(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوخ سیاستمدار

طنز
د وچ کلي موږکان د توري  پیشو له ناببره  بریدونو څخه  ډیر په عذاب  سوه، هر شپه به هغه بې شرمه په توره دربیله کې خپ او چوپ په اړنګو بړنګو  موږکانو بریدونه کوله اوخپله وچه کولمه به يې غوړه وله او پړسوله.
 سهار به یې خوار موږکان د ویر پر ټغر کښینول.
 دموږکانو چیغو بغو ، مظاهرو ، نیوکو او ناندرو، نارو او شعارو هیڅ ګټه نه کوله
مشران یې هم  دبین الملل د دود او دستور په اساس پټه خوله وه.
  د موږکانو پوخ سیاستمدار وچکی له خوارو موږکانو سره د غمشریکی  په پار پر یوه لویه  ډبره ودرید او   په غور اوتړ یې نارې کړه:  توري پیشو نور مو مه وژنه  کنه !!!
 د موږکانو وچکی مشر  د موږکانو لویه جرګه راوبلله چې ددې غمیزی لپاره  یوه لاره پیدا کړي  هغوی  له ډیرو سوچونو اواندونو  وروسته دا وه پیتیله چې دا تور پیشو باید  له دې ځایه ورک سي یا ګوسړی ورکول سي یا  لږ تر لږه وډارویږی  او دا يې پنیات  سی  چې بیا د شپې بریدونه  ونه کړي  یا  داسي یو شی  وسي چې د هغه له راتګ څخه مخکې  موږکان خبر سي لکه  :ټوخی ورولویږي یا د ګیډې ناروغي ورپيدا سي ...
 تاریخپوه  موږکان  دې پایلې ته ورسیده چې وژل یا ویرول خو يي امکان نه لري یو شی چې امکان لري دا دی چې  یوه زنګوله جوړه  او د هغه په غاړه کې  واچول سي، چې د هغه له  راتلو څخه موږکان خبر سي  .
نود موږکانو  د وزیرانو شورا د غونډې  د پريکړې په اساس  زنګوله  د نن ورځي په دیزاین او موډ برابره د سرو زرو څخه جوړه  سوه   
نو وچوکی مشر  د پلان  له مخي ګران پیشو ته  رسمي  بلنه ورکړه ،  هغه بد وربوځي په وتلې خیټه او لنډو پښود ګارد تشریفات ومنل او ارګ ته يي تشریف یو وړ
 د خبرو اترو  په وخت کې وچکی مشر  هغه ته اشاره وکړه چې غوږ  ور ته نژدې کړي  چې  پیشو سر کښته کړ: مشر موږک  د سرو زرومدال دهغه  څټ مخکې په غاړه کې ورواچوی  او هغه ته يې ویل : ښه راغلې !
 ټوله لیونغري ناست موږکان د وچکی  مشر له جراته   ډوب سول او له خوشالی يې په   کتهار  خندله  او د بري چکچکي یې کولې
په دې ډول شجاع الدولهمشر موږک   د دې مهم تاریخي کار  په سرته رسولو   لکه چرګه له خوشالی  په پټاخ  سو
دخوارو موږکانو خولېپه تلویزیون کې  ددې  جرات په  لیدووازېپاته سوې  
کنايي :
اړنګ بړنګ ( بی وسه)،توردربیله ( تیاره )،پنیات( عبرت)،کتهار ( دزرکو ریز) ډوب ( حیران کیدل)،پټاخ( د هګیو وروسته دچرګې   نارې )،وچکی  ( ډنګر) ګوسړی ورکول ( پس ګردنی ورکول)،وازه خوله(حیران)غور اوتړ( لاپي)
 
۳۹ نمبر محفل
طنز
په لندن کې  دوه  ډوله محفلونه دود دي  یو یې د ښځو او نارینو ګډ محفیلونه او بل ښځینه جلا او نارینه جلا محفلونه دی ، دا وېش د عقیدو، ستر توب، مترقي توب ، مساوی حقوقو ته درناوی او دیموکراسی د سلام په اساس رواج شوي دي، چې زه غواړم د هر یوه ځانګرتیا درته  بیان کړم.
ځینې چې ځانونه مترقي او د  دیموکراسۍ پلویان بولي  خپل  د واده  محفل  ته دواړه  دیو کور نارینه او ښځې خبروي . میړه او میرمن په یو میز ناست وي او په یوه  یوه کورنۍ خپلي تفسیر ې کوي، نو محفل په سوله اوصفا کې پای ته رسیږی  د کورنۍ غړی بیله دې چې تیلفونونه وکړي یوځای  له محفله وځي   او په کور کې ارام خوب کوي .
  دې ډول ودونو یا محفلونو ته سل نمبر محفلونه وايي .
 بل ډول  یې حجابي محفلونه دي ، چې د ښځو او نارینو تر منځ یو پرده وي خو دا پرده ځینو ته مريي او ځينو ته نامريي وي،  که رښتیا راباندې وايي  خالص محفل مې لکه خالص شات تر اوسه نه دی لیدلي، ټوله ځان ختا باسي.
 ښځې او جونی په دې نوم چې ښځینه محفل جلا دی په ځان ډیري ګوتې وهي  ، دچا ګریوان شیلدلی وي د چا شا لوڅه وی د چا مټي برړوتي راوتلی اود چااناران
 داسې محفلونه ځینې دایمي غړي لکه سندرغاړي او ډله يي چې د فساد جرړه  ده ،عکاس چې د فساد بنیاد دی  اوچکچلانان چې د فساداستازي دي لري او موقتي غړي يې چې ملتي ویزه لري لکه بهرنیان چې محرمان دي،  دناوی والا او زوم  والا  ټول ځوانان او زاړه دوستان ، اوڅه لرګۍ سترګي ځوانان ، له نورو هیواد څخه راغلی دوستان  دي، چې ځينې وختتر رمې ئې سپي ډير شي ،  دې ډول محفلونو ته ۵۰ نمبر محفیلونه وايي.
  دې محفلونو اوس وده کړې ده  له پنځوس نمبر څخه یې ۶۹ نمبر ته پر مختګ کړی دی
دې محفلوته اسلامي محفلونه هم وايي ځکه سترګې او غوږونه تړلي زاړه نارینه  چې من من کیږي دډوډۍ په انتظار ژر ژر خپلي تسبې اړوي او خپل د ماښام او ماخستن لمونځونه په جماعت کوي .
  ښځې او جوني چې ځان ازاد ویني له اول وځي  دخوشالی نارې اوچغې وهي   د غزلو فرمایښونه ورکوي  او ویدوکمرې ته هندي او غربي  نڅاوي کوي  او کمره مین هغه ثبتوي
چې بیا دناوي او زوم  ټوله خپلوان هغه هر وخت ګوري  او په خندابه وايي  دغه د فلاني  شیخ میرمن  ګوره څومره ښه نڅاه کوي!
هغه یوازې ډوډۍ ته راغلی  شیخ   لکه یابو په واښو نس  ډک کړي  یو اوږد ټیغ وباسي اود خدای (ج) د نعمتونو شکر وکړي.
له ډوډي خوړولو وروسته  پرله پسې تیلفونونه مارچ کړي، خو په چا يي  اورې؟ که  یې هم  واوري ورته وايي ته وده  کیک مات کړي! ، ته وده  اینه مسحف وکړي!  ... په ویلو هغه د تورونخود پسې استوی...

ایله بهر دیوساعت انتظار  وروسته یې میرمن او لوڼې راووځي، چې  کور ته ولاړشی هلته تر سهاره له خپلې میرمن  څخه د ښځو دخوا د واده  نکل اوري او په خوار خوب هم ارام شی او لړمکي شی چې واوری یوازې دی نه و نور د ټولو نارینه و موتړان په هغه لین چلیدل، نو د هغه  خوار ارږی بد شی او درې ورځي پرله پسې وراسته ټیغونه باسي.
اوس دنیکه مرغه د ځينو مبتکرانو  د ابتکار په اساس یوازې د ښځو د محفل تر عنوان لاندي د ځینو کورنیو یوازې ځواني ښځې او جوني او د ځینو کورنیو  یوازې ځوانان نارینه خبروي نارینو ته په اخیر کې یو میز لکه منصفه پلاوی ته جوړوي ، چې د راغلو ښځو نڅاه ته نمبرونه ورکړی دا ډول  محفلونه ۳۹ نمبر محفلونه دی خدای  دی مو ځینې وساتي.
که چا خبرولاست لومړی پوښتنه کوئ ، چې څو نمبر محفل دی؟
 
 
- بېرته شاته