(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زموږکلي اوبانډې

دسمیع الدین  افغاني لیکلنه
(یوولسمه  برخه)
دلغمان د دترګړو دجامع جومات خطیب او د ازادی د لیارې مبارز مولوي عبدالمجید
 
خدای بښلی  دکتور محمد سعید  ( سعیدافغاني  ) چې دلغمان  د ولایت  دترګړو دجامع جومات خطیب مولانا عبدالمجید مشر زوی دی ، په خپل کتاب ( زما ژوند)  کې  د هغه په هکله لیکي:
 
زما پلار مرحوم  عبدالمجیدد لغمــــان ولایــــت  دعمرزیو د قریې د خیراباد په کلي کې هستوګنه درلوده او دمولوي سید امیرځوی وه ، مــولوي سید امیر چې دخپل   وخت کره عالم   او د ښه ملي شهرت او اعتبار خاوندوه دلغمان په کله کوټ کې چې دعمرزیو دقریې څخه په  جنوب کې تقریبا شپږ میله لرې موقعت لري اوسیده چــــې د خپلو شــــاګردانودرسي حلقه یې درلوده او د خپل عمر زیاتره  مده یې هلته تیره کړې ده  او پـــه هغه  ځــــای کې علاوه   د تدریس  څخه د خلکود مشکلاتو او پربلمونو په حلولو کې د زیات  ولسي قدرت او اعتبار خاونـد وه ۰  مولوي سید امیر هلته  کله  کوټ  ته  نژدې  د علي خیلو پـه کلي کې چې  دکـــوزې  ډوپۍ په نامه یادیږي د یو مشهورعالم چې  په صوفي صاحب مشهور وه دهغه د لورسره نکاح   وکړه ، صوفي صاحب په  منطقه کې دبا نفوذو اشــخاصو څخه وه چې په ډوپۍ کې یې  د څلویښت جریبو په شا او خوا مځکه درلوده ۰
 
مرحوم   مولانا سید امیر  ډیر شاګردان  روزلي دي چې د هغې جملې څخه د تګاب ملا صاحب فضل  او مرحوم د هدې صاحب نجم الدین اخونزاده چې  په ملا بزرګ مشهور وه د یادولو وړ دي۰
مولوي عبدالمجید صاحب بـــه قصه کوله هغه وخت چـــې  زه شاګرد وم امیر عبدالرحمن خــان  نجم الدین اخونزاده د هغه د مشهورو ماذونانو  سره د تندور خانې پـــه سیمه کې بندي کړی وه ځکه  چې هغه د ولسي اعتبار  او شهرت څخه برخورداره وه، ملابزرګ چې  دخپل وخت  دیر متقي او مشهور عالم وه  زه  هغه وخت د هغه  تپوس  ته  جیلخانې ته لاړم  او خبر مې ورکړ چې   زه  د مولوي سید امیر ځوی  یم  او ستاسو لیدو ته راغلی یم  ۰همغه وه چې   زه یې  په ډیر شوق وغوښتلم  او په زیاد اعزاز یې  روغبړ  را سره  وکړ او شکر یې  وویست چې   د مـولانا سید امیر صاحب ځــــوی دومره شوی دی چې  زما پوښتنې ته راځي او له ما سره یې ډیر لطف وکړ۰زما یادیږي  کله چې  زه د خپل پلار سره په ورستیو وختو کې تګاب  ته  لاړم  زما پلار د ملا بزرګ  صاحب د مقبرې پوښتنه  وکړه  دهغه  قبر یې  پیدا کړ او د  اخـلاص  فاتحه یې پرې ولوستله ، د هغه په قبر یوه زړه ګنبده ولاړه وه ۰
 
 وایي  چې  د مولانا سید امیر تر مړینې  وروسته  دهغه  ځوی  مولانا  عبدالمجید ډیر وړوکی وه  چې   د خپل  مورنی نیکه  صوفي صاحب     په کور کې پاته شوی  وه ،څرنګه چې  مور یې هم  په وړکتوب کې مړه شوې وه نو دده تربیه دهغه دمورنۍ نیا په ذمه واخستله ،چې هغه یوه ډیره پرهیز ګاره ښځه   وه اواولادیې نه درلود نودمولوي صاحب عبدالمجیدپه روزنه کې یې پوره پاملرنه او اهتمام کوه ۰
څه مده نه  وه  تیره شوې چې  د مولوی صاحب مورنی نیکه  صوفي صاحب هم وفات شو  او صوفي صاحب بل نارینه اولاد نه درلود او تربوران یې دیر ظالمان وه د هغه د کور مالونه یې چور اومځکه یې ترې ونیوله ۰
مولوی صاحب  عبدالمجید به  ویل ۰زموږ  په  کورنۍ  کې  زموږ د پوښتنې څوک نه  وه او زموږ دپلار دتره ځوی محترم محمد شریف خان هم د خپل پلار  فتح محمدخان څخه  وړوکـــی پاته  شوی وه  نو همدا دلیل وه چې د تربورانو د ناروا په مقابل کې موږ بې وسې وو ۰
 
څه مده ورسته زما مورنۍنیاپه ما باندې تعلیم  شروع کړ ،دهیریدو نه ده چې د لغمان د صبر اباد مولوي سیدعالم د ډوپۍ کلي ته   زموږ پوښتنې ته راغلی وه په ما یې ډیره مهرباني وکـــړه  او د نصیحت په طرز یې راته وویل ۰پلار دې مشهورعالـم وه ۰ته ضرور باید دپلار ځای ونیسې ، ځه چیرته دکوم عالم سره دیره شه او صرف او نحوه او نور کتابونه ولوله کوشش وکړه چې وخت درنه عبث تیرنه شي ترڅو ښه عالم درنه جوړ شي۰
 
هغه ویل چې د مولوی صاحب  سید عالم  نصیحت په ما زیاد تاثیر واچوه او دده دلارښونې سره سم  مې په زدکړې پیل وکړ  په یو ځای او بل ځای کې مې  پـــه لږه مده کې  صرف نحوه او بیا نور کتابونه ولوستل او بیا مې دمنطق اوحکمت دکتابونو په لوستلوشروع وکړه او د وخت د مشهوروعالمانوڅخه مې زدکړه وکړه چې پوره په دې کتابونو کې لایق  شوم  چې  زیادتره  شاګردان به  ماته  دتدریس لپاره راتلل ۰ما پدې تحصیل اکتفا ونکړه او د تحصیل او زدکړې په مقصد  په ښیوه ، د لغمای په چهارباغ ، قرغیو او مزینه کې دیره شوم  او وروسته لدې څخه دتحصیل په مقصدپیښور ته لاړم ،هلته په  پیښور ارغشتواو اشنغرکې مې دمعنوي ، لوی منطق  ، حکمت ، تفسیر ، احادیث ،  فقه اصول ،میراث ،ریاضي ،تجوید او نور دوخت  مشهورعلوم دښو پیاوړو استادانوڅخه ولوستل ۰
 
وایی چې  پـــه هغه وخت کې  چـــا چې  به مروج علـــوم ولـــوستل د وخت د مشهورو علماو بـــه ورته  تصدیق   ورکاوه  چې  د استادی وړ دی نو هغه ته به بیامـــولوي صاحب ویـل کیده او د مولویتوب پګړی به دده په سر  باندې  مشهورو علماو په  ول تړله ، چې  مولوی عبدالمجیدهلته دا افتخار تر لاسه  کړی وه ۰
د مولوي صاحب عبدالمجید  د سفر ملګري په دې باور وه چې  هغه په ملګرتوب کې دپوره اخلاص خاوند وه  ، د ه له ملګرو او ملګرو لدې سره پوره وفا کوله ۰زما مرحــوم پلار مــــولانا محمد سعید  سعید افغاني لیکې چـــې زما نه يادیږي چـــې زما دمـــرحـــوم پلار مـولوي عبدالمجید څخه دې چا شکایت  کړی وي ،ده به خپل ملګري ډیر په احترام یادول  او په غیاب کې به یې ستاینه کوله  همدا وجه وه چې  دده ملګروزما سره زماپه ژوندکې  دهغه په خاطر ښه رویه درلوده ،ده به د خپلو ملګرو څخه خوږې  قصې کولې او دخپل سفر ملګري به یې ډیریادول اوپـــه دې جمله کې دمولوي محمد ابراهیم کامه وال  ، مولوي الهام الدین   چــې   د لغمان   په کــــڅ کې دکجور  ملا په نامه یې شهرت درلــود ،  دچهارباغ مولـــوي عبیدالله  ، مـــولوي محمد عالــم ،  او قـــاضي عبدالقدوس د لغمان د چهارباغ  څخه  ډیرې ښې خاطرې  حکایت کولې ، همدارنګه مولــوي  عبیدالله او مــــولوي محمد عالم صاحب چې    په  اول کې دهغه  د سفر شاګردان وه  چې   په نتیجه کې ډیر ښه عالمان شول ۰
 
دې  ویل دکجورو  ملا صاحب په سفرکې دجمعې په شپوکې دیرښه او خواږه  اشعار او نعتونه  ویل  او هغه وخت د هغه یو مشهور ورور وه چې هغه ښه متصوف او مشهور واعظ عالم وه ،هغه په وعظ کې  ژړل  په مخ او ګیره به یې اوښکې روانې وې  ، دې قصه کوله  یو وار داسې  پیښه  شوه چې  د کجورو ملا صاحب  دغه ورور  په وعظ  کې  ډیر  وژړل  خوکله  چــــې  د وعظ څــــخه خلاص شــــو نـــو په يو خاص مجلس کې ورته وویل:وروره دا څومره زیــــات ژاړې  ، ژړل ښه کار ندی سترګوته دې تاوان رسو ي  او که نــه زه هم کولی شم  چې خپل مړ پلار یاخپله مړه مور را یاده کړم  او له تا څخه ډ یر وژاړم ۰
مولو ي   عبدالمجید په  ټولو مروجو علومـــوکې تدریس  کاوه خوپه  منطق او  حکمت کې یې  ډیر شهرت درلودخو دعمر په اخر کې  ددې د تصوف جذبه زیاته  شوه  نویې   د تفسیر،حدیث ، فقه ، او   تصوف   علومو  مطالعه  زیاته کوله همداوجه  وه چې تګاب مشهور متصوف اخونزاده  صاحب  څخه یې د قادرې طــــریقه وکړه ، ددې طریقې  په  ټولو اذکارو  او اورادو  کې   د  مازونۍ   مرتبې  ته   رسیدلی    وه  او  د زیاتو مریدانو او مخلصانو خاوند وه٠
 
څرنګه   چې  د ښه   تقوا او علم  خاوند وه نو خلکودی مجبورکړ چې  د لغمان ولایت د تیرګړو مشهور  او  جامع مسجد  د خطابت وظیفه هم په غاړه واخلی  ، پدې مسجد کې  دی  ډیر عمر دجمعې په ورځو کې  موثرې خطابې ایرادې کړی دی  چې  دده  شهرت  د شاګردانو او  مرید انو له لیارې نه   تنها په   لغمان  او  ننګرهار  کې   بلکه  په  ټول افغانستان کې زیات  شو،هغه ډیر ښه  اواز او د ژبې فصاحت  درلود  او د ښه اخلاص اوګذارې خاوند وه ۰نو همدا وجه  وه چې هره ورځ  له  هرې  خوا  نه  ورباندې  د روحي  او  معنوي  اســتفادې  په  منظور هجوم   وه  او دده  په  دیره  کې به  لنګر چلیده  چې  تراوسه  پورې  په لغمان کې زیات خلک دده د وعذ،معقولې اونمونې روایتونه کوي۰
مولوی عبدالمجید دامیر عبدالرحمن د پادشاهي د وختونو قصې کولې چې په دې هکله یې داسې ویل :امیرعبدالرحمن په  خلکو باندې  زیات  رغبت  اچولی وه اویواځې دنوم څخه یې خلک بیریدل حتی هغه وخت  چې  هغه مړشوخلکو د ډارې ډیروخت دده د مرګ روایت قدرې هم نشو کولای ۰
مولوي عبدالمجید د وطن د استقلال  او ازادۍ په مبارزه کې پوره  او موثره برخه درلوده او د خپل قومي ځوانانو،مشرانو، شاګردانــــو  او پیروانو  سره د انګلیسانو  په مقابل کې دډکې ، تورخم او ناجي په سیمو کې جنګیدلی دی ۰هغه به ویل چې موږ به د شپې له خوا د انګلیسانو   په   عسکري کمپونو   داړه    اچوله  چې  په دې  اثر  به د انګلیس عسکر د ډیرو لانجوسره مخامخ وه ده به ویل په هغه شپو  او ورځــو کــــې چې   صالح محمدخان عسکري  افغاني منصبدارمــــاتې وخوړه موږ برید پرینښود بلکه د غرونو په څوکوکې مو د شپې له خوا اورونه ددې لپاره  بلول چې  تر څو انګلیسي  عساکر  پدې  پوه شي چې  مجاهدینو دجهاد محاز ندی پریښودلی  او د مقابلې لپاره حاضر دي ۰
 
مولوي صاحب به ویل :  د صالح محمدخان د تیښتې په وجــــه پــــه دغه ورځ   او سباته  د  مبارزینو  معنویات  ښه نه  وه خو دیني  علماوودمبارزینو معنویات تقویه کول او له بلې خوامجاهد ینو ته  د وطن دهرې خوا زیات او تازه  مرستې  رسیدلې او په  ټولو  بریدونو کې ملي مقاومت  ښه  پیاوړی شـو چې پدغه   برخه کې  د ننګرهار او سرحدونــــو  د اوسیدونکو جذبات  د هیرودو  نـــدی او نه  د ساپیوو مهمندو ،  شینوارو ،  خوږیاڼو  او دبـاجوړ ځوانانو سرښندنه  به  د  یاده ووځي ۰
 
باید   ووایم  چې  د بلې  خوا دا شکست ددې موجب  شو چې  دپښتونستان   د سیمو اوسیدونکي د انګلیس  د استعمار په ضد  را وپاریدل او  د هـــرې خــوا څخه  دمیړانې اوجهاد غورزنګونه په  ډیر جوش اوخروش پیل شول ،همداوجه وه چې  انګلیس دې ته متوجه شو چې  د اعسکر ي بریالیتوب  نور هم  لانجې زیــاتې کړې  او عمومي احساسات یې ددوئ په  ضد وپارول ، نو همداوه چې د خپل زیات ویر ې  په وجه یې  په هوایي بمباردپیل وکړ او غوښتل یې چې  په دې ډول په جنګیالیو کــې ویره واچوي  خو دا کار نور هم خلک د مقاومت لپاره مصمم کړل او  د شپې له خوایې په انګلیسي عسکر ي   کمپونو باندې  ډیر سخت یرغلونه تر سره کړل ۰
 
مولاناعبدالمجیدویلچې په دې جهادکې ځماخـــواږه خواږه ملګری اویاران  شهیدان شول او یووارداسې پیښه شوه چې زموږ داوسیدو په  خاصې غونډۍ  د بمونو اوریـدل  شروع  شول  چې  دیو بم  په  اثر موږ د خاورولاندې شوو خودنورو مجاهدینوپه مرسته ژوندي  له خاورو وویستل شوو ۰
 
هغه به د جهادکیسې زیاتـې کولې او دخپلو افغانانومیړانه یې په هغه وخت کې زیاته ستایله ۰
ده ویل : افسوس چــې د وطن په جهادکې دملی مبارزینو سره  کافــي  وسله  او ازوقه نــه وه  بلکه  یواځې  ددوئ همت  اومیړانه   وه  چې  مقابل  محاذ ته یې ماته ورکړه ۰هو، اکثره مبارزینوپه  نیم  نس  او نیمې تندې  خپل  د جنګ   محاذ ساته ،چا سره شلخی توپــــک ، چاســــره تفنــــګچه ، چـا سره توره او دچا سره یواځې بیل اوکلنګ وه چې  د زمرو په شان به یې  په اورحملې کولې ۰
 
 ده به ویل :د ژوبلې او مرګ  ډاره د چا سره نه  وه  بلکه پدې عقیدې   وه که ژوندی وې دجهاد ثواب درپه برخه  کیږي  اوغازي  به  وې  او که  مړ شوې نودشهادت مرتبه مومې ۰
ده ویل:دوطن يه جهادکې دمشرقي محاذیوازې ملي مبارزینوپه برکت قوي پاته شواوعسکري شکست  او تیښته  د مشرقي خلکو ته  لکه د هیوا د د نوروسیمود مجاهدینو په شان د منلووړ نه  وه بلکه دهغه  وخت واقعات  اوپیښې ددې  ثبوت  ورکوي چې ملي مبارزینو په یوه دوه ورځوکې عسکري خلا هم ډکه کړه  باید  ووایــم  چې د صالح  محمد خان  د  تیښتې پــه  وجه د ټولوعسکرو  عسکري  طاقت  له مینځه    لاړ   نشو  بلکه   ډیر  وړومنصبدارانوبې  له  کوم عسکري تنظیم څخه  خپل د جهاد محاذونه  کلک وساتل  چې پـه دې  جمله کې سور نــــاصري جرنیل  دخپلو عساکرو سره  د تورخم  په محاذ کې په پوره میړانې جنګیده۰
 
  مرحوم  محمد  شریف  کامه وال  چې  پــه نجم المدارس کې مدرس وه دا قصه زیاته کوله او ویل به یې چې دصالح محمدخان دتیښتې دوهمه ورځ وه  ، زه په تور خم کې وم  او په لیاره کې  زخمي شوم  حرکت  مې نشو کولی  خو  نصیب  دا وه چې پــه ما باندې سور جرنیل مسلح   په  اسپ  سپور د خپلو عسکري  ملګرو سره راغی  ، زه یــې پورته کړم  او سورجرنیل دخپل ځان سره په خپل اسپ  د شــا له خواسپورکړم  او دی په انګلیسانو باندې ډیر له قهره لکه دزمري په شان غړمبیده ۰
 
ځماپـلارمرحوم دکتور محمدسعید  ( سعید افغاني  ) لیــکي:هغه وخت چې  زه په نجـم المدارس کې مدیر  وم   سور جرنیل ژوندی وه   او د عــمرپه  اواخروکې یوځل مدرســې تــــه راغی ماپه خپله حجره کې میلمه  کړ اودهغه  ډیــر  احترام او قدر  مې  وکړ  ، د شپې له   خوا دده  سره  قرانکریم  او د کارتوسو ډکه  تفنګچه  وه  ۰وایي چــې  دده عادت وه چــې د عمرتر اخــره یــې تفنګچه له ځانه سره ګرزوله ۰                                                                                                    
مولوي   محمد سعید   ( سعید افغاني )  لیکي چې ځما مرحوم پلار  مولوي عبدالمــــجیدبه وعـظ او تبــــلیغ دقرانــکریم   د ایتونو او احـادیثو  په لوستلو  په ډیر خواږه  اواز  کولواو ځای ځای به یې پـه مناسب  ډول  د جــلاالدین رومــي د مثنوي ،حافظ شیرازي ،ګلستان  ، بــوستان  او داسې  نــورو  کتابونو  او د دپښتو شاعرانو شعرونه  او منظومې په خواږه اواز لوستلې  ۰
هغه به د میا عبدالکــــریم  صاحــب  اشعارخوښول   اوزیات  به یې لوستل  چې په  هغه  جمله کې یې دا  بیت  یې زیات   لوسته:
اول دې خوب په بالښتو او بالیـنچو کړه جانانه
اوس دې د ګورچینجي بازي کړي هر اندامه سره
یا د حافظ شیرازي دا بیت:
شب تاریک بیم موج ګرداب چــنین هایل
کجا دانند حال ما سبک ساران ساحل ها
دا شعرونه یې د عمر په اخره کې زیات  لوستل:
همه با هوا و هوس ساختی
دمی با مصالح نپرداختی
 
همنشینان تو  در کنج  لحد خاک شدند
چشم عبرت  بکشا خواجه اګر  انسانی
یا دا بیت:
صبح    صادق  ملهم   کافور دارد در بغل
ګر علاج زخم عصیان میکنی بیدارباش
 
مولوي   عبدالمجید  یوه  وړکۍ کتابخانه  درلو ده چـې  په  هغه  کې مختلف علوم موجود وه  خو ده به په سفرکې خپل قرانکریم ، دلایل الخیرات او تنبنیه الغافلین  کتابونه  زیات  له  ځانه  سره ګرزول  او لوستل  به  یې ۰ده  به  د تجهیـد وظایف  زیــــات کول  اودجذبو په حالاتو کې یې تصوفي  اشعار ویلې  او  کله  به  یې  ورسره ژړلې هم ۰
 
ده  دنظم  په کتابونوکې  پوره  مـــهارت  درلوداو د اشعارو ګلچین ور سره  وه ، ده به  دملي او وطني  خدمت  لپاره  هم  زیات کار کولو  اودضرورت په  وخت  کې به  یــې د بیچاره ګانوسره  لازمه مرسته کوله  ، دی  د پور ه جرت  خاوند  وه  او په  وعظ ، تبلیغ  ، جلسواو مرکوکې به یې په  صراحت  خپل تحلیل وړاندې کوه  او کله کله به یې ډیرغټ غټ خلک هم تـرټل خوپه خلکو باندې دده قهر او غصه  دده د اخلاص او بې الایشی  په وجه  بده نه لږیده ۰
 
دده  سره  د ډیرو خلکو اخلاص وه  او  دده  د لیدو  لپاره  د ډیرو لرې ځایو څخه  خلک راتله ، دې به کله د تبلیغ او اصلاح لپاره  د لغمان درو  غــروکلو او بانډو ته  هم تللو  او هلتـه  به وربــاندې  زیات خلک را ټولیدل ، ده به  اګثره  په پښومنزل کوه چې کله به  داس سـورلۍ هم میسره کیده ۰
 
هغه د پوره ذکاوت خاوندوه او ډیرو بـاریـکیو ته متوجه کیده  هغه  به ویل:د خدای پاک مخلوق سره د اخــلاص ژوند کول په کاردي  او د اخلاص ثمره او نتیجه حتمي ښـه په زړه پورې وي ۰
  دې د ولایت او کرامت دعوانـه کوله حــتی ویــل یې زه سره ددمره وظیفه کولوتر اوسه هم دکــوم  کشف اومکاشفي خاوند نه شوم ۰
ده دملاې لنګ د شورش په وخـــت کې هغه وخت چې دامیرامان الله  خان په ضد انقلاب جوړوه  په پغمـان کې یوه لویه جرګه جوړه شوه     د خپل قام او دلغمان د ولایت  د علماو او دخلکوپه  وکالت وکیل انتخاب شواو دهغه وخت په لویه جرګه کې یــې فعاله ونــډه درلوده  ، دې پــه هغه وخت کې پوهیده چې په امــیرامان الله خان پاندې دکفر فتوا  او په دې اثر  د افغانستان څخه دهغه وتل ښه کار نه وه ۰هغه سره  لدې  چې  د دیني پاکې جذبې خاوند  وه  داستعماردسیسوته ښه متوجه وه  او د وطن د خیر او سعادت لپاره ډیر هوسیده ۰
هغه ددین څخه دناروااستفادې مخالف وه اودیني علماو لپاره یې په خیراتو ژوندکول نه لوریده همدا وجه  وه چې هغه به ویل  :     
کاشکې دینی علما علاوه  د دیانته دخپـــل  رزق او روزی  برابرولو لپاره کاراوکسب هم وکړي او داسې نه چې دین  ددنیا لپاره وسیله  وګرځوي   ۰
دې  به ویل  :دې عـاجــز  اوبیـچاره ته ګوره چې خپلې   نفقې ته حیران دی  خو په قرض او سود هم  خیر اوخیرات ورکوي او خپل ځان نورهم محتاجوي  ۰اوویل به یې چې دې ملا او پیرصاحب  ته 
ګوره چې هرڅه  لري خوبیاهم  د یوعاجز او فقیر له لاسه  خیراتونه  اخلي ۰    
ده په هر چا باندې دپـــوره عاطفې اوصلې خاونـــد وه  او دروحي جذبې  په  وخت کې به  بل  ډول  ښکاریده  او په ځینو حالاتو کې  به ور څخه   دتاثر او انفعال  چیغه او کریکه  هم وتله ۰
 
هغه مــرحوم  مجاهد نجم الدین اخنـــذاده  صاحب  ته عقیده درلوده  همدا وجه وه چې کال کې بـه یوځل او کـله دوه ځله هډې ته دده قبر د زیارت دعا له امله تلو ، ده به ویل دا مـرحوم دخپل عصر مبارز وه او دوطن دابـادی او ازادی لپــاره یې نــــه هیـــریدونکي جهادونه او خدمتونه کړي دي ۰
مولوي عبدالمجیدد تګــــاب اخنذاده  صاحب د مـخلصانوڅخه  وه او د هغه د ذهداوتقوازیاتې قصې کولې ، د نجـم الدین  اخنـذاده  صاحب   د مشهورو  ماذونانولکه  د سنګر شیخ صاحب ، د بتخاک حضرت صاحب ،  د اسلام پورشیــخ  صاحب  پاچا  صــاحب ، د تــرګړو پاچا صاحب ،  د سرکاڼو میا صاحب  ، صوفي صاحب ،چکنور ملا صاحب  اونورو علماو د تقوا، اعتباراوشهرت قصې کولې ۰
مرحوم مولانا عبدالمجیدپه کال  ۱۳۲۰ه ش کې د ژمــي په شپو او ورځوکـې مریض شــو او یو څو ورځې  پس له مریضي حق ته ورسید ۰
انا لله و انا الیه راجعون
د ده جنازه په  ډیر اعجاز پورته شوه او په  پوره  احترام  د لغمان د ولایت  د عمرزیو دقریې د خیراباد دکلي په هدیره  کـــې خاورو ته وسپارل شو ۰
دی فوت شوخو دده  دصالحو اعمالو  نقش تر اوسه پاتې دی، اوس موږ دده روحي  خوښي  او ددی د ښه اعمالودپیروی او هغه  تـه پرته  له دوعـا څخه بله چاره نشته ،نوالهی تـــه موږ تــه دښې پیروي  توفیق  راکړې او دده په روح کـې دې دخپــــل رحمت  فیضان  زیات اودایم وګر ځوې ۰
 
امین یارب العالمین
-----------
نو ربیا
 
- بېرته شاته