(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هم غل هم غمور، خبرې کوونکی خر

طنز
محمود نظري
یو خره یوې پيغلې ته ویل:
 زه انسان وم د سیاست  جادوخر کړم ، ما مچ که (کړه) چې بیرته انسان سم .
هغې دیخوا هاخوا وکتله  ، خریې تر غاړې ونیوی او کور ته يې بوت .
د هغې خورلڼي په شک له هغې وپوښتل  : ولي ځان دوري هوري کوېاو هغه نه  مچوې  ؟
هغې ورته ویل :خپل بخت  خپله په لغته ووهم؟!
 ته نه پوهیږې د خرو بازار ډیر تود دی د خره بیه اوس تر انسان ډیره  لوړه ده  ،نو ولي باد غوټه  کم (کړم )،  ټوله بزرګان اوس خرتوب خوښوي، نو زه  ولي ناحقه سم اصلي  طبیعی  خر انسان کم( کړم ).
 تا ته ډاډ درکوم چې  هغه سر له سبا پارک  ته بیایم چې  انسانانو ته نصحیتونه وکي (وکړې)!
 خورلڼې يې په حیراني وپوښتل:
نو بیا څه؟  
 -که یې  اخیر ټاکنې یونه وړې  او  ددنیا باچا نه سو آ آه!
 ځکه اوس  ولسونه  له هغو انسانانو څخه چې د خره پېښې  او خرتوب کوي ستړي سوي دي  د طبیعي شیانو سره مینه  کوي او  خوښوي یې،  هر یو هیله لري دخره  خبرې د خره له خولې واوري نه د انسان له خولې.
رښتیا هم په سبا د هغه تاریخي وینا ته  زیات تر یو میلیون خلکو انتظا ر کاوه.
پر ستیج د هغه په ښکاره کیدو سره  د خوشالی د غوغا   یوه چپه خپره سوه،هغه محترم یرغه ستیج ته راغی او د خطابې میز ته په دوو ودرید.
 دخلکو هیڅ باور نه کیده چې خبرې کوونکی  خر په خپلو ګناهکارو سترګو ویني .
 دخره  چې توري عینکې په سترګو وي اود زرو کړۍ یې به ژبه  او غوږونوکې ورکړي وې.  د یو منظومي هنګا وروسته خطاب خلکو ته وویل  :
 ګرانو انسانانو !
ستاسو یو متل دی چې د خره یا ګوز دی یا لغته
 دا اوس غلط  ثابت سوی دی، موږ  خره وایو د سیاستمدارو یا ګوز دی یا لغته!
دې خبرو پر خلکو ډیره اغیزه وکړه  ، چا ژړل، چا د زړه له کومي چکچکو کولې.
دخره څښتنې له ډیرو ولولو او خوشالی هغه مچ کړ ،هغه انسان سو.
خلکو هغه دومره په بوټونو او رومیانو او هګیو وویښت  چې هغه بیرته به خرتوب راضی و خو امکان يې نه لره
هغه له  ستیجه تا او په څلور وتښيد.
خلکو دهغه پسې ځغستل او نارې یې وهلي :
 هلۍ مه يې پریږدئ !  دا انسان سوی خر  دی، موږ لا کم و چې هغه هم انسان سو!
 هغه  لکه لیوني ځغاستل او خلکو په ډبرو  ویښته .
هغه نارې وهلې  : توبه مي ده ، توبه مي ده !
کنايې :
- باد غوټه کول (  بی بنیاده کارکول)،خپل رزق په لغته وهل(تاوان)، ،بازار تود دی ( ډیرپلور او پېر)،ځان دوری هوری کول( بهانه کول ).
 
 
هم غل هم غمور
 
 
دلته پردو راوستې   غل غدو کراسي ده
د هر غله سره مله کامي سینه زوري ده
دلته هر غل    هم غل  دی هم غمور
دلته هر خوني هم خونی هم  بوکسر
 دلته هر قاچاقبر هم کومندان دی هم ریسلر
 هرګوډاګی هم لاسپوڅی  دی هم رهبر
هر سیاستمدار هم تیورسن دی هم دوړن
 تجار  موهم تجار دی هم کښونکی د کفن
دشورا وکیلان مو یوازې پیژني خپله ګټه
وزیرمو هم کار کوی مګر د خپل کام په  وټه
مشر موهم مشر دی هم دی ډبلی مار
د هغه ډارن  دلاسه ټول دولت دی بیمار
هر چنجی چې مقرر سي ولس ته سي مار
 هر یو  ددې ولس پښوته کیني یو لوی غار
ټوله بډي خوري هغه چې هضم کره اتل دی
که ګیر سو چې نه کیږي هغه یو بیا  غل دی
که دی  دلته مربی لره تل  مربا څټه
کنه په پل خښتی کې د لري شوروا خوره
دا وطن يي ویشلی په عکسو دی
یو دبل سره يي اچولی په حملو دی
هر یو خپل پک ته وايي څڼور
یو په بله نیښونه لګوی لکه منګور
د یو مړی ته یو چکچکی کوي دبل ته بل
په خبرو شخړه د ه د دوشاخه او بایسکل
دښمن په کښي خپله کوي بار اچوي پر بل
د مړو په حلوا خوږوي  خولې د یو بل
ناشولټي اوپشي پشی سوی دلته   ژر  رسي مقام ته
د پردوګوډاګیان ، ټکه اچونکی ژر رسي زمام ته
دلته دغنمو پر ځای اوربښې کرل کیږي
مګر بزګران په دی کښت او کر نه پوهیږي؟!
دلته ګنډکپانله القابو څخه اخلي ګټه
څو ک ځان مجاهد بولی څوک د مقامت سټه
دلته  د هر یوه تر مطلبه یارانه ده
چې توبره  یې سی ډکه تیاره ورته طیاره ده
ټوله په همدې  تګ او دو  دي اخته
 نه مالومیږي کوم تور ممیز دی کوم خزدکه
دهر سوسمار مقرری یوه څریکه سی ولس ته
ځکه دا ټوله ایمان نه لري دوزخ  دنس ته
دلته هر وخت  د مشرانو دی ونګ ونګ
دهغو د لاسه چې  یې دی پتلون لنډ او تنګ
دلته ډنده ماری ده  د ولس د خپلو او پردو
څوک يي بمبارد وی څوک يي وژني په ځان وژونکو حملو
 
کنايي:
غنم ښوول او وربښی پلورل( چل او ختا ایستل )،خپله پکښې کول(خپل مقصد حاصلول)
،خپل بار پر بل اچول( مسولیت پر بل اچول)،ډسکی وېشتل( درواغ ویل)،پشی  پشی کېدل (غوړه مالی  کول)، تګ او دو( خواری )، ډبلی ما ر ( مداری)، ونډی ما ر(  تقسیم کوونکی)
- بېرته شاته