(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپیغلی شهلا د ژوند لنډه کیسه

       دیوي ایراني پیغلی شهلا د ژوند لنډه کیسه

د ولی محمدنورزی   : ژباړه

پر شو نډو یی د مسکا ترخي څپي خپری وي. چپه پښه یی په راسته پښه باندي  پرته وه ،د پلا ستکي چپلوکو ږغ یي د کوڅو د خلوت او چو پتیا  فضآ ما ته کړي وه ،او د زابل د کلو او بانډو  په منځ کی خلکو په غوږونو او ریدله ، کرار کرار کورته  رانژدې کیدله ، د غریبي احساس یي په بدن کی له ورا یه ښکاریدي. ګا مونه یی لړزیدل . نفس یی د حساب په شمار وو. هر څومره چه کورته نژ دې کیدله هغومره یی د احساس شیبه ډیریدله.د کور کیلې یی د دروازی قلف ته ور وا چوله او ور یي خلاص کړي، د لاسو نو بلګیدل یی لا ورک نه وو، چه کورته را ننوته، د کوټی در وازه یي خلا صه کړه د مور په لیدلو یی چه د کو ټي یو بغل ته  پرځمکه  لو ید لی وه ، او په خوله کی یی د سرو وینو  ځګونه ښکاریدل د لاس کڅوړه یی نا ببره پر ځمکه  ولویده او دمور وخواته یی ور منډه کړه. هغه  يي پر خپلو پښو سره بیره کښیښوه او سر یی  ځان ته را پورته کړي ، ولی هغې نور نفس  په بدن کي نه در لودي او ددي نړۍ نه يي کوچ کړی وو. او شهلا بی موره پا تی شوه اصلی کیسه: شهلا یوه نولس کلنه نجلۍ وه، قد يي ۱۶۵ سانتی متره، مشکي لنډ ویښتان، کمانې باڼو ګان، خمارې تورې سترګې، ښایسته قلمې پزه ، سري نازکي شونډي ، معصومانه صورت ، نازک لطیف پوست او بی الایشه ساده عادت يي درلودی . چه تل به  د عادت له مخي دمور و څنګ ته نا سته وه ، او دتیر او راتلونکي ژوند په باره کی به یی سوچ کا وه ، او ښکې به یی تویولي. شهلا په یوه متو سطه  غریبه کورني کي پیدا شوی وه،  او دکورني د پنځو او لادونو څخه منځنی  اولاد وو. فرخ او وحید  تر دی  مشران  اوزهره او سام  تر دی کشران  ول.پلار یی پخواه لا چه ځوان وو او د قمار او تاریاکو په مرض لا نه وو اخته شوي ، د کور جوړولو د ګچ یوه تکړه خټګر وو. اما کله چه د کار څخه وشړل شو د بیکاری او وزګاری له کبله د پیسو د نه لرلو په وجه د تاریاکو د معتادی په مرض اخته شو. دکور دروازی په یوه اړخ کی به  ناست وو، او دمیرمني دکار په پیسو یی چه دبل په کورونوکي به يي خواري کوله خپل د تاریاکو د ضرورت د اړ تیاوو  مصرف  او خرچه به ييٍ د میر مني څخه اخیستله

 
  د شهلا وړونه د کو څي  هغه خواته دوری دوری  د پلار په شان  سرګردانه ګرځیدل ، ولی د پیسو درک او پرک معلوم نه وو.  شهلا یواّځی د پنځم ټولګی پوري  زده کړه وکړه.وروسته د شهلا پلار دا مجبوره کړه  ،چه ددي  دمور یعني دده د میرمنی سره یو ځای د خلکو په کورني کارونو کي برخه واخلی او پیسي و ګټې تر څو ژوند  وکړي.
 یوه ورځ شهلا چه د ډوډی د پیدا کولو په خاطر د باندی وتلی وه ، نا ببره دیوه ځوان هلک بهمن سره مخا مخ شوه. بهمن د ۲۸  کالوعمر ځوان د شهلا مخا مخ ګاوندۍ وو او تل به یی شهلا ته د واده کولو غو ښتنه کوله . بهمن څو ځله د شهلا لپاره ددي کورته د مرکې لپاره را غلي وو.  ولی شهلا هیڅکله دی پخپل فکر کي د خپل را تلونکي ژوند ایدیال او وړ ملګرې نه ګاڼي. او هغه يی په رسمیت نه پیژانده . بهمن هم د شهلا څخه لا س نه اخیسته او خپله شیلګئ ته یی ادامه ور کوله. د شهلا لپاره یی ډول ډول مزاحمت کا وه او ددی لاره به یی څارله .  شهلا به همیشه د بهمن نه خپله لار بدلوله او دهغه خبرو ته  به يی هيڅ غوږ نه نیويبله ورځ شهلا کورته راغله او جامی یی بدلی کړي. دا ځکه په دغه ګړۍ یو بل څوک د شهلا دمرکي لپاره ددی کورته را تلونکی وو. شهلا د حمید څخه پو ښتنه وکړه  چه نن څوک زما د مرکی لپاره کورته را ځی حمید په قهقه خندا سره ځواب ور کړي. حتمآ ناصر کا کا بوټ خرڅونکي به وي. شهلا فکر وکړي چه حمید حتمآ ټو کي ور سره کوي .شپه تیا ره شوه  ، د مر کچیانو  میلمنو راتګ پیل شو، شهلا د چایو پطنوس د را غلو خواستګارو میلمنو لپاره تیار کړي او د میلمنو کو ټی ته را ننوته ،شهلا چه ستر ګي پر بوټ فروش ناصرکاکا ولګیدي. دستی  يي د لاسونو نه د چا یو پطنوس خطاسو او پر ځمکه ولویدي.  نا صرکاکا بله ښځه در لوده او که یی دهغی ښځي نه او لاد شوې وای نو د شهلا همزولی به وای.شهلا له ځا نه پو ښتنه وکړه چه ولی نا صر کاکا ددی د ِغو ښتني  هیله کوي. د شهلا پلار شهلا  د ځمکي څخه را پور ته کړه او په بغل کی یی کښینوله. د شهلا رنګ تک ژړ شو او دخبرو توان یی نه درلو دي.څو شیبی وروسته  شهلا  بي هو ښه شوه اود موراو وړونو په کمک  خپلی کو ټی ته ولیږدول شوه. تر څو تلف نه شي. څو شیبی ورو سته چه شهلا پرهو ښ راغله د مور او پلار د خبرو د جنجال څخه خبره شوه، چه د پلار د تار یاکو د محتاطی مصرف یی ډیر دي او مور يي هم د پخوا په شان کار نشی کولای ځکه د شکري او نفس تنګی مریضی ور سره همراه وه.  پلار یی ددووسوو تومنو په مقابل کی د ناصر بوټ خرڅونکي سره ددی  دنکاح او عقد وعده ور کړي وه ترڅو خپله لورد پیسو په مقا بل کي خر څه کړی.او ځان ته د تر یاکو د مصرف بیه برا بره کړي           د شهلا زړه ته ولویده چه پلار یی خا مخا د ناصرکاکا  سره ددی د نکاح تړون تړي ، د خپلی ګرانی مور کوچني خور او ورور محبت یی په زړه کی ځانګړی ځای در لودي . او د هغو ي هیریدل هم آسانه کار نه دي. ولی دحل لاره  یی هم  نشوای موندلاي چه څه وکړي او چیر ته به ولا ړه شي. بله ورځ بیا هم کله چه بهمن د شهلا د لاری مخی ته را غلي او غو ښتل يي د شهلا سره خبری وکړي. مګرشهلا هغه د پرون ورځی شهلا نه وه. د خپل کور مسکینی او غریبی چه د مور او پلارژوند یی په تیاره کی اچولی وو.او چار چار پیره  د غریبي او بی وزلي فضا نور ددوي ژوند بهیر تنګ کړی وو، د مجبوری نه و هر څه ته حا ضره وه.  په یوی پاکی مینی  پسی ګر ځیدله او د بهمن په سوچ کی شوه. چه دا خو د نا صرکاکا نه ښه دي او کیدای شی دده سره خپل ګډ ژوند پیل کړي.
 سمدلاسه د بهمن خواه ته ورغله او سلام یی ورته وکړي. بهمن چه هیڅکله یی د شهلا دداسی سلام انتظار نه در لودی په خو شا لیو کی په جاموکی نه ځا یدی او ډیرخو شاله شو.  دواړه په لار سره روان شول . شهلا نور بهمن دنفرت  په ستر ګو نه لیدي او هغه يي د خپل ځان د را تلونکی نیک مرغي وړ شخص او  منا سب سړۍ وبالي .
                  شهلا خپل مورته ولاړه او د بهمن ټوله کیسه یی ورته وکړه . ولی د شهلا مور د ستونځئ د آوارولو  بله چاره نه در لوده ، ځکه پلار یی  و ناصر بو ټ خرڅونکی ته د عقد او نکاح وعده ور کړي وه. د بهمن په او ریدلو سره د شهلا پلار د شهلا مور او شهلا دومره ووهل چه د پور ته کیدو توان یی نه در لودي. شهلا چه نو ر یی د وهلو او ټکولو  طاقت نه در لودي .د بهمن سره یی د کور ه د تښتیدلو لار او لیکه برابره کړه. څو دانی یادګاری عکسونه، خپلی لږ ذخیره پیسی او یوه حلقه د سروزرو ګو ته یی سره را ټول کړل او د شپه نا وخته بیله دي ده نه چه د مور ، خویندو او وړونوسره  خدای په امانی وکړي  په خوب کی يي ټوله مچ کړل او په سرو او ښکود بهمن سره په نا معلومه طرف ولاړه. تر څو د ناصر کا کا د جنجال څخه وژغورل شي
ټوله شپه یی د بهمن  سره ګام پر ګام د زابل د ښار په کو څوکي تیری کړي تر څو د سهار رو شنایی پیدا شوه، سمدستي د او تو بُس موټرونو غټ تم ځا ته ورغلل تر څو یوه بندر ته ځان ورسوی. او دهغه ځای نه دوبی ته ولاړشی. او خپل ګډ ژوند ته ادامه ورکړي. نیم ساعت وروسته  اتو بوس ودریدی او شهلا او بهمن دواړه لمړني مسافرول چه بسُ ته ور وختله اتو بوس نیم ساعت وروسته حر کت وکړي او دبندر پر لور روان شو. د ماښام پروخت بندر ته را ورسیدل او د یوه استوګنځئ په لټه کي شول  .کښته پور ته ګر ځیدل  یو سړي چه پر موټر سیکل سپور وو د شهلا او بهمن خواته نژدي راغلي او د شهلا دلاس خلته (کڅوړه) یی حمله وکړه او په بیړه ولاړي په خلته کي د شهلا ټوله هستی یعني نقدی پیسی، طلا او نور یاد ګارونه پراته وو. شهلا انتظار در لودی چه بهمن په خپله ځواني دومره نا زیدی باید په غلو پسی تیز ولاړسی او لږ څه چیغی اوناری ووهي ، ولی بهمن  په ډیری بی پر وايی سره ځان نا ګمانه وا چوي او هیڅ عکس العمل یی ونه ښودي. شهلا ته په زړه کي د بهمن د بی اعتمادي لږ څه شک پیدا شو. بهمن چه  د شهلا له خولی وواریدل چه ټول مدارک ، سامان او پیسی د شهلا د لا سه ولاړل نو ځان یی دوری دوری هلته او دلته  په ا یله خبرو تیراوي ، شهلا چه د غرمی او ما ښام ډوډۍ یی نه وه خوړلي سر یی پرله ګرځیدي او دخوب لپاره د یوه ګړي  ددمی غو ښتنه وکړه . بهمن او شهلا دواړه دیوه پارک خواه ته ولاړه او شهلا د بهمن پر اوږه سر ولګاوي او ویده شوه . هوا ګرمه وه لږلږ رو شنا یی را پیداشوه. یوه چا د شهلا پراوږه لاس کښیښودی او شهلا  را ویښه شوه  ،فکر یی کاوي چه دا بهمن دي ، ولی چه ګوری کومه بله نجلۍ یی مخی ته یی ولاړه ده . په ځير سره يي ورته وکتل او هغی ورته وویل چه بهمن نور دلته نشته او هغه ماته وویل چه زه ددی ځای څخه بل ځای ته ولاړم نو ځکه زه راغلم چه تا خبره کړم چه بهمن نور دلته نشته .ددی خبری په او ریدلو سره شهلا نو ره هم دیره خفه شوله او نه پو هیده چه څه وکړي او د بهمن د محبت کیسه یوا ځی د هوس او زرنګي لامل  وګر ځیدي. او خپل ځان ته یی تسلیت ور کاوې چه څه وکړی او چیرته ولاړه شي
 شقایق شل کلنه نجلی وه چه میانه قد  او اندام یی در لودی، ویښتان لنډ ، شنی سترګي .لنډ باڼو ګان ،کو چنی پزه، نازک نری شونډان د یوی ستړي او ستو مانه انسان په څیر یی د شهلا سره دهمدردی او کمک وعده وکړه او د شهلا نه یی وغو ښتل چه نور د خپل تیر شوی کیسی په فکر کی نه اوسی. او ځانته یو نوی ژوند پیل کړي. شهلا چه له کوره تښتیدله وه  او د باز ګشت تمه یی نه در لوده ، د ترس او هیبت په چورتونوکی ډوبه وه چه شقایق خپله د ژوند کیسه ور ته وکړه چه دا اوم او خام ژوند ډیری لوړي او ژوری لري او باید ور سره مقا بله وکړو ترڅو خپل ځانګړي هدف ته ورسیږو.په دی ترڅ کي شهلا د شقایق د تیر ژوند ستونځو ته غوږ ونیوی او دهغی کړاوونه یی د خپلو کړاوونونه ډیر وبلل  شقایق د خپل ژوند یو ه لنډه کیسه چه څه ډول په خارج کی د څو تنو هو سدارانو ښکار شوه او یوه هم ور باندی رحم ونه کړي ، او دایی هم هلته خو ښی کړه بیله دی چه د انسانی ترحم او همدردی احسا س ور سره وکړي . د ځان څخه يي لیره کړه ، ددی خبرو په او ریدلو سره شهلا لږ څه آرامه شوه او ځان یی د ځانګړیتوب کچکول ته وسپاری. چه ځه زه یواځی نه یم چه دا غمونه ګا لم.
شقایق شهلا ته نصیحت وکړی چه يواځینی لار داده چه بیرته کورته ولا ړه شي. او دخپل موراو پلار سره خپل ژوند ته ادامه ورکړي ولوکه هر څو نه سخته او ګرانه وي . شقایق  شهلا ته   داسی وویل چه بیله خپله کوره هیڅوک ستا د غم پروا نه کوي او دلته له منځه ځی. نو رد ی خپله خو ښه ده چه څه کوي. د شقایق خبری خلاصی شوی. نور نو شهلا په سوچ او فکر کی ډوبه وه  ،نه پو هیده چه څه وکړي او پر شقایق باندی اعتماد وکړی او که نه .وروسته له لږ چو پتیا نه د شقایق خبری یی د ځان په ګټه وبللی او دهغی سره همرازی شوه. شهلا او شقا یق دواړي سره ملی شولي  او د بندر وخواه ته و خو ځیدي. چه وا پس خپلي اصلی جونګړۍ ته ولاړی شي. ولی پیسی  یی نه درلودی چه د اتو بوس کرایه جبران کړي دسرک پرغاړه ودریدي او دلویی لاری موټرونوته یی لاس ور کاوه، ولی هر موټر چه به ودریدي دکرایی ِغوښتنه یی کوله شهلا او شقایقنه کرایه نه درلودله او نه یی هم د ډوډۍ خوړولو پیسی درلودي . ټولو ډریورانو بیله کرایه ددوي خبرو ته غوږ نه نیوي. په اخیر کی یو بار داره موټر ود ریدي او ددوي نه یی پو ښتنه وکړه چه چیری ځی دوی ورته وویل چه بندر ته ځو. ډریور چه پوه سو دوي پیسی نه لری نودواړو ته وویل چه راځی په یوه شرط تا سو تر بندره پوری رسولای شم چه زما  د هوس اړ تیاوی را پوره کړي. شقایق او شهلا دواړه هک پک حیراني شوی او بله چاره یی هم نه درلوره نو شقایق ډریورته را نژدی شوه او ورته یی وویل چه یواځی زما سره به کارلری ولی زما دملګری نه به لیری ګرځي.  دا ځګه چه  شقایق د ډیرو هو سناکو لخواه لا پخوا ښکار شوی وه په دی راضی شوه چه خپل ځان دکرایی په مقابل کي قر بانی کړي، او شهلا روغه رمټه خپل کورته ور سوي. ډریور ژر د مو ټر تر پال خلا ص کړي او دوي دواړي باری مو ټر ته ور پو رته شوي. شهلا چه څو ورځی یی خوب نه ووکړي وروسته له څو شیبو په خواږه خوب ویده شوه . کوم وخت چه را کښینسته ډریور او شقا یق نشته ورو سته له څو دقیقو هغوی دواړه راغلل  ډریورغو ښته چه شهلا ته هم لاس ور واچوي ولی د شهلا او شقایق د سخت غبر ګون سره مخامخ شو او نورآرام  پرخپل ځای کښینستي.
لمر د آسمان په منځ کی وواو سره ټکه غرمه وه چه د زابل بندر ته را ورسیدل ، شقایق او شهلا دواړي د تر پال شاته په مو ټر کي نه ښکا ریدي. د بندر مامورینو  د قاچاق د پلټنی په منظور د موټر ترپال پورته کړي او دوي مظلومی ښایسته نجونی یی ولیدي چه په موټر کی نا ستی دي ،او په ديره معصو مانه او عا جزانه توګه د زابل د بندر ما مورینو تو ګوری. د بندر مامورینو د ډریور په خبرو نور هم شک  پیداشو ، چه ولی هغه دوی ته په لمړي سرکی په دی باره  کي څه ونه ویل. ما مورینو نجلکي د مو ټر څخه را کښته کړي او خپل مشر ته یی چه حاجی نومیدي او  په جلا ټاکلی کو ټه کی ناست وو تسلیم کړلی. حاجی په عمر ۶۷ کلن پوخ سړی ،کو چنی ژیره، وحشت ناکه سترګي ، کو فته یی پزه ، کږه وږه خوله ، ژړ غا ښونه او لوړ قد يي درلودي  د نجونو په لیدلو سره یی و دوو خپلو سپا هیانو ته امر وکړی چه  نجلکي موټر ته واچوي. حاجی دوه سربازان ، شقایق او شهلا ټوله په دولتي موټر کی کښینستل او د نا معلومي پتي او ادرس پر خوا ولاړل.  څو ګړی وروسته یوه کورته را ورسیدل ، حاجی دکور دروازه په خپله کیله خلاصه کړه . په کور کی نور هیڅوک نه ښکاریدل. حاجی سربازانو ته  اشاره وکړه چه نجونی را وله  شقایق او شهلا دواړی حاجی ته نژدی را غلی . حاجی دوی ته وویل که چیری ښی نجونی یاست او زما دهوس  اړ تیاوی را پوره کړي نو زه مي جیل یا زندان ته نه لیږم او خوښی به می کم  ، او که دا کار نه کوی نو زه مجبور یم چه ستاسو سره بله معا مله وکړم. د شقایق او شهلا په رګونو کی د ترس او ویری احساس پیدا شو او دواړو ورته وویل چه دا کار نا شونی دی.  حاجی لمړی و شقا یق ته ور حمله کړه او هغه پر ځمکه وو هله ، شقایق خپلی مقابلی ته ادامه ورکوله او حاجی هم  ستړی شو چه څه په وکړي. نو ډیر ژر یی سر بازانو ته ږغ کړي چه  دا نجلی ستاسو شکاردي او هغه بلی کو ټی ته  یی بوزی. شهلا چه د حاجی او شقایق د جګړی میدان يي ولیدی بی هو ښه شوه. حاجی د شهلا خوا ته را غلی او ورته ویی ویل چه ځان بی هو ښه ما اچوه  پریږدم دی نه، که هر څه وکړي .حاجی پر شهلا باندی جنسي تعرض وکړی او بیا یی سر با زانو ته ږغ کړی چه دا د فاحشی لور خو با قیره  او انجلی وه. او تراو سه یی پوری  له چا سره نه دی کښیوتلی.کوم وخت چه شهلا پرهو ښ راغله شقایق نشته او حاجی او سر بازان هم تللی دي ولی ټولی کړکۍ او دروازی بندی دي . په ژړا او ساندو یی شروع وکړه او لا سونه یی و ټکول ولی هیڅوک نه ووچه ددی فریاد ته واوري او دي ته غوږ ونیسی او زړه  ته يي تسلیت ور کړي.
 د شپی نا وخته حا جی راغلی او در وازه یی خلا صه کړه کوم وخت چه یی ستر ګي پرشهلا ولګیدي  نو مخا مخ ور نژدی شو او ورته ویی ویل چه ته ښه نجلی یی او دوی میاشتي دي له ځانه سره ساتم.شهلا چه دخبرو توان او طاقت یی نه درلودي هک پک حیرانه شوه چه ددی ځناور او ظالم څخه څنګه ځان خلا ص کړي. حا جی شهلا ته وویل چه ستا ملګری می زندان ته وا ستوله .د زندان په باره کی لا وختی شقایق شهلا ته ویلی وه چه که یو ځل د زندان در وازی ته ورشی بیانو ډیره نا شونی ده چه د هغه ځای څخه را ووزي او هر څه به هلته در سره کیږي او غور به دی نه کیږي. شهلا ًغو ښته چه خو دکشی وکړي  او خپل ځان مړ کړي ولی د مور ، ورور او خور محبت یی ستر ګو ته دمګړی په یاد راتلی او دهغو ی ودیدن ته تږی او وږی وه. څو واره يي سوچ وکړی چه د حا جی څخه خپل انتقام واخلی ولی د حا جی د زور او طاقت توان یی نه در لودی. او دخپلی ملګری شقایق په سر نوشت پسی هم ډیره  پریشانه ښکا ریدله. یوه بله ورځ حاجی د کوم بلی نجلي سره کورته را غلی او شهلا ته یی وویل چه ستا ماموریت نور ختم شو او ځه ولاړه شه ته آزاده یی.
 شهلا چه په رګونو کی یی د خو شالی څپی له ورایه ښکاریدي د خپل کور خواته روانه شوه او په لار کی د بهمن سره مخا مخ شوه ، شهلا بیله دی چه څه ووایی پر بهمن یي د خولی ناڼی تو کړي او دکور در وازی ته را ورسیدله د دروازی په خلا صیدو سره یی خپله مور جانه ولیده چه په کټ کی پر ته او یوا ځی د ستر ګو په اشاره یی شهلا ته اشاره وکړه شهلا د مور په غیږ کی ولویده او دواړو سره وژړل وروسته شهلا خپل د غم او ځوریدلو ټوله کیسه مور ته وکړه. د شهلامور و شهلا ته  دکور ما لو مات ور کړه او ورته وویل کوم وخت چه ته ولاړی ستا ورور د تر یاکو په تور زاندانی شول پلار دی د محتا طی نه ډیر مریض  او مړ شو ستا کشره خور زهره می ناصر بوټ فروش ته ور کړه او ستا کوچنی خور او ورور ددی ځای لیری ولاړل او دواړه یو ځای او سیږ ي او خپل  فقیری ژوند ته ادامه ورکوي. شهلا د خپلی مور ددارو او درمل په خا طر دوا خانی ته ولاړه ، وروسته چه کورته راغله مور یی په دي دنیا کی نه وه او د ابد لپاره د شهلا له ستر ګو څخه ولاړه. سړه  وړه پر ځمکه لکه  یخی پرته وه.  شهلا د ځان سره په چورتونو اوسوچونو کی غرقه شوه او فکر یی وکړی چه اوس به څه وکړي  او چیر ته و لاړه شي. په دی فکر کی
وه، که چیري د کوره نه وای تښتیدلی او س به یی مور ژوندی وای او وړونه او خوندی به یی هم آرامه وای. په دی چورتونو کی ډو به  وه ،چه د شیطان مشوری ته ور نژدی شوه او په چاقو یی د خپل نازک بدن رګونه پریکړه او دحق لار ته یی ځان وروسپاري. موراو شهلا یی دواړه د پلار ترڅنګ ښخ کړل او په سبا د حاجی له قو له د ځایی ورځپاني اخبار په سر کی داسی راغلی ووه :چه مور او لور په خپل منځ کی د بد لمنۍ  په جګړه کی ځا نونه  له لاسه
 ور کړه او شهلا ځان مرګۍ او خود کشی وکړه .  دا ځکه چه شهلا د یوي فاحشي لور وه
  پای
- بېرته شاته