(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ترهګر او ترهګرۍ په يوويشتمه پېړۍ کې

احمدشاه ابدالي جرګه
ترهګر او ترهګرۍ په يوويشتمه پېړۍ کې
انګېزې او انګېرنې
ليک: غلام محمد زرملوال
 
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
                                                
پاکستان: "شرير دولت، يا، ناکام دولت"
ترهګري د "برتانوي پاکستان" له زېږونې سره غبرګه زيږول شوې
 
ناټو او انډيوالان يې بايد د خپلو وسلو خولې د په لاهور اوراولپينډۍ کې د ترهګرۍ روزونکو، ځالو او خپرونکيو پر لور واړو
لومړۍ برخه:
 
د ٢٠٠١ کال د سپتامبر پر ١١ نيټه د امريکا پر متحده ايالاتو مخامخ بريد نړۍ وښوروله. د هماغې نيټې پر سهار د ترهګرو يوې ١٩ کسيزې ډلې په نيويارک کې څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې. د تښتولو الوتکو دوه وزره يې په نيويارک کې د نړيوالې سوداګرۍ د مرکز پر دوو برجونو ور وتوغولې. په پايله کې يې دواړه برجونه ونړيدل. الوتک تښتوونکو تښتولې درېيمه الوتک واشنګټن ته نږدې په ارلنګټن کې د پنتاګون (د امريکا د دفاع وزارت) له ننوتخولې سره وجنګوله. څلورمه الوتکه، چې موخه يې پخپله سپينه ماڼۍ وه، هدف ته له رسيدو د مخه په هغې کې د مسافرو د مقاومت له کبله نسکوره کړل شوه. د الوتک تښتوونکيو ١٥ تنه د سعودي عربستان وو. دوه تنه يې د متحده عربي اماراتو؛ يو يې مصرى اويو تن يې هم ليبنانى و. د مصر تبعه، محمد عطا، د الوتک تښتوونکيو مشر و.
 
دا پېښه د ٩/١١ په نوم مشهوره شوه. 
 
له هغې نيټې راهيسې د "ترهګرۍ" مفهوم په نړيواله کچه د سياسي-امنيتي مسايلو په سر کې مرکزي ځاى موندلى دى. څيړونکيو، شنونکو او پوهانو هڅه کړې ترڅو د دې مفهوم په مانا اولاملونو ځان پوه اوترې د وتلو ليارې چارې ولټوي. خو، واقعيت دا دى چې د دې پوهانو او څيړونکيو ډېرى پدې نه دي بريالي شوي چې د هغه د ريښو پر لټولو کار وکړي. پر ځاى يې په عمدي توګه د هغې د زيږندو (معلولونو) په هکله پر بې پايله بحثونو بوخت شوي دي.
 
په ٢٠٠٣ کال کې د "ترهګرۍ" د ريښو په اړه د وينا په ترځ کې د ملګرو ملتو سرمنشي،کوفي عنان، پدې خبره ټينګار وکړ چې د ترهګرۍ پر خلاف د بريالۍ جګړې لپاره اړينه ده چې د هغې د ريښييزو لاملونو په هکله اقدام وشي. نوموړى وايي: "که وغواړو چې ترهګري ماته کړو، نودا زموږ دنده او واقعاً زموږ ګټه ده چې د دې وژونکي مفهوم په بنسټيزو لاملونو ځان پوه کړو. او په خورا غور دا خبره وازميو چې پر خلاف يې په جګړه کې څه اغيزمن او څه نااغيزمن دي".
 
نو د دې مفهوم  د پوهيدو او له هغه سره د اغيزناک چالچلن پر موخه، اړينه او واقعاً حياتي ده چې د تاريخ ژورو تلو ته ورښکته، ريښې يې پيدا او وڅيړل شي.
 
تاريخ:
ترهګري کوم نوى او د دې زمانې مفهوم نه دى، بلکې د اوږدوزمانو محصول او د تکامل په بهير کې يې په بيلابيلو بڼو سر راپورته کړى دى. دولتونو او نړۍ ورانوونکو دا تخريبي او  ويجاړوونکې وسله پر پراخو تودو د خپلو حاکميتونو او سياسي موخو د تپلو لپاره په بيرحمۍ سره کارولې، کاروي يې او کاروي به يې. په ځانګړې توګه د مذهب پر بنسټونو ولاړه ترهګري هغه تيره چاړه وه او ده چې له ١٩ پيړۍ راهيسې د پرنګي کلونياليزم له خوا د "بيل يې کړه، ايل يې کړه" پاليسيو د پرمخ بيولو لپاره يې استعمال کړې. دا مفهوم، چې په هيڅ بڼه کوم "نوى" مفهوم نه دى، د دولتونو پر ګډون، د بيلابيلو لوبغاړو له خوا په اساسي توګه د سياسي موخو د پرمخ وړلو لپاره استثمار شوى دى.
 
په ١٨٩١ زيږديز کال د ختيزې اروپا په هنګري کې زېږېدلى يو يهود، تيودور هرزل، د يهودو لپاره د يوه هيواد د جوړولو په فکر کې شو. په هغه زمانه کې يهودان د نړۍ په هر ګوټ کې خواره پراته وو او د ژوند له لومړنيو اسانتياو څخه بې برخې د ناهيلۍ شپې ورځې يې تيرولې. د منځنيو زمانو په بهير کې يهودي ټولنې، چې په پيړيو- پيړيو په جهان کې لالهاند ګرځيدل، شمالي افريقا او عربي منځني ختيځ ته کډوال او هلته يې استوګنې غوره کړې. په فلسطين کې د ډېرى يهودي وګړو د اوسيدو لامل سياسي نا، بلکې مذهبي و. هغوى ټولو، مسلمانو او يهودو، يو د بل تر څنګ په سوله کې ژوند کاوه.
 
د شلمې پېړۍ له پيل سره سم صهيونيزم وزېږيد: داسې يوه ايډيولوژي چې د معاصرې نړۍ لپاره يې پايلې خورا بوږنوونکې چي تر دې دمه پورې بشريت ورسره لاس و ګريوان دى. د صهيونيزم د ايډيولوژي بنسټ ايښودونکي، تيودور هرزل، فلسفه په فلسطين کې د مذهب پر اساس د "ځانګري يهودي دولت" جوړول وو. د داسې يوه دولت د جوړولو پر لور اړينه وه چې د دې خاورې، فلسطين، اصلي عرب اوسيدونکو ريښي وباسي له خپلو کورونو او ځمکو څخه يې وشړي. له عربي ځمکه والو - پر خپلو مينو کې پرتو سوبو او ناسوبو- فلسطنيانو څخه يې په زرو، زور، تزوير ځمکې غصبولې اوپدې توګه يې له هغو خاورو څخه محرومول چې له اوومې ميلادي پيړۍ راهيسې پرې پراته وو. هرزل وايي: "موږ به تکل وکړو چې بې پيسو بېوزلو عرب ولسونو ته، په نورو هيوادونو کې د هغوى لپاره د مزدورۍ پيدا کولو په  ترڅ کې، د کار کولو پر وړاندې خنډونه واچوو، ويې شړو او له پولو څخه يې واړوو. له ځمکو څخه د هغوى محرومول او له هيواد څخه د دې بيوزلو عربو د شړولو دواړه پروسې بايد په خورا زرنګۍ او پټه کې سر ته ورسول شي".
 
په ١٩١٤ زيږديزکال برتانيا د عثماني خلافت پر خلاف – د عربي لاسپوڅو شيخانو او بدوي ملکانو د غولونې له لارې – جګړه پيل او له منځه يې يووړ. د دې کار په تر سره کولو سره پرنګي په سيمه کې د خپل تسلط د خورولو او ټينګولو لپاره لار هواره کړه. د ټي اي لارنس پر مشرۍ د پرنګي څارګري دستګاو پر لاس يې په "ريګونو کې کرښې" ويستلې، ګرده عربي خاوره يې په يو شمير لاسپوڅو بدوي رژيمونو او شيخناستو کوچنيو "امارتونو" وويشله. په دې شيخناستو لاسپوڅو کې کويټ، قطر، عمان، بحرين، ابوضبي او عربي امارات شامل دي. له دې کبله چې انګريز يو سمندري ځواک و، نودا شيخناستي امارتونه يې په خليج کې د خپلو بيړيو د لنګر اچولو لپاره بېلې او تر خپلې ولکې لاندې وساتل. او د سعودي په ګډون، بدوي کورنۍ يې چې خپلې ځانګړې ګټې يې د استعمار په ګټو ساتلو او ورته په چوپړ کې خوندي بللې، د  ولسونو پر اوږو ور سپرې کړې. وروسته کله چې بيا په سيمه کې "تور زر" يانې تيل پيدا شول، دا مزدورې کورنۍ يې لا تر پخوا زياتې د عربو پر برخليک مسلطې کړې. پر هغه سربيره يې د پياوړي سولييز اوپر "سلام" ولاړ اسلامي عثماني خلافت ځاى، چې وړاند- ليد يې نرم او مودرن و، يوې نوې زېږولې افراطي "سياسي مذهبي ايډيولوژي"، وهابيت، ته حواله کړ چې د برتانوي امپيرياليزم له پلان سره سمه وه.
 
په ١٩١٧ زيږديزکال په تزاري روسيه کې د بُلشويک له اوښتون سره د هغې زمانې پر مذهب روانې کړل شوې ايډيولوژي ځاى نا مذهبي ايډيولوژي ونيو. پر "اکتوبر انقلاب" مشهور، بُلشويک پاڅون شعار د استبداد له منګولو څخه تر استبداد لاندې تودو ژغورنه اوملي ازادۍ غورځنګونه وو. د شلمې پېړۍ په پيل کې د ناسيوناليزم او خپلواکۍ هوډ له بنسټ څخه د مذهبي ايډيولوژي بڼه واړوله او په تدريجي توګه د راديکال سياسي فکر ودې،  چې د مارکسيزم نظريه يې مرکزي پنګه وه، د سيکيولريزم فلسفه پياوړې کړه. سيکيولريزم دې پروسې ته، له نړيوالې دويمې جګړې وروسته، په  اسيا، منځني ختيځ او افريقا کې کلونياليزم ضد پاڅونونو او ملي ازادي غوښتونکو غورځنګونو د لويديز برلاسى وننګاوه او له چلنج سره يې مخامخ کړ. خو د امپرياالستي برتانيا په مخکښۍ، لويديز بيا د "کمونيزم مهارولو" لپاره د مذهب لمنه ونيوله. د همدې بهير په ترڅ کې او خپلو کرغيړنو امپريالستي موخو ته د  رسيدلو پر لور، برتانوي استعمار په سهيلي اسيا اومنځني ختيځ کې د  مذهب په نوم دوه غبرګوني مصنوعي دولتونه جوړکړل.
 
دويمه برخه:
اسرائيل او پاکستان د پرنګي دايې غبرګوني زېږنده وو.
لومړى: اسرائيل
 
نړيوالې لومړۍ جګړې اوورپسې بيا، د بُلشويک انقلاب په ګډون، نورو خوځښتونو حالات د بدلون په نه شا تلونکي درشل درولي وو. د نړۍ په هر ګوټ کې د امپيرياليزم پر خلاف غورځنګونو سا اخستې وه، په رواني (سيکيولوژيکي) او فزيکي توګه يې د وېرې اوپرځان شک هغه ديوالونه يې نړول چې د استعمار په لاس يې پر وړاندې دنګ درول شوي وو. تر ښکيلاکي چړو لاندې محکومو ملتونو يو  پر بل پسې د اسارت ځنځيرونه شلول اونور پرې د استبداد د دوام شونتيا په ناشوني کېدو وه. دويمه اروپايي جګړه (چې ورته دويمه نړيواله جګړه ويل کېږي) په اسيا او افريقا کې د زاړه کلونياليزم په تاوان روانه وه، برتانيا په اقتصادي اوپوځي لحاظ له ژورو ستونځو سره مخامخ وه. په همداسې زماني پېر (مقطع) او نوي زېږېدلي تاريخي چاپيريال کې وو چې ښکيلاکګرو په سيمه اونړۍ کې د خپلو راتلونکو کړنلارو په هکله د نويو تصميمونو پرېکړه وکړه.
 
د ١٩١٧ زيږديز کال په نوامبر مياشت کې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير، آرتر جېمزبالفور، د "بالفور اعلاميې" په نوم يوه اعلاميه کې د "يوه ځانګړي يهودي دولت" د جوړولو اعلان وکړ. دا اعلاميه د ډيره کي (اکثريت) فلسطين عربو د غوښتنو او شتون پر خلاف وه چې په سيمه کې تر برتانوي قيموميت لاندې (١٩٢٠-١٩٤٨) اوسيد ل. دې کار د فلسطين خاورې ته په امريکا او برتانيا کې د اوسيدونکو يهودي ټولنو په ډلييزه ليږديدنه پايله شوه. که څه هم چې تاريخپوهان دليل وايي چې "په اعلاميه کې د (دولت) ټکى نه و ويل شوى، او پکې پر دې ټينګار شوى و چې هيڅ داسې يو عمل بايد ونکړل شي چې پايله يې "په فلسطين کې د نايهودي ټولنو د مدني او مذهبي تعصب په زيږښت" منتجه شي. خو واقعيت او تاريخ دا ادعا بيځايه ثابته کړه او کړې يې ده. فلسطينيانو چې د نړيوالې دويمې جګړې په بهير کې يې د برتانيا لپاره قربانۍ ورکړې وې او پدې هيله وو چې په بدل کې به يې خپلواکي ورکړل شي، هغه وخت په ژوره توګه ناهيلي شول چې د جګړې له کبله بېوزلې شوې برتانيا د ١٩٤٨ کال د ميې مياشتې پر ١٤ نيټه پر فلسطين خپل قيموميت پاى ته ورساوه. د دې بهير په ترڅ کې يې د جهان په بيلابيلو ګوټونو کې چاوديدونکې مذهبي شخړې وپارولې. د فلسطين خاوره يې ووېشله؛ په فلسطيني خاوره کې يې صهيونستي اسرايلي دولت جوړ کړ، او د امريکا ولسمشر، هري ترومن، د هغو ژمنو پر خلاف چې له عربو سره يې کړې وه، اسرائيل په رسميت وپيژندل. له هغې نيټې راهيسې منځنى ختيځ د اور په لمبو کې سوځيږي.
 
د مذهب پر بنست ولاړ صهيونستي دولت، د تيودور هرزل له تيوري سره سم، ډير ژر په بيساري توګه پر پراختيا غوښتنه لاس پورې کړ. په سيمه کې د داسې پراخ غوښتنۍ نښې نښانې هغه وخت وليدل شوې کله چې يې پر نورو ګاونډيو عربي خاورو تيرى اوپر يوه بل پسې يې د سلې پر زور تر خپلې استعماري ولکې لاندې ونيولې. په عملي توګه يې د عربو پر توکموژنې او تصفيې پروژه پرمخ بيوله.  په ١٩٥٦ زيږديز کال کې کله چې جمال عبدالناصر د سويز کانال ملي اعلان کړ، د اسرائيلو، برتانيا او فرانسې ګډو ځمکنيو او هوايي ځواکونو له خوا پرې يرغل وشو.
 
پاکستان د پرنګي، فرانسې او اسرائيلو تر شا ودرېد.
د مصر په ولسمشر، جمال عبدالناصر، باندې يې چې له عربي ناسيوناليزم او وطنپالنې څخه يې سر راپورته کړى و او غوښتل يې عربو ته د پرځان ويساينې پيغام او سبق ورکړي او په خپل کور کې يې د خپل واک خاوندان کړي، د "کمونست"، "ديکتاتور" اونور، نور نومونه کيښودل. د نوموړي ملي حکومت يې، چې د ګردې عربي نړۍ د يوکولواو يووالي پر لور يې ګامونه  پورته کول، د "ډيموکراسۍ" او "بشري حقوقو" تر په پښو لاندې کولو تورناوه. خو  کله به چې لويديز له دې پوښتنې سره مخامخ شو چې د هغوى لاسپوڅي اوچوپړي رژيمونه تر کومې کچې "ديموکراتان" وو، نو په ځواب کې به يې ويل چې "په عربو کې هيڅکله ديموکراسي نه وه." هو، دا چې په عربي نړۍ کې د ولسونوحکومتونه نا، بلکې د استبدادګرو حاکميتونه وو، د واقعيتونو بيان دى او څوک پرې سترګې نه شي پټولاى. خو تر ټولو غوره واقعيت دا و او دى چې غربي استعمار پخپله نه غوښتل پدې هيوادونوکې د ولسونو په خوښه حکومتونه جوړ شي. داسې حکومتونه چې بيا به د خپلو خلکو پر مټ ولاړ اوله خپلو ملي ګټو څخه به يې دفاع کوله. نو په عربو او په وروسته پاتې کړې نورې نړۍ کې د خپلواک ژوند لپاره استعداد موجود، او له ازله ناروغ او "ديکتاتور" پيدا شوي نه وو، بلکې بنسټيزلامل يې دا و او دى چې پخپله لويديځ پر دې ولسونو د ولس- ضد رژيمونه تپل او پرې ځپل يې. له بلې خوا يې پرې د صهيونيزم تندر نازل کړى او په بربنډه توګه يې د هغه راتلونکى ماموريت ور په ګوته کړى و. په ١٩٦٧ زيږديز کال يې د الاقصى او  بيت المقدس په شمول عربي خاورې لاندې کړې. د جمال ناصر مصر يې له خاورو سره برابر کړ. پدې توګه يې عربوته وښودل چې بيا داستعمار د ګټو پر ضد  سر پورته نه کړي. په ١٩٧١ زيږديز کال سپتامبر کې، چې د "تور سپتامبر" په نوم ياد شوى، په پرنګي مشربه هاشميه اردون کې فلسطينيان ووژل، کهولونه اومېنې يې ورته تباه کړې.
د "تور سپتامبر" کومنده د پنجابي کرنيل ضياالحق په لاس کې وه.
په ١٩٧٥ زيږديز کال په سيمه کې د پرنګي د ګټوساتلو بل "ژاندارم" پهلوي ايران پر عراق – چې د عربي نړۍ پرمختللى پياوړى مټ و –  د واشنګټن او لندن تر سيوري لاندې، په وچ زور د شط العرب په اړوند تړون وتاپه چې په پايله کې يې د بغداد- تهران ترمنځ کرکه د نه جوړيدو  کچې ته ورسيدله او  د عراق تجارتي – اقتصادي لاسونه وتړل شول. په ١٩٨٥ زيږديز کال کې اسرائيلو پر بغداد هوايي يرغل  وکړ او د هغه هيواد  د انرژۍ ذروي بټۍ يې د اور پر لمبو واړولې.
 
کويټ د مرغلرو او مريانو اډه:
عراق د ١٩٩١ زيږديز کال د اګست مياشتې پر دويمه نيټه پر کويټ يرغل وکړ. امريکا او برتانيا په خورا بيړه په خليج کې د خپلو "حياتي ګټو" د ساتلو په پلمه د دې يرغل پر خلاف شديد غبرګون وښود او په چټکوګامونو اخستلو يې لاس پورې کړ. د اګست د  مياشتې په ١٠نيټه د  عراق د بهرنيو چارو وزير، طارق عزيز، په يوه مطبوعاتي مرکه کې وويل چې "هر تجربه لرونکى تاريخپوه پدې خبره پوه دى چې د عراق او کويت ترمنځ لانجه ډيره اوږده سابقه لري." درۍ سوه کاله پخوا کويټ يوه کوچنۍ اډه وه چې له هغې لارې د مرغلرو او غلامانو تجارت کېده. د الصباح په نوم يوه کورنۍ پدې اډه کې په سوداګرۍ بوخته وه. د کويټ امير، شيخ جابر ال-احمد الصباح، په هغې کورنۍ پورې اړه لرله چې اوس د نړۍ د خورا شتمنوکورنيو له ډلې څخه ده. د دې کورنۍ غړي دوه- دوه نيم زره کسانو ته رسيږي او د کويټ ټولې غوره دولتي څوکۍ يې په لاس کې دي.  په ١٨٨٩زيږديز کال کې د الصباح کورنۍ له برتانوي ښکيلاک سره يو "محرمانه تړون" لاسليک کړ او د ١٥٠٠٠هندي روپيو سبسايډي په بدل کې يې په سيمه کې د انګريزانو د ګټوساتلو ذمه واري واخستله. تر ١٩١٤ زيږديز کال پورې کويټ د عثماني امپراتورۍ د بصرې ولايت برخه و. په ١٩٢٠ کلونو کې حتى د "عراق شاهي رژيم، چې انګريزانو په تخت کينولى او د امريکا په شمول د غربي ځواکونو نيږدې پلوي و، هم هيڅکله کويټ له عراق څخه د يوه بيل دولت په توګه نه پيژاند. په ١٩٢٢ زيږديز کال کې عثماني خلافت د انګريزانو اوفرانسې ترمنځ د اقير تر کنوانسيون لاندې وويشل شو اوپه نتيجه کې يې کويټ، عراق او سعودي عربستان وزيږول شول چې درۍ واړه د انګريزانوتر "حمايې" لاندې وو. د ١٩٣٠ کلونوپه اوږدوکې د کويټ ولس غوښتل چې له عراق سره يوځاى شي. کله چې شيخ احمد الصباح د انګريزانو تر لارښوونې لاندې د داسې اتحاد د منځ ته راتلو پرضد ودريد، نوکويټيانو په اعتصاب لاس پورې کړ. شيخ احمد، لکه د شيخ جابر الصباح په شان د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې، له پرنګي څخه مرسته وغوښتله اوانګريزي ځواکونود چرچل په لارښوونه پر اعتصاب کوونکيوشيميايي وسلې وچلولې چې په نتيجه کې يې اووه زره کسان ووژل. د برتانيا پخواني صدراعظم، وينستن چرچل، په "نامتمدينوقبايلو باندې د زهرجنو غازونو د استعمال ټينګ پلوي و."
 
It was the British Prime Minister, Winston Churchill, who allowed the British terror bombing of civilians and the authorization of ‘using poisoned gas against uncivilized tribes’. Chomsky. The Guardian Jan.11, 1991 – p22
 
په ١٩٣٣ زيږديز  کال کې د انګلو- پرشين Anglo-Persian Oil Company)    او (Kuwait Oil Company)   جوړې شوې. په ١٩٣٨ کال کې انګريزان دې ته حاضر نه شول چې عراق ته د کويټ له لارې اوبو ته لار ورکړي. [لوستونکي دې د مستبد پرنګي د ظالمانه چالچلند ورته والي ته ځير شي چې څنګه يې پر افغانانو هم په خپله خاوره کې د ګودر له لارې عربي سمندر ته لار وتړله]. د ١٩٥٠ کلونو تر پايه پورې ټولو لاسپوڅو سلطنتي رژيمونو هم کويټ د عرااق د خاورې نه بيليدونکې برخه بلله.  کله چې په ١٩٥٨ کال کې د عراق اواردن ترمنځ د اتحاد پر مسئله خبرې کېدې، عراق په ډاګه کړې وه چې کويټ په بصره پورې نښتى د عراق جنوبي ايالت و. مګر پرنګيانوپه خپل ټول پوځي او سياسي ځواک هغه د يوه بيل دولت په توګه وساته.  په ١٩٥٨ کال کې د جنرال عبدالکريم قاسم په مشرۍ د يوه ناسيونالستي انقلاب په نتيجه کې د عراق جمهوريت منځ ته راغى او انګريز- پلوى فاروق له منځه ولاړ. په ١٩٦١ کال کې کله چې په سيمه کې د پرنګي مخامخ تسلط پاى ته ورسيد،عراقي ناسيونالستانو د کويټ د نيولو لپاره حرکت وکړ. برتانيا بيا خپل پوځونه د هغوى مقابلې ته ورواستول. په هغه وخت کې هم سعودي عربستان او پاکستان د پرنګي په څنګ کې ولاړ وو. په ١٩٧٢-٧٣ کلونوکې يوځل بيا بغداد له عراق سره د کويټ د يوځاى کولو ملا وتړله. په ١٩٧٣ کې يې خپل پوځونو له کويټ سره په پولوکې تيارسۍ کړل. د کويټ په سرحدي تاڼوباندې د يرغل په پايله کې کويټ حاضر شو چې له عراق سره خپله حسابي لانجه  پاۍ ته ورسوي. عراق نه غوښتل چې له سعودي سره په پوځي مقابله لاس پورې کړي. نو ځکه يې خپل پوځونه راپشا کړل. دا ټول هغه لاملونه اوتاريخي ژورې عقدې وې چې ورڅخه پر کويټ د ١٩٩١ کال د اګست د مياشتې يرغل وزېږيد.
درېيمه برخه:
پر عراق د يرغل لپاره پلمې:
پر کويټ د صدام حسين له خوا د ١٩٩١ زيږديز کال د يرغل د بيرته پر شا تمبولو لپاره امريکا او لويديز خپل غبرګون ته، لکه د تل په څېر،  داسې بڼه ورکړه چې ګوندې دا د نړيوالو قوانينو پرخلاف د بغداد د عمل مخنيوى و.  خو حقيقت داسې نه و.  حقيقت دا و چې په عراق د لويديځ يرغل او جګړې تپل درۍ بنسټيز دليلونه لرل:
(١) – برتانيا او امريکا نه غوښتل په منځني ختيځ کې داسې يو ځواک سر پورته کړي چې اسرائيلو ته ګواښ وبلل شي. شواهد ښيي چې کله انګريز او امريکا ته څرګنده شوه چې عراق له ايران سره په جګړه کې نه يواځې دا چې بريالى راووت، بلکې له پوځي لوري لا نور هم دومره ځواکمن شوى و چې د لندن او واشنګټن سيمييز "ستراتيژيک متحد"، صهيونستي دولت ته يې احتمالي خطر مخامخ کاوه. له دې کبله يې پريکړه کړې وه چې دا خطر له منځه يوسي. او
(٢) – په ١٩٨٠ کلونوکې امريکا له اقتصادي بُحران سره مخامخ وه او واشنګټن ته د انرژي د راتلونکي کمښت او اړتيا په اړوند تشويش په زياتيدو و. له دې کبله جيورج بوش ادارې ته دا دنده ور په غاړه وه چې د اقتصادي بحران د مخنيوي لپاره بايد د تيلو بيه "د منلو وړ" په حدودو کې وساتي – او د دې لپاره چې دا کار وکولاى شي، نو:
(٣) – بايد په عربي نړۍ کې د تيلو پر سرچينو باندې تر پخوا زيات مخامخ بيله قيد او شرطه ولکه ولري. په ١٩٨٧ کې خليج ته د امريکا د سمندري او هوايي ځواکونو ور غوښتل د شيخ جابر الصباح او سعودي کورنيو له خوا سر ته ورسيدل ترڅو د ايران-عراق د جګړې په بهير کې د کويټ د تيلو ټانکرونو د تګ راتګ ساتنه وکړي. همدا امريکايي ځواکونه وو چې يوه ايراني مسافر وړونکې الوتکه يې په توغنديو وويشتله او پکې ٤٠٠ تنه سپرلي يې د کبانو خوراک کړل.
د عراق-ايران جګړې له پاى ته رسيدو وروسته، چې په بهير کې يې په لکونو کسان ووژل شول، د سپينې ماڼۍ مقاماتو سملاسي وويل چې امريکايي ځواکونه به په خليج کې پاتې شي. د بغداد- تهران ترمنځ د ١٩٨٨ زيږديز کال د اګست د مياشتې د اوربند له اعلان سره سم، د امريکا پخواني جمهور رئيس، رونالد ريګن، د ملي امنيت چارو سلاکار، کولين پاول، وويل چې د ده په عقيده د دې امکان نه و چې "په سيمه کې د امريکا د ستراتيژيکي ګټو په پام کې لرلو سره به امريکايي سمندري ځواکونه د خليج له سيمې څخه ووځي". له دې نه مخکې کله چې په ١٩٨٧ زيږديز کال  د ملګرو ملتو د امنيت شورا د ايران-عراق جګړې په هکله ٥٩٨ ګڼه پريکړ- ليک ومانه، د امريکا په بهرنيو چارو کې د وزارت مرستيال، ريچرد مرفي، دا خبره واضح کړله چې امريکا به په خليج کې خپل ځواکونه وساتي ځکه چې: "دا شونتيا په ډيريدو ده چې په راتلونکو دريو کلونو کې به د خليج تيلو ته د امريکا اړتيا درۍ ځله زياته شي". د دې لپاره هم شواهد موجود دي چې په بغداد کې د امريکا د هغه وخت سفيرې پخپله د عراق دولت نامخامخ هڅولى و چې امريکا " د عربو خپلمنځي شخړو په هوارولو کې" نه غواړي لاسوهنه وکړي، بلکې د دې د ماموريت موخه دا وه چې له عراق سره يې هراړخيز اړېکي پراخ کاندي. لدې کبله په کويټ باندې د بغداد يرغل د سپينې ماڼۍ لپاره هغه پلمه پر لاس ورکړه چې د هغې په نتيجه کې يې کولاى شول خپلو درۍ واړه ستراتيژيکي موخوته ورسيږي.
له ايران سره د اته کاله اوږدې جګړې په بهير کې، عراق د امريکا او لويديزې نړۍ له خوا ملاتړ کيده. واقعيت دا و چې واشنګټن نه غوښتل له اخوندي تهران سره اړيکي داسې پړاو ته ورسوي چې د بيا- رغيدو وړ نه وي ځکه چې په ايران کې يې هم "حياتي ګټې" پرتې وې. د ايران او عراق پخپل منځو کې سره اچول د دواړو د کمځواکه کولو ښه فورمول او د اسرائيلو په ګټه و. د ١٩٩٠ کال د فبرورۍ په مياشت کې د امريکا د دفاع وزارت له خوا په يوه خپاره شوي لاسوند کې، چې پکې د ١٩٩٢-١٩٩٧ کلونو پورې د هغه هيواد دفاعي ستراتيژي ټاکل شوې وه، ويل کيږي چې بايد د خليج تيل له هر ممکن "سيمييز ګواښ" څخه، چې د شوروي مرسته به ورسره وي، وساتل شي. په دې لاسوند کې زياته شوې چې ايران به د امريکا له خوا که څه هم دښمني ورسره لري، د شوروي په مقابل کې حمايه شي. (کله چې له لنډې مودې وروسته، د شوروي دړه واوښته اود نړۍ له نخشې ووتله، نو لويديځ ځان بريالى وباله او نړۍ له يوه- قطبي ځواک سره لاس او ګريوان شوه). اوپخپل وار، لدې سره سره چې په ايران کې د اسلامي انقلاب مشرانو امريکا ته په هيڅ ډول سپورو، ستوغو او ښکنځلو صرفه ونکړه، سپينې ماڼۍ او لندن (چې د اخُندانو په شمول د ايران هر رژيم يې په لستونئ کې ساتۀ) هڅه کوله په هر ډول چې کيداى شي تهران ته د "منځلياريو" له لارې د پوهاوي دروازه پرانستي پريږدي. دا "منځلياري" ځواکونه يې د هاشمي رفسنجاني په وجود کې پيژندل. له همدې کبله لويديځ ايران ته نامخامخ مرسته ورکوله. د وسلو خرڅولو بازار او د "مرګ تاجرانو" دکان دومره تود و چې لرغونې خيالي افسانې يې هم ظرافت ته نه شوې رسېدلې.
يوه بېلګه: کله چې په ايران کې د آيت الله خُميني انقلاب د لوېديځ لاسپوڅي پهلوي سلطې ته د پاى ټکى کېښود، نو د "لوى شيطان" امريکا په شمول لويديځ لاس په کار شو چې پر سيمه د خپلې ولکې د ساتلو لاره څه وکړي. د پرنګي پوځي جاسوسي دستګاه، اِم آى-٦، چې مخکې له مخه يې په ايران کې ژورې استخباراتي څانګې لرلې، نه يواځې ددې لپاره علاج وموند، بلکې هغه يې داسې په کار واچاوه چې له عراق سره په جګړه کې د مليونونو ايرانيانو د وژنې لامل وګرځېد – هم عراق تباه کړي او هم ايران.
په زرګونوخواريکښافغانان هم د ايران له خوا په زور استول شوي د دې جنګ قرباني وو.
د "شيطان لوبه  – Devil’s Game " کتاب ليکوال په ٢٩٢-٩٣ مخونو کې ليکي: په ١٩٨٠ کال کې د کارتر ادارې تکل وکړ چې [د پاسدارانو له خوا] د امريکايي يرغملو د خلاصون هڅه وکړي... خو د سي آى اې د مشر، ويليم کېسي، په شمول د [رونالد] ريګن د انتخابي کمپاين ټيم له ايراني مامورينو سره اړېکي ټينګ کړل چې د ټولټاکنو تر پاى ته رسيدو پورې دې د يرغملو خوشي کول وځنډوي... ايران له عراق سره په ١٩٨٠ کال سپتامبر کې د پيل شوې جګړې پر مهال وسلو ته ضرورت لاره. نو د [يرغملو د نه خوشي کولو په بدل کې] برتانيا او امريکا اسرايلو ته، چې له ١٩٦٦ کال راهيسې يې ايران ته وسلې ورکولې، سترګه ووهله چې وسلې ورکړي... د غور وړ خبره دا ده چې د ايران او اسرائيلو ترمنځ د وسلو د دې تبادلې دلال د آيت الله سيد ابوالقاسم کاشانى زوى، احمد کاشاني و. دا هماغه کاشاني و چې په ١٩٥٣ کال يې د سي آى اې [او اِم آى-٦] له خوا د پيسو په بدل کې د مصدق د پرزولو لپاره کرايه کړي مظاهره چيان کوڅو ته رايستلي وو. 
نو اسرائيلو، چې عرب خپل ناپخلاکيدونکي دښمنان ګڼي، پر ايران باندې هغه وسله چې د امريکا له خوا ورته برابريدله، په خورا سرسامه بيه پلورله. د دې وسلو له خرڅلاو څخه سراضافه پيسې په سويس کې يوه پټ بانکي حساب ته لږدول کېدې. سعودي عربستان په هغو پيسو يو څه اندازه نورې وراضافه کولې. دا پيسې، له هغه وروسته چۍ يو مقدار يې په شخصي جيبونوکې لوېدې، د نکااراګوا کونترا (د هغه هيواد د ناسيونالست حکومت پر ضد) اشرارو ته ورکېدلې چې په لاتينه امريکا کې د پنتاګون بل جنګ تمويل کړي.
سعودي عربستان په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په بهير او د روسانو پر خلاف جهاد کې مجاهدينو ته هم همداسې مرستې ورکولې. مګر وروسته څرګنده شوه چې له افغانانوسره د ضيا او پنجاب په تلکه کې بند د سعودي مرستې کټ-مټ د هغو مرستو په شان وې چې پرنګي او امريکا له افغانستان سره کولې – يانې په افغانستان کې د روسانو پر ضد "تر وروستي افغانه" يې د افغان لوڼواو زامنو جنګول هدف و او پکې د "روسانود وينو تويولواوورته د ويتنام د جوړولو" لپاره وې – نه د افغانانو د ازادۍ لپاره. دا د هغه زړه-سوي له کبله نه وې چې پر افغانستان شوروي تېرى کړى و او  يا دا کار د "اسلامي اخوت" پر پرنسيپونو ولاړ و. له افغانستان څخه په ١٩٨٩ زيږديزکال د روسانو له وتلو وروسته د عربستان په پيسو د جنګ دوام هم د امريکا په سرښورونه او غوښتنو سر سم و. کله چې د واشنګټن خوښه شوه نو سملاسي يې هغه سعودي عربستان، چې پينځوس کاله يې له شوروي سره د هغه د "لادينيت" له کبله ديپلوماتيکي اړيکې نه ساتل، د شوروي مشر، ميخايل ګورباچف، ته شپږ زره مليون ډالره د تحفې په توګه ورکړل.
دا کومه نوې خبره نه وه. پرنګي او امريکا د نړۍ په اوږدو کې د خپلو سيمييزو لاسپوڅو او اجنټانو له لارې له پيړيو راهيسې او په تيره بيا د دويمې نړيوالې جګړې راپديخوا د داسې پراګسي جګړو (Proxy Wars)   اورونه لګولي او پکې يې د ولسونو د ژوند نغري ساړه او ويجاړ کړي وو. د دې موخې پر لاس ته راوړلو په تکل، اسلام په بشپړه مانا په ناروا توګه استعمال او په "سړه جګړه" کې ترې د خورا تېرې وسيلې په توګه کار واخستل شو. پدې توګه اساساً مذهب و چې پرنګي، د نقاب پوښو اسلم دښمنه مسلمانانو له لارې،  ترې خپلو سياسي موخو ته د رسيدلو لپاره د هر ملي او وطني خوځښت پر ضد ناروا ګټه پورته کوله.
 دا کرغيړنه پروسه هم لا ډيره پخوا پيل شوې وه.  د پرنګي پر خلاف په هند کې له ١٨٥٧ پاڅون راهيسې، چې انګريزان يې "هندي بغاوت" بلي، برتانوي امپيرياليزم دې ته ځير شو چې پر وړاندې يې متشکل اسلامي خوځښت بايد وځپي. هغه پاڅون، چې شمزي يې روهيله پښتنو جوړوله او لارښوونه يې د هندي مسلمانانو په لاس کې وه، دومره ځواکمن و چې له هند څخه د پرنګي د شړلو په درشل کې و، د وروستي مغل پاچا، دويم بهادرشاه ظفر، سره په تباني کې، چې کورنۍ يې د انګريزي جاسوسي دستګاو په چوپړ کې وه، له ډيرو وينو او اور څخه وروسته وځپل شو. له هغې نېټې راهيسې پرنګي هر اسلامي او وطنپال خوزښت په زړي (نطفه) کې د خپلو اسلامي نقاب پوښو اجنټانو په توګه ودې ته نه پريښود او واژه يې. نو لکه څنګه چې يو څه وړاندې (لومړۍ برخه) وويل شول، پدې پړاو کې يې اسلامي خلافت د السعود کورنۍ او وهابي نظريې د ائتلاف په توره وځاپه.

څلورمه برخه:

دويم: "برتانوي پاکستان" 

د  نړۍ له دويمې جګړې څخه شمالي امريکا د يوه ستر اقتصادي او پوځي ځواک په توګه را ووتله. برتانيا چې امپراتوري يې ماته، يا د ماتيدو په درشل کې او له خپلو کالونيو څخه پر شا تلله، د خپلو پوځي اډوساتنه امريکا ته وسپارله. واشنګټن هم د السعود کورنۍ چې د خپلو نږدې او لرې مسلمانو اولسونو په ذهني غولونه ګومارل شوې وه، تر وزر لاندې ونيوله اود رضاخان له ايران څخه يې د سيمې "ژاندارم" جوړ کړ. له همدې کبله وو چې د امريکا او برتانيا ترمنځ هغه ځانګړي "خاص اړېکي"، چې برتانيا تل پرې د يوه مزدور په شکل وياړي، منځ ته راغلل. او همدا شيخډمونه او مزدورې عربي ټولواکۍ وې او دي چې د اسلام تر نوم لاندې يې د امپرياليزم په ګټه مسلمانان او اسلامي نړۍ د نابودۍ په درشل درولې او تر دې دمه دوام لري.

واشنګټن چې تر دې پړاوه، يانې د دويمې نړيوالې جګړې تر بهير پورې يې د ولسونو د ازادۍ او ولسواکۍ د داعي غږ پورته کړى و، په پرنګي امپيريالستانو زور اچولى و چې هندوستان ته، د جاپان پر خلاف په جګړه کې د هغه د ونډې لرلو په بدل کې خپلواکي ورکړي. پدې جګړه کې په لکونو هندي اتباعو، د برتانيا تر بيرغ لاندې، د "اکسيس" ځواکونو – المان، جاپان او ايتاليا – پر خلاف په اروپا، اسيا او  افريقا کې جنګېدل. د ١٩٤١ زيږديز کال د اګست پر ١٢ ـ  د جګړې پر دويم کال، پداسې حال کې چې جاپان برما نيولې وه او د هند پولو ته رسيدلى وـ د امريکا ولسمشر، تيودور روزولت، او د برتانيا لومړي وزير، وينسټن چرچل، د اتلانتيک چارتر [منشور] لاس ليک کړ. پدې منشور کې بر تانيا او امريکا "د يوې راتلونکې ښې نړۍ" لپاره د يو لړ پرنسيپونو پر پلي کولو سلا کړې وه. په منشور کې دا اصل هم شامل و چې امريکا او برتانيا به دواړه په نړيواله کچه له تبعيض او استثنا پرته، ".. د ټولو وګړيو د دې حق درناوى کوي داسې يو نظام ځان ته غوره کاندي چې تر لاندې يې ژوند کول غواړي."

د ١٩٤٢ زيږديز کال د اکست پر ٧ د امريکا ولسمشر د برتانيا لومړي وزير ته تار واستاوه چې غواړي د اتلانتيک منشور د لومړي تلين د لمانځلو پر موکه د اګست پر  ١٢ نړيوالو ته اعلام کړي چې د دوى تر منځ منل شوى منشور په اسيا، افريقا او اروپايي ټولو هيوادونو کې په يوه ډول د پلي کولو (تطبيق) وړ دى. دا تار د ١٩٤٢ کال د اګست پر ٩ نېټه چرچل ته، چې تر ولکې لاندې يې د مصر په سفر بوخت و، ورسېد.  نوموړي يې په خورا تلوار ځواب ورکړ. د خپل ځواب په متن کې چرچل وايي:

"په اسيا او افريقا کې د منشور پلي کول ډېر سوچ غواړي. په اوسنۍ وضع کې به داسې اعلان د هند د دفاع په هکله خورا زيات تاواني وي ... دلته په منځني ختيځ کې به عربان، ښايي، د اکثريت ادعا وکړي او له فلسطين څخه به يهود وباسي. زه د صهيونيزم د کړنلارې سره، چې د هغې د جوړوونکو په ډله کې وم، ټينګ تړلى يم.  دا کشاله د هغو يو ګڼ شمېر ناليد-وړ کشالو له ډلې څخه ده چې د نوي نوښت او اعلاميو په پايله کې راپنځېداى شي."

Charter's proposed application to Asia and Africa requires much thought. Grave embarrassment will be caused to the defense of India at the present time by such a statement… Here in the Middle East the Arabs might claim by majority they would expel the Jews from Palestine. I am strongly wedded to the Zionist policy of which I was one of the authors. This is one of the unforeseen cases which will arise from new and further declarations. TOP - Vol. II, 477 - Churchill to Roosevelt, 9 August 1942

پدې توګه د لندن او واشنګټن ترمنځ چې د جګړې "متحدين" وو، ګټې يې شريکې، او تر خپل منځ د "ځانګړو اړيکو" د درلودلو ادعا يې کوله، د توپير يو څه درز وليدل شو.  امريکا، په اسيا او افريقا کې د خپلو ګټو د غځولو پر موخه، د پرنګي کلونياليزم  پر خلاف دريځ خپل کړى و. د اتلانتيک منشور پر پلي کولو د مکرر ټينګار له لارې يې غوښتل برتانيا ته ښکاره کاندي چې په امريکا کې ټولنيز اذهان د هند له ازادي غورځنګ  سره زړه سوى لاره او، د يوې ولسواکۍ په توګه،  واشنګټن نه شوه کولاى د خپلو خلکو پر غوښتنو سترګې پټې کاندي. په واشنګټن کې د برتانيا له سفير، لارد هاليفاکس، سره د يوې ليدنې په ترڅ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير، کورډيل هل، وايي چې برتانوي سفير [هاليفاکس] ته يې سلا ورکړه چې د هند په هکله له سپورو- ستغو ويلو څخه ډډه وکړي. له "سپورو- ستغو" څخه د کورډيل هل موخه د هند د کانګريس او د هغه د مشر، مهاتما ګاندهي، په اړه د وينسټن چرچل هغه متکبرانه وينا وه چې ويل ".. هغه څه چې زموږ دي، زموږ به وي.."، د ګاندهي په بڼه يو " نيم بربنډ جوګي [يوګي]، چې په  اسيا کې يې ډېرې نورې نمونې هم شته"، هندوستان له موږ څخه نه شي اخستلى. يانې هند  د برتانيا کالوني ده او ترې د وتلو نيت نه لري. نو پدې زماني پړاو کې برتانيا له هند څخه د وتلو نيت نه درلود، بلکې په منځني ختيځ کې د نفتو او غازو پر سرچينو يې د کلک تسلط موندلو او پرې دوام ورکولو په تکل يې لږ تر لږه ديرش تر پينځوس کاله نور هم پر ټول هندوستان دمخامخ ولکې او حکومت کولو ملا تړلې وه.

خو پداسې حال کې  چې برتانيا،  له يوه لوري پر هند د جاپان د يرغل له وېرې د امريکې مرستې ته اړه  درلوده، او له بله لوري، د ګرد-هند ملي کانګريس له خوا،  چې د هند د ازادۍ لپاره د هندو او مسلمان د ګډې مبارزې پلټفورم و ـ تر ډېرېدونکي فشار لاندې وه چې د جګړې په پاى کې  هند  ته ازادي ورکړي. نو له همدې کبله پر سيمه د خپل مخامخ  ولکې دوام  ورته نور ناشونى شوى و.  پداسې چاپيريال کې يې، له يوې خوا،  په راتلونکې کې د منځني ختيځ د تيلو پر سرچينو  د واک موندلو پر  لور په سيمه کې د صهيونيزم په بوتي زرغونولو پيل کړى و، او له بلې خوا يې پر هند د خپلې راتلونکې اغېزې د ساتلو پر موخه د هندو- مسلمان تر منځ د نفاق د اور خپرولو له لارې ـ  د "پاکستان" په نوم پر مذهب ولاړ يوه مصنوعي دولت د جوړولولپاره مسلم ليګ، تيار زين او چمتو کړى و.

د "پاکستان" د زېږولو پروسه ډېره د مخه پيل شوې وه.

ولي خان ليکي چې پرنګى د دې "باتۍ" [پيلتې] په بوى پوه شو چې که دا هندوان او مسلمان را ته يوه ډله شي، نو د دوى مقابله خو د کېدو نه ده. له همدې کبله کله چې په ١٩٠٩ کال په هند کې د مورلي- مينتو د ريفورم په نوم څه بدلونونه رامنځ ته کړل شول،  د هغه په ترڅ کې د "پېرنګي د اړخه اولنى ګوزار... د مذهبي عقيدې په بنا..." د خلکو د رايو د وېشلو ضربه وه ـ   يانې دا چې مسلمان به صرف مسلمان او هندو به هندو ته ووټ ورکاوه. دا هماغه لومړى ګام و چې "پرنګي ... د يوې قومي نظريې په مقابل کې د دوه قومي نظريې بنياد کېښود." له نړيوالې لومړۍ جګړې وروسته ـ چې په ترڅ کې يې پرنګيانو عثماني خلافت له پښو غورځولى و ـ د هند د وايسراى د اجرائيه شورا يوه غړي، محمد شفيع، په هند کې د "دوه قومي نظريې" د پياوړتيا پر لور د ١٩٢١ کال د نوامبر پر ٢ نېټه د "انګريز او مسلمان د اتحاد" د داسې يوه تنظيم د جوړولو وړانديز مخ ته کړ چې هغه به د برتانوي امپرياليزم په ګټه وي ـ

په همدې اړه په لندن کې د هند وزير ته خطاب، د هند وايسراى، لارډ ريدينګ، د ١٩٢٢ کال د سپتامبر پر ٢١ نېټه ليکي چې ".. ما اوس تا ته يو تار درلېږلى دى [ولي خان، رښتا، رښتيا دي ـ ٢٢-٢٣ مخونه]  چې له هغه نه به تاسو ته دا خبره جوته شي چې موږ څنګه د هندو او مسلمان تر منځه د بيلتون راوستلو په مقصد کې تر ډېره حده کامياب شوي يو. ما پخپله دې مسئلې ته ډېره توجه کړې ده. او په دې سلسله کې زما امداد شفيع [د پنجاب سر محمد شفيع] کړى دى، هغه د کونسل ممبر دى او ډېر باعزته مسلمان دى.

I have just sent you a telegram which will show you how near we have been to a complete break between the Muslims and the Hindus. I have been given the greatest attention to this possibility, and I had the greatest assistance from Shafi in my council, who is a highly respected Muhammadan.

ناريندرا ساريلا د "سترې لوبې تر سيوري لاندې" په  ١٥٨ مخ کې ليکي چې تر دې مهاله چرچل پدې توانېدلى و د هند کانګريس په اړه د امريکايانو په ذهنونو کې شک پيدا کاندي. چرچل  د کانګريس- مسلم ليګ ترمنځ کشالې ته د راج د [دوام] د ستنې په توګه کتل."  او کله چې يې د هندو- مسلمان ترمنځ کشاله د خپلې راتلونکې کړنلارې د بنسټ خښته وګرځوله، نو تر شا يې خپل تبليغات پر دې خبره عيار کړل چې ګوندې اساسي ستونزه ".. دا نه وه چې برتانيا دې هند ته خپلواکي ورکړي او که نه، ستونزه دا وه چې ـ  د مسلم- ليګ پر مشرۍ د مسلمانو، او د کانګريس پر مشرۍ هندوانو تر منځ د ژورو توپيرونو په پام کې نيولو سره ـ  ايا هند د خپلواکۍ د سمبالولو جوګه و او که نه؟!." [دا د پام وړ ده چې انګرېزان د هند کانګريس ته، چې په پرنګي ضد مبارزه کې د فخر افغان په شمول، د  هند ګڼ شمېر مسلمان مشران او مليونونه ور سره وو او قربانۍ يې ورکولې ـ "هندو کانګريس" وايي. او دا هم د پام وړ ده چې په ١٩٤٧ زيږديزکال د برتانوي پاکستان له جوړيدو راهيسې که به چا د خپلو حقوقو غوښتنه کوله نو د "هندو" ټاپه به پرې وهل کېده، د تورو زندانونو شاته به غورځول کېدل، ژوند، عزت او مال هرڅه به يې له لاسه ورکول.]

پينځمه برخه:
 
په ١٩٤٣ زيږديز کال د هند د وايسراى په توګه د لارد لينليتګو دوره پاى ته ورسېده او پرځاى يې لارد ارچيبالد وېول وايسراى وټاکل شو. نوموړى، فيلډ مارشال وېول، له دې نه مخه په هند کې د برتانوي ځواکونو کومندان و. لارد لينليتګو د خپلې تصدۍ پر مهال د مسلم ليګ د مشر، محمد علي جناح، پر پړسولو لاس پورې کړى و؛ هڅه يې کړې وه چې د ١٩٤٠-٤١ کلونو په بهير کې د هند د مسلمانانو د "يواځني وياند" کچې ته يې پورته کړى؛ او دې ته يې چمتو کړى و چې د لارد وېول تر لمنې لاندې د برتانيا په ګټه د مسلمانانو او پرنګي "اتحاد" عملي کاندي.
 
له ډهلي نه لندن ته تر تګ دمخه د ليکلې يوې مباحثې په ترڅ کې، لارد لينليګتو د هند نوي وايسراى، لارد وېول، ته وايي چې برتانيا به "د لږ تر لږ نورو ديرشو کلونو لپاره د هند چارې پر مخ وړي ... او دا مهال ـ  پداسې حال کې چې ګاندهي او د کانګريس نور مشران په جيلونو کې پراته دي او مسلمانان د تېرو دريو يا څلورو کلونو په بهير کې ښه پياوړي شوي دي ـ  دا هيواد [هند] د دې موخې [يانې پرې د برتانيا د ولکې دوام] لپاره ښه چمتو کړل شوى دى." خو لارد وېول د لينليګتو له دې نظريې سره موافق نه و. ويول پدې ګروهه و چې ".. د هند وضع په چټکۍ سره په ويجاړېدو وه، له هغه هيواد څخه د وتلو لپاره يو منظم پلان اړين دى چې د هغه په توګه په هند کې د برتانيا خورا غوره ګټې وساتل شي ـ  د هغو ګټو ساتلو لپاره د داسې يوې پوځي اډې ساتل اړين وو چې له هغې نه منځنى ختيز، او دهند سمندر ستره سيمه له کومې چې د جګړې لپاره ستر ځواک راټولېداى شوـ تر کابو لاندې ساتل کېداى شي." لارد وېول، د هند له تلونکي وايسراى، لينليتګو، سره په يوه ټکي کې يو-غږ و، هغه دا چې برتانيا په سيمه کې د داسې اډې ساتل يواځې د مسلم-ليګ له لارې شوني بلل. له همدې کبله وو چې دې موخې ته د رسېدو پر لور، نوې وايسراى، ".. په چوپه خوله او ميتوديکه توګه د واقعيتونو پر زېږولو.." پيل وکړ. او پر دې لور لومړى ګام يې د دې لوبې لپاره د تشخيص کړي وړ (مناسب) وګړي، محمد علي جناح، پر مخ ته کولو لاس پورې کول وو.
 
خو د لارد وېول پر وړاندې خورا ستر خنډ دا و چې مسلم ليګ حتى د مسلمانانو د اکثريت په ايالتونو کې هم اتبار نه لاره. په بنګال کې د مسلم ليګ حکومت د خپلمنځي شخړو له کبله له پښو لوېدلى و او په اسام کې د مسلم ليګ لومړى وزيرـ  د خپل ځان د خوندي ساتلو په هيله ـ  له کانګريس سره پوهاوي ته رسېدلى و.  او د لارد ويول له يادښتونو سره سم، ".. څرګندېدله چې د سند حکومت د مسلم ليګ د ولکې پرخلاف بغاوت کړى؛ په شمالي صوبه سرحد [پښتونخوا] کې د مسلم ليګ حکومت په نسکورېدو وـ [په ١٩٤٥ کال کې هغه نسکور شو]؛ او په پنجاب کې د هند د وېش پر خلاف د جناح- ضد ائتلاف د پياوړتيا پر خوا روان و." 
 
بيا هم پر دې ټولو سربيره کوم څه چې وايسراى ډېر وارختا کړى و، هغه په پنجاب کې د جناح د کمځواکۍ  خبره وه ځکه  چې " پر پنجاب د جناح له بشپړې ولکې پرته،  د وېول  لپاره شونې نه وه چې د هند له وجود څخه پلان کړل شوى" پاکستان وزېږولى شي. که څه هم پرنګي د پنجاب والي، سکندر حيات خان، پدې قانع کړى و چې د محمد علي جناح پرخلاف بربنډ دريز ونه نيسي، خو پدې نه و توانېدلى چې د "جناح- ډوله حکومت سره، د سکندر حيات له  مسلمانو، هندوانو او سيکهانو څخه جوړ شوى سيکيولر- ليبرال ګډ دولت پخلا کړى شي. په ١٩٤١ کې د سکندر حيات له مړينې وروسته،  د خيضر حيات خان تيوانه پر مشرۍ هم نوموړي ائتلاف  هماغې کړنلارې ته دوام ورکاوه.
 
د هند د وروستي وايسراى، لارډ مونټباټن، مرستيال، ناريندرا سريلا، د جناح- ګاندهي ترمنځ د يوې ناکامې شوې غونډې په هکله په تفصيل سره خبره کوي، او د هغې د پايلې په اړه د برتانيا لومړي وزير، وينستن چرچل، ته د يوه ليک له متن څخه په اقتباس وايي:"زه پدې ګروهه يم چې د ګاندهي- جناح ناکامو شويو خبرو داسې يو فُرصت رامنځ ته کړى چې د هغه په ترڅ کې د برتانيا حکومت [د خپل هدف پر لور] مخ پر وړاندې ګام پورته کړي." پرنګى پداسې حال کې چې د پردې شا ته يې دا ټوله لوبه پخپله روانه کړې، په خورا زيرکۍ او احتياط هڅه کوي په بهر کې چا ته داسې څرګنده نه شي چې پرنګى په هند کې د خپلې راتلونکې "اډې" د پخولو په پروژه بوخت دى؛ او داسې وښيي چې ګوندې د "اقليتونو د حقوقو د ساتلو" او هند د "خيرخواه" په توګه لاس پر دُعا دى چې پخپله هنديان د خپل برخليک په اړه تصميم ونيسي. مکار پرنګۍ هغه څه چې غواړي د هندي مشرانو له لارې او د جناح له ستوني څخه يې د هند او نورې نړۍ خلکو ته ورسوي، دا دي چې ګنې برتانيا خو غواړي هند يو ناوېشلى او سوکاله هيواد پاتې شي،  خو مشران يې په خپل منځ کې نه سره جوړېږي!
 
له همدې کبله ده چې په بېلابېلو وختو کې د "هندي مشرانو" غونډې جوړوي؛ "واکمنو کميټو" ته د هند د "ښېرازۍ" لپاره د کار کولو "واک" ورکوي؛ او د داسې نورو ډرامو په جوړولو لاس پورې کوي. د همدې لړۍ په ترڅ کې، لارد وېول د ١٩٤٥ کال د جون پر ٢٥ په سيمله کې يوې غونډې ته د ".. هند د ټولو ګوندونو؛ د سيکهانو او منسجم کړو نورو توکمونو استازي؛ او ـ  د کانګريس په شمول ـ  برتانوي ايالتونو اوسني او پخواني لومړي وزيران ورغوښتي وو چې د وايسراى په ماڼۍ کې سره کيني او يوې پايلې ته ورسېږي. 
 
ساريلا ليکي:
په سيمله کې د غونډۍ پر سر پروت د وايسراى ماڼۍ ته د موټرو د ورتګ اجازه نه وه. نو دا "مشران" مجبور وو چې ".. په ريکشا کې هلته ځانونه ورسوي. ريکشا  [خرګاډي ته ورته] له لرګيو جوړه شوې د لېږدونې داسې وسيله وه چې د پينځو تنو په توګه ټېله او کشېدله.  پخپله د وايسراى ماڼۍ د سکاتلند د يوې بُرجورې ماڼۍ کاپي وه چې مخ پر ښکته شيوه چمنونه؛ په ريګونو ښکلې شوې لارې او د ګلانو بڼونه ترې راتاو وو.  گاندهي سيملې ته تللى و، خو په غونډه کې يې برخه نه لرله.  نهرو ـ د وايسراى له خوا "د اېښودل شوي معيار" د نه وړتيا له کبله ـ  په غونډه کې د ونډې لرلو اجازه نه لرله. باچاخان او خدايي خدمتګار په جيلونو کې پراته وو. سيريلا زياتوي چې جناح په "لندني سوټ [دريشۍ] کې د غونډې ستورى" و، خو دا نه وايي چې هغه هم په لرګي- ريکشا کې سپور د وېول ماڼۍ ته ځان رسولى و، او يايې  د رسولو  لپاره پرې وايسراى ځانګړى لُطف کړى و.
 
د محمد على جناح د پاکستان نخچه چې لارد وېول تياره کړې او جناح پرې زور اچولى و، دا وه چې، د وېول په قول،:" موږ به د کانګريس تر ادارې لاندې هندو [اکثريت صوبې] ـ که شونې وه په سولييزه توګه ـ هندوانو ته وسپارو، خپل ـ رسمي او ملي پوځونه به ـ  (مسلمانو اکثريت صوبو ته) ولېږدوو؛ او په عين حال کې به د هند له مسلمانو ايالتونو څخه د هندوانو په مقابل کې دفاع وکړو ... موږ بايد کانګريس ته دا خبره جوته کړو چې د دې پايله به د هند وېش وي ... دا خبره ښايي کانګريس مجبور کاندي چې له مسلم ليګ سره پوهاوي ته ورسېږي؛ يانې د هند له تجزيې سره موافقه وکړي.
 
د هندي ايالتونو او راجواړو په اړه، لارد وېول وايي:
 
په شمال- لوېديځ کې به کشمير، بلوچستان او د پنجاب دولتونه؛ او په شمال ختيځ کې به سيکيم، بُهتان، کُوچ، بيهار، منجپور او نور د برتانيا تر نفوذ لاندې پاتې شي؛ او د حيدراباد حاکمان به له شکه پرته د برتانيا تر ولکې لاندې وي. وېول زياتوي چې د دې مانا دا نه ده چې ګوندې دا ترتيبات به له برتانيا سره د شمالي ايرلند له اړيکو سره مشابه وي، يانې دا دولتونه به د هند شمالي ايرلند وي. موږ به هڅه وکړو چې تر هرڅومره ښو ممکنو شرايطو لاندې د هند اتحاد بېرته خوندي؛ او بيا په بشپړه توګه ترې ووځو. (وروستى پراګراف څرګندوي چې برتانيا فکر نه کاوه چې د هندوستان اوږدمهاله وېش د امکان وړ و. د ١٩٤٠ زيږديز کال د لاهور په اعلاميه کې په جوته توګه ويل شوي وو چې د په نښه شوي پاکستان د جوړښت غړي به "خپلواک مستقل" هيوادونه وي او په يوه اتحاديه کې به د يوه- بل تر  څنګ ژوند کوي. يانې هغه مهال اساساً داسې فکر کيده چې د يوه ايالت، څيرل کړي پنجاب، تر ولکې لاندې پښتونخوا، بلوچستان  او سند ژوند کول ناشوني وو).
 
د برتانيا په دفاعي نظام کې د پلان شوي پاکستان د څرنګوالي په هکله، لارد وېول په هند کې د برتانوي ځواکونو ستر کومندان، فيلډ مارشال کلاوډ اچيلنيک، ته دنده وسپارله چې رپوټ ورکړي. اچيلنيک دا رپوټ تر "دوو سرليکونو" لاندې تيار کړ:
 
(١) پر هندوستان د برتانيا تر کابو لاندې پاکستان اغېزه
(٢) د پاکستان د دفاع پرابلم
 
اچيلنيک، د لومړۍ مادې په اړه،  د خپل رپوټ په بهير کې وايي چې په تيوري کې ښايي داسې ځرګنده شي چې تر برتانوي اغېزې لاندې پاکستان به وکولاى شي د خپلواک هند له لوري د غليمانه خوځښتونو د پوتانشيل [بالقوه شونتيا] مخه ونيولى شي. خو دا خورا شکمنه ده چې پاکستان به د خامو توکيو داسې اړينې منابع، صنعتي پياوړتيا، بشري ځواک ـ او تر ټولو غوره ضروري ځمکنۍ پراختيا ولري، چې د هند پر وړاندې د جګړييزې اډې دنده ترې واخستل شي... پداسې حال کې چې اتومي انرژي پرمختګ کوي او ـ په ځمکه، فضا او سمندر کې ـ هر ډول وسلې پراختيا مومي، د فاعي ژوروالى او د شاتګ لپاره به کافي ځمکې ته ضرورت وي.  [دا هغه ستراتيژيک ژوروالى و، چې د ١٩٨٠ کلونو په بهير کې جنرال ضيا پرې ـ د افغانانو د تباه کولو له لارې ـ د پرنګي له خوا مامور شوى و] نو لدې کبله ويلاى شو چې پاکستان به داسې امکانات برابر نکړي چې د هغه په ترڅ کې برتانوي کامنويلت خپلواک هندوستان د زور له لارې له بهرنيو غليمانه اغېزو څخه لرې وساتي؛ او د هند د سمندر په سيمه کې زموږ د مواصلاتو خونديتوب تضمين کاندي. او
 
د دويمې مادې په هکله ليکي چې، فرضاً، که پاکستان کشمير ونيسي [د کشمير کشاله هم د برتانيا عمدي زيږنده وه] او يا لږ تر لږه پر هغه ژور اغېز ولري، نو پاکستان به د شمال [سينکيانګ] له خوا له جدي ګواښ سره مخامخ نه وي ـ د هماليا غرونه به يې له دفاع سره مرسته کوي ـ  ... خو پاکستان به د شمال- لوېديځ له لوري [افغانستان]؛ او د سهيل لوېديز له لوري د هند له خوا په لويه کچه  ځمکنيو بريدونو سره مخامخ وي." دا پاراګراف په پوره او زغرده توګه څرګندوي چې د افغانانو د تباهۍ پروژه تل د برتانوي کلونياليزم د کړنلارو په سر کې وه؛ له ١٨٨٠ کلونو راهيسې يې هغه په مخامخ او نامخامخ توګه د خپلو اجيرو ځواکونو په توګه پر مخ بيوله؛ او له ١٩٤٧ کاله وروسته يې د دې دندې د سرته رسولو لپاره پنجابى پوځ وروزه او چمتو يې کړ.
 
سريلا ليکي چې د برتانوي هندي د پوځونو سرکومندان له شکه پرته پر دې ګروهه و چې  که ".. وغواړو د اوبو او هوا له لارې د هند د سمندر په سيمه کې په ازاده توګه وخوځېداى شو ـ  چې زما په نظر د برتانوي کامنويلت  شتون د دوام لپاره حياتي دى ـ نو دا يواځې هغه وخت کولاى شو چې هند متحد او په خپله خوښه د کامنويلت غړى پاتې شي.." مګر ناويشلى هند خو په کامنويلت کې پاتې کيدل نه غوښتل. او ويشلى هند، د اچيلنيک پر اند، د برتانيا له پوځي موخو سره د کافي مرستې وړتيا نلرله. خو د فيلد مارشال اچيلنيک دې نظريې د لارد وېول له سِري اوپردې شاته پاکستان د زيږولو له پروژې سره توپير لاره. نو پدې اړه اچيلنيک ته د ننګونې په ژبه، د "کابينيټ ډيليګېشن" په يوه غونډه کې وايي چې:"جلالتمآپ وايسراى [وېول] وايي چې فکر نه کوي پدې اړه چې موږ د هند په شمال-ختيځ او شمال- لوېديځ [يانې پروژه شوي پاکستان] کې د نا محدودې شوې زمانې لپاره پاتې شو، د ردولو کوم لامل موجود  وي. نوموړى د سرکومندان له دې نظر سره موافق نه و چې پاکستان به، د برتانيا د امپراتورۍ د يوې برخې په توګه د برتانيا په مرسته له ستراتېژيکي پلوه د دفاع وړ نه؛ او  ددې جوګه به نه وي چې  د [برتانوي] امپراتورۍ ګټې وساتي."
 
His Excellency the Viceroy said he did not feel that there were final grounds for rejecting the possibility that we might remain in North-East and North-West India [the proposed Pakistan] for an indefinite period. He was not entirely in agreement with the commander-in-chief that Pakistan as part the Empire receiving British support would be strategically incapable of being defended and of no military advantage to the Empire. [ٍEmphasis added] 'The Shadow of the Great Game', p220

شپږمه برخه:

د کراچۍ او ډاکې تر منځ د تړاو دهليز:

پر هغه سربېره محمد على جناح د ختيځ او لوېديځ پاکستان ترمنځ د تړاو [اتصال] "يو دهليز" هم غوښت چې د څه ناڅه يو زر ميله په واټن به د هند په خاوره کې غزېده. او له بلې خوا د مسلم ليګ مشر پدې خبره ټينګ درول شوى و چې د ګرد هند د مسلمانانو د يواځنى وياند په توګه به د مسلم ليګ له غوښتنې، يانې د پاکستان له جوړونې څخه نه تېرېږي.  د سيملې د  ناکامه شوې غونډې يو ونډه وال ژورنالست، دُرګه داس، وايي:".. د غونډې په پاى کې جناح د سيملې په سيسيل هوټل کې راته وويل چې په انګلستان کې يې ملګرو ـ  د وايسراى د اجرايه کميټې د يوه غړي له لارې ـ ډاډ ورکړل شوى چې که په غونډه کې په خپله غوښتنه (يانې چې يواځې دې دى د ګرد هند د مسلمانانو د وياند په توګه ومنل شي او پدې توګه دا غونډه ناکامه کاندي) نو ورته به پاکستان ورکړ شي. په سيمله غونډه کې د مسلم ليګ يو برخه وال، حسن امام، ليکي چې د سيملې کانفرنس د دوه تنو سکرتريانو څخه يوه يې، سيسيل هوټل ته پر لار ودرولم او ويې ويل چې د وايسراى د اجرائيه کميټې يوه غړي جناح ته سلا ورکوله چې [په خپل دريځ] ټينګ ودرېږي.

According to Durga Das, a journalist of great integrity, Jinnah told him in the left of the Cecil Hotel, Simla (towards the end of the conference that he had been assured by friends in England, through a member of the Viceroy Executive Council, that 'if he remained firm on the demand (of exclusively representing the Muslims and thus breaking the conference) he would get Pakistan … One of two secretaries of the Simla conference has written: 'Hussain Imam, who attended the conference in his capacity as the leader of the Muslim League Party in the Council of States, stopped me on my way to the Cecil Hotel and said that a member of the Viceroy Executive Council was advising Jinnah to stand firm. Narendra Sarila, 'The Shadow of the Great Game', p186

دا خبره هرچا ته څرګنده وه چې د جناح له خوا دا اېښودل شوي شرطونه، نه عملي او نه نورو هندي سياسي ځواکونو ته د منلو وړ وو. خو د لارد وېول موخه هم دا وه چې پداسې شرايطو کې د سيملې غونډه راوغواړي چې د هغې د بريا شونتيا بېخي صفر وي. نو کله چې د سيملې غونډه ناکامه کړل شوه، جناح اخطار ورکړ چې که پاکستان ورنکړى شي، "کلي او کوڅې به" په وينو ولړي. له هغې نېټې مسلم ليګ د " رښتيونى مومن، يا کافر او يا خاين" شعار د ګرد مسلمان ولس پرخلاف خپل کړ. هغه مسلمان چې به د جناح-پرنګي په پره کې ودرېد، مومن، او هغه چې به د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د دسيسې پر ضد ودرېد، کافر يا خاين وبلى شو.

دهند يوه ټوټه–“A BIT OF INDIA

لارد وېول ليکي چې ـ په برتانيا کې د ١٩٤٥ زيږديز کال ټولټاکنو په پايله کې د محافظه کار ګوند له ماتې وروسته مې ـ  له وينسټن چرچل سره وليدل. پداسې حال کې چې نور په هند کې د پاتې کېدو خوب يې ناسم ختلى و، چرچل راته د وروستۍ خبرې په توګه وويل چې:د "هند يوه ټوټه ځان ته وساته".  “Keep a bit of India”

نو جناح ـ د چرچل لپاره "د هند د يوې ټوټې د ساتلو" په موخه ـ د "کليو او کوڅو پر وينو لړلو" د خپل هوډ په عملي کولو لاس پورې کړ. د ١٩٤٦ کال د اګست پر ١٣ [روژه کې] مسلم ليګ ګوند د " مخاخ اقدام" تر شعار لاندې يوه اعلاميه خپره کړه چې کاپي يې ـ د [کلکتې] د ګورنر د دوتر له لارې ـ لندن او ډهلي ته استول شوې وې. ".. پدې لاسوند کې له شکه پرته دا خبره جوته ده چې د کلکتې ګورنر ته د مسلم ليګ د ارادې خبر مخکې له مخه ورکړ شوى و". دا اعلاميه پداسې ژبه ليکل شوې وه چې له هغې نه له نيمې پېړۍ ډېرې مودې وروسته د القاعده له اعلاميو سره يې يواځې سر نه خوړ،بلکې تر هغې لا ډيره شديده وه.

د مسلم ليګ د اعلاميې په وروستي پراګراف کې ويل کېږي:

د رمضان په مياشت کې قُران [شريف] نازل شوى؛ د رمضان په مياشت کې خداى پاک د جهاد کول جايز وګڼل؛ د رمضان مياشت وه چې په ٦٣٤ کال د اسلام او بېدينانو تر منځ لومړۍ جګړه په بدر کې وشوه، چې په کې ٣١٣ مسلمانان د ٩٠٠ کفارو پر وړاندې کامياب شول؛ د رمضان په مياشت ٦٣٠  کال د پيغمبر (صلعم) پر مشرۍ، لس زره مسلمانانو مکه [معظمه] فتح کړه او په عربستان خاوره يې د خداى سلطنت او اسلامي کامنويلت جوړ کړ. مسلم ليګ نېکمرغه دى چې پدې سپېڅلې مياشت کې خپل اقدام پيل کوي.[دا سوچه او سُتره هماغه جناح، چې په "ويسکي"  څښلو يې تل خوله بوينه او غرمنۍ يې "د خوک غوښه" وه؛ نه د اسلام له پينځه ستنو[پنج بنا] څخه خبر و؛ نه يې لمونځ زده و، نه يې روژه نيوله او نه پر نورو سپييڅلواسلامي ارشاداتو پوهيده ؛ او هغه مسلم ليګ دي چې د برتانيا پر توره د له پښو اچول شوي پرنګي د ساتلو او ننګه يې د "خلافت نهضت" پر ضد اقدام کړى و.]

د مخامخ اقدام د عملي کولو په نتيجه د "کلکتې ستر- وژنو" په پايله کې د ښار کوڅې د پينځه زره تنو وژل شويو او له شل زره څخه زياتو ټپيانو په وينو رنګ شوې وې. ډېره ناسمه به نه وي چې د ملتونو تر منځ د حق غوښتنې جګړه له هماغه نېټې ـ د برتانوي پرنګي پر لاس، لمسون او ګټه ـ په مذهبې جګړه واړول شوه او دا تر ننه پورې دوام لري.

 

په ١٩٤٧ زيږديز کال، د محمد على جناح په قول، په پرديو خاورو "ټوټه او پويو خوړلى پاکستان" شل فاميلي بيروکراسۍ او راجه- جرنيلانو ته وزيږول شو. او د جناح اسلام ".. د پنجاب د ځمکوالو.." لپاره د پټووني [کموفلاژ] لپاره  استعمالېده. اصغرخان د "اسلام، سياست او دولت" په ٨٠-٨١ مخونو کې ليکي:".. د دې لپاره چې د [پنجاب] د ايالت پر سياست دوديزه فيوډالي ولکه ټينګه وساتي، ګڼ شمېر سياستوالو احساس کاوه چې يواځې ورته عادي مسلمانتوب کفايت نه کاوه،  نو له دې کبله يې له ځانه د ولايت درجې ته د لوړولو تکل وکړ.  د مسلم ليګ د مشايخو کميټه جوړه شوه او واقعاً د يوې شپې د تېرېدلو په بهير کې د [پنجاب] ايالت په سياسي افق کې د ((پيرانو)) او ((سجاده نشينانو)) نومونه راووتل: د ممدوت خان افتخار حسين خان د ممدوت شريف پير جوړ شو؛ سردار شوکت حيات خان د واه شريف سجاده نشين ونومېد؛ ملک فيروزخان نون د سرګوده شريف دربار جوړ شو؛ سردار شوکت حيات خان د واه شريف سجاده نشين شو؛ او د کميټې سکرتر، محمد ابراهيم علي چشتي ته، د پيسه اخبار شريف د فاضل هند سجاده نشين عنوان ورکړ شو."

 

 In order to consolidate their traditional feudal hold on politics in the province, many politicians felt that being an average run of the mill Muslim was not enough, and so they proceeded to the status of divines. A 'mushaikh' committee of the Muslim League was formed and virtually overnight and embarrassment of 'pirs' and 'sajjada nashins' appeared on the political horizon of the province. Khan Iftikhar Hussain Khan of Mamdot was described as Pir Mamdot Sharif, Sardar Shawkat Hayat Kahn as sajada nashin of Wah Sharif, Malik Feroz Khan Noon of Darbar Sargodha Sharif and to top it all, the secretary of the committee, Mr Ibrahim Ali Chishti, was designated Fazil-i-Hind sajjada nashin of Paisa Akhbar Sharif.

 

انګريزي پوځ او بيروکاتان "برتانوي پاکستان" ته واواښتل. د برتانوي پاکستان د جوړښت غړي دا وو: په دوو برخو [پاک اوناپاک] د لاهور او بنګال څيرل؛ او [د شمال لويديځ صوبه سرحد او فاټا] په نوم اړول شوې هغه افغانځمکې وې چې امپيريالستي برتانيا ته د ګندمک او ډيورند د پوهاوي- ليکونو پر بنسټ د "ګومارل" شويو يانې په کرايه ورکړل شويو (assigned territories)په توګه ورسپارل شوې وې. د صوبو ګورنران يې دا وو: (١) د بنګال ګورنر: سر فريديرک بورن. (٢) د پنجاب ګورنر: سر فرانسيس موډي. (٣) د سرحد ګورنر: جيورج کننګهم. (٤) د بلوچستان ګورنر: اې جي جي. پر دې سربيره د "پاک- پوځ" کومندانان هم پرنګيان وو: د (١) د ځمکنيو ځواکونو سر کومندان: جنرال راس مکاى. (٢) د هوايي ځواکونو سرکومندان: اير وايس مارشال پيري کين. (٣) د سمندري ځواکونو سرکومندان: ريير اډميرل جيفرډ.

خپلې پوځي ادې، برتانوي پاکستان، ته له ليږديدلو سره سم د "پاک-پوځ" پرنګي مرستيال ستر درستيز، مېجر جرنيل کاوتُم [Maj Gen R Cawthome] په ١٩٤٨ زيږديزکال کې د آى اس آى بنسټ کيښود. د آى اس آى په دنده کې په پاکستان کې د ننه او بهر د مالوماتو راټولول؛ د پاکستان د درۍ پوځي خدماتو ترمنځ د جاسوسي کوردينه کول؛ د هغوى پر کدرونو، رسنيو، په پاکستان کې پر سياسي فعالو ځواکونو، په بهر کې پر پاکستاني ديپلوماتانو؛ پر مخابراتو او سلګونو نورو داسې ورځنيو دندو څار. په واقعيت کې آى اس آى "... د دولت په منځ کې بل دولت دى چې نه د جمهور رئيس او نه لومړي وزير واکمنۍ ته غاړه ايږدي. نو پر آى اس آى د نه کنترول پايله په فساد، مخدراتو او غټو پيسو پايليږي چې سياسي سيناريو لا نوره هم پسې پېچلې کوي. آى اس آى نه يواځې په افغانستان کې د جګړې د تمويلولو لپاره د مخدره موادو له لارې موندلې پيسې استعمالولې، بلکې په کشمير او شمال- ختيځ هند کې د پراګزي جګړو لپاره يې هم کارولې. 

The ISI ‘has become a state within a state, answerable neither to the leadership of the army, nor to the President or the Prime Minister. The result is there has been no real supervision of the ISI, and corruption, narcotics, and big money have all come into play, further complicating the political scenario. Drug money was used by ISI to finance not only the Afghanistan war, but also the ongoing proxy war against India in Kashmir and Northeast India.’

همدا آى اس آى و او دى چې برتانوي پاکستان د هغو خاورو د څښتنانو په نابودولو مامور کړ چې پرنګي ترې "غلا کړې" وې. د "پاک پوځ افسران" يې، چې له پرنګي څخه په تقليد، د "پينډۍ نايټ-کلپونو ته تلل؛ له غرمې ناري نه مخ کې به يې جن او تونيک؛ او د ماښام له ډوډۍ د مخه به يې سُوډا او ويسکي څښل، د افغانانو، بلوڅو او سندهيانو د وژلو لپاره په بېباکۍ او بربنډې رياکاري د خداى له مقدسې کليمې، لاالله الا لله، څخه ناروا ګټه پورته کوله. پدې توګه د دې خاورې د اصلي اوسيدونکو يوه برخه هم له خپلو کورونو او نغريو څخه شړل شوي وو، د اسلام تر نوم او نقاب لاندې وژل کيدل او پر هراړخيزو بشري حقونو يې تېرى کېده. د دې نارواو په پايله کې د افغان ملت پر وجود تپل شوي ژور زخمونه په ناسور بدل او د نه زغم کچې ته رسيدلي وو.

اوومه برخه:
ترهګري له برتانوي پاکستان سره غبرګه زيږول شوې او تر دې دمه يې دولتي پاليسي يې پاتې شوې ده.
 
يوه بيلګه:
د سکندر ميرزا زوى، همايون ميرزا، وايي چې د يوې پټې غونډې په ترڅ کې، محمد على جناح د ده پلار ته ورياده کړه چې:".. په هند کې له حکومت څخه استعفا  وکړي او قبايلي سيمو ته، چې دى پکې خورا ښه بلد دى، راستون شي. په هغه ځاى کې دې [د خدايي خدمتګار] پرضد جهاد پيل کړي ... د  جناح غوښتنې سکندر ميرزا هک حيران کړ... هغه پوهېده چې بغاوت ته د قبايلو د هڅونې په پايله کې به خورا زياته وينه تويې شي... خو ... بيا يې هم د جناح خبره نشوه ردولى ... نو جناح ته يې وويل چې د دې سترې دندې سرته رسولو لپاره به ـ په تېره په وزيرستان، تيراه او مومندو کې ـ پيسې په کار وي ... کله چې [جناح] ترې وپوښتل چې څومره، سکندر ميرزا يې په ځواب کې وويل: يو کروړ (چې د شلمې پېړۍ په پاى کې د پنځوس کروړه روپيو معادل وې.) ... سکندر ميرزا ته يې د بېړنيو لګښتونو لپاره شل زره روپۍ ورکړې، او ورته ويې ويل چې نورې به د بهوپال نواب ورته تيارې کړي. د موضوع د پټو ساتلو لپاره به، ده ته د دې ماموريت د سرته رسولو په هکله په مناسب وخت کې وويل شي."
He [Jinnah]) asked Iskander Mirza to resign from the Government of India and return to the tribal territories he knew so well. There he was to start a jihad (Holy War) … Jinnah's request stunned Iskander Mirza … He knew that if the tribes were persuaded to rise in revolt, there would be considerable bloodshed … Yet … he could not refuse Jinnah … so he told Jinnah that money would be needed to undertake this immense task, particularly if it involved inciting the tribesmen in Waziristan, Tirah and moh[m]and country… When asked how much, Iskander Mirza estimated one crore of Rupees (equivalent to Rs. 50 crore at the end off the twentieth century)… Iskander Mirza was given Rs 20,000 for immediate expenses and told that the Nawab of Bhopal would provide the rest. As for cover, he would be told of it at the right time.' Humayun Mirza, From Plessey to Pakistan (Rowan and Littlefield Publishers, Oxford, UK, 1999, pp.151-52) – quoted in Sarila pp 305-06
د ٢٠١١ زيږديزکال د ميې مياشتې پر دويمه نيټه، نيمه شپه، امريکايي هيلوکاپترې ايبټ اباد ته ورسېدې او پر هغه ودانۍ يې بريد وکړ چې اُسامه بن لادن پکې اوسېده. داسې ويل کيږي چې پدې هکله پاکستاني دولتي، امنيتي او څارګري واکمن نه و خبر کړل شوي. دا خبره که څه هم د منلو وړ نه او له منطق سره برابره نه ښکاري، خو د تاريخ په شهادت په پنجابي زرادخانو کې د داسې نادودو اونامنطقيو کمى نشته. ايبټ اباد د هغه پرنګي ميجر، جيمز ايبټ (اباټ)، نوم دى چې په ١٨٥٣ زيږديز کال يې پر  مشوااڼيو پښتنو د "نوحه" نيولو په پايله کې ونيو. نوموړى مشواڼيو ته په ننواتې ورغى او ترې ويې غوښتل چې پر پنجاب د سيکانو د حکومت د لرې کولو لپاره ورسره مرسته وکړي. کله چې جيمز اباټ "صاحب" د هزاره ولسوالۍ ونيوله، نو هغه يې د هماغو مشواڼيو د تباه کولو او "په شمال کې د پښتنو قبايلو او تندروانو مسلمانو پر خلاف يې ترې پوځي اډه" جوړه کړه. د پرنګي پراګزي پنجابي پوځ له هغې زمانې راهيسې اباټ اباد د پرنګي په خدمت کې د پښتنو او مسلمانانو پرضد کارولى او د پاکستان د نخبه پوځي اکادمي په شمول د "پاک پوځ" خورا ستر او غوره تاسيسات هلته وجود لري. د بن لادن استوګنځى له پوځي اکادمي څخه يواځې يو "څو سوه يارده" لرې پروت و. د ٢٠١١ کال د ميې مياشتې په ٣ نيټه په لندنکې د د ټايمز ورځپاڼه ليکي چې: "د پاکستان د نخچ په اړه به د اتبار وړ تفصيلات ښايي له واشنګټن څخه په راتلونکيو اونيو او مياشتو کې څاڅکي- څاڅکي رالوڅ کړل شي. داسې تفصيلات به پاکستاني سرچينې لوڅ نه کړي. د دې دليل دا دى چې پاکستان له تندروۍ سره په معامله کې يواځې دوه-مخې لوبه نه کوي، بلکې څلور- مخه رول لوبوي. لومړى دوه-مخيز رول يې د امريکا د رول په هکله دى. لکه څنګه چې په ويکيليکس کې څرګند کړل شو، د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو کې د طالبانو اوالقاعده پر خلاف د بې پيلوټه الوتکو (ډرون) بريدونه په ظاهره غندي، خو په حقيقت کې د امريکا له چارواکو سره په پټه کې د هغوى هرکلى کوي. د دې دليل دا دى چې ... پدې  بريدونوکې د پاکستان د حکومت او پوځي کومندانانو ګڼ شمير دښمنان [پښتانه] وژلي دي... دا جوته خبره ده چې ولې پاکستان غواړي چې امريکا د بن لادن د وژلو مسئوله وګڼي. د هغوى [پاک پوځ] لپاره به دا خبره، چې هغه يې نيولى يا وژلى واى، بيسارې کړکيچ واى او عادي پاکستانى ولس به يې بوږنولى واى – ځکه چې د هغوى ډېرى پدې ګروهه دي چې د سپتامبر ١١ د سي آى اې او موساد توطيه وه".
Credible details about Pakistan’s role may emerge in leaks from Washington over the coming weeks and months, but are very unlikely to come from Pakistani sources. This is because Pakistan has been playing not a two-faced, but a four-faced role when dealing with extremism. The first pair of face concerns the role of the US drone attacks on Taliban and Al-Qaeda targets in … tribal areas while welcoming them in private conversation with US officials. The reason is that the drone campaign is detested by the Pakistani public but welcomed by the government and army commanders because it has killed many of their enemies… It is obvious why Pakistan would want the US to be responsible for killing Osama bin Laden. For them to have killed or captured him would have been a hideous embarrassment that would have infuriated ordinary Pakistanis – most of whom believe that 9/11 was a CIA/Mossad plot
په ايبټ اباد کې د بن لادن "اوږد مهاله" استوګنه او استوګنځى، چې له اسلام اباد څخه په خورا لنډ واټن، يانې ٣٥ ميلۍ کې پروت دى، د دې واقعيت ښکارندوى دى چې پاکستاني چارواکو لکه د تل په څېر له نړۍ سره دوه-مخيزه [يا څلور-مخيزه] چالچلن کړى؛ له "ترهګرو" سره د جګړې په نوم يې بيګناه کسان وژلي اووژني يې. د دې دوه مخيزې وسلې تيره څوکه د افغان ملت وينو او هډوکو ته رسيدلې، په مليونونو افغان تنکي ماشومان، ښځې او بيدفاع سپين ږيري يې وژلي، معيوب کړي او يا په ژوند تري تم شوي دي
اتمه برخه:
اُسامه بن لادن څوک و:
اُُسامه بن لادن، د ١٩٥٧ زيږديز کال د جولاى پر ٣٠ نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه، رياض، کې زېږېدلى و. پلار يې، محمد بن لادن،  د يمن تبعه و او په ١٩٣٠ زيږديز کال کې يې د بېوزلۍ له کبله د سعودي عربستان جِدې ښار ته کډه کړې وه ـ پنډيتوب يې کاوه.  محمد بن لادن "لږ تر لږه" لس ودونه کړي وو؛ اسامه يې د ٤٣ ژوندي پاتې شويو اولادونو څخه ٢١ زوى و. پر بشپړه باوري توګه څرګنده نه ده چې مور يې، حميده، د سوريې [شام] وه که د سعودي عربستان.  اُسامه له خپلې مور څخه څو سکه خوندې لرلې، خو سکه ورور يې نه درلود. مور يې لا تر ٢٠٠٢ زيږديز کال پورې ژوندۍ وه، بل مېړه يې کړى و او تر هماغه مهاله پورې يې له خپل زوى سره اړېکي ساتلي وو.
سعودي عربستان ته تر کډې وروسته، محمد بن لادن په هغه هيواد کې د ودانولو پر دنده لاس پورې کړ او په هغه کې بريالى و.  د سعودي عربستان د تېلو شتمنو کلونو په بهير کې يې د سعودي له ټولواکې کورنۍ څخه د جوماتونو او دولتي ودانيو جوړول ټېکه کړل، او د کورنۍ ماڼۍ يې ودانې کړې چې په پايله کې يې د سترو شتمنيو خاوند شو.  نوموړى په ١٩٧٠ کال د الوتکې د راغورځېدو له کبله ومړ
داسې موارد شته چې په ځوانۍ کې اسامه بن لادن او کورنۍ يې لوېديځ ډوله لاوبالي ازاد ژوند درلود. يو ګڼ شمير خپاره شوي انځورونه [فوټوګان] ځوان اسامه او د ګڼې کورنۍ ګڼ نارينه او ښځينه خويندې وروڼه يې، د ميني- سکرټ په شمول، په پاريس،  لندن او سويتزرليند کې د لويديځ نوي کول په پاروونکو جامو کې ښيي چې د فلمي کامرو مخې ته ولاړ دي. نه يې پر سر د چلتار کومه نښه شته، او نه د "حجاب" کومه نښه ليدل کيږي. عرب ټولواکان، لکه د پنجابي پوځي بيروکراسۍ په څير، خپل ځان ته د ژوند اوتهذيب ځانګړى قوانين لري؛ خو عام ولسونو د اسلام د مقدس په نوم تر استبدادي کوتکو او چړو لاندې وژني.
خو اسعد ابوخليل د "بن لادن، اسلام او د ترهګرۍ پرخلاف د امريکا نوې جګړه" کتاب کې ليکي چې که څه هم لوېديزې سرچينې په ځوانۍ کې د نوموړي ژوند نابندوباره او له فساد سره يوځاى ښيي، خو پدې اړه "هېڅ شواهد" نشته. واقعيت د دې ښکارندوى دى چې اُسامه له تنکۍ ځوانۍ څخه راهيسې "حياناک" او مومن و، او هغه وخت يې بنسټپالنې ته مخه کړې وه کله چې د ټولواک عبدالعزيز په پوهنتون کې محصل و. د سيد قطب ورور، محمد قطب، چې د مسلمانو وروڼو "اخوان المسلمين" د غورځنګ تيوريسن و، په پوهنتون کې د نوموړى د اسلامي پوهنو ښوونکى و.  د دې لپاره چې د السعود د کورنۍ نوم ترې لرې کړي، بن لادن په ١٩٧٠ کلونو کې ـ کله چې په پوهنځي کې محصل و ـ کمپاين پيل کړى و چې هغه پوهنتون دې "رياض پوهنتون" وبلى شي.  ويل کېږي چې نوموړي په هماغه مهال له يوه فلسطيني بنسټپال، عبدالله عزام، سره هم پېژندلي وو. 
 
عزام په افغانستان کې د شوروي پوځونو پرخلاف جهاد کې د نړيوالو مجاهدينو پر استخدام بوخت و.
کله چې د جرنيل ضيا تر کومندې لاندې په افغانستان کې د شوروي پرخلاف جهاد پيل شو، نو د پنجابي جنرالانو په نوښت د افغانانو د جهاد د نړيوال کولو پروسه پيل شوه. د دې پروسې په بهير کې، د افغانانو د غوښتنو پر خلاف، د نړۍ له هر ګوټ نه د "رضاکارانو" په راغونډولو لاس  پورې کړل شو؛ د آى اس آى، سي آى اې، موساد او ام آى ٦ په هڅونه په زرګونو "اسلامي فدايان چې د خپلې ګروهې، او د امريکا او لوېديځوالو ارادې او زړه ته د خورا نږدې داعيې [يانې د سړې جګړې خپل حريف، شوروي، د وهلو] لپاره مرګ ته تيار وي"، د عربستان په پيسو او پاکستان په ويزو پيښور ته راتويې او افغانستان ته واستول شول. د سعودي عربستان په شمول، عربي نړۍ خپلې "بنديخانې ماتې کړې"، ټول جنايتکاران يې "مقدس جهاد" ته مامور کړل ترڅو پدې توګه له خپلو "غلو، قاتلانو، سړي وژونکو او ورانکارانو" څخه ځانونه خلاص کړي.
د پاکستان پوځ او څارګرو، د خپلو د دوديزو ترهګرۍ ميتودونو د په کار اچولو په ترڅ کې، چمتو شول چې د شوروي د اکمالاتي لارو د تړلو په موخه په ځانمرګي تخريبي عملياتو ډاډ وکړي.  خو دا ماموريت سخت ثابت شو ځکه چې د افغانستان حتى "ډېر اسلامپال  هم چمتو نه وو چې د ځان وژنې په عملياتو" لاس پورې کړي. د بېلګې په توګه، کابل شمال ته د سالنګ تونل د الوزولو لپاره، [کرنيل] يوسف د لارۍ بمونو د چوولو وړانديز وکړداسې چې آى اِس آى به د تيلو په ټانکرونو کې د چاودېدونکو موادو په ايښودلو کې مرسته کوي او [افغان مجاهدين به د يوه ځانمرګي ماموريت په ترڅ کې هغه چوي.]  خو افغانان دې کار ته چمتو نه وو. لدې کبله د دې کار د تر سره کولو لپاره، لدې پرته چې د لارۍ ډرايور دې ته تيار شي چې ځان ووژني، بله عملي لار نه وه.  هغو افغانانو چې د افغان جهاد واکمن، کرنيل يوسف، روزلي وو، په يوه خوله د ځانمرګۍ بريدونو وړانديز رد کړ ځکه چې د دين پرخلاف و.  دا يواځې د سعودي عربستان، اردُن، الجزاير، او نورو هيوادونو عرب رضاکاران وو چې په يوه بشپړ بل کلتور کې لوى شوي وو، په خپله ژبه يې خبرې کولې، "او پداسې حال کې چې له خپلو کورونو او کورنيو څخه لرې په جګړه بوخت وو، د اسلام ځانګړى تعبير يې کاوه." همدا وګړي وو چې بيا وروسته يې د ځانمرګي بريدونو ښوونه يې کوله.  د افغان ملت رښتينو مجاهدينو، چې له خپلو کورنيو، ټبر، سيمېيزو او ټولنيزو شبکو سره اوبدل شوي وو، په لوړه کچه په ځانمرګي بريدونو کې ونډه نه لرله. ډېرى وخت يې په پلونو او تجارتي لارو هم، که چېرې به د ملکي سوداګرو او کروندګرو لپاره د اهميت وړ وو، له بريد کولو څخه سرغړونه کوله. 
پر هماغه مهال، اسامه بن لادن له يوه بل "بنسټپال"، ايمن الظواهري، سره د جهاد د وختونو په افغانستان کې پېژندګلوي موندلې وه. مصري تبعه، الظواهري، چې يو مسلکي طبيب و، د سيد قطب عملي پالندوى او په مصر کې يې د "سکيولر" دولت پرضد په ګڼ شمېر انقلابي کړنو کې ونډه لرله.  ابو خليل ليکي چې د الظواهري فلسفه "حتى له قطب" سره په پرتله خورا شديده وه.  د "اسلامي جهاد" په نوم خپل ګوند يې پر خورا خشن لوري روان کړى و او د مصر په خاوره کې يې ګڼ شمېر بهرني سيلانيان وژلي وو.
اُسامه بن لادن، مخکې له دې چې له ايمن الظواهري سره وپېژني، په پوهنځي کې د زده کړو پر مهال د سيد قطب انګازې لوستلې وې او ترې ژور اغېزمن شوى و.  پداسې حال کې چې د خپلې کورنۍ په تجارت کې په دنده بوخت و، بن لادن خپله انرژي او منابع د اسلام د پرمخ تګ لپاره په کارولې. په سعودي کې يې د هغو اسلامپالو ملاتړ کاوه چې په يمن کې د کمونيزم پر خلاف جنګېدل. د ١٩٧٩ کال د دسامبر پر ٢٦ نېټه پر افغانستان د شوروي پر يرغل پسې د يوې مياشتې د ننه، اسامه بن لادن پاکستان ته ولاړ.  هلته يې له برهان الدين رباني او عبدالرب رسول سياف سره، چې د حج پر مهال يې ورسره پېژندګلوي موندلې وه، وليدل.
روهان ګُنراتنا ـ "په القاعده کې د ننه" ـ نومي کتاب کې ليکي چې د ديني زده کړو ښوونکى او د جمعيت اسلامي مشر، رباني؛ او سياف د هغو اووه تنه سترو کومندانانو [تنظيمي مشرانو] له ډلې څخه وو چې د شوروي پرضد يې جهاد کاوه. په جهاد کې دوى د هغه نړيوال ائتلاف پوځي، لوژستيکي او مالي ملاتړ لاره چې سي آى اې جوړ کړى و.  په دې ائتلاف کې امريکا، برتانيا، سعودي عربستان، پاکستان، چين او ګڼ شمېر  نور هيوادونه شامل وو.   کله چې اُسامه د لومړي ځل لپاره پېښور ته ولاړ، هلته ډېر  لږ شمېر عرب مجاهدين وو چې په شوروي ضد جګړه کې يې ونډه لرله. خو نوموړى د يوې لنډې مودې په بهير کې د ډاکتر عبدالله عزام تر اغېزې لاندې راغى.
ډاکتر عبدالله عزام په ١٩٤١ کال د شمالي فلسطين په يوه کلي کې زېږېدلى و. په ١٩٦٧ کال د اسرائيلو له خوا د اردن د لوېديزو غاړو له نيولو وروسته، عزام اردن ته ولاړ چې د اسرائيلو د اشغال پرخلاف په مقاومت کې برخه واخلي. له اردن څخه (د جرنيل ضياالحق تر کومندې لاندې د پاکستان اجيرو پوځيانو په مرسته) د فلسطين د ازادۍ د سازمان له يستلو وروسته، نوموړى مصر ته ولاړ چېرې چې يې په الاظهر پوهنتون کې هم په شرعۍ قانون کې د دکتورا لپاره سبق وايه او هم يې په هغه پوهنتون کې درس ورکاوه. په ١٩٧٩ زيږديز کال کې نوموړى د "اسلامي فعاليتونو" له کبله له ټولواک عبدالعزيز پوهنتون څخه اخراج او په نتيجه کې يې پاکستان ته ولاړ.
[له اردن څخه د فلسطيانو په شړلو کې جنرال ضيا، چې پر هغه مهال لا جنرالۍ ته نه و رسېدلى، ستره برخه لرله.  نوموړى د هغو پاکستاني پوځيانو کومندان و چې د فلسطيني مهاجرينو وينو تويولو ته اجير شوى و.]
له اُسامه بن لادن سره په ګډه، عبدالله عزام په ١٩٨٤ زيږديز کال کې د "افغان خدماتو دفتر" په نامه سازمان جوړ کړ. دا سازمان په ځانګړې توګه د بهرنيو، په تېره عرب مجاهدينو لپاره جوړ شوى و.   هغوى د الانصار په نامه، د جهاد لومړنى روزنيز کمپ د پکتيا په ځاځيو کې جوړ کړ. کله چې د ١٩٨٠ مو کلونو په بهير کې په پاکستان او افغانستان کې  د عرب جنګياليو شمېر څلور سوه تنو ته ورسېد، د پاکستان حکومت له سعودي ټولواکې کورنۍ څخه غوښتنه وکړه داسې څوک ورواستوي چې ددې "نړيوال غونډ" مشري پر غاړه واخلي.  اُسامه بن لادن د دې دندې لپاره "طبعي" غوراوى و.  د ١٩٨٠ کلونو په نيمايي کې، بن لادن مجاهدينو ته د ورروانو سترو نړيوالو مرستو سره خپل استعداد يوځاى؛ د ودانولو درانه ماشينونه يې راوړل؛ د لارو او ځمکتلو سمڅييزو کامپليکسونو په جوړولو يې لاس پورې کړ؛ د پکتيا د ځاځيو په غرونو کې د ننه يې په کيلومترونو اوږده تونلونو وکيندل چې پکې روغتونونه، وسلتونونه او په سلګونو جنګيالانو لپاره د مېشت او روزنې اسانتياوې شته وې.  په دې سربېره يې په نړيواله کچه ګڼ شمېر مرستندويه ادارې جوړې کړې.  د امريکا په بروکلين ايالت کې د کفاء مهاجرينو د مرکز او جومات په ګډون يې، په هغه هيواد کې ګڼ شمېر خيرېه ټولنې او جوماتونه ورغول.  د افغانانو په منځ کې د لوړ نوم خاوند شوى و. روهان ګُنارتنا په نيوزويک اونيزه کې د افغانانو له قوله ليکي چې ".. نوموړي نه يواځې دا چې موږ ته يې پيسې راکولې، بلکې خپل ځان يې هم راسپارلى و. خپلې هوسا ماڼۍ يې شا ته پرېښودې، له افغان کروندګرو او عرب جنګيالو سره يې يوځاى ژوند غوره کړ.  له هغوى سره يوځاى يې پخلى کاوه، يوځاى يې ور سره خوړل، او يوځاى يې سنګرونه ور سره  کيندل. "
نهمه برخه:
 
د افغانانو ترمنځ د "شيخ اُسامه بن لادن" شهرت ـ د هغه پر سخاوت سربېره ـ له دې کبله هم لوړ شوى و چې خورا زړور او توريالى و.  د سي اِن اِن له تلويزيون سره په يوه مرکه کې، دا خبره جوته شوې وه چې څو ځله "سرسري" ټپي شوى و او د شوروي له خوا د زهرجن غاز له بريدونو سره مخامخ جنګېده.  په ١٩٨٩ زيږديز کال يې د شوروي پوځونو پرخلاف د ځاځيو په خورا پرېکنده جګړو کې برخه لرله.  که څه هم په افغانستان کې د بهرنيو مجاهدينو د شمېر په هکله کوم دقيق مالومات نه و، خو د ١٩٨٠ کلونو په وروستيو کې د عربو ـ سعودي، يمني،  الجزايري او مصري ـ  مجاهدينو ګڼه د ٢٥ او پنځوس زره تنو په شاوخوا کې اټکل کېده.  د افغان مجاهدينو شمېر اټکل د ١٧٥ او ٢٥٠ زره تنو ترمنځ و.
 
د ١٩٨٨ او ١٩٨٩ کلونو په بهير کې د اُسامه بن لادن او ډاکتر عزام ترمنځ اړيکي ترينګلي شوي وو.  عبدالله عزام د داسې يوه اسلامي "ګړندي-غبرګون ځواک" د جوړلو په لټه کې و چې د نړۍ په هر ګوټ کې د تر ظلم او استبداد لاندې مسلمانانو ملاتړ ته ور ودانګي.  د همدې تفکر پر بنسټ و چې د القاعده جوړولو ته يې لار پرانيزې وه.  له بن لادن سره د ډاکتر عزام د مخالفت يو لامل دا وچې نوموړي [عزام] غوښتل ګړندى غبرګون ځواک يواځې د "کفارو" پرخلاف وکارول شي، خو بن لادن له اسلامه د ګرځېدلو "عربي لاسپوڅو رژيمونو" په خلاف هم د هغه د استعمال د جواز لرلو پلوي و.  پدې هکله لارنس رايټ د خپل کتاب په ١٤٣ مخ کې ليکي چې: ".. بن لادن له پېښور څخه د تل لپاره  تر وتو د مخه عزام ته د خداى پاماني لپاره ورغى.  د بن لادن شهرت څه ناڅه عزام کمځواکه کړى و، خو د دوى ترمنځ دوستي لا خوندي پاتې وه.  هغوى يو بل اوږدې شېبې په غېږ کې نيولي وو او دواړو اوښې تويولې.  داسې څرګندېدله چې ګواکې هغوى پوهېدل بيا به يو بل ونه ويني."  Al-Qaeda's Road to 9/11 – Lawrence Wright
 
د دواړو ترمنځ د داسې مخالفتونو په  نتيجه کې، د ١٩٨٩ کال د نوامبر پر ٢٤ عزام او دوه زامن يې ـ ابراهيم او محمد ـ  هغه وخت د يوه بمي بريد په پايله کې ووژل شول چې په پېښور کې د جمعې د ورځې لمانځه ته روان وو.   که څه هم ـ لکه د نورو داسې وژنو په هکله ـ د عزام د قتل په اړه هم بېلابېلې نظريې موجودې وې، خو ګروېژنو او شواهدو داسې ښودل چې د دې قتل شا ته، د بن لادن په لارښودنه، د ډاکتر الظواهري لاس و.
 
د عبدالله عزام د وژلو په هکله يوه بله نظريه هم شته وه.  لارنس رايټ ليکي چې د عربو ګڼ شمېر د حکمتيار پلويان وو.  خو يواځې د عبدالله عزام زوم، عبدالله انس، شيخ عزام وهڅاوه چې پنجشېر ته د احمدشاه مسعود د ليدلو لپاره لاړ شي." دا هغه مهال و چې د مسعود شهرت ته، له کې جي بي سره له يوې خوا، او له اِم آى- ٦ سره له بلې خوا د اړيکو لرلو له کبله زيان رسېدلى و. رايټ ليکي چې مسعود او سل تنه جنګيالو يې ډاکتر عزام ته د پاکستان پر پوله ښه راغلاست ووايه.  د لارنس پر قول، چې د دواړو [عزام او مسعود] خبرې يې يوه بل ته ژباړلې، مسعود "لکه د کوچي پرڅېر" د خوب په دوه کوټييزه ودانۍ کې ژوند کاوه.  عزام د مسعود تواضع او، د نورو مجاهدينو د نامنظمو وسلوالو له دسپلين سره په پرتله، د نوموړي کسانو ډېر اغېزمن کړى و.  کله چې پېښور ته راستون شو، عزام د مسعود په اړه د خپلې مفکورې بدلون له چا پټ نه کړ.  هغه حتى سعودي عربستان او کويټ ته ولاړ چې په بهير کې يې ويل: "ما رښتيونى اسلامي مجاهد ليدلى. هغه مسعود دى." عزام مخکې له مخه ډېر غليمان لرل. بن لادن عزام ته زارۍ کړې وې چې هغه مهال ورته له ډېر خطرناک شوي پېښوره څخه ووزي.  يوه جمعه د حکمتيار کسانو د عزام کور ته نږدې جمات مخې ته يو پياوړى بم  شنډ کړ.  د ١٩٨٩ کال د نوامبر پر ٢٤ ـ  د عزام له وژل کېدو څه د مخه ـ د نوموړي پياوړي رقيب، ايمن الظواهري، د پېښور په کوڅو کې د ګنګوسيو په خپرولو بوخت و چې ګواکې عزام د امريکايانو لپاره کار کاوه.  او پر سبا يې، لکه د هغه د نورو په خوښيو کې ډوبو ډېرو غليمانو پر څېر، د هغه په جنازه کې ونډه لرله او د "شهيد شيخ" ستاينه يې کوله.
 
ايمان الظواهري:
 
الظواهري د ١٩٥١ کال د جون پر ٩ د مصر په الشرقيه کې په يوه ډېره اغېزمنه او درنه کورنۍ کې وزېږېد.  نيکه يې، ربيع الظواهري، د الاظهر د جومات امام او پلار يې د طب پروفيسور و.  مور يې د ډاکتر عبدالواحَد عزام لور وه. نوموړى د قاهرې د پوهنتون رئيس او د هنر او ادبياتو د پوهنځي مشر و ـ چې څه وروسته بيا پاکستان ته د  مصر د سفير په توګه استول شوى و.   نو د يوې خورا نامتو طبي کورنۍ  غړى، ايمن الظواهري په ١٩٧٤ کې د طب پوهنځي سر ته ورساوه.
 
په ١٩٩٦ کال الظواهري پېښور ته ولاړ. د کوچنيوالي په مهال يې په پاکستان کې ژوند کړى و او له دې کبله چې نيکه يې په هغه زمانه کې هلته د مصر سفير و، نوموړى هيواد يې خپل دويم کور باله. ډېر ژر له پښتني جامو، کميس- پرتوګ، اغوستلو سره بلد شو. ورور يې محمد هم چې له وړوکوالي تل د ده په څنګ کې و، په پېښور کې له ده سره يوځاى شو. الظواهري په پېښور کې د سرې مياشتې له روغتون سره، چې کويټ تمويلاوه او د مسلمانو وروڼو [اخوان] اغېز پکې ډېرى و، په کار پيل وکړ. هغوى ترې کرکه کوله ځکه چې د "تراخه حاصلات" تر سرليک لاندې په يوه مقاله کې الظواهري اخوانيان پړه بللي و چې ".. له کفارو حکومتونو.." سره يې سازش کاوه ـ د دې "موخه له ټولو عرب حکومتونو" څخه عبارت وه. ده اخوانيان "د استبدادګرو د لاس وسيله" بلل؛ او ورځنې يې په بربنډه توګه غوښتنه کوله چې "اساسي قوانين، انسان جوړ کړي قوانين، ديموکراسي، ټولټاکنې او پارلمانونه" په ډاګه وغندي او د هغو رژيمونو پر خلاف د جهاد  ناره پورته کړي چې پخوا يې په خدمت کې وو. 
 
تکفير والهجره:
په ١٩٧٠ کلونو کې د تکفير و الهجره په نوم يوه ډله، چې د القاعده "پيلامه" وه، په مصر کې وپنځېده. د هغوى مشر، مصطفى شُکرى، چې د مصر په جېلونو کې پوخ شوى و، څه ناڅه دوه زره غړي لرل. هغوى د سيد قطب انګازې [اثار] لوستلې او پدې هيله و چې يوه ورځ به له داسې يوه ځواک سره راستنېږي چې کفارو ته سبق ورکړي.  د مصر مطبوعاتو د مصطفى پالندويان د اهل الکهف [د سمڅو اوسيدونکي] وبلل.  څه موده وروسته د تکفير و الهجره غړيو په قاهره کې د ديني اوقافو يو پخوانى وزير، شيخ محمد الضحابي، پرې د تکفير د حکم پر بنسټ وتښتاوه.  په غبرګون کې يې د مصر پوليسو د تکفير و الهجره ډېر غړي ونيول؛ د هغوى مشر، شُکري مصفى، او پينځه تنه نور اعدام شول.
 
په قرآن کريم کې په جوته توګه ويل شوي چې مسلمانان بايد هېڅوک ـ له هغه چا پرته چې قتل يې کړى وي ـ ونه وژني.  قرآن شريف وايي چې که څوک يو تن ووژني، ".. لکه ګرد بشر يې چې وژلي وي ... جزا به يې د تل لپاره جهنم وي."  نو څنګه او پر کوم بنسټ د الجهاد پر څېر اسلامي ډلو ځواک ته د رسېدو پر موخه د مسلمانانو پرخلاف له تشدد څخه کار اخستل پرځاى ګڼل.  د دې په ځواب کې سيد قطب د يوه حديث شريف پر اساس وايي چې هر اسلامي مشر چې شرعۍ قانون نه پلى کوي، ذنديق بلل کېږې.  د ياد شوي حديث شريف پر بنا د يوه مسلمان وينه بايد، له درۍ حالته پرته، تويه نه شي:  قاتل ته جزا؛  د واده لرونکي له خوا زنا؛ او يا له اسلام څخه مخ اړول.
 
د مصر يو پخوانى ولسمشر، انور السادات، د تکفير لومړنى قرباني و. "القاعده د ٩/١١ پر لور"، لارنس رايټ ـ ١٢٣-٢٤ مخونه
لسمه برخه:
بن لادن اوايمن الظواهري:
د عبدالله عزام په غياب او له مړينې وروسته، اسامه بن لادن د الظواهري تر پام لاندې د يوه راديکال شخصيت په بڼه پختن ته ورسېد.  د الحيات ورځپاڼې پر وينا، کله چې اسامه افغانستان ته ولاړ، نو په هره مطبوعاتي ناسته کې به يې الظواهري خوا ته ناست و او د نوموړي "کړ او غبرګون" به يې څاره.  پر دې سربېره يې د بن لادن پر شاوخوا د سلاکارانو په توګه ګرد مصريان ځاى پرځاى کړي وو.  د القاعده د عرب جنګياليو لومړنى مصري عرب پوځي کومندان، علي الرشيدي، چې د ابو عبيده البنجشيري، په نوم مشهور و، په پنجشېر دره کې د شورويانو پرخلاف جنګېدلى و.  د الظواهري خورا نږدې وزر، البنجشيري، د قاهرې د پوليسو يو پخوانى افسر و چې د اسلامي فعاليتونو له کبله له خپلې دندې ګوښه کړ شوى و.
 
اُسامه بن لادن له امريکا او يا له سعودي ټولواکې کورنۍ سره مخالفت نه درلود.  د سعودي له رژيم سره يې د "رسمي [وهابي] مذهب" په اړه هم کوم مخالفت نه ښود. په واقعيت کې يې کله چې په افغانستان کې د روسانو پرضد جهاد کاوه، د ټولواکې کورنۍ ډېرو غړو له ده او افغان جهاد سره زړه سوى ښود او مرستې يې ورکولې.  هغو سترو منابعو، ډېرو پيسو او په افغان جهاد کې ګڼ شمېر عربو رضاکارو جنګيالانو ته د ده لاسرسى، نوموړى پر دې توانولى و چې د ځان لپاره ډېر ګڼ شمېر پلويان  ومومي. او په افغانستان کې د شوروي خلاف جهاد د کلونو په بهير کې يې د هغو عرب مجاهدينو نوملړ يادښت او خوندي ساتلى و چې په افغان جهاد کې يې برخه لرله ـ ورک، مړه او يا خپلو هيوادونو ته ستانه شوي وو.  د همداسې نوملړونو په پايله کې وو چې بن لادن د نړيوالو جنګيالانو او رضاکارانو ستر ځواک جوړ کړ.  داسې شواهد هم نه وو چې له امريکايانو سره د ده د مخالفت ښکارندوى وي، بلکې کورنۍ يې ـ لکه د نورو سعودي شهزادګانو پرڅېرـ  په امريکا کې سترې پانګې لرلې او په ځانګړې توګه د جيورج ډبليو بوش د کورنۍ نږدې انډيوالان وو.  خو له سعودي ټولواکې کورنۍ سره يې ".. په بهرنۍ کړنلاره کې د هغې د سازش او پر هيواد يې د رښتيني اسلامي قانون د نه پلي کولو.." له کبله اختلاف لاره.
 
دا اړېکي په خليج کې د لومړۍ جګړې پر مهال هغه وخت ډېرترينګلي شول کله چې په ١٩٩٠ کال کې د سعودي عربستان ټولواک امريکايي پوځونو ته "بلنه ورکړه" له کوېټ څخه عراقي پوځونه، چې د ١٩٩٠ کال د اګست پر ٢ نېټه يې د الصباح کورنۍ د نسکورولو لپاره يرغل کړى و، وباسي.د نور تفصيل لپاره د "تېلو جګړه"، ١٩٩١ -  غلام محمد زرملوال - ؛ او "افغانستان: تر وروستي افغانه" وګورئ.
 
 
له مجاهد تر ترهګره
 
 په افغانستان کې د روسانو له ماتې، د ١٩٩٠ کلونو په پيل کې د شوروي او کمونيزم له نسکورېدو او د سړې جګړې له پاى ته رسېدو سره جوخت، بن لادن سعودي عربستان ته ستون شو او د سعودي استخباراتو په مرسته يې د طارق الفضلي تر کومندې لاندې په سهيلي يمن کې لومړنۍ جهادي ډله جوړه کړه چې د کمونيزم پرخلاف وجنګېږي. خو امريکا ـ له خپل سيمييز لاسپوڅي، پاکستان، سره په سلا ـ  له يوې خوا د افغان مجاهدينو د کمزوره کولو؛ او له بلې خوا د بن لادن پر ګډون هغو عرب رضاکارانو پرخلاف پر عمل لاس پورې کړ چې سي آى اې، آى اِس آى، موساد او لوېديزو څارګرۍ اجنسيو؛ او شهزاده تُرکي الفيصل تمويل،  وسلوال او افغانستان ته استولي وو.  له همدې ـ او په سعودي عربستان کې د امريکايي پوځونو پر شتون د نيوکو له کبله وو ـ چې اسامه بن لادن يې پرضد د "القاعده" پر نوم سازمان ته وده ورکړه او د لوېديز پر خلاف د جهاد غږ يې پورته کړ. په هغه فتوى کې، چې د سعودي د ټولواکې کورنۍ پرضد يې خپره کړې، بن لادن وايي چې سعودي عربستان ".. په شرعۍ قانون سترګې پټې کړې؛ خپل ولس يې له مشروع حقوقو محروم کړى؛ امريکايانو ته يې اجازه ورکړې چې د حرمين شريفين خاوره اشغال کړي؛ صادق ديني عالمان يې په ناعادلانه توګه بنديان کړي ... نو د دې کړو په بهير کې رژيم خپل مشروعيت بايللى دى."
 
سعودي ټولواکې کورنۍ کلک غبرګون وښود. د سعودي شهزادګانو پر اند خو جهاد يواځې په افغانستان او د پرنګي ګټو ساتلو په لار کې "فرض" و! نو د دې پخواني مجاهد او اوسني ترهګر د نابودولو په لټه کې شول. نو کله چې د سعودي حکومت له خوا ورته د ده د نيولو او بندي کولو په اړه مالومات ورسېدل، بن لادن د ١٩٩١ کال په اپريل کې پاکستان ته، او له هغه ځايه سودان ته ولاړ. په سودان کې دا مهال د ملي اسلامي محاذ مشر، ډاکتر حسن الترابي، قدرت ته رسېدلى و او د هغه هيواد په سهيل کې د "سودان د خلکو دازادۍ پوځ" له چريکانو سره، چې عيسوي مذهبه وو، لاس و ګرېوان و. (سودان بيا وروسته په شمالي او سهيلي سودان وويشل شو. او د ٢٠١١ کال د جولاى په نهمه نيټه د سهيلي سودان نوى هيواد وزيږول شو).
 
روهان ګُنارتنا ليکي چې سودان ته د نوموړي تګ دوه لاملونه لرل:  لومړى- دا چې د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ اړېکي خورا خواږه وو.  د پاکستان د پوځ ".. څو زره تنو.." د ټولواکې کورنۍ د ساتلو دنده پر غاړه لرله.  نو د ده لپاره خطرناکه وه چې په پېښور کې ژوند وکړاى شي.  دويم ـ  په پاکستان کې د نوموړي اغېزه له هغه وروسته په کمېدو شوه کله چې يې د پاکستان په پارلمان کې له بېنظير بوتهو څخه د باور د رايو بېرته اخستلو د ناکام شوي تکل لګښت  يې ورکړى و؛ او ورپسې يې دوه ځله د هغې د وژلو هڅه کړې وه. (ګورئ څنګه د ترهګرۍ ټول پلونه په پاکستان کې پيل او پايلېږي)
 
په پاکستان او بيا ورپسې په سودان کې د ټولواکې کورنۍ پرضد د فعاليتونو له کبله، د سعودي حکومت له خوا ورځنې د هغه هيواد تابعيت واخستل شو.  ابو خليل ليکي چې د سودان مشر، حسن التُرابي، چې په اکسفورد او سُربُن پوهنتونونو کې يې زده کړه کړې وه، د اسلامي او لوېديزو قوانينو دواړو پياوړى کارپوه؛ په عربي، انګريزي او فرانسوي ژبو يې بشپړه ولکه لرله؛ او د "نړۍ په اوږدو کې د بنسټپالو لارښود" و.  له همدې کبله وو چې بن لادن او تُرابي له يوه بل سره نږدې شول.  د سودان له ولسمشر سره د نږدېکت له خاطره، اُسامه بن لادن اوس د سعودي او امريکا يواځې يو کوچنى مخالف نه، بلکې د نړيوال نوم خاوند شوى و.
يوولسمه برخه:
 
د سي آى اې غبرګون:
 
په پاکستان او بيا ورپسې په سودان کې د ټولواکې کورنۍ پرضد د فعاليتونو له کبله، له بن لادن څخه د سعودي حکومت له خوا د هغه هيواد تابعيت واخستل شو.  ابو خليل ليکي چې د سودان مشر، حسن التُرابي، چې په اکسفورد او سُربُن پوهنتونونو کې يې زده کړه کړې وه، د اسلامي او لوېديزو قوانينو دواړو پياوړى کارپوه؛ په عربي، انګريزي او فرانسوي ژبو يې بشپړه ولکه لرله؛ او د "نړۍ په اوږدو کې د بنسټپالو لارښود" و.  له همدې کبله وو چې بن لادن او تُرابي له يوه بل سره نږدې شول.  د سودان له ولسمشر سره د نږدېکت له خاطره، اُسامه بن لادن اوس د سعودي او امريکا يواځې يو کوچنى مخالف نه، بلکې د نړيوال نوم خاوند شوى و.
 
د واشنګټن لپاره د نوموړي ورځ پر ورځ زياتېدونکى شهرت د زغم وړ نه و.  سي آى اې تصميم لاره چې د بن لادن پرخلاف جدي ګامونه پورته کړي.  له دې کبله يې د سودان پر حکومت زور اچولى و چې هغه پرلاس ورکړي.  د امريکا او سودان د حکومت ترمنځ د پلاويو تګ راتګ او خبرو بن لادن شکمن کړ، او د لومړي ځل لپاره يې د خرطوم په خپل کور کې يوه امريکايي خبريال ته د مرکې موکه ورکړه.  په خپله مرکه کې بن لادن وايي چې: ".. وګړي تر هغه پورې چې ګنهګار نه وي ثابت شوي، بېګناه دي ... خو د افغان جنګيالو په اړه پر دې خبره سترګې پټېږي.  هغوى د نړۍ ترهګر بلل کېږي. دېوال ته د هغوى درول به د ترهګرۍ له ډېرېدو پرته بل څه پايله ونلري."  سټيو کُول: "د پېرېانو جګړې"، پښتو ژباړه - غلام محمد زرملوال-٤٦٨ مخ
 
سټيو کُول ليکي چې څو کاله وروسته دا مسئله چې ګوندې د سودان حکومت امريکا ته وړانديز کړى و که چېرې د بن لادن په هکله شواهد ولري، هغه به امريکا ته وسپاري ـ ناندرييزه شوې وه.  امريکايي مامورينو ويل چې سودان داسې وړانديز نه و ورمخ ته کړى.  خو د سوداني چارواکو پر وينا ".. امريکا ته مو وويل چې موږ به نوموړى، که پرضد يې قانوني دسيه موجوده وي، وروسپارو ... ورته ومو ويل که قانوني دسيه ولري ، بيولاى يې شئ." هماغه ځاى.
 
په ١٩٩٤ کال کې، کله چې ورڅخه د سعودي تابعيت واخستل شو نو ورسره د بن لادن ټولې شتمنۍ هم کنګل کړ شوې وې.  ويل کېږي چې د هغه کال  په فبرورۍ کې سعودي استخباراتو د نوموړي د وژلو يو ناکام تکل وکړ.  پر دې موخه د "تکفير والهجره" په نوم د يوه سازمان غړى د هغه د وژلو په نيت د هغه کور ته روان و، د پوليسو له خوا پرې ډزې وشوې ـ مخه يې ونيول شوه. بن لادن هغه مهال په خپل کور کې نه و، خو کور ته يې پرې د ډزو له کبله تاوان اوښتى و. روهان ګنارتنا –٣٤ مخ
 
پايله دا وه چې امريکا د بېلابېلو سياسي-اقتصادي زور اچونو له لارې، د سودان حکومت مجبور کړ چې بن لادن له خپل هيواد څخه وباسي.  هماغه و چې په ١٩٩٦ کال کې د آى اس آى په لارښودنه د برهان الدين ربانى د "اسلامى حکومت" په بلنه ـ چې څه لنډه موده وروسته د طالبانو د تحريک پرلاس له کابل څخه وشړل شو ـ  له خپل يوه ګڼ شمېر پلويانو سره افغانستان ته ولاړ. لارنس رايټ په خپل کتاب، "القاعده د ٩/١١ پرلور" کتاب کې ليکي چې حسن الترابي او بن لادن درۍ ورځې پرله پسې د شپې تر نيمايي پورې پدې اړه تودې خبرې وکړې. بن لادن ويل چې ده په سودان کې ډېره پانګه اچولې وه، د هغه هيواد حکومت حق نه درلود چې ويې شړي. ده د سودان پرخلاف کوم جرم نه و کړى، او په ټوله نړۍ کې داسې بل ځاى نه و چې چمتو ودى هلته ومني. ترابي ورته وويل چې بن لادن دوه بديلونه لرل:يو دا چې له هيواده يې ووزي او يا دا چې هلته پاتې، خو خوله پټه کړي. بن لادن ورته وويل چې ترهغه پورې چې ځوان اسلامپالان په سعودي عربستان کې په ناعادلانه توګه بندي کېږي، دى چُپ نه شي پاتې کېداى. هماغه و چې له سودان څخه وتلو ته چمتو شو. Al-Qaeda's Road to 9/11 – Lawrence Wright – p221
 
نو اساساً بن لادن د آى اس آى او د برهان الدين رباني د ستمي افغانستان د راتلونکو "جهادونو" لپاره ساتل شوى و.
***
 
 
(ګورئ څنګه د ترهګرۍ ټول پلونه په پاکستان کې پيل او پايلېږي)
 
پــايــله
 
ترهګري يو پيچلى مفهوم دى. په ١٩٤٧ زيږديزکال کې د "پاکستان" او په ١٩٤٨ کال د "اسرايلو" له زيږولوراهيسې، سهيلي اسيا او منځنى ختيځ د "دهشت او ناثباتۍ" سيمې پاتې شوې. په دې سيمو کې د ډيرو وينو بهيدلو او له هغه کبله نړيوالې سولې ته د بالقوه خطر له شتون سره- سره، د ترهګرۍ د ريښييزو لاملونو د موندلو لپاره خورا لږ کار شوى دى. پر ځاى يې د هغه پر زيږندو يا معلول فکري تمرکز شوى او پرې څيړنې شوې دي. تر همدې دمه پورې د قدرت خاوندانو د هغو لويو ناعدالتيو واقعيت نه دى منلى چې په سهيلي اسيا او منځني ختيځ کې په پرتو ولسونو روا کړل شوې؛ د پرديو له خوا يې ترې ځمکې او کورونه لاندې شوي؛ د وسلو په  زور له خپلو مينو شړل شوي، وژل کيږي او توکموژنه يې روانه ده.
 
پر دې نابنسټه ګروهو ولاړې هغه تيوري او څېړنې چې ګواکې په ترهګرۍ کې لاس لرونکي وګړي په ذهني لحاظ "کاواکه"، له اقتصادي لوري بيوزله او له پوهې او پوهنې څخه بې برخې دي، له واقعيتونو سره سمون نه لري. پر هغه سربيره دا هم يواځې پر تعصب اودوه-مخۍ ولاړه يوه مفکوره ده چې ګنې ترهګرۍ يو "اسلامي محصول" دى. دا تيوريګانې ځکه بې بنسټه ثابتې شوې چې ټول هغه ١٩ تنه چې د سپتامبر په ١١ تراژيدي کې يې ګډون درلود، د لوړو تحصيلاتو خاوندان، له اقتصادي پلوه سوکاله او د عربي نړۍ د هغو هيوادونو اتباع وو چې لويديځ پلويو استبداد ګرو پرې ولکه لرله. د ترهګرۍ بنسټيزلاملونه نو اساساً د اسلامي نړۍ په هر ګوټ کې له داسې استبداد ګرو رژيمونو څخه د لويديځ ملاتړ او د فلسطين-اسرايلو په نامساوي جګړه کې د صهيونستي دولت د نظريې او نارواو پلو نيول شامل دي. دا چې ترهګرۍ د "اسلام محصول" بلى شي، هم د لويديځ او انډيوالانو له خوا يې هغه عمدي تکل دى چې غواړي نړيوال اذهان پر بيلاريو روان کاندي. ترهګر په نړيواله کچه په ټولو ټولنو او د بيلابيلو مذهبونو په پالندويانو کې  وجود لري. د حماس ډلې يو  مشر، شيخ احمد البيتوي، وايي: "زموږ خلک شوبلې او الوتکې نه لري، يواځې انساني بمونه (ځان وژونکي) لرو. هغه کسان چې د شهادت دا لار غوره کوي، نهيلي او بيوزله وګړي نه دي، بلکې زموږ له نخبه کسانو، پوهيالي او بريالي، شخصيتونه دي. هغوى د لوړاستعداد خاوندان اود  اشغالګر غليم پرخلاف د جګړې له مودرنو تخنيکونو څخه ګټه اخلي."
 
د سپتامبر ١١ (٩/١١) او ورپسې بيا نورو زړه-بوږنوونکيو حوادثو د ترهګرۍ د "نوې" بڼې بالقوه ځواک د نړيوالو د مرکزي پام وړوګرځېد. پر نړۍ مسلطه نن-ورځنۍ ترهګرۍ د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم ځان عيار کړى له عصري تکنولوژۍ څخه اغيزمنه ګټه پورته کوي. نو له دې وېروونکې "نوې" پدېدې سره، چې د "زاړه" تروريزم تکاملي بڼه يې خپله کړې، د چالچلند په موخه څواړخيزه مقابله اړينه ده. پر دې خوا تر هرڅه لومړى دا ضروري ده دا ومنلى شي چې د نوې ترهګري ريښې د نړيوالوناعدالتيو په تاريخي ټولګو، سياسي ويجاړکاريو او ټولنيزو سپکاويو کې پرتې دي چې د نړۍ د سترځواکونو او انډيوالانو په لاس يې پر ولسونو روان او روا بلل کيږي. د ٢٠٠٩ زيږديزکال د سپتامبر پر ٢٩ نيټه د ملګرو ملتو عمومي اسامبلې ته د وينا په ترڅ کې، د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزير وايي چې له ترهګرۍ سره مقابله په نړيواله کچه خورا وېړ ائتلاف ته اړتيا لري. دا مقابله يواځې د وسلې په زور نا، بلکې د تمدنونو، کلتورونو او بيلابيلو ګروهو ترمنځ ديالوګ اوپوهاوي ته ضرورت لري ترڅو د کرکې او نفرت اچولو د سوداګرانو بازارونه وتړل کړى شي.
 
خو په واقعيت کې، له دې ټولو هڅو سره- سره، نړيواله ټولنه پدې نه ده بريالۍ شوې چې په نړيواله کچه د دې ګواښ اغيزمنه مخه ونيولاى شي. پدې اړه بُن-بست تر دې دمه دوام لري. د دې نابريا اساسي لامل پدې کې دى چې بيا هم د دې پديدې له ريښو سره د معاملې پرځاى، د هغې له زيږنده (معلول) سره پر مقابله زور اچول کيږي. ترهګرۍ به يواځې هغه وخت مغلوبه شي کله چې د هغې ريښييزو لاملونو، يانې له پرنګي امپيرياليزم څخه په اسيا او افريقا کې شاته پاته هغه اوږد- مهاله شخړو او جنجالونو ته د پاى ټکى کيښودل شي چې د ترهګرۍ ودې ته ملاتړ برابروي. د نړيوال زبرځواک، امريکا، لپاره اړينه ده پدې ځان پوه کاندي چې د يوې ارامې نړۍ د بيا-موندلو په تکل خپلې هڅې له واقعيتونو سره غبرګې کړي. که څه هم د بارک اوباما اداره هڅه کوي چې پدې اړه څه وکړاى شي، خو تر اوسه پدې نه ده توانېدلې چې اسرائيل دې ته مجبور کړاى شي چې د فلسطين د وجود حق ومني. او د افغان ملت په هکله يې په ځانګړې توګه بايد سر خلاص شي چې تر پنجابي اشغال لاندې د افغانانو ټوله خاوره تاريخي افغانستان ته له سپارلو پرته به له دې ويروونکي خطر څخه پاکه نړۍ يواځې خوب، خيال اود ځان غولونه وي.
 يا ربه توفيق!          غلام محمد زرملوال                      پاى
- بېرته شاته