(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ: پښتون خوڅښت غونډه وکړه

د لوړو غرونو، تاريخ جوړونکې غونډيو، کلا ګانو، تړو،څليو،نرخونو،چيغو او جر ګو ټاټوبی کــــــــــونړ د لوی افغان د تاريخ ستره نښه ، د سيد جما الدين افغان ټاټوبی کې د پښتون خوځښت غونډه د جمعې په ورځ د جولای په 15مه نېټه په اسد اباد کې جوړه شوه.

د کنړ د مختلفو ولسواليو څخه 70 ځوانان ددې غونډې ګډونوال وه. نوموړې غونډه د پښتون خوځښت د ودې په موخه جوړه شوې وه چې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د جوړيدو په حال کې دي. غونډه د جمعې په ورځ د ماسپښين په دوه نيمو بجو پيل او د مازديګر په پنحًو بجو پای ته ورسيده.
په غونډه کې ځوانان معرفې شول، د پښتون خوځښت د جوړيدو په اړه خبرې وشوې، د پښتون خوځښت د فعاليتونو راپور وړاندې شو. د ځوانانو ازاد بحث رامينځ ته شو. چې د بحث زياتو تبصرو ، د پښتون خوځښت منظموالی، دپښتنو مادي او معنوي ارزښتونو ساتنه. د پښتنو بنسټيزه وده، د پښتنو د مرګونو پای ، د پښتنو د هويت په هکله خبرې وشوې، چې دا ټول د پښتنو د يو واحد سياسې سازمان چې د اسلام او پښتونولی پر ستنو ولاړ وې دنده وګڼله. او څرګنده يي کړه چې پښتون خوځښت هلې ځلې بايد همداسې يو سياسې حرکت وزيږوې تر څو پښتنو ته يو وروستی لاره او يو وروستی برخليک وټاکې.

تفصيل:
د لوړو غرونو، تاريخ جوړونکې غونډيو، کلا ګانو، تړو،څليو،نرخونو،چيغو او جر ګو ټاټوبی کــــــــــونړ د لوی افغان د تاريخ اساسي برخه ده. کونړ د سيد جماالدين ټاټوبی ډېر ښکلی دی، خو په وروستېو کې يي ښکلا د پردېو ښارونو دساتنې پخاطر اور اخلي،کلي او کورونه يي ورانيږې او درې يي لمبې اخلي.
د کونړ جوړونې، ټول پښتون ژغورني ، د ملی هويت د ژوندې کولو په خاطر، د پښتون ژغورنې دپاره اوس هم لوی ځوانان د کونړ په قلعه ګانو، غونډېو، نرخونو، او درو کي شته، چې وطن او خپلواکې پيژنې
تپل شوي جنگونه،سېاسي او نظامي سيالۍ، فساد، ککړتيا، فقراوغربت، بيکاري او پښتون وژنې پدې تاريخ وژنکو شېبو کی د کونړ ځوانانو د پښتون خوځښت هر کلی وکړ او پدې هلو ځلو کې ېې د هر پښتون برخه اړينه او ددوی ملي مسوليت وبله.
با احساسه ځوانانو د پښتون خوځښت په ملاتړ په کونړ کې غونډه وکړه، او د پښتون خوځښت په هر عملې ګام کې يي د برخه اخيستنې ټينګه ژمنه وکړه.

غونډه د جمعې په ورځ د جولای په 15مه نېټه په اسد اباد کې جوړه شوه غونډه د د ماسپښين په دوه نېمو بجو پيل او د مازديګر په پنحًو بجو پای ته ورسيده. غونډه د قران کريم په مبارکو اياتونو پيل، ګډون کوونکې يو له بل سره معرفي شول. د پښتون خوځښت د پيل، د خوځښت ليد، خوځښت پيژندنې او فعاليتونو په اړه تفصيل وړاندې شو.

ګډونوالو د پښتون ژغورنې په اړه خپلې خبرې او ليدلور وړاندي کړ، پښتون خوځښت يي د وخت غوښتنه وبلل، او ځوانان يي ددې هلو ځلو د مخته وړلو اصلې مسولين وبلل.
 
د ځوانانو ازدا بحث لاندې ټکې په نښه کړل:

۱: د پښتنو د مادي او معنوي ارزښتونو ساتنه
پښتون خوځښت بايد د پښتنو ملي ارزښتونه تعريف کړي او په ساتنه او دفاع کې يي ونډه واخلي.
 
د پښتون ملي ارزښتونه: اسلام، تاريخ، ژبه، جرګه، کلتور (پښتونولې)  او افغانيت دې . ددي دپاره چه پښتون يوې پر مخ تللي مدني کچې ته روسيږي او په نړيواله ټولنه کې خپل لوړ حيثيت ولري دا خو ځښت بايد د ملي ارزښتونو وده دفاع او پلي کېدنه د اسلام، د تاريخ، کلتور، خپلواکی د ملي نواميسو ساتنه د خپلي مبارزي بنسټيز رکنونه وبولي.

۲: د پښتنو هويت
پداسې شرايطو کې چې پښتون له هر لوري وهل کيږي ، پښتانه بايد د خپل سياسې او كولتوري حق دخپلولو له پاره د خپل ملي هويت ساتلو ته متوجه شي. د ملي هويت په ساتلو کي بايد هدف داوي چې د هيـواد تاريخي، سياسي جغرافياوي او كولتوري موجوديت ژوندى او خوندي پاته شي.

۳: او د پښتنو د ستونزو د حل د پاره د پاره د يو اسلامې او پښتنې ساسي سازمان جوړيدل.
پښتنو په ضد د جګړې د پای ته رسولو د پاره يوه پراخ سياسي جوړښت ته اړتيا ده. اړينه ده چې د جرګو د ميکانیزم له لارې په پښتني ټولنه کې سياسي يووالی رامنځته شي. او دې ته عملی بڼه ورکړل شي. لومړی د کليوالی جرګې جوړې، وروسته د ولسوالۍ په کچه جرګه جوړه شي او دا بهير د ولايت په کچه پښتانه سره يو موټی شي. دا لړۍ ټول افغانستان ، پښتونخوا، ته وغزول شي. په دې ډول ټول پښتون اولس په يوه سياسي جوړښت کې سره راټول شي.
غونډې ته دکابل څخه دورغلی پلاوې د کنړ ځوانان پښتون خوځښت ته راوبلل، پښتون خوځښت يي د پښتنو تر ټولو لویه غوښتنه وبلل. همدا ډول  د کنړ ځوانانو ته دکابل، لوی کندهار، میمنې، او دننگرهار دپښتون خوځښت دغونډو راپورونه  او له بهر  او کور دننه څخه د پښتنو رارسيدلې خبرې او مقالې وړاندې شوې. د غوڼدې د ارزیابی وروسته  د نورو ولایتونو په څیر په کنړ کې د پښتون خوځښتې ولایتې مسول، او ۴نور مسولين د مطبوعاتو، فرهنګې ټولنو، زده کوونکو او زده کړیالانو څخه وټاکل شول. چې د پښتون خوځښت دودې او راتلونکو پروګرامونو دپاره به کار کوې.

پښتون خوځښت راتلونکی پلان:
د پښتون خوځښت راتلونکې غونډه ارزګان کې ده.

د پښتون خوځښت غوښتنه:
پښتون خوځښت په تيرو مياشتو کې دسلګو نو پښتنو ملاتړ چې د افغانستان بهر ژوند کوي هم  تر لاسه کړی او لا  دوام لري. هرپښتون  له هر ځای څخه زموږ سره اړيکه نیولی شي خپل تلیفون شمیره مو راوليږی  او په دې هلو ځلو کې راسره برخه واخلی.  موږ پښتنو ته اړتيا لرو، نه هر پښتون ته، بلکې ریښتینو پښتنو ته.
په پوره پښتني مينه
پښتون خوځښت
موږ ژوند ته پريږدی!
زموږ سره اړیکه:
۰۷۷۵۹۲۱۵۵۳
برېښنالیک:
[email protected]

- بېرته شاته