(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لغمان پوهنتون لنډه پيژندنه

عزیز رحمن « ذکي »
د لغمان پوهنتون دتأسيس فرمان د جلالتمآب ولسمشر له خوا  د ١٣٨٩ هـشکال دقوس مياشتې په ۶تاريخ  لاسليک  شوی،او د يادې مياشتې په ۲۷تاريخدلغمان والي صاحب ،د لوړو زدکړو وزير صاحب،دجمهوري رياست علمي او فرهنګي چارو مشاور وزيرصاحبله خوا ، د کابل  پوهنتون ، تعليم او تربيې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون رئيسانو، د لوړو زده کړو وزارت معينانو او رئيسانو، د ولا يت وکيلانو ، ولايتي شورا غړيو ، دولايت  نورو مشرانو او چارواکيو په محضرکېدسلطان غازي بابا په ښارګوټيکېد بنسټ ډبرې په ايښودلو او  پټۍ  په  پرېکولو سره رسماً افتتاح  شو.

Ø   لغمان پوهنتون لپاره دسلطان  غازي په ښارګوټي کې ٤٣  هکتاره ځمکه  ورکړل شوېده، چې د  يو باب  تدريسي تعمير تهداب  ډبره  د والي صاحب  او مرستندوی  ( دکتور/ ايروز ) له خوا ايښودل شوي ، چې کار به  يې  په لنډ راتلونکيکې پيل شي،ان شاءالله.

Øد پوهنتون اداري،تدريسيچارو اود محصلينو  ليليې  لپاره موقتې  ودانۍ  په   پام کې نيول شوي          او استفادې ته تيارې دي.

Ø   دلغمان پوهنتون فعلاً دوه پوهنځيلري:
۱ـ د زراعت پوهنځی ،دوه څانګې لري:(زراعتي اقتصاد / چاپيريال ساتنه او ځنګلداري)
        ۲ـ د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى ، داهم دوه څانګې لري: (ژورناليزم /لايبريري ساينس).

Øتدريسيچارې به د ننګرهار پوهنتون  محترمواستاذانو او د لغمان پوهنتون خپلواستاذانو له خوا چې تقرر يې  په نظر کې دی، پرمخ وړل کيږي.

Øدلغمان پوهنتون لپاره  د ۱۳۹۰ کال په تشکيل کې ١٠ تنه استاذان ٦  تنه مامورين او ٦  تنه اجيران په نظرکې نيول شويدي.

Ø   راروان تعلمي کال لپاره ٣٠٠ تنه محصلين له مختلفو ولاياتو څخه لغمان پوهنتون تهد لوړو زدهکړو وزارت له خوا معرفي شوي  ، چې ثبت نام يې داسد مياشتې له اولې او درسونه به يې د سنبلې په ١٥ مه  د الله تعالى په مرسته پيل شي.

Ø   دلغمان جديد التأسيس پوهنتون نهادونو تکميل پورې چارې به يې دننګرهار پوهنتون په مرسته  ترسره کيږي.

Ø   د پوهنتون ادرس: لغمان ولايت/مهترلام ښار/سلطان غازيبابا ښارګوټى.

Ø   دپوهنتون سرپرست:پوهنمل / عبدالصبور" غفورزى"  [email protected] ــــــ  077 41 42 394 بېرته شاته