(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې تاوه پاڅون:دغـریب سـړي وسله

د ډاکتر رحمت ربي زيرکيار پر قلم، «د غـریب سـړي وسله»، يو څوخبرې
لیک: غلام محمد زرملوال
 
په زيږديز ١٨٠٩ کال په افغان ژمنۍ پلازمينه، پيښور، کې له شاه شجاع سره د الفنسټون له کتنې راهيسې افغان ملت نه د ارامۍ ساه کښلې او نه پر خپلو پښو دريدو ته پريښودل شوى. په تيره بيا پر ټول افغان ملت د «ګندُمک»له تپلو اوله هغه نه بيا په زيږديز ١٨٩٣ کال زيږول شوي «ډيورندلاين» څخه راهيسې ټول افغان په خپلو وينوکې لمبول کيږي. ولې؟ دا ځکه چې هرکله چې افغانانو خپل حق غوښتلى، نو لکه د نن په شان، تر غاښو په هولناکو وسلو سمبالو لرې او نيږدې استبداد ګرو له خوا د نابودۍ په درشل درول شوى دى. له تيرو ٣٥ کلونو راهيسې د  ټول افغان بېرحمه قاتل، جرنيل ضيا، پر لاس افغان تُکموژنه ژوندى تاريخ دى. دا نن هم چې د پرنګي اډې ساتونکى، (برتانوي پاکستان)، د پرنګي په بولۍ له امونه تر مارګلې پورې د ٧٥ مليونه افغان ملت وژنه روانه ده، د پخواني تاريخ دوام دى.
ډاکتر رحمت ربي زيرکيار «د بې تاوه پاڅون ګړندى لارښود»تر سرليک لاندې «د غريب سړي وسله» بې وسو ته پر لاس ورکړې ده. د ډاکتر زيرکيار له متفکرو ماغزو څخه رازيږېدلې دا هغه موثره او شاهکاره وسله ده چې ټول افغان ملت يې بايد له  خپلې خاورې، ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په لار کې د "پاک- پوځ" په مقابل کې استعمال کاندي. زيرکيار ليکي چې «هيڅ ډول قوي دولت يا امپراتوري د ښکيل شوي ولس چيغه د تل لپاره نه شي ځندۍ کولى؛ پاڅون بيله پاڅونوالانو ناشونى کار دى؛ اوهيڅ ډول پاڅون بې له لږوډيرې قربانۍ نه شي چليدلى»
نو دا دى ستاسو مخې ته د رحمت ربي زيرکيار انګازه. هيله ده ټول افغان ملت يې پر رپ العالمين توکل، په يوه هوډ او يوه غږ په عملي کولو لاس پورې کړي. پدې هکله به "ناپييلي" پاتې کيدل د سهيلي افريقې عيسوي مشر، ډسموند ټوټو، په وينا دې ته ورته وي چې «که د بې عدالتۍ په مهال ناپييلي وئ، د ظالم خوا به مو غوره کړې وي. که يوفيل خپله پښه د يو موږک په لکۍ ايښې وي او تاسې وايئ چې ناپييلي ياستئ، موږک به ستاسو د ناپييلتيا درناوى ونکړي».
يا ربه توفيق!                                                                                   غلام محمد زرملول
    
 
د بې تاوه پاڅون ګړندی لارښود
د غـریب سـړي وسله
 
لیکوال: ډاکـټر رحمت ربی زیرک یا ر، خپلواک څیـړونکی، امریکا
Compact Guide for Nonviolent Resistance: Poor Man’s Weapon
By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, USA
[email protected]
June 22, 2011       Saratan 1, 1390 Lmariz Hijri
که د بې عدالتۍ په مهال ناپیـیلي وئ، د ظالم خوا به مو غوره کړې وي. که یو فـیـل خــپله پښـه د یو مـوږک په لکــۍ ايښــې وي او تاســې وایئ چې ناپـیـیـلي یاستئ،  مـوږک به ستاسې د ناپـیـیلـتیا درناوی ونکړي. دسهیلي افریقې مـشر عیسوي ملا دیـسمـوند  ټـوټـو
ډالــــــــــــــــــــــــــــــۍ
دا رساله ارواښاد عبدالغفار خان ته ډالۍ کوم چې د خپل ولس له خوا یې په باچا خان او فخرافغان درناوی شوی دی. فخر افغان هغه ستر شخصیت دی چې د خانۍ ژوند یې پریـښود او د ملنګۍ لاریې ونیوله، په خپل عمل سره یې ټـول افغان ته د سولې،عدالت،پرمختګ،خپلواکۍ، ساده ژوند او ولسواکۍلاره ښووله، په ځان د خدایي خدمتګار یانې د هسک څښتن د بـندګانو  دخدمتـګار په حیث ویاړیـده، د انسان دوستۍ په رڼـو اوبو یې سـترګې مینځلې وې، او د ۱۹۷۹ زیـیز په د سـمبر کې  په  افغانستان باندې د شوروي پوځونود یرغل په لومړیو ورځـــوکې یــې په  ډیــــرې تاریخ دښمنې وضعې کـــې د ټــول افــغان لا تــراوسه روانه فـــاجــعه » د روس او امــریکن جـــنګ«   ګـاڼـه. دغه خواخوږی او سترګور مشر په پیښور کی په حق ورسید او مړی یې دهغه د سپــارښـتـنې سره ســم په جلال کوټ یانې جلال ابــاد کې  د ۱۹۸۹ زیـیز د جــنورۍ په ۸  نـیـټه خــاورو تــه وسپارل شــو.  په دې ډول باچاخان بیا وښودله چې فخر افــغان دی او په خـــپلې مقــبرې سره هم ټول افــغــان  راغــبرګــوي او نـــړۍ والو ته ښــئ چې د ډیـــورنډ اســتعــماري لیکه  غـــیر قانــوني، بې اعتباره ،رټــلې  او تش په نــــــامــــه ده! مــشر خو داســې وي کـنـه! د فخر افغان دژوند او مبارزې لپاره لاندې کتابونه ولولــئ
عبد الغفارخان باچاخان، زما ژونداو جد او جهد.خـپرندوی: دافغانستان د کلتوري ودې ټولنه. چاپځی: د دانش خپرندوی ټولنې تخنیکي څانګه-پیښور، پښتونخوا،۲۰۰۸زییز= ۱۳۸۷ لمریز 
Eknath Easwaran, Nonviolent Soldier of Islam: Badshah Khan, A  Man to Match His Mountains (Tamales, California: Nilgiri Press, 1999); Mukulika Banerjee, The Pathan Unarmed (Oxford University Press, 2000).
« »
مـسـتـبـد له څـه نه ډاریــږي
     
 
عرب مسلمان مفکر عبد الرحمان الکواکیبی (۱۸۴۹ تر ۱۹۰۲ زییز) چی د  سید جمال الدین افغان او شیخ محمد عبده سره په مصر کی همکار و داسې  ویلی وو: « مـستـبد له هیڅ یو علم نه ډار نه لري، خو له هغه یوه علم نه ډاریـږي چې عقل ارتوي او خلک پوهـوي چی انسان څه دی او کوم حقوق لري». د الکواکیبي وینا د هغه اوښـــــتون ســره اړخ لګوي چې نن سبا د عــربي نړۍ په سلطــنتونو او سلطاني ولسمشریو کې لـــیدل کـیـږي
غټه خبره داده چې بې تاوه  پرزنګ (بې تشد ده مباره) څرګند هدف او کوټلې  ستراتیجۍ ( ګـــام په ګام د ســړک نقشې)  ته اړتیا لري! د هر ډول پرمختګ او بدلون د راوستلو لپاره پاڅونــــوالان یانې د مسلط رژیم مخا لـــفان دمقابل اړخ د کمزوریو او زخمي کیدا پوهې ته هغومره کلکه اړتیا لري لکه د مقابل اړخ د میسرو منابعو کره کتنې ته چی یــی لــري. په بې تاوه (بې تـشد ده) خوځښت کې د تاوجن (قهرامیز)خوځښت په شان، باید د یوه غښتلي او ماهـر ستراتـیـجـیست مشــرتابه اهــمیت ته کــلک پــام وشي،په تـیره  د اوسنئ «پـوه ټولـنې» (نالـیج سوسایـټـي) پــه چاپـیریـال کې  چی  په ګړنــدیو معــلوماتو او ګــړنـدي بــد لــون چــلـیـږي
 
 
د رسالې ډکون، هدف، او ګـڼـڼه
 
دا رساله  دوه غټې بر خې لري: په لومړئ برخه کې مې د بې تاوه پاڅون په تحلیلی او  ستراتجیک بحث رڼا اچولې ده، د بې تاوه پاڅون د فعالیت لارې مې پکې ښودلې دي، او یو شمیر  سپارښتنې او زده کړې مې پکې خوندي کړې دي. د رسالې په دوهمه برخه کې مې په اوسنئ بې جسمه نړۍ کی  په منځني ختيز او شمالي افریقا کې روان بې تاوه پاڅون تحلیل کړی دی: دلته د انقلاب په بیه، د راشې درشې (ارتباط) په تاثير، او په سلطانانو او سلطاني ولسمشرانو غـږیـدلی یم. د لیکنې موخه  دا ده چې د ټول افغانستان مظلوم ولس  ته   د نسبتا  ارزان او اسان پاڅون چلونه  او د زورواکۍ ( که  استـبداد دی او/یا نیواک) کمزورۍ  او د زور چینې  ور وښیم. د لیکنې ګـڼـڼه (فرضیه) داده:  هــیــڅ ډول قـوي دولت یا امپراتوري  د ښکیل شوي ولــس چغه د تل لپاره نــشي ځـنــدۍ کولې؛ پاڅون بې له پا څون والانــو ناشــونی کاردی؛ او هـــیڅ ډول پاڅــون بې له لږ و ډیــرې قــربانۍ نه نـــشي چــلیـدلـی
 
 
مــــــهــمــــــه یــــــادونــــــه
 
ما د دې لیکنې د لومـړئ برخې په بـشپـړولو کې د درې (۳)  منلو لـویــدیــزو پــوهــانو په دوه  انګریزي ژبه کــتابــونو ډیــره اتــکا کــړې ده: د دوی تحلیلونو، نظریو، معـلوماتو، او مثالونو زما د لیکنې د  لومړئ بــرخې د ملا تیر جوړ کــړی دی، او زه  له دې امله ځان د خــپلې دې لیکنې په لومړئ برخه کې د دوی د علمي څیـړنو پوروړی ګـڼــم.  لومړی کتاب د جینــی شــارپ دی
Gene Sharp, From   Dictatorship to Democracy: A Conceptual Framework for Liberation. Boston, MA :The Albert Einstein Institution, 1993
جـینی شـارپ، د دیکـتـا تـورۍ نه  دیمـوکراسۍ ته: د آزادۍ لـپاره یوه مـفکوروي طـرحه. مترجم: م. رقیب. چاپځی: دانش خپرندوی موسسه، پیښور ،۲۰۰۸(۱۳۸۷لمریز). په دې  ژباړل شوي کتاب ښاغلي م. رقیب لڼـډه او خوږه سریزه هم لیکلې ده. ما اصل انګریزي کتاب په ۲۰۰۸ زییز کی د باچا خان د سمینار لپاره چې   په جرمني کی(  نومبر ۲۰۰۸) جوړ شوی و،  لوستلی و.  لوستونکی کولی شی چی د م. رقیب پښتو ژباړه په اینــترنیت کی ولولي.  د واګــپوهنـې (سیاسي علومو) متقاعد پوهاند شارپ ډاکټري  په سیاسي افکارو کی لاسته راوړې وه او ماسټري یې په ټولنـپوهنه(سوسیولوجي) کې . دی په امریکا کی د البرت آینـشتاین د موسسې (۱۹۹۳) موسس دی او هلته د مشر څیړونکي(سینـیر سکالر) په حیث کارکوي.  دوهم کتاب د پیـټر آکرمن او کریستوفر کریوګلر دی
Peter Ackerman and Christopher Kruegler, Strategic nonviolent conflict: The dynamics of people power in the twentieth century. With forewords by Gene Sharp and Thomas C. Schelling. Westport, CT, and London: Praeger, 1994.
اکرمن او کریوګلر دواړه  پوهــنتوني شخصیتونه دي او په ستراتجـیک مطالعو او د سولې په مطالعو کی د  درنې بـرخې خــاونــدان دی
 
 
لـــــومـــړئ بــــرخــــه
د بې تاوه پاڅون  فکرونه او چـلونه
 
د سهیلي افریقې یو وتلی دیني شخصیت وایي : « زه په دي انـد  یـم چې تاریخ موږته غوڅ درس راکړی دی: یو ځل چې خلکو د خپلې خپلواکۍ پریکړه کړې وي، نو بیا په نړۍ کې هـیڅ شی هغوی نشي تم کولی چې خپل هدف ته ورسیــږي »-- مشر عـیسوی مُلا  دیـسموند ټـو ټـو      
 
 
نـــنـــــتـــوځ
 
نومیالی روسي لیکوال، «عیسوي انارشیست» او «انارکوــ فاسیفیـست» لیو تولستوی (۱۸۲۸ تر ۱۹۱۰) د بې تاوه پاڅـــون پلــوي و. د هغه د بی تاوه پاڅون فکر د هغه په دی کتاب کی خوندی شوی و: د خدای سلطنت  پخپله په تا کی دی،  لومړی چاپ  جرمني، ۱۸۹۴ زیـیز
Leo Tolstoy, The Kingdom of God Is Within You (First published in Germany,1894).
مهاتما ګاندي د تولستوی د مفکوری د اغیز لاندی راغلی و. تولستوی په خپل کتاب کی له هغو ښوونو او ارشادونو نه الــهام اخیستلــی و چی په نــوي انجــیل کی « د غره په سر وعــظ» ( سیرمون آن دي ماونټ) کی خونــدی شـــوی  وو. تولستوی دې پوښتنې ته د جواب په لټه کې و چی دیرش زره انګریزانو به څنګه دوه سوه میلیون هـندیان «مطیع» کړي وي. له دغه تناسب نه تولستوی دی نتیجې ته ورسید چی : « دا انګریزان نه وو چی هندیان یې مریان کړي وو، بلکې هندیان وو چی ځانونه یې پخپله مریان کړي وو». د اقـــتباس لپــاره ولولئ
John Horgan, “Egypt’s Revolution Vindicates Gene Sharp’s Theory of Nonviolent Activism” (Scientific America, February 11, 2011).
د امریکی د یوه وتلی سیاست پوه  پوهاند جینې شارپ غټ پیغام د ادی : د اسـتبدادونو زور د خپلو خلکو په اطاعت ولاړ دی ،خو که خلک هغه چلونه زده او استعمال کړي  چی د موجو استـبدادي نظام سره له توافق نه څنګه سر وغـړوي، زر یا وروسته به  ټـولواک (مـسـتبد) رژیم   رانسکور کړي. په بله وینا، مظلوم ولسونه د ژوند لپاره درې لارې لري: (۱) يا به سر ټـيـټوي او اطاعت به کوي. خو که اطاعت نشي زغملی،(۲)  په وسله وال پا څون به لاس پورې کوي. خو که مستـبد قدرت درنې او ځناورې وسلې ولري، نو بیا به  مظلوم ولس (۳) بې تاوه پاڅون ته مخ وراړوي
د بــې تاوه پرځنګ (مبارزې) لپاره ستراتیجــیک پلان(د هدف په لوري  ګام په ګام د سړک نقـشه) ډیر اهمــیت لري، ځکه چې ستراتیجـیک پلان د ټولنیزو اوسیــاسي خوځــښتونو په اغــیزمنتوب کې غښتلی رول لوبوي. کـه سړی په نوکې احتیاط سره وغــږیـږی،ویــلی شـی چــی ستراتیجـیک پــلان د یوه خوځـښت د هـد فونو پوره کول په مــطلق ډول نــشي تضـــمینولی، خو د خوځــښت د بریالــیتوب امکان غــټولی شي
د شلمې پیړۍ په پای کې او د یوویشتمې پیړۍ له پیل راهیسې د متمدنې لویدیزې نړۍ د ګټو د خوندي کولو لپاره غټې ځناورې وسلې راوتلې دي. هر څومره چی ټکـنالوجي یانې د علم استعمال په مخ درومي، هغومره د تاوده جنګ وسلې هم پرمختګ کوي. په دغسی مخ په زیا تــیدونکي خطرناک چاپــیریال کی د بی تاوه پاڅون اهــمیت هم زیاتــیــږي. پاڅونوالان چی د ظالم قدرت د خطرناکو وسلو سره مقابله نشي کولی، دوه لاري لري: یوه د ځان چاودنې لار ده او بله د بې تاوه پاڅون لارده. په دواړو لارو د ظالم قدرت معنویات ژوبلـیـږي. موږ په دی هم پوهیـږو چی په جګړه کی وسلې او معنویات دواړه اهمیت لري. په بله وینا، ځان چاودنه او بی تاوه پرځنګ (مبارزه) د غریب سړي وسلی دي، او په مقابل کی یی خطرناکې او پرمختـللې وسلې د ماړه سړي وسلې دي.زه دلته په بی تاوه یانی بی تـشد ده پاڅون (ننوایولینت ریزیـستیـنت) ګړیـږم
که نوي ټکنالوجیک انقلاب غټی خطرناکی وسلی رامنځته کړې دي ، نو په عین حال کی یی نوې بریـښنایـیزې اړیکیزی (ارتباطي) وسیلې هم د ځان سره راوړې دي .ګـرځـنده ټلــفونـونه، په ګرځنده ټلفونونو کی ګړندئ کمرې، عکسي او متنی مخابره، اواینټرنیټ—داټول هغه څه دی چی هره رسوایی،ظلم او تیری د سترګو په رپ کی   د افغانستان له  سـپـین غر او وزیرستان نه د امریکې راکي غر  ته رسولی شي. د ارتباط نوی  وسیلې  دجګړې له چاپیریال نه څپوڼی لرې کولی شي، او دغه ظرفیت یې  د پاڅون والو په ګټه دی ( لکه د ۲۰۱۰ له دسمبر راهسې  چی د شمالي افریقا او د منځني ختیز په پا څونو کې لیدل کیـږي)  . ډیرې نوې وسلې الکترانیک ملاتړ (الکترنیک سپورټ) یا کمپـیوټري کنټرول ته اړتیا لري.  په پاڅون کی الکترانیک چارپوهان کولی شي  چی پرزې(جوړونکې برخې=کمپونینـټـز) ورنه وباسی،سافـټـویر( دکمپـیوټرساه) یې  ککړ (کنټامینیټ)کړي،پروګرام یې دروند کړي یا وپـړسوي(اورلوډ پروګرام)،اوالیکترانیکس بی حرکته کړی( جیم الیکترانیکس)
هره غښتلې ستراتیجی په هغو موخو (هدفونو) را چاپیره وی چی د بی تاوه پاڅون د پوهو او صادقو شخصیتونو  له خوا غوره شوې وي او دومره څرګنده وي چی خلک پرې و پوهیـږي. د بیلګې په دول، په پولنډ کې په ۱۹۸۰ کلونو کې د «ملاتـړ» ( سالیداريټي) په نوم پاڅون له خوا د خپلواکۍ په ځای په خپلواکو کارګري اتحادیو ټینګار وشو. دغه هدف هم مشخص و او هم ورته پاڅون والان په لڼډ وخت کی رسیدلی شول؛هم یی  د کمونیست ګوند له کومي نه مشروعیت راویستلی شو او هم یې  د خپلې ټولنې نورو ډلوته لار پرانیستله چی ځانګړې خپلواکې اتحادیې رامنځته کړي. هغه مهال دشوروی اتحاد لاسونه په افغانستان کی تړل شوي وو او د دې وس یې نه لاره چی په پولیڼـډ کی ( د ناټو په ګاوڼـډ کې) دې هم د ملاتړ د پاڅون سره لاس په ګریوان شي. خو که هدف خود مختاري(اتانومي) یا ملی خپلواکي(ایندیـپـینـدینس) وي، باید د پاڅون له خوا داسې عملیات وشي چی د هغوی بالــعــل خــپلــواکــــي( دیفکـتو ایـنـد یـپندیـنــس) وښــــئ
 
 
د سیا سي قدرت چينې باید تشخیص شي
 
بــایــد دیـته مــو پــام وي چــې زورواکا ن یانــې دیکـتاتــوران لــه بل هـــرچــا نه زیا ت، قــدرت او د خــــلکو له خوا  اطــاعت تــه اړتــیا لــري. پاڅــون والان غټه وظیفه دا ده چی    دغه اطاعت ړنګ کــړي. د دغې موخې لپاره باید  د نظام د  سیــاســي قدرت چــینې یا ستنې  وپـیـژني
 
۱ــ د مشروعیت او اطاعت منبع،یانې دا عقیده چی مسلط رژیم مشروعیت لری او له دی امله یی اطاعت یو اخـــلاقي مســولــیـت دی
۲ــ د رژیم  بشری چینې کومې دي؟ یانې هغه ډلې او ګروپونه باید تشخیص شي چی د واکمن رژیم ملاتړ کوي
۳ــ  باید معلومه شي چې واکمن رژیم د څــومــره چارپوهانو او ماهرانو په ملاتړ چلــیـږي
۴ــ په دې پوهـیدل هم حتمی دي چی واکمن رژیم د کومــــو روحــي او ایـدیـــالـوجیک فکــټورونو لـــه لارې د دولس اطـاعت خپلولی شي
۵ــ  باید هغه مادي منابع  وښودل شي چی واکمن رژیم پری چلیـږي، لکه: ملکیتي،طبیعي، مالي، اقتصادی، ترانسپورتي...او ارتباطي یانی د  کمیونیکـیـشن وسیــلې. د مثال په ډول د امریکې حکومت د لیبیا د پاڅون د تقویې لپاره   د دغه هیواد د مشر  معـمر قـذافي شتمني کنګل کـړی ده
۶ــ په دې پوهیدل هم حتمي دي چی واکمن رژیم  د بی اطاعتۍ او نافـرمانۍ په مــقابل کې څه ډول جــزاګـانې کـاروي،لکه کلتوري زجر-- په لیبیا کې په یوه مړوښه میرمن جنسي تجاوز شوی و
د ولس له خوا عدم تعاون (نن کوُاپریـشن) او مدنی  نافرماني د تجاوزګرانو او زورواکانو زور نری کوي او د هغوی د واکمنۍ یانی د سیاسی قدرت د منابعو په چمتووالي(میسر کیدلو) کی سکته راولی. د مروج فکر په خلاف، زورواکي یا استبدادي رژیمونه هم د خپلو ټولنو د ولسونو ملاتړ ته کلکه اړتیا لري. د امریکې یو نامتو واګپوه(پولیټیکل ساینتیست) کارل ډبلیو دویچ  په زییز۱۹۵۳ کې ویلی وو:«استبدادی قدرت یواځې هغه مهال غښتلی دی چی قدرت ډیر ځلې ونه کاروي. که چیری استبدادي قدرت حتما هر وخت د ټول ولس په ضد وکارول شي، ډیر لږ احتمال لري چی د ډیر وخت لپاره غښتلی پاتي شي».
“….it is unlikely to remain powerful for long.” Karl W. Deutsch
نن ۲۰( جون ۲۰۱۱) تلویژني  خبر خــپور شو چی د سوریې مشـر بــشر اســد وروستــه له څــلور میاشتو نه  د «دیالوګ» خبره را ولاړه کړه ، خو هغه  بیا هم د مقاومت سره خبرو ته چمتو نه دی (سي این این) چینل
ځانله وګړي یانې هغه څوک چی په کوم ګروپ یا کومې ډلې کې غړیتوب ونلري یا د خپل ولس سره منظمه راشه درشه ونلري، عموما د دې وس نلري چی چه په خپله ټولنه باندی اغیز واچوي. یوه مدني ولسواکه ټولنه په خپــلواکوغـیر دولتي ډلو او موسسو چلیـږي لکه اقتصادی،سیاسي،کلتوري،ټولنیزې، دیني، کارګري،بزګري،علــمي،مــشورتي،حــقوقي،تربیـوي،  هــنري... کلیوال او د بشر دحقوقو سازمانونه. بې تــاوه پاڅــــــون والان پــــه اسانــۍ سره په دغــو سازمانــــونو کې اغــیزمــن کـــیدلی شــي
د بې تاوه پاڅون لپاره د ستراتجیک پلان ارزښت
د ستراتیجۍ استعمال په عسکري کړکیچونو کې زیات اهمیت لري. له اوږدو زمانو راهیسې عسکري مسؤلان د خپلوجنګي عملیاتو  لپاره په ستراتیجیک پلانونو کی لګیا وو. مهمو مفکرانو لکه چینایي سـنتـزو،جرمن کارل  فون کلاوزیویـتـڅ،او برتانوي سر بـیزیل لیندیل هارټ دغی موضوع ته پام کړی و. له نن نه څه دپاسه دوه نیم زره کالونه وړاندې په شپـږسوه قبل المیلاد کی سنـتزو «د جنګ هنر» ( دی آرټ آف وار) راوویست.  له سنتزو نه واورئ:«په سلو جنګونو کې  سل بریالیتوبونه غټ مهارت نه دی. خو ستر تـفوق یانی غټ مهارت دا دی چې د غلیم پاڅون بې له جنګه مات کړئ. که خپل غلیم او خپل ځان وپـیژنئ ، بې له خطره به جګړه په مخ بوځئ. په غلیم هغه مهال برید وکړئ چی چمتو نه وي. هغه مهال څرګند شئ چی ستاسې د څرګندید لو توقع ونلري». مطلب  یــی دادی چی غـلیم باید غــافل وســاتئ. فون کلاوزیویتـڅ هغه مفکر جنرال و چی په برلین کی د حربي پوهنتون ریًس  (۱۸۱۸تر ۱۸۳۰ز) هم و. دهغه مشهور اثر «د جنګ په اکله» نومیږي.  جـرمني او انګــریزي عــنوانونه  یــې داســې دي
Karl von Clausiwitz, Vom Kriege;  (On War)
د فون کلاوزیویـتـڅ په اند، جنګ باید منطقی وی یانې ګټه او لګښت یی باید اټکل شوی وي؛ لوښیز وي یانی  هدف ته د رسیدلو لپاره وسیله او اله وي؛ اوملي وي یانې په ملي ګټو ولاړ وي. نوموړی وایی چی «هیڅوک بایدجنګ پیل نکړي، بی له دی چی وپوهیـږي چی د دغه جنګ په واسطه به کوم هدف ته رسیـږي او څنګه به یې پلی کوي». یو جرمن جنرال  یاکوب میکیل له لومړئ نړۍ والې چګړې وړاندې ویلي وو:«هرڅوک چې جنګ کوي یا یې  درس ورکوي،باید په کلاوزیویـتـڅ اتکا وکړي». د ویتنام له جنګ نه  وروسته، کلاوزیویتـڅ د امریکې په عسکري پوهنتونونو کی او د ملی امنیت په کړیو کی مهم شو. بر تانوی لیندیل هارت(۱۸۹۵ تر۱۹۷۰ز) په لومړئ نړۍ واله جګړه کی ټـپي شوی و. د نوموړی مشهور کتاب په دی سرلیک و:ستراتیجي:غیرمستقیم چلن
Sir Basil Linddell Hart, Strategy: Indirect Approach
په دغه کتاب کی د غیر مستقیم چلن یا برخورد غټه خبره داده چی د غلیم کمزوري دې ومیندل شي، فورا دې پرې برید وشي د دې لپاره چې ګړندی بری مو په پرخه شي
“It should be aim of grand strategy to discover and pierce the Achilles’
 Heel of the opposing government’s power to make war.”
بی تاوه یا بی تشد ده مبارزه د کړکیچونو د لار ښودنی او اداری لپاره یو  تخنیک دی . په استعمالولو کی یی پاڅون والان(مقاومت) له ټولنیزو، اقتصادي،سیاسي او سایکالوجیک طریقو نه کار اخلي. څوک چی بی تاوه مبارزه نه پلا نوي، په خپل لاس  به غټی پریکړی هغه چانس(تصادف) ته  پریـږدی چی په خطرناکو عواقبو به ولاړ وي. روغ ستراتیجیک پلان د موجوده وضعې واقعي اټکل ته کلکه اړتیا لري (د ستراتیجیک واقعي اټکل نه مطلب دادی چی د دواړو خواو، یانی د خپل ځان اود مقابل اړخ کمزورۍ او قدرت دی وتلل شي). په غټه ستراتیجۍ (ګرینډ ستراتیجي) کی باید هدف څرګند وي او د چـینو (د سیاسي،مالي،مسلکي،تنظیمي،تخنیکي، ارتباطي او تبلیغاتي امکانونو)سره اړخ ولګوي. د ستراتیجۍ محدودو عملیاتو ته ټکـټـیک ویل کیـږي. ټکـټـیک لنډ مهال وي او په یوه کوچنئ ( جغرافیوي،موسساتي) ساحه کې د لږو اشخاصو په واسطه پلی کیږي. ستراتجـیـستا ن( جګړاندان یا د جګړې پوهان) باید د خطرناکو عواقبو د مخنیوي لپاره لاندینیو غټو پوښتنو ته جواب ووايي
۱ــ ایا ګوریلایی جنګ به د استبداد او ظا لمې واکمنۍ په مقابل کی روغه نتیجه ورکړي که بې تاوه مبارزه
۲ــ هدف ته د رسیدلو په لار کی کوم غټ خـڼـډونه پراته دي
۳ــ کوم فکــټورونه هــدف ته د رسید لو په لار کی مرستنـدوی دی
۴ــ موجود  ظالم نظام کومی غښتلتیاوی لري
۵ــ موجود ظالم نظام کومی کمزورۍ لري
۶ــ د موجود ظالم نظام د قدرت چینې (لکه اقتصادی،سیاسي،ترانسـپورتي،تخنیکي، مسلکي، ارتباطي، امنیتي) په کومه کچه زخمي کیدلی شي
۷ــ د موجود استبدادی نظام په ضد پاڅون والان او ولس کومې غښتلتیاوې لري
۸ــ د ولس او پاڅون والانو کمزورۍ کومې دي او څنګه رفع کیدلی شي
۹ــ د مــوجود استــبـدادي نــظام اود پاڅون والانـــو په اکله د دریم اړخ (ترډ  پارټي)،یانـــې د نــاپـیـیــلو اشخاصو او  ډلو  ( نــوســانــــي اړخ ) دریــځ څــه دی
۱۰ــ د موجود استبدادي نظام د ړنګونې او بیارغونې لپاره ډیره اړتیا د پاڅون والانو داخلي رول ته ده که بهرني فشار ته(لکه ملګري ملتونه،اسلامي کانفرانس، په بهر کی ټولنیز سازمانونه،علمی موسسې،کارګري اتحادیی،دینی سازمانونه، سیاسي سازمانونه،...حقوقی سازمانونه)؟ زما په اند، د پاڅون غټ زور باید د هیواد په دننه کی وي، او په بـــهر کې د اوســــیدونـــکو هیــــوادوالــــو مـــــرستـــــه هــــم ډیـــــر اهمـــیت لـــــــــري
۱۱ــ ایا بــهرنئ ملا تړد پاڅون والانو اتکا په خپل ځان پـیاوړې کوی که دهغوی اتکا په  بهرني ملاتړ تقویه کوي ۱۲ــ فــرض کړئ چی زوړ نظام د بی تاوه مبارزی له لاری رانسکور شو. ایا د نوي نظام په شــکلذاو متن با ندې به بــې تاوه پــاڅــون کــوم تــاثــیر ولـــري
۱۳ــ ایا په ټولنه کی داسی موسسې شته چی د ظالم حکومت په ضد د پاڅون والانو سره په مبارزه کی مرسته کولی شي؟ دمثال په ډول: په ۱۹۸۰زییز کالونو کی په پولنډ کی د کمونیزم لاندې، د خپلواکو کارګري اتحادیو د مبارزې ســره دینــي مــوسـسو او د  روڼـفــکــرانــو ډ لو مــلاتــړ کاوه
۱۴ــ پاڅـــونوالان  کــومی نــوې موســـسې رامنځـتــه کــولی شــی چی  واقــعی ولســواکۍ  تــه زمـــینه برابره کــړي-- نن سبا په مصر کی عسکري رژیم ورو په ورو هغه تهدیدوونکي څیرې د خپل ولس د احتجاج په اکله ښئ چی د تمبول شوي حسنی مبارک د پـیر پولیسو به د خلکو د احتجاج په اکله ښودلې 
۱۵ــ د بــی تــاوه پاڅون په حالت کې به ســازمانـــي قـــدرت څــنګه ارت شـــــي
۱۶ــ څــه ډول سـیمـبولـیزم بـه د بې تاوه پاڅـون ســره په دې کې مرســتـنــدوی شــي چی د ولــس زړه ته لار ومــومي او په خــوځـــښت یـــې  راولـــي؟ یـانې په اوږده ډګـر کې اغـیزمن سیمبول دې ولــټول شــي.  سیمــبول    (نمونه)  یو تصور( آیدیـیا) یا ارمان  (آیدیـیال) دی چی خلک ورته  مفهوم او اهمیت  ورکوي. ملی سیمبول درې وظــیفې لــري‎: لومـړی  داچی تصوري مـجمـوعیت همرنګ کړي؛ دوهم داچې د دولت پـیژاند یانې هویت وســاتي، خاصتا د بحران په مهال لکه اوس چی افغانستان د ملي پیژاند په ناروغۍ اخته دی؛ او دریم دا چې د ملت د مجموعي خاطرې او حافظې  ځانګړي عناصر غښتلي کړي. یانې ټول ټال، ملي سیمبول د ملت سازۍ بهیر ګړندی  کولی شي. ولولئ رحمت ربی زیرک یار په لاندې ډول
The   functions of national symbols are threefold:   (1)They play a vital role in integrating the ‘imagined’ community of the respective nation; (2) they strengthen the identity of the state, especially in time of crisis; and (3) they save specific elements of the nation’s  collective memory. Based on these functions,… national symbols facilitate the  nation-building process, which is important to the cohesion of the people of a country in the long run, namely bringing reconciliation and unity in a diverse society. Countries need national symbols, civic elements and economic justice for promoting healthy nationalism.” Rahmat Rabi Zirakyar, “Afghanistan Needs Ahmad Shah Baba: Habibzai’s Article Is Praiseworthy”, (July 15, 2010), electronic version   
     
۱۷ــ د بې تاوه پاڅــون غړي او ګډون کوونکي به څــنګه روزل کـیـږي او کــوم منابع به ورته چـمتو وي
۱۸ــ د بــې تاوه پاڅــــون په اوږدو کې به ولـــس خــپلې ورځنئ اړتیــاوې څــنګه پـــوره کــــــوي
۱۹ــ د بې تاوه پاڅون په اږدو کې به ټــولـنـیز نظم څنګه سـا تــل کــیـږي
۲۰ــ د اوږدې مــودې   بــی تاوه مـــبارزه بــه څنګه پـــیل کیـږي او په ځا ن بانــدې به د ولــس اعتماد  څــنګه قــوي شــي چــی د ظلــم په ضــد را پــاڅـیــږي
ســترا تـیجیـسـتا ن باید په پیل کې  یوه داسې موضوع مینده کړي چی ارزښت یی له ورایه ځلـیـږي او خلک یی په اسانۍ سره نشي ردولی یانی یو کم خطره (لو ریسک) او اعتماد سازه (کانفـیـډنس بیلډینګ) مظاهره: (الف) د یوی موضوع لپاره جامی په غیر عادي ډول اغوستل چی د لیدونکو پام ځان ته راوګرځوي. (ب)د مظاهرې لپاره یوه غیر سیاسي موضوع ټاکل( مثلا د پاکو اوبو غوښتنه، تنظیفات،د بی تاوه پاڅون د مشاعرې جایزه، د پې تاوه پاڅــون تاريــخ، په یو ځای ګلونه ایــښودل چی سیمبولیک اهمــیت ولــري، د بــا چــا خان د بــې تـــاوه مبا رزي کـلتـوري لاسته راوړنې، د افغانانو د جــهاد په مهال د باچاخان هڅــې)...یا په یو ټاکلي ځاي کی په ټاکلی وخت (لـــکه دجـــمعی د غــرمې له لـــمانځه نــه وروســته د جــومات په مــخ کې)    د بــیزوګانو د پاڅون ‎په ګڼ شمیر  چـاپ شـــوې کــــیسه په خـــلکو ویـــــشل
د بــیــزوګانــو  پاڅون: شعور راپارونکې کـیـســه
MONKEYS’ UPRISING 
نږدې شـپـږ سوه کالونه وړاندې د ولسي  چین په  یو ایالت کی یوه زاړه سړي د خپلې نوکرۍ لپاره  ګڼ شمیر بیزوګان ساتلـي وو. د دغـــه ایالت خــلکو هغه زاړه سړي ته « د بـیـزوګـانـو واکمن» ( منکي ماسټـر) وایه.هغه به هر سها ر بیزوګا ن په خپل دربار کې راغوڼـډول. بیا به یي یوه زاړه بیزو ته امر کاوه چی نور بیزوګان دې غره ته د بیګار لپاره بوځي او هلته دې پرې له ونو او بوټو نه میوه راټوله کړي. بیزو ګان به چی له غره نه د خپل واکمن دربار ته ستړي ستومانه راستانه شول، هر یو به مجبور و چی د خپلې راټولې کړې میوې یوه لـسمه برخه یانې (۱۰ سـلنې) خپل واکمن ته ورکـړي. کوم بــیزو به چی دغـسې نه کول، په کوتـکونو به وهل کـیده.
ټولو بیزوګانو زجـرونه  ګا لل، خو یوه هـم دومره زړه نه لاره چې شکایت وکړي. یوه ورځ یو تنکي بیـزوګي په ځنګل کی له نورو مشرانو بیزوګانو نه پوښتنه وکړه چی ایا په ځنګل کی د میوې ټولې ونې او بوټي د بیزوګانو واکمـــن نــال کـړی وو؟! هــغوی ځواب ورکـړ چی «نــه» هـغه نه دی نال کــړي بلکی پــخپله په  طبیعي ډول رالـوی شــوي دي.  بله ورځ تنکي بیزوګي بیا په ځنګل کی پوښتنه وکړه چی ایا بـیزوګان د هغه زاړه سړي له اجازې نه  په غیر کولی شي چی میوه د خپلو ځانونو لپاره راټوله کړي؟ مشرانو بیزوګانو ورغبرګه کړه چی «هـو، ولې نه!» ورپـسې   تنکي بیزوګي و پوښتل چی که دغسې وي نو «موږ ټول ولې دهغه زاړه سړي نوکري وکړو؟» د تنکي بیزوګي پوښتنو د ټولو بیزوګانو شعور را ویښ کړ. په همغه ماښام چی د واکمن دربار ته ورستانه شول، د دې په انتظار وو چی هغه به   کله خوبیالی شي. هغه زوړ واکمن چی ویده شو، ټولو بیزوګانو خپل شپول وران کړ ، د زاړه واکمن ټوله میوه یی د ځان سره ځنګل ته ویوړه، او  د هغه دربار ته راستانه نـشول. بـیزوګانو پـه ځنګل کی میوې خوړلې، خو د هـغوی پخوانی انسان  واکمن په خپله تشه شوې ماڼۍ کې  له لوږې مړ شو
د دې کیسې تیـتول د بی تاوه پاڅون په پیل کولو کې اغیزمن او کم خطره رول لوبولی شي ، ځکه چی د یوې ساده کیسې په شکل سیاسي شعور تخنوي او راپاروي. په جرمنی کی د ارواښاد عبد الغفار باچا خان(فخر افغان) په سمینار کې ( ۲۸ نومبر ۲۰۰۸) چی ما دا کیسه واوروله، د اوریدونکو زړونه یې ټکور کړل: ډیر زیات لاسونه یې ورتــه وپـړکـول  ،او له غوڼـډ ې نه وروسته راته ډیــرو خلکو د د دغې کیسې   د معــنــوی قــدرت ډیـرې سـتایــنــی  وکړې او په ما یی ټـینګار وکړ چی دغه کیسه د ډیرو کړیـد لو  خلکو غوږونو،سترګو او زړونو ته ورســوم.
زورواکي ډیرې کمزورۍ لري
په لــرغـــونو یــونـانـــي ادبـیاتــو کــې یوه مــشهوره کــیسه ده چــی  « د  اکــیـلـیس پــړکــی» نــومــیـږي
“Achilles’ Heel”  (English) and “Achillesferse”  (German)
دغه کیسه چی د یوه قوي چا په غټ ضعف راڅرخي داسې ده: کله چی اکیلیس ماشوم و ، مور یی په یو ساحرانه سـیند کی غوپه کړ د دی لپاره چی د هر خطر په مقابل کی یی د ځوی کلک حفاظت شوی وي. بس، په جـنګیـالي اکـیلیس د هیچا زور نه رسیده او هیڅ ډول تورې د هغه پوټکی نشو غوڅولی. خو سره له بشپـړ حفاظته، اکیلیـس یوه غټه پټه کمزوري لرله، په دی ډول: هغه وخت چی مور یی خپل ماشوم اکیلیـس په ساحرانه سیند کی غوپه کړ، له پـړکي نه یی کلک نیولی و د دی لپاره چی په سیند کی یی د وړلـو  له خطر نه وساتي. له دی امله ساحرانه اوبو د مــاشـوم اکــیلیـس پـړکـی نه و لوند کــړی. دغه پـړکی یواځینی ځای و چی د اکـیلیـس د ژوند خــطر پــکې پټ شــوی و . د  «ترویی» په جګړه کی یو عسکر په خپل غشي د اکیلیـس پـړکی وویـشت  او ویې واژه. نن د اکیلیـس د پـړکي کیسه د یوه غټ مسـتبد، د یو غټ پلان، د یوې قــوي موســسې یا دسیـسې، د یوه ځـبر ځــواک پــه غټـــه کــمزورۍ دلالـت کــوي. د اســتبدادي یا ظـالم رژیم د اکیلیـس پـړکی يانی د هغه غټـې کمزورۍ پــه  لاندیـنـیــو ټـکــــو کــــې رالـڼـډوم
۱ــ په دیکتاتور رژیم کې داخلي سیالۍ او غلیمۍ د مقامونو په بدلولو سره زیاتیـږي او د حکومتي میچن دڅانګو تر مینځ ټکرونه راولاړیـږي، په تیره هغه مهال چی سلطان یا سلطانی ولسمشر ډیر زوړ شوی وی اود سروالې پټې د غړو تر منځ سیالۍ او دسیسې زور اخلي  . د هیټلر په نازي رژیم کې به هم کله ناکله د هغه امرونه د هغه د لاس لانـدې خلـکو له خـوا نه پلي کـیدل. د اوسني یمن  ولسمشر علی عبد الله صلاح غوښتل چی په خپل رژیم کی د زاړه ګارد په ځای نوی ګارډ رامنځته کړي چی د خپلې کورنۍ له غړونه یی جوړکړی و.  د صلاح قدرتمن جنرال علی محسن الاحمر د صلاح په ضـد د یمن د پاڅـون والـو سره غــبرګ شو( ۲۴ مارچ ۲۰۱۱) او مـشر یی شو
۲ــ روڼ اندي (منورین) او پوهیدونکي (محصلین) کیدا شي چی د شرایطو د خرابید لو له امله نارام شي او د واکمن رژیم په ضد په پاڅون لاس پورې کړي. اوسنئ څرګندې بیلګې یی د ۲۰۱۱ زییز  له جنورۍ راهیسې   په تونیس، مــصر، لیـبـیا، ســوریه او بحــرین  کــی ویــنـو. دغه ډول پاڅونونه په هغو هیوادونو کی  دبریالیتوب چانس لری چی مدنی او موسساتی جوړښتونو پکی لږوډیر چلن میندلی وی
۳ــ سیمه ییز، کلتوري، طبقاتي، مذهبی او قومي مخالفـتونه او سیاسي دوه مختوبونه ښایي چی جدی شی. د بیلګې په ډول: په بحرین کی له واکمن سنی اقلیت نه   ډیرکیان شیعه ګاان مدنی حقوق غواړي. امریکه چی په لیبیا کی د قذافي په ضد خو د دمــوکراسۍ لپاره چــغی وهــي ، په بـحریــن او یـمن کی خــپـل ګـریــوان ته نــه ګــوري. دغــه شان واشنګـټــن په ایران او غلی شان په سوریـه کی دمـوکراسي او مــدنی ټولــنه غواړي ، خو په سـعــودی عربــستان کی خــیر خــیریت دی. غټ خان( د بیزو ګانو واکمن)  هـم دا کــوي او هــم هــغه
۴ــ د بهرنیو قدرتونو له خوا د نازول شوو اشخاصو او ډ لګـیو  په مقابل کی ښایي د ولـس نفرت مخ په زیاتـیـد لو شــي. دغسی وضعه ښایي چی د ځان ساتنی لپاره د مسلط رژیم په مشرتابه کی بی اعتمادي او خپلمنځي ټکرونه را پــیدا کړي، یا په رژیم کی موجــود ټکــرونه لا پـسی وپـړســوي
۵ــ کیدای شي چی پولیس او عسکر په مسلط رژیم ډاډ له لاسه ورکړي او په کودتا لاس پوری کړي. په مصر کی عسکري قواو  د قاهـرې  په تحریر واټ کې د پاڅون والانو سره له ټکر نه ډډه وکړه
۶ــ که واکمنه دیکتاتوري نوې وي، د خپل تسلط لپاره به د هر چا متازي کوي. دلـتـه بی تاوه پاڅون  والان کولی شي چــی د خپــل اغیــز تـنـستــه وغځــوي
۷ــ په استبدادي او ظالم رژیم کی د ګوتی په شمار اشخاصو په واسطه ډیری او غټـی پریکړی کول د دی امــکا ن غــښتلی کوي چی په قــضاوت، پریـکــړو او عملیاتو کی درنــی تــیروتـنی وشــي او یو بل ته د ملامــتۍ ګـوتی ونــیول شــي. پاڅون والان کولی شي چی دلته د واکمنو کــړیو په زخــمـونو ما لــګــه ودوړوي
۸ــ ځینی دیکتاتور رژیمونه د بهر له خوا تقویه کیـږي. که په بهرنئ همکارۍ کی سکته یا بدلون راشي، په بیـپار یانی مشتري رژیم (کلاینت رژیم) کی سم دلاسه ویره راپورته کیـږي. بی تاوه پاڅون والان له دغسی وضعی نه ګــټه پــورته کــولــی شـــي
په دغو ټولو حالتونو کی ولسي تړون یا ملی پاڅون د یوې پخې ستراتیجۍ له مخې کولی شي چی د اســتبدادی،لاسپوڅي، ولس دښمنه، او بی عدالته رژیم په مهمو موسسو او اشخاصو کی  د نارضا اشخاصو له لارې خـپل اغیز غښتلی کړي. هغه ملی پاڅون او ولسي تړون چی په خپله ستراتیجی کی د  مستبد او لاسپوڅي رژیم کمزوریو ته کلک پام کوي ،ډ یر چانس لری چی بریالیتوب یی په برخه شي—د هغه ملی پاڅون یا ولسی تړون په تناسب چی بس  د مستبد او لاسپوڅي رژیم په مورچلونو وردانګي او نور فکر نلري. د ملی پاڅون او ولسي تړون مشران باید د مسلط او لاسپوڅي رژیم د اکیلیـس پړکی ولـټوي، لکه: خوراکی مواد، یا که تــیل او ګاس له بــهر نه راځــی، د تــرانـسپـورت نـظام تــه دی کلــک پــام وکـړي
 
د بی تــاوه پــا څــون د فعا لـیت لاری
د بـــی تــشـــد ده  پـــاڅــون د فـعالــیت لـپاره نـږدی دوه ســوه طــریقی ښــودل شــوې دی ، خــو زه  د لــتـــه پــه پنځه دیــــرش  (۳۵) طــریقــو بسنــه کــوم
۱ــ د بی تاوه پاڅون لپاره علـمي غوڼـډې جوړول
۲ــ یوه ازاده مشاعره جوړول ، مثلا د خپلواکۍ ،عدالت،حقوقي مساواتو، کلتوري مساواتو،  د جنګ د جنایتونو...یا ســـولې پــه نوم
۳ــ د سپـیڅلی قرآن ختم کــول : د خپلواکۍ لپاره، د سولی لپاره، د عدالت لپاره،... د مساواتو لپاره
۴ــ په یوه مشهور  ځای کی یوه ورځ (د خپلواکۍ ، مساواتو، عدالت،...سولی لپاره)  روژه نیول او د سپـیڅـلي قــرآن ایا تــونه په لـوډسپـیکر کې اورول
۵ــ پټ ښوونځي(انډرګرونډ سکولز) جوړول ، لکه په پـولنـډ کی  د هـیټـلر د قواو د اشغال په مهال. دا مـعلوات راته په کلـیـفورنیا کی زما یو پولـڼـډي-امریکایي ملګري راکړل. ده  په دغسې یو ښونځی کی زده کړه وه. دغه شان د طالبانو په پـیر کې( اکتوبر ۱۹۹۶ تر اکتوبر ۲۰۰۱ پورې)  په کابل کی پټ ښځینه ښوونځي چلیدل، ښایی د بهرنیو موسسو په مرسته
۶ـــ د  یوه مهم شخصیت د مړینی یا دیوې مهمې پیښې تلین نیول
۷ــ په یومهم ځای کی د یوی مهمی موضوع له امله ګلونه ایښودل، یا لس پنځلس دقیقی سکوت کول
۸ــ پټ مطبوعات(ګرځنده ریډیو سټیشن، کتابونه، رسالی....تیتپاڼی،یانی شبنـامی) او اینټرنیټ کارول اود استخباراتو را ټولول( په امریکه کی یوې اشپـزې د استخباراتو لپاره اوږده موده کار کړی و)—ګومان کوم چی په ۲۰۰۸م کی یی له نړۍ نه سترګی پټی کړې او ما یی څیره د امریکی په یو ټلویژني پوګرام کی ولـیدله. 
۹ــ ګـډهـیله لیک (پـیټـیـشن) استول
۱۰ــ ګــډ لوڅـلیک لیــږل
۱۱ــ اسمان لیکونه( مثلا به بادیوې پسې د شعار نښلول) او ځمکه لیکونه
Skywriting and earthwriting
۱۲ــ شعارونه، پوسترونه، کاریکاتورونه
۱۳ــ سیمبولیک رنګونه  اوبیرغونه
۱۴ــ په کمیس، څادر،... جاکټ باندې سیمبول رسمول یا شعار لیکل
۱۵ــ سیمبولیک شمعی لګول، په استوګنځایونو کی په سیمبولیک ډول د یوه ټاکلي وخت لپاره رڼا یا بریښنا نه اســتعـمالـول:مثلا هره جمع د ماښام په تیاره کی د نیم ساعت لپاره
۱۶ــ د ټوکوټکالو جایزی ورکول
۱۷ــ د ټوکو انتخابات(ډرامی) کول
۱۸ــ په یو مهم ځای کی ډلـه یـیز کیناستل، یانی
teach-ins
۱۹ــ لاریــونــونــه(مظاهرې) باید  په یو ډیر مهم سمبولیک ځای کي اجرا شي، مثلا: په ۱۹۸۹ کی د ولسي چین د پایتخت بـیجینګ  په  تیانـنمـین واټ کی (تیاننمین، یانی « د جنتی سولې دروازه»)، په ۱۹۸۹ کی د ختیز جرمني په پایتخت برلین کی د برلین د غوڅوونکي دیوال په مخ کی، په فبروري ۲۰۱۱ کی د مصر د پایتخت قاهرې په تحریر(ازادي) واټ کی، او د سوریې د پایتخت دمشق په تلکلاخ نومې ځای کې
۲۰ــ اعــتصابــونه
۲۱ــ مارشـــونـــه
۲۲ــ له یو ې غونډی نه وتل، یانی
walk-outs
۲۳ــ تحــریـــمونــــه ، یانی
boycotts
 د ۱۹۸۰م په فبروری کی د کابل پوهــنتون د حقوقو او سیاسی علومو د پوهنځي ګڼ شمیر استاذانو خپل درسونه تحریم کړل. دوی به خپل پوهنځي ته راتلل، خو درس به یی نه ورکاوه. د دغه درسي تحریم موخه دا وه چی د  پرچمي/خلکی دمـوکراتیک ګــوند د مرکزی کمـیټـې یوغړی دې ذکــر شوي پوهنځي ته راشي ددی لپاره چی استــاذان ورتـه پــه افغـانستان باندې د شــوروي پوځــونو د یرغــل په اکله خپل دریځ څـرګند کړي. دری څلور ورځـې وروسـته هـمدغسی وشول. د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي  همدغو استاذانو « د خپلواکۍ غوښتونکو  جــبـــهـه»   جـــــــوړه کــــــړه   
۲۴ــ رقعه پریـښــودل( د کار په عادي جریان کي سکته راوستل): پاس  د دي پـړکي (فصل) په  ۲۳ ټکی کی پــه   درســي تحــریم وغږیدلـم.  موږ دحقوقو او سیاسی علومو هغو استاذانو چی درس یی تحریم یې پلان کړی و، د کــابـــل پــوهنتون نو ر استــاذان هم دیته  پټ پټ راوبــلل چی درس دی تحــریم کــړي. خــو که دغسی نشي کولی  نو بـیا دی زموږ د درس د تحــریم له پــیل  نه یـوه ورځ وړاندی  د کــومی عاجــلی موضـوع په بهــانه د یــو څــو ورځــو لـــپاره قـــــانــوني رقــعـــه پـریـږدی. ځینو هـمدغـســـی وکـــړل
۲۵ــ انګړ جوړول چی په انګریزي کی ورته «پیکـټـیـنګ» وایی، یانې د یو تعمیر په ننتوځ کی حلقه وهل چی که له دې لارې د نورو کــارکوونکو او مطبوعاتو  پام  خپل ډله ییز عـمل ته راوګرځــولی شـــي 
۲۶ــ د دکــانــونــو تــړل
۲۷ــ د یــوې ځانګړې موضوع لــپاره ملی اتڼ کـــول
۲۸ــ ګــډې وډې (غیرمعمول) جامـې اغـوستل او یو مــطلبمـن څه پرې لیکل یا رسمول، مثلا:تــل دې وي ټـــــول افغانستان؛ تل دی وی د ټول افغانستان خپلواکی؛ تل دی وی د ټول افغانستان ولسي تړون؛ ورک دی وی اشغال؛...یو توغندی رسمول او په څوکه کی یــی د  دمــوکـراسـۍ ټکی د رســم په شــکل ځـوړنــدول
۲۹ــ سپک تابوت جوړول او دوه مطالب پری لیکل(قومی بی عدالتی او ژبنئ بی عدالتي) او هغه د هرې میاشتې د وروستنئ جمعې په یو ټاکلی وخت  کی په کوم مهم عامه ځای کی (مثلاد جمعی دورځی له لمانځه نه وروسته د جومات په مـــخــــکی) ښــــودل او عکسی صحنه یی «یـوټـیـوب»، مطبوعاتو او ویـبپـاڼو ته استول
۳۰ــ د مخالـفت یا ملاتړ لیکونه او بریـښنا لیکونه
۳۱ــ په یو مـــهــم واټ کی د بی تـشــد ده پــاڅـــون تــرانه ویل ، مثلا د هــری میاشـتـــی د لـومـــړئ جــــمعـــی لــه لمـــانځــه نــه وروسـتـــــــه؛ یا دغه ترانه  د امریکی د سفارت په وړاندې ویل
۳۲ــ د  بی تــاوه پاڅــون د هـد فـونو د پـوره کولـــو لپــاره د ګــټـورو بـهــرنیـو اشــخاصو او ســـازمانـونـو ســــــره تمـاس نــیـــول
۳۳ــ د بــيـزوګــانو د پاڅــون  کـیــسه په  ولسیانو، مامورینو،او د پوهنتونونو په پوهــیدونکو او منسوبینو   ویـشل او خــپــــرول
۳۴ــ په وګړیزو رسنیو کی مرکی کول
۳۵ــ د خپل خوځښت د ارزونې لپاره په خپل مینځ کی څرګند بحث کول ،رغوونکی نیوکه منل او زده کړه ورنه کول او په پریکړو خپل خوځښت او دوستان خبرول
۳۶ــ پاڅون والان باید ځانونه سیالان (مساوي) وګڼي، نه دوهمه درجه هیوادوالان(اتباع). په آکتوبر ۲۰۰۱ کې په   افغانستان باندې د امریکی له بربـڼـډ یرغل راهیسی  په پښتـنو باندې عملا داسې رسمی ــ موسساتی چلن  ورتپل شوی دی چی هغوی پکې ځانونه دوهمه درجه هیوادوالان احساسوي. دغه احساس د زغم وړ نه دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
 
ســپارښــــــــــــتــــنــــــــــې
په غټه ستراتیجی باید ولس خبر شي. دا کار درې ګټې لري: لومړی داچی ولس به په عملیه کی ګډون وکړي.دعامه خبرتیا دوهـمه ګـټه داده چی مســتبد واکـمن به د پـټی دسیسی یا کومی کودتا له واهمی نه خلاص شی، او ښایي چی د  ‎پاڅون  په مقابل کی له ډیر تاوتریخوالی نه ډډه وکړی. دریمه ګټه یی داده چی ښــایی د زورواک رژیم له مورچل نه ځینی انډیوالان وتښتی یا د پاڅون والو سره پټی اړیکی وپالي
د بی تاوه پاڅـون خـبري-اطـلاعاتی ادعــاګانی او راپورټونه باید په واقــعیت ولاړ وي، ځکه چی مبالــغی او تــشی ادعاګانی د پاڅــون اتــبار له منـځـه وړي
بهـرني مـنابع بـایـد داسی استعــمال شي چی د پــاڅــون رول د خپـل هیواد په دنـنـه کی غــښـتلی کـړي، نـه دا چی خپــل پاڅــون په بـهـرنئ اتـکا مـعــتاد کــړي
بی تاوه پاڅون باید د خپلو غړو لپاره روزنیز پروګرامونه ولري چی د خوځښت مسیــر اداره کړی. په نظم کی بی نظمی راوستل اسان کار دی. خو بی نظمي په نظم اړول خورا ډیر مشکل کار دی بــی نــظمي د ټولـنی هری ډلی تــه تــــاوان اړوي
په ولس کی باید  د بیزوګانو د پاڅون  کیسه تبـلیغ شـي
د پاڅون مشرتابه ته په کار ده چی خپل غړي،دوستان او خپل ولس په خپل پاڅون کی د امــر په پاټــکو (چین آف کــماڼـډ) خبر کړي. دا کار دوه ګټـی لري: (ا) په بیـړنـیو (اضطراري) حالاتو کی یا د یو کمپـیـن په اوږدوکی، د پاڅون د مشرانو د نیولو یا وژلو  په حالت کی پخپله د سازمان پاتی کړۍ او ولــس پوهـیـږی چی د چا امــرونــه ومني او نــظــم لــه لاســه ورنــکــړي. (۲) د مشرانو د ناســـتـنانــو(جانشینانو) مقررات کولی شي  چی د ســیاســي یـــاامــنیتي  پولیـسو  له خوا  د پاڅــون په نــوم د تــقلبـي اوغلــطو لارښـودنـو( کاونټرفیټ ریزسیستـنس اینـسترکــشنــز) مــخــه ونــــیـســـي 
  د پاڅون مشران باید د دی لیاقت ولري چی د پاڅون د اعمالو په مقابل کی د مسلط ظالم نظام عــکس العــمل اټـــکل کړي او خپل غړی او دوستان(اوکه لازمه وي خپل ولس هم) په دغه عکــس العــمل خــبرکړي، اوپـه   دی ډول د عمل برخه وال  په خطرونو وپوهـوي
په ټکټیکونو کی سازښت (کمـپرومایز)روا دی. خو د غټې ستراتیجی په هد فونو کی سازښت روغ نه دی. دلیل یی دادی چی په غټو هدفونو کی سازښت سازمان بی هـد فه کوي او هغه فکري چورلـیز ماتـوي چی د پاڅون والانو ارمانونه پرې راتاویـږي. د ارمانونو شـڼـدیـد ل  پخپله بی هدفۍ اود پاڅون تجزیې ته لار پرانیزي
  بی تشــد ده (بی تاوه) سیاسي مبارزه باید وروسته له بریالـــیتوب نــه هم ادامــه ولـري. د بیـــلګی پــه ډول، د کلتــوري، قومي،دیني، اقتصادي اوسـیمه ییز عدالت او د بشر د حقوقو په ساحو کی
بي تاوه سیاسي پاڅون  باید د پوځي او پولیسي قواو موضوع ته په غټ اهمیت قایل شي. د پاڅون مشران باید په دی پوه وي چی د دیکتاتورۍ رانسکورول به ډیر مشکل کار وي، خو دا چی د موجود  مستبد رژیم په پولیسي او وسله والو قواو کی پاڅون والانو جاله جوړه کړې وي او له دې لارې کولی شي چی له مســلط رژیم نه ناراضي خــلک خپل کړي ــ لکه په افغانستان کی چی د خلکو دموکراتیک ګوند په پولیسو او وسله والو قواو کی دخپل  نفوذ په مټ په اسـانۍ ســره  د ۱۹۷۸ زیـیز د اپریل په ۲۸ ( ۷ غویی ۱۳۵۷زییز) کـودتـا وکـړه. دا سې بریښي چی د سیاسی او اقتصادي حقوقو د ګټلو لپاره به  د مصریانو د اوسني پاڅون (جنوري تر فبروري ۲۰۱۱) ځینو اشخاصو  د عسکری قواو سره اړیکې ساتلې وي
د واکمن مستـبد رژیم د حملو په تودو شـیبو کی باید پاڅون والان له مـتـقابل تاوده عکس العمل نه ډډه وکړي.دا کار دوه ګـــټی لــري: یـو داچی د مـســتبد رژیــم تـوده حـمله به ولــس ته د هـــمدغه رژیــم وارخـطایي او وحشت په ډاګه  کــــړي. دوهـم  داچی د پاڅون والو نرم سلوک (لکه بی تشـد ده مظاهره) به د ولس زړه سواندي راوپاروي او په دې ډول به  د مسلط رژیم ملاتړ په ولس کی کمزوری شي(دلته د لوستونکو پام په کابل کی د  پرچمی /خلکي میر اکبرخـیـبر وژنی ته را اړوم: خیبر له خلکی کودتا نه یولس ورځی و ړاندې  د ۱۹۷۸ د اپریل په ۱۷په کابل کی د  «قدم وهلو» په مهال ووژل شو. محمد اقبال وزیری چی د حفیظالله امین د ډلې خلکی بریښي او د امین د وژنې  پوری د افغانستان د وسله وال پوځ د سیاسي چارو عمومي ریًس و او ورپسی دشوروی یرغل سره جوخت د څه دپاسه لسو کالونو لپاره دڅرخی پله په زندان کی میلمه و، د میراکبر خیبر د وژنی په اکله داس لیکلي دي:«په دی ترتیب[میر اکبر] خیبر چی د شوروي اتحاد له خوا د پرچم [ ګوندي څانګې] په وجود کې د [محمد] داود پر ضد د [پرچمي] کودتا سره مخالف دی،باید دمخې ایسته شي....شورویانو دهغه خـڼـډ لیرې کول ګړندی کړل چې د داود خان پر ضد یې د بـبرک د کودتا مخالفت وکړ. میر اکبر خیبر د ببرک د راپوټ په اساس د کې جي بي له خوا ترور شـو....د خیبر د جنازې مراسمو د داودخان رژیم بې حوصلې کړ او د افغنستان د خلک[و په] ډموکراتیک ګوند باندې یې برید وکړ....» ( د ثور پاڅون، د کې جې بې دسیسې او شوروی یرغل، د پښتونخوا د پوهنې دیره، پیښور، لمریز ۱۳۸۶=۲۰۰۷ زییز، مخونه ۵۵ تر۶۰). مــاته د میر اکــبر خـیــبر د وژنـې پــیښې هغه جنایي فلم را په زړه کړ چې په ۱۹۷۴کی په امریکه کی راوتلی و: د ختیز په ایکسپریس ګاړي کې وژنه
Murder on the Orient Express, 1974 USA
بی تــشد ده پاڅون چی د موجود مــستبد رژیم ماڼــۍ سوکه سوکه په نــړیــدلو کی وویــني، باید د خـپل « موازي حـــکومت» یانی (پرلیل ګورمینټ) د جوړولو په لټه کی شي. د پاڅون مشران باید لږ تر لږه هغسی سیاسی الفاظ او اعمال څرګند کړی چی د موازی حکومت (دیفکتو حکومت) پټ یا غلی موجودیت تمثیلولی شی.  د بی تاوه پاڅون مشران باید خپل فعالیت   په عمل راوڅرخوي، نه په عکس العمل:ابتکار دې  وکړي، نه دا چی د مــقابل اړخ ابتکار ته انـتظار وباسي. لکه په ۱۹۸۹زییزکی( ۱۵ اپریل تر جون ۴) د ولـــسي چــین  د محصلــینو  مثــال د بیجـینګ په تیانمین واټ کی: پولیسو به چی د محصلینو په ضد  کــوم اقـد ام  نه کاوه، محصلین به په سـړک کی اک پک ولاړ وو،او نه به پوهیدل چی څه وکړی. خو بیــا هم یو ســړی ( « د ټانک سړی»: دي ټینک مین) د سیاسي او اقــتصادي ســمونونو د پاڅون بی نومه اتـــل شــو
د بی تــاوه پاڅــون مشــران بایــد خــپل زور د مــستبد رژیـم کــمزوریو تــه مــتوجــه کــړی او ســوکه ســوکــه خــپــل بــریــالــیتـوب وروښــــئ
د بی تاوه پاڅون مشران باید په دی خپل ســرونه خلاص کړي چی هــدف یواځی اویواځی د زورواکي یا مـــستبد نــظام ړنـګول نه دی، بلــکی مــوخه دا ده چــی د زورواکي نــظام په ځـای باید یــو څــه ښه او د ولــس لــپاره ګــټور نــظام کــلک شــــي . د مصر پاڅون والان لا تر اوسه   د حسنی مبارک د سلطاني ولسمشرۍ په ځای د حسن مبارک د پوځ سره  په کړکیـچ کی اخته دي.  یوه ستراتیجی چی یواځې د موجود نظام په ړنګولو راچاپیره وي، ډیر امکان لري چې یو بل کفن غل نظام وزیـږوي.  لرغونـي یوناني فیلسوف  ارسـتو زموږ پام دی ټکي ته راګرځولی و چې «استبداد کیدی شي چی په بل استبداد واوړي.» وګورئ په فرانسه کې د ۱۷۸۹ زییز د انقلاب په نتیجه کې جاکوبینز  او ناپلیون ته، په روسیه کی تزار او بلشویک نظام ته، په ایران کې اریامهر رضا شاه او خمینی ته، په افغانستان کی  له شاهــي نظام وروســته  جــمهوري نظام، پرولـیتاریــات، مُلاتــاریات، طا لب تــاریــات، او اوس د امــریکــې ډالـرتاریات ته چې د پښـتنو په غرونو، کورونو، ګـورونواو ودونو د  دموکراسۍ بـمــونه وروي
ډیر ځـلی د بې تاوه (بی تشد ده) پاڅــون عـملیات د عــکس الــعمل په څیر وي، نه د ابتکار یانی عـمل په څیر چی هــدف او وســیلی پکی تــلل شــوی وي. په بله وینا،عمل باید له پخې ستراتیجۍ نه الهام واخلی او د غټ هدف سره اړخ ولــګــــوي
جذاب شخصیتونه په سیاست کی رول لوبولی شی. خو حتمي نه ده چې د بی تاوه پاڅون په څوکه کی به د هند د مهاتما ګاندي، د ټول افغانستان د باچاخان(فخر افغان)، د سهیلي افریقا د نیلسن مندیلا، د امریکې د ډاکټر مارتین لوتر کینګ، د پولنډ د لیسوالیسا، یا د فلپـین د کورازون اکــیـنو په شان جــذاب شخصیتونه ولاړ وي. مــهمه دا ده چی د بی تاوه پاڅــون مشران د غـټو پریکړو د کولو لیاقت ولري،  د زړه ورتیا خاوندان وی، خلک تشویق کړای شي، او غټ هـدف ته دوه ستــرګی څــلور کــړي(کلاریټي آف پرفس).  دغه شان د روغ مشرتابه لپاره مهمه ده چی د ناستـنانو(جانشینانو) په اکله مقررات پکې څرګند وي او دسازمان بیلا بیل پاټکي  د ستراتیجۍ په اکله معلومات ولري
د بې تــاوه پاڅــون غــړي او ګډون کوونکي باید د عــملیاتو په مهال د دیسیـپلـن  په اکله یو تړون یا یوه ژمنه ومني ( اګریمینټ آن ننـوایولـینت ډیسـیـپلـین)، په دی ډول
۱ــ وسلې او د الکهولو په شمول  نشه یي مواد باید را نه وړل شي
۲ــ په مقابل اړخ پسې ملنډې ونه وهل شي
۳ــ د سوک ځواب دې  په سوک ورنه کړل شي،یانې د تاو تریخوالي په مقابل دې تا وتریخوالی استعمال نشي
۴ــ د مقابل اړخ استازي(پولیس،پوځیان، منـځ‎ګړي) دې تهدید نشي
۵ــ په خپلو غړو او دوستانو دې ټینګار وشي چی که ډیسـیـپلـين (انضـباط) نشي زغملی، له مظاهرې یا نورو عــملیاتو نــه دې ووځـــي
۶ــ شخصي او عــامـه ملکیت ته دې تــاوان وانــه ړول شي
 
 
يـــــــو څــــــو زده کـــــــــړې
د ډیکټاټورۍ او اشغال په ړنګولو سره حتما د ټولنې نور پرابلمونه خپل پخپله نه حل کیږي، لکه: غربت،مرزاقلمي(بیوراکراسي)،بډې اخیستل،جنایتونه، امنیت،، غیر موثریت، د چاپیریال ړنګول،کلـتوري نـا اڼـډولـتوب، او د بهرنیو هیوادونو لاس وهنې(د دې لپاره چې د نوې نسبتا خپلواکې ټولنې  د پــر مــخـتـیا بـهير د خپلو ګـټو مطابق کنـترول کړي). د مثال په ډول له اکتوبر ۲۰۰۱راهیسې اشغال شوی افغانستان د (۲ جمع ۶) په فورمُل چلـیـږي. جلالت چـپـن حامـد کرزی چی د امریکې په زور په افــغانستــان ورتـپـل شوی دی ، د مثــال په ډول د دې وس نه لري چی ګـیلم جم دوسـتم له کاره لرې کـړي ، د اداري بې کفایتیو، ټولنیزو بې عدالتیو اوکلتوري ســــپکاویــو مـخـــه ونــیسي
تجربه ښئ چې په اغیزمن ډول د ظالم رژیم د رانسکورولو لپاره ،یانې په لږو بشري تلفاتو  او مادي تاوانونو ســره د ډیکټاټورۍ د ړنګولو لپاره څـلور کارونو ته اړتیا  لیدل کـیږي
۱ــ په مــظلوم ولـس کې باید د خــپل تـکل (ډيـټـر مـینـیشن) او په ځـا ن د بــاور شـعور غــښتلی شي او د پاڅـــون مـهــارتــونــه پکــې وروزل شــي
۲ــ مـظلوم ولس ته باید خپل ډوهل وډنګـول شي: د ولس خپلواکې ټولنیزې ډلګۍ او موسسې دې غښتلې شي
۳ــ یو بــاورمن او قــوي ولــسي تــړون باید په پـښو ودرول شي
۴ــ ســړی باید نه یواځې یو غټ ســتراتیجیک پـلان راوباســي، بلکې د دې وس هم ولــري چې دغه ډول پــلان په مــهارت ســـــره عــملي کــړای شـــي
۵ــ د بې تاوه پاڅون ستراتیجي هغه مهال اغیزمنه وي چې نړۍ ورته توجه وکړي او د بی تاوه پاڅون عملیات په نیک اقدام سره بدرګه کړي. په دې اکله فلسطیني-امریکایي لیکوال او تحلیلګر یوسف منیر یو غټ ټکي ته زموږ پام راګرځوي: که لویدیز غواړي چې فلسطینیان دې بې تاوه پاڅون وکاروي، باید لویدیز دې دهغه چا په مقابل کې هم خــپل غږ لــوړ کړي چې د فلسطـیـنیانو بې تاوه پاڅــون په وچ زور ســره غــلی کــوي
 
دخـپلې پورتنئ  وینا تـنـسـته په اووه (۷) غــټو خـبرو  کــې را لـڼـډوم
۱ــ «خپلواکي وړیا نه ده»
“Freedom is not free”!
۲ــ لـه ظـلم او ستــم نه خــپلواکي ګـټـل مــمکــن کـــار دی! د پښتو متل دی: که غـر لوړ دی په سر یې لار ده
۳ــ د خــپـلواکۍ د ګــټــلو لپاره یو دقـیـق ستراتیجـیک پلان ته کلـکـه اړتـیـا ده
۴ــ مواظـبت (ویجیلیـنس)، سخت کار، او منـضـبط او مـنظم خوځښت (ډیسـیـپلـینډ مومینټ) د دقیق سترا تیجیک پـلان د بــري لــپاره حــتمـــي دي
۵ــ نــوې (بریـښــنایـیزه) ټکــنالـــوجي  چـی پـه غـیرمــرکزي شکل استعـمالـیـږي، راشـه درشـه  یانې  مراوده (کمیونیکــیشن)  ارتـولی او اســانولی شي، خوبیا هم  پـاڅــون بــی له پـاڅــون والانو نــاشــونی کــار دي
۶ــ پاڅـون هغه مهـال روغ او  ګـټور وي چې د ولـس روحیـې ، سیاسي حـقوقــو او اقــتصادي ګـټو پکې تــنسته غــځولــې وي
۷ــ کله ‎چې مسلط رژیم د خپل ولس د بې تاوه پاڅون په مقابل کې تود زور زیاتی ( ماشینګـڼې، توپـونه، جنګي  څرخکۍ او الوتکې، او کلک روحي او جسمي عـذابونه)  په پرلپسې ډول کاروي، د بـې تاوه پاڅون بې تاوه ادامه  به ډیـره مشکله وي – لکه نن سبا چی دغه ډول زورزیاتی   په لیبیا ، یمن، بحرین او سوریه کې لیدل کـیـږي
 
دوهـــــــــمـه بـــــــــــرخـــــــه
بې جسمه نړۍ او په منځني ختیز کې بې تاوه پاڅـون
 
د مصر  «سلطاني» ولسمشر حسنی مبارک چی وروسته له دیرش کلنې ټولواکۍ نه د ۲۰۱۱ په فبرورۍ کی و غورځول شو، د خــپلو تیرو مشرانو(جمال عبد الناصر او انور سادات)  لــیدنې ته لاړ . جــمال عـبـد الناصر  د زړه د تــم کیدنې له امله مړ شوی و، او انــور ســادات وژل شـوی و. دواړو حــسنی مــبارک و پوښته چی دی چــا وژلی دی؟ مــبارک ور غــبرګه کړه چی فـیـسبـوک وژلـی دی. دا ټوکه می د شریف عبدالقدوس له خولې واوریدله چی په قاهره کی د ریډیو فاسـیفـیکا،امریکا خبر یال و او   هلته یې  د خلکو له خولې اوریدلې وه
Radio Pacifica, “Democracy now!” hosted by Amy Goodman (March 8, 2011)
                                                                               
په بې جسمه نړۍ کې  د انقلا ب بـیــه 
په اوسنئ بې جسمه ( بریښنایـیزه = ډیجـیـټل) نړۍ کی هر څوک لګیا دي. دلته خلک په لار روان وي ، خو سرونه یې ځوړند وي او هر یو د خپل لاس تلي ته ګوري. په بسونو، اورګاړو، بـیړیو، او الوتکو کې کی هم خلک یا د خپلو لاسونو تلي ته ګوري یا په خپله غـیـږ کی د خپلې بریښنایـیزې تختې سره بوخت وي. په غوڼـډو کی اوریدونکي نه یواځی ویاند ته غوږ نیسي، بلکې د خپلو لاسونو له تلي نه هم سترګې نه پورته کوي. په   پلورنځایونو کې  رانیوونکي په لړۍ کې ولاړ وي او هم د ځان سره غږیـږي او هم د خپلو لاسونو تلي ته ګوري
بریښنایـیزه( ډیـجـیټـل) نړۍ بې جسمه نړۍ ده او له دیـنه وړانـدې جسـمي (پري- ډیـجـیټل) نړۍ وه. په جسمي نــړۍ کی د انــقلابي عرضې وســیلې محدودې وې ځکه چی مطبوعات د مرکز په لاس کی وو ( سیـنـټرالایزد میډیا) او له دې امله په اسانۍ سره کنټرولـیدلی شول. دغه ډول حالت ( جسمي حالت) د پاڅون والانو لپاره هم ډیر خطر ناک و او هم پکې ددې امکان کمزوری و چی پاڅون والان دې نور خلک د اوښتون (انقلاب، پاڅون) لپاره خپل ملګري کړي. له انقلاب نه می مطلب هغه عملیه  ده چی خلک پکې د د دولت فطرت اړوي. دغه ډول اوښتون د  لویدیزې  نړۍ  د وروستني  ۲۳۵ کلن تاریخ  عادي خصوصیت و او په نوره نړۍ کی له ۶۶ کلونو را هیسې لږ و ډیر رواج لري. د انقلاونو د تاریخ لپاره ولولئ
John Foran (ed.), Theorizing Revolutions (London, Routledge, 1997); Willie Thompson, The Left in History: Revolution and Reform in twentieth-century Politics (London: Pluto, 1997; Charles Tilly, European Revolutions 1492-1992 (Oxford: Blackwell, 1995)
په جسمي نړۍ کی هغه جسمی غوڼـډې او تماسونه ډیر خطرناک وو چی د مسلط رژیم د اوښتون لپاره په عملیاتو راڅرخیدل. نتیجه یی داسی ده چی د اوښتون (انقلاب) بیه جګه وه، او په مقابل کی یې د انقلاب د تقاضا مقدار(کوانـټـیټي آف ریولیوشنري ډیمانډ) ټیټ و. په بله وینا، په جسمي پړاو کې انقلابونه هم ډیر خطر ناک وو او هم ډیر مشکل وو
په اوسني پړاو (بریښنایـیزه ، ډیـجـیـټـل مرحله) کې د انقلابي وسیلو عرضه(سپلای آف ریولیوشنري میـنز) نه یواځی جګه شوې ده، بلکې ارزانه شوې هم ده ( د اوسنئ راشې درشې یا ارتبطاتو ټیکنالوجي په ایـنـټرنیټ او ګرځنده تلفونوولاړه ده). په دغسې نوي پـړاو کې دولتی مطبوعات یانې د مطبوعاتو تمرکز په نړید لو دی او ډیره مشکله ده چی دو لتونه دې د خلکو تر مینځ معلومتي راشه درشه کنټرو کړی شي که څه هم ځینې دولتونه سانسور کاروي(لکه ولسي چین، یوګاندا، او مصر د حسنی مبارک د زورواکۍ په وروستنیو شیبو کې:د ۲۰۱۱ د جنوری له ۲۲ نیټې نه د فبرورۍ د  ۱۱ پورې). په مصر کې د حسني مبارک دیرش کلن استبداد په ۱۸ ورځو کی د راشې درشې د نوې ټکنا لوجۍ ( د فیـسبوک، ټويـټر، بلاګ او ګرځنده ټلفون) په مټ رانسکورشو. پایله دا شوه چې نوې ټکنالوجۍ انقلابي راشه درشه اسانه، ګړندۍ او ډیره کم خطره کړې ده—کم خطره په دې مانا چی د راشې درشې د اړخونو هویت پکې ورک او نامعلوم دی
هــو، ټــولواکان (مستبدان) به په دې بــسنه ونکړي چې لاس تر زنې لاندې کیني او اوښـتونونو ته ښه راغلاست ووايي. هغوی به هڅه وکړي چی د انقلاب  بیه جګه کړي، یانې انقلاب مشکل او خطر ناک کړي(دغه وضعه نن سبا په لیبیا، سوریه، یمن او بحرین کی وینو). هر څومره چې د انقلاب لګښت لوړ شي، هغومره د انقلاب د مقدار تقاضا (ډیمانډ) رالویـږي. په بله وینا: د ظالم واکمن ګټه په دې کې ده چې د انقلاب لګښت لوړ وي، خو د دې په مقابل کې د پاڅون والانو (انقلا بیونو) ګټه په دې کې ده چې د انقلاب بیه دې ټـیټه وي (یانې انقلاب دې اسان او کم خطره  وي). عــموما په هــغو هیوادونو کې چې دولــتي مــوسسې( درې ګونې قواوې، عسکري قواوې، پولیس، استخبارات،...علمي او تحقیقاتي موسسې) او مـدنـي موسسې پکې پیاوړې وي، اود راشې درشې نوې ټکنالوجي (ایـنـټرنیټ او ګرځنده ټلفون) پکې ښانګوره وي، انقلاب پکې ارزان(کم خـطره او اســان) وي. په هغو هــیوادونو کې چې دولتي څانګې او مدني موســسې پکې نشت یا ډیــرې کړکیچو (ماتې ګوډې) وي، د پاڅون (انقلاب) بیه به  پکې جګه وي ،یانې پاڅون به پکې مشکل او خطر ناک وي. د مثال په ډول، په ټونیس او مصر کې اوسني پا څونونه کم بیه (اسان او کم خطره) وو، خـــو په مــقابــل کې یې په لیـبیا، سوریه، یمن او بحرین کې وضعه د دې سرچــپه ده: دلـــته د پاڅون قیمت جګ دی، یانې پاڅون هم مشکل دی او هم خـطرنــا ک دی. ولولئ
Mary C. Joyce, “The Price of Revolution”, April 21, 2011
 
د راشې درشې(ارتباط) تاثـیر  
د نولسمې پیړۍ په نیمایی کې جرمن فیلسوف او اقتصاد پوه کارل مارکس په ۱۸۵۳ کی « په هند کی د برتانوي واکمۍ راتلونکو نتیجو» ته داسی پام کړی دی چی د اوسني بدلون سره علمي اړخ لګوي:« د لویومغلو ستر قدرت د مغلي نایب الساطنه ګانو(وایسرویز) په واسطه ړنګ شوی و. د نایب السلطنه ګانو قدرت د مرهــټـوپه واسطه ړنګ شوی و. د مرهـټـو قدرت د افغانانو په واسطه ړنګ شوی و. په داسې حال کی چی ټولو د ټولو په مقابل  کی مبارزه کوله،انګریز ګړندی راننوت او په دی یی وس ورسید چی ټول هـند په ولکه کي راولي». دغه نوي  بر تانوي قدرت چی په ټکنالوجۍ سمبال و، انزوا یی وشلوله، او  د هندو او مسلمان او د قبیلو او طایفو په زاړه نظام یی «د  سیاسي یووالي» وزرې خپرې کړې چی «اوس به د برقي تلګراف په واسطه غښتلی او تلپاتی شي.» په هند کې د ازادو مطبوعاتو او د یوې نوې په علم سمبالې تخنیکي طبقې بوزغلی راوټوکید. د اورګاړي او بخار ي بیړیو (سټـیم ویسلز) د ترکیب له لارې واټنونه رالنډ شول. د مارکس په اند، د  دغې ارتباطي عملیې په اوږدوکې د هند موډرن صنعت او «ملی پاڅون»  ته لار هواره  شوه . له ملي پاڅون نه یي مطلب په ۱۸۵۷کی د هند د پوځ پاڅون و چی انګریزانو به ورته بغاوت (میوتیني) وایه. مارکس وایي چی د عسکر وپاڅــون ځکه مــلي و چی مســلمان او هــندو پکــې برخــه لــرله
په شلمه پیړۍ کی محلی ریډیو سـټـیـشنونو او محلی تلویژني سـټـیشنونو ټول ټال محلي اهمیت لاره. ورو په ورو خاصتا له دوهمې نړۍ والې جګړې را په دیخوا ، غټو قدرتونو د خپلو تبلیغاتو لپاره داسی ریډیو سټیشنونه جوړ کړل چی غږ به یې د غلیم کوټو ته ورننوتلو( بي بي سي،امریکا غږ، المان غږ، د ازاد برلین غږ،او د امریکی په لګښت د ازادۍ ریډیو چی اوس یی مرکز پراګ کی دی، او له مصر نه د جمال عبدالناصر په مهال عرب غږ چی عرب ولس د عرب ګوډاګیانو په مقابل کی راویښ کړی). په کودتاګانو/انقلابونو کی به مرکزی ریدیو سټیشنونه نیول کیدل. په افغانستان کی چی ارواښاد سـردار محمد داود په ۱۹۷۳ کی شاهـي نظام رانسکـور کړ،سـم د لاســه د هغه قواو ځانونه د  هیواد یواځیني ریډیو سټـیشن ته ورسول. خلکیانو چی د ۱۹۷۸ په اپریل کی  د افغانستان لومړی جمهوری نظام ړنګ کړ، یو عسکري افســر یی په ګــړندي ډول د ټلويژن او  ریډیو سـټـیشن ونیو او د بدلون اعلامیه یی خــپره کــړه
د  ۱۹۶۰ کلونو په اوږدو کی په لودیز کی ترانزیستر ریډیو راووت چی د کمیونیستی او استــبدادي رژیمونو د سر درد یــی لا  پســې زیات کــــړ. وروسته ساتـیلایت ټلویژنونه(سي این این ، آلجزیره او نور) را ووتل چې  د دولت په واسطه د معلوماتو د خـپرولو انحصار یــی لا پــسې ژوبل کــړ
کله چی ایـنـټر نیټ راووت، د لازیاتو او ګړندیو معلوماتو د لاسته راوړلولپاره یی لار پرانـیستله، او سر بیره پر دی یی وګړي (فرد) ته د دې فرصت ورکړ چی خپل معلومات، نظریې او څیړنې خپاره کړي بې له دی چی څوک یی نوم وپـیژني. د بیلګې په ډول، یـوې ویب پاڼــې به هــره ورځ د مــصر د معــتبر دولتي یا نیمه دولــتی اخبار(الاحـرام) په ډڼـډورو پسې ملنـډې وهلې اوپه دې ډول به یــې مـصري ولس ته  دخپل دولت  سیاست رغی او پـیکه ورپــیژانده. په ایـنټر نیټ کې په ګړندي ډول د ټویـټر، فیسبوک او بلاګ له لارې د ټولنیزې راشې درشې انـقلاب (سوشل نیټ ورکینګ ریولیوشن) څانګې خپرې کړې. دلته  خلک کولی شي چې نه یوازې معلومات او نظریې، بلکې تنظیموونکې مفکورې (اورګانایزینګ آیډیـیاز) هم د یو بل سره شریکې کړي. په نـنـنئ عربي نړۍ کې ایـنټرنیټ تجملي څیز د ی او له دی امله یی ډیر خلک نلري
As stated in the inaugural Arab Social Media Report released by Dubai School of
Government, a leading research and teaching institution, “the total number of Facebook users  in the Arab world has increased by 78 percent, from 11.9 million in January 2010 to 21.3 million by December 2010, with 75 percent of the Facebook community in the Arab region belonging to this demographic [youth between the age group 15 and 29]”. (“Facebook plays critical role in Arab world’s social movement”, February 8, 2011).
په عـرب هیوادونو کی نه یواځې اينـټرنیټ و چی مراوده او بحث یی غښتلی کړی و و، بلکې ګرځنده تلفونونه هم وو چی  هلته یې خورا ډیر خلک لري. له پوررتني بحث نه دې نتیجې ته رسـیـږو : هغه پخوانئ معلوماتي سیستم  چی « یو به پکې ډیرو ته» معلومات ورکول، هغه نوي معلوماتي سیستم ته سر ټیټ کړی دی چی « ډیر پکې ډیرو ته» معلومات ورکوي. په دې ډول، نن ټول د ټولو سره په تماس کی دي او لا تـر اوسه هــیڅوک بل څوک نـشي کــنـټرولــولی.  دا حالت د وګړي (فرد) په ګــټه دی، خو   ټــولــواک (مستبد) پکې تاواني شوی دی  
 From “one-to-many” system of communication to “many-to-many” system of communication(Fareed Zakaria,/GPS).
د مالکولم ګلډویل نظر هم پام وړ دي: پخوا پاڅونونه/انقلابونه بې له ایـنټر نیټ یانې بې له اوسنئ ټولنیزې میډیا نه رامنځته شوی وو! د بیلګې په ډول: په ۱۲۱۵ م کی په انګلستان کی کوچني اشرافیان د پاچا د بشپړ قدرت په مقابل کې را پاڅیدلي وو(مګناکارتا). وګورئ، په ۱۷۷۶ زییز کې د انګریزانو په ضد د امریکایانو انقلاب ته، د بې انصا فه مالیاتو اود فیوډلیزم په ضد په ۱۷۸۹ زییز کې د فرانسې انقلاب ته، په ۱۸۵۷ کې په هند کې د انګریزانو په ضد د سپاهیانو پاڅون ته ، په ۱۹۱۷ زییز کی  په روسیه کې بلشویک انقلاب ته، په ۱۹۵۶زییز کې په هنګري کې اصلاحاتي پاڅون ته، په ۱۹۶۷ تر ۱۹۶۸زییز  کی د الیکساندر دوبچیک په مشرۍ په چکوسلواکیه کی اصلاحاتي پاڅون ته، په ۱۹۷۹ زییز کی د اریامهر په ضد د ایرانیانو پاڅون ته. دغه شان په ۱۹۸۹ زییز کې په ختیز جرمني کې  په میلیونونو انسانان د برلین د بیلتون د  دیوال په مخکې راغوڼـډ شول که څه هم د هغوی ۱۳ سلنې (۱۳٪) خلک  تلفون لرونکي وو .  دلته باید زه (زیرکیار) ووایم چې د ختیز جرمني خلکو د لویدیز برلین او لودیز جرمني ریـډیو سټــیشنونه اوریدلی او تلویژني پروګرامونه لیدلی شول
دلته باید زه (زیرکیار) د لوستونکو پام دې واقعیت ته هم راوګرځوم:  که ټولنیزه (ایـنټر نیټي) میډیا په مسلط رژیم اغیز ونلري، نو بیا ولې د مصرټول واک « ولسمشر»  حسني مبارک  د پاڅون په مهال ایـنټرنیټ وتاړه؟ دغه شان په ولسي چین کی ولې حکومت ۲۴ ګینټې د ایـنټرنیټ کلکه څارنه کوي او که لازم یې وګڼي تړي یې؟  ولــولئ
Sharon LaFraniere and David Barboza,“China Tighten Censorship of Electronic Communication” (New York Times, March 22,2011)
د ولسي چین په شان، یوګاندا هم د ایـنټر نیټ دړه تړلی شی. نن د ایران حکومت دیته اړ شوی دی چی د خپلو بلاګرانو تر مینځ د سیالۍ ملاتړ وکړي او ګټونکي بلاګر ته جایـزه ورکړي. د غه اړتیا ښئ چی د ایران حکـومت په عامه بحث کې د ټولنیزې مـیـډیا  (ټویـټر، فیـسبوک، بلاګ) له اغیز نه ستګې نشي پــټولی
نن هرڅوک نړیوال ناشر دی، نه یواځې حاکمه پـټه او د هغې د قدرت ممثـل حکومت! دا چې یو څوک په نړیواله کچه  اوپه ګړندي ډول خپل فکر خپرولی شي، د نړۍ په سیاسي منظره کې یو ستر بدلون ښئ—یانې موجود نظام  ته بلنه (چلنج) ورکوي! په بله وینا، دغه حالت چې موجود نظام پکې د چلنج  سره مخامخ دی، نوئ نړیوال نظام تمثیلوي. که څه هم نوې ټکنالوجي په نامتمرکز (نن سیـنټرالایزد ) شکل راشه درشه اسانولی او د پاڅون/ انقلاب بیه راټـیـټولی شي ، پاڅــون/انقلاب بې له پاڅونوالانو ناشونی کاردي! زما په اټکل، د امریکې استخبارات به نن سبا   دې پو ښتنې ته ځواب   لـټوي چې اینـټر نیټ ( خاصتا  ټولنیزې مـیډیا ) به د ۲۰۱۰ زیـیــز  لــه دســمبر     راهیسې د عربي نړۍ په پاڅونونو کې کوم او څومره رول لوبولی وي
 
سلطانان او «سلطاني ولسمشران» او په عرب  اسلا مي نړۍ کی د بی تاوه پاڅون لــــــــــــــــــړۍ
«سلطاني» مستبدان (سلطانـیستـیک ډیکـټـیـټـرز) د ولسواکۍ څیرې پیښې کوي(اساسي قانون، ګوندونه، انتخابات، پالمان لري)، خو د قدرت په جګو مقامونو کې خپل مـطیـع یاران مــقرروي.  دوی د خپل حاکمــیت لپاره شــتمني راغوڼـډ وي، ترڅو هم ځانونه ماړه کړي او هم خپل مطــیعان. دوی  زیاتې شتمنۍ ته داړتیا له امله مجبور وي چی اقتصادي پرمختـګ (تعلیم، صنعت، تجارت) ته ښه راغلاست ووایي او د بهرنیو دولتونو سره  د دې لپاره اړیکې ټینګې کړي چې له هغوی نه د امنیت په بدل کې مرسته او پانګه اچوونه (اینویسټـمیـنټ)وغواړي. دوی عسکري او امنـیتي قواوې ( پوځ، ، هوایی قوه، پولیس ،استخبارات) داسې تنظیموي چی دهرې څانګې مشر به پخپله مستبد  مشر (سلطان یا ولسمشر) ته راپور ورکوي. مثالون یې دا دي: په ایران کی رضا شاه پهلوي، په ایندونیزیا کی سوهارتو، په سودان کی عمر البشیر،په سوریه کی حافظ اسد او له ۲۰۰۰ زییز راهیسی یی ځوی بشر اسد،  په تونیس کی عابدین بن علي، په فلپـیـن کی فرناند مارکوس، په هایتي کی دوولیر،، په مصر کی حسنی مبارک ، په لیبیا کی معمر قذافي او په یمن کی علي عبد الله صالح       
د منځني ختـیز او شمالي افـریقې  په  عـرب اسلا مي هـیوادونو کی لومړی تاوجن پاڅون د لویـدیز ښکـیلاک په ضـد و. خو دلته اوسنئ بې تاوه (بې تشد ده) پاڅون د سیاسی او مدني حقوقو د غصب ، له اقتصادي فرصتونو نو نه د مــحرو مــیت ،او د لویــدیز د ګـټو د خونــدي کولو لپاره  د سلطانانو او د «سلطان ولسمشرانو» په ضــد راوزیـږیـده. دغه بی تاوه اوښتونونه زما د څیړنی لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چی( زما په اټکل) لویدیزه نړۍ خاصتا واشنګـټن  هــڅه کــوي چی په اسـلامـي نړۍ کی د روان  اوښتون (بدلون) په بهیر کی هم ټاکونکی اغیز ولري، په دوه دلیلونو: یو داچی د دغې سیمې د انرجي مواد و زخــیرې د لـودیــز لپـاره اهمــیت لــري. دوهم  داچې د امریکې د سیــاست  ســړکــونه د اســرايــیلو لــه منــځه تــیــریـږي! د امریکا او اسرا ييلو د روابطو لپاره ولولئ په امریکه کې د واګپوهنې(سیاسي علومو) د دوه نامتو پوهاندانو اکاډ میک مضمون او  د دواړو  کوټــلی کتــــاب   
John J. Mersheimer and Stephen M. Walt, The Israel Lobby and U.S. Foreign Policy (Farrar, Straus and Giroux, August 2007, 496 pages); ibid, “Israel Lobby”, London Review of Books, Vol. 28, No. 6 (23 March 2006), pp. 3-12. Also, see Robert Fisk, “United States of Israel?”, The  Independent, April 27, 2006; James Petras, The Power of Israel in the United States of America (2006); Irene Gendzier, “ U.S. Policy in Israel/ Palestine: The Forgotten History”, Middle East Policy, Vol. XVIII, No. (Spring, 2011).
ولسمشر بارک اوباما په خپله مهمه وینا کې (۱۹می ۲۰۱۱) د عربي نړۍ  د ولسي پاڅون په اهمیت وغږیده، خو له دینه یې سترګې پټې کړې چې په ځان نیوکه وکړي، یانې په تیرو ۵۸ کلونو کې په ایراني او عرب منځني ختیز کې د امریکې  سیاست وغـندي.ولسمشر اوباما وویل چی  د دغی سیمی  «ډیرو مشرانو» د خپلو خلکو نارضایي بلې خو ته متوجه کړه:  لویدیز یې« د ټولو بدبختیو د چینی په څیر مقصر» وګاڼه او د اسراییلو سره «تضاد یی د سیاسي اظهار لپاره د منلو وړ یواځینئ مخرج » وګاڼه.  درې ورځې وروسته ( ۲۲ می ۲۰۱۱) ولسمشر اوباما په  امریکا کی د اسراییلو د ملاتـړ سازمان (آیــپک: امیریکـن اسراییل پــبلیک افیرز کمیټی) ته وینا وکړه او هــلته یې خــپل سیاست تو ضیح کــړ. دغه پـیرزوینه ښئ چې د امریکې په بهرني سیاست کی د اسرایـیلو ګټو ته پاملرنه حتمی ده. که په عرب اسلامي نړۍ کې د سیاسی او اقتصادي عدالت لپاره بې تاوه پاڅون روان دی اود امریکې روڼ اندي ولسمشر اوباما ته خوند ورکوي ، د امریکې نازولی دوست(اسرایـیل) لا همغه شان  له اشغال او زور نه کار اخلی او اوبا ما یې سیل کوي. که د اسرایـیلو لومړئ وزیر بنجمین نتانیاهو د اوباما وړاندیز ته پام نه کوي، باید امریکه د یو خپلواک هیواد په څیر لږتر لږه د فلسطین  دې وړاندیز ته پاټک وانه چوي چی د خپلواک هیواد په څیر  د ملګروملتونو غړیتوب لاسته راوړي. که لویدیز په تیره واشنګټن غواړي چې فلسطینیان دې بې تاوه پاڅون وکاروي، باید لویدیز واکمنان د هغه چا په مقابل کي هم  خپل غږجګ کړي چی د فلسطین بی تاوه پاڅون په زورزیاتي سره غلی کوي. د بی تاوه پاڅون ستراتیجي هغه مهال ډیره اغیزمنه وي چی نړۍ ورته پام وکړي او د بی تاوه پاڅون کړاندې (عملیات) په خپل نیک اقدام سره بدرګه کړي. په فلسطین کی بې تاوه پاڅون اوږد کړکیـښ لري. ولولئ د فلسطیني- امریکایي لیکوال او تحلیلګر  یوسف منیر لڼـډه لیکنه
Yousef Munayyer, “Palestine’s Hidden History of Nonviolence”, Israel Occupation Archive ( May 22, 2011).
ولسمشر بارک اوباما او د امریکې د نازولی اسراییلو لومړئ وزیر بنجمین نتانیاهو باید د امریکایی ژورنالیست جیفري ګولډبـیرګ تصوري مخلید ته کلک پام وکړي. ګولډبیرګ غواړي چی د ا ردون د سیند او د مدیتیرانې دبحیرې په منځ کی دوه ولسونه په «کړوونکي او تغیرنه منونکی ډول راګیرکړي» . هلته  لیکوال پریـږدي چې   په غربي غاړه (ویسټ بینک) او د غزې په پټه کی دې د اسراییلو نفوس دومره زیات شي چې په ۲۰۱۷زییز کې  ( په  زیــیز۱۹۶۷ کې له شـپـږورځني جنګ نه  پنځوس کلونه وروسته ) دواړه ســیمې د اســرایـیلو په ولکه کې ورشــي.بیا به نو لیکوال ګولډبیرګ چې ځان یې فلسطینی تصور کړی دی د ملګروملتونو په وړاندي داسې دریځ ونیسي: « موږ فلسطینیان، نو ر د خپل هیواد لپاره هڅه نه کوو. موږ د اسرایـیلو تلپاتی اشغال، د اسرایـیلي   پوځ تسلط او د اسرایـیلي اقتصاد زور منو. په دې ډول، موږ غواړو چې ورسره شریک شو. د [۱۹۶۷ زییز] له «موقت» اشغال راهیسې په پنځوس کلن پیر کې ، موږ په خپلو سترګو په سلونو زره اسرایـیلیان لیدلي دي چې زموږ د میشت ځایونو په خوا کې یې خپل میشت ځایونه اباد کړي دي. موږ دوی ته شابسی وایو دهغه څه په خاطر چې جوړ کړی یې دي او دهغه حقوقي نظام په خاطر چې د دوی ژوند اداره کوي. د دوی سر چپه، زموږ ډیر خلک د اسرایـیلي عسکري قوانینو لاندې ژوند تیروي خو د هغو اسرایـیلیانو له ټاکنې نه محوم دي چې په موږ واکمني چلوي. په نتیجه کې موږ نور نه غواړو چې خپل دولت ولرو. موږ یواځې د رای حق غواړو».لیکوال ګولډبیرګ د دغې وینا سره جوخت زیاتوي چې: «او دا به بې له شکه، د اسرایـیلود پای لامل شي». نوموړی کاږي چې اسرایـیل به یا  فلسطینیانو ته د رای حق ورکوي، یا به یې له دغه حق نه محروموي او په ډول به د اپارتاید یانې د نژادي تـبعیض دولـت ته راټـیـټـږي. په دغه ډول حالت کې  به اسرایـیل  په خپل لاس خپل غټ او« وروستنئ دوست » (امریکا) هم وبایلي !ځکه  چی هیڅ امریکایي به -- د  یهودي امریـکایانــو د ځوان نــسل په شمول—هغه اپارتاید ونه زغمي چې له نیلسن  منـدیلا نه وړاندی په سهیلې افریقا کې چلیده
Jeffrey Goldberg,” Why Palestinians Have Time on Their Side”, Bloomberg (May 24, 2011).
 مندیلا ۶۷ کلونه د ټولنیز عدالت لپاره په مبارزه کې تــیر کړی وو او له ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۹زیـیـز پورې لومــړئ جنوبي افریقایــی و چې د ازادو انــتخابــاتو له  لارې ولــسمــشر شــوی و.  د هــغه په ویــاړ، مــلګرو ملــتونو یوه ورځ « د مـند یلا ورځ» (مندیلا ډی) په نـوم ټاکــلې ده . د   فلسطین او اسراییلو د ټولنیز، سیاسي او حقوقي کړ کیـچ د کره څیړنې لپاره لاندې اثار ولولئ
The Goldstone Report: The Legacy of the Landmark Investigation of the Gaza Conflict. Edited by American-Jewish  journalists Adam Horowitz, Lizzy Ratner and Philip Weiss. Naomi Klein (Introduction), and Archbishop Destmond Tutu (Foreword), 2011; William A. Cook, The Plight of the Palestinians: A Long History of Destruction (2010); M. Shahid Alam, Israeli Exceptionalism: The Destabilizing Logic of Zionism (2010); Illan Pappe, The Ethnic Cleansing of Palestine (2007); Rashid Khalidi, The Iron  Cage: The Story of the Palestinian Struggle for Statehood (2006); Jimmy Carter, Palestine:Peace Not Apartheid(2006); Ali Abunimah, One Country: A Bold Proposal to End the Israeli-Palestinian Impasse (2006).
اوسنئ نړۍ ته پوه ټولنه (نالیج سوسایټي) ویل کیــږي. په پوه ټولنه کی اوښتون ګړندی روان وي. له دی امله د سیاست مسلط لوبغاړي هم ګړندیو اقدامونو ته اړتیا لري.  له انقلابونو نه هغه څوک ګټه اخیستلی شي چی تنظیم شوی وی. مثلا په تزاري رو سیه کی ایډیالیستي دموکراتانو یانې «د کار ګروپ» په نوم معتدل کارګري ګوند چی په الیکساندر کیرنسکي راچاپیر وو، انقلاب وبایله. خو منظمو بلـشویکانو وګاټه. دکیرنسکی پلار په منځني ښوونځي کی د لینن سرښوونکی و. د دواړو کورنیو غړي  دوستان وو، او په خپله کیرنسکي یو وتلی حقوقپوه و چی د سیاسي بندیانو په دفاع کی یې نوم ویستلی و.هغه د ۱۹۱۷ د فرورۍ په انقلاب کی یو وتلی لیډر و، خو د ۱۹۱۷ د اکــتوبر په (بلشویک) انقلاب کی له قدرت نــه وتــمبول شو. په افغانستان کی د افغان ملت «ټولنــپاله ولسواکي» او د ارواښاد محمد هاشم میوندوال «مــترقــي دموکراسي» څه ناڅه د کیرنسکي د ډلی سـره او په مقابل کی یې د خـلکو دموکراتیک  ګوند ( د پټې اساسنامې او پـټـو فـعالـیتونو له مخې) لږ وډیر د لینن د بــلـشویک تنــظیم سـره پر تــله کــید لــی شــــي . اوس شـپـږ میاشتې کیـږي چی د عـــرب اسلامی  نــړۍ  په بیلا بیل  هـیوادونوکی  چی سیاسی پــولې یې د استعمار د اداري مــلتونو د ګــټو له مخی ټاکــل شوی دی د پاڅـون چـغــه توده شـوی ده. دوی له دوهمې نړۍ والی جګړی نه وروسته د ساړه جنګ په توده سیالۍ کی د استعمار له نیغو منګولو نه راخلاص شول، خو په سیاسي، اقتصادی، عسکري او تخنیکي چارو کی یې لږوډیر د پخوانو خانانو په ټغر خاپوړې کولې.  د استعماراداري ملتونه رسما د خپل برخه لیک په ټاکلو (سیلف ډیټرمینیشن) ښاد شول. خو د سیاسیـی--مصنوعي پولو له امله دوی د ټرکټورونو په ځای  ډیر  ټـینکونو ته اړ شول او ولس د دې مجال ونه مینده  چې په داخل کې د «خپل» ګوډاګي بادار په مقابل کی د خپل برخه لیک د ټاکلو لپاره راپورته شي. په هغو نیمه خپلواک هیوادونو کی چی انرجی زخیرې یی لرلې، کورنیو او دهغوي مطیعانو او یارانو  پرې ځانونه ماړه کړل. دغو کورنیو او د هغوی تعلق والانو او وفامنانو په مجموع کې د لویدیز سره راشه درشه لرله.هـغوی په ایــران کی  د امریکې او انګریز له کودتا نه زده کـړه کړې وه: په ایران کې ډاکټر محــمد مصد ق د پارلـمان لـه خوا د لومړي وزیر په حیث وټاکل شو(۱۹۵۱ تر ۱۹۵۳) .  هغه هڅه وکړه چې  په ایـران کي  د تیلو صنایع ملي کــړي. د امریکې د هغه مهال  د بهرنیو چارو وزیر جان فاستر دالیس د واشنګټن د سیاست سازانو یو ګروپ ته د ۱۹۵۳ زییز په جون کی   وویل چې امریکه به ځان له «لیوني سړي مصدق» ( میډ مین) نه بې غمه کوي. هغه وو چې د ۱۹۵۳ په اګست کې د امریکې مرکزي استخباراتو ( سي آې أئ ) او د برتانیې استخباراتو (ایم أې جي) د  ډاکـټر مصد ق ملي دمــوکراتیک  واکــمني ړنګه کــړه او د هــغه په ځای یې خپل ګوډاګی محمد رضا شــــاه پــهلـوي مـقرر کــړ(۱۹۵۳ تر ۱۹۷۹ زییز ). د دغې کودتا لپاره ولولئ
Stephen Kinzer, All the Shah’s Men (2003)
 د امریکې یو نامتو روڼ اندي ګور ویدال خپل هیواد « د هـیرتیا مـتحد ایالـتونه» ګڼلي دي. بس د پوهاند بارک اوباما ګناه نشته ځکه چې « د هیرتیا د متحدو ایا لتونو» ولسمشر دی
Gore Vidal, Imperial America: Reflections on the United States of Amnesia (2004)
 
د ټونیس نظام: فامیل
د ۲۰۱۰ د دسمبر په ۱۷ نیټه په ټونیس کې  د سړک په غاړه یو ځوان خرڅوونکی بوعزیزي د پولیس له خوا په عذاب شو ځکه چی د هغه د وه ګاړیز پتنوس یی ورنه ضبط کړ. محلي مامور هم د بوعزیزی  شکایت ته پاملرنه ونکړه . له دې  نه وروسته، نا امید  بوعزیزي  د ولایت حکومتي مرکز ته لاړ ، تیل یې په ځان توی کړل او ځان ته یې اور ولګاوه. دغې دردونکې پیښې د ټونیس محروم ولس پاڅون ته راوباله. ولسمشر عابدین بن علی چی پخوا د  عسکري پولیسو مامور و ، لومړئ عرب ټولواک ( مستبد)  و چې د ولس بې تاوه پاڅون راوپرزاوه. ټونـیس   غـټه منځنئ طبقه،  د کارګري اتحادیو  غښتلی خوځښت او په جګه سویه تعلیمي نظام یې لرل. خو «سلطاني ولسمشر» بن علي د ازادې وینا اوسیاسي ګوندونو په مقابل کې کلک مقررات وضع کړي وو. د هغه کورنۍ په رشوتونو او فساد ککړه وه. د تجارتي سروالې پټې اکثریت د بن علي خپلوانو جوړ کړی و: د هغه درې بالغ ځامن، اووه خویندې وروڼه، او د  دوهمې میرمنې لس خویندې وروڼه .  په تجارت کې د بن علي دخپلوانو دغه جال په ټونیس کې د «کورنۍ » (فیمیلي)  په نوم شهرت ګټلی و. عسکرو عملی-جنګي تجربه نه لرله او په داخلي اقتصاد کې یې مسلط رول نه و لوبولی. پوځ نه د بن علي په دفاع کی ودریـد، نه یې په منځـمهالــه (انتقالي) پــړاو کې کوم پــام وړ رول و لــوباوه. خو د دې سرچپه، کــارګــري اتحادیو د خپل ولــس په پاڅون کې مهم رول ولوباوه
 ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍
په  مصرکی د ولسمشر ټولواکي: د اسراییلو او امریکې په خدمت کې
مصر په عرب نړۍ کې ځانګړئ اهمیت لري: یو داچې د مصر د وګړو شمیر (څه دپاسه اتیا ملیونه) د عرب نړۍ د وګړو د  شمیر( نژدې ۳۶۰ میلیونو) څه د پاسه یوه پنځمه  برخه ( ۲۲،۴٪) جوړوي. دوهم دا چې د اسرایـیلو سره خورا اوږد سرحد لري. دریم داچې له بل هر عرب هیواد نه غټ تجربه شوی جنګي قدرت لري(  وروسته له مصر نه،اردن دوهم عرب هیواد دی چی د اسرایـیلو سره اوږده سیاسي پوله لري). له دې امله د واشنګټن لپاره حتمي ده چی د اسرایـیلو د  حفاظت لپاره د مصر او اردن سره نژدې اړیکې وپالي. په ۱۹۷۹ کی د مصر او اسرایـیلو ترمنځ د امریکی په کمپ ډیوډ کي د سولی تړون رامنځته شو.   له دغې پیښې راهیسې د مصر او د امریکې تر منځ عسکري اړیکې کلکې شوې دي او  مصری جنرالان د واشنګټن سره همکاری لري.  د مصر پوځ په داخلي تجارت کی لاس لاره ، نه په بین المللي تجارت کې . د حسنی مبارک شتمني د څلویښت او اویا بـیلـیون امریکایي ډالـرو تر منځ اټکل شوی ده .  د مصر تجارتي سروالې پټې د حسنی مبارک د ځوي  جـمال سره ټــلـواله جــوړه کــړې وه. نهه دیرش مامورین او تاجران  چی په جمال راچاپــیر وو، د هـر یوه شـتمني یو بـیلـیون ډالــر اټــکل شــوی ده. ولــولـــئ
 Lisa Anderson, “Demystifying the Arab Spring”, Foreign Affairs (May-June, 2011).
 وروسته له دې چې انور سادات د ۱۹۸۱زییز په اکتور کې ووژل شو، حسني مبارک د دیرش کلونو  لپاره د مصر سلطاني ولسمشر و. په مصر کې رژیم او پوځ نوکې له یوبله جلا وو-- هر یو له یو بل نه جلا یانې  خپلواک  پاتی کیدای شو .  داسی بریښي چی  په مصر کی بی تاوه پاڅون   به له ټونیس او په ختیزه اروپا کی د سربـیا  له «اوتـپور» (پاڅون) نه الـهام اخیستلی وي. د پوځ او پولیسو تر مــنځ اړیکې د زړه له کــومــي نه وې. عسکر د  پاڅون پلویان شول. پاڅونوالان باید د دولتي څانګو له ټکرونو او ځان غوښتنو نه ګټه پورته کړي.   بلاګر خالـد ســید د پولــیسو له خـوا ووژل شو. د هــغه وژنــې پاڅـون را وپـــاراوه. دغه پاڅون په اولس (۱۷) ورځو کی د حـسنی مبارک  دیرش کلنه سلطاني ولسـمـشري رانسکوره کړه. دغه سلطان ولسمشر هغومره چی مصری تبعه او ټولواک و، هغــومره له ۱۹۸۱م راهیسې  د امریکې ملګری او له دې لارې  د اسرایـیلو د امنیت مرســتـندوی و. د جګ عمر په مهال د سلطان او سلطاني ولسمشر  لپاره ناستن (جانشین) پیداکول عموما اسان کار نه دی. هر څومره چی سلطاني ولسمشر زړیـږي، هغومره د ناستن موضوع جدي کیـږي. په دغه حالت کی باید بی تاوه پاڅونوالان دوه ستــرګې څـلور کړي ، د بـیلابـیلو اړ خــونــو سره راشــه درشــه مـنظــمه کــړي او د شخصـیتی بد لــون په فضا کی د خپــل خــوځــښت  د اغــیزلــپاره سوړې ولـټوي. د ســلطانی ټولــواکانو د بحث لــپاره و لــــــــولئ
 
Jack A. Goldstone, “Understanding the Revolutions of 2011”, Foreign Affairs (May-June, 2011).
 
لـیـبیـا مساوي په قـذافي: نه د خپل او نه د بل
په ټونــیس او مـصر کی ټولـنه او دولت موجـود وو، خـو   لیـبـیا په  قـبیله او بې دولته حالت (بې له مــوسـسو) چلــیـد له. په واقعیت کی معمر قذافي هرڅه و( القذافی د قذافي نوم او هم د هغه د قبیلې نوم دی) :  پخپله په قذافی کی  لیبیا( هیواد)، قبیله (ټولنه) او دولـــت ( موســساتي  طرزالعمل) منعکس شوی وو، یانې لیــبیا مســاوي پــه قذافي ده. هغه خپل قدرت او حاکمیت ټول ټال  د خپلې قبیلې او خپلوانو په نازولتیا او لطف  سره تامینا وه. پـــه حکومت باندې د ولس  ډاډ له منځه لاړ او له دې امله هرڅوک   دیته اړشول چې خپلې قبیلې ته پناه ویسي. حتی داچې پخپله پوځ هم د سیمې او قبیلې په ناروغۍ اخته شو. دنورو موسـسو  درک هم نه معـلومیـږي. کله چې   د عسکرو ملاتړ  د پاڅون والانو  او ټولواک رژیم تر منځ تقریبا په مساوي ډول ویشل شوی وی ، د غسې  اڼـډول   ګـــډوډۍ او دا خلي جنګ ته  زمینه برابروي  . په لیـبـیا کی پوځ دوه ډ لې  شوی دی. یوه ډله د قذافي په دفاع کې لګیا ده او بلې یې د مقاومت سره اڼـډیوالي  ښودلې ده.  د لیبیا د عدلیې پخوانئ وزیر مصطفی عبدالجلیل او پخوانی داخله وزیر  جنرال عبد الفتاح یونس د قذافی رژیم پریښود ‎، پاڅونوالو ته ورغلل او د ملي انتقالي جرګې (نیشنل ترانزیشنل کونسل) د مشرتابه یوه برخه یې جوړه کړه .دغې جرګې له لویدیزو هیوادونو نه د ملاتړ هیله وکړه. د ملی انتقالي جرګې موخه داده چی د قـذافي رژیم به رانسکـوروي اوپر ځای به یـې د دغی جــرګې د لارښـودنې سره سـم یوه او ټـولـه لـیـبیا په پــښو ودروي. د قـذافی دوه ځامن (سیف الاسـلام او مـعتصم)هم داســی ښـکاري چی د یوبل سره به په سیالــۍ کې اخـته وي. پاڅونوالان باید د هغوی له سیالۍ نه ګټه واخلي. په لیبیا کی یوسل څلویښت قبیلې شته( الشرق الاوسط:۲۲ فبروری ۲۰۱۱)، خو د هغو قبیلو شمیر چی څرګند نفوذ لري، له دیرش نه جګ نه دی(لیبیایي نژاده ټولنپوه او تاریخـپوه ډاکټر فراج عبدالعزیز نجم). هغه قبیله چی د قذافي په سیمه کی «کلک او اوږدمهاله» نفوذ لري  مـګاریـحه (مجاریحه) نومـیـږي. د قذافي صدرااعظم عبد السلام جلود دغی قبیلی ته منسوب دی.  د عسکري او پولیسي قواو په څنګ کی باید  د لیبیاپاڅونوالان مجاریحه قبیلې ته هم کلک پام وکړي، ښایي چی  د قذافي په ضد د کــودتا کــولو وس ولــري . د ټولواکانو (مـستبدانو) په اکله د بارک  اوباما د سیاست دوه مختوب د پام وړ دی: په داسې حال کې چې د  اوباما ادارې د معمر قذافي شتمني «کنګل» کړی ده یانې له استعمال نه یې ویستلې ده،  د امریکې د پخواني دوست ( د مـصرد ټـولواک ولسـمشر) حسنی مبارک شتمني یې لا تر اوسه  نه ده کنګل کړې. ولولئ
“ the Obama administration has frozen the U.S. assets of Libya’s Muammar Gaddafi, but not those of Egyptian leader Hosni Mubarak.” Philip Shenon, “Dirty Dictator Loot”, Newsweek ( February 21, 2011).
 
په یمن کی د علي صالح سلطا ني ولسـمشري: د امریکې په خدمت کې
علی صالح له ۳۳کلونو راهیسې د یمن ولسمشر دی. دلته مظاهرې د ۲۰۱۱ زییز د جنورۍ  په وروستیو کې پیل شوې او د کلیفورنیا په وخت د جون په  دریمه نیټه د ولسمشر علی صالح د ټـپي کیدنې خبر خپور شو. داسی معلومـیـږی چی د وسله والوحکومتی قواو کومه برخه به د مقاومت اړخ ته تښتید لې وي او په دقت سره به یی په  علی صالح باندی برید پلان کړی وي. له جنورۍ  نه نیولې  د صا لح د ټپي کیدنې پوري، نژدی ۴۰۰ خلک وژل شوی دی او دهغوی دریمه برخه په تیرو دوه  اونیو کې. د علی صالح قـبیلوی مخالــفان د احمر   د خــیل غـړی دی.نژدی دوه اونۍ وړاندې د حشـید  قبیله چی د صالح پلوي وه، سړکونو ته را ووتله. دغه  قبیله د یمن د ۲۵ملیون نفوس غټه برخه (ښایی اکثریت) جوړوي. کیدای شی نوری قبیلې د یوې خوا یا بلی خوا په ملاتړ راووځي او د داخلي جنګ اور بل شي؟
له ۲۰۰۴ زییز راهیسې د  حکومت او د شمالي حوثي (هوثي) پاڅون والانو تر منځ جګړې روانې وې. په ۲۰۰۹ کی دغه نښتې بیا تودې شوې او د یمن په شمال کی یې د سعودی عربستان حملې ته لار هواره کړه. په سلګونو خلک پکی ووژل شول او تقریبا دوه سوه پنځوس زره انسانان پکې بیځایه شول. شمالي حوثي  په زایــديــانــو ورګډیـږي  چی یوه اقلـیتي شـیعه ډله ده. امریکه په دی پلان کی اخته ده چی وروسته له علی صــلح نه باید داســی نــظام رامــنځته  شی چی د سعــودی عربــستان په شـبه جــزیره کی د هغه جنګ سره مرستندوی وي چی امریکې هلته د ترهه ګرۍ په ضد پیل کړی دی. الفضلی اوجنرال علي محسن الاحمر دواړه قبیلوي مشــران دي، دواړه  د علي صالح په دربار کې  د مقام خاوندان وو، او په دواړو کی اسلامي عقیده  غښتلې ده. الفضلی د الفضلی د قبیلی مشر دی او مــحسن الاحـمر  د حـشید  د غټ قوم .اوس دواړو  د علی صالح په ضد مورچل نیولی دی ( جنرال محسن د ۲۰۱۱ د مارچ په ۲۴ د پاڅون والانو په ملاتړ کی ودرید).  د علی صالح مور په خپل دوهــم واده کی د جـنرال محــسن د تره  مـیرمـن وه
په یمن کی د سیاسي امنیت د سازمان (پولیټیکل سیکیوریټي اورګانایزیشن) مشران د علی صالح پلویان دی، خو ټول ټال د دغه مهم استخباراتي او امنیتي سازمان ژمنه د شک لاندې بریـښي.  په ۲۰۰۰زییز کال کی د امریکی په یوه مهمه عسکري بیړۍ ( یو ایس ایس کول) باندی کلک برید وشو او له دی امله علي صالح د امــریکې د کــلک فشــار لانــدې راغـی  . د صالح ستراتیجي دا شوه چی خپل پخوانئ ګارډ ( سرواله پټه) ســوکه ســو که (پـه مــزه مــزه) کــمزوری کړي او خپل نوئ ګارډ له هغو خاصو  امنیتي اورګانونو   نه جوړ کړي چی ټول ټال به یې  په  څوکه کی  د صالح خپلوان ناست وي . د صالح ځوی احمد علي د جمهوري ګاډ او د خاصو عملیاتو د قـواو مشــر شــو، خپل ناسکه ورور (علي صالح الاحمر) یی د جمهوري ګارډ له مشرۍ نه لرې کړ او په واشنګـټـن کی یــی د  د دفاع اتاشې وټاکه او بیا یی د وسله والو قواو لوی درستیز وټاکه. ولسمشر علي صالح په نورو مهمو مقامونو کی خپل وریرونه ولګول: یحی یی  د مرکزي امنیتي قواو ستر جنرال، طارق یی  د مخصوص ګارډ کوماندان ، او احمر یی   د ملی امنیت د دفتر مشر وټا که. په دی ډول   د سلطانی ولسمشر علی صالح ټول ځامن، وریرونه او د تره ځامن د جمهوری ګارډ په بیلابیلو مقامــونو کی ځای په ځای شوي وو. دغه ټــولې ایجنســۍ د امریکـــی پــه مالـــي مرسته چـــلیدلې: په ۲۰۰۶ زییز کې دغه مرسته پنځه ملیون ډالروه  خو څلور کالونه وروسته (په ۲۰۱۰ کـــی)  یوسل پنځه ملــیون ډالــرو ته جګــه شوه
جنرال محسن په دی پوهیده چی د ولسمشر علی صالح دوهم نسل په قدرت خیټه اچولې وه اود پخوانی ګارډ قدرت ته یې پاټک اچولی و. په ۲۰۰۹ زییز کی چی د الحوثی قوم دوهم پاڅون پیل شو، ولسمشر صالح په محسن باندی لا زیات شکــمن شو. محــسن په خپله ادعــا کی دیــته ګوته نــیولی ده چی صالح لږتــرلږه د هغه د وژنـی هــڅه کــړی وه( ویکي لیکز، ۲۰۱۰). د ۲۰۱۰ د پای پورې علي صالح  لومړی زوړ ګارډ وزپاوه او بیا یې دیته مخه کړه چی د ولسمشر د دورې محدودیت له منځه ویسي او د خپل  ځوي  لپاره د سلطاني ولسمشرۍ دمقام د نـیولو زمینه برابره کړي.  خو ۶۶ کلن جنرال محسن د یمن په مرکز سنا کی د ۲۰۱۱ زییز د  مارچ په ۲۴    د صالح د رژیم په ضد شو. د دې سرغړونې سره جوخت، یو شمیر نورو مهمو عسکري، سیاسي او قبیلوي شخصیتونو د محسن سره ټلواله جوړه کړه . شیخ حمید الا حمر  د الحـشید غټ قوم ته منسوب و، او  د علی صالح قــبیله سنهان د دغه قوم یوه څانګه ده.  شیخ حمید یو غټ تاجر او د اصلاح د ګوند مشر دی. دغه ګوند د پاڅون په جــبهــه (جویــنټ میـټینګ پارټیز) کی غښتلی رول لوبوي. شیخ حمـید او محسن دواړو د سعودي عربستان د شاهــي کــور نۍ سره نږ دې اړیکې پالـلې دي. شیخ حمید غواړي چې د علي صالـح ځای ونیسي. ښایی چی جنرال محسن به هم دغسې اراده ولري. خو د محسن جــهادي سابــقه  او د واشنګــټن سـره د هغه بې خونده اړیکې به پــه نومــوړي بانــدې  امـــریــــکه شکــمنــه وســاتــي
 
 د بحرین سلطنتي جزیره: د امریکې د پنځمې بحري قوې کور
نړۍ ولې د یمن، قطر او بحرین څارنه کوي؟  د لوستونکو پام دوه تنګو (ستـرَیتز) ته راګرځوم : یوه د هورموز تنګه ده چی هره ورځ ورنه د بحر له لارې شپارس نیم ملیون بیرل تیل تیریـږي. د بحرین، ایران، عراق، کویټ، قطر، عرب متحد امارات، او سعودي عربستان تیل د هورموز د تنګې له لارې نړۍ ته استول کیږي.   دوهمه د ایتوپـیا، د سومالیـې د ښکر او د یـمن تر منځ تنګه ده چې د عد ن خلیج ورته ویل کـیـږي او هره ورځ ورنه د بحر له لارې درې نیم ملیون بیرل تیل تیریـږي. په بله وینا، د نړۍ د تیلو نیمایي برخه(۵۰٪) هره ورځ له دغو دوه تنګو نه انتـقالـیـږي. نن سبا د امریکې ولســمشر د یــو داســې مشــکل رول په لــوبــولو کی نښتــی دی چی په څــرګند ډول ورته ګوته نــشی نــیولی. دغه رول د نړی وال امپراتور رول دی چی نړۍ به ورسره په راتلونکې لسیزه  کی لاس په ګریوان وي. د امریکې امپراتوري هم  په نړۍ کې د ولسواکۍ د پیاوړي کولو او تیتولو غورې دربې کوي او هم د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو ملی ګټو د خوندي کولو لپاره اډې جوړوي او ساتي. د امریکې نږدې ملګري یا سلطانان دی یا سلطاني ولسمشران دي: لکه په ایران کی  شاهنشاه رضا شاه پهلوي، په مصر کی حســني مبارک، په یـمــن کی علــي صالــح، او د بحرین په کوچــنئ خو سراتیجــیک جزیــره کې حـمد بن عیــسی الــخلــیفـــه
د بحرین جزیره د دوه غـټو سیمه یــیزو سیالانو( ایران او سعودي عربستان) په منځ کی پرته ده. په بحرین کی پاڅون د ۲۰۱۱ د فبرورۍ په یولسمه پیل شو. د ۲۰۱۱ د مارچ په ۱۴ نیټه د سعودی عربستان پوڅ په بحرین ورننوت چی د پاڅون والانو د پرمختـګ مخه ونیسي.  شیعه ګان په بحرین کی اکثریت جوړوي خو واکمني د سني پاچا حمد بن عیسی الخلیفه په لاس کی ده. که شیعه پاڅون والان پاچا الخلیفه سازش ته اړکړي، د هغوی دغه بری به په سعودي عربستا ن کی هم شیعه اقلیت دیته وهڅوي چی چی د خپلو حقوقو د ګټلو لپاره راپاڅیـږي. په دغه حالت کی به نسبتا کمزوری سعودي عربستان د بلقوه غښتلي ایران د بلنې(چلنج) سره مخامخ شي. هره ورځ د بحر له لارې د نړۍ د تیلو یوه  غټه برخه ( ۴۰٪) د هور موزله تنګې نه تیریـږي. اوس ایـران د هــورموز د تنګې په یوه خوا کی پروت دی او په بحرین کی د امریکې پنځمه بحری قوه پرته ده. څه به  پیښ شي که چــیرې ایـران د هــورموز د تنـګې په دواړو خــواو کې د کـنترول خاوند شي؟! دا هغه پوښتنه ده چې د امریکې د امپراتور په کوپـړۍ کې کــړس را پــیدا کــولی شي
د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱زییز په منځ کی امریکی هرکال بحرین ته له پنځه ملیون  نه نیولې تر اتلس ملیون ډالرو پورې    مرسته ور کوله، خو ټوله مرسته  د بحرین په امنیتي قواو و لګید له . یانی هلته  په غیرعسکري پروګرامونو باندی   (لکه د بشر د حقوقو او د ولسواکۍ د پرمختیا په ساحو کی) یو ه ټنګه هم مصرف نه شوه!  امریکایي کرنیل کیستافر نادلر د ۲۰۰۹ او  ۲۰۱۱ زییز په منځ کی د افغانستان په هلمند ولایت کی کوماندان و او اوس په واشنګټن کی په بروکینګ موسسه کی څیړنه کوي. هغه په تازه را ټوکیدلو ولسواکیو کی د امریکی رول د څیړنی لاندی نیولی دی. د نادلر د څیړنی له مخې: په بحرین کی دا مریکی د مرستې هر ډالر په امنیتي سکټور لګیدلی و، نه په کوم بل غیر عسکری  پروګرام. له نادلـر نه واورئ
“This is one that caught me by surprise,” Christopher Nadler continues that “This goes to the integrity of the aid.” Quoted in: “Bahrain Crisis: Is U.S. Military Assistance Hindering Democracy?”)National Defense , March 16, 2011).
دلته وینو چی امریکا له یوی خوا د دموکراسۍ نغاره ډنګوي  اوله بلې خوا یی په بحرین کی مالی مرسته د ټولواک (مستبد)رژیم په هغه امنیتی سکټور لګـیـږي چی د بی تاوه پاڅون په  ضد  بیـرحمه عکس العمل ښئ. که له یوې خوا په لیبیا کی په سلطاني ولسمشر قذافی  باندې  د ناټو د بمباریو رحمت وریـږي او د افغانستان په شان ماشومان او ملکي انسانان د اور په په لمبو کی وریتوي،نو له بلې خو ا د بحرین او یمن  مشران له ورته عکس العمل نه لا تر اوسه محروم ساتل شوي دي ځکه چی د استـثـنایي امریکې نازولي دي. امریکه باید یو نارمل(نُرمال) هیواد شي
 
ســوریـه: الله، سـوریه، ازادياو په باطن کې د عذابونو میلمستون
“God, Syria, Freedom”!
 
په سـوریه کی د حافظ اسد ولسمشري  ډیر زر په سلطانی ولسمشرۍ واوښتله ا و ټولټال یی نږدې  دیرش کاله دوام وکــړ(۱۹۷۱ فبروري تر جون ۲۰۰۰زیـیز). په ځای یې ځوی بشر اسد له یولسو کلونو راهیسی سلطاني ولسمشر شوی دی. د بشر اسد د رژیم په ضد بې تاوه پاڅــون د ۲۰۱۱زیـیز د جنورۍ په ۲۶ پــیل شو (لار یـونـونه، د لـــوږې اعتصاب، او مدني نافرماني). د پاڅون د شد ت په اوږدو کې ځینې عسکر د پاڅون خوا ته واوښتل . نږدې اته نیم زره سوریایان ګاوڼـډی ترکیې ته کډوال شوي دي. په فیسبوک او بهرنیو مطبوعاتو کلک بندیز لګیدلی دی، او له دې امله د سوریې خلکو یـوټـیـوب ته مخ وراړولی دی. د  ولس د پاڅون په اوږدو کې زما سترګې په دوه چــغو (شعارونو) کی ونښتلې: (۱) « وروسته  له دې  ویره نشتــه»،یانې :ما فی الخوف بعد الـیــوم!  مخکی له پاڅــون نه په ســوریه کی دا چغه مروجه وه: « الله، سـوریه، بـشر». خو د پاڅــون په اوږدو کی دغــه شعار په دې شـکل  واوښــت:  « الله، سوریه، ازادي» ، یانې :ګاډ، سوریه، فریـډم. واشنـګـټـن په څرګــند ډول ټولواک (مستبد) رژیمونه غندي، خو په پټ ډول د هغوی له خدمت نه ډډه نه کوي. ښه مثال یی د سوریايـی- کاناډایي  تبعه ماهر ارار دردوونکې پیښه ده: ماهر ارار انجنیر، واده او پلار دی او الوتکه یی له تونیس نه د نیویار ک په بین المللی هـوایـي  ډګر کي تم کیـږ ي چی په بله الوتکه کی  خپل هیواد کاناډا ته ستون شي. په ماهر ارار باندې  د امریکی پولیس تور لګوي چی د القاعدی سره اړیکی لري او وروسته له ۱۲ ورځو یی د اردن له لاری سوریې ته تسلیموي. ارار  د دمشق په بندیخانه کی د عذابونو میلمه کیـږي او هلته ۳۷۴ ورځې بندي ساتل کیـږی.  ماهرارار د کاناډا هیوادوال(تبعه) و ، او باید کاناډا ته د زیات تحـقیق لپاره استول شوی وای . خو امریکې  نوموړی د عذابونو لپاره سوریـې ته تسلـیم کړ. کـاناډا د خپل غـفلت له امـله خـپل تبـعه انجنیر ماهــر ارار ته یولس نــیم ملیون ډالـری ورکــړې. وګورئ
“Anderson Cooper 360” CNN program, profiles torture survivor Maher Arar/2007. Also, read these books: Jimmy Carter, Our Endangered Values (2005); Kerry Pither, Dark Days: The Story of Four Canadians Tortured in the Name of Fighting Terror. Foreword by Maher Arar (2008); Amy and David Goodman, Static: Government Liars, Media Cheerleaders, and the People Who Fight Back (2006). In his book (The Absolute Violation: Why Torture Must Be Prohibited [2008] ), Richard Matthews, a professor of Philosophy, challenges the idea that torture is ever acceptable.
 
په داسی حال کی چی ټولټال انګریزی او امریکایی غټو ازادو  مطبوعاتو په سوریه کی د بشر اسد او په لـیـبیا کی د معمر قذافـي په ضد  ډڼـډورو باندې خپل کومي شلول، د اسرایـیللي اشغال په ضد د فلسطینیانود بی تاوه پاڅون په یوه مهمه څڼـډه یی د روان کال د می په نیمایی کی  سترګی پټی کړي
 
د فلـسطین او اسرایـیلو  پـسرلی
 « نکبه » په عربي کی فاجعی ته وایی، او په دی ډول «یوم النکبه» د فاجعې ورځې ته وییل کیږي. د ۱۹۴۸  زییز  د می په ۱۵  د لویدیز په مټ د اسرایــیلو دولت د مهمی لودیزې اډې په شکل خلــق شــو. دغــه نیـټـــه کــه د اســرایــیلو لــپاره د نیکــبختـۍ ورځ ده، په عــین حال کی د فلـسطیــنیانو لپــاره د بــدبختــۍ (د فـاجـعې )ورځ ده. د اسرایـیلو د دولت په خلق کولو سره ، فلسطینیان له خپل هیواد نه وشړل شول او لبنان، سوریې او اردن ته کډوال شول. د ۲۰۱۱ زیـیز  د می په ۱۵ فلسطینیانو  د خپلې بدبختۍ دغه ورځ په احتجاجونو  ونماځله، په دی ډول چی د سوریی،ارد ن،  لــبنان او غـزا  پـه پولــو کی یی د ا سرایــیلو د  اشــغال په ضد احــتجاجــونه پــیل کــــړل . اسرایـیلي عسکرو پرې ډزې وکړې او ۱۴  تنه یی ووژل
“Democracy Now!” radio program at Pacifica hosted by Amy Godman, U.S.A. (May 17, 2011).
له ښایسته اوږدې مودې راهیسې  امریکایی تبصره کوونکو  په هغه تاوتریخوالي خپلې اوښکې توی کړې دي چی فلسطینيانو د خپلې مشروعې خپلواکۍ د ګټلو لپاره کارولی و. د دغو امریکایانو استدلال په دې ادعا را څرخیده چی که فلسطینیان یواځی او یواځی  د مهاتـما ګانـدي په بې تاوه پاڅون بسنه وکړي، اسراییل به پرې د دولت پـیرزویـنه
وکـړي. داسې بریښي چی نن سبا د امریکایی مبصرانو د حقیقت موقع رارسیدونکې ده: د تیرې نکبې (فاجعې)  ورځ ( ۱۵ می ۲۰۱۱) نړی والوته په ډاګــه کــړه چی بې وسلـې فلســطینیان د «یهودي دولت» د پــولو په خـــوا ور و خوځــیدل. اوس امریــکایــان د دې فرصت لــري چی د دغــه بې تــاوه پاڅــون په اکــله کوم عــکس العمل وښــئ. امریکایانو  به فلسطینیان دیته رابلل چی خپلې وسلې دې کیــږدي. « موږ به ورته ویـل چی د هغوی د دولت نشتوالی پخپله د هغوی ګناه ده. څه شی به د امریکایانو سرونه په  دې خلاص کړي چې «واقعا» د امریکایي تورپوټکو د مدني حقوقو د خوځښت د مشر ډاکټر مارتین لوتر کینګ «په سبک برابر فلسطیني احتجاجچـیان رارسید لی دی او اسرایـیلي عسکر پرې د واقعي کــالـتوسو ډزې کــوي؟»!  یانې
“What will it take to make Americans recognize that the real Martin Luther King-style non-violent protestors have arrived, and that the Israeli soldiers are shooting them with real bullets.” (M.S., “Israel: Here Comes Your Non-violent Resistance”, Economist, May 17, 2011).
تیرکال «د ازادۍ فلوتیلا» په نوم د بـیړیو جوپه  د غزا  پټې خوا ته روانه وه چی هلته محاصره شوو فلسطینیانو ته  لس زره ټنه غیر عسکري یانې بشري مرستی ورسوي. خو د اسراییلي قواو د قهرجــن او وژونکي بریــد ( ۳۱ می ۲۰۱۰) په واسطه دغه نیک اقدام شـڼـډ شو: نهه تنه فعالان یی  ووژل او نور ټولټال ۷۰۰ تنه فعالان او ژورنالستان یې توقیف کړل . د اسرا یـیلو دغــو نــاوړه عــملیاتو فــلسطــینیانو ته یوه غــټه ګــټه  ورســولـه : نړی والو هغه کلکه اسرایـیلي محاصره په خپلو سترګو ولیدله چی د غزا بحران یی له هغوی  نه پټ ســاتــلی و. کــه اسرایـیلو د ۱۹۶۷ زییز له بریالي جنګ راهیسې خپل سیاسي تصویر د نړۍ والو په سترګو کې غښتلی ساتلی و، په فلوتیلا باندې د اسراییلو ناوړه برید د دغه دولت تیر ۴۳ کلن برم رانسکور کړ. د ګولډ سټون رپورټ د دغې دورې د جـــرم غوڅه چــغــه ده
The Goldstone Report: The Legacy of the Landmark Investigation of the Gaza Conflict. Edited by American-Jewish journalists Adam Horowitz, Liz Ratner and Philip Weiss. Naomi Klein (Introduction) and Archbishop Destmond Tutu (Foreword), 2011
کله چی اسراییلی عسکر په بین المللي اوبو کې د فلوتیلا  بیړیو ته په زور سره ورننوتل، د هغوی لپاره تر هر څه فوري موضوع دا وه چی د صحنې قصه ځندۍ کړي: ټولی کمرې ضبط کړي، ساتیلایتونه وتړي، د ټلویژن کمرې  ماتې کــړي او په دې ډول ځانونه ډاډه کړي چې هیڅ ډول خبر به بهر ته نشي تیرید لی
“They were hellbent on controlling the story”, commented Australian journalist Paul McGreough, one of the hundreds of activists and reporters who witnessed the deadly morning attack on the Gaza Freedom Flotilla” on May 31, 2010 (“Framing the Narrative: Israeli Commandos Seize Videotape and Equipment from Journalists After Deadly Raid.” Democracy Now! / Pacifica Radio program hosted by Amy Godman (June 9, 2010).
د فلسطین په لویدیزه غاړه (ویسټ بینک) کی د حمس پارلمانی غړی عزیز  دویک په فلوتیلا باندی د اسراییلی کوماندو له حملی نه یو څه وروسته یوې مهمې زدکړې ته ګوته نیولې وه: «زموږ تاوتریخوالي(تشد د) د اسرایـیلو  سره مرسته کوي چی بین المللي ملاتړ وګټـي»، او دغه شان عزیز دویک زیاتوي چی: « لس زرو توغـندیوغزا ته هغومره ګټه نه ده رسولې لکه د غزا  [ د ازادۍ] فلوتیلا چې رسولې ده». د اقتباس لپاره ولولئ :ولستریت ژورنال،۲جولای ۲۰۱۰
“When we use violence, we help Israel win international support”, Hamas parliamentarian Aziz Dweik continues: “The Gaza Flotilla did more than 10,000 rockets.”(“Israel’s Foes Embrace New Resistance Tactics.”(Wall Street Journal, July 2, 2010)
دا معلوات چی  د فلسطیني غزا پټې په لوري د روانې امریکایی بـیړۍ د ټولو مسافرانو ۲۵ سلنې(۲۵٪) به  یهودان وي، خاص اهمیت لري: (۱) کیدای شی  چی اسراییلی واکمنان به یو څه وجداني نارامي احساس کړي چی څنګه به په یهود شموله بې دفاع بیړۍ باندي وسله وال برید وکړي؛ (۲) کیدای شي چی دغه یهودشموله بیړۍ به په څــرګــند ډول دهغه یــهــودی هویت ســازۍ په ضــد تعــبیر شي چی په واقعیت کی فلــسطیني ازادۍ ته پـــاټــک اچـــوي؛(۳) کیدای شي چی دغه یـهودشــموله بـیړۍ به یوې بلې یـهودي کیسې ته د خلکو پام راواړوي چې په جهان شمـوله بشري ازادۍ راڅرخي؛ او (۴) دغه امریکایي- یهود شموله بـیړۍ به د امریکې د بهرنیو چارو وزارت خپل دې مکلفیت ته متوجه کړي چی په بهر کی به د خپل دوست ( یهودي دولت )په مقابل کې هم  د خپلو اتباعو (امریکایي- یهودانو) حفاظت کوي! په ۲۰۰۹ زییز کی د جئ سـټریټ د نظر پلټـنې له مخې درې ټکی د پام  وړ دي: (۱) د امریکایي یهودانو شــپـیته سلنې(۶۰٪)  د فلسطین په لویدیزه غاړه (ویسټ بینک) کی  د اسرایـیلیانو د میشت ځایونو د توسعې سره مخالف دي؛ (۲)  ۷۶ سلنې  یې د زییز کال ۱۹۶۷ د سولې د تړون د هغسې پولو سره موافقه ښئ چی ځینې برخې به پکې د خبرواترو له لارې مبادله کید لی شي( دغسې دریځ ولسـمشر بارک اوباما  د روان کال د می په ۱۹هم څر ګـند کـړی دی)؛  او ( ۳ ) نهه شپیته سلنې(۶۹٪) یی د دې مــلاتــړ کوي چی امــریکا دې د فـتح-حـمـس د ګـــډې فـلسـطیني ادارې د حکومت ســره هــمکاری وکـــړي چې د اسرایــیلو سره سولې ته یې قـــانع کــړي
Robert Naiman, “U.S. Boat to Gaza Is a Quarter Jewish—‘Not Too Shabby’ ”, Huffington Post (June 6, 2011)
 
   اوبا ما خپل دوست دې پوه کړه چی ...
Stay Away From Freedom Flotilla To Gaza!
 ولسمشر بارک  اوباما یوه میاشت وړاندی د زیارت په ورځ د ۲۰۱۱  د می په ۱۹ نړۍ والو ته د منځني ختیز په اکله خپله وینا واوروله. د دغې وینا د او رید لو سره ســم ، یو سپــین ږیري  عیسوي او بشردوست  امـــریکا یي (ری مکـګاورن) اوباما ته یو په زړه پورې ویــښوونکی لیک ورو لـیـږه. مکګاورن په هغه ډله امریکایانو کی شامل دی چی « د امید زړ ورتیا»( اوداسیتي آف هوپ) نومی بیړۍ کی بشري مرستۍ  د روان جون په وروستنئ اونۍ  کې د غزه په پټه کې محاصره شوو فلسطینیانو ته رسول غواړي. په دغه ډله کې رابرت نایمن(د «عادلانه بهرني سیاست» د ســـازمان مشـــر) هم ټلګـــري دی. د پلا ن له مخې به دغه بیـړۍ د  د روان کال د جون په ۲۱ د یونان پایتخت ته رسیـږي ، هلته به درې ورځې پاتی کیـږي ، او بیا به  هلته له کوم  ځای نه د غزا د پټې په لوري  خوځیـږي. اوباما ته د لیک لیکونکی ری مکګاورن، پخوا د ۲۷ کلونو لپاره د امریکې په مرکزيزي استخباراتو (سي آې أئ) کی مهم او معتمد  تحلیلګر و(له  ولسمشر کینیډ ی نه نیولې د ولسمشر جورج ایچ بوش پورې): دی هلته د ملی استخباراتو د اټکل د څانګې مشر و او ولسمر ته د استخباراتو  د «ورځني لـڼـډیز» (ډیلي بریفینګ) لیکونکی او وړونکی و. میکګاورن په  خپل لیک(۱۹ می ۲۰۱۱) کی کاږي چی ذکر شوې امریکایي بیـړۍ  د غزا په پټه کی  میشتو فلسطـینیانو ته  بشري مرستې  رسول غواړي. سبا ( دجمعې په ورځ: ۲۰ می ۲۰۱۱) د اسراییلو لومړي وزیر بنجمین  نتانیاهو په سـپـینه ماڼۍ کی د ولسمشر اوباما سره و کتل. مکګاورن  په خپل لیک کی  له ولسمشر اوباما نه هیله کوی چی که  د ملاقات په مهال  نتـنیاهو په غوږ ووهي چې  غزا ته د بـیـړۍ په تــیریــد لو کې دې  لــه مــزاحمت نه ډډه وکــړي. دغه شان مکګاورن په اوباما ټینګار کوی چې د سیاست په ځای دی  عدالت ته پاملرنه وکړي( پوټ جستـیس اباو پالـیـټـیکس) .  اوبــاما تــه د مکګاورن لــیک د ۲۰۱۱ د می په شلــمه نـیــټه   خـپــور شــوی و، او ټول انګریزي متن یې د دې رسالې په پای کې مل شوی دی
 
پـــــــــــــــــا ي
په اوسنیو ګړندیو بریښناییزو شرایطو کی د پاڅون پیغام د سترګې په رپ کې ولس ته رسیـږي اوله دې امله پاڅون هم اسان دی او هم ارزان یانې کـم خـطـره دی. غـوره او  تازه مثال یې استرالیایی ژورنالیسټ ،بریښنایـیزفعالیـتګر (اینټرنیټ اکټـیویسټ) او د ویکیلیکس د وېـبسایټ موسـس     څلوېـښت کـلن جـولـیان سـانـژ دی چی د څرګندو یانی شفافوحکومتونو پلوی دی او په ۲۰۱۰کې یې د امریکې له روانو جنګونو نـه څپوڼی پورته کړ. د واشنګـټـن دپـټـو سیاسـتونو  په دغــه غــټه رســوایی کې یو ځوان امریکایی عسکر برادلی مانـیـنګ هــم د خــپل حکومت له خوا په دی تورن شوی او بندي  شوی دی چی جولیان سانـژ ته یې د خپل هیواد مخفي لاسوندونه ورسپارلـي دي
نن د اسلامی نړۍ د وګړو نږدی دوه پر د رې برخې یانې نږدې ۶۷ سلنې هغه ډله جوړوي چې عمر یې له دیرش کالونو نه ټیټ دی. دغه ستره ځوانه طبقه ځوانې هیلې او اړتیاوې لرې. په عرب نړۍ کې د وګړو  نږ دې یوه لسمه برخه نالوستې ده او په دې ډول پاتی نوي سلنې وګړي یې لیک لوست کولی شي. د پوه ټولنې(نالیـج سـوسایـټي) په چاپیریال کې دغه ډول بدلون ځوان عرب نسل دې ته هڅوي چې نور خپل قسمت په زړو او زیــړو کاغذونو کی ونه لـټوي، بلکې ځانونه د خپلې زمانې سـیالان وګـڼي، د خپلو  ګوډاګیو سلطانانو او سلطاني ولسمشرانو بې کـفایـتۍ    پای ته ورسوې،او   خپلې شتمنۍ  د خپلو هیوادونو د خپلواکۍ او دخپلو ولسونو د نیکمرغۍ په لار کې ولګوي. لویدیز په تیره امریکا  غواړي  چې ددغه ډول پاڅون په بهیرکې ټاکونکی رول ولوبوي. امپراتوره امریکه په هر څه کې او په هرځای کی ملي یانې امپراتورانه ګټې لري. که امریکا ښه څه ولري اونور خلک ورته اړ تیا ولري، د لاسته راوړلو لپاره یې  دوه لارې شته: یوه لاره داده چې نور خلک به یې ورنه د وسلو په شان راونـیسي. خو که امریکه و نه غواړي چې خپل ښه څه خرڅ کړي، نو بیا به نورخلک مجبور وي چې د وهمه لار غوره کړي، او هـــغه داده  چــــې د ټکــــنالوجۍ په شـــــان یـــــــې  ورنـــه غــــلا  کــــــړي . امریکه باید یو عادي یانې نارمل هیوادشي او د بــم کـراسـۍ په  ځای عــملا دموکـراسۍ ته درنای وکړي
بې تاوه پاڅون په ظاهر کی د غریب سړي وسله ده،خو په باطن کې په عـین حال کې د سالم وجداني شخصیت معنوي پیاوړتیا تـمـثـیلوي. د غریب مهاتما ګاندي، دغـریب باچاخان فخر افغان، دغریب ډاکټرمارتین لوتر کینګ، د غریب مشر مُلا  دیسـموند ټـو ټـو...او دغـریب نیلسن مـنـدیلا د هریوه ژوند د ټول بشریت لپاره له مهمو ګټورو پیـښـو نه ډک و او دی، خو په ۲۰۰۹ زییز کال کی د امریکې متحدو ایالتونو شل تنه ماړه انسانان او دوه  اوږدهاو ډک لګښـته جنګونه لرل چې لا تر اوسه د »غیـر انسان «(اَن-پـيــپل) په وینو څربـیږي، په ړنـدو بــمـــباریـو شـخــوندوهي اوسالم وجدان کړوي. مسلمانان باید د خپلې زمانې انسانان او مسلمانان شي. خـوشـال خـټــک بـابـا څـه ښـه ویـلـي دي
لکه باز په لويلوي ښکا ر زما نظر دی
ګـونګی نه یمه چې نیـسم بــــاد خورکــې  
 ډاکـټر زیرک یار              
 Obama, Tell Netanyahu – Don’t Mess With Flotilla to Gaza
 
By: Ray McGovern
May 19, 2011
Dear Mr. President:
Your speech on the Middle East earlier today emboldens me to claim your protection as we set out to put flesh on your rhetoric. Fifty of your fellow citizens will be sailing on “The Audacity of Hope” to Gaza in June.
You spoke eloquently today about “times in the course of history when the actions of ordinary citizens spark movements for change because they speak to a longing for freedom that has been building up for years.” And you lamented “failure to speak to the broader aspirations of ordinary people.”
We, the passengers and crew of “The Audacity of Hope,” sailing to Gaza together with the 2nd International Freedom Flotilla, represent ordinary Americans determined to speak to the aspirations of the 1.5 million ordinary Gazans yearning to be free.
We will be delivering thousands of letters of support and friendship from other ordinary Americans who are persuaded, as Dr. King put it, that “injustice anywhere is a threat to justice everywhere.”
I write you for assurance of your support and protection as we try to embody your rhetoric. You emphasized that “the United States supports a set of universal rights,” and that this U.S. support is “not a secondary interest.” It is, rather, “a top priority that must be translated into concrete actions.”
Bold words. With respect to the situation in Gaza, though, perhaps you will agree that it hardly suffices to bemoan the fate of one “Palestinian who lost three daughters to Israeli shells in Gaza” — who, as you put it, has a “right to feel angry.”
That Palestinian and his dead daughters are four. But Israeli forces killed 1,400 Gazans in December 1998-January 1999 — and 1.5 million Gazans remain deprived of the universal rights of which you spoke.
Gaza is a sequestered, crowded open-air prison, in which Israel keeps “inmates” at a subsistence level of existence. This amounts to the kind of collective punishment banned by international law and is enforced by an equally illegal Israeli naval blockade.
Many Americans have long been puzzled that you choose to exempt Gazans from your stated concern about universal rights; and, frankly, we have tired of waiting for a cogent explanation. So we ask you to look upon our voyage to Gaza as our attempt to implement your rhetoric about what ordinary citizens can do — not only to “speak,” but also to act to meet the broader aspirations of the ordinary people of Gaza.
On May 20, you will have an opportunity to inform Israeli Prime Minister Benjamin Netanyahu of our intention to sail to Gaza next month. You have probably already been briefed on Israel’s far-flung diplomatic and propaganda offensive to prevent our boat and the other boats of the international flotilla from embarking for Gaza.
Those Israelis determined to enforce their illegal blockade may feel emboldened by your lack of response to the killing of nine passengers — including an American citizen — on the 2010 relief flotilla and the wounding of dozens of other peaceful passengers. This is your chance to disabuse those Israelis of the notion they can attack unarmed civilians with impunity. This year we expect you to speak up for us beforehand.
And please do not try to pretend that $3 billion of our taxes — our annual gift to Israel — cannot be translated into the kind of leverage that will spare “The Audacity of Hope” from harm at the hands of the “Israeli Defense Forces.”
Finally, allow me to suggest talking points not likely to be included in your briefing papers. These points transcend rhetoric and spring from a faith heritage you share with Netanyahu. They deal with the doing of justice — the preoccupation of the prophets of the Judeo-Christian tradition.
Before meeting with Netanyahu, have a look at what Isaiah says about “proclaiming liberty to captives and release to prisoners” and how Jesus of Nazareth repeats that, word for word, eight centuries later. Please give that some serious thought, and be prepared to put justice above politics.
And please let us – and the world – know how the discussion goes.
Ray McGovern Yours truly, Ray McGovern
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
    
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
- بېرته شاته