(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعوت ۲۳۰ ګڼه له چاپه راووته

دعوت پر له پسې ۲۳۰ مه ګڼه خپره او له چاپه راووته
 
د دعوت د ملي او خپلواکې پښتو خپرونې وروستۍ پرله پسې ۲۳۰مه ګڼه په ۳۲ مخونو کې چاپ او خپره شوه چې په لاندې سرلېکنو ښکلې شوې ده.
·         د خښتې پریمنځل، د افغانستان د جوړونې بهرنۍ نسخه-  ډاکتر محمد فرید بزګر
·         استاد تره کی د ددعوت د ادارې سره په مهمه  او  هراړخیزه تفصیلي مرکه کې: په خواشینۍ سره باید ووایو چې پښتانه د خپل نن او پرون سیاسي مشرتابه د ګناهونو کفاره کورنیو او بهرنیو دښمنانو ته ورکوي
·         افغانستان کې بیلتون پالنه )وروستۍ برخه(  - غلام جیلاني ځواک
·         کتاب: افغانستان : رښتیا پلټنه د امریکایی لوړنومي لیکوال بروس ریچارډسن د دروند قلم ملغلرې چې د شمالي ټلوالې د مشر احمد شاه مسعود په اړه پکې ډیر اسناد بربنډ شوی او د دغې ډلې اصلي څیره یی د اسناد او کره ثبوتونو په رڼا کې لوڅه کړې ده. دا خورا تاریخې مهم کتاب  ښاغلی رحمت اریا پښتو ته ژباړلی او د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز له خوا چاپ او خپور شوی دی. مینه وال یی د دعوت د ادارې نه اخیستی شی.
·         ایران در تلاش دستیابی به غنایم سیاسی جنګ ضد شوروی در افغانستان )کانفرانس سه جانبه( قسمت دوم  -  دوکتور م، ع، روستار تره کي
·         د وژلو ټيم مریکایی وژونکې ډله د عکسونو او تشریح سره. چې لومړی المانې مجلې شپیګل او بیا امریکایی مجلې  رولنګ سټون خپلاره کړی وو چې اوس دعوت لومړنۍ افغاني خپرونه ده چې دا ټول عکسونه او د بیګناه افغانانو د وژنو پوره داستان خپروي. )د لومړي ځل له پاره(
 
انګلیسي برخه:
·         Partition: Socio/Politico Engineering, Induced Dispossession - by Bruce G. Richardson
·         The Kill Team - How U.S. soldiers in Afghanistan murdered innocent civilains and mutilated their corpses – and how their officers faild to stop them. Plus: An exclusive look at the war crime photos censored by the Pentagon
·         The Kill Team Pictures….
 
 
     د سرليکنې پر ځای   
پښتو، پښتانه او د مسئولیت احساس
پښتانه د سیمې تر ټولو لوی او لرغونی قوم دی چې لویه برخه یې په نني افغانستان او پښتونستان یا په لوی افغانستان کې میشت دی.
خو د دې سره چې دا د سمیې تر ټولو لوی قوم دی خو بیا هم د ډول ډول ستونزو سره مخ دی چې دا ستونزې د ژبني هویت، ژبنې محکومیت او حتی تر عام وژنې پورې رسیږي.
د پښتون ژبه، محکومه او خپله پښتون هم محکوم او د واکه بېواکه دی.
پښتون هم اور بلونکی دی او هم د اور لرګی، هم ترهګر دی او د ترهګرو قربانې
خبره به نه اوږدوم په دې خو ټول پوه او یوه خوله یو چې پښتانه د تاریخ په دې حساسه مرحله کې د یو ستر ازمیښت سره مخ دی. څه باید وکړو؟
ښاغلی سربلند خان د یو څه ستونزو اسانه حل په دې ډول په ګوته کوي:
-که په افغانستان کې پښتانه د يو بل مخې ته ونه درېږي نو د پښتنو په وړاندې شته ستونزې به نه وي او نه به په راتلونکي کې را پيدا شي.
- پښتنو ته په کار ده چې چېرته وي هلته په خپلو منځونو او له هر چا سره چې مخامخ کېږي په پښتو ژبه خبرې وکړي. ډېر داسې پښتانه شته چې په کابل ښار، مزار شريف، کندوز، تخار، بغلان، هرات، فراه او نورو ولايتونو کې چې کله هم له چا سره مخامخ کېږي نو بيا په نورو ژبو باندې غږېږي. دوي باندي چا زور راوړى چې خپله ژبه پرېږدي او په نورو ببولالو سر شي؟.
- په دفترونو کې پښتانه لومړى په بله ژبه پيل کوي چې دغه يې ډېره ستره کمزوري ده. د افغانستان د نافذ قانون له مخې پښتو ژبه يوه رسمي ژبه ده نو پښتانه بايد په خپله ژبه رسمي مکتوبونه، ليکونه او نور اسناد برابر کړي. ددوي په وړاندې هيڅ کوم قانوني خنډ نشته يواځې د دوي جرئت او زړورتيا ته اړتيا ده.
-که پښتون په خپله ژبه ليکل وکړي او خپل ټول ليکونه، بلن ليکونه او نور اسناد په پښتو وليکي نو په دې صورت کې به د پښتون شتون او هويت په ټولنه او په تېره بيا په دې سيمه کې وځلېږي. که پښتانه نورو ته لاس تر زنې کښيني نو هغوى به يې هيڅکله هم وړاندې تګ تر پرینږديپه نورو خو هسې هم پښتو ښه نه لګېږي.
 
د دعوت پوستي پته:
Dawat,
P.O.Box 289, 2001 Lillestrom, Norway
 tel. +47-63844384  mobil. +47-90856195
د دعوت د بریښنالیک پته:
[email protected]
د دعوت د انترنت پته:
www.dawat.no
 
 يادونه: په خپل ګډون سره د عوت همیشني لوستونکي شۍ.
خپله د ګډون ونډه د پوست او هم د بانک د لارې د دعوت په پته رالیږلی شۍ
د دعوت بله ګڼه د چاپ لاندې ده.
 
په پښتونخوا کې د دعوت مینه وال د پيښور په خیبر بازار  کې د مکتبه سرحد نه کولای شي  دعوت لاس ته راوړي
 
د لوی افغانستان نړۍ وال پښتو ټلویزیون خوب که حقیقت ؟
 
پښتو ټلويزيون ولې او د چا له پاره!؟
غواړﺉ چې پخپله ژبه ټلويزيون ولرۍ؟
 
پښتانه، کلونه کلونه کېږي چې  د خپل  پلرني هیواد دننه او بهر، له یوې وژونکې خاموشۍ سره مخ  دي؛  لا هم کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی؛
پښتانه د سیمې او نړۍ د نورو قومونو په پرتله،  د نورو ټولنیزو او اقتصادي ستونځو په څنګ کې،  د رادیو، ټلویزیون ، ورځپاڼو او مجلو د غټې کولتوري ستونځې سره هم مخامخ دي .  پښتانه، په دې برخه کې، د سیمې د غیر پښتنو په پرتله لا ډېر پاتې دي؛
پښتانه په تبلیغاتي ډګر کې ورځ په ورځ لا پسې وروسته پاتې کیږي؛
پښتانه د رسنیو له پیاوړي ځواکه بې برخې دی؛ راځۍ چې له خپلو خلکو سره په خپله ژبه خبرې وکړو؛
راځۍ چې نړیوال  له خپلو دردونو او د خپل هېواد له رښتینو پیښو نه خبر کړو؛
راځې چې خوږه ژبه، پښتو، د رسنیو په نړیوال ډګر کې د لیکلو، ویلو، لیدلو او اوریدلو جوګه کړو؛
راځۍ چې خپلو بچیانو ته په هسکه غړۍ ووایو چې دا ټلویزیون ستا د مور، ستاد پلار  او ستا د ولس په ژبه دی؛                    
د پښتنو غږ په ملی او نړیوال کچ نه اوریدل کیږي؛ لږ فکر په کار دی، آخر ولې!
یواځې دا موږ پښتانه د وروستیو درې لسیزو د جګړو قرباني یو؛ لږ  سوچ په کار دي، دا ولې!؟
سړه جګړه وګټله موږ پښتنو،  خو برخه شوه د نورو!
په دې خپل ګرېوان کې سر ښکته کړﺉ!
د دعوت اداره د خپلو نه ستړې کیدونکو هلو ځلو، څیړنو او پلټنو په پای کې په دې وتوانېده چې له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره، د انترنت له لارې او هغه هم په ارزانه بیه د یوه ژوندي تلویزیون د جوړېدوخبره پخه کړي!  چې باید د قرارداد د لیکلو سره جوخت ورته ۱۰۰۰۰ لس زره یورو ورکړل شي تر څو د درې میاشتو په موده کې دا پروژه بشپړه کړي.
د ټلویزون پروګرامونه به په ډیرې اسانۍ د نړۍ له هر هیواد او  هر ځای نه چلیدای،خپریدای شياو لیدل کیدای شي؛ له  روسیي نه نیولې تر نوي زیلاند او استرالیا پورې، له کاناډا نه نیولې تر  چيلي او ارجانتین پورې او له ناروې نه نیولې تر جنوبي افریقا  اول چین او جاپا تر امریکې پورې په ژوندۍ بڼه لیدل کېږي؛
د لوی افغانستان ټلویزیون، چېرته چې انترنت شته، هلته ستاسو ملګری دی؛
مینه وال له کمپیوټر پرته د ځانګړو سامان آلاتو، د ساري په توګه جادو  باکس، نه په ګټې آخیستو سره ټلویزیون په ډېرې آسانۍ لیدلی شی!
د ټلویزیون مرکز  اوس اوس په ناروې  کې دی، له جوړیدو وروسته شونې ده بل هېواد ته یوړل شي؛
د ټلویزیون د مشرۍ جرګه :
د تلویزیون د مشریزې پینځه کسیزه جرګه ګۍ په ناروې کې ده؛
نړیواله مشورتي جرګه:
تلویزیون، د چارو د لا ښه سمون له پاره، یوه نړیواله  لس کسیزه مشوره تي جرګه ګئ هم لری؛
چې د هېواد وتلي، منلې ملي او پاک هېوادول چې د هر افغان او پښتون له پاره سره لوړي ده پکې راغونډ دي.
د ټلویزیون ژبه :
د دې ټلویزیوني چینل رسمي ژبه پښتو ده .
د لوی افغانستان ټلویزیون بې پرې او د هېواد له هیڅ یوې سیاسي  ډلې سره تړاو نلري؛
 د لوی افغانستان ټلویزیون یوازې  د خپل پښتون ولس له پاره او یوازې د همدې میړني اولس استازیتوب کوي؛
د خپل پښتون ولس مرستې او چوپړ ته راودانګۍ، د خپلې خوږې او بې وسه پښتو ژبې پرمختګ ته ملاوتړﺉ؛
په خبرو نه کیږي، عمل په کار دی؛  هر څوک چې خپلې ژبې او خپل ولس ته کار کوي، ورسره شۍ، ملا یې وتړﺉ!
د لوی افغانستان ټلویزیون یوه ګډه ملي هڅه ده : د هیچا نه دي، د هر چا دی؛ د واک  دعوه یې نه کوو، موږ یې د چلولو درانه ملي مسؤلیت ته غاړه ایښې!
که د جګړې اور مړ نکړای شو، د پښتنو د درد او مظلومیت غږ خو به ، لږ تر لږه، نورو ته  ورسوو!           
که داسې فکر وګڼو:
که هر پښتون او پښتنه تر خپله وسه مالي مرسته وکړي
 ایا بیا به دا پښتنو ته ممکنه نه وي چې خپل یو ټلویزیوني چینل نه بلکه چینلونه ولري خو که ځان وخوځوي او لږ حرکت وکړي
زموږ سره ستاسو مرستې او تاسو څه کولای شۍ!؟
هر افغان ، هر پښتون، هره پښتنه تر خپله وسه کولای شي په دې ملي رسالت کې له بېلابېلو لارو مرسته وکړي :
تر هر څه مخکې په لومړي قدم کې مالي مرستې
عاجله مالي مرسته، د خپل وس او توان په اندازه؛
په خپلو پښو باندې د ټلویزیون تر درېدو پورې پرله پسې مرسته
تخنیکي مرسته ؛د پروګرامونو د جوړولو مرسته؛
د پروګرامونو د چلولو او لا ښه کولو او نوم غوره کولو مرسته؛  هر اړخیزې )ټلویزیوني( مرستې؛
ویدیوي، ډیزاین او ګرافیکې مرستې؛
د ملي سوداګرو اعلانونه، له ټلویزیون سره د هغوی د مالي مرستو په بدل کې، له همدا اوسه، کېدای شي د یوه کال لپاره په وړیا ډول خپاره شي!
په خپل ښار او هیواد کې د لوی افغانستان  ټلویزیون د استازیتوب  له پاره ملا وتړﺉ، دوستان، ملګري او خپلوان راغونډ او د ټلویزیون سره د مرستې هڅه وکړۍ
د ټلویزیون ادارې ته خپله لنډه سوانح او یو انځور  را واستوﺉ!
ملا وتړﺉ؛ د دې ملي ارمان په تر سره کولو کې مو یوازې مه پریږدي!   
پوستي پته:
Dawat,
P.O.Box 289,
2001 Lillestrom,
Norway.
 
د تلیفون شمیرې او بریښنالیک :
Tel. +47.63844384
Mobil. +47-90856195,
www.dawat.no
 [email protected]
بانکي پته:
Postbanken, AC# 0530 2294668
BIC (SWIFT-adresse): DNBANOKKXXX
A/C for international payments:
NO15 0530 2294 668
 
خپلې مرستې د بانک په څنګ کې د راجستر پوست او ویسټرن یونین له لارې هم رالیږلای شۍ
Western Union
Mohammed Tariq Bazger
د مرستو له رارسیدو سره سم به د مننې سند درواستول شي
 
په دې اړه خپل نظرونه او وړانديزونه  له موږ سره شريک کړﺉ او دا پيغام هر پښتون او پښتنې ته ورسوئ . مننه
- بېرته شاته