «پاسپورت افغاني ۱۰۴ دالر قېمت دارد و خانم شما ميتواند در بدل پول پاسپورت افغاني بدست آرد!» کله، چې دغه افغان دغه خبره واورېدله، نو په غبرګون کې يې ورته وويل، چې هغه خو روسۍ ده او افغاني تابيعت نلري، نو په ځواب کې ورته وويل شول، چې «سفارت افغانستان به همکاری وزارت خارجه افغانستان پروسيجر تابيعت شان را حل ميکند!»، نو درنو هېوادوالو! د دغه لوېديز پاله افغاني چارواکو ګيله نه ده پکار، هغوی هر څه پلوري!
د مهاجرينو په بیرته استولو او بدمرغيو کې د هالند د ايميګراسيون پخوانۍ وزيرې (Rita Verdonk) هم خپل رول ولوباوه. دغه بدمرغه ښځه مخکې د هالند د يوې بنديخانې منيجره وه، نو مهاجرينو ته يې هم د بنديانو او جانيانو په سترګه کتل، نو ځکه يې له مهاجرينو سره لکه مجريمونو چلند کاوه او په هالندي ټولنه کې يې د «وسپينيزه ملکې» نوم هم تر لاسه کړ، خو د هالند د چارواکو د غير انساني له پاليسي سره سم له ۵۰ ٪ ډېر مهاجرين په غير رسمي توګه هلته او دلته پټ ژوند تېروي، چې ځوانان يې په غلو او نجوني يې په رنډيتوب اخته شوي او د بدمرغيو په بړبوکيو کې لاهو دي.
د مهاجرينو ګڼشمېر په اروپايي ټولنو کې ورک دي، ځکه چې هېڅوک نه پوهېږي، چې څومره مهاجر له يو او يا بل ملکه ايستل شوي او يا په زور بل ملک ته بوول شوي، خو دغه خلک د هر ډول ناخوالو له ګواښ سره مخامخ دي. دا سې هم شوي، چې ځوانې نجونه په زور سکس ته اړ کېږي او يو شمېر يې په زور د سکسي فلمونو جوړولو لپاره کارول کېږي، چې په هالند کې څو افريکايي نجونه دې ته په زور اړ شوې وې چې له سپیو سره پرېوزی، خو دغه نجونې په دې توانېدلې وې، چې له انګره وتښتي او لوڅې لپړې يو بزګر په خپل تراکتور کې تر ښاره رسولې وې، چې دغه پېښه د څو اونيو لپاره د هالند د رسنيو د سر ټکي خبر ؤ، چې ټول بشريت ورته ګوته په غاښ ؤ، خو هالندي دولت غلی ترې تېر شو!
بايد ياده شي، چې مخکې له ۲۰۰۷ ميلادي کاله، هغه مهاجرين چې د پوليسو په زور له هالنده ايستل کېدل، نو د دولت لخوا راجستر کېدل، مګر د ننني واکمنو پاليسي دا ډول ده، چې ټول مهاجرين د پرديو يا خارجيانو په نامه له دغه مملکته وباسي او نه به راجستر کېږي. دا چې دا خلک وژل کېږي، وهل کېږي او يا يې په عزت او ناموس تېری کېږي، نو دا ټولې دغو صليبي ملکونو ته بې تفاوته ده، خو مهمه دا ده، چې له دغه مملکته وايستل شي.
د هالند په کمپونو کې هم د خلکو په عزت او حيثيت لوبې کېږي، خو مسؤليت نه دولت لري او نه هم نړيوال بشري سازمانونه. د (Perspectief, 3 Februari 2011) په نهمه پاڼه کې د يوې مهاجرې په اړه راپور ليکلی شوی. په دغه راپور کې راغلي، چې مېرمن (Louisa) ۲۷ کلنه انګوليايۍ ده، چې لس کاله مخکې هالند ته راغلې ده او اوس د بېرته ستنولو په مرکز يا د مهاجرينو په بنديخانه کې شپې ورځې سبا کوي. دغه مېرمن لس کاله مخګې هالند ته راغلې ده، خو د دريو اولادونو څښتنه ده، مګر د دې دغه اولادونه دلته په هالند کې ځېږېدلي دي او لوی شوي، دغه ماشومان په هالندي خبرې کوي او انګوليايی يې نه ده زده او ټول عمر يې په هالند کې ژوند کړی، خو دا دي ۲ کاله کېږي، چې د مهاجرينو په بنديخانه کې ژوند کوي. هالندي پوليسو دغه مېرمن له وړو اولادو سره د مهاجرينو له کمپه کوڅې ته شړلې وه، خو دا له وېرې اوسمهال د ستنېدو په مرکز يا د ستنېدو بنديخانه کې ژوند کوي. دغه مېرمن په يوه وړه کوټه کې له دريو ماشومانو سره په څومنزله کټونو کې شپې ورځې سبا کوي، بلې خوا ته د کوټې بل څوپوړه کټ ولاړ دی، چې کېدی شي بله کورنی هم ورته راولېږي. د راپورتر له راپور سره سم په دغه کوټه کې يې، وړ لروينون)تلويزيون) ځړېدلی دی او يو لوی کولپ پرې پروت دی، چې دغه مېرمنه يې غلا نه کړي.
مګر ما ته دا په زړه پورې ده، چې دغه مېرمن ۱۷ کلنه هالند ته راغلې ده او دغه درې اولاده يې له کومه کړل. زما موخه دا ده، چې دغه مېرمن په څه ډول د جنسي غرايضو لپاره وکارول شوه، چې نن سبا د دريو نامشروع اولادونو څښتنه ده، خو تاسو به وايي چې کافره ده، نو روموني يې راوړي دي، خو پوښتنه دا ده، چې د رومونيو هم يو سړی د پلار په نامه وي. زما په ګومان چې د دغه نجلۍ له معصوم توبه په ډېره ځوانۍ کې ناوړه کار اخيستل شوی، ځکه چې ريتا لور يې اوسمهال ۹ کلنه ده، ياني هالند ته له راتګه سره سمه يانې په ۱۷ کلنۍ ټنده شوې ده، چې د هالند له قوانينو سره سم تر ۱۸ کلونو پورې يو انسان نابالغ بلل کېږي او د ماشوم په سترګه ورته کتل کېږي، نو وروسته له اول اولاده بيا هماغه خبره، چې «آب که از سر تېر شد چې يک نيزه چې هم صد نېزه!» نو دې ته هم د يو او يا دريو رومونيو رواړل بې مانا شوي دي.
د مهاجرينو په اړه د اروپايي او په تېره بيا د هالند د دولت ناوړه پاليسي د کمپ له ژونده وروسته هم نه ختمېږي. يو شمېر مهاجرين د ژبې د زده کولو په بهير بوخت شي، خو بيا يې هم هالندي دولت په يوه بڼه او بله بڼه مخنيوی کوي، خو يو شمېر نور د لوړو زده کړو او تخصصي پروګرامونو څخه محرومېږي. د مهاجرينو لپاره بله ناوړه پاليسي دا ده، چې د کورنيو د غړيو راوستل او يا د خپل مېړه او يا هم د مېرمنې راوستلو لپاره يې هم ځانګړې توګه رامنځ ته کوي، چې زه به دلته لنډه روښنايي پرې واچوم.
کله چې يو مهاجر غواړي خپله مېرمن له خپل هېواده راولي، نو بايد د خپل کار قراداد، مياشتني معاش او د نکاح ټول اسناد د هالند اړوندو مرجعو ته ورکړي، خو په دغه اسنادونو کې ځينې داسې ستونځې شته، چې خلک ورسره لاس او ګرېوان وي. لومړی خو يو مهاجر بايد دغه اسنادونه د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې راجستر او ټاپه کړي او بيا يې په هالند کې د افغانستان سفارت تصديق کړي او د هالند د بهرنيو چارو د وزارت د بهرنيو اړيکو په مديريت کې د دغه اسنادونو سموالی او اصليت تصديق شي، چې په دغه پروسېجر کله کله مياشتې څه چې کلونه په تېرېږي. دویم پرابلم د کار قرارداد دی، يو شخص بايد دايمي قرارداد ولري، چې د داسې قراداد تر لاسه کول، څه اسانه کار نه دی. بله موضوع د تنخوا کچه ده. په هالند کې يو څوک بايد لږ تر لږه ۱۳۴۰ ايرو معاش ولري، خو په هالند کې ټول مهاجرين د بېسوادو حيثيت لري، ځکه چې نه يې ژبه زده وي او نه هم د هالندي له ښوونيزو او پوهنيزو موسسو څخه فارغ شوي وي، نو په سلو کې ۲ سلنه کولی شي داسې معاش تر لاسه کړي. پرته له دې په قانون کې داسې راغلي، چې د معاش دغه کچه بايد په يوه کاري موسسه کې تر لاسه شي. که چېرې څوک په بله فابريکه يا بلې کاري موسسې کې کار کوي، نو هېڅ موسسه ورته د دغه معاش کچه په قرارداد کې نه ليکي، ځکه چې کارګر په بېلابېلو موسسو کې کار کوي او د هالند دولت ته بيا ښه پلمه ده، چې ووايي، معاش دې لږ دی، نو مېرمن دې ويزه نشي تر لاسه کولی. د دغه ستونځې د حلولو لپاره خلک د بلژيک يا بلجيم هېواد ته بيا مهاجرت کوي او هلته د مهاجر معاش بايد ۸۵۰-۹۰۰ ايرو وي، نو بيا کولی شي، چې خپله مېرمن هلته راولي، خو بيا هم له ټولنيزو ستونځو سره مل کار دی.
هغه مېرمن يا مېړه چې له بل ملکه هالند يا بل اروپايي مملکت ته راځي، نو بايد چې هالندي يا بله ژبه په خپل ملک کې زده کړي او د هالند او يا اړوند سفارت کې امتحان ورکړي، چې د دغه امتحان لپاره بايد ځينې خلک هندوستان ته ولاړ شي، چې د مېړه او مېرمنې په منځ کې د بې باورۍ لومړۍ پېلامې رامنځ ته کوي، نو راشه اوس ته خپله فکر وکړه، چې د هالندي دولت دغه پاليسي څومره کورنۍ بربادوي او کورنې ورانېږي. د هالندي ژبې د امتحان لګښت، د درسي موادو او د هندوستان د تګ لکښت د څو زرو ايرو څخه اوړي، چې د يو مهاجر لپاره يوه ستره اقتصادي ضربه ده، چې پرته له رواني نا انډولتيا نه وي.
که چېرې يو څوک د هالندي د وصل د سراط له دغه پله نه تېر شي، نو ټولنيز دوزخ بيا ورته په هالند کې تيار جوړوي، ځکه چې هماغه د کورنیو د بېلولو پاليسي کارول کېږي او په کورونو کې د آزادي د نفاق اور بل شي، چې يو شمېر مېړونه او يو شمېر مېرمنې له يو او بله بېل شي، چې د کورنيو د وصل په پروسيجر کې د هالند د دولت ناوړه پالیسي خپل منفي اغېز د کورنيو پر اولادونو هم لري.
افغانان د زده کړې په برخه کې ډېرې هڅې کوي، چې يو شمېر افغانان او نور مهاجرين په دې برخه کې بريالي شوي هم دي، خو ګڼشمېر مهاجرين له ډېرو ستونځو او بيروکراسي سره په اخو ډب کې وي، چې له ښوونځي نيولې بيا تر څانګپوهنې يې مخې ته خنډونه جوړېږي، چې د ځينو د ژوند د بربادي سبب ګرځي.
په ۲۰۰۳ ميلادي کال ما په يوه، روغتون کې کار کاوه، چې يو تورک اصله مهاجر هم د کار لپاره هلته راغی، نو وروسته له اشنايي مې ورنه وپوښتل، چې د څانګپوهنې په برخه کې څه پلان لري، نو دغه تورک راغبرګه کړه، چې د ۴ کلونو په بهير کې يې د جراحي په برخه کې د عمومي ډاکتر په توګه کار کړی او غواړي، چې جراح شي، نو ما ورته سپارښت وکړ، چې په پوهنيزو څېړنو پيل وکړي او يو څو علمي ليکنې وکړي، نو هرومرو به يې د تخصصي پروګرام کارونه سم شي، خو دغه ځوان دلته هم ۴ کاله کار وکړ، نو په جراحي کې ورته د تخصصي پروګرام زمينه برابره نه شوه، لنډه دا چې سړی دې ته اړ شو، چې بل ځای کار پسې وګرځي او يا هم د بل تخصص په کار کې شي. بايد ياده کړم، چې دغه تورک ډېر با استعداه ډاکتر ؤ، مګر د مهاجرينو په اړه د ناوړه دريځ قرباني ؤ.
ما وروسته له يوې مودې په بل روغتون کې کار پيل کړ، نو دغه تورک ډاکتر مې هلته وليد، نو ورنه مې وپوښتل، چې ژوند او کار يې څنګه دی، نو راغبرګه يې کړه، چې مېرمن مې راڅخه ولاړه، چې معاش دې کم دی او ته به هېڅکله هم متخصص نه شې، خو وروسته له دغه پېښې ليا مياشت نه وه تېره چې ما هم د تخصص پروګرام د راديولوژي په برخه کې پيل کړ، خو ښځه راڅخه تللې وه او اوس بل مېړه لري، مګر زه مې زوی په اونۍ کې دوې ورځې ګورم. له بده مرغه دا دي وروسته له ۲ کلونو تخصصي پروګرامه نن پروفيسر او د ديپارتمنت شورا له تخصصه وايستلم او نه پوهېږم، چې څه وکړم. دغه تورک ډاکتر وروسته له حقوقي سپارښتونو عدلي پروسيجر پيل کړ، چې پايله يې د ده په ګټه نه وه او اوسمهال يې اړيکې له ټولو دوستانو او همکارانو سره شړولې دي.
پايله
درنو لوستونکو او هېوادوالو! څرنګه چې ګوری د مهاجرت ژوند له ګڼشمېر ستونځو سره مل ژوند دی. غربي ملکونه لوستي او نالوستوي مهاجرين د کاري ځواک په توګه کاروي. د مهاجرينو په اړه د ناوړه پاليسي په اړوند سره د بهرنيو وګړو کورنۍ تباه کوي او اولادونه يې ترې بېلوي، چې له کورني چاپېرياله ليرې د عيسوي او يا هم بې ديني اغېز پرې پياوړی وي، چې خپلې ديني او عنعنوي رېښې يې کاوړې پاتې شي. د ديموکراسي، ازادي او خپل ځاني د پاليسي په شاليد کې ځوان نسل په ټولنيزو عياشي، بې مسؤليتي روږدي کوي، چې د زده کړو له ډګره ليرې پاتې شي، چې په پايله کې دغه خلک د کاري ځواک په توګه وکارول شي او يا هم شاقه کارونو ته اړ شي، ځکه چې دغه ډول خلک زياتره تحصيل نه وي کړی او کورنيو اوصولو ته ژمن نه وي. هغه خلک چې لوړې زده کړې وکړي، نو د هالند له دغه پاليسي تښتي او بيا هجرت ته اړ کېږي، نو ښه ويل شوي، چې «پردی کټ د نيمې شپې وي».
په درنښت
- بېرته شاته