(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راځئ له ګلونو څخه غونچه جوړه کړو

لیګ: علم ګل سحر
څو کاله کیږي چې کلنیو مشاعرو ته موپام شوی دی اوس نږدې په ټولو ولایتونو کې کلنۍ مشاعرې رواج دي له هغې جملې څخه په کندهار کې د انار ګل کلنۍ مشاعره، په پکتیا کې نښتر کلنۍ مشاعره، په زابل کې بادام ګل کلنۍ مشاعره، په وردګو او میدان کې مڼې ګل کلنۍ مشاعره، په خوست کې چنار کلنۍ مشاعره، په لوګر کې سنځل ګل کلنۍ مشاعره، په ننګرهار کې نارنج ګل کلنۍ مشاعره، په کابل کې درحمان بابا پسرلنۍ کلنۍ مشاعره، دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر له خوا رڼا کلنۍ مشاعره، په هلمند کې هلمند سیند کلنۍ مشاعره، په کنړ کې کنړ سیند کلنۍ مشاعره، په هرات کې هریوا کلنۍ مشاعره، په کندز کې ریدي ګل کلنۍ مشاعره، همدغسې په بلخ، فراه، بادغیس، ارزګان، پکتیکا، غزني او نورو ولایتونو کې کلنۍ مشاعرې په بیلابیلو نومونو جوړیږي یا د جوړیدو په حال کې دي په هغو ولایتونو کې چې نشته یو شمیر لیکوال په طنز وایي چې نور داسې ګل او داسې مناسب نوم پاتې نه دی چې په هغه نامه خپله کلنۍ مشاعره ونوموي.
دغو مشاعرو ته چې نږدې ټولې یې دپسرلي په موسم کې یو بل ته په نږدې وختونو کې جوړیږي دهیواد له ډیرو ولایتونو او پښتونخوا څخه شاعران راځي. آن ځینې وخت خو په یوه اوونۍ کې په دوو دریو ولایتونو کې هم مشاعرې جوړې شوې دي.ددغو مشاعرو یوه ګټه  داده چې دمختلیفو سیمو شاعران یو ځای را ټولیږي یو دبل له تجربو خبریږي او دیوې سیمې او بلې سیمې کلتوري تجربې سره تبادله کیږي.ددې ترڅنګ ډیر داسې کسان چې شاعران نه دي دغو مشاعرو ته راځي او دشاعرانو شعرونه اوري
خو ددې تر څنګ دومره زیاتې کلنۍ مشاعرې په دې کمیت او لګښت چې اوس پکې کیږي ډیرې ستونزې هم لري چې ځینې یې دلته یادوو:
لومړی امنیتي ستونزې دي چې په دې شرایطو کې مختلیفو سیمو ته دهیوادو دنورو سیمو د شاعرانو او لیکوالو تګ راتګ له خطرونو خالي نه دي.
دغه مشاعرې دکمیت له مخې ښې خو دکیفیت له مخې یې خونده نه معلومیږي زیاتره وخت په داسې مشاعرو کې داسې شعرونه ډیر لوستل کیږي او ډیر هرکلی یې کیږي چې شعر نه بلکې تش شعارونه وي او ډیر کله د کنځلو سطحې ته هم را ټیټیږي. هغه کسان چې نوي شعر ته مخه کوي فکر کوي چې شعر نو همداسې وي او په پایله کې زموږ شعر او ادب ته دګټې پر ځای زیان رسیږي.
په دغو مشاعرو کې زیات لګښتونه کیږي .
کله کله په دغو مشاعرو کې داسې شعرونه هم لوستل کیږي چې اوریدونکی جګړي ته پرې لمسول کیدای شي.په نتیجه کې زموږ په جګړه ځپلي او سولې ته تږي وطن کې تاوتریخوالي لا زیاتیږي.
له دې مخې وړاندیز کیږي:
پخوا موږ یوازې درحمان بابا پسرلنۍ مشاعره او دنارنج ګل مشاعره لرله، لازمه ده دغه مشاعرې محدودي او یوازې د ولایتونو په سطحه جوړې شي. دپکتیا لیکوالو سږ کال دا نوښت وکړ دوی نیت لري دنښتر مشاعره دنورو میاشتنیو غونډو په څیر یوازې د پکتیا دشاعرانو په ګډون جوړه کړي پر ځای یې هغه پیسې چې ددې مشاعرې لپاره راټولې شوې دي د کتابونو په چاپ او ویشلو ولګوي، هیله ده زموږ نورې ټولنې هم په دې برخه کې فکر وکړي دغه پیسې او انرژي په داسې یوه کار ولګوي چې زموږ خلکو ته همیشنۍ ګټه ولري.
کیدای شي ددغو مشاعرو په اوسنیو لګښتونو علمي سیمینارونه او نورې ګټورې غونډې جوړې او ګټور کتابونه او مجلې ورباندې چاپ شي.
په کار ده یوازې په کابل کې درحمان بابا پسرلنۍ مشاعره، دنارنج ګل میله او مشاعره دمیرمن بهیر له خوا درڼا مشاعره او په یوه نیم بل ولایت کې یوه یا دوه مشاعرې په اوسنۍ کچه جوړې شي.او دغه مشاعرې هم باید داوس په څیر نه وي چې یوازې دپسرلي په موسم کې جوړې شي بلکې دکال په مختلیفو میاشتو کې زموږ شاعران او لیکوال باید ددې چانس ولري چې له یوبل سره وګوري.
دافغان کلتوري ټولنو جرګه چې دنورو دندو ترڅنګ د افغان کلتوري ټولنو د همغږي لپاره جوړه شوې ده باید په دې موضوع فکر وکړي او د ولایتونو دکلتوري ټولنو په مشوره لازمه پریکړه وکړي.
اوس کیدای شي ددغو اوسنیو ډیرو مشاعرو پر ځای هغو سیمو ته توجه وشي چې هلته کلتوري ټولنې نشته او دا ډول مشاعرې نه کیږي د بیلګې په توګه دپروان ولایت شاعران غواړي چې دګلغونډۍ په نوم په پروان کې او دکابل دشمال فرهنګیان او ادب دوستان نیت لري په فرزه یا استالف کې مشاعره جوړه کړي له داسې سیمو سره باید مرسته وشي او دپښتوشعر او ادب وړانګې هغو سیمو ته ور سیږي چې لا نه دي ورسیدلې.
او وروستۍ خبر داچې راځﺉ چې له دې ډیرو ګلانو څخه یوه غونچه جوړه کړو هغه داسې چې اوسنۍ مشاعرې دې د ولایتونو په سطحه بې له کوم لګښته دهماغې سیمې دشاعرانو او خلکو په ګډون جوړیږي خو موږ دهیواد ټول شاعران او لیکوال هر کال یو کلنی ادبي فستیوال جوړ کړو کټ مټ لکه یو وخت چې ګویته انستیوت جوړاوو.
په دې ادبي جشن کې دې دهیواد ټول لیکوال او شاعران برخه اخلي ،کیدای شي دوه یا دری ورځې دوام وکړي. دګډو مشاعرو ترڅنګ نورې برخې اوسیکشونونه هم ولري او دجشن تر څنګ موږ پخپلو ادبیاتو ، ستونزو او لارو چارو هم بحثونه ولرو.
کیدای شي په دې ادبي فستیوال کې دکال غوره شعرونه، غوره داستانونه، غوره ناولونه او په بیلابیلو برخو کې غوره کتابونه او دکال غوره فرهنګیال یا فرهنګیالان هم وټاکو.په همدغه فستیوال کې دادبیاتو دودې په لارو چارو بحثونه ولرو او کلني پلانونه په ګډه سره طرحه او تطبیق کړو.
پر همدې موضوع ټولو قدرمنو لیکوالو ته دبحث بلنه ورکوم که څوک راسره موافق وي راځﺉ چې پیل کړو راځﺉ له ګلونو څخه غونچه جوړه کړو.
اخستونځی:خدمتګار ورځپاڼه ؛ رالیږنه: سلیم خان باجوړی
- بېرته شاته