(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کاپرکوله ټــا (تور مخی)

لـنـډ داستان

لیک: ظـفـرخان « اهتمام»

  په یوه سیمه کې ديو دین خلکوپه یو موسم کې دوې بیلې بیلې هيلې درلودې،دې هیلويوې له بلې څخه ډېر توپير درلود، توپير د ځمکی له تل څخه د اسمان تر څنډو رسېده .
هوکی ! توپیر ، د ځمکی د مخ د برخو په سر توپـیر!!
د ځمکی په مخ د ویش دا کرښې د ازل لیکې کښلی وی چی دچاپه برخه ډاګونه، للمې،اوبې اوبو کاړونه  او دچا په برخه هم اواری ، اوی دوه فصله او د سین تر غاړېپه لویو لویو ویالو سپرېاو پرتېځمکېوې.
د ازل د لیک د توپیر په بحث خپله غاړه نه بندوم ، خو کوم څه چې د اریانتیا سبب ګرځیدل ، هغه په یوه سیمه کېد دووبېلوهیلو،دعاوواوغوښتونو توپیرؤ د لوی څښتن (ج) څخه . د وچو سیموخلکوبه څاروی حلال کړل ، دېګونه به بار وو خیراتونه يی کول ، دبارانونو غوښتنه او دعاوی ...!
مګر دسمې دخلکو د سیند نه د رابېلو شووویالوسربندونه ، د خوړونو مرنډونه او باريې به يیپه سېلاوونړولی ویالی به ډکی شوېپه اونیو اونیو به کـټېريان بزګر د هغوی په جوړېدو او پاکولو د خپل اصلی کارڅخه وتل ، ځکه يې نو دعُاوی کولی.کاپرکوله ټا ( تورمخی ) يې په بامونودرول او د  بارانو دبندېدو غوښتنه يې کوله . دعاوی ډیر لږ قبلېږي او پاک خدای (ج)هغه ذات دی ، چی په خپلو کارونو ډیر ښه پوهېږی ، خو انسانان هم په هیله ژوند کوی د هیلو په رڼا کی د ستونزواوتورتمونوزغم ګالي، په ټینګ هوډ او ایمان د ژوند په ربړو د بریاوو لاره پرانيستل لټـوي، خو دلوی ذات (ج) په نعمتونواوښېګـڼو يې د بسنې توک يې په ژوند کی ناشونې پیداوار دی .
د اوړی موسم ؤ د لمر دګرمو وړانګو جلوه د ټټنګونوپه سرغبرګېده ، د وچو سیمو للمی فصلونه او ډاګې ګلان او بوټييېګونځېکړي وو او نیم ځانه پاتی وو د خلکو خیراتونه اودعاوی د څښتن (ج) په دربار کی قبلوې شوې په شیبو شیبو بارانونهؤاورېدل سیمې او ځمکی يې خړوبه کړی ډاګونه زرغون شول رودونه او وچ ناونه و بهېدل په خوړونو کی په هفتو هفتو اوبه روانی وې ، خو له دی سره يې ډیرېویالې،کورونه او خلک لاندېکړل ډیرو خلکو ته يې غم ، سرخوږياو کړاونه وزېږول دللمو(وچو)سیمو خلک يې خوشحاله خو قانع نه کړل ، د وچوسیمو یو سپین ږیريپه داسی حال کی چی د خوشحالۍمُسکا يې په شونډو خپره وه وویل:يارهباران ښه وه خو زړه به می هغه وخت یخ کړيچی په چور (تور) کاڼی کی ګوتېننوځي...
څو اونی پسبیاد غرونو په څوکو د اسمان په غیږه کی خړچکو وریځود لمر مخ پټ کړی ؤ، د اسمان غړزیدو د بریښناوودځغاستې او دباد شیوس د ویالود بیاډکېدو تورم غږوه ، بېـوزلو بزګرانو ته يې د کـټېر د ملا ماتوونکيکار خبر ورکاؤ، شېـبه پس يه کاسو کاسو باران ؤاورېده ، څو شپېورځېيېپایښت وکړاود سمېد خټینو کلاوو په دیوالونویې د کاپرکوله ټا ، لوګيپورته کېدو ته پرېنه ښودل .
کلیوالی ژوند هم عجیبه دود او دستور لری په لکړه به يې لتی زوړکيتاو کړل او د انسان په څیر به يې یو بوت جوړکړبیا به يې هغه په یو لوړ ځای کی نېغ وټومبه ، جارو به يې په لاس کی ورکړه او د هغه سرته به يې اور، ورته کړ، دوی فکر کاوه چی تر څو اور پښوته رسېـږيدود يې د آسمان مورږوته ورځيهغه وخت به ددوی غوښتنه ومنل شی وریځيبه جارو او باران به ودریږي، که څه هم داکومه کتابی نه ، بلکې یوه پیتاويخبره وه خو خلکوته له نیکونو څخه راپاتی میراث وه ... !
کلی! لته بوی په سر اخيستی ؤ. څو ورځی وروسته اسمان تک شین شو، مازیګر د کلیو «میراو » نغاره وډنګوله د نغارېغږ نارینه ووته د کـټـېر تللو، ښځو ته د کټیر لپاره د پخلی او ماشومانو تهيېد کټیر د ډوډۍوړلو خبرتیا ورکړه !
*       *       *
غرمه نږدېوه د کـټـېريانود کار بهیر تر خوړه رارسېدلی ؤخوړ ډېـر خراب ؤځکهپه دېخوړ څو رودونه اووچېتالېسپرېوې،کار په چټکی مخ پروړاندی تللو، چا دونو خمبېاو شاخچی راوړلی او چاهمبوټياو زرۍ، ځینو هم درانه ګډونه اړول ټول ښه ستړيستومانه او وږيشويؤ، که څه هم دا یې څوم ځل وچی ددی رود مرنډ باران وړی ، اوبیرته جوړ شوی و خو دوی اوس هم مجبور وچی جوړ یې کړيځکه له دېپرته د سین نه ، د رابیلېشوېویالېلاندېد څو کلیو فصلونه سوځېدل .
په نورو هیوادونوکې دا ډول کارونه ماشینو کول او په دا رقم رودونو باندې تر سیمنټياو ګاډری تـبزو لاندېسرپټېویالې تېرې وې خو دا هیواد د پردیو یرغلونو څو-څو ځـپلی وه کارونه یې لا تراوسه ماشینې شوی نه ووخلک يې ډیر وروسته پاتېووهر څه يې د خپلو مـټو په زور کول .
کار په ټوله چټکی روان وو، چی یو ناڅاپه د لویو غرو په څوکووریځی را څرګندېشوېد اورښت او ترهېڅخه ډکېلکه هماغه پخوانۍوریځې؟! د وریځو په لیدو سره د بزګرانو لېنګيسست شول شېـبه پس چی د غرونوپه څوکو د میده باران دوړه ښکاره شوه دوی یې لا خفه کړل،کـټیران بزګر سره راټول شول او دکومېپرېکړېپه لټه کېؤ !؟!
یومشروویلداڅووم ځل ویچېدا مرنـډ وړل کېږي دلته باید خون وشي او وينېتوی شي تر څو مرنډ پر ځای ودرېږي .
بل وويل:څومره پسونه اوغوايي موحلال کړل ...،مشریې خبره په ستوني کې وچه کړه اوپه خپله يې زیاته کړه نه! د انسان خون یا دوم! دانسان!!
بل وویل :دا څنکه کېدای شيڅوک به دېقربانۍ ته تیار شي...، چاویل پچه به واچوو، ځینو یو څه او ځینو بل څه ویل ...!
 نن بزګرانوته دغرمی ډوډې هم دلته راوړل کېـده ، لوږې، ستړیا اودژوند کړاوونو د ټولو فکرې انډول ډیر وېجاړ کړی وو.
.لویانو ویلی : " ځان چی په ضرورشی نه د ځوی شی نه د لور شې " خپله وروستی پرېکړه يی داسی وکړه:هر هغه څوک چی کـټېر ته د ډوډوۍراوړونکو له ډلېڅخه لومړی ولیدل شو،دوينې توئېدوله پاره په هغه باید څوک رحم او هیله ونه کړی ...، ټولو په خپلېپرېکړېلوړه او پښتو وکړه اوتیارشول .
د هر بزګر زړه له وېرې لکه پاڼه رپـېده په ټولو مړه تبه ناسته وه .
درنګ شیبه پس له کنډو څخه د یو سپین ږیريبزګر لور چېزوی يې نه درلود او د ټـول ژوند ثمره يې همدغه یواځينۍلور وه ، ولیدل شوه ، جلکی چټک چټک ګامونه پورته کول اوناخبرهدمرګ خواته را نيږدېکیده ... آه څه ناوړه دود او دستور !؟
بی ګناه ماشومه يې د بیلونو،کلنګونو، چاریو ، تبرګیو او لورونو تر ګوزارونو لاندېواچوله ، خوارکۍته یی د  واخ - واخ ویلو او په کراره د نفس ویستلو وخت هم ورنکړد خوړتـیـږېد هغېپه پاکو وینو سرېاو ککړېشوې هغه يي لکه بوټي اوخادېد مرنډ په باروکې ښخه کړه ... چی لږ وروسته ييسپين ږيریپلار په هوښ راغی د لورد ټکريپېڅکه او دجامو تړانګهیېهم ونه لیده .
جلی د ناوړه دود بلهاريشوه خوشېبه پس دشاوخوا کورونو له بامونوڅخه د کاپرکوله ټا د سوزېدو نه لوګیاوبد بوی د باد او باران په څپو کېاوس هم د دوی سپـېږموته رارسېده !؟!.اودا مرنډ بیادجلکۍ دمړي په ګډون په لوی سین لاهو شو.
د نجلی قبر د ځمکی پرمخ ورک شوخو نوم يي لا تراوسه ژوندی دیدا خوړ د«مناڼۍ»په نوم یادېږې "
 
..................................................................
 
یاد دونه: د منـاڼۍخوړ د ختیځ طولالبلد د(۷۰ )درجو،(۱۳) دقیقواو(۸) ثانېو او دسهېلي عرض البلد په (۳۵۲) درجو، (۳۸) دقیقو او(۴۲) ثانیوکېد جنوب ختیځ په (۷) کیلو مترۍکېپورت دی .
دا کیسه د هیواد مېشتو لیکوالو په ګډه د استانيټولګه «لاڅوتڼۍد ګریوانه پاتېدي»په نوم کتاب کی په ۱۳۷۸ کال کېپه (۴۰) مخ کی خپره همشوی ده .
- بېرته شاته