(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېرى واقعيت دى، كه افسانه

        ژباړه: لطيفه لالهاند، كابل 
رالیږنه: ظفرخان اهتمام
د هر انسان د ژوند په بهير كې ځينې موقعيتونه شته، چې د هغه د ژوند د لېوالتيا ټكى ګڼل كېږي. څومره ښه خبره ده كه دا ټكى انسان د پوهې او كمال پر لوري وهڅوي او لارښوونه يې وكړي.
د ناپېژندويه شيانو پر لوري ګام ايښوول او د پوهې لاسته راوړل زما د ژوند تر ټولو ستره لېوالتيا وه. ما به هم له ډېرو كسانو څخه دا اورېدل چې پېرى يوازې په خبرو كې خلاصه كېږي او تر ډېره حده كيسو ته نژدې روايت دى. خو اوس تر څو مياشتنيو څېړنو او پلټنو وروسته دې باور ته رسېدلى يم، چې پېرى كومه افسانه نه ده: ”پېرى يو غوڅ رښتينى روايت دى“.
د طبيعت تر شا پټ موجودات:
ښايي په ډېره زړورتيا سره، د طبيعت تر شا د پټو موجوداتو په باب خبرې- اترې د بشري تاريخ لرغونى دود وګڼو. د عوامو، روڼ اندو، پوهانو، څېړونكو او په هر عصر كې د خلكو ترمنځ دغه بحث په هماغه تازګۍ سره تعقيبېږي، چې پېړۍ- پېړۍ وخت يې نيولى دى. كله چې د پېريو په باب كوم فلم يا داستان ليكل كېږي، خلك يې ډېر ستايي او ډېر يې خوښېږي، ځكه چې بشر تل تنده لرلې چې د ځان په اړه له رازونو پرده پورته او د دغو پټو موجوداتو په اړه هم د خپلې پلټنې تنده ماته كړي. ښايي د روڼاندو او عوامو يوه ګډه وجه دا وي، چې دواړه د پېريانو په باب په شك كې دي. په اروپا او امريكا كې هم پوهنيزه بشپړتيا نه ده توانېدلې چې خلك د دغو پټو موجوداتو په راز وپوهوي، تر اوسه پورې د هغوى په اړه شك موجود دى، خو د اسلامي نړۍ ليد له مخې ټول څيزونه ښكلي او پرځاى پيدا شوي، ان د طبيعت ترشا پټ موجود (پېرى) هم. ځينو ديني پوهانو يا د شك په سترګه ورته كتلي، يا هم په دې برخه كې چوپه خوله پاتې شوي او څه يې نه دي ويلي.
پېرى واقعيت دى، كه افسانه؟
د نړۍ او ژونديو موجوداتو د پيدايښت په اړه د انسانانو ترمنځ دوه نظرونه شته، ځينې كسان ټول څيزونه د خداى ج د خلقتونو سرچينه ګڼي، بله ډله بيا د نړۍ د خلقت سرچينه په طبيعت كې لټوي. كه څه هم د دوى ترمنځ د نظر اختلافونه ډېر دي، خو يوه ډله هم نه ده توانېدلې، چې د دې پټ موجود له شتون څخه انكار وكړي.
هغه كسان چې پر خداى ج ايمان لري او اروا مني (له مسلمانانو پرته) دغه موجودات خبيثه يا هم د شيطان شريره اروا ګڼي. ”ماديون“ چې پر خداى ج عقيده نه لري، دغه موجودات لومړني انسانان ګڼي، چې د دوى په اند د بيزو او انسان ترمنځ په بشپړتيايي پړاو كې حيران پاتې دي او بڼه يې بدله شوې ده. خو ځينې نور بيا عقيده لري، چې پېرى وحشي انسان دى، چې د ځنګلونو په ژورو كې ژوند كوي. كله- كله ځان څرګندوي او د متمدنو انسانانو د ځور او كړاو لامل ګرځي. خو مسلمانان د قراني ايتونو په رڼا كې د نړۍ موجودات په درېيو ډلو- سره وېشي:
جمادات، نباتات، حيوانات.
د مسلمانانو په اند، حيوانات هم د انسانانو، پرښتو او پېريو غوندې عقل لري، يا هم له عقل او شعور څخه بې برخې دي، خو د قران كريم د نوراني ايتونو په رڼا كې بايد وپوهېږو چې له شك پرته په نړۍ كې د ”پېري“ په نامه يو ژوندى موجود شته، چې د ځور او كړونې له مخې- د پاك خداى ج له لوري ورباندې په همدې نامه غږ شوى دى. دغه موجود د انسان په څېر دى، ځكه:
۱. په قران كريم كې څلوردېرش ځله د پېري (جن) يادونه شوې ده.
۲. د قران كريم دوه اويايمه سوره، د پېري په نوم ځانګړې شوې ده.
۳.په دې باب د حضرت پيغمبر ص، حضرت علي(ك) او نورو ديني پوهانو له خوا- زيات روايتونه راغلي دي.
د ډېرو انسانانو له خوا هم همدا خبرې كېږي. موږ به په دې اړه د قران كريم ايتونو ته اشاره وكړو.
*د سليمانَ ع پوځيان له پېريو، انسانانو او الوتونكو څخه جوړ و، چې كتارېدل به سره. (د نمل سوره: ۱۷مه ايه).
*خداى ج ته يې له پېري څخه شريكان جوړ كړل، حال دا چې پېرى په خپله د خداى ج له خوا پيدا شوى دى. (انعام سوره: ۱۷مه ايه).
*كه ټول پېريان او انسانان سره راټول شي، د قران په څېر به بل كتاب رانه وړي، نه يې شي كولاى، كه هرڅومره د يو بل مرسته هم وكړي. (اسرا سوره: ۸۸مه ايه).
*ستا خداى ج درته وويل چې دوزخ مو له پېريو او انسانانو څخه ډك كړى دى.(هود سوره: ۱۱۹مه ايه).
*اى د پېريو او انسانانو ډلې! كه كولاى شئ د ځمكې او اسمان له جوړښت څخه ووځئ. دباندې لاړ شئ، تاسې به بهر نه شئ وتلاى، پرته له دې چې كوم ځواك درسره مل نه وي. (الرحمن سوره: ۳۳مه ايه).
* ارواښاد شيخ مفيد په خپل (ارشاد) نومي كتاب كې وايي: له ابن عباس څخه روايت دى، هغه مهال چې د اسلام پيغمبر ص د بني معطلق له قبيلې سره د جګړې په موخه له مدينې څخه ووت، نو د شپې له پلوه يوې لويې درې ته ورسېدل. د شپې په پاى كې ورته حضرت جبرئيل راغى او خبر يې  وركړ، چې د درې په منځ كې پېريان سره راټول شوي او غواړي چې د دوى مزاحمت وكړي. (ارشاد: ۳۹۱مخ).
له حضرت امام صادق څخه روايت دى: يوه ورځ حضرت محمد ص ناست و، يو سړى ورته راغى چې د خرما د ونې په كچه قد يې درلود. سلام يې وكړ، حضرت ځواب وركړ او بيا يې وويل: ”هغه خپله او خبرې يې پېري ته ورته وې“. بيا يې ورته وويل: څوك يې؟ ويې ويل: زه هام، د هيم زوى، د لانيس لمسى او د ابليس كړوسى يم. (بحارالانوار: ۸۳مخ).
پېرى څنګه موجود دى؟:
ايا پېرى هم كوم ژوندى موجود دى او موږ يې د پرمختللو پوهنو په مرسته په زبات رسولاى شو؟.
 پېرى (جن) په لغت كې د پټ او مستور په مانا دى، لكه  څنګه چې يو ماشوم د مور په ګېډه كې پټ دى او دغه ماشوم ته ”جنين“ وايي او جنت هغه بڼ ته اشاره ده، چې ونو يې ځمكه پوښلې وي. د پېريانو په اړه هم همدغسې شكونه كېږي، چې د بشر له سترګو څخه پټ پاتې شوي، همدغه علت د هغوى په خپل خلقت كې پټ دى. قران كريم د پېري خلقت داسې بيانوي:
*او جان (په ځينو اسلامي متونو كې راغلي، چې د پېري پلار دى، لكه ادم ع چې د انسان پلار دى) مو تر نورو زيات له زهرجن اور څخه پيدا كړ. (حجر سوره: ۲۷مه ايه).
*خداى ج انسان له وچې خټې څخه پيدا كړ او پېرى يې له بې لوګيو لمبې څخه. (الرحمن سوره: ۱۴مه او ۱۵مې ايې).
له دغو ايتونو څخه مومو، چې پېرى اور دى او انسان له خاورې څخه پيدا شوى موجود. نو څرګندېږي چې پېريان تر انسان وړاندې پيدا شوي دي. دواړه له مادې څخه پيدا شوي، نو ځكه دواړه مادي دي. خو دوه بنسټيز لاملونه چې دوى له نورو موجوداتو بېلوي، په لاندې ډول دي:
۱. پېرى كولاى شي، ځان ته هره بڼه خپله كړي.
۲. د نورو موجوداتو له سترګو څخه پټ دي (بدن يې نرم دى، چې سره راټولېدى او يا خپرېدى شي. لكه د هوا ذرې چې سره راغونډې شي، هوا غليظه او خړېږي او د ورېځو بڼه خپلوي، نو كله چې دا ذرې سره بېلېږي، هوا صافه او ښكلې كېږي).
همدغه وجودي جوړښت- له پېريو سره مرسته كوي، چې هره بڼه خپله كړي. كله د ستن د څوكې په اندازه، كله هم د يوې لويې كوټې په څېر شي.
په يوه شېبه كې ډېر كارونه كوي، چې د انسان له وسې وتلي دي. پر دغو موجوداتو تر ټولو عمده شك د هغوى پټوالى دى، چې انسانان يې نه شي ليداى، دا په پوهنيز لحاظ هم د منلو وړ خبره ده، ځكه په نړۍ كې زيات شيان شته چې موږ يې په سترګو نه شو ليداى، خو هغوى د انسان په پرتله زيات جسمي ځواك هم لري، لكه: برېښنا، برېښنايي څپې، بنفش رنګه رڼا، د ايكس وړانګه، وايروسونه، امېبونه او دغه راز نور شيان... چې په سترګو ليدل كېږي نه، خو كوم سليم عقل به ترې انكار وكړي؟ دا چې موږ يې په خپلوحواسو نه شو درك كولاى، دا د دوى د نشتوالي دليل نه دى.
ايا پېرى تر انسان لوړتيا لري؟
موږټولو(ترموږغوره) تورى زيات اورېدلى دى. دغه تورى په عام فرهنګ كې پېري ته كارول كېږي، خو ايا رښتيا هم دغسې ده؟ ايا پېرى تر انسان لوړتيا لري؟
پاك خداى ج په قران كريم كې فرمايي: ”موږ د ادم اولادې ته تر ډېرو مخلوقاتو فضيلت او لوړوالى ورپه برخه كړى دى“. (اسرا سوره: ۷۰مه ايه).
دغه راز انسان ته د پرښتې او پېري سجده هم خداى ج ته د انسان د لوړتيا مانا لري. يو بشپړ انسان پر ټولو موجوداتو لوړتيا لري، ان ځينې انسانان چې له پېريو سره په اړيكو ټينګولو پوهېږي، كولاى شي پر هغوى تسلط ولري.
بيا به په قران استناد وكړو: ”له ښاپېريو څخه وې. د خداى په فرمان به يې ورته كار كاوه، كه چا به سرغړونه كوله، هغوى ته به مو د دوزخ عذاب ټاكه، خو كه هغوى به هرڅه غوښتل: لوړې ماڼۍ، د حوض په شان ماڼۍ او كه دېګونه، جوړول به يې“. (سبا سوره: ۱۲مه او ۱۳مې ايې).
كه څه هم قران كريم پر پېريو باندې د تسلط په برخه كې يوازې د حضرت سليمان يادونه كوي، خو په زياتو هېوادونو، ان زموږ هېواد كې هم ډېرې بېلګې شته، چې ځينې كسان د پېريو د نيوونكو او يا هم د اروا د حاضرولو په مټ توانېدلي، له پېريو ګټه پورته كړي. په هر حال- بايد پوه شو چې د خداى ج په وړاندې انسان اشرف المخلوقات دى، نو يو بشپړ او مومن انسان پر ټولو خلايقو برتري لري.
پر ځمكې د پېريانو ژوند څنګه دى؟:
د قران كريم د ايتونو پر بنسټ:
* دا هېښوونكى موجود، د انسان تر پيدايښت وړاندې پيدا شوى دى. (حجر سوره: ۲۷مه ايه).
* پېرى له اور څخه پيدا شوى دى. (الرحمن سوره: ۱۴مه ايه).
* پېريان د انسانانو غوندې ډلې- ډلې پيدا شوي، چې تر مرګه ژوند وكړي او اخرت ته به روانېږي. (فصلت سوره: ۲۵مه ايه).
* هغوى نر او ښځې لري. (جن سوره: ۶مه ايه).
* هغوى نفساني غوښتنې هم لري. (الرحمن سوره: ۵۶مه ايه).
* پېريان تر انسانانو ډېر دي. (انعام سوره: ۱۲۸مه ايه).
لكه څنګه چې وړاندې وويل شول، پېرى هغه موجود دى، چې له اور څخه پيدا شوى، دا يو مادي موجود دى، نو ځكه ژوند لري. څرنګه چې د ژوند خاوند دى، نو ځكه زېږون هم كوي. نر او ښځه لري، خوب او خوراك لري او ژوند يې په مړينې سره پاى مومي. د سپېڅلو ايتونو پر بنسټ، تر مړينې وروسته به بيا ژوندي كېږي.
د پېريو تغذيه:
لكه څنګه چې هر موجود د خپل ژوند د دوام پاره خوړو او تغذيې ته اړتيا لري، دوى په غوڅ ډول له هغو شيانو تغذيه كېږي، چې ”ابن بابوبه“ يې يادونه كوي:
”د پېريو ځينو ډلو د حضرت رسول ص د خدمت وياړ هم ترلاسه كړى دى او دوى ويلي:
اى د خداى رسوله! زموږ د تغذيې لپاره ځينې شيان راكړه. حضرت ص هم هډوكي او د خوړو -پاتې شوني- وركړل“.
د پېريانو خبرې- اترې:
د انسان فطرت داسې دى، چې له خپلو هم ډولو سره خبرو- اترو ته اړ دى. دغه راز په حيواناتو كې غږونه هم تجربه او زبات شوي دي. په قراني ايتونو كې راغلي چې ځينې پيغمبران (حضرت نوح ع او حضرت سليمان ع) به د حيواناتو په ژبو پوهېدل او له هغوى سره به يې خبرې كولاى شوې.
پېريان هم همداسې دي، څرنګه چې دوى مادي ژوند لري، نو ټولنيز ژوند يې دا ايجابوي، چې له يو بل سره وغږېږي. دوى د مفاهيمو لېږدونې لپاره ځينو غږونو ته اړتيا لري، چې موږ نه ورباندې پوهېږو. خوځينې كسان كولاى شي چې په يو نه- يو ډول د هغوى په خبرو وپوهېږي. لكه څنګه چې به حضرت رسول ص او ځينو امامانو ورسره خبرې كولې او ځينې كسان د ځينو ځانګړو ځواكونو په مرسته ورسره اړيكي ټينګولاى شي.
د پېريانو ځاى:
د پېريانو د پيدايښت بڼه د انسانانو او حيواناتو له بڼې سره توپير لري. څرګنده خبره ده چې د ژوند سيمه به يې هم د پيدايښت له ډول سره سم وي، خو دا سيمې چېرې دي؟
په عوامو كې دا خبره ډېره مشهوره ده، چې: تر ځمكې لاندې د حمامونو او ژورو څاګانو غوندې تياره ځايونه شته، چې پېريان په كې اوسي. خو څېړنې ښيي چې دوى په داسې ځاى كې ژوند كوي، چې له انسانانو څخه ليرې وي.
د پېريانو زوكړه:
پېرى هم د انسان غوندې جنسي غريزه لري، چې د خپل نسل د پايښت لپاره ښځينه او نارينه جنس لري، خو دا چې ايا دوى هم د نورو حيواناتو غوندې د نطفې جوړونې له لارې زېږي- كه نه؟ هغه پوښتنه ده چې د پاك خداى ج له كلام څخه يې استنباط كولاى شو.
خو ابن عربي په ”فتوحات“ كې ويلي دي: ”د بشر تناسل په رحم كې د نطفې اوبه دي، خود پېريانو تناسل (د ښځينه پېرۍ) په رحم كې د هوا القا ده“.
په يوه روايت كې راغلي دي: حضرت رسول اكرم ص- اميرالمومنين رض ته وفرمايل: ”اى علي رض! د مياشتې په لومړنۍ، منځنۍ او وروستۍ شپه كې له خپلې ماينې سره مه يوځاى كېږه... ځكه په دې درېيو شپو كې پېريان له خپلو مېرمنو سره نږدېوالى نيسي“.
د پېريانو مړينه:
پېريان هم د نورو ژونديو موجوداتو په څېر ژوند لري، چې مړينه يې په ژوند كې راځي. لكه څنګه چې په قران كريم كې راغلي: او پر هغوى (خطاكارانو) هم د هغوى د ملاتړو په څېر- د پېري او انسان له خوا عذاب وټاكل شو. (فضيلت سوره: ۲۵مه ايه).
”هغه اٌمتيان چې تر تاسو وړاندې وو، له پېري او انسان سره يوځاى اور ته ورننوځي“ (اعراف سوره: ۳۸مه ايه).
له دغو ايتونو څخه ښكاري چې پېريان نه يوازې د انسانانو غوندې ژوند لري، بلكې د انسانانو په څېر- د خداى ج له عذاب څخه هم خوندي نه دي.
د پېريانو خوب:
الله ج هغه خداى دى، چې بل همسارى او شريك نه لري. دى ژوندى او تلپاتى دى. نه دروند خوب وځي، نه هم سپك. (بقره سوره: ۲۵۵مه ايه).
له حضرت صادق څخه روايت دى، چې وايي: ”له پاك خداى ج پرته ټول موجودات خوب لري. ان پرښتې هم...“ (ميزان المحكمه: ۲۵مه ايه).
له پاك رسول ص څخه يو حديث هم دى، چې وايي: ”خوب څلور ډوله دى: پيغمبران ستونى ستغ پرېوځي، مومنين پر ښي لاس، كافران او منافقين پر كيڼ لاس او شيطانان پړمخي“. (شيخ حرعاملي: ۱۰۶۷مخ).
له دې مطلب څخه جوتېږي، چې له الهي سپېڅلي ذات ج پرته ټول ژوندي ساري خوب لري.
د پاك خداى ج  په وړاندې د پېريانو ستونزې:
لكه وړاندې چې وويل شول- انسان، پرښته او پېرى درې ژوندي موجودات دي، چې د خداى ج د مصلحت له مخې پيدا شوي او له پيدايښت څخه يې موخه د پاك خداى عبادت نه دى. لكه څنګه چې په قران كريم كې راغلي: ”پېرى او انسان مې يوازې د ځان د عبادت لپاره نه دي پيدا كړي“. (ذاريات سوره: ۵۶مه ايه).
په پېريانو كې د عبادت څرنګوالى معلوم نه دى، خو هغه څه چې څرګند دى، هغه پيغمبران چې د مخلوق د لارښوونې لپاره غوره شي، د پېريانو لارښوونه هم كوي.
له زياتو ايتونو او حديثونو څخه ښكاري چې ځينې پېريان كافران او ځينې نور مسلمانان دي. ان چې تر اسلام وړاندې يې ځينې يهودي هم وو، چې د اسلام تر راتګ وروسته د حضرت محمد ص حضور ته راغلي او مسلمانان شوي دي. هغوى ته هم د انسانانو په څېر عذاب په پام كې نيول شوى دى.
په قران كريم كې راغلي دي: ”زموږ ځينې مسلمانان او ځينې نور بيا له حق څخه ليرې دي. هغه برخه چې مسلمانه شوې ده، د سيده لارې لټون كوي، خو هغه برخه چې له حق څخه ليرې ده، هغوى به د دوزخ د سون مواد وي، كه چېرې په سمه توګه ټينګ پاتې شي، په زياتو اوبو به يې خړوب كړو“. (جن سوره: ۱۴،۱۵او ۱۶مې ايې).
له دې ايت څخه داسې څرګندېږي، چې پېريان هم د انسانانو غوندې بېلابېلې بڼې لري، ځينې يې كافران، ځينې فاسقين، ځينې ظالمان او ځينې نور يې نېك كاره دي. دغه راز بېلابېلې عقيدې او دينونه هم لري.
په ”احقاق“ نومې سوره كې راغلي دي: حضرت رسول ص وروسته تر دې چې له مكې څخه طايف ته لاړ، خلك يې اسلام ته راوبلل، هېچا يې هم بلنې ته مثبت ځواب ورنه كړ. په راستنېدو كې يوې داسې سيمې ته ورسېد، چې ”د پېريانو كلى“ يې باله. شپه هورې پاتې شول او د الهي ايتونو  په تلاوت يې پيل وكړ. په دې وخت كې يوه ډله پېريانو د هغه غږ واورېد، كله چې هغه حضرت ص وزګار شو، پېريان د خپل قوم پر لوري شا ته شول او خپلې كتنې يې داسې بيان كړې:
”اى قومه! داسې يو كتاپ مو واورېد، چې تر موسى وروسته نازل شوى او منل شوى دى. دا كتاب د خلكو لارښوونه كوي“. (احقاق سوره: ۲۹او ۳۰مې ايې)
ايا پرښتې او شيطانان له پېريانو سره تړاو لري؟:
لكه څنګه چې وويل شول، د قران كريم پر بنسټ درې ژوندي موجودات: انسان، پرښته او پېرى عقل او شعور لري او د خداى ج د غوښتنې له مخې د نړۍ په صحنه كې راڅرګند شوي دي. خو په مستقل ډول د شيطان نوم نه دى ياد شوى، نو ځكه بايد شيطان يا د پرښتو له جنس څخه وي، يا هم د پېريو.
غوره به دا وي چې له قران كريم څخه مرسته وغواړو: ”كله چې مو پرښتو ته وويل چې د انسان سجده وكړي، له ابليس پرته- ټولو د سجدې سر ټيټ كړ“. (كهف سوره: ۵۰مه ايه).
دغه راز پاك خداى ص په قران كريم كې پرښتې سپېڅلې او له ګناهونو څخه پاكې ګڼي: ”پرښتو هېڅكله هم د خداى ج نافرماني نه ده كړې، دوى هغه كارونه كوي، چې ورسپارل شوي دي“. (تحريم سوره: ۶مه ايه).
د خداى له رسول ص څخه د يوه روايت له مخې: ”پرښتې له رڼا څخه پيدا شوي دي“، نو ابليس چې د خداى ج په درګاه كې يې لويه تېروتنه كړې، هېڅكله هم نه شي كولاى له پرښتو څخه وي. (كه څه هم پر ټولو اسنادو سربېره، د ديني پوهانو ترمنځ د شيطان د خلقت په ډول كې د نظر اختلاف شته).
شريره اروا څه ده او له پېري سره څه توپير لري؟:
پر بشري اثارو شوې څېړنې- دا ښيي چې انسانانو د خپل پيدايښت له پيله د خپل چاپېريال ټول توكي حس كړي دي. ان هغه موجودات يې هم وپېژندل، چې په دوى كې به يې وېره او وحشت رامنځته كاوه.
د ژبې او ليك په اختراع سره پر هرې قبيلې نوم كښېښوول شو، نو د خطرونو د له منځه وړلو لپاره يې اداب او تدابير زده كړل. دغه اداب له يوه نسل څخه بل ته ولېږدېدل. لكه څنګه چې تر دې مهاله په افريقا كې له دغو موجوداتو سره د اړيكو يا هم د هغوى د دفعې لپاره ځينې دودونه ژوندي دي.
د ساري په توګه په مسيحيت كې پېرى نيول- يوه اوږده سابقه لري، چې زياتو كشيشانو به ورته اقدام كاوه. هغوى په دې عقيده وو، چې شيطان د انسان په وجود كې د شيطان په بڼه ننوځي.
له مسلمانانو پرته- څه له پاسه ټول وګړي دا موجودات شريره اروا ګڼي او د له منځه وړلو لپاره يې پرځان ځانګړې عقيده لري. د ساري په ډول- اوسني اروپايان د يوه مذهبي سوچ له مخې كله چې پر واټ (سړك) روان وي، خپل لاسونه ښوروي، د دوى په اند په دې توګه د شريرې اروا له شر څخه په امان كې وي، يا هم د كال پر يوه ټاكلې ورځ ځينې ځانګړي مراسم ترسره كوي. په دې مراسمو كې زيات كسان له خپل عمل سره سم جامې اغوندي. خو د مسلمانانو په عقيده د طبيعت پټ موجودات يوازې پرښتې او پېريان دي. كله چې د انسان له بدن څخه اروا په بشپړه توګه ووځي، نو نه يوازې دغه اروا كوم ځواك نه لري، بلكې نه شي كولاى يوځل بيا پر هغه انسان واكمني وكړي. يوازې پاك خداى ج كولاى شي چې اروا ته ځواك وركړي. ”د اروا ارتباط“ نومي كتاب كې راغلي دي: ”پر انسانانو د اروا واكمنۍ ته پېرى نيول وايي، چې په حقيقت كې هماغه تسخير او تسلط دى“.
خو د دغې اصطلاح كارونه- په دوو علتونو غوره نه ګڼو. لومړى دا چې: پېرى داسې تورى دى، چې هوښيارو موجوداتو ته كارول كېږي، د يوه روايت له مخې دغه موجودات د شر پيدا كولو لپاره پيدا شوي. تل بدۍ كوي، حال دا چې د بدۍ لپاره هېڅ موجود هم نه پيدا كېږي.
د پاك خداى ج خوښه دا ده چې ټولو هوښيارو موجوداتو ته يې د ودې او بشپړتيا لار پرانيستې ده. ”د پېري نيولو اصطلاح په دې مانا كارول كېږي، چې د پېري له خوا د نيول شوي كس جسم د بلې اروا يا بل پېري له خوا ونيول شي، يانې په يوه بدن كې دوه ډوله سكونت، چې دا يوه استثناء ده. نه ځور او د دښمنۍ پېژندوى. ځكه د پېري نيولو اصطلاح په عام ډول موږ ته د منلو وړ نه ده“.
هغه څه چې له اوسنيو او نورو متونو څخه ښكاري دا دي، چې په نورو فرهنګونو كې د ”پېري“ تورى شته، خو په ټولنيز ډول يې شيطان، يا هم شريره اروا ګڼي. حال دا چې موږ مسلمانان په دې عقيده يو، چې په پېريو كې صالح او نېك عمله هم شته.
اسمعيل حسينزاده په خپل (سيماى جن) نومي كتاب كې داسې ليكي:
”كلونه وړاندې د اروا د حاضرولو مسئله زياته توده شوې وه. تر دې چې په دغسې مجلسونو كې دوو تنو ديني پوهانو هم برخه واخيستله. دوى دغه بهير له نژدې څخه وكوت. په بله غونډه كې يوه تن غوښتنه وكړه چې مېز  دې واړوي. (هغه مېز چې اروا به ورباندې حاضرېدله، پر مېز زيات توري ليكل شوي وو، پېريانو به په يوې اشارې سره مېز ښوراوه او پر يوه ټاكل شوي توري به درېدل) څرنګه چې دغه يوه پوه معنويت- او زياته پوهه لرله او له ناپېژندويه موجوداتو سره يې د غږېدو لارې چارې زده وې، مېز ته يې په هغو نومونو قسم وركړ، چې يوازې حضرت سليمان ع ته معلوم وو او په هغو نومونو يې پر پېريو مسخره كړې وه. پېريان يې وپوښتل: تاسې د انسانانو اروا ياست، كه د نورو موجوداتو؟ بيا يې د الفبې په لوستلو پيل وكړ، په پاى كې يې دا جمله واورېدله: زه پېرى يم“.
خلك دغه ډول په بېلابېلو بڼو له پېريو سره اړيكي نيسي... البته پېرى ورته ځان د يوه شخص اروا معرفي كوي او ځينې خلك په دې باور دي، چې د انسان له اروا سره يې اړيكي نيولي، په داسې حال كې چې زيات اړيكي يې له پېريانو او شيطان سره وي.
ايا پېريان ”علم غيب“ لري؟:
په پېري كې پټ شوي قابليتونه چې د هغه د خلقت ډول دى (لكه: له سترګو څخه پټوالى، په لنډ وخت كې ډېره فاصله لنډول او...) د انسانانو په ذهن كې دا تصور ژوندى كوي، چې دغه موجودات د غيب له نړۍ څخه خبر دي. البته له دې څخه هغه كسان هم خبر دي، چې له پېريانو سره اړيكي  نيسي، خو هغوى د ناوړې استفادې او د خلكو د تېرايستلو په موخه، پر دې باورونو پرده اچولې ده. حقيقت دا دى چې يوازې پاك خداى له غيب څخه خبر دى. لكه څنګه چې فرمايي: ”خداى ج پر غيب پوه دى، خپل غيب هېچا ته هم نه څرګندوي، يوازې يې هغو پيغمبرانو ته ښيي چې دى ج ترې خوشحاله وي“.
زيات ليدل شوي چې د اروا د حاضرولو په وخت كې، چې موږ يې د پېري حاضرول ګڼو، پېريان توانېدلي چې سم او وړ ځوابونه راكړي. دغه كار بايد د غيب د پوهې څرك ونه ګڼل شي. لكه څنګه چې پېريان په اسانۍ سره كولاى شي اوږدې فاصلې لنډې كړي، دوى كولاى شي له خپلو همډولو څخه د پېښو او بهيرونو په اړه پوښتنې- ګروېږنې وكړي او بيا يې اړوند كس ته ځواب وايي.
دوى له نورو امكاناتو څخه هم ګټه اوچتولاى شي، چې موږ ترې ناخبره يو. په هر حال، د غيب علم انسان او پېري ته نه شته، يوازې ځانګړو كسانو ته وركول كېږي، هغه هم د پاك خداى ج له لوري.
له پېريانو څخه وېره:
ايا موږ بايد له پېريانو ووېرېږو؟.
له هغوى څخه د خونديتوب لپاره بايد څه وكړو؟.
د ناپېژندويه موجوداتو په وړاندې د انسانانو غبرګون بېلابېل او د اټكل وړ نه دى. هغه عقيدې چې سينه په سينه او له يوه نسل څخه بل ته لېږدېدلې دي، تل پېريان ځوروونكي او د شر و فساد لاملين انځوروي. كه كومه نه رغېدونكې ناروغي پېښه شوې، يا هم ناوړه پېښه شوې، نو شيطان او پېري ته نسبت وركړل شوى دى. زيات رواني ناروغان، خپله ناروغي د ځينو موجوداتو د ليدلو له كبله ګڼي او د خپلو نورو ملګرو له خوا يې د پېري نيوونكي په نوم شهرت هم پيدا كړى دى. څرګنده خبره ده چې وېره، خواشيني او تر حد زيات خپګان د اروايي ګډوډيو او رواني ستونزو لامل ګرځي.
هو رښتيا! ايا داسې انسان شته چې له دغسې موجوداتو سره د مخامخېدو پر وخت يې زړه ته وېره لار ونه مومي؟ ايا موږ دا ټولې ستونزې پر پېريانو ورتپلاى شو؟ تاسو به هم له سپين ږيرو يا سپين سرو څخه اورېدلي وي، چې وايي: پېريان پلانكى كس نيسي.
كله چې په ليريو پرتو سيمو كې چا ته دغسې ستونزه پېښه شي، نو وايي چې پېريو نيولى دى. (كله- كله خو په داسې حالاتو كې يو پياز سپينوي، بيا يې د اخته كس پر زنګانه ږدي، هغوى وايي چې پېريان او شيطانان د پيازو د بوى له كبله تښتي او ناروغ كس ته نه شي نژدې كېدى).
حال دا چې نن د پوهې  په مرسته په زبات رسېدلې چې د ډېرو ناروغيو لامل ميكروب او ميكروسكوپي موجودات دي، دغه موجودات په يوه كمزوري بدن كې د زياتو ناروغيو د پيدايښت لامل ګرځي او پياز په روغتيايي لحاظ توانېدلى چې كله- كله له دغسې كسانو سره مرسته وكړي- بوى يې د شيطانانو او پېريانو مخه نه نيسي. اوس هم چې زيات كسان په ځينو ناروغيو اخته شي، كليوال يې د پېريو او شيطان شتون ګڼي.
ښايي د پېريانو له ځور څخه د خونديتوب تر ټولو غوره لار، د هغوى په باب د پوهې زياتوالى وي. ځكه پېرى هم د انسان په څېر ښه او بد لري، څرنګه چې د انسانانو ترمنځ ژوند كوي او شمېره يې هم تر انسانانو زياته ده، هرچا ته يې هم ليدل ناشوني نه دي، خو زيات اروايي تشويشونه او رواني ستونزې چې بدن ته هم سخت زيان لري، د دغو موجوداتو له كبله كېدى شي. خو له نېكو او صالحو پېريو سره د مخامخېدو له كبله انسان  ته ګټه هم رسېدى شي
.
دپيرِیانوّپه هکله ځيني خاطرې:
 
 
    
           
 
 
                        
                       
                                                   

                                                                         دايوه رښتينې کيسه ده : د ظاهرشاه باباپه وخت کې دلغمان ولايت دالینګار ولسوالۍ دشاهي په کلي کې د محمدعلم ماما په نوم يو دهقان چې دلغمان زیات کسان یې پېژني او دا کيسه یې ترې اوریدلې ده ما هم خپله ترې اوریدلې وه، ویل یې زه چې دچا  بزګر وم دلوی اختردقرباني له پاره یې له یوغرنۍ سیمې د ټګ په نوم د سېرلی د راوړلو له پاره پيسې را کړې وې زه له چرګ بانګ نه مخکې وخوځيدم يوځای چې غر اوګورځنګل اوډېرې زری لري تېریدم ګورم چې يو غټ پشيرلی وز دلته ګرځي ځان سره مې وويل راځه همدلته نږدې یې ونيسه د کو چيانو له رمې به پاتې شوی وي پيسې به هم تاته پاتې شي  په خوارۍ مې ونيوپه کښولو راپسې نه راتلو په دواږو اوږو مې راسپور کړاو مخ په کور روان شوم د یو څه منزله پس مې زړه کې را وګرځيدل چې دا به نر وي اوکّـنه؟ آهسته مې  خپل لاس ورتېرکړ، په بخښنې او مافۍ سره! چې په  خو ټويې زما منګول ډکـه شوه سمدلاسه یې وويل خوښې  د شوې؟!؟...
ژرمې وارتوه ځکه چې حيوان خوخبرې نه شي کولی! پښې زما تر غاړې راتاوې کړې وې اوپسې اوږدېدلې، اوږدېدلې ،او اوږدېدلې،،ژر مې کليمه ووېلې او خوشې یې کړم سړه لرې راباندې راغله او کورته مې ځان ورسوه بايد وويل شي چې دي يو قوي او زړه ور سړی ؤ
 داسې کيسې ما له ده، خپل پلا ر او نورومشرانو ډېرې اورېدلي دي خو ډېرې دلته نه لیکم که تاسو ګرانو لوستونکو ته هم داسې او يا دغو ته ورته دپېریان نورې کيسې معلومې وي دمهربانۍ له مخې يې ماته راؤلېږي چې ستاسو په خپل نوم یې خپرې کړم او راتلونکي کې يو کتاب ترې جوړ کړو ادرس په ويب بلاګ کې شته دی
- بېرته شاته