(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د آریا نا (بیات)د تلویزیون ځیني خپروني...

د آریا نا (بیات)د تلویزیون ځیني خپروني د افغانانو په ګټه نه دې
ولی محمد نورزی                                                                                           
 .     
 لکه څنګه چه  تلویزیونی ژور نا لیزم د یوي پر مخ تللی و سیلي په توګه  په نني عصری نړۍ کي دخبر او پیغام لمړۍ څانګه ده ، او خلک ددي وسیلي له لاري د ټولو رسنیود خبر تیا د نشراو خپریدو د اړیکو په وا سطه دخپل ټولنيز چا پیر یال د پیښو او مالو ماتو د موجودیت څخه ځان خبروي. نود اخلاقی مدنی قانون او مسلکی معیاروارزونه هم  باید له یاده ونه باسو.ددي لپاره چه دیوی ټولنۍ د خلکو د فکراو سوچ د کړو وړو څخه ځان خبر کړو ، اړینه ده چه له ځانه څخه هم وپو ښتو چه زمونږ ټولنه او خلک څه غواړي او ددوي د لیدلو اوکتلو د موضوع تصویراوانځور په څه شی کي نغښتې دي. په ټولو نشراتي اړخونو کي باید د خلکو عمومی نظرونه  اود هغي ټولني د ټاکلی چا پیر یال د بر یاوواو نیمګړ تیاووعمومی تګلاري  ته دارزونی اوڅیړني د پرا ختیا خو ځښت  ته په درنه سترګه وکتل شی .                                                
 تلویزیونی ژور نا لیزم په مستقیمه توګه د ټولني او خلکو تیر او راتلونکی ، رواني ، کلتوری ،ټو لنیزي ، تاریخي ، او هنری اړ خیزي چاري په ښکاره او ژوندي بڼه نندارچیانو او لیدونکو ته داسي تمثیلوي چه د تیر او راتلونکی ژوند ټولې ښیګڼی پکښې نغښتي وي او د یوی ټولني د ډیری برخو په استا زیتوب باندی  ولاړی وي.     
 تلویزیون خپل انځور په ښکاره ډول سره د خلکو فکری ذهنیت اوعینی پیښه په خپله هنداره کي بیانوې او لیدونکي ته داسی پیغام ور کوي چه ګواکي دهغی پیښی نسبی او واقیعی بڼه په ریښتیا سره هم منځ ته راغلی وي .په همدی وجه تلویزیونی ژورنالیرم د تلویزیون په هنداره کي دهنری ځلا پوهوالي دخیا ل اوحقیقت انځور دارزونی او قضاوت پرلیکه ولیدونکی ته دغوراوڅیړني چانس ور کوی.چه په دي هکله د ږغ او څیری د اوریدلو او کتلو ننداره  د تلویزیون پر پرده د انځورونو ، علمي فرضیو ، خیالی سوچونو، هنری ښکلاوو، عینی او ذهني اندیشو ، نسبی  وا قعیتونو ، او دخلکو اخلاقی او انسانی ارزشتونه د پردي پر مخ په ژوندی بڼه خپروی  ،او د انسانی مدني ټولني د ودی او پر مخ تیا یی شکل او بڼه یي د ټاکلی پړاو څخه عینی تصویر او انځور اخلې او د وخت او زمان د ازمون په تله کی د تیرو اغیزمنو بر یاوو  او نا خوالولید لوري په ځغلنده توګه بیانوي او په دی هکله پلټنه اوڅیړنه یی کوي                                         د تلویزیون د پروګرام جوړونکی باید د خلکو او ټولنۍ دودویز ، دینی او مذهبی پرنسیپونه ، ټو لنیزي عنعنوی کلتوری چاری او دموجده ټولنۍ د ټولو قومونو او توکمونو اڼدول په نظر کي ونیسي او په دی لار کي پوره ما لومات او آګا هی ولري. د خلکو مدنی او انسانی حقوقو ته  ، د انسا نی چا پیریال د عزت ، هویت  ، اخلاقو،او حرمت  چوکاټ ته درناوي  وکړي او د هغی ټولني او خلکود حقیقی عدالت او انصاف په اړوند دعمل په ډګرکي ځانګړۍ اوچت ګامونه پورته کړي اوډیره پا ملرنه ورته  وکړي.                 د تلویزیوني  پروګرام جوړونکي باید هڅه وکړي چه په خا صه  اخلاص مندی سره دخپلی مسلکي پوهی په وړ تیا سره د خپلی دندي او مسلک  پر بنسټ جوخت خپل پروګرام د لیدونکو او اوریدونکو لپاره د هغوي دعلاقی او انتخاب سره سم برابر کړي او په زړه پوری ما لوما ت پر لیکه اود خپریدولپاره یی چمتو کړي .
 د بی ځایه تیر وتني ، دروغي تهمتونو، اوغیر حقیقی سندونو څخه دی ډډه وکړاي شی.
 د تلویزیونی پروګرام جوړونکی « دایرکتر»  باید هرومرو دخپلي ټولنی د اکثریت او اقلیت بیلانس او انډول او د پروګرام د کمیت اوکیفیت اصلیت ته ښه ځیر شي ولی د ډیري څیړني اوغور وروسته دی هغه ښه وڅیړی او بیایی دخپرولووڅانګي ته وسپاري .
 دنیوکی اصلی موضوع او مطلب:                                                            
څو کاله کیږي چه د آر یانا (بیات)  محلي تلویزیون سر بیره پر دي چه په افغا نستان کي خپل ۲۴ ساعته خپروني لري ولی د اروپا او امریکا او دنړي په نورو قارو کی یی هم خپلی خپروني جاری سا تلی دي . د مساپرو افغانانو  کورني او په بهر کي میشت افغانان ددی تلو یزیون پرو ګرا مونه په ژوندی بڼه ګوري او خوند ځیني اخلي.چه ددي کار اخلاقی ارزونه د ټولو افغا نانو لپاره دیوی ښي بیلګي نمونه ګڼلای شو، او د افغا نانو په  کلتوري  او هنري چو پړ کي ددي ژوندی خبری وسیلي خپرول د پیر زویني او منني اغیز ناکه وجه ګڼل کیږي، او ټول افغانان دي ته د ستاینې او قدر په ستر ګه ګوري.
 ولی افسوس ددي تلویزیون د پرو ګرامونو د انتخاب د جوړښت کچه ډیره ټیټه او کمزوری ده. داسی ما لو میږي چه ددي تلویزیون په روانو چاروکي مسلکی د تجربی وړ کسان یا بیخی نشته او که وي هم  ددی تلویزیون د پروګرام په نشر او خپریدوکي آزاد نظر نلري او یا هیڅ کوم رول نشی لو بولای. د آریا تلویزیون د ډیرو پروګرامونو څخه یواځی د خبرونو برخه لږ څه د لیدلو وړ ده ، او نوری زیاتره برخی یی د کتلو ارزښت نلري .داسي ښکاری چه ددي تلویزیون په چوکا ټ کي د کوڅي او بازاز څخه هر ډول همکاران استازی راټول شوي دي او د ښي تنخواه(معاش) له کبله خپل هغه بی خونده طرحه اوایدیا چه د تلویزیونی ژور نالیزم په چوکاټ کی هیڅ ځای نلری دنشر او خپریدو څانګي ته یی حواله کوي.دداسي غیر مسلکی پروګرامونو خپرول د خلکو په فکري او عیني ‌ذهنیتونو کی لوی خطر او ناوړه اغیزه اچوې. چه دا په خپله د تلو یزیون د مشر تابه او د پرګرامونو د ځانګړي کمیسیون د پریکړو منفی لامل ګڼل کیږي. که چیری دغه حالت نورهم اوږدی شي نو هرو مرو ددي تلویزیون د پروګرام په راتلونکی نشراتو او خپرونوکي  د پام وړ نا خوالی او کمزور تیاوی را منځته  کیداي شي.
 د آریانا تلویزیون دپرګرامونو نیمګړ تیاوی په لاندی ډول سره ترغور لاندی نیولای شو:
اول: ددی تلویزیون د هندی سریالو برخه دافغانی ټولني په  تاریخی او هنری چوکاټ کي د جدی خطر سره مخا مخ ده. دحنا او ویداسریال د ټولو ناوړو دودونه سره سره زمونږ د افغانی ټولنی دتیر او راتلونکي کلتور ، مذهب اوعقیدی پر ضد دي. دا ځکه چه مونږ د اسلامی نړي د مسلمانی عقیدی او مذهب  پیروی کوو. زمونږ په عقیده  کی چه کوم سړي مړشی هغه بیا هیڅ کله په دغه ژوندې نړي کی بیر ته نه راځی او نه ژوندی کیږي او د آخرت بلی نړي ته چه تر اوسه ددي نړۍ ژوندیوخلکو نه ده لیدلی رحلت کوی، او دخپلو کړو وړو ځواب وایی . ولی په دی ناوړو هندي سر یالو کی په افسانوی شکل سره دغه دوي مینئ جوړی اول مري او بیر ته نړۍ ته را ځی اوخپل ژوند پیلوي.نه پوهیږم چه ددی سریال مثبته ارزښتناکه ګټه او انګیزه  د بیر ته ژوندی  کولورول زمونږ دافغانی او اسلامی ټولنی په درشل کی څه شی دي اوزمونږ خلکو ته کوم پیغام ورکوی اوهمدارنګه د سریال دداستان  ګټی چاته رسیږي. چه دوزخ او جنت دواړه په دي نړۍ کی وینی  او خپل دوهم ژوند بیا له سره پیلوي.اویو هندی فلم بیا څو ځله  خپریږی.                                      
دوهم: که چیری د تلویزیون لیدونکي ددی تلویزیونی کانال پروګرامونو ته ښه ځیرشي نو کله کله ددي تلویزیون د تخنیکي همکارانو او دایریکترانو خپل جوړ شوي پروګرامونه داسی ترتیب کړی وي چه د نړي په هیڅ تلویزیون کي د لیدو ساری نه لری. د بیلګی په توګه :څو ورځی مخکي می د هندي بیدایینومي سریال نیم ساعته سریال لیدئ چه دهغی جملی نه ۱۵ دقیقی اعلانونه او ۱۵ دقیقی د سریال برخه په درو برخو ویشل شویده. دخنداوړ خبره خولا داده چه د سریال یوه برخه پنځه دقیقی  په یوه ځل سریال ښودل کیږي  بیا داعلاناتو لړي اته دقیقی دوام لري ، وروسته بیا یوه دقیقه سریال وښودل شي او بیا بیرته اعلانونه د پردی پرمخ خپاره شي. چه دا ډول پروګرام هم د نړي په هیڅ تلویزیون کی نه دی خپورشوی او نه به هم چا لیدلی وي . ولی د آریانا تلویزیون دا کار کوي  .
 دریم:  لکه څرنګه چه د افغا نستان دوي ملی ژبي پښتو او دری ده. ولی د آریانا تلویزیون د هندی سریال پنځه سوه برخیزه یوځل  په دری او بیا همدغه برخي یو ځل بیا په پښتو ژبه خپروي او که سر یال په پښټو ژبه خپور شوی وي نو بیا یی په دری ژبه خپروي . چه دا کار زمونږ د افغانی ټولني دلیدونکو د ستو ماني وړ ګرځی. افغانانو  په کور او بهر کي ددغه سریالو ټولي برخي په دری ژبه کتلی دي او ۹۸٪  سلنه خلک دسریال لیدو ته په بله کومه ملی ژبه  کومه اړ تیاو نلری. که چیری بیا هم د پښتو او دری ژبی د یوشان او ورتوالی انډول په نظر کي نیول کیږي ، نواړینه ده چه د آریانا په ټولو تلویزیونی پروګرامونو کي دي ددی دوو ملی ژبو د یو شان په خپرونو کی جدی پا ملرنه وشی. ولی اوس داسی ما لومیږي چه په دری ژبه د خپرونو کچه  ۸۰ ٪ سلنه ته رسیدلی ده او پښتو ته یوا ځی  ۱۵ ٪ سلنه د نشراتو او خپرولو چانس ور کول شوی دي. په ازبکی ژبه ددي تلویزیون نشرات یو بل دمور او میری ښکاره چلند دنورو محلی ژبو په قطار کی قرار لری. که چیری ریشتیا هم د ژبو  انډول ته په درنه سترګه کتل کیږی نو بیا د پښیی ، نورستاني ، بلوڅی او نورو ژبو  حق چیر ته دی. او ولی یواځی ازبکی ژبی ته پاملرنه شوی ده. یو بام دوی هوایی همدی ته وايي. چه یو پاچا او بل ګډا وي.   
څلورم: بله نیوکه داده،  کله چه کوم سندر غاړي (هنرمند) دخپل کنسرت لپاره دآریانا تلویزیون ته دکنسرت د یو ټاکلی نیټی اعلان ور کړی. د بیلګی په توګه پلانی هنرمند د ۲۰۱۱ کال د جون په ۱۲ نیټه د امسترتردام  په ښارکي کنسرت ورکوي. دا اعلان دتلویزیون له لاری په پوره متن سره د تلویزیون پر پرده تیر شی او خلک خبرکړي. ولی عجا یبه خو لا داده  چه نومړی هنرمند خپل کنسرت په ټاکلی نیټه ورکړي او بیا کورته ولاړشی .ولی د آریا نا تلویزیون دغه اعلان دجون د میاشتی په ۱۳-۱۴-۱۵- حتی د شلمی نیټی پوری او دهغه نه وروسته هم همغه پخواني اعلان دجون ۱۲ نیټي چه لا وخته کنسرت ورکول شوی دی په لوړ آواز سره اعلانوی او دهیڅ همکار او دایریکتر ورته  فکر اوپام نشته. ددی پروسی تکرار په نورو اعلاناتو کی هم له ورایه ښکاري.
             پنځم:  که مونږ ددی تلویزیون اعلانونه  ته ځیرشو او یا څوک ددی تلویزیون کانال پرو ګرامونه په پر له پسی توګه ګوري  نو داعلاناتو په وخت کي د تلویزیون ږغ نا ببره دومره لوړ او هسک شی ، چه په کو ټه کي ناست کسان خپلي خبری هم نشی او ریدلي او بیا سړی مجبوره شی چه ریموټ کنترول را واخلی او ږغ یی کم کړي. او بیا چه پروګرام شروع شيٍ نو بیا اړینه ده چه آواز بیر ته لوړ کړي. لنډه داچه ریموټ کنترول باید همیشه ستا څنګ ته پروت وي. او د تلویزیون دهر پرو ګرام د ږغ تناسب  او بیلانس باید ستا دریموت کنترول په کمک سره سرته  ورسیږي  .
             ددی ټولو نمګړ تیا سره سره بیاهم دا تلویزیون توا نیدلی دی چه ځیني په زړه پوری خپرونی خپری کړي او خلکو ته یی ور ډالې کړي. که چیری ددي د تلویزیون د مشر تابه په لیکه کي ژور بدلون را  شی او د بر نامو جوړونکی د خپلی مسلکی زده کړي پر اساس خپلو خپرونو ته ښه متوجه  شی بیله شکه چه دا تلویزیون به خپله کړنلاره په ډیره ښه توګه  سره سرته  ورسوي. او پروګرامونه به یی د هر چا لپار په زړه پوری وي. او که بیا هم  د بی تجربی همکارانو د نه پاملرني کچه لوړه شی او په دی لاره کي ځانګړي او چت ګا مونه وا نه  اخلي نو بیر ته هغه دچا خبره همدغه آش او همدغه کاسه                ۲۶/۰۶/۲۰۱۱             
- بېرته شاته