(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرکڼې

ګله ستا په زیړ رنګ کښې مې د چا زیړ رنګ ولیدهدانه يېتیغی شې--ډنډر شې--غوټۍ شې--او –اواوبه یم--غوښه شم--هډوکی شم--وجود شم--اواوښایسته يې په پرخه مخ اوینځېچې نظر وکړې نو وجود دې د غنچې برخه ويخپله کوړمه وپيژنې--او د سپرلي باد ته وږمې بخښېښایسته یم--د شعور په درشل چې قدم کیږدمنو د کور خلک او خپلوان وپيژنم--او 
د ژوند په ښکلا نړۍ ته ځلا بخښم----
سپرلی لاړشي---په پاڼو دې تور داغونه ولګي--د هر راختونکي نمر سره دې وجود په وچیدو شي--یوه یوه پاڼه دې بې وفاي کوي-او-او-وچ شې-ورژیږې-خو د خپل چاودليزړه نه په زمکه د راتلونکي سپرلي د پاره څو زړي وشیند  ځواني لاړه شي--ویښته مې سپین شي-په مخ کښې کوتونه جوړ شي-مرضونه مې راګیر کړي-ملګري مې یو یو فنا کیږي--او-او-د اولاد په شکل کښې د نړۍ د راتلونکو هنګامو د پاره خپلې
نخښې پریګدمښکلي ګله---ښکلي ګله-----اوس خو خبر شوې چې په تاکښې زه یم-او په ما کښې ته يې--څومره لنډ ژوند لرو--چې د چاپیرچل سره اشنا کیږو----نو فنا کیږو
دا څه چکر دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ددې تماشې تماشبین خبر دی چې دا تماشه د څه د پاره ده--او ددې تماشې مداري او شادوګی
به ترڅو لوبوي؟؟؟؟
او د بلې لو يې تماشې د ورځې نمر به کله راخیژوي
عندلیب
دیر تالاش
 
ګډې وډې

نه دې خوندونه په خندا کښې شته دی
نه مې دردونه په ژړا کښې شته دی

 
هم اوبه ډیرې دي هم تندې ډیرې
اوس هم حسین په کربلا کښې شته دی

 
ښکته وي نیغه او په سر کښې کږه
د بوډا عکس په همسا کښې شته دی

 
څه له اسمانه راکوزیږي خو نه
د قام راهبر په ما او تا کښې شته دی

 
په خیمو نه راځي ماڼۍ ځلوي
خدایه تیاره دې په رڼا کښې شته دی

 
دا سیمه خوره په احتیاط احتیاط
دلته هډوکی په حلوا کښې شته دی

 
د حورو ذکر د شرابو فکر
مستي په رند هم په ملا کښې شته دی

 
زه ډیراني یم ډیرانونه ګورم
کان د یاقوتو مې په خوا کښې شته دی

 
ته ورته مه وایه راځي عندلیب
دا کمزوري دې په لالا کښې شته دی
- بېرته شاته